كس خلد و جحيم را نديدست ايدل
نى نيز از انجهان رسيدست ايدل
اميد و هراس ما بچيزيست كزآن
جز نام و نشانى نه پديدست ايدل
نه جنت او نه دوږخ دى اې زړګيه چا ليدلى
او نه څوك زموږ تر محفله له هغې دنيا راغلى
موږ له داسي شي بېرېږو موږ اميد دى په تړلى
چي يې نوم او نښان سته خو چا يې رنګ نه دى ليدلى
باسبزه خطى تازه تر از خرمن ګل
از دست مده جام مى و دامن ګل
زآن پيش كه ناګه شود از باد اجل
پير اهل عمر ما چو پيراهن ګل
چي تازه د ګل تر ونه يو نوخطه درسره وي
لمن پرېږده د ګلونو او په لاس به دي پياله وي
هسي نه وي چي ناپامه د اجل بادونه راسي
او د سرو ګلو په څېر مو د ژوندون ګرېوان پاره وي
در مسجد اګر چه با نياز آمده ام
حقا كه نه از بهر نماز آمده ام
اينجا روزى سجاده دزديدم
آن كنهه شدست باز آمده ام
كه هر څه تر دې مسجده تمنا ته يم راغلى
نه لمونځو نه سجدو ته نه دعا ته يم راغلى
يوه ورځ مي له محرابه مسله ده په غلا وړې
اوس هغه د زړه سوې بلي غلا ته يم راغلى
ماييم در اوفتاده چون مرغ بدام
دلخسته روزګار و اشفته مدام
سر ګشته در اين دايره بې در وبام
نا مّده بر مراد و نا رفته بكام
د مرغيو په څېر راغلو د ازل دام ته لوېدلي
زړونه ستړي ورځي ستړي شپې د غم په تار پېيلي
دې لار وركې دايره كى لا لهانده له اوله
نه له مراد سره راغلي نه په مراد يو رسېدلي
يكدست بمصحفيم و يكدست بجام
ګه مرد حلاليم وګهى مرد حرام
ما ييم درين ګنبد فيروزه رخام
نى كافر مطلق نه مسلمان تمام
هم د ميو جام په لاس كي هم په ذكر د قران يو
كله كله حرام وخورو كله ټينګ پر خپل ايمان يو
تر دې شنه اسمان را لاندي موږ هم يو له بندګانو
چي نه بشپړ كافران يو نه سوچه مسلمانان يو
بې باده نبوده ام دمى تا هستم
امشب شب قدراست ومن امشب مستم
لب بر لب جام و سينه بر سينه خم
تا روز بګردن صراحى دستم
بې سرو ميو هرګز نه وم چي پيدا پر زمانه يم
دا نن شپه ده د شب قدر زه په ميو مستانه يم
د جام شونډو باندي شونډي پر سينه د خم سينه ده
تر سهاره صراحي ده لاس تر غاړه ورسره يم
ګويند مرا كه مى پرستم هستم
ګويند مرا فاسق و مستم وهستم
در ظاهر من نګاه بسيار مكن
كاندر باطن چنانكه هستم هستم
شرابي مي عالم بولي دوى دي وايى وايم يمه
كه فاسق او مست مي بولي وايم يمه مستي كړمه
څه مي هر ګړى مخلوقه ظاهري صورت ته ګورئ
په ظاهره چي مي ګورئ په باطن كي هسي يمه
ګرمن زمى مغانه مستم هستم
ور عاشق و رند و مى پرستم هستم
هر طايفهء بمن ګمانى دارند
من از آن خودم چنانكه هستم هستم
كه له ميو د مغانه هسي مست يم دا دى يمه
كه مين يمه كه رند يم مى پرست يم دا دى يمه
طايفې د خلكو ويني ما په خپلو آيينو كي
زه پخپله خپل وجود يم چي دا هست يم دا دى يمه
ګر من ګنه روى زمين كردستم
عفو تو اميد است كه ګيرد دستم
ګفتى كه بروز عجز دستت ګيرم
عاجز تر ازين مخواه كاكنون هستم
كه په غاړه مي د ټولو مخلوقاتو ګناهونه
ستا د عفوي په اميد يم چي مي ونيسې لاسونه
تا ويل چي خوار وزار يې په هغه ورځ دي لاس نيسم
لاس مي نيسه چي عاجز يم نور به څه وي ذلتونه
ګل ګفت كه دست زر افشان اوردم
خندان خندان رو بجهان اوردم
بند از سر كيسه بر ګرفتم رفتم
هر نقد كه بود در ميان اوردم
ګل ويل مخ مي نيولى محفلونو د جانان ته
خوله مي ډكه له خندا ده يم راغلى دې جهان ته
اميانۍ مي كړلې خلاصي ور رهي سوم ګلستان ته
چي مي څه نغده درلوده ما ور خوشي كړه ميدان ته
تاظن نبرى كه من بخود موجودم
يا اين زه خونخواره بخود پيمودم
چون بود و حقيقت من ازو بودست
من خود كه بدم كجا بودم كى بودم
څو چي شك در پيدا نه سي چي موجود يمه پخپله
دا اوږده خونړۍ لاره زه پخپله پى كومه
ځكه دى هلته موجود و او له ده زما حقيقت دى
دا زه څوك ومه پخپله، چېري وم او كله ومه
كو محرم راز تا بګويم يكدم
كز اول كار خود چه بودست آدم
محنت زده سرشته از ګل غم
يكچند جهان بګشت برداشت قدم
چا ته ووايم رازونه ما محرم نه دى ليدلى
چي آدم له لويه سره څه شي و څنګه راغلى
له لومړۍ ورځي ازل دى له غمو سره اخښلى
څو قدمه يې اخيستي په جهان كي ګرځېدلى
ګفتم دګر بادهء ګلګون نخورم
مى خون رزانست دګر خون نخورم
پير خردم ګفت بجد ميګويى
ګفتم كى مزاح ميكنم چون نخورم
ما وې بيا به له جامونو سره شراب نه تشومه
سره شراب دي د تاك ويني زه به ويني څنګه خورمه
پير د عقل مي ويله په ريشتيا دي پرهېز وكړ؟
ما وې ټوكي كوم پيره مى به څنګه نه چښمه
در عشق تو صد ګونه ملامت بكشم
ور بكشم آن عهد غرامت بكشم
ګر عمر وفا كند جفاهاى تورا
بازى كم از آنكه تا قيامت بكشم
ستا په مينه كي جانانه وړمه سل رنګه تورونه
كه پر قول سوم پښېمانه زما يې غاړه ستا تېغونه
كه مي عمر وفا وكړه كه مي ژوند لا په نصيب و
تر قيامته به دي وړمه د جفا درانه بارونه
با رحمت تو من از ګنه ننديشم
با تو شه تو ز رنج ننديشم
ګر لطف تو ام سفيد رو انګيزد
حقا كه ز نامه سيه ننديشم
ستا رحمت چي را سره وي له ګناه ولي بېرېږم
ستا د نوم توښه لرمه رنځ د لاري ته درېږم
كه مي ستا رحمت ژوندى كى په سپين مخ له خپله ګوره
كه په لاس مي توره پاڼه راته راكي نه زورېږم
از باده شود زسر تكبر هاكم
وز باده شود ګشاده بند محكم
ابليس اګر زباده خوردى جامى
كردي دو هزار سجده پيش آدم
له سرو ميو كبر كم سي د سرونو په كاسو كي
ټينګ بندونه په خلاصيږي هم په زړونو هم په خولو كي
كه ابليس واى پورته كړى يو ډك جام د دې سرونو
ستړى كړى به يې ځان واى و آدم ته په سجدو كي
با نفس هميشه در نبردم چكنم
وز كرده خويش بدرم چكنم
ګيرم كه زمن در ګذرانى بكرم
زين شرم كه ديدى كه چه كردم چكنم
له خپل نفسه سره تل يم شپه او ورځ په جنګ لوېدلى
زه له خپلو كړو پښېمان يم له دې درده كړېدلى
او كه ستا كرم راتېر سي زما تر كړو ګناهونو
له دې شرمه به زه څه كړم چي ګناه كي دي ليدلى
بر مفرش خاك خفتګان مى بينم
در زير زمين نهفتګان مى بينم
چندانكه بصحراى عدم مينګرم
نا آمدګان و رفتګان مى بينم
د دې خاورو پر كمبله خلك وينم چي بيده دي
تر دې مځكي لاندى وينم بې حسابه چي پراته دي
هر څه سترګي غړومه د عدم بېديا ته ګورم
يا به تللي پكښي ګورم يا راغلي هر ګز نه دي
من ظاهر نيستى وهستى دانم
من باطن هر فراز و پستى دانم
با اين همه از دانش خود بيزارم
ګر مرتبه وراى مستى دانم
را څرګند ټول ظواهر دي د نېستيو د هستيو
په اسرارو خبردار يم هم د هسكو هم پستيو
هغه ورځ به يم بېزاره له خپل هوښ له خپلي پوهي
كه مي ياده مرتبه كړه چېرته لوړه تر مستيو
ګرد دګرى چګونه پرواز كنم
يا عشق تو يې چګونه آغاز كنم
يك لحظه سرشك ديده مى نګذارد
تا چشم بروى دګرى باز كنم
زما وزر به څنګه جوړ كي بېله تا بل ځاى كي سيوري
ستا د عشق ذكر مي مل وي څنګه ياد كمه نور توري
اوښكو كله دى پرې ايښى زما د سترګو د كور غولى
چي مي سترګي كمه خلاصي بېله تا د بل پر لوري
از آب وګلم سرشتهء من چكنم
وين پشم وقصب تو رشتهء من چكنم
هر نيك و بدى كه از من آيد به وجود
تو بر سر من نوشتهء من چكنم
چي دي زما اوبه او خټي په لومړۍ ورځ دي اخښلي
زما د ژوند په تانسته دي د قضا توري اودلي
كه مي خير له لاسه كېږي كه مي شر خيژي له لاسه
زما په وس نه ده خالقه دا خو تا راته ليكلي
هريك چندى يكى بر آيد كه منم
با نعمت و باسيم و زر آيد كه منم
چون كارك او نظام ګيرد روزى
ناګه اجل از كمين در آيد كه منم
يو څو ورځي څوك په ښار كي ځان ښكاره كي وايى زه يم
ځان د ژوند په نعمتونو مستانه كي وايى زه يم
هوسونه چى د ژوند يې پوره كېږى يو ناڅاپه
له ګوښې اجل پيدا سي پرې حمله كي وايى زه يم
من بى مى ناب زيستن نتوانم
بى باده كشيدن بار تن نتوانم
من بنده آن دمم كه ساقى ګويد
يك جام دګر بګير ومن نتوانم
زه بې ميو بې مستيه ژوندون نه سمه كولاى
درانه پېټي د ژوندون مي بې شرابو نه سم وړلاى
زه بنده د هغه آن يم چي ساقي مي راته وايي
دا يو جام كه پر سر پورته زه يې نه سمه چښلاى
زينګونه كه من كار جهان مى بينم
عالم همه رايګان يګان مى بينم
سبحان الله بهر چه در مينګرم
ناكامى خويشتن در آن ميبينم
په دې توګه چي يې ګورم د جهان واړه كارونه
يو په يو چي پكښي ګورم په نړۍ كي عالمونه
هى سبحان الله چي ګورم چي هر څه ته نظر وكم
ناكامي مي پكښي وينم او تباه ټول عملونه
من باده خورم وليك مستى نكنم
الا بقدح دراز دستى نه كنم
دانى غرضم زمى پرستى چه بود
تا همچو تو خويشتن پرستى نه كنم
له مستيه به پرهيز يم كه هر څو شراب چښمه
بې د سرو ميو له جامه بل ته لاس نه اوږدومه
ته پوهېږې له سرو ميو زما مطلب څه دى زاهده؟
ستا په څېر مي خپل وجود ته له سجدې پر هېز كومه
ګل ګفت كن من يوسف مصر چمنم
يا قوت ګرانمايهء پر زر دهنم
ګفتم چو تو يو سفى نشانى بنماى
ګفت كه بخون غرقه نګر پيرهنم
ګل په خپل حسن مغروره چي يوسف يم په چمن كي
خوله مي ډكه له ياقوتو او طلا مي ده لمن كي
ما وې څرنګه يوسف يې نښاني يې راته وايه
ويل وګوره په وينو سور كميس لرم په تن كي
هر روز پګاه در خرابات شوم
همراه قلندران بطامات شوم
چون عالم سر والخفيات تويى
تو فيقم ده تا بمناجات شوم
هر سهار او ماښام ګرځم په كوڅو كي د مغانو
زړه مي درود او ذكر غواړي د دوهۍ قلندرانو
ته قادر يې ته دانا يې له عالمه د اسرارو
را نصيب مي مناجات كه د شيخانو زاهدانو
در پاى امل چومن سر افګنده شوم
وز دست اجل چو مرغ پر كنده شوم
زينهار ګلم بجز صراحى مكنيد
شايد كه چو پر زمى شوم زنده شوم
چي ارمان مي پوره نه سي نه په ژوند كي بريالى سم
يا مرغه له بڼو كښلى د اجل په لاس مريى سم
صراحي مي كړي له خاورو چي بل څه رانه جوړ نه كي
ګوندي ډك مي كړي له ميو او زه بيرته را ژوندى سم