ز آوردن من نبود ګردون راسود
وز بردن من جاه و جلالش نفزود
وز هيچ كسى نيز دو ګوشم نشنيد
كاوردن و بردن من از بهر چه بود
نه آسمان ده ګټه كړې زما د نوم د هستولو
نه يې شان او شوكت زيات سو زما د سر له نېستولو
نه په ژوند كي مي له چانه په غوږو دي اورېدلي
چي مطلب د فلك څه و زما د وړلو او راوړلو
عشقى كه مجاز بود آبش نبود
چون آتش نيم مرده تابش نبود
عاشق بايد كه سال و ماه وشب و روز
آرام و قرار و خورد و خوابش نبود
هغه عشق چي مجازي وي نه يې زور نه يې مزه وي
لكه اور چي سي مړ ژواندى نه بڅري نه لمبه وي
د عاشق بايد عمرونه شپه او ورځ مياشتي كلونه
نه يې خوب نه يې خواړه وي نه ارام په نيمه شپه وي
شب نيست كه عقل در تحير نشود
از ګريه كنار من پر در نشود
پر مى نشود كاسه سر از سودا
هر كاسه كه سرنګون بود پر نشود
داسي شپه نه ده چي عقل په حيرت كي نه ډوبېږي
او پر څنګ مي مرغلري له سرو اوښكو نه جوړېږي
خو د سر كاسه مي ډكه له سودا هيڅكله نه سوه
چي كاسه وي سرنګونه په هيڅ توګه نه ډكېږي
چون رزق تو انچه عدل قسمت فرمود
يك ذره نه كم شود نه خواهد فزود
آسوده زهر چه نيست ميبايد
و آزاده زهر چه هست ميباشد بود
چي دي رزق ازل ټاكلى په قسمت به در رسېږي
نه يوه ذره به كم سي نه يوه ذره زياتېږي
له نيستۍ ځان آسوده كه او كرار بېغمه كښېنه
له هستيو ځان آزاد كړه او همدا درته ښايېږي
جانم بفداى آنكه او اهل بود
سر در قدمش اګر نهى سهل بود
خواهى كه بدانى بيقين دوزخ را
دوزخ بجهان صحبت نا اهل بود
وايم جار سم له هغو چي لايقان وي او پوهان وي
چي يې سر پر قدمونو ورته ږدې دا به آسان وي
غواړې پوه سې په ريشتيا چي په دنيا كي دوږخ څه دى
دوږخ دا چي دي صحبت كي شريك سوي نا اهلان وي
فردا كه جزاى شش جهت خواهد بود
قدر تو به بقدر معرفت خواهد بود
در حسن صفت كوش كه در عرصه حشر
حشر تو بصورت صفت خواهد بود
چي سبا ورځ د قيامت وي د حساب مخ ته درېږې
معرفت به ترازو وي په هغه تول تلل كېږې
د صفت نيكي پيدا كه چي د حشر په ميدان كي
له لحده چي راكښينې د صفت په څېر پاتېږې
خوش باش كه غصه بېكران خواهد بود
بر چرخ قران اختران خواهد بود
خشتى كه ز قالب تو خواهد زدن
ايوان سراى ديګران خواهد بود
په خوښۍ كه ورځي تېري حساب نسته د غمونو
په آسمان به لا راخېژي ښايسته ستوري په لكونو
يوه خښته به سي جوړه ستا د ګران وجود له خاورو
په دېوال كي به كارېږي د قصرونو د كورونو
زان پيش كه نام تو زعالم برود
مى خور كه چو مى رسد ز دل غم برود
بګشاى سر زلف بتى بند زبند
زان پيش كه بند بندت از هم برود
له دې مخكي چي دي هېر كي نوم پر ژبه عالمونه
مى در واخله چي مى راسي له زړه ولاړ سي ټول غمونه
بند پر بند كه زلفي خلاصي د ښايستې د ګل اندامي
هسي نه اجل در مات كي په وجود كي ټول بندونه
ګويند كه ماه روزه نزديك رسيد
من بعد بګرد باده نتوان ګرديد
در آخر شعبان بخورم چندان مى
كاندر رمضان مست بيفتم تا عيد
وايى مياشت د روژې راغله د لمونځونو طاعتونو
چي څوك نوم پر خوله رانه وړي د شرابو د جامونو
د برات په وروستۍ شپه به دومره تشي پيمانې كړم
چي ويښ نه سم تر اختره د مستيو له خوبونو
اى همنفسان مرا ز مى قوت كنيد
وين چهره كهربا چو ياقوت كنيد
چون در ګذرم بمى شو ييد مرا
وز چوب رزم تخته تابوت كنيد
د محفل يارانو موړ مي په سره مى ماښام سهار كئ
كهربا غوندي ژړ مخ مي د ياقوت په شان ګلنار كئ
او چي مړ سمه يارانو په سرو ميو به مي مينځئ
بيا د تاك لرګي را واخلئ زما تابوت راته تيار كئ
ياران چو باتفاق ميعاد كنيد
خود را بجمال همدګرد شاد كنيد
ساقى چو مى مغانه بر كف ګيرد
بيچاره فلانرا بدعا ياد كنيد
زما يارانو چي راټول سئ انجمن كي غم برباد كئ
په ليدلو د يو بل چي سئ خوشاله زړونه ښاد كئ
چي ساقي محفل كي ناست وي جام په لاس يې وي نيولى
يو ځل ما هم در په زړه كئ بېچاره په دعا ياد كئ
در دهر كسى بګلعذارى نرسيد
تا بر دلش از زمانه خارى نرسيد
در شانه نګر كه بصد شاخ نشد
دستش بسر زلف نګارى نرسيد
دې دنيا كي هغه خلګ يار ته نه سي رسېدلاى
چي اغزي د زمانې يې پر زړګي نه سي منلاى
ږمونځه ګوره چي تر څو يې ځان سل ځايه اره نه كړ
تر هغه يې لاس تر زلفو د نګار نه سو ورتللاى
برپشت من ، از زمانه تو ميآيد
وز من همه كار نا نكو مى آيد
جان عزم رحيل كرد وګفتم كه مرو
ګفتا چه كنم ؟ خانه فرومى آيد
له بې نيازي زمانې مي پر اوږو بارونه لوېږي
له سهاره تر ماښامه ګناهونه رانه كېږي
روح د تلليو عزم وكړ ما وې مه وزه له تنه
ويل څه لره سم پاته كور پخپله را نړېږي
تا زهره و ماه در آسمان ګشت پديد
بهتر زمى ناب كسى هيچ نديد
من در عجبم ز ميفروشان كايشان
به ز آنكه فروشند چى خواهد خريد
چي زهره او سپوږمۍ دواړه پر آسمان باندي ختلي
له سرو ميو له ډك جامه چا بهتر نه دي ليدلي
زه حيران يم كاروبار ته د دنيا د ميفروشو
خرڅوي چى شرابونه دوى بهتر دي څه كتلي
آن مرد نيم كز اجلم بيم آيد
كان نيمه مرا خوشتر ازين نيم آيد
جانيست مرا بعاريت داده خدا
تسليم كنم چو وخت تسليم آيد
هغه څوك نه يمه خلكو له اجل نه چي بېرېږي
هغه نيمه چي سوه تېره زما تر دې نيمي خوښېږي
دا يو روح دا دى لرمه چي په پور دى خداى راكړى
دا به هم تسليمومه چي يې وخت را ورسېږي
سنت مكن و فريضه حق بګذار
وآن لقمه كه دارى زكسان باز مدار
غيبت مكن و خلق خدارا مازار
در عهدهء آن جهان منم باده بيار
سنت مه كوه له سره او د حق فريضه پرېږده
ډوډۍ مه سپموه ځانته ټولو خلكو ته يې لېږده
غيبت مه كوه په ژوند كي او چي زړونه آزار نه كې
د هغه جهان ضامن يم شراب راوړه پياله كښېږده
دي كوزه ګري بديدم در بازار
بر تازه ګلى لګد همى زد بسيار
وآن ګل بزبان حال با او ميګفت
من همچو تو بوده ام مرا نيكو دار
ما پرون بازار كي وليد كلال ستړى له كارونو
تازه خټي يې وهلې په لغتو په سوكونو
هغو خټو به ور ږغ كړل په ژړا د حال په ژبه
پام چي ستا غوندي انسان وم ته غافل زما له زخمونو
اين اهل قبور خاك ګشتند و غبار
هر ذره زهر ذره ګرفتند كنار
اه اين چه شرابست كه تا روز شمار
بيخود شده و بيخبرند از همه كار
ټوله خاوري دي غبار دي چي پراته پر هديره دي
د وجود ذرې ذرې يې يو له بله بيګانه دي
څه شراب يې دي چښلي چي د حشر تر ګړيه
بېخبر له حوادثو او هم غم پر زمانه دي
از بودنى اى دوست چه دارى تيمار
وز فكرت بيهوده دل وجان افګار
خرم بزى و جهان بشادى ګذران
تدبير نه باتو كرده اند آخر كار
د هستۍ له كاروباره ولي تل كوې غمونه
د دې فكره دي راوړي پر نفس او زړه دا غونه
دا څو شپې د ژوند باقي دي په خوښۍ كه شېبې تېري
چي شريك در سره نه دي د اسمان مصلحتونه
آن لعل در آبګينهء ساده بيار
و آن محرم و مونس هر آزاده بيار
چون مى دانى كه مدت عالم خاك
باد است كه زود بګذرد باده بيار
هغه سره مي راته راوړه چي ساده يې دي جامونه
چي محرم دي د رندانو چي شريك مو دي رازونه
ته پوهېږې چي د خاورو د جهان دا لنډي ورځي
لكه باد هسي تېږېږي ژر يې راوړه شرابونه
عمرت چى دو صد بود چى سيصد چى هزار
زين كهنه سرا برون برندت ناچار
ګر پادشهي و ګر ګداى بازار
اين هر دو به يك نرخ بود آخر كار
كه دي ژوند دوه سوه كاله يا زر كاله سي ختمېږي
دا نابوده دنياګۍ به خامخا درنه پاتېږي
كه تاجونه د شاهۍ دي كه كچكول د ملنګۍ دى
په وروستي بازار كي دواړه په يوه بيه خرڅېږي
سنت بكن و فريضه حق بګذار
و آن لقمه كه دارى ز كسان باز مدار
در خون كس ومال كسى قصد نكن
در عهده آن جهان منم باده بيار
پر سنت باندى ټينګ اوسه فريضه د حق ادا كه
چي هر څه لرې په لاس كي هغه نذر د سخا كه
چي نه ويني د چا وخورې او نه غل د چا د مال سې
د هغه جهان ضامن يم راسه كښېنه شراب راكه
او را خواهي از زن و فرزند ببر
مردانه در آز خويش و پيوند ببر
هر چيز كه هست بند را هست ترا
با بند چګونه ميروى بند ببر
كه جانان غواړې ځان خلاص كه له مېرمني له زامنو
د مېړه غوندي فارغ سه هم له حرص هم پيوندونو
څه چي دي تاته يې لار كي سر پر سر بندونه ايښي
ته له بند سره ځې څنګه، ځان آزاد كه له بندونو
يك جرعه مى از مملكت جم خوشتر
بوى قدح از غذاى مريم خوشتر
آه حرى زسينه خمارى
از ناله بو سعيد و ادهم خوشتر
څاڅكى مى له مملكته تر قصرونو د جم ښه دي
د ساغر بوى هوښيارانو تر غذا د مريم ښه دي
سحرګاه چي له خماري سينې پورته سي آهونه
تر ژړا د بو سعيد او عبادت د ادهم ښه دي
ايام جوانيست شراب اوليتر
باخوش پسران باده ناب اوليتر
اين عالم فانى چو خرابست بآب
از باده در او مست وخراب اوليتر
د ځوانۍ ورځي او شپې دي له هر څه نه شراب ښه دي
ګلرخان غېږ كي نيولي عيش و نوش مى ناب ښه دي
عاقبت به خرابېږي دا فاني دنيا لړزانه
هستېدلي له شرابو پكښي مست و خراب ښه دي
خشت سر خم ز مملكت جم خوشتر
بوى قدح از غذاى مريم خوشتر
آه سحرى ز سينه خمارى
از ناله بوسعيد و ادهم خوشتر
د خم خښته مي خوښېږي د جمشيد تر اقليمونو
د پيالې بوى راته خوږ دى د مريم تر خوراكونو
سحرګاه چي آه سي پورته له سينو د خماريانو
ښه لګېږي د ادهم او بوسعيد تر فريادونو
ايام جواني است و شراب اوليتر
باخوش پسران باده ناب اوليتر
اين عالم فانى چو خراب است ويباب
از باده درو مست وخراب اوليتر
ډكي ډكي پيالې واخله چي د عمر دي ځواني ده
سره شراب ښكلي نوخطه نن واجبه پايكوبي ده
پر نېستۍ باندي ولاړه دا فانى دنيا خرابه
له سرو ميو مست خراب سه كه يوه شپه دي باقي ده
چون حاصل آدمى درين دير دو در
جز خون دل و دادن جان نيست دګر
خرم دل انكسى كه معروف نشد
و آسوده كسى كه خود نزاد از مادر
انسانان چي پر دې مځكه له ازله اوسېدلي
د زړه ويني يې خوړلي نفسونه يې وتلي
هغه خلګ دي نېكمرغه چي مشهور پر جهان نه دي
او هوسا هغه كسان دي چي هيڅ نه دي زيږېدلي
وقت سحراست خيز اى طرفه پسر
پر باده لعل كن بلورين ساغر
كين يكدمه عاريت درين كنج فنا
بسيار بجويى و نيابى ديګر
د سحر وخت دى نوخطه دا موسم را نه تېرېږي
بلوړي جام مي را ډك كه له سرو ميو چي ځلېږي
له فاني دنيا په پور دى دا يو دم را رسيدلى
بيا به ډير ورپسي ګرځې وخت چي تېر سي نه ستنېږي
تا چند ازين حيله و زر راقى عمر
تا چند مرا درد دهد ساقى عمر
حقا كه من از ستيزه و خدعه عمر
چون جرعه بخاك ريزم اين باقى عمر
لا ترڅو به د دې عمر نيرنګونه حيلې وړمه
د ساقى له لاسه څو به دا خټين شراب چښمه
يوه ورځ به د دې عمر د فريب او چم له لاسه
لكه غوړپ دا باقي عمر ځم پر خاورو تويومه
بايار چو آرميده باشي همه عمر
لذات جهان چشيده باشي همه عمر
هم آخر عمر رحلتت بايد كرد
خوابى باشد كه ديده باشى همه عمر
چي ټول عمر يې له ياره لاس تر غاړه اوسېدلى
ژوند دي ټول په عيش و نوش وي هر نعمت دي وي څكلى
خو د عمر په آخر كي لوى سفر درته ليكلى
ټوله عمر داسي ښكاري لكه خوب وي چا ليدلى
افلاك كه جز غم نفزايند دګر
ننهند بجا تا نر بايند دګر
نا آمده ګان اګر بدانند كه ما
از دهر چه ميكشيم نايند دګر
له آسمان څخه رانه غلل تر دنيا بې له غمونو
چي نن زيږي سبا يوسي لمن ډكه له سرونو
نه راغلي كه خبر سي زموږ د ژوند په عذابونو
رابه نه سي دې دنيا ته تر قيامته تر عمرونو
زان مى كه حيات جاودانى است بخور
سرمايهْ لذت جوانى است بخور
سوزنده چو آتش است ليكن غم را
سازنده چو آب زندګانى است بخور
هغه سره شراب را واخله چي يې ژوند جاوداني وي
هنګامه يې د مستيو را وستلې پر ځواني وي
پكښي سوزي چي غمونه سور تنور غوندي بلېږي
لكه جام د خضر ډك وي پكښي تل زندګاني وي
اى دوست غم جهان بيهوده مخور
بيهوده غم جهان فرسوده مخور
چون بود ګذشت و نيست نابود پديد
خوش باش غم بوده و نابوده مخور
دوسته غم پر جهان مه خوره د ښېګڼو د بديو
په غم نه ارزي دا خونه د ورستو زړو هستيو
څه چي وه هغه تېر سوي څه چي دي راغلي نه دي
د پرون سبا غم پرېږده دا شېبه ده د مستيو
جانا مى صاف وقت ګل خوش ميخور
بر ياد بتان نغز و دلكش ميخور
مى خون رزانست و رزترا ګويد
خون بر تو حلال كرده ام خوش ميخور
د ګلونو په موسم كي ګرانه صاف مى دي راغلي
دا په ياد د ګلرخانو خپل ازل په موږ چښلي
سره شراب ويني د تاك دي تاك پخپله درته وايي
ځه چښه يې نوشوه يې ما مي وينى در بخښلي
در دايره سپهر نا پيدا غور
مى نوش به خوشدلي كه دور است بجور
نوبت چو بدور تو رسد آه مكن
جامى است كه جمله را چشانند بدور
د آسمان په دايره كي نا آشنا نوبت چلېږي
په خوښۍ دي پياله نوش كه چي په جبر چښل كېږي
چي دي هر كله نوبت سو آه به نه باسې له ستوني
داسي جام دى چي نوبت يې تر هر چا پوري رسېږي
ګرباده خورى تو با خردمندان خور
يا با پسر ساده رخ خندان خور
بسيار مخور ورد مكن فاش مساز
اندك خور و ګاه ګاه خور و پنهان خور
كه شراب چښې چښه يې په صحبت د هوښيارانو
له نوخط سره يې نوش كه په ټولۍ كي د يارانو
مه يې ډېر خوره مه يې تل خوره مه دي راز وايه و چاته
هم يې لږ خوره كله كله او هم پټ له رقيبانو
ګرباده خوري تو با خرد مندان خور
يا با صنمى لاله رخ خندان خور
بسيار مخور ورد مكن فاش مساز
اندك خور وګه ګاه خور و پنهان خور
له هوښيارو سره نوش كه د سرو ميو ډك جامونه
يا ملګري كه پى مخي ښايسته لكه ګلونه
نه چي وران دي له مستۍ سي د رندانو محفلونه
لږ يې نوش كه كله كله او پټ وساته رازونه