مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د خيام سُرونه د پښتو په تال كي

دشمن به غلط ګفت كه من فلسفيم
ايزد داند آنچه او ګفت نيم
ليكن چو درين غم آشان آمده ام
آخر كم از انكه من بدانم كه كيم

په غلطه دښمن وايي فلسفي په عقيده يم
غليمان چي هرڅه وايي خداى خبر دى هغه نه يم
خو چي راغلم دې دنيا ته، دې ځالۍ ته د غمونو
پوهېدلى په دې نه يم چي زه څوك يم چي زه څه يم

اين چرخ فلك كه درو حيرانيم
فانوس خيال ازو مثالى داريم
خورشيد چراغ آن و عالم فانوس
ما چون صوريم كاندرو ګردانيم

د اسمان څرخ ته چي ګورو چي حيران وهو چورتونه
يو د خيال فانوس يې بوله كه زما اورې مثالونه
لمر څراغ پكښي ځړېږي او عالم لكه فانوس دى
سرګردانه پكښي ګرځو لكه موږ يو صورتونه

برخيز و بيا تا مى ګلرنګ كشيم
با نغمه عود و ناله چنګ كشيم
هشدار كه ايام تراويح ګذشت
عيد است بيا تا مى ګلرنګ كشيم

راځئ وچښو شراب چي سره په رنګ ارغواني وي
چي د چنګ نغمې محفل كي راته ګډي نوراني وي
د روژو عبادتونو، تراويح ورځي سوې تېري
اختر راغى، سره مى راوړه چي پياله يې اناري وي

بر خيز و بيا كه چنګ بر چنګ زنيم
مى نوش كنيم و نام بر ننګ زنيم
سجاده بيك پياله مى بفروشيم
وين شيشه زهد بر سر سنګ زنيم

شرنګ د ساز او مستۍ جوړ كئ اور كئ ورته و تقوا ته
سر پر سر به پيالې نوش كو نام و ننګ به پرېږدو شاته
مسئله د عبادت به په يوه پياله سودا كړو
او ښيښه د زهد ايله كئ پر ډبره چي سي ماته

اى مفتى شهر از تو پر كار تريم
با اين همه مستى زتو هوشيار تريم
تو خون كسان خورى وما خون رزان
انصاف بده كدام خونخوار تريم

اې د ښار مفتي دا واوره چي له تانه خو پر لار يو
كه هر څونه موږ مستان يو بيا لا هم تر تا هوښيار يو
موږ د تاك ويني چښلي ته چښې د سړو ويني
ته انصاف وكه په منځ كي چي اوس كوم يو ډېر خونخوار يو

تا چند اسير عقل هر روزه شويم
در دهر چه صد ساله چه يكروزه شويم
در ده توبه كاسه مى ازآن پيش كه ما
در كارګه كوزه ګران كوزه شويم

لا تر څو به هره ورځ يو بند د عقل زولانه كي
څه سل كاله څه يوه ورځ يو ژوندي په زمانه كي
تر هغه دمخه راوړه په كاسو كي شرابونه
چي كوزه سي رانه جوړه د كلال په كارخانه كي

ميلم به شراب ناب باشد دايم
ګوشم به نى و رباب باشد دايم
ګرخاك مرا كوزه ګران كوزه كنند
آن كوزه پر از شراب باشد دايم

تل خمار يم د شرابو د سرو ميو د جامونو
همېشه مي وي غوږ ايښى هم پر نى او ربابونو
كه كلال مي كي له خاورو صراحي او كوزه جوړه
تل دي ډكه صراحي وي او كوزه له شرابونو

ايدوست بيا تا غم فرا نخوريم
وين يكدمه عمر را غنيمت شمريم
فردا كه ازين دير فنا درګذريم
با هفت هزار سالګان همسفريم

راسئ غم د بلي ورځي د سبا نه خورو رندانو
دا يوه شېبه د عمر غنيمت واخلو دوستانو
چي له دې فاني جهانه د بقا جهان ته ولاړ سو
د اووه زره كلونو همسفر به يو يارانو

افسوس كه بيفايده فرسوده شديم
وز طاس سپهر سرنګون سوده شديم
در دا و ندامتا كه تا چشم زديم
نا بوده بكام خويش نا بوده شديم

هى افسوس چى سوو بيځايه هم زاړه هم شوړېدلي
د فلك تر كاسې لاندي ټول او سېږو سولېدلي
د زمان ظالم له لاسه چي مو سترګي رپولې
چپاو راغى موږ مطلب ته يو لا نه يو رسېدلي

اى چرخ ز ګردش تو خرسند نيم
آزاد كنم كه لايق بند نيم
ګر ميل تو با بيخرد و نا اهلست
من نيز چنان اهل و خردمند نيم

اى فلكه ستا له وېشه زه راضى او قرار نه يم
ما آزاد له زولنې كه زه د بند سزاوار نه يم
كه دوستان او انتخاب دي جاهلان او نا اهلان دي
زه هم نه يم دونه اهل زه هم دونه هوښيار نه يم

از خالق كردګار و از رب رحيم
نوميد نيم بجرم عصيان عظيم
ګر مست و خراب خفته باشم امروز
فردا بخشد بر استخوانها رميم

له خالق سره كم نه دي رحمتونه نعمتونه
نا اميد ورڅخه نه يم را بخښي لوى ګناهونه
كه نن پروت مست و خراب يم له جامونو د سرو ميو
په سبا به را معاف كړي زما وراسته خاوري هډونه

ما خرقه زهد در سر خم كرديم
در خاك خرابات تيمم كرديم
باشد كه درين ميكده ها در يابيم
عمرى كه درآن مدرسه هاګم كرديم

موږ چوخه د پرهېز رنګ كړه په خمونو په پيالو كي
تيمم مو دى وهلى د شرابو په كوڅو كي
ګوندي وي بيرته پيدا كو دې ويجاړو ميخانو كي
هغه شپې چي مو كړې وركي په كتاب او مدرسو كي

يك چند به كودكى به استاد شديم
يك چند ز استادي خود شاد شديم
پايان سخن شنو كه ما را چه رسيد
از خاك در آمديم و برباد شديم

يو څو ورځي ماشومان و شاګردان د لوى استاد سوو
يو څو ورځي له دې خپلي استاديه په زړه ښاد سوو
له دې ژونده له تلاښه موږ ته څه شي په نصيب سول
چي له خاورو و راغلي عاقبت ټوله برباد سوو

زين خانه كه به صد نوا آمده ايم
رفتند بسى زما و ما آمده ايم
از رفته و آينده نګفته است كسى
بايد بكجا شد زكجا آمده ايم

له دې كوره چي په سلو فريادونو يو وتلي
زموږ له ډلي داسي ډېر دي هم راغلي هم ترې تللي
نه د تلليو احوال راغى نه راتلونكي را معلوم دي
چي آخر به چېري ولاړ سو او له كومه يو راغلي

ما افسر خان و تاج كى بفروشيم
دستار قصب ببانګ نى بفروشيم
تسبيح كه پيك لشكر تزوير است
ناګاه بيك جرعهء مى بفروشيم

له شوكت او شانه تېر يو خرڅوو د كى تاجونه
تخت دي واخله د زربفتو موږ ته راوړه نى چنګونه
او تسبيح چي سر لښكر دى د ريا او فريبونو
خرڅوو يې په را نيسو يو څو څاڅكي شرابونه

چون نيست مقام ما درين دير مقيم
پس بى مى و معشوق خطاييست عظيم
تاكى ز قديم ومحدث اى مرد سليم
چون من رفتم جهان چه محدث چه قديم

چي له دې فاني جهانه عاقبت روانېده دي
لو خطا بېله معشوقه بېله ميو اوسېده دي
لا تر څو كړئ هوښيارانو د زاړه نوي خبري
چي څوك ولاړ سي له جهانه په زاړه نوي يې څه دي

در دايره وجود دير آمده ايم
وز پايه مردمى بزير آمده ايم
چون عمر نه بر مراد ما ميګزرد
بارى بسر آمدى كه سير آمده ايم

څه ناوخته يو راغلي د هستۍ تر ميدانونو
يو قدم يو كښته سوي د انسان تر مقامونو
زموږ د زړه په خوښه نه دي د دې عمر شپې او ورځي
كشكي ژر واى تېري سوي موږ ماړه يو له عمرونو

زآن پيش كه از زمانه تابى بخوريم
با يكديګر امروز شرابى بخوريم
كاين چرخ فلك بګاه رفتن ما را
چندان ندهد امان كه آبى بخوريم

چي زمان لا نه وي كړي فيصله زموږ د وهلو
راسه كښېنه ورځ كو تېره د سرو ميو په چښلو
زه پوهېږم چي آسمان به په ساعت كي زموږ د تللو
يو ګړى مهلت را نه كړي د اوبو د نوشولو

پاك از عدم امديم و ناپاك شديم
آسوده در آمديم و غمناك شديم
بوديم ز آب ديده آتش دل
داديم بباد عمر درخاك شديم

له عدم څخه پاك راغلو او ناپاك پر دې جهان سوو
څه هوسا دنيا ته راغلو څه بېځايه سرګردان سوو
له دوو سترګو تويېدلو او لوېدو د زړه په اور كي
ژوند مو باد لره تسليم كړ او په خاوره كي پنهان سوو

جانا من و تو نمونه پركاريم
سرګرچه دوكرده ايم يك تن داريم
بر نقطه روا نيم همى دايره وار
تا آخر كار سر بهم باز آريم

زما او ستا ژوندون جانانه د پركار په شان تېرېږي
تن مو يو سرونه دوه دي يوه ساه پكښي چلېږي
پر نقطه باندي را ګرځو دايرې دي جوړوو يې
دوه سرونه مو يوځاى سي كار چي پاى ته ورسېږي

ماييم كه اصل شادى وكان غميم
سرمايه داديم و نهاد ستميم
پستيم و بلنديم و كماليم و كميم
آيينه زنګ خورده و جام جميم

هم ريښه يو د ښاديو او هم كان يو د غمونو
سر چينه د عدالت يو او اساس يو د ظلمونو
هم ټيټېږو، هم لوړېږو هم كمال يو هم كمى يو
زنګ وهلي آيينې يو جام د جم د محفلونو

ترسم كه چون زين بيش بعالم نرسيم
با همنفسان نيز فراهم نرسيم
اين دم كه درو ييم غنيمت شمريم
شايد كه بزندګى درآن دم نرسيم

زه بېرېږم نه رسېږو ها نړۍ ته چي مو تله دي
نه په ګام برابرېږو له ملګرو چي مو مله دي
دغه دم غنيمت بولئ چي دا اوس پكښي اوسېږئ
څوك خبر دي چي په ژوند مو تربل دمه رسېده دي

مقصود زجمله آفرينش ماييم
در چشم خرد جوهر بينش ماييم
اين دايره جهان چون انګشتريست
بى هيچ شكى نقش نګينش ماييم

د دوو كونو له خلقته ټول مقصود موږ په يقين يو
موږ په سترګو كي د عقل رنګ جوهر د هر آيين يو
دايره د دې نړۍ ده د ګوتمۍ په شاني جوړه
زموږ شغلې دي چي خپرېږي موږ يې نقش د نګين يو

برخيز مخور غم جهان ګذران
بنشين و جهان به شادماني ګذران
در طبع جهان اګر وفايى بودى
نوبت به تو خود نيامدى از دګران

غم يې مه خوره چي جهان دى بې بنياده لړ زېدلى
دا ګړى په مستۍ تېر كه چي نصيب درته ليكلى
د جهان د وفا طبع تاته هلته معلومېږي
چي نوبت د پخوانو دى څنګه تاته رسيدلى

اى مانده شب و روز بدنيا نګران
انديشه نميكنى تو از روز كران
اخر نفسى ببين و باز اى بخود
كايام چګونه ميكند بادګران

شپې او ورځي دي كړې تېري په دنيا كي په فكرونو
يو ګړى دي په ياد نه سوه بده ورځ د قسمتونو
دا يوه شېبه هوښيار سه يو نفس يې در په زړه كه
چي له نورو سره څنګگه جفا وكړله وختونو

رفتم كه درين منزل بيداد بدن
در دست نخواهد بجز از باد بدن
آنرا بايد به مرګ من شاد بدن
كز دست اجل تواند آزاد بدن

د ستم په دې دنيا كي به څوك ولي لا اوسېږي
درنه ځم چي بېله باده هيڅ په لاس كي نه پاتېږي
هغه څوك دي وي خوشاله زما په مرګ دي هوسېږي
چي تر غاړي يې منګولي د اجل نه ور رسېږي

مى خوردن و ګرد ګلرخان ګرديدن
به زانكه بزاق زاهدى ورزيدن
ګر مردم ميخواره بدوزخ باشند
پس روى بهشت كس نخواهد ديدن

پيمانه په لاس كي ګرځه د ګلرخ په طوافونو
نه چي توري دي كړې ورځي د زاهد په خلوتونو
كه دوږخ لره روان كې ډلي ډلي د ميخورو
شرابونه به څوك نوش كي د خالق د جنتونو

برسينهء غم پذير من رحمت كن
برحال دل اسير من رحمت كن
برپاى خرابات رو من بخشاى
بردست بياله ګير من رحمت كن

پر هغه سينه رحمت كه چي ساتم پكښي غمونه
پر بندي زړه مي رحمت كه در معلوم يې دي حالونه
هغو پښو ته بخښه غواړم چي رهي دي خرابات ته
پر هغه لاس مي رحمت كه چى په نيسمه جامونه

مسكين دل درد مند ديوانه من
هشيار نشد زعشق جانانه من
روزى كه شراب عاشقى در دادند
در خون جګر زدند پيمانه من

د خوږمن او لېوني زړه درته تېره مي كيسه كړه
د جانان ليونۍ ميني را بېهوښه هره شپه كړه
چي زاړه فلك وېشله په ازل شراب د ميني
د زړګي له وينو ډكه زما د ژوند يې پيمانه كړه

رندى ديدم نشسته برخنګ زمين
نه كفر ونه اسلام و دنيا و نه دين
نه حق نه حقيقت نه شريعت نه يقين
اندر دو جهان كه را بود زهرهء اين

رند مي وليدى چى ناست و مست له څنګه د خمونو
نه پر كفر نه اسلام و نه يې غم د مذهبونو
نه پر حق نه حقيقت و نه يقين نه شريعت و
زړه ور بل دى چا ليدلى پر دې دواړو جهانونو

بشنو زمن اى زبدهء ياران كهن
دل تنګ مكن زين فلك بى سر وبن
برګوشهء عرصهء سلامت بنشين
بازيچهء دهر را تماشا ميكن

زړه ته تېر اشنايه واوره چي خبر سې له رازونو
مرور له هسكه نه سې له بې تنه بې لاسونو
په ګوښه كي ورته كښېنه د زمان لوبي ته ګوره
په بېغمه زړه يې وكه ننداره د ميدانونو

از تن چو برفت جان پاك من وتو
خشتى دو نهد برمغاك من وتو
وآنكه ز براى خشت ګور دګران
در كالبدى كشند خاك ومن وتو

چي مرګى رالره راسي چي مو روح له تنه تښتي
يو څو خښتي مو د ګور سي كفنونه راته سكښتي
چي يې بيا خښتي په كار سي د ګورونو لحدونو
زما او ستا له تنه واخلي د بل چا د لحد خښتي

آنم كه پديد كشتم از قدرت تو
پر ورده شدم بناز در نعمت تو
صد سال به امتحان ګنه خواهم كرد
تا جرم منست بيش يا رحمت تو

زه هغه يم چي هستي ته ستا قدرت يمه راوړى
ستا له نازه له نعمته په دنيا كي يم سرلوړى
په سل كاله ګناهونو زه دا راز معلومومه
چي ګناه زما درنه ده او كه ستا رحمت پياوړى

اين چرخ فلك بهر هلاك من وتو
قصدى دارد بجان پاك من وتو
بر سبزه نشين بتا كه بس دير نماند
تا سبزه برون دمد زخاك من وتو

دا فلك موږ دواړه وژني زړه يې نه راته صبرېږي
زما او ستا په ځان راغلى له دې لاري نه ستنېږي
چي لا نه وي ښكاره سوې شنه سبزه زموږ پر قبرونو
راسه كښېنو په سبزه كي ښايستې ورځى تېرېږي

بردار پياله و سبو اى دلجو
برګرد بګرد سبزه زار و لب جو
كين چرخ بسى قد بتان مهرو
صد بار پياله كرد و صدبار سبو

پياله پورته كه نګاره چي تېرېږي دا وختونه
له پايكوبه به كړو مستي هم ويالې هم چمنونه
چي دا ستا په شاني ښكلي فلك ډېري خاوري كړي
په سل ځله يې پيالې كړې په سل ځله يې جامونه

بردار پياله و سبو اى دلجو
بر ګرد بګرد سبزه زار ولب جو
كاين چرخ بسى قد بتان مهرو
صد بار بياله كرد و صد بّر سبو

ګرانه راوړه په مينا كي په پياله كي شرابونه
د ويالې پر غاړه كښېنه چي سبزه وي سره ګلونه
چي دې شنه آسمان د ډيرو ګلرخانو خاوري يو وړې
څوك يې سل ځله مينا كړل څوك يې سل ځله جامونه

از آمدن و رفتن ما سودى كو
وز تار جود عمر ما پودى كو
چندين سر وپاى نازنينان جهان
ميسوزد و خاك ميشود دودى كو

زموږ له ژونده زموږ له مرګه چاته څه ګټه رسېږي
اوږدې لاري دي د عمر په منزل يې څوك پوهېږي
دا نړۍ له ګلرخانو هم ډكېږي هم تشېږي
دلته سوځي خاوري كېږي لوګي هيڅ نه معلوميږي

اى رفته بچوګان قضا همچون ګو
چپ ميدو و راست ميدو و هيچ مګو
كانكس كه تو را افګند اندر تك و پو
او داند و او داند و او داند او

چي دي تن لكه نانځكه د قضا لاس كي لوبېږي
د اسمان په حكم ګرځه اختيار نه پكښي چلېږي
هغه چا چي يې راوړى د دې لوبي تر ميدانه
هم قادر دى هم دانا دى په هرڅه باندي پوهېږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery