چي په خپل عقل مغرور دي چي پوهان د دې جهان دي
پر براق چي د فكرونو په سفر د شنه آسمان دي
ستا د ذات په معرفت كي د فلك په رسم ګرځي
سر بدال دي، سر نګون دي، تر قيامته سر ګردان دي
اكنون كه زخوشدلي بجز نام نماند
يك همدم پخته جز مى خام نماند
دست طرب از ساغر مى بازنګير
امروز كه در دست به جز جام نماند
دا يو نوم د خوښۍ پاته هر څه غم پر زړه ويشتلي
يو اومه شراب باقي دي ټول ياران را څخه تللي
سر پر سر يې راته راوړه پيمانې د سرو شرابو
چى دا يو جام دى را پاته نور مي هر څه دي بايللي
آنها كه كهن شدند و آنها كه نو اند
هر يك پس از آمدن يكايك بروند
اين كهنه جهان بكس نماند جاويد
رفتند و روند و ديګر آيند و روند
هغه څوك چي زاړه سوي او هغوى چي لا زلميان دي
په نوبت به روانېږي يو په يو مسافران دي
دا زړه دنيا پردۍ ده تل تر تله د چا نه ده
ولاړل، ځي به، نور به راسي او دا هم پسي روان دي
برمن قلم قضا چوبى من رانند
پس نيك و بدش زمن چرا مى دانند
دى، بى من و امروز، چودى بى من وتو
فردا به چه حجتم به داور خوانند
چي پر ما باندي يې كښلى د قضا قلم بې ما دى
نېك او بد ولي زما بولي دا په كوم مذهب روا دى
نه پرون په څه خبر وم نه د نن اختيار لرمه
سبا څنګه راته وايي چي عمل دي د جزا دى
نا برده بصبح در طلب شامى چند
ننهاده برون خويشتن ګامى چند
در كسوت خاص آمده عامى چند
بدنام كننده نكونامى چند
لا تر څو ورځ نا ليدلې او ماښام ته دي زړه كېږي
نه له ځانه را بهر سوې نه دي فكر په رسېږي
لا تر څو به اصل پټ كې په جامه كي د اصيلو
لا تر څو به دي له نومه د نيكانو نوم بدېږي
كم كن طمع جهان و ميزى خورسند
وز نيك و بد زمانه بګسل پيوند
مى در كف و زلف دلبرى ګير كه دور
هم بګذرد و نماند اين روزى چند
د جهان طمع كړه كمه ژوند كه تېر په نعمتونو
د زمان له ښو او بدو زړه كړه پرې د پيوندونو
د دلبرو زلفي نيسه مى په لاس در سره واخله
دا څو ورځي نه پاتېږي زمان ځغلي په ټوپونو
زآن پيش كه بر سرت شبيخون آرند
فرماى بتا تامى ګلګون آرند
تو زرنهْ غافل نادان كه ترا
در خاك نهند و باز بيرون آرند
لا پخوا چي دي پر مېنه زمانه مرګى ميلمه كي
پر ښايسته ساقي ږغ وكه چي سره مى در پيمانه كي
ته طلا نه يې غافله چي دي خلك كور ته يوسي
نن دي لاندي كي تر خاورو او سبا دي سرمايه كي
در دل نتوان درخت اميد نشاند
همواره كتاب خرفى بايد خواند
مى بايد خورد وكام دل بايد راند
پيداست كه چند در جهان خواهى ماند
څوك د زړه په وينو نه سي د اميد ونه روزلاى
يو ګړى چي دي باقي دى په خوښي دي تېرولاى
سر پر سر جامونه نوش كه د ګلرخ ساقي له لاسه
تر قيامته څوك جهان كي ژوندى نه سي پاتېدلاى
آنانكه جهان زير قدم سودند
و اندر طلبش هر دو جهان پيمودند
آګاه نيم از آنكه ايشان هر ګز
زين حال چنانكه هست آګه بودند
هغو خلكو چي يې كړله ټوله مځكه تر پښو لاندي
په تلاښ يې دوه جهانه سراسر كړل لاندي باندي
نه پوهېږم چي هغوى به پوهيدلي وي كه نه وي
چي پر مځكه څه تېرېږى او لا څه به وي د وړاندي
آنانكه محيط فضل و آداب شدند
در كشف دقيقه شمع اصحاب شدند
ره زين شب تاريك نبردند بيرون
ګفتند فسانه اى و در خواب شدند
په سينو كي چي يې ځاى و د علمونو هنرونو
لكه شمعي بلېدل به د هنر پر محفلونو
له تيارې شپې د وتلو هيچا لاره پيدا نه كړه
افسانه يې كړله تېره او بيده سول په خوبونو
حال ګل و مل باده پرستان دانند
نه تنګدلان و تنګدستان دانند
از بيخبرى بيخبران معذورند
ذو قيست درين شيوه كه مستان دانند
ميخواران د ګل و مل او د ساقي په حال پوهېږي
نه غمګينو نه بې وزلو نه ګدا ته معلومېږي
څه خبر بې خبران دي له نړۍ د بېخبرو
يو مستان په دې اسرارو هم پوهېږي هم رسېږي
اين كاسه كه بس نكوش پرداخته اند
بشكسته و در رهګذر انداخته اند
زينهار برو قدم به خوارى ننهى
كان كاسه زكاسهاى سر ساخته اند
دا كاسه چي ډېره ښه يې په كمال ده جوړه كړې
ماته سوې ټوټې سوې چا په لار كي غورځولې
پام قدم باندي كښې نه ږدې خوار نظر ورته ونه كړې
د سرونو له كاسو يې په احتياط ده هستولې
با آن دو سه نادان كه چنان ميدانند
از جهل كه داناى جهان ايشانند
خر باش كه از خرى ايشان بمثل
هر كو نه خرى است كافرش ميدانند
دا دوه درې كسه ناپوهه چي په ځان پوري حيران دي
دوى له خپله جهله ګوري چي پوهان د دې جهان دي
كه دي خير د دنيا غواړې ځان د دوى په رنګه خر كه
چي د دوى په څېر خره نه وي دوى ته ټوله كافران دي
اين جمع اكابركه مناصب دارند
از غصه و غم زجان خود بيزارند
و آنكس كه اسير حرص چون ايشان نيست
اين طرفه كه ادميش مى نشمارند
څښتنان د منصبونو دغه جمع د لويانو
چي له غم غصې بېزار دي هم له ځان هم له خپلوانو
او هغوى چي اسير نه دي لكه دوى د حرص او طمعي
عجب نه ده چى يې باسي له ټولۍ د انسانانو
در چشم تو عالم ار چه مى آرايند
مګر اى بدان كه عاقلان نګرايند
بر پاى نصيب خويش كت بر بايند
بسيار چو تو شدند و بسيار آيند
رنګيني د زمانې دي د ژوندون له لاري باسي
هى توبه له هغي لاري چى د عقل ورته شا سي
د حيات هره شېبه دي د قسمت پر پاڼه ليك ده
داسي ډېر يې ستا په شان كړل داسي ډېر به وروسته راسي
آن قوم كه سجاده پرستند خرند
زيرا كه بزير بار سالوس درند
وين از همه طرفه تركه در پردهْ زهد
اسلام فروشند و زكافر بد ترند
هغه قوم چي په ژوندون كي مسلې لمانځي ټول خره دي
ځكه لاندي په شپو ورځو د ريا تر بار كاږه دي
لا تر دې عجبه دا ده چي د زهد په پرده كي
خرڅوي اسلام پر خلكو تر كافر بتر په زړه دي
آنانكه كهن شدند و انانكه نوند
هر يك بمراد خويش لختى بدوند
اين ملك جهان بكس نماند جاويد
رفتند و رويم و ديګران آيند و روند
كه زاړه پر دې دنيا دي او هغوى چي لا ځوانان دي
د مطلب دپاره ټوله لكه ژرندي سرګردان دي
د دنيا ښادۍ هيچا ته تل ترتله نه پاتېږي
ولاړل، ځو به ، نور به راسي او هغوى لا هم روان دي
اجرام كه ساكنان اين ايوانند
اسباب تردد خردمندانند
هان تا سر رشتهْ خرد ګم نكنى
كانان كه مدبرند سر ګردانند
دغه ستوري چي يې وينې هستوګن چي د اسمان دي
له تحقيقه يې مغروره پر دې مځكه هوښياران دي
پام كوه چي ورك يې نه كې دا تناو د عقل فكر
ځكه څوك چي ډېر هوښيار دي هغوى نور هم سر ګردان دي
ګر باده بكوه برزني رقص كند
ناقص بود آنكه باده را نقص كند
از باده مرا توبه چه ميفرمايى
روحيست كه او تربيت شخص كند
چي تور غره ته شراب وركې درته و به كړي رقصونه
هغه خلك جاهلان دي چى د مى وايي عيبونه
راته ولي همېش وايې چي له ميو توبه ګار سه
داسي روح پكښي هستېږي چي جوړ كړي يې مېړونه
ګويند كسانى كه زمى پر هيزند
ز انسان كه بميرند بد انسان خيزند
ما با مى و معشوق از آنيم مقيم
باشد كه بحشر مان چنان انګيزند
وايي څوك چي له شرابو له جامونو پر هېز وكي
په خپل رنګ به را ويښيږي بيا به حشر ته ورتله كي
موږ خو ځكه د سرو ميو د نګار لمن نيولې
ګوندي دواړه په قيامت كي را نصيب او را سره كي
هر جرعه كه ساقيش به جام افشاند
در ديدهْ ګرم آتش دل بنشاند
سبحان الله تو باده مى پندارى
آبى كه زصد درد دلت برهاند
چي ساقي يې پيمانه كي له سرو ميو ډك جامونه
ګرمو سترګو كي كرار كي د زړګي سوي دردونه
هى سبحان الله تا څنګه دې ته نوم د ميو وركړ
دا اوبه دي چي كرار كي په سينه كي سل دردونه
آن ها كه در آمدند و در جوش شدند
آشفته ناز و طرب و نوش شدند
خوردند پياله و خاموش شدند
در خاك ابد جمله هم آغوش شدند
چي فاني دنيا ته راغلل په مستۍ په پايكوبونو
سر پرسر يې پيالې نوش كړې د ځوانۍ د شرابونو
پر سر پورته يې پياله كړه بيا يې سپوڼ له خولې ونه ايست
تورو خاورو ته روان سول غېږ په غېږ سول تر عمرونو
اى بس نباشيم و جهان خواهد بود
نه نام زما ونه نشان خواهد بود
زين پيش نبوديم و نبود هيچ خلل
زين پس چو نباشيم همان خواهد بود
موږ به نه يو پر دې مځكه دا نړۍ دا به جهان وي
نه به موږ دلته اوسېږو نه به زموږ نوم او نښان وي
پخوا هم پر دنيا نه وو دغه شپې وې دغه ورځي
او چي لاړ سو له دې سرايه دا زمان دا به مكان وي
تا راه قلندرى نپويى نشود
رخساره به خون دل نشويى نشود
سودا چه پزي كه تا چو دلسوختګان
يكباره به ترك خود نګويى نشود
چي پر لار د قلندرو روان نه سې نه رسېږې
رنګ په وينو د زړګي چي د ځان نه سي نه رسېږې
چي د شمعي په لمبو كي درنه هېره هستي نه سي
بېګانه له ځانه ټول چي، جانان نه سې نه رسېږې
لب بر لب كوزه هيچ دانى مقصود
يعنى لب من نيز چو لبهاى تو بود
آخر كه وجود تو نماند موجود
لبهات چنين شود بفرمان و دود
د ساغر پر شونډو شونډي دا مطلب درمعلومېږي
زما هم شونډي لكه ستا وې چي دا نن داسى ښكارېږي
چي نيستي دي دا وجود سي د موجودو له ټوليه
په فرمان د ودود خداى به ستا هم شونډي داسي كېږي
ګويند بهشت و حور عين خواهد بود
انجا مى و شير و انګبين خواهد بود
ګرما مى و معشوق پرستيم رواست
چون عاقبت كار همين خواهد بود
وايي حوري دي جنت كى ژوند مستي ده نڅېده دي
هم شراب دي هم شيدې دي انګبين د زړه خواږه دي
موږ ته دواړه روا سوي كه شراب كه ښايستې دي
چي د كار عاقبت دا دى موږ يې نن كوو نو څه دي
در عالم جان بهوش ميبايد بود
دركار جهان خموش ميبايد بود
تا چشم و زبان وګوش بر جا باشد
بى چشم و زبان و ګوش ميبايد بود
چي د روح عالم ته ولاړ سې هوښياري درته په كار ده
خاموشي په دې جهان كي تل بهتره تر ګفتار ده
څو دي سترګي څو دي ژبه او غوږونه لا پرځاى دي
نه به وينې نه به وايې نه به اورې دغه لار ده
دهقان قضا بسى چو ماكشت و درود
غم خوردن بيهوده نميدارد سود
پركن قدح مى بكفم درنه زود
تا باز خورم كه بودنيها همه بود
زموږ په څېر فلك پر مځكه ډېر كرلي او رېبلي
د غمونو له خوړلو ګټي چا نه دي ليدلي
ژر مى ډكه پيمانه كه ژر مي جام را كه په لاس كي
سر پر سر يې نوشومه چى قسمت راته ليكلي
در آتش سوزنده اګر اهل بود
آن آتش سوزنده برو سهل بود
با مردم نا اهل ميا در صحبت
كز هر چه بتر صحبت نا اهل بود
كه سيالانو ته نصيب سي سوځونكي انګارونه
هم به وزغمي سكروټي سرې لمبې او پرهارونه
د نا اهلو او ناسيالو له صحبته ځان پر څنګ كه
دي بدتر له هري چاري د نا اهلو صحبتونه