ناكرده ګناه در جهان كيست بګو؟
و آنكس كه ګنه نكرد چون زيست بګو؟
من بد كنم و تو بد مكافات دهى
پس فرق ميان و تو چيست بګو؟
وايه چا به په دنيا كي نه وي كړي ګناهونه
چي ګناه يې نه ده كړې څه يې برخه له ژوندونه
زه بدي كوم پوهېږم ته سزا راكوې ماته
وايه زما او ستا په منځ دلته څه سول توپيرونه
آن قصر كه بر چرخ هميزد پهلو
بر درګه او شهان نهادندى رو
ديدم بسر كنګره اش فاخته اى
بنشسته هميګفت كه كوكو كوكو
هغه قصر چي يې څوكي تر آسمانه رسېدلې
پر چارچوب چي يې شاهانو د تعظيم سجدې كولې
د هغې ماڼۍ په كونج كي ما ليده يوه كوتره
كرۍ ورځ وه هلته ناسته د كو كو نارې يې كړلې
ماييم خريدار مى كهنه و نو
و آنګاه فرشنده عالم بدو جو
ګفتى كه پس از مرګ كجا خواهى رفت
مى پيش من آر هر كجا خواهى رفت
موږ راغلي يو چي واخلو زاړه نوي شرابونه
موږ په دوو اوربشو خرڅ كړل عالمونه جنتونه
څه پوښتې له عاقبته پسله مرګه چېري ځمه
ته چي هر چېرته ځې ولاړ سه ماته راوړه ډك جامونه
ماييم خريدار مى كهنه و نو
و آنګاه فرشنده جنت به دو جو
دانى كه پس از مرګ كجا خواهى رفت
مى پيش من آر و هر كجا خواهى رو
موږ را نيسو دې بازار كي زاړه نوي شرابونه
خرڅوو په دوو اوربشو ښكلي حوري جنتونه
ته پوهېږې در معلوم دي پسله مرګه حسابونه
ته ورځه مخته دي ښه سه موږ ته راوړه ډك جامونه
دانى زچه روى او فتادست و چه راه
آزادى سرو و سوسن اندر افواه
كين دارد ده زبان و ليكن خاموش
و آنراست دو صد دست و ليكن كوتاه
ته پوهېږې چي دا ولي آوازې دي چي خپرېږي
چي سوسن سرو آزاد دي خوله پر خوله يې كيسې كېږي
د سوسن سره لس ژبي خو هيڅ نه وايى خاموش دى
او د سروي سل لاسونه خو له ځانه نه اوږدېږي
يك جرعه مى كهنه ز ملك نوبه
وز هر چه نه مى طريق بيرون به
خشت سر خم زتاج كيخسرو به
جا ميش به از ملك فريدون به
زما زاړه شراب په كار دي نه شاهي نوي ملكونه
بېله ميو بيهوده دي ټولي لاري منزلونه
جام يې سل ځله بهتر دى له شوكت د فريدونه
خم دي زما وي ته در واخله كيخسرو دى كه تاجونه
از درس علوم جمله بګريزى به
و اندر سر و زلف آويزى به
زان پيش كه روزګار خونت ريزد
تو خون قنينه در قدح ريزى به
تېښته بويه په ژوندون كي له ملا له كتابونو
زړه دي بند لره په زلفو د ورېښمو له ټالونو
چي دي نه وي لا توى كړي شنه آسمان د اجل ويني
ويني توى د صراحي كه په لمن كي د جامونو
پيرى ديدم بخواب مستى خفته
وز ګرد شعور خانهء تن رفته
مى خورده و مست خفته و آشفته
و الله لطيف بعباده ګفته
ما بوډا مست له شرابو بيده وليدى يارانو
نه په غم كي و د عقل نه په بند كي د رندانو
بېخبره له جهانه دا يو ذكر يې په خوله و
په والله چى مهربان دى خداى پر خپلو بندګانو
روزى بينى مرا سر مست افتاده
در پاى تو سر نهاده پست افتاده
دستار ز سر قدح ز دست افتاده
در حلقه زلف بت پرست افتاده
يوه ورځ به مي لا وينې له مستيه پريوتلى
ستا پر پښو به مي سر ايښى او پر خاورو يم لوېدلى
هم پر سر مي بګړۍ نه وي هم له لاسه جام نسكور وي
او د زلفو په حلقو كي د بتانو كښېوتلى
فرياد كه عمر رفت بر بيهوده
هم لقمه حرام و هم نفس آلوده
فرموده ناكرده سيه رويم كرد
فرياد زكرده هاى نا فرموده
يم پښېمانه عمر ولاړى بېهوده تېر سول كلونه
هم حرام مى دي خوړلي هم مي كړي ګناهونه
چي د كړو وه ومي كړله تر قيامته يم مختورى
هى افسوس چي ډېر مي كړي د نه كړلو عملونه
چند از پى حرص و آز فرسوده
سرګشته دوي ګرد جهان بېهوده
افتند و رويم و ديګر آيند و روند
يكدم بمراد خويشتن نا بوده
لا دي څو د حرص پر لاره روح او تن دي سولولي
لا لهانده پر جهان يې تر زړګي اغزي ختلي
راغلل، ځو به، نور به راسي د هغوى هم دغه لار ده
څوك يو دم تر خپل هدفه دلته نه دي رسېدلي
بنګر ز صبا دامن ګل چاك شده
بلبل ز جمال ګل طربناك شده
در سايهء ګل نشين كه بسيار اين ګل
در خاك فرو ريزد و ما خاك شده
د سهار نسيم الوتى د غوټۍ ګرېوان څيرېږي
د ګلونو له جماله بلبلان دي چي مستېږي
نن د ګل سيوري ته كښېنه چي ګېډۍ د دې ګلونو
رژېدلي دي پر خاورو زموږ په شاني خاوري كېږي
اين چرخ چو كاسى است نګون افتاده
در وى همه زيركان زبون افتاده
در دوستى شيشه و ساغر نګريد
لب بر لب و درميانه خون افتاده
دا فلك لكه كاسه ده را لوېدلې سر نګونه
پكښي عقل سرګردان دى پكښي بند دي تدبيرونه
له دوستۍ در معلومېږي د مينا او د جامونو
خوله پر خوله يې سره ايښې ډك له وينو لري زړونه
تن در غم روزګار بيداد مده
مارا زغم ګذشتګان ياد مده
دل جز بسر زلف پريزاد مده
بى باده مباش و عمر برباد مه ده
ډېر چي ځاى نه كې په زړه كي د زمان ظالم غمونه
موږ ته مه راوړه ناخوالي د پېړيو تېر كلونه
زړه د يار په زلفو بند كه هېروه دا نور بندونه
پياله مه ايږده له لاسه چى برباد نه كې كلونه
تن در غم روزګار بيداد مده
مارا ز غم ګذشتګان ياد مده
دل جز به صنم برى پريزاد مده
بى باده مباش و عمر برباد مده
د ظالمي زمانې چي پر زړه بار نه كې غمونه
راته مه وايه د تلليو د غمونو داستانونه
زړه يوازي د پى مخو پريزادو په لاس وركه
ګوره عمر برباد نه كې تل دي ډك لره جامونه
زان مى كه مرا قوت روانست و من
زان ګرچه سرم بسى ګرانست بده
برنه به كفم قدح كه دهر افسانه است
وين عمر چو بادىګذران است بده
هغه مى رالره راكه چي مي روح په تازه كېږي
كه هر څونه مست خراب يم لا مي زړه ورته مستېږي
راته ډكي پيالې راوړه چي ژوندون ټول افسانه ده
او دا عمر بې وفا دى لكه باد هسي تېريږي
انديشه عمر بيش كه در شصت منه
هركجا كه قدم نهى بجز مست منه
زان پيش كه از خاك وګلت كوزه كنند
رو كوزه فروش و كاسه از دست منه
اندېښنه د عمر مه كه له شپېتو كلو دپاسه
دلته هر قدم چي اخلې له مستيو ورته راسه
يوه ورځ به دي له خاورو كلالان كوزه كي جوړه
ژر كوزه له اوږې كښېږده پياله مه اېږده له لاسه
تاكى غم آن خورم كه دارم يانه
وين عمر بخوشدلي ګذارم يا نه
پركن قدح باده كه معلوم نيست
كين دم كه فروبرم بر آرم يانه
غم ترڅو خورمه دوستانو څه لرم څه نه لرمه
دا څو ورځي په مستيو تېروم كه يې پرېږدمه
جام مي ډك كه له شرابو چي معلومه راته نه ده
له سينې يې بيرته باسم دا نفس چي كښته وړمه
من ترك همه ګيرم وترك مى نه
وز جمله ګزير باشدم از وى نه
ايا بود آنكه من مسلمان ګردم
پس ترك مى مغانه ګيرم هى نه
زه او جام به سره مله يو نور له هر څه توبه ګار يم
دا هستي مي در پرېږدمه يو د سرو شرابو يار يم
ته خو ښه وايې ناصحه چي را واوړه مسلمان سه
بيا نو مى او مغان پرېږدم هغه نه كېږي هوښيار يم
اندازهء عمر بيش از شصت منه
هر جا كه قدم نهى به جز مست منه
زان پيش كه كاسه سرت كوزه كنند
تو كوزه ز دوش و كاسه از دست منه
تر شپېتو دي بايد كمه د ټول عمر اندازه وي
ژوند دي ټوله رندانه وي هر قدم دي مستانه وي
لا دمخه چي آسمان دي كوزه جوړه كي له سره
صراحي پر اوږو ګرځه او په لاس به دي پياله وي
اى بيخبر از كار جهان هيڅ نه اى
بنياد تو بادست از آن هېڅ نه اى
شد حد و وجود تو ميان دو عدم
اطراف تو هېچ است در ميان هيچ نه اى
بېخبره له عالمه ته نېستي يې په جهان كي
ستا بنياد ولاړ پر باد دى بل څه نسته په ميدان كي
چي سرحد ستا د وجود يې دوه عدمه دى ټاكلى
دواړه خواوو ته دي هېڅ دي ته هيڅ نه يې په دا ميان كي
نقش است كه بر وجود ما ريخته اى
صد بوالعجبى ز ما بر انګيخته اى
من زان به ازين نميتوانم بودن
كز بوته مرا چنين فرو ريخته اى
يو تصوير دي اچولى زموږ پر تن باندي څښتنه
سل عجېبي ولاړېږي د دې جبر له وطنه
ښه كېدلاى تر دې نه سم له ازله داسي جوړ يم
روح مي بل چيرته پيوند دى تمه نه كيږي له تنه
جانا زكدام دست برخاسته اى
كز طلعت خويش ماه را كاسته اى
خوبان جهان بعيد رو اورند
تو عيد بروى خويش آراسته اى
زما ښايستې له كومه لاسه كوم كماله يې راغلې
چي له مخه دي سپوږمۍ ده په آسمان كي شرمېدلې
د نړۍ ښكلي مخونه د اختر په ورځ سينګار كړي
تا په خپل مخ د اختر ورځ ښكلي كړې سينګا كړې
دركارګه كوزه ګرى كردم راى
در پايه چرخ ديدم استاد بپاى
ميكرد دلبر كوزه را دسته وپاى
از كلهء پادشاه و ازپاى ګداى
د كلال په كار خانه كي تېره شپه مي څو شېبې وې
كوزه ګر پكښي ولاړ و جوړي كړي يې كوزې وې
ګرزولې يې پر لوښو هنرمندي كاري ګوتي
د پاچا سر يې په لاس كي ورسره د فقير پښې وې
خواهى كه اساس عمر محكم يابى
روزى بعالم دل خرم يابى
فارغ منشين ز خوردن باده مى
تا لذت عمر خود دمادم يابى
كه د عمر د شېبو دي فولادي غواړې بندونه
كه پېرزو دي پر خپل ځان دي دا پنځه ورځي عيشونه
چي له لاسه يې كښې نه ږدې د سرو ميو پيالې ډكي
چي نصيب دي هر ګړى سي د خواږه عمر خوندونه
شيخى به زن فاحشه ګفتا مستى
هر لحظه بدام ديګرى پا بستى
ګفتا شخا هر آنچه ګويى هستم
اما تو چنان كه مى نمايى هستى؟
شيخ ويله فاحشې ته ستا كردار د دوږخيانو
هره شپه يې لاس تر غاړه له پرديو له يارانو
ښځي وويله شيخه چه ته وايې زه هغه يم
ته هم سپين داسي په زړه يې كه په رنګ د زاهدانو؟
تا در تن تست استخوان ورګ وپى
از خانه تقدير منه بيرون پى
ګردن منه او خصم بود رستم زال
منت مكش ار دوست بود حاتم طى
چي په تن كي لرئ وينه چى ژوندي ياست عزيزانو
چي رسيږي له تقديره هغه ومنئ يارانو
چي تسليم نه سئ انسان ته كه دښمن رستم زال وي
كه مو دوست حاتم طى وي منت مه وړئ د دوستانو
هنګام صبح اى صنم فرح پى
بر ساز ترانه وپيش اتور مى
كافګند بخاك صد هزاران جم و
اين آمدن تيرمه و رفتن دى
زما ښايسته ګلرخه پاڅه د سهار نسيم چليږي
نغمه سازه كه مى راوړه چي د عمر شپې كميږي
داسى سل زره جمشيده، كي به لاندي سي تر خاورو
پسرلي به راسي ولاړ سي ژمى سر پر سر تېريږي
تا در تن تست استخوان ورګ وپى
از خانهء تقدير منه بيرون پى
ګردن منه از خصم بود رستم زال
منت مكش ار دوست بود حاتم طى
چي په تن كي دي لا ساه سته چي لرې هډ او رګونه
د تقدير له كور دباندي چي و نه باسې ګامونه
كه دښمن دي رستم زال وي چي تسليم يې نه سې زور ته
كه دي دوست حاتم طى وي يو يې نه سې منتونه
از آمدن بهار و از رفتن دى
اوراق و جود ما هميګردد طى
مى خور مخور اندوه كه ګفتست حكيم
غمهاى جهان چو زهر و ترياكش مى
سر پر سر پسرلي راسي او تېريږي خزانونه
د هستۍ پاڼي مو راوړي او ډكېږي كتابونه
مى چښه غمونه مه خوره دا وينا د حكيمانو
د جهان غمونه زهر او ترياك يې دي جامونه
خوش باش كه پخته اند سوداى تو دي
ايمن مباش از همه تمناى تو دى
تو شاد بزى كه بې تقاضاى تو دى
دادند قرار كار فرداى تو دى
غم يې مه كوه فلك دي در شمېرلي ورځي شپې دي
د نصيب له زړه دي هېري ټولي هيلي اندېښنې دي
نه اختيار دي د راتلو و نه اختيار دي د وتلو
د ازل كاتب ليكلي د سبا ټولي شېبې دي
اى كاش كه جاى آرميدن بودى
يا اين ره دور را رسيدن بودى
كاش از پى صد هزار سال از دل خاك
چون سبزه اميد بر دميدن بودى
كشكي ځاى واى پر دې مځكه د آرام د پرېوتلو
د اوږدې لاري په پاى كي واى منزل د رسېدلو
كشكي سل زره كلونه وروسته بيا له زړه د خاورو
د سبزې په څېر اميد واى يو ځل بيا د شنه كېدلو
خوش باش كه پخته اند سوداى تو دي
فارغ شده اند از تمناى تودي
قصه چى كنم كه بې تقاضاى تو دي
دادند قرار كار فرداى تو دي
زړه دي مه خوره چي وېشلي قسمتونه يې پرون دي
فلك ځان بېغگمه كړى له آرزو د سباوون دي
تا ته څه كيسه بيان كړم ستا غوښتنه پكښي نه ده
د سبا غم يې خوړلى دا كارونه د ګردون دي
ګر كار فلك به عدل سنجيده بود
احوال فلك جمله پسنديده بودى
ور عدل بودى به كارها در ګردون
كى خاطر اهل فضل رنجيده بودى
د آسمان كه ټول كارونه په انصاف تلل كېدلاى
پېښېدلاى چي له هسكه نو انسان به خوښېدلاى
كه فلك په لاس نيولى ترازو د عدالت واى
نو به ولي هوښيارانو د زړګي ويني خوړلاى
افتاد مرا بامى ومستى كارى
خلقم ز چه ميكند ملامت بارى
ايكاش كه هر حرام مستى كردى
تا من بجهان نديدمى هوشيارى
ماته مى او مستي دواړه په قسمت دي رسېدلي
ټولو خلګو ولي ماته د پيغور سترګي نيولي
كشكي ټولو ګناهونو انسانان نشه كولاى
په دنيا كي به مي چېرته هوښياران نه واى ليدلي
يارب بګشاى برمن از رزق درى
بى منت مخلوق رسان ما حضرى
از باده چنان مست نګه دار مرا
كز بيخبرى نباشدم درد سرى
ربه ته كې راته خلاصه دروازه د رزق ارزانه
چي نه اړ يمه مخلوق ته نه مي تمه له سلطانه
هسي ډكي پيالې راكه هسي مست مي كه له ميو
چي بيخوده سم له ځانه بېخبره له جهانه
از كوزه ګرى كوزه خريدم بارى
آن كوزه سخن ګفت زهر اسرارى
شاهى بودم كه جام زرينم بود
اكنون شده ام كوزه هر خمارى
سحرګاه چي سپېدې چوي بانګ د چرګ اورېدل كيږي
ته پوهېږې چي دا ولي ساندي وايي او خروښېږي
وايي بيا هغه دى ښكاري په هينداري د سهار كي
چي هنوز يې بې خبره شپې د عمر دي تېريږي
سازنده كار مرده و زنده تويى
دارنده اين چرخ پراكنده تويى
من ګرچه بدم خواجه اين بنده تويى
كس راچه ګنه چى آفريننده تويى
كه څوك مړه دي كه ژوندي دي ته كار سازه د انسان يې
ته څښتن د آسمانونو ته مالك يې ته سبحان يې
زه كه بد يمه هم ستا يم ته بادار د دې بنده يې
د بنده ګناه به څه وي چى خالق د ټول جهان يې
اى باده تو شربت من رسوايى
چندان بخورم ترا من تشيدايى
كز دور مرا هركه ببيند ګويد
اى خواجه شراب از كجا ميآيى
دا رسوا مستي شېبې مي ستا له ډكي پيمانې دي
غواړم سر پر سر يې نوش كم د سره مى ډكي پيالې دي
چي له ليري مي څوك ويني په مستۍ دا راته وايي
خواجه دا څنګه شراب دي دا دكومي ميخانې دي
با ما تو هرآنجه ګويى از كين ګويى
پيوسته مرا ملحد و بيدين ګويى
من مقرم بدانچه ګويى ليكن
انصاف بده ترا رسد كين ګويى
ته چي هر څه ماته وايې له حسده ويل كېږي
ما ملحد او بېدين بولې له دښمن سره ښايېږي
چي په هر نامه مي بولې زه اقرار كوم خو واوره
كه انصاف كړې څه چي وايې ټوله تاته در رسېږي
اى بادهء خوشګورا در جام بهى
بر پاى خرد تمام بند و ګرهى
هر كس كه ز تو خورد امانش ندهى
تا ګوهر او بركف دستش ندهى
اې د ميو سرو لعلونو درته جام او پيالې ښايي
چي ته نه يې په خلوت كي عقل بند وي خودي ستايي
څوك چي جام كي پر سر پورته بيا امان ورلره نسته
چي هر څه لري په زړه كي هغه ټول په ژبه وايي
چندان كه نګاه ميكنم هر سويى
از سبزه بهشت است و زكوثر جويى
صحرا چو بهشت است ز دوزخ كم ګو
بنشين به بهشت با بهشيى رويى
چي هر لوري ته نظر كړم راته ښكاري سره ګلونه
كوثري ويالې بهيږي شنه دښتونه جنتونه
شنه سبزه لكه جنت دى د دوږخ خبري پرېږده
د جنت پر لمن ګوره جنتي ښايسته مخونه
هان تا بر مستان بدرشتى نشوى
يا از در نيكوان بزشتى نشوى
مى خور كه بخوردن و بنا خوردن مى
ګرانست دوزخى بهشتى نه شوى
پام چي زړونه ازار نه كې د مستانو د رندانو
نه په تونده ژبه ستون سې له چارچوبه د نېكانو
په پر هېز او په چښلو د سرو ميو نه بدلېږي
نه ازل د دوږخيانو نه نصيب د جنتيانو
اى سوختهء سوختهء سوختنى
وى آتش دوزخ از تو افروختنى
تاكى ګويى كه بر عمر رحمت كن
حق را تو كه اى برحمت اموختنى
د ايرو له ايرو جوړ دي ستا رګونه ستا هډونه
ستا وجود به كي پېلوزى په دوږخ كي انګارونه
څه پر عمر رحمت غواړې لا به څوكوې خواستونه
ته يې څوك چي حق ته ښيې د رحمت لاري مزلونه
ګر زانكه بدست افتد از مى دومنى
مى نوش بهر جمع و بهر انجمنى
كانكس كه جهان ساخت فراغت دارد
از سبلت چون تويى و ريش چو منى
كه دي كښېوزي په لاسونو دوه مني مى او جامونه
له رندانو سره نوش كه ډك له ميو ګيلاسونه
چي جهان يې پيدا كړى له جهانه بې پروا دى
نه يې زما د ږيري غم دى نه په ياد يې ستا بريتونه
درګوش دلم ګفت فلك بنهانى
حكمى كه قضا بود زمن ميدانى
در ګردش خويش اګر مرا دست بدى
خودرا برهاندمى ز سر ګردانى
راته غوږ كي آسمان وكړه دا يوه خبر څرګنده
فيصله د قضا بولې زما له نوم سره پيونده؟
كه مي وس په رسېدلاى په دې خپلو ګرځېدلو
زه به ولي سرګردان وم ټوله عمر لكه ژرنده
اى از حرم ذات تو عقل آګه نى
وز معصيت وطاعت ما مستغنى
مستم زګناه و وز رجا هشيارم
اميد برحمت تو دارم يعنى
تا ته عقل نه رسېږي لوړ تر فكره د هر چا يې
له ګناه او عبادته مستغني يې بې پروا يې
كه هر څو له ګناه مست يم ستا سخا لره هوښيار يم
د رحمت اميد لرمه ته قادر يې ته دانا يې
اى چرخ دلم هميشه غمناك كني
پيراهم خوشدلى من چاك كنى
بادى كه وزد به آتش كنيش
آبى كه خورم در دهنم خاك كنى
اې فلكه همېشه مي زړګى شين تغمې تغمې كې
د خوښۍ جامې كړې څيري زما ګرېوان رېښې رېښې كې
چي پر خوا مي نسيم راسي زما پر تن يې سره لمبه كې
چي يو څاڅكى وړم تر ستوني زما په خوله خاوري ايرې كې
از دير برون آمده ناپاك تنى
وز دود جهنم بتنش پيرهنى
بشكست صراحيم كه عمرش كم باد
وآنګه چى مى لطيف و مردى چومنى
له خلوته راوتلى كرغېړن لړلى ځان و
دوږخي جامې اغوستي په زړه تور لكه شيطان و
صراحي يې كړه راماته خدايه عمر يې ور لنډ كې
هغه څه ښايسته شراب وه دلته ما غوندي انسان و
ګر آمدنم بمن بدى نامدمى
ور نيز شدن بمن بدى كى شدمى
به زان بدمى كه اندرين كون وفساد
نه آمدمى نى شدمى نه بدمى
كه راتلل مي په اختيار واى دې نړۍ ته نه راتلمه
كه په وس مي دا هستي واى په دې رنګ چېرته كېدمه
له هغه چي مي راتګ واى دې فاسدي زمانې ته
نه راغلى واى دنيا ته او نه واى دغه چي يمه
برشاخ اميد اګر برى يافتمى
هم رشته خويش را سرى يافتمى
تا چند ز تنګناى زندان وجود
اى كاش سوى عدم درى يافتمى
يا له ښاخه د اميده پيدا كړى مى ثمگر واى
د ژوندون پر وركو لارو را معلوم د تناو سر واى
لا تر څو به زه بندي يم د وجود په دې زندان كي
كشكي خدايه را څرګند خو د نېستۍ د لوري ور واى
از دفتر عمر برګرفتيم فالى
ناګاه ز سوز سينه صاحب حالى
ميګفت خوشا كسى كه اندر بر او
يارست چو ماهي وشبې چون سالى
ما د عمر په دفتر كي ځانته اچول فالونه
يوه پير د زړه له سوزه راته وويل حالونه
ويل څومره دي نېكبخته هغه څوك چي يې په څنګ كي
د سپوږمۍ په شاني يار وي شپې اوږدې لكه كلونه
تن زن چو بزير فلك بيباكى
مى نوش چو درجهان آفت ناكى
چون اول و آخرت بجز خاكى نيست
انګاركه بر خاك نهء در خاكى
فلك ډېري كړې خزاني د ګلونو لښتي تاندي
مى چښه چي آفتونه د جهان لري د وړاندي
هم له خاورو پيدا سوى هم به خاورو ته روان يې
ګواكي نه ګرځې پر خاورو يې د ګور تر خاورو لاندي
در سنګ اګر شوى شوى چو نار اى ساقى
هم آب اجل ګذار اى ساقى
خاكست جهان غزل بګو اى مطرب
باد است نفس باده بيار اى ساقى
كه په منځ كي د ډبري سره لمبه سې د اورونو
د اجل اوبه به در وړي ساړه څاڅكي د مرګونو
جهان خاوري دى مطربه پر غزل دي نغمه سره كه
نفس باد دى ساقى راوړه شنې پيالې د شرابونو
چون هست زمانه درشتاب اى ساقى
برنه بكفم جام شراب اى ساقى
هنګام صبوح قفل از در بكشاى
تعجيل كه آمد آفتاب اى ساقى
ساقي ژوند په تلوار درومي زړه مي رېږدي له زمانه
پيالې ډكي راته راوړه چي هستې نه سى پښېمانه
پر سپېدو كه راته خلاصه دروازه د ميخانې دي
په تلوار يې نوشومه چي لمر خيژي له آسمانه
شمعست و شراب و ماهتاب ايساقى
در شيشه مى چو لعل ناب ايساقى
از خاك مګو اين دل پر آتش را
بر باد مده بيار آب ايساقى
شمع بله ده سپوږمۍ ده په سرو ميو يې سهار كه
ساقي ډكه صراحي دي له سره مى لكه انار كه
د ځوانۍ او مستۍ اور دى په كوګل كى مي بلېږي
دا ګړى مى برباد نه كې ساقي مى راوړه تلوار كه
صبحى خوش چى مست خيز اى ساقي
در شيشه كن آن شراب از شب باقى
جام مى بمن اور و غنيمت ميدان
اين يكدمه نقد را و فردا باقى
ساقي پورته سه سهار دى څه تازه نسيم چلېږي
چي د شپې دي درته پاته هغه مى ته مي زړه كېږي
راته ډكه مي پياله كه دغه دم غنيمت بوله
دا يوه شېبه ده نغده سبا هر څه چي پېښېږي
ما ومى معشوق و صبوح اى ساقى
از ما نايد توبه نصوح اى ساقى
تا كى خوانى قصه نورح اى ساقى
پيش آر سبك راحت روح اى ساقى
پياله ډكه وي سهار وي معشوقه ښكلې خندانه
ساقي څرنګه پرهېز كړم توبه مه غواړه له مانه
لا تر څو د نوح كيسه ده وېروې مي له توپانه
جام را واخله روح مي خوښ كه لاس دي جار سم ساقي جانه
ګر جنس مرا خاصه بداند ساقى
صد فضل زهر نوع بداند ساقى
چون وا مانم برسم خود باده دهد
وز حد خودم در ګذراند ساقى
كه له اصله مي خبر سې په كتار كى د رندانو
ما به سل ځله ور تېر كې له ټوليه د خاصانو
او چي لوېږم نو به راكې ساقى مى له خپله جامه
مابه تېر كې له خپل حده له جهانه د مستانو
اى دهر بكر ده هاى خود معترفى
در زاويهء جور و ستم معتكفى
نعمت به خسان دهى و زحمت بكسان
زين هر دو برون نهء خرى يا خرفى
زمانې پر خپلو كړلو هيڅ وخت نه سولې پښېمانه
د ستم ګوښه كي ناسته يې په زړه نامهربانه
ناكسان په نعمتونو عزيزان په زحمت بار كې
له دوو حالو خالي نه يې لېونۍ يې كه حيوانه
بر سنګ زدم دوش سبوى كاشى
سر مست بدم كه كردم اين اوباشى
با من بزبان حال ميګفت سبو
من چون تو بودم تو نيز چومن بّاشى
برايي چي مي كړه ماته د سره مى پياله كاشي وه
زه معذور يمه يارانو بېخودي وه بدمستي وه
شنې پيالې د حال په ژبه راته وويل بدمسته
ته به ما غوندي پياله سې زما هم تا غوندي ځواني وه
ګويند مخور مى كه بلاكش باشى
در روز مكافات در آتش باشى
اين هست ولى زهر دو عالم بهتر
آن يكدمه كز شراب سر خوش باشى
راته وايي چى مى مه خوره در نصيب به كړي دردونه
په قيامت به يې مختورى سوزوي به دي اورونه
دا پر ځاى ده خو بهتر دي له دنيا او آخرته
هغه دم چى له مستۍ دي درنه هېر وي ټول غمونه
آن مايه ز دنيا كه خورى يا پوشى
معذور اګر در طلب آن كوشى
باقى همه را يګان نيز زد هوشدار
تا عمر ګران مايه بدان نفروشى
پر دنيا كه د خوړلو اغوستو دي نعمتونه
په طلب كي دي تاوان دى چي پر لار يې ږدې ګامونه
نور چي هر څه دلته وينې وړيا نه ارزي هوښياره
چي په دې متاع خرڅ نه كې د خپل عمر ګران كلونه
ايدل توبه اسرار معمى نه رسى
در نكتهء زيركان دانا نه رسى
اينجا به مى و جام بهشتى ميساز
كانجا كه بهشت است رسى يا نه رسى
اې زړګيه د اسرارو معمى ته نه رسېږې
دانايان په پوهېدلي ته معنى ته نه رسېږې
جنتي شراب را واخله سبا چاته ده معلومه
چي جنت دي په نصيب دى كه يې خواته نه رسېږې
ګره شهره شوى بشهر شرالناسى
ورګوشه نشين شوى همه وسواسى
به زان نبود ګر خضر و الياسى
كس نشناسد ترا تو كس نشناسى
كه مشهور سې پر ښارونو شر له تا وړي عالمونه
او كه كښېنې په خلوت كي اندېښنه يې يا غمونه
كه ته خضر او الياس يې نو بهتره تر دې نسته
چي نه نوم دي چاته ياد وي نه دي زده د چا نومونه
زينهار كنون كه ميتوانى بارى
بردار ز خاطر عزيزان بارى
كين مملكت حسن نماند جاويد
از دست تو هم برون رود يكبارى
د دې عمر چي كلونه لكه باد هسي تېرېږي
زړه ساته د عزيزانو چي تر څو دي وس رسېږي
دا د حسن قلمرو دى د هر چا له لاسه تللى
چي هيچاته پاته نه سوه تا ته هم نه پاته كېږي
چون اګهى اى پسر زهر اسرارى
چندين چه خورى بيهوده تيمارى
چون مى نرود باختيارت كارى
خوش باش درين نفس كه هستى بارى
چي معلوم دي درته ټوله د زمان او ژوند رازونه
لا تر څو به دي زړه شين وي لا به ولي خورې غمونه
د هستۍ هره شېبه ده ستا تر واك اختيار وتلې
شكر باسه چي موجود يې چي لا باسې نفسونه
زان كوزهء مى كه نيست در وى ضررى
پر كن قدحى بخور بمن ده دګرى
زآن پيشتر اى پسر كه در رهګذرى
خاك من وتو كوزه كند كوزه ګرى
له هغه خمه مى راكه چي يې نسته تاوانونه
پياله ډكه ځانته واخله ماته هم راكه جامونه
مى به وچښو ګلرخه هسي نه سبا په لار كي
زما او ستا له خاورو جوړ كي كلالان كوزې خمونه
بركوزه ګرى پرير كردم ګذرى
از خاك همى نمود هردم هنرى
من ديدم اګر نديد هربى بصرې
خاك پدرم دركف هر كوزه ګرى
برايي مي و كلال ته هسي سترګي وا وښتلې
پر كاسو يې هنرمندي مستي ګوتي څرخېدلي
كه دا نور خلك ړانده وه ما ليده د زړه په سترګو
هر كلال مي د پلار خاوري په لاسو كي اړولي
پيرى ديدم بخانهء خمارى
ګفتم نكنى ز رفتګان اخبارى
ګفتا مىخور كه همچو تو بسيارى
رفتند خبرى باز نيامد بارى
يو بوډا د خم په پښو كي له مستيه و لوېدلى
ما وې ږغ كوه له تلليو څه خبر دي اوريدلى
ويل تشي دي پيالې كه ستا په رنګه ډېر مستان وه
چي پر دې لاره وتلي بيا يې حال نه دى راغلى
اى كوزه ګرا بكوش اګر هوشيارى
تا چند كنى بر ګل آدم خوارى
انګشت فريدون و كف كيخسرو
بر چرخ نهادهء چى ميپندارى
دا خبره مي كلاله ښه په زړه واوره كه ښه كړې
لا به څو د انسان خاوره خپل هنر لره خيشته كړې
دغه ګوته د فريدون ده هغه لاس د كيخسرو دى
تا پر څرخ ايښى لګيا يې ته پوهېږې چى دا څه كړې