قاموس ليکوونکی بايد د ځينو ټکو کره املايي بڼه د توضيحاتو په وړاندي کـــولو سره
روښـــانه کړي؛ مثلاً �ختيځ�او�لوېديځ�هغه دوې کليمې دي، چي نن ســبا په پښتو
خپرونو کــــــي د عربي ژبي د شرق او غرب پر ځای کاريږي . زياتره پښتانه دا دوه ټکي
د�ختــــيز�او�لوېديز�په بڼو هم وايي او ليکي؛خوپه دغه راز ګړدود اوليکدود سره يې
ايتمولوژيک او مورفالوژيک جوړښت لوی زيان رسيږي؛ ځکه د دې دوو ټــکو ترکــيبي
جـــوړښت اصلاً په دې ډول دئ :
د ځای په مانا دئ، (suffix) �خت�د�ختل� له مصدر څخه د لمرخـــتو په مـــانا او
د�ځ�وروســـتاړی يا شاوندی چي د پښتو په ډېرو ترکيبي ټکو کـارسوی دئ .�لـــوېــد�د
�لـــوېدل� لـه مصدر څخه د لمرلوېـدو په مانا او د�ځ� ظرفي وروستاړی د مخکني مثال
په شان د ځـــای په مانـــا دئ، چي په ډېـــــرو ترکيـــبي ټکو کي په مخففه يا
اختصاري بڼه کاريږي . په دې توګه بايد په دغه راز کليمو کي د�ز� او�ځ�تر منځ توپير
ته پوره پام وسي . ځيني وختونه د دې تورو په ګډوډولو سره د بېلابېـــلو ټکو په
ماناوو کي لويه ګډوډي او التباس پېښيږي؛ لکـه : �ځه!� او �مځه!�کليمې، چي په واقعيت
کي امــريه صيغې دي یا�ځه ځه!�، چي د نفي او انکار پر مهال ويـــل کيږي يا د �ځوَر�
ټکی، چي د� ځورول�له مصدر څخه د ربړولو،کړولو، ازارولو،تنګولو او داسي نورو په مانا
خورا ډېـر استعماليږي . اوس نو که چيري ياد سوي ټکي د�ځ�پر ځای په�ز�سره وکښل سي،نو
به د�ځــه�پر ځای�زه�،د�مځه�پر ځای�مزه�،د�ځه ځه�پر ځای�زه زه� او د� ځوَر�
پرځـــای �زور� لاس ته راسي، چي هر يو يې د مانا په لحاظ له هغو ټکو څخه کاملاً بېل
دئ، چي په �ځ� بايد وليـکل سي. د داسي التباسو شمېر لږ نه دئ . په خواشينۍ سره د
پښتو په ځينو لهجو کي د دې ستونزي تر څنګ، د�س� او �څ�د اوازونو تر منځ هم توپير نه
کیږي . ګران لوستونکي د سر په سترګو ګوري، چي که �کوڅــــه�،�څه�،�څانګه�،�څـــوک�
او داسي نور ټکي په �س� سره و ويل يا وکښل سي، له هغو
څخه�کوسه�،�سه�،�سانګه�او�سوک�جوړيږي، چي کاملاً بېلي او جلا کليمې دي؛ او په
استعمالولو سره يې زموږ په خبرو او ليکـــنو کي د مانوي التباس لويه ستونزه را
ولاړيږي . تاسي وګورئ د دغو ټکو تر منځ د تلــفظ ګــــډوډي او التباس، د استعمال
سوو کليمو په مانا او مفهوم کي څونه لوی ربړونه او کـړاونه را منځ ته کوي : � ښادي
�په�ښ�سره خوښۍ او خوشالۍ ته وايي؛ �شــادي�په�ش� ســـره بيـــزو(په پاړسي کي ميمون)
ته وايي؛ او �خادې�(د خـاده جمع)کامــلاً بېل ټکی دئ يا
�شندل� په �ش� سره پاشل ( په پاړسي کي پراګندن) ته وايـــي؛ �ښنـــدل�په�ښ�سره بخښل
(په پاړسي کي
بخشيدن) ته وايي؛ او �خندل� موسکا يا خنــدا کولو (په پاړسي کي خنديدن) ته وايي (حبيبي،�لمنليکونه،�د
دارميستتر پښتو څېړني،۴).
بېله شکه که د پښتو ژبي هر ټکی، عبارت، ترکيب او اصطلاح له ګردو لهجه يې وريانټــو
سره په جلا جلا ډول قاموسو ته لاره پيدا کړي، دا کار به د پښتو قاموسو لمن دونه
لويـــــه او ارتــه کړي، چي له اقتصادي پلوه به د قاموسو چاپول او رانيول د عامو
خلګو تر توان او وس ډېر وتلئ وي .که څه هم د قاموس ليکني په اوسني پرمختللي پېر کي
دې هدف ته رسېدل زياتره د ژبو د لهجه يې قاموسو د تدوين او تأليف له لاري کيږي؛ خو
سره له دې هم بايد د پښتو ژبــي په مفصل او تشريحي قاموس کي د کليمو د بېلابېلو
تلفظو لنډه يادونه له پامه ونه غورځول سي؛ او د هــر ټکي جلاجلا وريانټونه په
قاموسو کي د کراس ريفرينس له لاري تر ټولو کره يا معياري تلفظ تـه ارجاع سي؛ د مثال
په ډول :
زبه: و.ګ.: ژبه
جبه: و.ګ.: ژبه
او داسي نور.
ژبه د ټولنيز موجود په توګه تل له طبيعي(اقليمي او جوي بدلونو، مهاجــرتو) او
غيرطبيــــعـي ( سياسي، اجتماعي، فرهنګي، فکري، اقتصادي او داسي نورو) عواملو سره
ګام په ګام څېــره اړوي . دا بدلونونه د کليمو د مانوي (معنوي)پولو پر اوښتو- را
اوښتو سربېره، د هغو په وينګ، ليکدود او نورو ځانګړتياوو کي هم د کتني وړ تحولات او
تغييرات را منځ ته کـــوي . لـــه همدې کبله د نړۍ په زياترو ژبو کي د بېلابېلو
ګړدودو(لهجو)شاهدان يو. په ژبه کي را پيدا سوي لهجې بيا هم د زمانې په تېرېدو سره د
ډول ډول طبيعي او غيرطبيعي عواملو پر بنسټ يا د نـــورو پياوړو ژبو او فرهنګي
جريانونو د اغېزو په سبب د نابودۍ او زوال خواته ګـام ږدي يا د خپل جغرافيايي
جلاوالي او کلتوري پياوړتيا په مرسته ديوې نسبتــاً بېلي ژبي په بڼه خپل موجودیت ته
دوام ور کوي . د لهجه يي کمزورۍ او خورورتيا پر خلاف، د يوې ژبي د بېلابېلو لهجو تر
منځ نيژدې والی او ټينګ اړېکی، په پـای کي د يوې معياري ژبي له لاري د بېلابېلو
لهجو د ډېرو ښېګڼو د ادغام او اشتراک امکانات برابروي . البته له بېلابېلو لهجو څخه
د يوې واحدي معياري ژبي جوړېدل، ډېر اوږد او تدريجي بهير دئ، چي پرله پسې هڅو او نه
ستړي کېدونکو کوښښونو ته اړتيا لري .