ربیع الاول او وفات النبي لړۍ
بسمه تعالی !!!
اللهم صل علی سيدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
له حضرت ابن عباس (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي د إسلام دپيغمبر د وفات په ورځ
الله (جل جلاله) و ملک الموت يعني حضرت عزرائيل ته حکم وکړ چي ځما و حبيب حضرت محمد
(صلی الله عليه وسلم ) ته ورسه ، خو له دوو خبرو سره ډير خيال کوه : اول دا چي دده
و کور ته بې اجازې دده ورداخل نسي او دوهم داچي بې اجازې دده ، دده روح قبض نکړي .
د الهي حکم مطابق ملک الموت سره له زرهاؤ پرشتو د اسلام د پيغمبر وکور ته راغلئ او
د الله تعالی له طرفه د عزرآئيل په لاس کښي يو خط هم ؤ ، بيا حضرت عزرائيل د يوه
أعرابي او صحرايي په شکل کښي دده مبارک د کور دباندي ودريدئ او داسي يې وويل :
السلام عليکم أهل بيت النبوة و معدن الرسالة و مختَلَف الملائکه .
بيا يې وويل چي و ماته اجازه راکړۍ چي و حجرې مبارکي ته درسم ؛ ځکه له ډيره ليري
ځايه څخه راغلئ يم !
حضرت فاطمې ورته وويل چي في الحاله د ملاقات موقع نده برابره ، د اسلام پيغمبر په
خپل شان او حال مشغول او مصروف دئ !
حضرت عزرائيل دوهم ځل بيا اجازه وغوښتله ، بيا د فاطمې له لوري منفي جواب ورکړ سو ،
دريم ځل حضرت عزرائيل بيا غوښتنه د اجازې وکړه او په دوني لوړ او هيبتناک اواز سره
يې وکړه چي هر څوک چي د اسلام د پيغمبر په کور کښي وو له هيبت او ويري څخه ولړزيدئ
، په دغه وخت کښي د اسلام پيغمبر يو څه په هوښ کي راغلئ او سترګي مبارکي يې خلاصي
کړې او وې فرمايل چي څه پېښه ده ؟
حضرت فاطمې ورته وويل چي يارسول الله ! يو نابلده سړئ چي په ډير هيبتناک او نادر
شکل کښي دئ دباندي ولاړ دئ ، درې واره يې اجازه وغوښتله او ما عذر ورته پيش کړ خو
دَی ځما و خبري ته غوږ نه نيسي ، د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې فاطمې ! دا
داسي سړئ دئ چي د دنيا ټول لذتونه او خوندونه له سړي څخه اخلي ، دا داسي څوک دئ چي
د سړي ټولي ارزوګاني او مطلبونه له خاورو سره برابروي ، اې فاطمې ! دا هغه شخص دئ
چي ډلي جماعتونه او د يوه مجلس خلګ سره جلا کوي ، اې فاطمې ! دا هغه الهي استازئ دئ
چي کوچني ماشومان يتيمان او ښځي کونډياني ګرځوي ، دا داسي څوک دئ چي بې کيلي او
چابي ددروازې قلفان ورته خلاصيږي او بې وسلې له سړي څخه روح وړي ، که دروازه ورته
وتړله سي پر ديوال باندي و کور ته وراوړي ، اې فاطمې ! دا ملک الموت دئ ، دا
عزرائيل دئ چي تا بې پلاره کوي او ستا د داسي قدرمند پلار د روح د قبضولو دپاره
راغلئ دئ ، اې فاطمې ! دا ځموږ د احترام په وجه په دروازه کښي ولاړ دئ او اجازه
غواړي ، ورنه دا عزرائيل بولي چي اجازه غوښتل دده عادت ندئ ، ورسه ! دروازه ورخلاصه
کړه .
حضرت بي بي فاطمه په چغو او په بغارو ودروازې ته ورغله او عزرائيل ته يې دروازه
ورخلاصه کړه او بيرته راغله د خپل مبارک پلار حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) و
غيږي ته ورولوېدله ، په دغه وخت کښي ليږ ساعت د إسلام د پيغمبر سترګي مبارکي پټي
سوې او د أهل بيتو داسي ګمان سو چي لکه چي رحمة اللعالمين رسول له دنيا څخه رحلت
وکړ ، فاطمة الزهرآء د : � يا ابتاه ! � يعني اې بابکه اې بابکه ! نعرې شروع کړې ،
خو د خپل پلار له لوري هيڅ جواب ورنکړ سو ، بيا يې د ژړا په حال کښي داسي وويل :
چي اې پلاره ! ځما روح دي تر تا قربان سي يو ځل خو لا راته وګوره او يو خبره خو لا
راسره وکړه !!!
د إسلام پيغمبر خپلي مبارکي سترګي روڼي کړې او وفاطمې ته يې وفرمايل چي اې ځما لوري
! مه ژاړه د عرش حمَله پرشتې ستا د چغو په وجه په بغارو سوې ، او بيا يې ددې مبارکي
له مخ څخه په خپل لاس ددې اوښکي ورپاکولې او د خوشحالۍ خبري يې ورته کولې او داسي
دعا يې فرمايله چي اې پروردګاره ! ځما و ګراني لور فاطمې ته ځما په مفارقت او جدايي
کښي صبر وروبخښه ، بيا يې ودې مبارکي ته وفرمايل چي کله چي ځما روح قبض کړه سي نو �
انا لله وانا اليه راجعون � ووايه .
په دې وخت کښي د اسلام د پيغمبر ټولي بي بي ګاني حاضري سوې او د إسلام پيغمبر و دوۍ
ته په تقوی او طاعت سره وصيت وکړ او بيا يې حسنين په ډير تلوار راوغوښتل ، حسنين
لوڅ سرونه په چغو او په بغارو د خپل نيکه وکور ته په منډه راغلل او سلام يې ووايه
او د إسلام د پيغمبر وبغل ته کښينستل ، کله چي يې د خپل نيکه حال وليدئ نو په چغو
سر سول تر داسي اندازې پوري چي هر چا د دوۍ ژړا اوريدله هغه په بغارو کيدئ ، او دا
ددې ځائ ؤ چي ټول أهل زمين او ټول أهل اسمان او جنيات او پرشتې د سرور کآئنات په
مصيبت کښي په ژړا ول .
نظم :
دوستان روز وداع است فغان درګيريد
دل بيک بارګي از جان و جهان بر ګيريد
شمع خورشيد بآه سحر بنشانيد
وز تپ سوز جګر باري ديګر درګيريد
په � مقتل نورالأئمة � کښي راغلي دي چي د اسلام پيغمبر په پټه او په خفيه له خپل
ځان سره د حسنينو په باب کښي داسي ويل چي زه نه پوهيږم چي جفاکاران د أمت ځما به له
تاسي سره څه وکړي ؟ حسنينو و خپل مبارک نيکه ته په ژړا ژړا وويل چي له تا څخه
وروسته به ځموږ ماوی او پناه ګاه څوک وي او څوک به ځموږ غمګساري او دلنوازي کوي ،
او حضرت بي بي فاطمې وويل چي اې بابکه ! که ما ته يو غم او درد راپيښ سو نو له تا
څخه وروسته بې زه و چاته وايم او که حسنين د يو شي ارزو وکړي چي ته نه يې نو څوک به
د دوۍ ناز واخلي .
اې د غريبانو غمخور نبي ! اې د يتيمانو نازونکي نبي ! اې د بېچاره ؤ او بې کسانو
پناګاه او دستګير پيغمبره ! ستا په فراق کښي به زه د صبر کولو طاقت څنګه ولرم او بې
له ليدلو ستا څخه به زه خپل ژوند او زندګي څنګه تيروم .
نظم :
درغم آباد جهان بې يار بودن مشکل است
غم ز حد بګذشت بې غمخوار بودن مشکل است
رفت دلدار دل خون ګشته را با خود ببرد
اې عزيزان !بې دل و دلدار بودن مشکل است
روايت دئ چي ځني له خواصو د أصحاب کرامو د حضرت رسول أکرم دحجرې مبارکي ودروازې ته
ولاړ ول ، کله چي د حسنينو چغاري او بغاري واورېدلې نو دوۍ مبارکانو هم په چغو پيل
وکړ ، د إسلام پيغمبر چي د خپلو أصحابو ژړاوي واورېدلې نو دَی مبارک هم په ژړا سو
او وې فرمايل چي پر خپل أمت باندي د رحم او د شفقت له وجي ژاړم چي ايا وروسته له ما
څخه به د دوۍ حال و کومي درجې ته ورسيږي .
وروسته د إسلام پيغمبر حضرت علي راطلب کړ ، کله چي حضرت علي راغلئ نو د إسلام
پيغمبر هغه وصيتونه و ده ته وکړل کوم چي دده مبارک په زړه کښي ول .
حضرت علي ( کرم الله وجهه) فرمايلي دي چي په دغه وخت کښي زر قسمه علمونه د إسلام
پيغمبر وماته راوښودل چي له دغه هر قسمه څخه د زرو نورو قسمو د علم دروازې پر ما
باندي خلاصي سوې .
وروسته حضرت عزرآئيل د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) و حضور ته تشريف راوړ
، وروسته له ويلو د السلام عليک أيهاالنبي ! څخه يې د الله تعالی و رسول ته عرض وکړ
چي الله پاک پر تاباندي سلام وايي او وماته يې داسي حکم کړئ دئ چي ستا مبارکه روح
قبض کړم ، خو په دې شرط چي ستا اجازه وي .
د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې ملک الموت ! تر هغه پوري ځما روح مه قبضوه چي
ځما ورور جبريل راځي ، ملک الموت ورته وويل چي زه ستا په دې خبره کښي تابعدار يم .
وروسته الله (عز وجل ) و خازن ته د دوږخ چي مالک نوميږي وفرمايل چي ځما د حبيب حضرت
محمد ( صلی الله عليه وسلم ) مطهره او پاکه روح و اسمان ته راځي نو پدې وجه د دوږخ
اور مړ کړه ، او دارنګه يې د جنت و خازن ته چي رضوان نوميږي وويل چي د سيدالأنبيآء
( صلی الله عليه وسلم ) د مقدسي روح دپاره جنت ښائسته کړه ، او همداراز د جنت و
حورو ته حکم وکړ سو چي خپل ځانونه سنګار کړۍ چي ځما د حبيب روح درځي او و ټولو
پرشتو ته د عالم ملکوت حکم وکړ سو چي په استقبال کي د روح د حضرت محمد ( صلی الله
عليه وسلم ) صف صف ودريږۍ .
وروسته الله ( جل شانه ) و جبريل ته حکم وکړ چي د جنت يو دستمال درسره واخله او ځما
و حبيب ته ځان ورسوه ، حضرت جبريل په ژړا ژړا د اسلام د پيغمبر و حضور ته راغلئ ، د
اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې ځما دوسته په داسي سخت ساعت کښي دي زه تنها پرې
ايښئ يم !
جبريل ورته وويل چي تر اوسه پوري ستا په خدمت مشغول وم او اوس مي داسي د خوشحالۍ
خبري هم درته راوړي دي چي ستا له مرضي سره مطابقي او وتاته محبوبي دي ، د اسلام
پيغمبر ورته وفرمايل چي هغه کومي خبري دي ؟
حضرت جبريل ورته وويل چي : � ان النيرانَ قد أخمدَت والجنان قد زخرفت و الحورالعين
قد تزينت و الملائکة قد صففت بقدوم روحک � .
د اسلام پيغمبر و حضرت جبريل ته وفرمايل چي داخو ډير نيک زيري دي مګرماته داسي خبر
وکړه چي ځما سترګي په روښانه سي او زړه مي په خوشحاله سي !
حضرت جبريل ورته وفرمايل چي پر ټولو انبيآؤ او د دوۍ پر امتو باندي جنت تر هغه پوري
حرام دئ چي ته او ستا امتيان ورداخليږي ، د اسلام پيغمبر بيا ورته وفرمايل چي تر
دغه يو بل غټ د خوشحالۍ زيرئ راباندي وکړه !
حضرت جبريل ورته وفرمايل چي يا رسول الله ! دا خبره فيصله سوېده چي د حشرګاه پر
ميدان به د شفاعت تاج او خول تر هر چا له مخه ستا پر مبارک سر باندي ايښودل کيږي ،
د اسلام پيغمبر بيا ورته وفرمايل چي اې جبريله ! داسي خبر راته وکړه چي ځما له زړه
څخه د ملالت او د خفګان غوټي خلاصي کړي !
حضرت جبريل ورته وفرمايل چي اې مقتدی د انبيآؤ او د رسولانو ! راته ووايه د کوم شي
په غم کښي يې او په کوم شي فکرمند يې چي دغو ټولو خبرو ستا له مبارک زړه څخه هغه غم
او فکر ليري نکړ ؟
د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي له ما سره فکر او غم د أمت دئ چي وروسته له ما څخه
به ددين زده کړه دوۍ له چا څخه کوي ؟ د رمضان د مبارکي مياشتي روژې به چي زه نه يم
په څه ډول دوۍ نيسي او د حج مراسم به په څه ډول تر سره کوي او د آخرت په ورځ به
ددوۍ انجام او عاقبت څنګه کيږي ؟
حضرت جبريل ورته وفرمايل چي اې سروره ! زړه مبارک دي خوشحاله کړه په دنيا کښي به
الله پاک ستا امتيان پخپله ساتنه سره دروساتي او د قيامت په ورځ به دونه امتيان ستا
په لمن کښي الله تعالی دروبخښي چي ته به په خوشحاله سې !!!
د اسلام پيغمبر وفرمايل چي اوس مي نو زړه خوشحاله سو او سترګي دي راروښانه کړې .
له دې څخه وروسته رحمة اللعالمين رسول و ملک الموت ته د روح د قبضولو اجازه ورکړه ،
ملک الموت دده مبارک د روح په قبضولو شروع وکړه ، په دغه وخت کښي د اسلام پيغمبر د
خپلي خوني و بام ته کتل او لاس مبارک بې پورته کوئ او د � بالرفيق الأعلی � الفاظ
بې ويل .
چـــــــــي يــــــــو ناڅـــــــــاپه دده مبـــــــــارک مطـــــــــــهره روح
قبـــــــض کړه سوه او و عالــــــــم الوصال ته يــــې کــــــــــوچ او
ارتـــــــــحال وکــــــــــړ .
مثنوي :
رفت آن طاوس عرشي سوي عرش
چون رسيد اندر مشامش بوي عرش
شاه بازي اين قفس درهم شکست
رفت خوش بر ساعد سلطان نشست
نظم :
شعلهء آتش تو جان ميسوزد
وز فراق تو دل پير و جوان ميسوزد
اين چه در دست کزو خون بجګر ميريزد
وين چه سوزاست کزو جان و جها ن ميسوزد
شـــــرح اين غـــــم چه نـــــويسم که قلم ميشکند
وصف اين حال چه ګويم که زبان ميسوزد
محترمو مسلمانانو ! د اسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د غسل ، تکفين او د
جنازې د لمانځه په اړه بيان او دارنګه د أصحاب کرامو غبرګون د ده مبارک د فراق په
وجه او دارنګه د إسلام د پيغمبر د ځينو مهمو وصيتونو ذکر به په راتلونکي برخه کښي
انشآءالله درته راسي .
( مدارج النبوت ، روضة الشهدآء و غيره ) .