ډالۍ:
د صلاح الدین ایوبي دوخت دریښتونو پیښو په لړ کې دایمان پلورنوکو دداستان دا ژباړه
د وطن د نومیالي او وتلي شاعر سمیع الله تړون ددې شعر په بنسټ چې :
زمونږه ځمکه او فضا اوس د پردیو سره ده
تورتم زمونږ دې خو رڼا اوس د پردیو سره ده
مونږ یې په خپل کور کې په خپلو وینو ولړلو
ژړا زمونږ ده خو خندا اوس د پردیو سره ده
مونږ ددې لوې جهان بې خاورې بې وطنه قام یو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس دپردیو سره ده
مونږه په ځان کې اوس د �او� او د�نه� توان نلرو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس د پردیو سره ده
یهودان ګرځي ایوبي صلاح الدین نه شته دی
ملاعمر ا و اسامه او ګلبدین نه شته دی
ټولو هغه وطنوالوته ته چې د خپل هیواد دصلاح الدین ایوبي په لټه کي دي ، په ډیره
مینه ډالۍ کوم .
قریب الرحمن سعید
ناروی :۲۹ اګست۲۰۰۸م کال
------------------------------------------------------------------------
دقهار او له تیري کونکو څخه د بدل اخستونکي ذات په نامه
د ژباړې په اړه :
دایمان پلورونکو د داستان لومړۍ برخه د التمش لیکنه ده، چې له لاهور څخه د
خپرېدونکې میاشتنۍ مجلې د چلوونکي، عنایت الله، له خوا را ټوله او په پرله پسې توګه
نشر شوې ده. دا تاریخي داستان، له ښه مرغه، د نوموړي را ټولونکي په مټ د کتاب په
بڼه کې برابر او دا دي ستاسو درنو لوستونکو په لاس کې دی . داستان نه یوازې د
اسلامي امت په وړاندې دصلیبیانو د ناوړو هڅو زړه بوګنونکې کیسې کوي، بلکې په خوږه
ژبه د اوسنیو سیاسي او پوځې حالاتو اریانوونکې خبرې هم کوي..
داستان که خپلو لوستونکو ته په ډېرې آسانۍ د حقایقو د سمندر تل ښیي، د صلیبیانو په
ښکېلاکي شنو او سرو باغونو باندې د غولېدونکو، د ایمان د پلورونکو او د وطن د
دښمنانو ړانده ذهنونه هم د رښتینولۍ په رڼا روښانه کوي .
داستان مسلمانانو، په وطن مینو ځوانانو او روڼ آندو ته ښیي چې صلیبیان په څه چل ول
د اسلامي امت د له منځه وړلو له پاره د اسلامي امت د ځوانانو په فکرونو کې منفي
بدلون راولي . داستان، په دې سربېره، ښیي، چې صلیبیان په خپل صلیبي تهذیب کې د
مسلمانانو د غرقولو او رنګولو له پاره له هماغو لارو چارو نه کار اخلي، چې د اسلام
دپیل، پیل څخه یې کار آخیست .
که صلیبیانو پخوا، په اسلامي امت باندې د خپلې برلاسۍ له پاره، د متحده پوځ له توغ
لاندې یرغلونه وکړل، نن سبا یې ګورو ، چې د ناټو د متحده پوځ په واسطه یې نژدې ټول
اسلامي هیوادونه تر خپلې ولکې لاندې را وستي دي . لوېدیځ، لګیا دی، اسلامي تهذیب ته
د خپل صلیبي تهذیب رنګ ورکوي .
په دې کتاب کې په ډاګه کیږي، چې صلیبیانو د اسلامي امت د ځپلو او دمسلمانانو د له
منځه وړلو له پاره
څه ډول توطیې پلې کړې وې . ګورو چې نن هم دخپلو موخو دترلاسه کولو له پاره له هماغو
لار، چارو نه کار اخلي :
پخپله د مسلمانانو په لاس د مسلمانانو وهل او ځپل..
د ذهني عیاشۍ د سامانونو د تیارولو او د شرابو د رواجولو له لارې له مسلمان نه په
دېرې آسانۍ د هغه د دېن او ایمان آخیستل .
د ښځو د حقوقو د نامه لاندې هغوی ته د بې اندازې آزادۍ ورکول او له نارینه سره د
آزاد و جنسي اړیکو کلکول .(نن زمونږ زیات شمیر ځوانان په همدې ناروغتیا اخته دي).
له نورو هیوادونو څخه د فاحشو او د � ایډز � په ناروغۍ باندې د ککړو ښځو واردول. .
(نن زمونږ په هیواد کې د ایډز او ایچ ،اې ،وي ، ناروغتیا، لګیا ده، په چټکۍ خپریږي
. د دې ناروغانو شمیره، نن سبا، لسګونو زرو ته رسیږي ).
په ډاګیزه توګه د ځوانانو د ذهنونو تخریبول .
ورځ په ورځ د فاحشه خانو زیاتوالی..
په شتمنو مسلمانو کورنیو کې د نجونو اوهلکانو تر منځ د ناجایزې معشوقې پیلول. .
په اسلامي ټولنه کې د مسلمانو نجونو په جامه کې د عیسوي نجونو استول او هغوی ته د
مسلمانو نارینه وو تر منځ د دښمنۍ او وينې د تويولو د دندې سپارل .
د ځوانانو په منځ کې، د آزادۍ د نامه لاندې، د شرابو، جوارۍ او قمار ځایونو
زیاتوالی او رواجول..
د مسلمانانو په جوماتونو کې، د ملایانو په بڼه کې، د عیسوي پادریانو ټاکل او له دې
لارې د اسلام د اصلي بڼې بدلول .
د صلیبي کولتوري آغیز له لارې د مسلمانانو د ذهني او کولتوري څېرې بدلول .
دمسلمانانو په فکر او آند کې شک پېدا کول او بیا د د غه یا هغه صلیبي کولتوري
جذابیت په واسطه د هغه چورلټ بدلول..
صلیبیان وایي : � مذهب به د مسلمانانو خپل وي، خو په لوېدیځ او صلیبي تهذیب کې به
رنګ شوې وې.�.
خو ایوبي وایې : � یوه عادي ښځه هیچاته هم زیان نشي رسولې ، خو یوه جاسوسه او تخریب
کاره ښځه، په یواځې ځان، د یوه هیواد بیړۍ ډوبولاې شي.�
ایوبي همدا راز وایي چې � زه د جاسوسانو څخه ويره نه لرم . ګواښ مونږ ته، په حقیقت
کې، د خپلو کلیمه ګویو ورونو نه دې.، هغه ورونه چې غواړي د کفارو دغه تر ځمکې لاندې
عملیات بریا ته ورسوي . ایوبی زیاتوي چې که چېرې دهغوی ایمان کلک وي، نو د صلیبي
جاسوسانو ټول لښکر هم پر مونږ بریالی کیدای. نشي .
ایا زمونږ دهیواد او ولس حال ، نن سبا، همداسې نه دې! ؟
(فاعتبروا یا اولی الابصار)
قریب الرحمن سعید
( د۲۰۰۸ کال د اګست پنځمه )