اى دوست غم جهان بيهوده مخور
بيهوده غم جهان فرسوده مخور
چون بود ګذشت و نيست نا بود پديد
خوش باش و غم بوده و نا بوده مخور
څه په زړه كي دي ځاى كړي د فاني دنيا غمونه
په غمونو كله ارزي د ژوندون دا ورانه خونه
څه چي وه هغه تېر سوي د راتلونكو درك نسته
په خوښيو كي يې هېر كه د هستۍ نيستۍ غمونه
اى دل همه اسباب جهان خواسته ګير
باغ طربت بسبزه آراسته ګير
و انګاه بر آن سبزه شبى چون شبنم
بنشسته و با مداد بر خاسته ګير
اې زړګيه له جهانه چي درځي په قانع كېږه
د مستۍ په تازه باغ كي له سبزو سره خوښېږه
بيا په څېر د شبنم راسه پر سبزه يوه شپه كښېنه
او سهار د لمر په وړانګو هم پاڅېږه هم وركېږه
از ګردش روزګار بهرى بر ګير
بر تخت نشين بكف ساغر ګير
از طاعت و معصيت خدا مستغنى است
بارى تو مراد خود از عالم بر ګير
برخه يوسه له روزګاره د فلك له ګردشونو
د خوښيو پر تخت كښينه شرنګى جوړ كه د جامونو
خداى پخپله بې پروا دى له طاعت له ګناهونو
د قسمت شراب دي نوش كه له ساغره له خمونو
دنيا همه سر بسر ترا خواسته ګير
صد ګنج بزر و ګوهر آراسته ګير
پس بر سر آن ګنج چو بر صحرا برف
روزى دو سه بنشسته و برخاسته ګير
دا دنيا هغسي بوله چي ته هرڅه غواړي ستا وي
سل د زرو خزانې وي د غمونو درته شا وي
ته به پروت پر خزانو يې لكه واوره پر دښتونو
دوې يا درې ورځى به ناست يې بيا به هر څه نيمه خوا وي
اى دل همه اسباب جهان خواسته ګير
باغ طربت به سبزه آراسته ګير
وآنګاه بر آن سبزه شبې چو شبنم
بنشسته و با مداد بر خاسته ګير
چي هستي ده خداى دركړې په خوښېږه هوسېږه
چي هم مى وي هم نګار وي پر سبزه باندى نڅېږه
شپه دي تېره پر سبزه كه هستي ټوله يوه شپه كه
د شبنم په دود شپه راسه او سهار ورنه كوچېږه
بازي يو دم پريده از عالم راز
شايد كه بروم راه از نشيبى بفراز
اينجا چو نيافتم كسى محرم راز
زآن دركه در آمدم برون رفتم باز
زه يو باز وم د رازونو له عالمه الوتلى
ما وې ګوندي څرك پيدا كړم پاس د هسك پر لوري تللى
چي مي دلته پيدا نه كړ څوك محرم چي راز خوندي كړي
پر هغه دروازه ولاړم چي دننه وم راغلى
اى دل چو حقيقت جهان است مجاز
چندين چه خورى غم اندرين قحط نياز
تن را بقضا سپار و با درد بساز
كين رفته قلم ز بهر تو نايد بّاز
حقيقت د دې جهان دى د مجاز په تول تللى
څه به غم خورې دې نړۍ چى هر سړى په زړه نتلى
ځان دي وسپاره قضا ته زړه له درد سره پخلا كه
ستا دپاره نه راګرځي چي قلم يې دى وهلى
با تو خرابات اګرګويم راز
به زانكه بمحراب كنم بى تو نماز
اى اول و اخر خلقان همه تو
خواهى تو مرا بسوز خواهى بنواز
كه له تا سره رازونه په مغان كي بې پردې كړم
تر دې ښه چى په محراب كي بېله تا سر پر سجدې كړم
هم اول يې هم اخر يې د دې ټولو مخلوقاتو
نازوې مي كه سوځې مي زه به څرنګه ګيلې كړم
ميپرسيدى كه چيست اين نقش مجاز
ګر بګويم حقيقتش هست دراز
نقشى است پديد آمده از دريايى
وآنګاه شده بقعر آن دريا باز
تا به تل كړلې پوښتني هنګامه د مجاز څه ده؟
حقيقت كه درته وايم دا كيسه ډېره اوږده ده
يو جلوه ده ښكاره سوې يوه شپه له يو دريابه
بيرته تللې سمندر ته په موجونو كي يې شپه ده
از روى حقيقتى نه از روى مجاز
ما لعبتكانم و فلك لعبت باز
بازيچه همى كنيم بر نطع وجود
افتيم بصندوق عدم يك يك باز
غوږ پر نيسه حقيقت دى هسى نه ده چي مجاز دى
دا موږ ټول يو ناوكياني او فلك ناوكۍ باز دى
د وجود پر ميدان ګرځو ناوكۍ غوندي لوبېږو
يو يو ځو د نېستۍ كور ته دا زمان دى دا يې راز دى
از جملهء رفتګان اين راه دراز
باز امده كوكه خبرى ګيرم باز
هان بر سر اين دو راههء آز و نياز
چيزى نګذارى كه نمى ايى باز
پر دې توره اوږده لاره عالمونه دي وتلي
داسي څوك مي پيدا نه كړ چي رازونه يې ويلي
دا د حرص او دا د طمع دوراهي ته دي پام نيسه
درڅه پاته چي شى نه سي تللي بيا نه دي راغلي
معشوق كه عمرش چو غمم باد دراز
امروز بنو لطفى كرد آغاز
بر چشم من انداخت دمى چشم و برفت
يعنى كه نكويى كن و درآب انداز
د جانان عمر دي اوږد وي لكه شپې زما په غمو كي
نن يې نوى كرم وكړ په نازونو كرشمو كي
زما پر سترګو يې كړې سترګي برابري بيرته ولاړى
يعني خپله نېكي وكه بيا يې وا چوه اوبو كي
لب بر لب كوزه بردم از غايت آز
تا زو طلبم وا سطه عمر دراز
كوزه بزبان حال بامن ميګفت
عمرى چو تو بوده ام دمي بامن ساز
حرص اخيستى وم پر شونډو د كوزې چي پرېوتلم
د اوږده ژوندون په طمع په سره مى نه مړېدلم
او كوزې د حال په ژبه په ورو ورو راته ويله
را نژدې سه چي يو عمر زه هم ستا پر لاري تللم
اين چرخ كه با كسى ميګويد راز
كشته به ستم هزار محمود و اياز
مى خور كه بكس عمر دوباره ندهند
هر كس كه شد از جهان نمي آيد باز
دا فلك دى چي هيچاته د زړه نه وايي رازونه
هم محمود او هم اياز يې په ستم وړي زرګونه
شراب وچښه چي عمر بيا په لاس در تللاى نه سي
څوك چي تللي له جهانه رايې نغلل احوالونه
رو بر سر افلاك جهان خاك انداز
مى ميخور و ګرد ماهرويان ميتاز
چى جاى عبادتست و چى جاى نماز
كز جملهء رفتګان كسي نامد باز
ولاړ سه توري خاوري توى كه پر جهان د آسمانونو
د ښايستو حورو په منځ كي پورته كړنګ كه د جامونو
څه به ځاى د عبادت وي څه محراب دى د لمونځونو
څوك چي تللي ستانه نه سول له ناپايو سفرونو
كرديم دګر شيوه رندي آغاز
تكبير همى زنيم بر پنج نماز
هر جا كه پياله ايست ما را بينى
ګردن چو صراحى سوى او كرده دراز
د رندۍ لار مو اخيستې ځو روان يو په مزلونو
د تكبير نارې مو پورته پر پنځو واړو لمونځونو
چي هر ځاى پيالې تشيږي په هغه محفل كي ناست يو
صراحي رنګه مو غاړي اوږدې كړي تر جامونو
باتو بخرابات همى ګويم راز
به زانكه كنم بى تو بمحراب نماز
اى اول و آخر همه خلقان تو
خواهى تو مرا بسوز و خواهى بنواز
ښه چي تا ته خرابات كي د زړه وايمه رازونه
نه چي ولاړ سمه محراب ته بېله تا وكم لمونځونه
د مخلوق اول آخره ستا له لوري مي قبول دي
كه مي سوځې په اورونو او كه راكړې كوثرونه
از جمله رفتګان اين راه دراز
باز امده كو كه بما بګويد راز
پس بر سر اين دوراه آزار و نياز
با هيچ نمانى كه نمى ايد باز
پر دې توره اوږده لاره چي هر څوك دي ور وتلي
بيرته نه دي څوك راغلي چي رازونه يې ويلي
موږ ولاړ پر دوراهي يو د ګناه او ثوابونو
چي تش لاسى پاته نه سې چي راغلي ټوله تللي
رو بر سر افلاك وجهان خاك انداز
مى ميخور و ګرد خوبرويان مى تاز
چى جاى عتاب آمد و چه جاى نياز
كز جمه روندګان كسى نامد باز
د جهان په خوله كه خاوري هم پر سر د آسمانونو
د ګلرخو سره نوش كه ډك جامونه له خمونو
نه خبر څوك له ثوابه نه اګاه څوك له عذابه
نه له تلليو څوك راغلى نه يې څرك د احوالونو
وقت سحر است خيز اى مايه ناز
نرمك نرمك باده خور و چنګ نواز
كانها كه بجايند نپايند دراز
و آنها كه شدندكس نمى آيد باز
لږ د ناز خوبونه پرېږده د سهار وخت دى جانانه
جام كه پورته چنګ را واخله چي پردى سمه له ځانه
د يو څو شپو مېلمانه دي چي ژوندي پر دنيا پايي
او بيا نه دي ستانه سوي څوك چى تللي له جهانه
كرديم دګر شيوه رندى آغاز
تكبير همى زنيم بر پنج نماز
هر جا كه پياله ايست ما را بينى
ګردن چو صراحى پى او كرده دراز
د رندۍ لار مو پيل كړې اوس روان پر دې كوڅې يو
د پنځو لمونځونو وخت كي په تكبير او په نارې يو
چي هر ځاى پيالې شرنګېږي پر هغه ميدان مو غواړه
صراحي مو غاړى اوږدې كړي ور پسې يو
ګرګوهر طاعتت نسفتم هرګز
ګرد ګنه از چهره نرفتم هر ګز
با اين همه نوميد نيم از كرمت
زيرا كه يكى را دو نګفتم هر ګز
كه ګوهر د عبادت مي په هيڅ وخت نه دى پېيلى
د ګناه ګرد مي له مخه په ژوند هيڅ نه دى پرېولى
له درباره د كرم دي نا اميده ځكه نه يم
دوه مي هيڅ نه دي ويلي چي مي يو احد منلى
ما عاشق و آشفته و مستيم امروز
در كوى بتان باده پرستيم امروز
از هستى خويش بلكى رسته
پيوسته بمحراب الستيم امروز
نن له هر څه بې پروا يو لېوني يو عاشقان يو
د ګلرخو په كوڅو كي جام په لاس ګرځو مستان يو
له خپل ځانه پردي سوي له هستيه بېخبره
د الست محراب كي ناست يو په طلب د خپل جانان يو
آب رخ نو عروس رز پاك مريز
جز خون دل تاب ناپاك مريز
خون دو هزار تاب نامعلوم
بر خاك بريز و جرعه بر خاك مريز
چي رسوا درڅخه نه سي د مغان د لور رازونه
د ناپاكو توبه ګارو همېشه تېر سه له خونه
د دوو زرو منافقو توبه ګارو ويني توى كه
پام چي توى پر خاورو نه كې نه يو څاڅكى نه جامونه
حكيمې كه ازو محال باشد پرهيز
فرموده و امر كرده كز وى بګريز
انګاه ميان امر و نهيش عاجز
اين قصه چنان بود كه كج دار و مريز
هغه كار چي يې له كړلو ممكن نه دي پرهېزونه
راته ايښي يې په مخ كي سل سزاوي سل بندونه
موږ د امر او د نهي تر مابين يو عاجز پاته
قصه داسي ده چي كړه يې چاته مه وايه حالونه
يا رب تو جمال آن مهر انګيز
آراستهْ به سنبل عنبر بيز
پس حكم همى كنى كه در وى منګر
اين حكم چنان بود كه كج دار و مريز
خدايه يو ځل دي پيدا كړل تر سپوږمۍ ښكلي مخونه
ګڼي زلفي غټي سترګي سره شونډان لكه لعلونه
بيا نو وايې مه ورګورئ خو دا حكم داسي ښكاري
چي پياله كږه در واخله خو توى نه كې شرابونه
از حادثهْ زمان زآينده مترس
وز هر چه رسد چونيست پاينده مترس
اين يكدمه نقد را بعشرت بګذار
از رفته مينديش زآينده مترس
بېره مه كړه له زمانه ورسره چي حادثې دي
له هغو مه كوه بېره چي عمرونه يې شېبې دي
دغه دم دي غنيمت دى تېروه يې په مستيو
له راتلونكو مه بېرېږه پرېږده تېري زمانې دي
مرغى ديدم نشسته بر بارهْ طوس
در پيش نهاده كلهْ كيكاووس
باكله هميګفت كه افسوس افسوس
كو بانګ جرسها و چه شد نالهْ كوس
ما مرغه وليدى ناست و پاس د طوس په كنګرو كي
او كوپړۍ د كيكاووس يې مخ ته اېښې وه په پښو كي
و كوپړۍ ته يې ويله چي افسوس افسوس غريبه
څه سو شرنګ د جرسونو څه سو ږغ په نغارو كي
خيام اګر زباده مستى خوش باش
با ماهرخى اګر نشستى خوش باش
چون عاقبت كار همه نيستى است
انګار كه نيستى چو هستي خوش باش
اې خيامه كه له ميو نن مستي ده په خوښېږه
هم نګار له څنګه ناست دى هم ځواني ده هوسېږه
عاقبت پر دې نابوده د عدم او نيستۍ وار دى
داسي وګڼه چي نه يې چي هستي ده په خوښېږه
جاميست كه عقل آفرين ميزندش
صد بوسه ز مهر بر جبين ميزندش
وين كوزه ګر دهر چنين جام لطيف
ميسازد و باز بر زمين ميزندش
داسي جام دى چي خالق يې په ازل خټي خيشتې كړي
بيا يې سل مچي له نازه پر تندې باندى خپرې كړي
دا كلال د زمانې دى چي نازك ښكلي جامونه
جوړوي يې هم پخپله بيا يې مات ذرې ذرې كړي
دركارګه كوزه ګرى رفتم دوش
ديدم دو هزار كوزه ګويا و خموش
ناګاه يكى كوزه بر آورد خروش
كه كوزه ګر و كوزه خر و كوزه فروش
بيګاه ولاړم كارخانې ته د كلال د صنعتونو
زر كوزې وې هم خاموشي هم ګويا وې پر طاقونو
د يوې كوزې له خولې سو ناببره دا ږغ پورته
كوم كلال، څوك رانيوونكى، څوك صاحب د دې مالونو
سرمست بيخانه ګذر كردم دوش
بيرى ديدم مست و سبويى بر دوش
ګفتم ز خدا شرم ندارى اى پير
ګفتا كرم از خداست مى نوش خموش
بېګاه ولاړم ميخانې ته د توبې خونه ويجاړه
يو بوډا مي سو په سترګه صراحي ډكه پر غاړه
وې يې څه كوې سپين ږيرې شرم نه لرې له خدايه
ويل دا د خداى كرم دى خوله در نيسه شراب غواړه
پندى د همت اګر بمن دارى ګوش
از بهر خدا جامه تزوير مپوش
دنيا همه ساعتى وعمر تو دمى
از بهر دمى عمر ابد را مفروش
دا يو پند مي په غوږ واوره ګوره ځان چي پر شا نه كې
خداى ته ګوره چي په تن دي دا جامه د ريا نه كې
دنيا ټوله يو ساعت ده او ستا ژوند يوه شېبه دى
ابدي عمر هوښياره په شېبه چي سودا نه كې
از آمده ها آب مكن زهرهء خويش
وز هر جهتى شور مكن شهره خويش
بر دار زدنياى دنى بهرهء خويش
زان پيش كه دهر بر كشد دهرهء خويش
زهره مه چوه سبا ته چي لا نه يې ورغلى
هري خواته وهې منډي د شهرت غم يې نيولى
له دې ټيټي دنياګيه خپله ګټه واخله درومه
لا دمخه چي زمان يې خپل ساطور ته پرې ايستلى
خيام زمانهازكسى دارد ننګ
كو در غم ايام نشيند دلتنګ
مى خور تو درآبګينه با نالهء چنګ
زآن پيش كه آبګينه ات آيد بر سنګ
زمانه له هغو خلكو شرم ننګ لري خيامه
زړه يې شين وي له ايامه ګيله من د هسك له بامه
جام دي ډك لره له ميو نى و چنګ در سره واخله
هسي نه چي دي ډبره پر جام ولوېږي ناپامه
اين صورت كوزه جمله نقش است وخيال
عارف نبود هركه نداند اين حال
بنشين قدحى باده بنوش و خوش باش
فارغ شو ازين نقش خيالات
د كوزې دا شكل وينې ټول تصوير دى د خيالونو
عارف نه دى څوك چي نه وي با خبر له دې حالونو
كښېنه جام كه پر سر پورته غم دي وشړه له خوني
ځان فارغ كه له تصويره د محال خيال و خوبونو
چند از غم و غصهء جهان قالاقال
برخيز و بشادى ګذران حالاحال
از سبزه چو شو روى زمين ميلاميل
در كش مى لعل از قدح مالامال
څو تر څو به وي غمونه شنه به زړونه له روزګار وي
د مستۍ چيغي كه پورته څو له غمه به چغار وي
مخ د مځكي شين دى سور غاټول پر غوړېدلى
جام كه ډك له هغو ميو چي تك سور لكه انار وي
از جرم حضيض خاك تا اوج زحل
كردم همه مشكلات ګردون حل
بيرون جستم ز بند هر مكر وحيل
هر بنده كشاده شد مګر بند اجل
ما د مځكي له كوګله بيا تر اوجه د زحل
مشكلات د آسمانونو او د ستورو مي كړه حل
ځان مي خلاص كى له بندونو د مكرونو د چلونو
فقط يو بند سو را پاته هغه بند و د اجل