په پښتو ادب کي داسي ټکي ډېر دي، چي زموږ پخوانو اديبانو، شاعرانو، مؤرخانو او نورو
ليکوالو په يوه مانا استعمال کړي دي؛ خو په دې وروستييو کلو کي زموږ ځینو ليکوالو
او شاعرانو د پردو ژبو د اغېزو يا ځینو نورو عواملو له کبله هغو ته بېلي ماناوي او
مفاهیم جوړ کړي دي؛ مثلاً �نوموړی�له دغه راز ټکو څخه دئ، چي له څه مودې راهيسي په
بېلابېلو ليکنو او خپرونو کي د غايب مفرد شخص له پاره د اشاري ضمير په توګه کاريږي؛
په داسي حال کي چي د پښتو د منځنۍ دورې د ځینو پياوړو او مشهورو شاعرانو په کلام کي
دا ټکی د نامتو، نوميالي، مشهور، مسما، نامدار، وتلي، نوم ګټلي، نوموَتي، نومَوَر،
نامي او داسي نورو په مانا راغلئ دئ. د پښتو د عرفاني شاعرۍ ځلانده ستوري- علي محمد
مخلص(تر ۱۰۶۹ ق پوري په باوري توګه ژوندی) په يوه بيت کي، د الله سبحانه و تعالی بې
مثله ذات ته داسي خطاب کوي :
دا کتاب تا تمام کړی ته دانا، ګــويا، نـــومــوړی
زه مظهر د ستا د عِلم ته صاحب د عِلم و رأی يې!
(د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه)
د پښتنو د توري او قلم بابا - خوشال خان خټک(۱۰۲۲ - ۱۱۰۰هـ ق) په يوه بيت کي دا ټکی،
په دغه مانا داسي راوړی دئ :
هيڅ در نه پوهېږم که رښتيا وايې که پېچمي
ماوته دي خوله ده په خنـــدا خـــندا نـــومړې
بل ځای وایي:
بيا په کوم توکي داسي بې قولي کړې!
تا و ماته سپينه خـــولــــه نه ده نــومړې
تر علي محمد مخلص او خوشال خان خټک وروسته، د پښتو ادب لسان الغيب شاعر- رحمان بابا(
۱۰۴۲ - ۱۱۲۸هـ ق) هم په يوه بيت کي د �نوموړي� ټکی د �نومړ� او �نومړي� په بڼه، په
کټ مټ همدې مانا کار کړئ دئ :
که د سرو زرو سړی وي خــــو چــه مړ شي
نه يې نوم څوک په خوله اخلي نه نومړ شي
(د رحمان بابا د ديوان خطي نسخه).
رحمان بابا، بل ځای د �نوموړي�ټکی په همدا مانا، داسي بيانوي:
ستا له رحمه به زه ولي نوميـدي کړم
چه دي ځان دئ د رحيم په نام نومړئ
(د رحمان بابا د ديوان خطي نسخه).
د افغاني فرهنګ د معاصري دورې وتلي او منلي استاد - ارواښاد علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/
۱۹۱۰م �۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م) هم په خپل مشهور اثر (د پښتو ادبياتو تاريخ)کي دا ټکی د
پخوانو ليکوالو او شاعرانو په څېر په هماغه اصلي مانا داسي راوړی دئ:
�تر اوستا وروسته دوهم مهم نوم د دې کتاب د راوړونکي، زرتشرا يا زردشت دئ چه دا سړی
د بخدي د آرئيايانو يو نوموړی ديني مبلغ او موسس دئ .�(حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ
۹۰).
د وړاندي سوو شواهدو او مدارکو له مخي اوس له ورايه مالوميږي، چي �نوموړی�يا
�نوموړ�کليمه په واقعيت کي د نامدار، نوميالي، نومَوَر، نامي، مشهور، معروف، مسما
او داسي نورو په مانا کار سوې ده. اوس هم ځيني پښتانه په خبرو او مرکو کي دا ټکی په
خپله اصلي مانا کاروي؛ مثلاً وایي:�پلاني په سخاوت او مړانه کي نوم وړی دئ .� په
داسي مواردو کي ښه لار دا ده، چي پخوانۍ مانا پر خپل حال پرېږدو؛ او د نوي مانا پر
ځای هغه ټکي استعمال کوو، چي زموږ په خلګو کي دود دي. ما هيڅکله له عامو خلګو څخه
نه دي اروېدلي، چي ووايي:�نوموړي داسي و ويل يا نوموړي داسي وکړه...� زموږ خلګ په
خپلو سپېڅلو خبرو او مرکو کي وايي:�هغه يا هغې داسي و ويل؛ هغه/هغې داسي وکړه.�
هغه(د غايب نارينه دپاره)، هغې(د غايب ښځينه دپاره)او هغوی (د غايب جمعي دپاره، چي
نارينه او ښځينه دواړه پکښي شامل دي)په ټولو پښتو لهجو کي پراخ استعمال لري .
دې دلايلو ته په پام سره، د داسي پېچلو ماناوو بېلول او سپينول، تر هر چا مخکي د
علمي قاموسو د مؤلفانو کار دئ، چي د پخو او مؤثقو اسنادو په ښوولو سره، اصلي او
جعلي ماناوي بېلي کړي. البته د هغو کليمو حساب او کتاب له دې ډلي څخه جلا دئ، چي د
تاريخي بدلونو په ترڅ کي يې پر پخوانۍ مانا سربېره نوې مانا/ ماناوي هم اخيستې وي؛
لکه مرسته، کالي، دهګان، بړېڅ او داسي نور.