قاموس ليکنه لکه څنګه چي نوم يې څرګندوي، د قاموسو له تألـــــيف او ليکني سـره
سروکار لري . په بله وينا، قاموس ليکنه عملي او تطبيقي لغـــت پوهــــنه ده.
قــامـوس ليـــکوونکـــی د لغــت پوهني له اصولو، قواعدو او نظريو څخه د يوې ژبي د
قاموسو په ليکنه او تأليف کي ګټه اخلـي . د لغتپوهني د ژبنييو علمي څانـــګــو (مـانـاپوهني
او ګرامر)او د قاموس ليکني د عمـــلي اړخـو تر منځ ګډو اړېکو، د اوسنييو
قامـــوســـو د جوړښت او محتـــوياتو له بشپړتيا سره، په زړه پوري مرسته کــړې ده.
د قاموس ليکني تمرين اوږد او مستقل دود دئ، چــي د معــاصـرو ژبنيیو علمي څانګو
تـــر پيدايښت پېړۍ پېړۍ اوږد تاريخ لري . قاموس ليکني، د لغتپوهني (چـــي پـه تېرو
څلوېښتو کلونو کي پيل سوې ده)په ګډون د بېـــلابېـلو ژبنييو علمي څانګو پر بډاينه
او پرمخـــتګ لــــويه اغــــېزه ښندلې ده. د لغـــتپوهني اساسات په څرګــنــده
ښيـــي، چي دا پــــوهه به پـــه راتلونـکي کـــي د نوو علمي قاموسو په را منځ ته
کېدو کي د قاموسو (Jackson and Amvela 215) ليـکوالـو او ژباړونکو ته ډېر څه وړاندي
کړي .