مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د را ټولو سوو ټکو د کره املاوو بېلابېل اړخونه


د نننۍ فرهنګ ليکني بل مهم اصل دا دئ، چي لوستونکو ته په قاموسو کي د بېلابېلو ټکو، ترکيبونو، تعبيرونو او اصطلاحاتو معياري يا کره املاوي وړاندي کړي . ځيني وختونه په اشعارو او نظمونو کي د قافيې د اړتيا له مخي، د مختلفو ټکو د املاوو ناسمو شکلو ته ځای ور کړل سوی وي . شاعرانو په داسي حالاتو کي اکثراً د وزن او آهنګ پر بنسټ قافيه تړلې وي، نه د ټکو د املايي جوړښت له مخي؛ لکه :

دمظــــلوم د آزار غشی رســــــــا لګي
هيڅ ګوزار يې خطا نه درومي عـبس
(د حميد بابا د ديوان خطي نسخه)
ځيني مهال د کليمو سمه او کره املأ په شعرونو کي په لنډه يا مخــــــففه بڼه راغلې وي؛لکه : �غه�چي د�هغه�/
�دغه�،�برخ�د�برخه�،�براهيم�د�ابراهـــــــيم�،�سمــــــاعيل� د�اسماعيل/اسمعيل�دپاره په مخففه بڼه کار سوي دي . تر دې شعـــــري اړتيــــاوو او مجبوريتو چي تېر سو، د بېلابېلو لهجو په بڼه د کليمو صرفي تطور او رنګارنګي هــــم د ډول ډول ليکدودو او املايي جوړښتو د را منځ ته کېدو ستونزه پېښوي؛ مثلاً: څښل، څيښل، چښل ،چيښل، څکل،چکل، موږ، مونګ،موګ، ميږ، مينګ، ميګ، څښتن، څېښتن، چښتن، چيښتن، تښتن، تېښتن او داسي نور.

په پښتو ټکو کي ځای بدلوونکي توري
په پښتو کليمو او ترکيبو کي ځيني توري د بېلابېلو سيمو او لهجو پر اساس خپل ځای اړوي، چي پېژندنه يې د قاموس ليکني په کار کي ډېره ضروري ده. دلته يې يو څو مثالونه او بولګې بې ګټي نه دي :
ز- غ : ازغی - اغزی، مازغه- ماغزه، مزغی- مغزی .
و - ل : ولېدل - لوېدل، ولېشت - لوېشت، سولاغه - سلواغه، ولږه - لوږه.
ځ - م : ځمکه - مځکه، ځمری[زمری]- مځری[مزری].
و - ر: اروي - اوري، روځ- ورځ ، واروه - واوره، ورک- روک.
غ - ب : غبرګ - بغرګ، غبرګولی - بغرګولی .
ښ - ک: ښکته- کښته، ښکل -کښل، ښکلی - کښلی.
ړ - و: زړوکی- زوړکی، غړوندی - وړغندی .
خ- س : ماخستن - ماسختن، خسا- سخا، خسڼی - سخڼی، خوسی - سخی، خسر - سخر.
خ - ښ: خښ- ښخ، خښول - ښخول او ځيني نور لکه : پسرلی - سپرلی، بخره - برخه، سلګۍ - سګلۍ،
پښه - ښپه (الفت ۱۷- ۱۸).

د ارواښاد استاد سيدګل پاچا الفت (۱۲۸۷- ۱۳۵۶ش) له �لغوي څېړني� څخه مــو دا څو بولګې او مثالونه يوازي د تورو د اوښتو د اثبات دپاره راوړه؛ ځکه په پښتو کي د تورو اوښتو پر بېلابېلو تاريخي او ژبنيیو اړخونو خبري، ژوره ايتيمولوژيکه او مورفالوژيکه څـېړنه غـــواړي، چي په دقيقه توګه د تورو د اليشېدو او اوښتون ټـولي ځـانګړتياوي او پړاونه وښيـي. له دقيقو اتيمولوژيکو او فيلالوژيکو څېړنو پرته د دې حقيقت زباتول ډېر ګران دئ، چي د بېلابېلو ټکو اصلي او پخوانۍ بڼه کومه ده؛ او د زمانو په تېرېدو سره په کوم شکل یا شکلو اوښتي ده؟

د تورو د اليشېدو تر ځینو نمونو وروسته، په پښتو کي د تورو د لـوېدو(حذف کېدو) ځینــــــي مثالونه هم وړاندي کيږي، چي پېژندنه يې په پښتو قاموس ليکنه کي ډېره ګټوره او په زړه پوري ده :
- ا: شاربل - شربل، غارمه - غرمه، کولای - کولی، کښېناستل -کښېنستل .
- ب: اوبدل - اودل، بخښل - بښل، بخښنه- بښنه .
- پ: پلټوونکی - لټوونکی، پسور - سور، خپور - خور، سپور - سور، خپرول - خورول .
- د: سيند - سين، ځلاند - ځلان، کيندل- کينل .
- ر: ترې - تې، پرې - پې، برسېره - بسيره، پرپړ- پپړ.
- ږ: پرېږدئ - پرېدئ، کښېږدئ- کېدئ .
- ښ: ښکنځل - کنځل، کښېنستل- کېنستل، کښېښوول -کېښول .
- ک: اوښکي- اوښي، پاتي کيږي - پاتيږي، ويلي کېدل - ويلېدل .
- ن: نمړی - مړی، نمونځ - مونځ، استوګنه - استوګه، نمانځل - مانځل .
- و: وروسته - روسته، ورور- رور، وروست- روست، نوموړی- نومړی، پوزه- پزه، لوڅ - لڅ، روڼا - رڼا، کوم -کم، ولاړ - لاړ.
ی: ژېړ- ژړ، ليري � لري (الفت ۱۷- ۲۱). �وسرۍ�،�ګرسره�،�درنه�او داسي نور هم د دغه راز ټکو په ډله کي دي، چي خلګ يې د ځينو تورو د دروندوالي او ګرانۍ له کبله اوس په خپلو پخوانييو بـڼـو( وستــرۍ ،ګردسـره، درنده) نه وايي. داسي بدلونو ته په پام سره بايد قاموس ليکــوونکي د دغه راز ټـکو اصــلي او اليشه سوې بڼه دواړه په قاموسو کي را غونډه او تشريح کړي .

په پښتو ټکو کي د ځینو تورو د خپلمنځي اليشېدو يا بدلون مسأله
پښتو قاموس ليکوونکي بايد په ځينو پښتو ټکو کي د تورو د اليشېدو يا بدلون په مسأله ښـه پوه وي؛ او په خپلو اثارو کي يې د ژوندييو مثالو په راوړلو سره څرنګوالی روښانه کي . دلته د پښتنو د وتلي شاعر، اديب او ژبپوه - استاد الــــفت(۱۲۸۷- ۱۳۵۶ش) د�لغوي څېړني�په رڼا کي، په پښتو ټکو کي د ځينو تورو د اوښتون يو څو مثـــــالـــونه وړاندي کوو:
ت - ل: چاته- چاله، ماته - ماله، راته - راله .
ټ - ډ: ارهټ - ارهډ، وټ - وډ، لاټو - لاډو.
څ - ت: څښتن- تښتن، څېښته - تېښته، څښتېدل- تښتېدل .
څ - س: سانډو - څانډو، سړک - څړک، څټه- سټه، سېرلی - څېرلی .
ش - س: وشو- وسو، شته- سته، مشر - مسر، واخيشت - وا خيست، وشاړه - وساړه.
ښ - ک: څښل - څکل، څښاک- څکاک، څښېدل- څکېدل .
غ- ګ: کارغه -کارګه، پرتوغاښ- پرتوګاښ .
غ - خ: غاټول- خاټول، ستوغ- ستوخ .
ل- ر: ملګری/[مرګلی]- مرګری، ملغلره- مرغلره.
ل - ړ: شوملې- [شلومبې]/شومړې، شپالس- شپاړس، چپلاخه - چپړاخه .
م- و: مينځه - وينځه، مينځل - وينځل، ورغومی- مرغومی.
ن - ل: نمر- لمر، نمسی - لمسی، نونس- نولس، ناړي - لاړي، جنغوزي- جلغوزي.
ن - م: نښتل - مښتل/[موښتل]، نښلول- مښلول/[موښلول]، لندول - لمدول .
ڼ - ړ: ښېګڼه - ښېګړه، چنډن - چندړ، څپېڼه- څپېړه.
و - ب: وياله/ واله - بياله، وېره- بېره، وېدېدل - بيدېدل .
هـ- ا: هګۍ - اګۍ، هديره - اديره، هڅه- اڅه .
ی - و: ميندل - موندل، شيدې- شودې، تاسي - تاسو، سېزل/[سېزځل]- سوزل/[سوځل]، پيشي - پيشو.
بربنډ - برمنډ، بګړۍ- پګړۍ، شوکاري- نوکاري، بډوډي- بډوکي او داسي نور د تورو د اليشېدو ځیني نور مثالونه دي (الفت ۱۲- ۱۶) .

د تورو د موقعيت اوښتو په شان، دلته هم د دې خبري يادونه ضروري ده، چي په دغه ليست کي د تورو په اوښتــون سره د کليمو د اصلي او اليش سوي ډول مالومول، ژوره ايتيمولوژيکه او مارفولوژيکه شننه غواړي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery