مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کليمو منصوصي او مستنبطي ماناوي


د اوسنۍ قاموس ليکني د اصولو له مخي بايد د کليمو، عبارتو، ترکيبو او اصطلاحاتو په تشريح او بيان کي د منصوصو او مستنبطو ماناوو توپير ته ټينګ پام وسي؛ ځکه ډېر ځـــــله په ژبنيـــیو قاموسو کي داسي اختصاصي ټکي، ترکيبونه او اصطلاحات راغــــونډيږي، چــــــي قـــــاموس ليکوونکي يې بايد يوازي د منصوصو او اختصاصي ماناوو په يادونه بسنه وکي؛ د مثال په تــوګه جرم/ جريمه، جنايت، جنحه، قباحت، تعزير، قتل، قصاص، جرح، ديت، نکاح، مهر، طلاق، عدت، مبيعه، ثمن، ميراث، اختلاس، رشوت او داسي نور د حقوقو او اسلامي فقهي داسي اصطلاحات دي، چي قاموس ليکوونکي بايد د يوه مهم اصل په توګه د هغو په اړه له شخصي نظريو او قياسونو څخه ډډه وکي؛ خو له دې کبله چي ژبه ديوه ټولنيز موجود په توګه تل د بدلون او اوښتون په بهيرکي ده، د قاموسو مؤلفان کـــولای سي د دغه راز کليمو، ترکيبو او اصطلاحاتو په تعريف او څرګندونه کي ادبي او علمـي نيمګړتياوي له منځه یوسي؛ او د نوو علمي پرمختګو په رڼا کي د هغو پخواني مفاهيم بشپړ او غني کړي .

د منصوصو او مستنبطو ټکو په اړه د بحث پر مهال بايد دا مسأله هم هېره نه کوو، چي که د ځينو ټکو او اصطلاحاتو په حقوقي تعريفو کي د بېلابېلو مفکرانو او حقوقپوهانو تر منځ اختلاف او جڼه جڼه وليدل سي، بيا نو قاموس ليکوونکو ته ښايي، چي تر هر څه مخکي د خپل هيواد په نافذو قوانينو کي تسجيل سوو تعريفو ته د لومړي توب حق ورکړي . په دې توګه، قاموس ليکوونکی نه يوازي، د يوې حقوقي يا فقهي مسألې په اړه د هغې تيوريک اړخونه تشريح کوي؛ بلکي د خپل هيواد د نافذو قوانينو رسمي دريځ هم بيانوي . که چيري د مقنن په تعريفو کي تېروتنه، کمزوري او نیمګړتيا و ليدله سي، بيا نو لازمه ده چي د علمي نظريو په رڼا کي د هغو پر بېلابېلو اړخو هم تبصره وکي .

په قاموس ليکنه کي د مشابه، ذومعانين، مترادفو، متضادو، متقاربو او اړونده ټکو پېژندنه او ارزښت


پېژندنـــه او لکه څنګه چــي په قاموس لیـــــکنه کي د هومنيمو، هوموفونو، همـوګرافو او پــــاليسمــيس ټکو اړونده ټــــــکو ،(antonyms)، متـضــــــادو (synonyms) را غــــــونډونــه ډېــر ارزښت لـــــري، د مــــــترادفو
(related searches) حتا اړونده پلــــټنو (nearby words)، نـــيژدې يا متقاربو ټکـو(related words)
پېژندل او را ټولول هم، ډېره په زړه پــــوري موضوع ده .

په هره ژبه کي داسي لغتونه خورا ډېر دي، چي د يوه نيمګړي، پېچلي او غامض تعـــريــــف پر ځای د مترادفو او متضادو ټکو په مرسته خورا په اسانۍ او چټکۍ سره پېژندل کيږي؛ دمثال په توګه ماينه/ ماندينه، مېرمن،کډه،کوروالا،کورودانه، ښځه، عورته/ اورته/ اروته، ارتينه، خانمــــه، بېګمه او داسي نور يا کوچنی، کمکی، ووړ، وړکی، ماشـــوم، حيـــوان، طفــل او داسي نور ټولي هغـــه مترادفي کليمې دي، چي د پښتنو په بېلابېلو لهجو او سيمو کي د يوه واحد مفهوم د بيان دپاره کاريږي . په پاړسي او عربــــــي کي راه، روش، شګرد، راستا، وتيره، نهج، اسلوب، طريقه او داسي نور ټــول د مانا په لحاظ يو رنګي يا نيژدې والی لري .

په دې توګه، سيننيمونه يا مترادف ټکي، هغه کليمې دي چي يو راز ماناوي افاده کوي؛ او د بېلابېـــــلو ټکو په نامه (synonymy) ترمنځ د ماناوو دغه راز يو شانتي والی او يو رنګي په لغتپوهـــــنه کــــــي د سينـــانيـمي
ټکي يا �pavement� او په برتانــــوۍ انګــرېزي کي �sidewalk� ياديږي؛ لکه په امريکايي انګـــــرېزي کي
�indigenous� او �native� ،�sparkle� او�glitter� ،�implore�او�beseech� ،�close�او�shut�
کليمې، چي په ډېرو ځايو کي مترادفي ماناوي لري .

د هري بلي ژبي په شان، په انګرېزي ژبه کي د مترادفو ټکو په ماناوو او انګېرنو کي د يو رنګۍ او بېلوالي خورا ظريف او حساس اړخونه نغښتي وي، چي قاموس ليکـــــوونکي بـــــــايد ښه په خبــــــــــــر وي؛ مثــــــلاً
ټکـــــي ګـــــرده د هغـــي غوښتني �importuneاو supplicate, implore, beseech, entreat, beg�
�beg� په مانا دي، چي له مخالفت یا اعتراض سره مخـــامخ وي . څـوک د هغـــه څه د ترلاسه کـــولو دپاره د
ټکی د اخلاص، �beg� کليمه استعمالوي،چي د یوه منلي حق په توګه يې غوښتنه نسي کولای . په بله ژبه، د
کليمه هغه مهال کــــاريږي، چي څـــوک �entreat� ټينګار او کله کله عاجزۍ او کمينۍ مراتب څرګندوي . د
د صميمانه غوښتني او خواخوږۍ له لاري بل څــــــوک د يوه کار کولـــــــو يا نه کـــــــــولو ته اړ بـــــــاسي . دواړه
داسي اندېښنه يا تلوسه افاده کــــوي، چي خواخوږي او زړســـــــوی را پـــاروي . �implore� او �beseech�
يو څه پـياوړی �beseech� د ژړا، اوښکو او ښکاره درد په بيانولو سره په مـــــانا کي تر �implore� ښـــايي
سره د عاجزۍ، بېوزلۍ او دوعا کولو فکر ملګری کوي؛ او �entreat� له �supplicate� او ځواکمــن وي .
د ازار او ځورولو تر پولي پر خپله غوښتنه د يوه چا د ټينګار او درېــدو په مانا دئ .�importune� په پای کي
(Jackson and Amvela 108)

د هغو مشخصو شيانو له نومو پرته، چي په دوو بېلو کولـتورو يا کولتوري حوزو کي ګډ وي، په ژبو کي د سوچه يا نګه مترادفو ټکو مـوندنه ډېره ګـــــرانه ده، نو ځکه يې ژوندۍ او غوره بولګې په ډېري سختۍ سره پيدا کيږي . حـــتا کــــه د مترادفاتو په نامه ځیني و هم موندل سي، بيا هم په هغو کي د مانا له پلوه څه نا څه (pseudo-synonym) توپــير ليدل کيږي . متردافو ټــــکو ته نيژدې ټکـي د مترادف وزمــه يا شبه متـرادف
(Jackson and Amvela 108)په نامــــه ياديږي .

ځیني ژبپوهان د بشپړو يا مطلقو مترادفاتو او نرمو یا اسانه مترادفاتو ترمنځ د تــوپير او بېلوالي خبره کـوي . په بشپړه يا مطلقه مانا بايد دوه مترادف ټکي د استعمال په ټولو ممکنو شرايطو او حالاتو کي، يو په بل د اوښتو را اوښتو وړتيا ولري . ويوونکي او ليکوونکي بايد په ټاکلو شرایطو او حالاتو کي د يوه يا بل ټکي په کارونه کي، د انتخاب پوره ازادي ولري؛ او دا خپلواک غــوراوی بـــايد د هغه څه پر مانا، سبک او مانوي استنباط څه اغــېزه و نکړي، چي ويل کيږي يا ليــکل کيـــږي .

لکه څنګه چي مخکی يادونه وسوه، ځیني ژبپوهان باور لري چي د مطلقو مترادفاتو موندنه اصلاً ډېره ګرانه ده. که چيري يو ونيم و هم موندل سي، نو هغه يوازي د مانوي بدلون د پېښېدو له امله دئ . په دې توګه، کټ مټ يا مطلق مترادفات، په يوه ژبه کي د ډېرو ټکو د غورځولو يا بې استفادې پرېښوولو خوا ته لاره هواروي؛ حال دا چي د يوه ځانګړي حالت يا موضوع دپاره د دوو ټکو تر منځ د غوره کـولو په کار کي د پراخ او ازاد لاس لرل داسي ښېګڼه ده، چي بېله هغې په وينا او ليکنه کي، له ډول ډول ستونزو او پېچومو سره مخامخ کېږو.

له تاريخي پلوه ښايي داسي و برېښي، چي د پام وړ دوه ټکي د مطلقو مترادفاتو له خطـر سره مخامخ سوي دي .
ياني دا چي له دوو مترادفو ټکو څخه يوه په يوه بڼه خپـله مـانا اړولې يا له استعماله لوېدلې ده؛د مثال په توګه څخه انګرېزي ته ننـــوته، نو د بومـــــي انګرېــــــزي ژبــــــي (Norse)کليمه له زړې ناروېژۍ ژبي �sky� کله چي د
کليمې سره د سيالۍ په ډګر کي ودرېده. دواړو ټکو پر فزيکي اسمان سربېره، د خدای او ملايکو �heaven� د
د روحاني �heaven� د فزيکي اسمان او �sky� د روحاني عالَم پر ماناوو دلالت کاوه . د زمانې په تېرېدو سره
يا عرفــاني اسـمان په مفهوم استعمال سو. که څه هـــم تر اوسه پوري دواړه کله کله د یو بـــل پر ځــــای کـــــاريږي .

لاتيني کليــــمه د فرانسوي ژبــــي له لاري واخــــيستل سوه، نو د بومي (spirit) دغــــه راز، کـــله چي د روح
�Holy Spirit� او �Holy Ghost � کليمې سره په مقابلـه کي ودرېـــده؛ لکه د�ghost� ژبي (انګرېزي) له
کليمې د يوه داسي ټکي په توګه ځای ونيو، چي عام او پراخ مفهوم يې �spirit� په عبارتونو کي . وروسته
لږو ډېر د روحاني او غيرمادي مانا په دايره کي محدود پاته سو. �ghost� لره؛ او
(Jackson and Amvela 109)

کله چي د مترادفاتو خبره کيږي، مقصد د اسانه او نرمو مترادفو ټکو بېلابېلي درجې دي، چي په هغـــو کي نه یوازي د دوو کليمو تر منځ د مانا له پلوه څه تېر و بېر؛ بلکي د شرايطو او حالاتو څه نا څه توپير هم ليدل کيږي؛ خو سره له دي خصوصيتو هم کېدای سي یو د بــــل پر ځای استعمال سي. د دغه راز مترادفو ټکو اړوونکی يا عوضي استعمال يوازي هغه مهال سم او معقـول نه برېښي، چي د دوو يا څو مترادفو ټکو په منځ کی مشترکه
(تر هر چا مخکي د يوه شـي discover مانا د هغو تر ګډي يا مشترکـي ساحې دباندي پرېــوزي؛ د مثال په توګه
(په يــــوه ډول يـــــا يــــــــوه بـــڼـــــــه د یــــــــوه شــــــــــي مــــــــــونـــدل) . find مـــــوندنــــــه یا حقيـقـــــت پېژندنــــــه) او
(Jackson and Amvela 109)

ځيني مترادف ټکي د يوې ژبي له بېلابېلو لهجو سره د اړېکي پر بنسټ يو له بله بېليږي؛ مثلاً په برتانوۍ انګرېزي او امريکايي انګرېزي کي، د څو مترادفو ټکو بولګې په دې ډول دي :
windscreen, pavement, lift, lawyer, farm, caravan, bonnet(car)
windshield, sidewalk, elevator, attorney, ranch, trailer, hood
لومړۍ ليکه د برتانوۍ انګرېزي او دوهمه ليکه يې د امريکايي انګرېزي ځيني ټکي ښيي.
کله کله په يوه هيواد کي هم د يوې ژبي د بېلابېلو لهجو، معياري، شفـــــاهي او عاميانه ژبو او مختــلفو مانوي استنباطاتو پر بنسټ، د مترادفو ټکو استعـــــمال او بالاخـــــره رواج کــېدو تـــه شرايـــط او امکانات برابريږي .
(Jackson and Amvela110-111)
انګرېزي ژبه د مترادفو ټکو له پلوه ډېره غني او ارته ده، چي لومړنی دليل يې د دې ژبــــي په تاريخ او له نورو ژبو لکه فرانسوي او لاتيني څخه د پراخو ټکو په اخيستني او استعمال پــوري اړه لري .

د نړۍ د زياترو ژبو په شان په پښتو کي هم د مترادفو ټکو د مانوي پولو ترمنځ ډېر حساس او باريک توپيرونه ليدل کيږي، چي قاموس ليکوونکي يې بايد په پېژندنه او روښانولو کي ژور پــام وکړي . دلته د پښتو د نوميالي شاعر او ليکوال - استاد سيد ګـــل پاچا الفت (۱۲۸۷- ۱۳۵۶ش) له �لغوي څېړني�څخه څو مثالونه او بولګې را اخلو:

ځوان او ځلمی تقريباً يوه مانا لري؛ خو د ځلمي/ زلمي کليمه د آس يا نورو حيواناتو دپاره نه استعماليږي . په داسي حال کي، چي دواړي کليمې د سړي دپاره بې توپيره کارېدای سي. زموږ خلګ وايي: پلانی ځوان سوی دئ يا بيستانی ځلمی سوی دئ؛ اما هيڅکله داسي نه وايي، چي د پلاني آس ځلمی سوی دئ .

ووړ او لوی د کشر او مشر له ټکو سره مانوي اړېکی لري؛ مګر سره له دې هم هيڅ يو د حيوان دپاره نسي استعمالېدای؛ د مثال په توګه خلګ نه وايـــي، چـــي آس يا غويی مي کشر يا مشر دئ؛ بلکي د دې پر ځای د ځوان، زوړ او داسي نورو ټکي کاروي (الفت ۳۲).

په پاړسي ژبه کي د�دختر�ټکي د لور او نجلۍ دواړو په مانا استعماليږي؛ په داسي حال کي چي په پښتو او انګرېزۍ کي دا دوې کليمې مانوي توپيرونه لري . په پاړسي کي که و وايو: �او دختر، دختر احمد است.� ياني �هغه نجلۍ د احمد لور ده.� هرومرو بايد په جومله کي د�دختر�ټکی دوه ځله تکـــــرار سي، چي دا لفظي او مانوي تکرار د بې خوندۍ او التباس سبب کيږي؛ حال دا چي په پښتو، انګرېزي او ځينو نورو ژبو کـــي دا لفظي او مانـــــوي تکرار نسته .

ځيږ او لواړ سل په سل کي مترادف نه دي . که ووايو ډبره ځيږه ده. دا خبره سمه ده. که و وايو وريجي لواړي دي . دا جومله هم سمه ده . په ځينو ځايو کي يو د بل پر ځای استعماليږي؛ لکه : �دا اوړه لواړ دي .�،�دا اوړه ځيږه دي . � پوست او خوړين هم مترادف نه دي (الفت ۳۸) .

خوړينه غوښه، پسته نهالۍ، پوست ټوکر، خوړين شفتالو/ شوتالو او داسي نور زياتره نورو ژبو ته د يوې کليمې په بڼه ترجمه کيږي؛ ځکه په هغو ژبو کي کېدای سي په همدغو دوو بېلو ماناوو دوه بېل لغتونه نه وي؛ لکه پوست او نرم چي په پاړسي کي په نرم ترجمه کيږي . کله کله هم د قاموس ليکوونکو د بې پروايۍ او بې توجهۍ له امله په يوه لغت ترجمه کيږي (الفت ۴۱).

داړل او چيچل زياتره په ګزيدن ترجمه کيږي؛ په داسي حال کي چي دا دوه ټکي د مانا په لحاظ کاملاً يو نه دي؛ مثلاً موږ وايو: � احمد لړم چيچلئ دئ . داسي نه وايو، چي احمد لړم داړلئ دئ .� مګر د سپي دپاره بيا د�داړلو� فعل کاروو. دلته ګورو، چي ځيني ټکي د حيواناتو په يوه ځانګړې ډله پوري اړه لري . اچول او غورځول هم په مانا کي فرق لري؛ مثلاً وايــــو: � اوبه په لوښي کي واچوه!� داسي نه وايو، چي � اوبه په لوښي کي و غورځوه! � (الفت ۴۱ ).

له مخکنييو مثالوڅخه څرګنديږي، چي په پښتو کي هم د نورو ژبو په څېر د خالصو مترادفاتو موندل ډېر ګران دي . په دې مانا چي په پښتو کي هم د انګرېزي ژبي په څېر کله کله د دوو يا څو ټکو تر منځ په ځينو اړخو کي يوشانوالی او په ځينو نورو کي بېلوالی او توپيرونه تر سترګو کيږي؛ لکه :� شکول � او � شلول �. �شکول � زياتره د پرې کولو، غوڅولو، چور کولو، لوټولو او داسي نورو په مانا کاريږي؛ خو �شلول � زياتره د پرې کولو، غوڅولو، قطع کولو، جلا کولو، بېلولو او داسي نورو په مفهوم استعماليږي .

د مترادفو ټکو تر منځ د افتراق او بېلوالي اړخونه، د حقيقي مانا په پرتله په مجازي ماناوو کــي ډېر ليدل کيږي؛ مثلاً د چورولو يا لوټولو په مانا د�شکول�استعمال، په واقعيت کي د دې ټکـــــي مجازي مانا ده. هر مترادف ټکی په بېــــل حالت، ځانګـــړې جومله او جلا ځـــای کــــي استعماليږي، چي قاموس ليکوونکی يې بايد د لازمو توضيحاتو او مثالو په وړاندي کولو سره، د ګډوډۍ او التباس مخه ونيسي .

هغه ټکي، چي د ټولو اړخونو له نظره د مترادفو ټکو ځانګړتــياوي پوره نه کړي، د متقـــــاربو او اړونده ټکو په توګه ظهور کوي . په دې ډول ټکو کي، لکه څنګه چي يادونه وسوه، د مـــــانا په ځينو برخو کي يوشانوالی او په ځينو نورو کي، جلاوالی او توپيرونه ليدل کيږي .

د پښتو ژبي په بېلابېلو لهجو(ګړدودو) کي داسي لغتونه، ترکيبونه او اصطلاحات خورا ډېر دي، چي که د قاموس ليکوونکي له خوا په پوره زيار او زړه سوي خوندي نسي، بېله شکه تر دوو- درو پښتونو وروسته د هېرېدو اوبالاخره نابودۍ له خطر سره مخامخ کيږي . له دې امله بايد قاموس ليکوونکی نه يوازي د ژبي علمي او ادبي لمن پراخه کړي؛ بلکي د خپلو ادبي، علمي او فرهنګي ميراثو په ساتنه کي هم د ستايني وړ برخه اخلي.
مترادفات د هري ژبي د مــانوي ښکلا او بډايني لویه او ارزښتناکه زېرمه ده. په واقعيت کي همدا مترادف ټکي دي چي په خبرو، ليکنه او خاصتاً شاعري کي د کليمو د تکرار، بې خوندۍ او ګډوډۍ مخه نيسي.

د مترادفو ټکو په شان متضاد ټکي(سپين د تور ضد، خپـــلواکي د مــرييتوب ضد، سخـــاوت د کنجوسۍ ضد او داسي نور) هم په قاموس ليکنه کي ډېره لويه ونډه لري . د نړۍ د زیاترو ژبو په څېر، په پښتو کي هم د مترادفو او متضادو ټکو خورا ستره زېرمه سته؛ خو په خواشينۍ سره، چي د مترادفو او متضادو ټکو دا پراخه او بډايه زېرمه تر اوسه په بشپړه توګه نه ده راغونډه سوې . دا کار د پښتنو په غرو او رغو کي اوږدو او پرله پسې پلټنو ته اړتـــــيا لري . د ځينو پښتو فرهنګونو مؤلفانو تر خپله وسه په قاموسو کي مترادفو او متضادو ټکو ته ځــــای ور کړی دئ، چي په دې ډله کي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ�پښتو - پښتو تشريحي قاموس �تر ټولو لوړ ځای لري؛ مګر سره له دې هم په هيڅ وجه بشپړ نه دئ . په پښتو کــــي داسي مترادفي يا متقاربي کليمې خورا ډېري دي، چي زموږ له تاريخ، تاريخي جغرافيايې او ادب سره نيژدې اړيکی لري؛ خو تر اوسه يې د ژبي مفصلو او مشرحو قاموسو ته لاره نه ده پيدا کړې؛ مثلاً ايکۍ، تنګه/ ټنګه، غجرۍ، اشرپۍ،کابلۍ، ولسکيزه، دوه کيزه، درې کيزه، پيسه، روپۍ، تومن، او داسي نوري هغه نيژدې يا اړونده کلیمې دي، چي زموږ د هيواد د تاريخ په بېلابېلو پړاوو کــــي د مروجو پيسو د مختلفو واحدونو په توګه استعمالېدې . د پښتو ژبي قاموس ليکوونکي بايد د دغــــه راز کليمو په راغونډولو سره د هغو د بېلابېلو ژبنييو، تاريخي، جغرافيایي او اقتصادي اړخو په روښانـــولو کــي مرسته وکړي .

په فرهنګو کي د راغونډو سوو ټکو د تشريح او بيان دپاره د متردافو او متضادو ټکو کــــاروَنه نه يوازي له لوستونکو سره د پام وړ ټکو په اسانه پېژندنه کي کومک کوي؛ بلکي په هــــره ژبه کي د بېلابېلو لهجو د ښې پېژندني او له دې لاري د يوه اسانه، کره او معياري ژبي د را منځ کېدو له طبيعي بهير سره هم ګټوره مرسته کوي؛ ځکه په هر هیواد کي د يوې کره او معياري ژبي د دودولو تر ټولو مهم او اساسي شرط، د هماغه ژبي د بېلابېلو ويوونکو او ليکوونکو ترمــــنځ په ټولنيز ژوندانه کي، ژور او هر اړخيز اړېکی دئ . هرڅونه چي دا اړېکـــی َارَت او غښتلئ وي، په هغونه اندازه ژبه د سمون، کره والي او معيار پر لور ګام ږدي . که د بېلابېلو پېچومو له کبله د يوې ژبي د ويوونکو تر منځ فزيکي تماسونه او تعلقات ګران وي، نو په قاموسو کي د يو بـــل په مروَجو ټــکو او ترکيبو پوهېدنه، د دې نيمګړتيا د بشپړولو دپاره، ډېر ضروري او په زړه پوري کار ګڼل کيږي . د همدې استدلال له مخي بايد زموږ پښتو قاموسونه د ټولو لروبر پښتنو مروجي کليمې او ترکيبونه، په علمي بڼه را غونډ او تشريح کړي .

د انګرېزي ژبي په ځينو عصري قاموسو کي مترادفو او متضادو ټکو ته د قاموس د يوې بېلي برخي په توګه ځای ورکړل سوی دئ. قاموس ليکوونکي د يوې کليمې د بېلابېلو ځانګړتياوو تر پېژندني او شنني وروسته، لوستونکي د هغې متردافو او متضادو ټکو ته رهنمايي کوي؛ لکه په دغو او داسي نورو انګرېزي قاموسو کي :
Collins English Dictionary & Thesaurus
http://www.merriam-webster.com
http://dictionary.reference.com
http://www.thefreedictionary.com

د انګرېزي ژبي په ځینو آن لاين قاموسو کي پر مترادفو او متضادو ټکو سربېره حتا د نيژدې يا متقاربو ټکو او اړونده یا مربوطو پلټنو تر سرليک لاندي هم ، د هغو کليمو ليست کښل سوی دئ، چي د پام وړ ټکي له بېلابېلو اړخو سره د مانا له پلوه نيژدې والی يا ارتباط لري . دغه راز ټکي دکراس - ريفرينس يا څو ځايه يادوني په بڼه په خپلو منځو کي اړېکی لري؛ او لوستونکو ته د یوې کليمې په بشپړه او هر اړخيزه پېژندنه کي، پراخ او ګټور مواد وړاندي کوي . �ډيکشينري ډاټ ريفرينس ډاټ کام� له دغه راز آن لاين قاموسو له ډلي څخه يو ګټور او په زړه پوري اينټرنيټي قاموس دئ .

په نوې قاموس ليکنه کي د قاموس ليکوونکي مسووليت او رسالت يوازي د پام وړ ټکي په معرفي کولو او مانا ليکلو سره نه بشپړيږي؛ بلکي نوې او عصري قاموس ليکنه له مؤلفانو څخه غواړي، چي د بېلابېلو قاموسي سرټکو تر څنګ د مترادفو، متضادو، متقاربو او اړوند ټکو په وړاندي کولو سره، د لوستونکو ادبي او علمي اړتیاوي پوره کړي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery