دلوې خداې په نامه
دداستان د را ټولونکي د زړه خواله :
مونږ د �ایمان پلورنکو دداستان � د لیکوال دروند التمش مننه کوو چې هغه د صلاح
الدین ایوبي د قصو لړۍ د داستان په بڼه پیل کړه . دلته مونږ د هغه ( اته) قصې
دلوستونکو تر مخ وړاندې کوو . په دې قصو کې تاسې ته ټول هغه څه تر لاسه کیداې شي چې
ستاسې او ستاسې د ځوان نسل غوښتنو ته د تیرو پیښو په هکله په ډاډ منه توګه ځواب
وایي او تر څنګ یې دهغوی هغه دیني ،ملي او قومي احساسات را ژوندي کوي چې زمونږ دښمن
یې د خپلو خوندورو قصو په واسطه د له منځه وړلو په هڅو کې مصروف دې.
ددې( اته) قصو په هکله په لنډه توګه دا ویل اړین ګڼو چې : هومره سازشونه چې د اسلام
د ستر مجاهد او د اسلام د عظمت دساتونکي صلاح الدین ایوبي په وخت کې د اسلام او
مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره شوي په بل دور او وخت کې یې سارې نه موندل کیږي .
صلیبیانو او یهودیانو د مسلمانو امراؤ او فوځي قومندانانو دپه لاس کې نیولواو
اخستلوپه خاطر بې دریغه دولت او شتمنۍ په کار واچولې اوددې ترڅنګ یې د صلاح الدین
ایوبي او نورالدین زنګي د راپرزولو له پاره خپلو ځوانو او ښایسته نجونو ته روزنه
ورکړه او هغوی یې په ډیره بې حیا او بی باکانه توګه د اسلامي سلطنت پر خلاف استعمال
کړې . هغوی ته دا څرګنده وه چې صلاح الدین ایوبي ته د جنګ په ډګر کې ماته ورکول
اسانه کار نه دې. د سلطان ایوبي د جنګ تګلاره داسې وه چې صلیبیانو به د وګړو او
وسایلو د زیادښت سره سره بیاهم ماتې خوړله ، په همدې اساس هغوی په اسلامي سلطنت کې
دفساد او ګډوډیو د راپیدا کیدو په خاطر اوپه ځانګړې توګه په مصر کې، چې فوځې قیادت
یې د صلاح الدین ایوبي په لاسو کې و، د جاسوسۍ او تخریب کارۍ څخه کار اخست او دهغه
وخت د ځوان نسل دکړچار دخرابولو له پاره یې ډول ډول لارې خپلولې . شتمني او ښځې یې
بې دریغه استعمالولې او د صلاح الدین ایوبي لوړ پوړي چارواکي او د دولت او فوځ
واکداران یې د خپل هیواد،ولس او دین پر خلاف غدارۍ ته هڅول او دهغوی څخه یې د ایمان
پلورونکو ډلې تیارې کړې وې .
صلاح الدین ایوبي ته یو جنګ په ډګر کې ور په غاړه و ، دا د سترو سترو معرکو یوه لړۍ
وه چې د صلیبي جنګونو تر نامه لاندې مونږ ته را رسیدلې ده . خو دهغو جنګونو کوم
تفصیل مونږ ته نه دې را رسیدلې چې سلطان ایوبي د صلیبي جاسوسي شبکو، چې په هغوې کې
یې له یوه اړخه ښایسته نجونی ور ننویستې وی او تر څنګ یې د حسن بن صباح په څیر
وژونکې ډله هم ورګډه وه ، پر خلاف و جنګید. دغه وژونکو ته یې فدائیان هم ویل . ددې
تر څنګ د حشیشینو تر نامه لاندې یوه ډله هم وه . دوی په صلاح الدین ایوبي څلور
وژونکي یرغلونه وکړل ، خو د الله (ج) ځانګړې لورونه وه چې دا مجاهد ترې په ډرامایې
توګه او دخپلو مټو په زور خوندي ووت . دغه د ځمکې لاندې صلیبي جنګونو هغه په زړه
پورې قصې را وزیږولې چې له ډلې څخه یې دلته مونږ ( اته ) خپلو درنو لوستونکو ته
وړاندې کوو.
د تاریخ دا ریښتونې پیښې د تفصیلاتو د اوږودوالي په خاطر د تاریخ په کتابونو کې نه
دي را خستل شوي او شونې علت یې دا هم کیداې شي چې د تاریخپوهانو آند د ځمکې لاندې
او د پردو تر شا نه شواي تللاې. داسې پیښې د اړوندو وختو د پیښولیکونکو په لیکنو کې
خوندي پاته شوي او یا د سترګو لیدلو شاهدانو بیان کړي دي ، او بیا دا پیښې سینه په
سینه د یوه نسل څخه بله ته ژوندۍ را غلي دي.
دروند التمش چې د کار دپیدا کولو په خاطر منځنې ختیځ ته تللای و ، د کار د موندلو
سره سم یې د تاریخ دلیکلو حس هم را بیدار شو . هغه په تیرو دولسو کلونو کې د اسلامي
هیوادنو بې شمیره کتابتونونه کتلي او د دزیات شمیر کتابتونو د ذخیره ځایو څخه یې
هغه کاغذات را ویستلي چې مسؤلینو یې بیکاره ګڼلي او هیسته یې په کاغذټوکریو کې
غورځولي و. په هغوی کې د صلاح الدین ایوبي د وخت د سرکاري او غیری سرکاري لیکوالانو
لیکل شوي نا چاپ شوي لیکنې تر لاسه شوي چې همدا د سلطان ایوبي د وخت ریښتونې تاریخ
تمثیلوي . او دا هماغه پیښې دي چې د تیرو وختو ښویدنې او غداران ایمان پلورنکي بې
پردې کوي او د راتلونکو نسلونو له پاره د عبرت درس او د لارې رڼا ګرځي .
ددې پیښود لیکونکو نه اخوا ، دروند التمش چې دکومو تاریخپوهانو د لیکنو څخه تفصیلي
پیښې تر لاسه کړي دي په هغوی کې هیرالډ لیمب ، لین پول ، ولیم آف ټآئر ، قاضي
بهاؤالدین شّداد ، محمدفریدابُوحدید، اینټي ویسټ ، واقدي ، هتّي، جنرال محمد
اکبرخان رنګروټ ، موئیر، سراج الدین ، اسدالاسدي، الاطهر ، سسټن ، بالډوني، او یو
څو نور نوم ورکي تاریخپوهان شامل دي .
د ۱۹۷۴ زیږدیز کال په ااخر کې التمش پا کستان ته راغې او له ماسره یې و کتل ، زه به
د هغه دا احسان تر قیامته پورې له یاده و نه باسم چې هغه دغه ارزښتناکه خزانه د �حکایت
� له لارې لوستونکو ته وړاندې کړه . ما د ۱۹۷۵ زیږدیز کال د فبروري دمیاشتې په ګڼه
کې ددې لړۍ په خپرولو پیل وکړ چې تر اوسه پورې جریان لري . دا قصې یو پرلپسې تاریخ
نه دې ،بلکه د مختلفو وختونو تفصیلي او ډرامایې کړنې دي چې تاسو په کې صلاح الدین
ایوبي او د صلیبي جاسوسانو ، څارکښو ، تخریب کارانو ، غلچکي بریدکونکو او د عسکري
کمانډو یانو حیرانونکې او په زړه پورې پیښې لوستلاې شئ . د ا په حقیقت کې د ښځې او
ایمان تر منځ هاند اوهڅې او نه ختمیدونکې معرکه ده چې تاسې به حیران پاته کړي او که
ستاسې د ایمان څراغ چیرې هم مړژواندې وي نو هغه به را تازه کړي. .
ستاسې دهغه وخت دښمن نن هم ستاسې دښمن دې او تر اوسه پورې هم داسلام او مسلمانانو د
له منځه وړلو له پاره هماغه خوندناکې لارې استعمالوي. چې پخوا یې ازمایلې دي.
دا قصې پخپله هم ولولئ او خپلو کوچنیانو ته یې هم . که چیرې تاسې په ریښتونې توګه
غواړئ خپل کوچنیان د فحش ، لوڅو لغړو او د اخلاقو خرابونکو قصو څخه خوندي کړئ نو دا
( اته) قصې له ځانه سره کورته یوسئ .
ددې قصو په لوستلو سره به تاسې دا احساس کړئ چې نن یو ځل بیا تاریخ تکراریږي او یوه
بل صلاح الدین ایوبي ته اواز کوي .
عنایت الله
( د حکایت د میاشتنې مجلې مدیر�لاهور�)