پروفيسر جګسن او پروفيسر امويـــــله په خپل ارزښتناک اثر�کليمې، مانا او
لغتـــنامه ...� کــــي د انـــــــګرېزي قاموس له پاره د بېلابېلو کلـــــيمو پر
ځينو توپـــيرونـو؛ او د لغتپوهــــني او قــــاموس ليکني د بېلولو په اړه په
زړه پوري بيان کړی دئ، چــي د ځينــــو ټکــو يادونه يــــې دلــته بــــې ګټـــــي
نـــــه ده. دوی ليــکــي : � کېـــدای سي
څېړني ته و وايــــــو. د يــوې ژبــي د لغتــــو مجموعې ته په(lexis) په لــنـډ
ډول د لــغت (lexicology) لغتپوهــنه
ټکي کــــاريږي، چـــي لکسيـکان په خــــپل وار ســـره لـــه (lexicon)يا(vocabulary)
اوروپـــايي ژبـــــو کــي د
ســــــــــوی دئ . څــــــخـــه اخيســــتــــــل (lexikos) او (lexis)يـــــــونــــاني
پرتـــله ښيي، چـــي دا درې لغـتـــونه لــــــږ و ډېــــــر �lexicon�او �lexis�,�vocabulary�
په انګـــــرېزي کي د
شکل، دريم عمدتاً علمي (colloquial) مترادف ګڼـــــــل کيږي . لومړی تر ډېره حـــده
غير رسمـــي يا ګفـــــتاري
او تخنيـــکي بڼه؛ او دوهـــم د لـومــــړي او دريم په منـــــځ کــــي ځای لـري .
سره لـه دې هــم بــــــايد له يـوې خــــــوا
سره د هغــو توپير(dictionary) د ووکابولرۍ، لکسيس او لکسيکان ترمنځ او له بلي
خــوا له ډيکــــــــشينرۍ
او بېـــلوالی لــه پــامه و نــه غورځول سي . په داسي حال کي، چي لومړي درې
لغتــــــونه ښايي د يوې ژبي لغوي
زېرمي ته د اشارې په مفهوم استعمال سي؛ خو ډيـکشينري په يوه ټاکلي وخــت کي، د
همــاغه چاڼ سوي لغوي زېرمي د ثبتولو په مانا ده .
اصطـــلاح هم ډېـــره تـر سترګو کيــــږي، چـــــي(Jargon) په دې وروستييو کلونو کي
په انګرېزي کـي د جارګن
مقصد يې هغو لغتنامو يا لغوي پانګو ته اشاره ده، چـــي د ځينــو څانګو ماهران،
کارکوونکي او له هغـو سره (Jackson and Amvela 149) تـــــــړلي نــــور کسان يې په
خپــــــلو ورځنييو مسلکي چـــــــارو کي کاروي .�
پروفيسر جګسن او پروفيسر امويله وروسته د لغت پوهني د موضوع او اړونده علمـــي
څانــګو په اړه داسي کاږي :� د طب، حقوقو، کمپيوټر، ورزش او داسي نورو په ګډون هره
څانګه ځــانته داسي خاص ټکي او اصطلاحات لري، چي يا په خپله په ورځنييو چـــارو
کــي په بېلابېلو بڼو ور سره مخامخ يو ؛ او يا يې له نورو خلګو اروو.
په دې توګه، لغتپوهنه هغه پوهه ده، چي نه يوازي د ساده ټکو، بلکي د مرکبو او مخلوطو
ټکو او د ژبي د مانا داره واحدو په اړه خبري او څېړنه کوي . لغتپوهنه يا د ځينو په
اصطلاح ويی پوهــــنه ( په دې ليکنه کي مو د ويی پوهني پر ځای له يوې مخي د
لغتپوهني اصطلاح کارکړې ده؛ ځکه لُغت تر ويی عام، پېژندل سوی او اسانه ټکی دئ .)
اساساً پر هغـــو مالـوماتو ولاړه ده، چي له مانا پېژندني او مارفولوجۍ/
مورفـــولوژۍ څـخـه تـر لاسه ســـوي وي . په لغتپوهنــــــه کـــي د خـاصي توجه او
علاقې دريـم ډګر د بېلابېلو کلـيمو ريښه پېژنــدنه يا
ايتيمولوجي/ ايتيمولوژي ګڼــل کيږي . لغتــــپوهـــــنه بايد له قــــاموس ليکــني
ســـره، چـي پـــه حقــــــيقت کـي د (Jackson and Amvela 2) قامــوســـو ليـکل
يـــو ځـانــګــړې لار ه يــــــا تکــنيــک دئ، ګـــــــډه نسي. �
په پاړسي کي د لغتنامې په مفهوم د� فرهنګ �کـليمه له ډېرو زمانو څخه کـاريږي . دا
ترکيبي کليمه په اصل کي د فر/فره (شان و شوکت، رڼا، روښنايي، پـرتـم، بـرم، دبدبه،
لويي، غټوالی او داسي نور) او هنګ (له ثنګ له ريښې څـخه د کشولو، پوهـولو، فرهنـــګ
او داسي نورو په مانا) له دوو بېلو اوستايي کليمو څــخه جـــوړه ده (عمــيد۳:
۱۸۱۲). دا دوې ترکيبي کليمـــې په ګډه د پوهي، معرفت، عقل، ادب، روزني او پالني،
تدبير ،کلتور/کولتور، په يوه ملت یا قـــام پوري د تړلو مادي او مـانوی اثارو او په
پای کي د لغتو د کتاب يا لغتـنامې په مانا استعماليږي، چـــي پــه پښتو کـي يې د
قــــاموس، سيند/ سين، دريـاب، ويی پانـګي، لغــوي پــــانګــي، لغوي زېرمي،
ډيکشينرۍ او داسي نــورو په نامه يـــادوي(و.ګ. د علامه علـــي اکبـــر دهخدا په
لغتنامه، د ډاکټر محمد معین او حسن عميد په فارســـی فرهنګونو کــــي د فرهنګ ماده؛
او د محمد حسين بن خلف تبرېزي په �برهـــــان قاطـــع� کي د همدې مادې په اړه ،د
ډاکټر محمد معين د حاشې متن).
سره له دې چي په پښتو کي هـــم د� پر، پره � او � نګ � کليـــمې ژونـــدی دي
(لکـــه پــه ســروپر، وینګ، کتنګ، ليــدنګ او داسي نورو ترکيبو کي، چي همدا اوس هم
د پښتو په لوېديځه لهجه کــي په پراخه توګه کاريږي؛ او پـه ريښـو او مانا کي له
اوستايي� فر �+� هـنګ � سره بـــې تــــړاوه نــــــه ښکاري)خو دا دوې کليـمې د يوه
ټکــــي (فرهنګ)په بڼه د قاموس، لغتنامې، سينـد، لغوي زېرمي، لغوي پانګي، ويـــــی
پانګـي، ډيکشنرۍ او داسي نورو په مانا، چنـدان اوږد تــاريخ نه لري . لکه څنګه چي د
پښتو قاموس ليکني تاريخ ښيي، د پښتنـو لومړنيیو قاموس ليکوونکو خـپل فرهـنګونه د�
رياض المحـبت �،� عجايب اللغات � او داسي نورو په نومونو يـــاد کړي دي . د پښتو
ژبي مخکښو اوروپايي څېړونــکو هـــــم په خپـلو علمي او تحقيقي اثارو کي
د�فرهنـــګ� کليمه نه ده کار کړې . داسي ښکاري چي په هغو زمانو کي د عربي او پاړسي
ژبي ترکــيبي ټکی(لغتنامه)تر هـــــــري بـــلي کليمې، ډېره عامه او مشهوره وه .
په عربي کي د لغتنامې يا لغوي زېـرمي دپاره له اوږدو زمـــــانو راهــــــيسي
د�قــــاموس�او�معــــــجم � ټکـــــي استعماليږي، چي له هغو څخه د�قاموس�لغت پښتو،
پاړســـي او ځينو نورو ژبو ته هــم لاره پيـــدا کړې ده. دا لغــت هم په خـــپل وار
سره څو بېــلــې او مشخصي ماناوي لري، چي په هغـــــــــو کي يې دا دوې ډېري عــامي
او مشهــوري دي :
- د درياب يا سمندر منځ .
- د لغتو کتاب يا لغتنامه، چي د نورو ژبو په دود په پښتو کي هم په خورا ډېرو
نومـــو يــاديږي . زموږ ځينو پښتنو قاموس ليکوونکو دا ټکی د �سيند� په مــــانا
ترجــــمه او استعــــمال کــړی دئ؛ لکه�پښتو سيند�چي لـــومړی پلا په ۱۳۱۶ش کـــال
کي د مخکـــښ پښتون قـــاموس ليکوونکي، ژبپوه او سياستـــوال - ارواښاد وزير محــمد
ګل خان(۱۲۶۳- ۱۳۴۳ش)له خوا تألـيف سو. وروسته دا ترجمه سوی ټکی سوکه سوکه عام سو،
چي � دريـــاب �،�سيند�او داسي نور يې مثالونه دي