مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د طبيعي او غيرطبيعي عواملو پر بنسټ د بېلابېلو ټکو په ماناوو کي راز راز بدلونونه : د کليمو حقيقي، مجازي، کنايي، اصطلاحي او نورو ماناوو ته يوه لنډه کتنه


مخکي مو د یوه منلي اصل په توګه يادونه وکړه، چي کليمې د بېلابېلو طبيعي (د وخت تېرېدو، جوي او اقليمي حالاتو) او غيرطبيعي (سياسي، اجتماعي، فرهنګي، فکري او اقتصادي)تحولاتو په ترڅ کي کله کله پخوانۍ ماناوي له لاسه ورکوي؛ او پرځای يې نوي ماناوي پيداکوي؛ مثلاً �يزته� په اوستا کي هغه پريښته/ پريشته وه، چي د خير او ښېګڼي عامله ګڼل کېده. دا مانا اوس مړه ده؛ خو اوس يې د همدې ټکي په اخير کي د�ته�پر ځای د�دان� ورستاړی ور موښلولئ دئ؛ او د �يزدان� يا خدای تعالی په مانا يې کاروي .�دروغ� هم په پخوا کي د یوه دېب/ دېو نوم ؤ، چي اوس د ريشتيا پر ضد استعماليږي (حبيبي،�د پښتو لغوي تطور،�کابل، ۱۴۳). ځیني وختونه لغتونه پخوانۍ ماناوي هم ساتي؛ او نوي ماناوي هم خپلوي . دغه راز نوي ماناوي زياتره مجازي، کنايي او اصطلاحي بڼه لري . دکليمو نوي ماناوي په حقيقت کي د هغو طبيعي او ټولنيزو بدلونو زېږنده دي، چي هره ورځ په طبيعت او ټولنه کي پېښيږي؛ او د ژبي بېلابېل ټکي، ترکيبونه او اصطلاحات هم له هغو سره ګام پرګام تغيير او تحول مومي. په داسي شرايطو او حالاتو کي بايد قاموس لیکوونکی د بېلابېلو ټکو او ترکيبو په راز راز ماناوو او مفهومو کي د هغو حقيقي، اصطلاحي، مجازي، کنایي او نوري ماناوي، په روښانه ډول تفکيک او تشخيص کړي؛ د مثال په توګه �شاهد�کليمه، لکه څنګه چي مخکي هم اشاره وسوه، د حقيقي مانا له پلوه کتوونکي يا لېدونکي ته وایي؛ خو په پاړسي شاعرۍ کي زيـاتره پـه مجازي بڼه د معشوق، محبوب، جانان، يار، نګار او داسي نورو په مانا راغلې ده. همدغه رنـګه �صنم�ټکی چي په لغت کي اصلاً بت، مجسمې، تمثال اوداسي نورو ته وايي؛ خو په مجازي بڼه د معشوق، محبوب، نګار، جانان، معبود او داسي نورو په مانا استعمال سوی دئ . په اسلامي فقه کي�شاهد�د يوې بېلي اصطلاح په توګه هغه چا ته ويل کيږي، چي د يوې دعوې د اثبات يا رد دپاره په محکمه کي شاهدي ورکوي .�ملـت� هغه عربي ټکی دئ، چي پخوانۍ مانا يې هم ژوندۍ ده؛ خو د زمانو په تېرېدو سره يې نوې مانا هم پيداکړې ده. دغي نوې مانا په پيل کي مجازي بڼه لرله، چي وروسته سوکه سوکه د حقيقي مفهوم پر ځای ودرېده. پوهېږو، چي�ملت� پخوا د شريعت په مانا استعــمالېده؛ مثلاً په قران مجيد کي د�ملت ابراهيم� ستاينه سوې ده. خواجه شمس الدين محـمد حافظ شيرازي (په ۷۹۱ هـ ق کي مړ)په خپل ديوان کي وایي :
جنگ هفتاد و دو ملت را همه عــذر بنـه
چو نديدند حقيقت همه ره افسانه زدند
مګر نن موږ همدا �ملت� ټکی د خلګو يا وګړو په مانا کاروو(د نورو توضيحاتو له پاره و.ګ. حبيبي،�د پښتو لغوي تطور،�کابل، ۱۴۳) .

په پاړسي کي�رويين تن� ،�گُلرخ�،�بدلگام� او داسي نور ترکيبي ټکي د حقيقي او مجازي ماناوو له پلوه ډېر توپير لري .�رويين تن� په حقيقي مانا هغه چا ته ويل کيږي، چي بدن يې له رویي (شين بخونه سپين فِلز)څخه جوړ سوی وي؛ خو په مجازي مانا قوي، غښتلي، پياوړي، زورور او داسي نورو ته وایي.� بدلگام �د حقيقي مانا له پلوه د هغه آس په مانا دئ، چي قيضې ته خوله نږدي؛ خو په مجازي بڼه د هغه انسان د صفت په توګه کاريږي چي سرکښ، عصيانګر، باغي، متمرد او نافــرمانه طبيعت ولري(عميد۱: ۳۸۵) . البته دا ترکيبي ټکي ټول په مجازي په بڼه کاريږي .

په عربي کي�وقف�کليمه له لغوِي اړخه د درېدو يا توقف په مانا ده؛ خو په فقهي او حقوقــي اصطلاح هغه حالت ته وايي، چي کوم فزيکي يا حُکمي شخصيت د پام وړ مال (عين)په خپل واک کي وساتي؛ او له هغه څخه تر لاسه کېدونکې ګټه په هغو چارو کي ولګوي، چــي واقف (وقف کوونکي) ټاکلې وي . اوقاف يې دجمعي حالت دئ . �جرح�د حقيقي مانا لـــــه اړخه وجود څېرلو، ټپ يا پرهر ته وايي؛ خو په حقوقي اصطلاح د شهادت بطلان يا ردولو، سمــولو او اصلاح کولو ته وايي (حييم۱:۵۴۰ او عمید۱: ۸۰۹). �اجتهاد� په لغوي لحاظ کـــوښښ او جد و جهد ته وایي؛ خو په فقهي اصـطلاح له اسلامي منابعو او مصادرو(قراني ايتونو، نبوي حديثونو، اجماع او قياس)څخه د شرعـــي حُکمونو استخراج ته وایي. د �کتاب�کليمه په عــــامه مـانـا (دفتر، بياض، صحيفه)ټولو خلګو ته څرګنده ده؛ خو په اسلامي علومو کي د هغه اختصاصـــي مانا، قرآن شريف ته اشاره ده. لکه څنګه چي په ځينو مبارکو آياتو کي قرآن مجيد د �کتـــــاب مبين� په نامه ياد سوی دئ . �ذکر�کليمه هم په عامه او خاصه مانا بېل استعمال لـــــــري . د �ذکر�عام مفهوم (د خدای ياد، د الله تعالی د اسمأالحسنی يادونه . . .) هر چا ته ښکاره ده؛ خو په خاص مفهوم يې ښايي بېله مسلکي او اختصاصي کسانو څوک پوه نسي. د�ذکـــــر� ټکی په خاصه او ضمني مانا هم د�کتاب�په څېر، قرآن کريم يا قرآني لارښوونو ته اشاره ده؛ ځکه د مسلــمانانــو دې سپېڅلي کتاب ته په ځينو آياتو کي د �ذکر� په نامه هم ګوته نيول سوې ده.

په انګرېزي کي هم د داسي کليمو شمېر خورا ډېر دئ، چي حقيقي، مجـــــازي، کنــايـي او اصطلاحي مانــاوي
ټکي څخه د تصـوري، �fable�کليمه د چي د اتيمـولوژيکي اړخه لــه �fabulous�يې يوله بله بېلي دي؛ مثلاً
افسانه يي، خيالـي، افسانې، اسطورې، نکل، کـيسې او داسي نورو په مانا اخیستل سوې ده؛ خو د خلګو په
ورځنيیو محاورو کي په اصطــلاحي بڼـه د عالي، لـوی، بــاورنه کېـدونــکي، اريانوونـــکي، پــــرتمین اوداسي کليمه چي د حقيقي مانا له پلوه نس، کولمو، د غرايزو د احساس مرکز ،د وجود�gut� نورو په مانا کـاريږي يا
دنــنـه برخي، ضروري برخي، اقتباس کولو، د ودانۍ سوځولو او ورانولو تـــه وایي؛ خو په ورځینيـو محـــاورو
د روحيې، زړورتيا ، مړاني، غيرت او داسي نورو په مانا (guts) او مــــرکو کي اصـــطلاحاً د جمعـــي په بڼه
ټکی له لغوي پلوه د ببر(حيوان)په مانا دئ؛ مګر پـه مجازي بڼه د وحشي، بې رحمه او ظالم �tiger� کاريږي . د
کليـمه په انګرېزي کي اصــلاً د خوښ، خوشاله او داسي نورو په مـــانا ده؛ �gay� انسان په مانا استعماليـږي .
خو نن سبا همـــدې ټکـي په خلګو کي يوه بله مـــــانا هم موندلې ده، چي تر خپلي پخوانۍ مــــانا ډېره عــــامه او مشهوره ده. په نوې مانا دا ټکی د هغه نارينه دپاره کاريــــــږي، چي له بــــل نارينه سره جنسي اړېــــکــی ولــــري .
له اړخه د روميانو د افسانوي اتل يـــــا ديو/ دېب په مانـا ده؛ خـو په مجازي بـــــڼه کليمه د حقيقي مانا�giant�
کليمې عامه مانا �sick� د لوی، ستر، غټ، پياوړي، عظيم، غول پيکر او داسي نـورو په مانا استعماليږي . د
کليمه هم له همدې ډلي څخه ده، چي �cool� (ناروغ) او اصطلاحي مانا(عالي، ډېر ښه) ډېر توپيــــر لــــري .
رسمي (سوړ، يخ) او اصطـــلاحي (عـــالي، ډېـــر ښه) ماناوي يې يو له بــله ډېر فرق لري .

د نورو ژبو په څېر په پښتو کي هم د داسي ټکو شمېر تر انده پاس دئ، چي د زمــــانو پـــه بېلابېلو پړاونو او د خلګو په مختلفو طبقو او ډلو کي، په جلا جلا ماناوو(حقيقي، مجازي، کنايي ، اصطلاحي او نورو) استعمـــال سوي دي؛ مثلاً په کندهار کي د�چغال� ټکی د بې زړه، بې غيرته، بګېل او نامرده سړي دپاره او�روستم� د زړور، مېړه، غښلي،پياوړي، غيرتمن او داسي نورو پـه کنايي ماناوو کاريږي . په کندهار کي د�وينهَ�[خج پر دوهمه څپه] ټکی، چي په حقيقي مانــــا د حشراتو له کورنۍ څخه يو کوچنی حيوان دئ؛ په مجازي او کنــــــايي مانا د مضـــر، موذي، اپتي، ورانوونکي، سراښ، طامع، اروا وږي او داسي نورو په مفهوم استعمالوي . يا لکه څنګه چي په پاړسي کـــي وايي: �فلانی برق لُچ است.�دلته د �برق لُچ�ترکيب د کنايي په ډول د تېز، چالاک، تېر ايستوونکي، چمباز، ټګ، ټګمار، فريبکار، مُزوِر او داسي نورو په مانا استعـمال سوی دئ . سربېــره پـردې مواردو او حالاتو، کله کله ځيني ټکي د ټوکو يا سپکاوي له پاره، په
مـــانـا استعماليږي؛ لکه په کندهار کي، چي پک يا بې وېښتو سړي ته په (ironic) معکوسه يا متضــاده
سر چپــــه بڼه�څــوڼـه وَر� وايــي. له کليمو او ترکيبو څخه بېلابېلي ماناوي او مفهومونه اخيستل، په واقعيت کي د يوې ټولني يا يوې ځانـــګړي ډلي د فکري او ذهني پرمختيا ښکارندوی دئ . په هره ژبه کي، چي د داسي لغــــتو زېرمه پراخه او لويه وي، په هغه اندازه بډايه او مهذبه ګڼله کيږي . پر ولسي خبرو او مرکو سربېره په پښتـــو ادب کي هم ددغه راز ماناوو بولګې خورا ډېري دي؛ مثلاً په دې بيت کي، چي د ادبي فنونو له مخي يې�مدح مايشبه الذم� بولي، د� عادل او عدل�ټکي هم په معکــوسه مانا کارسوي دي :
يو عادل بادشاه پيداشو اورنګ شاه د دين غمـخور
خپل پلار تړي په عدل په فتـــــوا وژني خپـــل ورور

په پښتو ادب کي ډېر ځله �نمرود� او�فرعون� د جابر، جلاد، ظالم، بې رحمه، متکـــبر، ځــان غوښتونکي او داسي نورو په مجازي ماناوو؛�ابوجهل� د مشرک، کـــاپير(کافر)، بې ایــــمـانه، خرافاتي، سرټمبه او داسي نورو په مجازي ماناوو؛�زاهد� د ځانښودي، رياکا ر، فضـل فروش او�رند�د عارف، صوفي، بې ريا، مخـــلص او داسي نورو په مجازي ماناوو سوي دي . د بلي هري ژبي په څــــېر په پښتو ادب کي هم د دغه راز سيمبولونو، مجازي او کنايي ماناوو استعمـــال خورا ډېر دئ .

زياترو پاړسي فرهنګونو هم د کليمو، ترکيبو او عبارتو کنايي مانـــاوو ته ژور پام کــــړی دئ . په �فرهنګ لغات و تعبيرات مثنوی�کي د �آب حيات�د عامو او دوديزو مفـــاهيمو تر بيان وروسته داسي لولو:�در اصطلاح شعر کنايه شده است از کلام فصيح و دهان معشوق و سخن ګوئی او. - عرفا آنرا کنايه کرده اند از محبت باريتعالی که هر کس را جرعه ای از چشمه فيــــاض آن بنوشانند معدوم و فانی نګردند. و نيز کنايه است از سخنان اولياء الله و مردان کامل که حيات بخش است.�(ګوهرين ج۱:۷). د�فرهنګ آنندراج�مؤلف د�آب مريم� د مانا په بيان کي داسي کښلي دي : �کنايه از عصمت و طهارت و راستګاری ـ و نيز شيرۀ انګور�(شاد ج۱:۳۱).

په دې ډول ګورو، چي په آيرونيک بيانونو کي ظاهراً يو څه ويل کيږي؛ خو د بلي مانا يا بل مفهوم د پوهېدو هڅه کيږي . که څوک ووايي: �ژر سئ ډوډۍ راوړئ، چي مرم.� دلتــــه د مرګ د کليمې استعمال د لوږي د سختوالي او زياتوالي په مقصد ويل سوی دئ، نه د واقعـــــي مرګ په مــــانا. له دې امله د بېلابېـــــلو ټـــــکو د اغېزمنتيا او تأثير لــــوړول، ټول په حقيــقت کـــــي د کلام د مانــــــوي اړېکو زېږنده دئ . د کليـــــمو مجــــــازي
ماناوي د هـــري ژبي په شعر او هونـــــري نـــثر کي ډېر پراخ استعــــمال لــــري .(metaphorical/ figurative)

په پښتو قاموس ليکنه کي تر اوسه د کليمو مجازي او کنايي ماناوي په بشپړه او منظمه بڼــه نه دي را غونډي سوي . په زرونو داسي ټکي او ترکيبونه سته، چي د پښتو د بېلابېلو لهجو ويونکي يې په خپلو ورځنييو خبرو او مرکو کي کاروي؛ خو له بده مرغه چــــي تر اوسه يې هم په پښتـــو قاموسو کي راغونډولو او تشريح کولو ته چندان پام نه دئ سوی . پښتنو لغتپوهانو، اديبانو او څېړونکو ته ښايي، چـي د پښتو پرګــردو علمي او ادبي اثارو سربېره، د خلګو له ورځنييو محاورو او مکالمو څخه هـــــم دغه راز ټکي راټول کړي؛ او د روښانه مثالو په وړاندي کولــــــو سره يې لوستونکـو ته مانــــاوي او د استعمال ځايونه وښيي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery