په دوه ژبيزو يا څو ژبيزو قاموسو کي د کليمو د ماناوو په اړه د دې خبــــري سپيناوی
هـم ډېر ضروري دئ، چي د ژبو او لهجو په بدلېدو سره د ځينو ټکو په ماناوو کي هـم
خورا ژور بدلونونه پېښيږي .کله کله يوه کليمه په يوه ځانګړې ژبه يا لهجه کي ډېري
ماناوي افاده کوي؛ خو بلي ژبي يا لهجې ته په ننوتو سره خپلي ډېري پخوانۍ مانــــاوي
له لاسه ورکوي . يـــــا بالعکس په نوې ژبه يا نوې لهجه کي نوي ماناوي او مفاهيم
مومي؛ د مثال په توګه حيوان د پښتو په لوېديځه لهجه کي د سپي، پيشي، پسه، خره، آس،
غويي او داسي نورو څاروييو په مانا کاريږي؛ په داسي حال کي چي همدا ټکی د پښتو په
ختيځه لهــــجه، په تېـــره بيـــا لغمانيانو کي د کوچني، کمکي، وړکي، وړ يا ماشوم
په مانا استعماليږي .ګاډی په اوردو ژبـــه او زموږ د کښته پښتنو په پښتو لهجه کي د
موټر په مانا کاريږي؛ خو د دې خوا په پښتنو کي د�ګاډۍ�په بڼه هغي دوه ارابه ييزي
نقليه وسيلې ته وايي، چـــي د آس، خره، اوښ يا بــــل حيـوان پــه زور کشيږي .
د�ماشين� ټکــی په ايرانۍ پاړسي
) په مانا استعمـــاليږي؛ حـال داچي همدا ټکی په افغاني پښتو او افغاني پاړسي(دري)
کي د car) کــي د موټر
هغه صنعتي دستګاه په مـــانا کاريږي، چي په مېخانيکي يا برقي ډول کار کوي؛لکه د چاپ
ماشين، د کالو ګنډلو يا پرېمينځلو ماشين او داسي نور؛ اما ايرانيان زموږ پر خلاف د
انګرېزي ژبي د موټر همدا کليمه د� موتــــور� په بڼه د ماشين آلاتو دپاره کاروي .
همدغه راز، په افغاني پښتو او دري کـــي د مــور ورور ته � ماما� وايي؛ خو په
ايرانۍ پاړسي کي�دايی�ورته ويـل کـيږي . د ايرانيانو پر خـلاف، مـــوږ د�دايي�
ټکــــی د قابلې
په مفهوم کاروو؛په داسي حال کي چي ايرانيان د �قابلې� دپاره د�ماما� کليمه
استعمــــالوي .(midwife)
ايــرانيان زمـــــوږ پر خــــــلاف � انګليس � د انګلستـــــان،� فرانسه �د
فرانسوي ژبي او�کُره �دکوريا په مانا کاروي؛ په داسي حال کـــــي چي افغانــــان�
انګليس �د انګرېز تبعه په مفهوم،� فرانسه �د فرانسې او �کُره � د مځکي د کُرې په
مانا استعمالوي . ايرانيان� صندلي �د چوکۍ/څوکۍ په مانا کاروي؛ خو افغـــــانان په
پښتـــو او دري کي�صندلي� ته د هغه مستطيل ډوله مېز په مفهوم ګوري، چي لوی تلتک يا
بړستن پر اچوي؛ او په سړو سيمو کي يې د ژمي په موسم کي د ځان تودولو دپاره کاروي .
�سال�په پاړسـي کي د�کال�په مانا دئ، حال دا چي همدا کليمه د پښتو په لرغوني ادب کي
د ميده رېګ پــه مفهوم راغلې ده. �دسالو وږمه� د ابو محمد هـــــاشم سرواني(په
۲۲۳هـ ق کي زېږېدلئ) ادبي اثر دئ، چي محمد هوتک په خپل مشهور اثر�پټــــه خزانه�کي
ياد کړی دئ (هوتک ۵۸). �فارسي�کليمه په افغانستان او ايران دواړو کي د ژبي په مفهوم
استعـــماليږي؛ په داسي حال کي چي په هند او پاکستان کي د اورپالوونکي، زردشتي يا
مجوسي په مانا ويل کيږي . البته په دې ځای کي د زردشت پالني او پاړسي ژبي تر منځ هم
يو تاريخي اړېکی تر سترګو کیږي . په پاړسي کي د�آيين�کليمه زياتره په دوو مفهـــومو
کاريږي : ۱دستور، رَوِش، رَسم، عادت، نظم، قاعده، سُنت، دين. ۲ښکلا، ښايست، زېب او
زينـــــت(عميد۱ : ۸۱). همـــــدا کليمــه د اوردو ژبي پـه په ورځينيو مکالمو کي
(Platt 115) عمــــدتاً د اساسي قانون يا قانون، لايحــــــــې، مقــررې او
قـــــاعــــدې پـه ماناووکـــــاريږي .
په دې ډول ګورو، چي په اوردو او پاړسي کي د�آيين�دکليمې د ماناوو د پراخوالي او
نــــــورو ځانګړتياوو ترمنځ ډېر توپير ليدل کيږي؛ مثلاً په افغانستان کي هيڅکله نه
وايي، چي د آيين په پلانۍ ماده کي داسي راغلي دي . د دې دود پرخلاف، په پاکستان کي
څوک د�آيين�کليمه د دين او مذهب په مانا نه کاروي . حال داچي په پاړسي او پښتو کي،
دا ټکی د دين او مذهب په مانا پراخ استعمال لري .
په عربي ژبه کي مکان د ځای په مانا دئ؛ په اوردو ژبه کي د کور يا استوګنــځي په
مــانا استعماليږي؛ خو همدغه ټکی په افغاني پښتو، په تېره بيا لــــوېديځه
لهجـــــه کي د بــيت الخلأ، حاجتځي، کِناراب يا تشناب په مانا ډېر عام دئ .
د�طوايف� کليمه په عربي، پاړسي او حــتا پښتو کي د�طايفه�د جمعي په مفهوم کاريږي،
چي د ټبرونو، توکمونو، قومو، قبيلو، عشيرو، خېــــلو او داسي نورو مانا لري؛ خو په
هندي او اوردو ژبو کي د جمـعي دا صيغه ديوه شخص له پاره د مفردي صيغې په بڼه، د
رقاصې (نڅـېدونکي ښځي)، مسلۍ يا بدلمني ښځي په مانا استعماليږي چي له عربي، پاړسي
او پښــتو سره نه يوازي په مانا، بلکي په ګرامري نوعيت کي هم توپير او جلاوالی ښيي
. د �کمين/ کمينه� کليمه د دې خوا په پښتو او دري کي تـــــل په ښه مانا کاريږي؛ په
داسي حال کي چي همدا ټکی په هندي او اوردو کـــــي د ښکنــــځلو او سپکو سپورو په
توګه د بـې همته، بې (plant) غيرته، رذيل، ټيټ، فرومايه او داسي نورو په مفهوم
استعماليږي . �نبات�کلیمه په عربي کي د بوټي
خو په دري کـي د ميسرييو (يو ډول شرينۍ)پـــه مانا استعماليږي . په کښته پښتنو کي
سوأ(د سين په زېر) عربي ټکی د ډېر، زيات،کوټه په مفهوم کاريږي؛ خو همدا ټکی په
پاړسي کي د وسط، ميانه، يو ډول، برابر او همـدغــه راز د استثنأ د کليمې په بڼه د
غير، جزء، مگر، ليکن او داسي نورو په مانا کاريږي (عمــيد۲: ۱۴۷۴). په برو پښتنو کي
هم دا ټکی د�ماسِوا�(د سين په زېر) په بڼه د استثنأ د کليمې په توګه کاريږي . د
کوزي پښتونخوا پښتانه �نری�د کوچني یا واړه په مانا کاروي؛ لکه نری فــريج، نری
ګاډی، نری کمپيوټر او داسي نور؛ حال دا چي بر پښتانه يې يوازي د هغـــه شـــي دپاره
کاروي، چي بر يا سور يې کوچنی وي (کم بره). ځيني کښته پښتنانه �ډنګر�کليمه د�خره�
په مفهوم استعمالوي؛ حال دا چي دا خوا پښتانه يې د خوار ځواکه، کمزوري،کم جانه،
ضعيف البينه او داسي نــورو په مانا کاروي . په عربي او پاړسي کي د�عُمده�کليمه د
کُلي، مجــموعي، ټوليز په مـــانــــا استعماليږي؛ مګر په اوردو کي د ښه، اعلی،
باکيفيته او داسي نورو په شان ماناوي لري .
په انګرېزي کي هم د ژبو او لهجو په بدلون سره، د کليمو په مانوي پولو کي د اوښتــون
خـورا ډېر مثالونه سته، کليمه ده. په انګلستان کي دا ټکـــــی د ماليې وزير يا د
يوه پوهـــــــــــنتون د (Chancellor) چي يو يې د چانسلر
نااستوګن او افتخاري رييس په مــانا کاريږي؛ حــال دا چي دا ټـــکی په نورو
اوروپايي هيـــــوادو، په تېـــــره بيا همدغه راز، د ټېـــپ (Thomson 218) پـــه
مانا استعماليږي .(Prime Minister) جرمني کي د صدراعظـــم
،نرۍ اودل سوي پټــــۍ(cassette) انګرېزي کليـمه په دې ژبـه کـي د اوازي يا تصويري
فيتې/کسيټ(tape)
يا سريښناکه پلاسټيکي پټـۍ په مانا استعماليږي؛ خو په پښتو او دري کي د هغه برقي
آلې په مفهوم کاريږي، چي موسيقي يا نور ثبت سوي ږغونه وايي. په دې توګه د ټېپ دا
مفهوم په پښتو او دري کي له هغه مفهوم سره ډېر توپير لري، چي خـلګ يې په انګرېزي
ژبه کي کاروي . په بېلابېلو ژبو او لهجو کي د کليمو د ماناوو او انګېرنو د اختلاف
مثالونه تر حساب تېر دي، چي هر پوه او هوښيار کس يې بايد تر وسه وسه له ګډوډولو څخه
ډډه وکړي؛ خو دا لوړ هدف يوازي هغه مهال تر لاسه کېدای سي، چي د کليمو په مانوي
پولو کي دا ډول بدلونونه تر هر چا مخکي، د قاموس ليکوونکو لـــه پامه پټ نه وي