په قاموسو کي د دخيلو او مفغنو ټکو د را غونډولو تر څنګ بله مهمه او ضروري خبره د
هغو د سپېڅلو او اصيلو پښتو ټکو پېژندګلوي ده. لکه څنګه چي پوهېږو ځيني دخيل ټکي او
مفغنات په پښتو کي خپلي سپېڅلي کليمې هم لري . قاموس ليکوونکو ته ښايي، چي دغه راز
ټکي هم د مفغنو ټکو په شرحه کي ياد کړي؛ او هم يې د بېلو قاموسي سرټکو په توګه په
خپل اصلي رديف کي ثبت او تشريح کړي؛ مثلاً د�کميس �کليمې په شرحه او بيان کي بايد
له يوې خوا دا اړخ روښانه سي، چي دا کليمه د عربي ژبي له � قميص � څخه مفغن سوې ده؛
او له بلي خوا بايد د دې کليمې تر څنګ د هغې سوچه او سپېڅلې پښتو کليمه ياني� خت �هم
د يوه بېل قاموسي سرټکي په توګه له خپلو ټولو اړونده تشريحاتو او ځانګړتياوو سره يو
ځای، لوستونکو ته ور وپېژندل سي . �سهار� يو بل مثال دئ، چي د عربي د �سحر� ټکي
پښتو سوې بڼه ده؛ خو په پښتو کي يې اصيل ټکی�ګهيځ � دئ، چي قاموس ليکوونکی يې بايد
له يوې خوا د�سهار� په تشريح کي يادونه وکړي؛ او له بلي خوا يې د يوه جلا قاموسي
ټکي په توګه له ټولو لازمو توضيحاتو سره ثبت کړي(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل
کيږي ؟� ،۶). مزدک/ نمزدک (په پاړسي کي مزکت او په کوردي/کُردي کي مزګوت) هم د پښتو
اصيل ټکی دئ، چي تر اوسه پوري په مروتو کي کاريږي؛ خو د نورو سيمو پښتانه اوس د هغه
پر ځای د مسجد، ماجت يا جومات ټکي استعمالوي (رشاد ۱۰۰- ۱۰۱). وګړي، هڅه/ هاند/ هلي
ځلي، لګښت او داسي نور هم له دغه راز سپېڅلو پښتو ټکو څخه دي، چي قاموس ليکوونکی يې
بايد نه يوازي د مستقلو ټکو په بڼه؛ بلکي د اړونده مفغنو او دخيلو ټکو (خلک/ خلګ،
ولس، کوښښ/ تلاښ، خرڅ) تر څنګ هم د ژوندييو نظايرو او لازمو تشريحاتو په وړاندي
کولو سره يادونه وکي. په پښتو کي د داسي ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو شمېر تر اند وتلئ
دئ .
په قاموسو کي د کراس - ريفرينس په مرسته له مروجو دخيلو يا مفغنو ټکو سره د پښتو د
سوچه او اصيلو ټکو يو ځای کول، نه يوازي د پښتو ژبي د لغوي زېرمي په پراخوالي او
بډاينه کي لويه برخه اخلي؛ بلکي د دغه راز سپېڅلو ټکو د پيکه کېدو او هېرېدو مخه هم
نيسي