ربیع الاول او وفات النبي لړۍ
بسمه تعالی !!!
اللهم صل علی سيدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
محترمو مسلمانانو! په دې برخه کښي ځني خبري چي دجناب سرور کائنات ( صلی الله عليه
وسلم ) په مرض موت کښي رامنځته سويدي اوپه تيرو برخو کښي یې ما ذکر نه دئ درته کړئ
درته ياداوري کوم او نور د هغو خبرو په باب وضاحت درته کوم دکوموچي مي دتيري برخي
په اخيرکښي وعده درسره کړې وه .
( ۱ ) : خبر داده چي ځينوعلماوو ذکرکړيدي چي داسلام پيغمبر چي ومديني منورې ته دحجة
الوداع دسفرڅخه لا نه ؤ رارسيدلئ د بغل درد ورعارض سو ترداسي اندازې پوري چي له دغه
دردڅخه په تکليف سو ، چي ديارلس لمونځونه یې په داسي ډول وکړل چي امام د لمانځه به
حضرت ابوبکر ؤ اوده مبارک به په ابوبکر پسي اقتداء کوله بيا دصفري دمياشتي په
اخرکښي دچهارشنبې به ورځ دحضرت ميموني رضي الله عنها په کور کښي دسردرد اوتبه
ورولاړه سوه .
( ۲ ) : داسلام پيغمبر وحضرت بي بي عائشې ته په مرض الموت کښي اطلاع ورکړه چي دربيع
الاول په مياشت کښي به زه له دې ددنيا څخه رحلت کوم ، دحضرت عائشې په زړه نو يوازي
الله (جل جلاله ) خبر ؤ چي له اطلاع سره سم به څه قسم حالات ددې په زړه مسلط سوي وي
.
( ۳ ) : دمر ض الموت په جريان کښي داسلام پيغمبر يووخت په تاکيد سره داحکم وکړچي
ابوبکرته وواياست چي وخلګوته لمونځ ورکړي يعني زه دمرض دشدت په وجه ددې نه يم چي
وخلګوته په جماعت لمونځ ورکړم
داسلام دپيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) له دې کار څخه چي ده به په حضرت أبوبکر پسي د
جماعت لمونځ وکړ او دارنګه ده له دې حکم څخه چي ذکر سو أهل السنة والجماعت دغه
مسئله راايستلې ده چي أحق په خلافت سره د اسلام له پيغمبر څخه وروسته حضرت أبوبکر
الصديق ؤ ، ددې مسئلې نور دلائل هم سته چي د ځنو ذکر به د بل بيان په ضمن کښي درته
راسي علی أنوف أهل التشيوع .
( ۴ ) : د مرض موت په جريان کښي يو وخت د إسلام پيغمبر په مسجد نبوي کښي و أصحاب
کرامو ته د خپل وصيت په سلسله کښي وفرمايل چي اې ځما أصحابو ! اې ځما وروڼو ! زه
ستاسي په منځ کښي د پيغمبر په حيث واوسيدم او کومه وحي چي به حضرت جبريل (عليه
السلام ) د الله ( جل جلاله ) له طرفه وماته راوړله نو هغه به مي و تاسي ته ويله ،
کوم څه چي حلال دي په هغه به مي أمر درته کاوئ او کوم څه چي حرام دي له هغه څخه به
مي تاسي منع کولاست ، ټول أصحاب په چغو او په بغارو سول ، حتی ځينو علماؤ فرمايلي
دي چي له ډيري نفستنګۍ څخه يې خپلي جامې څيرلې او پر خپلو سرو باندي يې خاوري اچولې
.
په دې جريان کښي حضرت أبوبکر د اسلام و پيغمبر ته عرض وکړ چي يارسول الله ! ما نن
شپه يو خوب وليدئ هغه دا ؤ چي د حضرت عآئشې له سر څخه ټکرئ او پوړنئ و هوا ته پورته
سي .
د اسلام پيغمبر وده ته د خوب معنی په دې ډول ورکړه چي کوم چا چي دغه خوب ليدلئ دئ
معنی يې داده چي دده ځوم به له دې دنيا څخه رحلت وکړي ، بيا حضرت عمر عرض وکړ چي اې
د خدائ رسوله ! ما هم نن شپه په دې ډول خوب وليدئ چي عدل مي مات او شکسته سي ،
داسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې عمره ! عدل د تمام جهان زه وم کله چي زه له دې
جهان څخه ولاړ سم نو ستا عدل به مات سي ، بيا حضرت عثمان عرض وکړ چي يارسول الله !
ما هم نن شپه خوب وليدئ چي يوه ورقه د قرآنکريم په هوا الوتې وي ، د اسلام پيغمبر
ورته وفرمايل چي اې عثمانه ! هغه ورقه د قرآن زه يم ، کله چي زه رحلت وکړم نو د وحي
سلسله به ختمه سي .
محترمو ! د أهل بيت د خوبو بيان مي په تيرو برخو کي درته ذکر کړئ دئ .
( ۵ ) : د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) چي د ځکندن او د نزع په حال کښي کومي
کلمې ويلې هغه په دې شرحه وې :
اول : � اللهم أعني علی سکراتِ الموتِ � و في رواية � علی منکرات الموت � .
دوهم : � لاإله الا الله إن للموت سکرات � .
دريم : � اللهم رب اغفرلي و ألحقني بالرفيق الأعلی � .
( ۶ ) : چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) چي کله و دنيا ته تشريف راوړئ نو
اوله خبر چي ده په دنيا کي کړېده نو هغه دا وه :
الله أکـــــبر کبيرًا والحمدلله کـــثيرًا و سبحانَ اللهِ بکرة و أصيلا .
او ځينو علماؤ فرمايلي دي چي هغه : � الله أکبر � ؤ .
دا کلمې ده مبارک د شيرخورۍ په وخت کښي ، هغه وخت وويلې چي حضرت حليمې سعديې اول ځل
وده مبارک ته تئ ورکوئ .
او اخيري الفاظ دده مبارک په دنيا کښي � الرفيق الأعلی � وو .
( ۷ ) : د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) د مرض موت په جريان کښي و خلګو ته په
خطاب کښي وفرمايل چي له دې دنيا څخه ځما دتللو وخت رانژدې سوئ دئ ، د هر چا که پر
ما باندي حق پاته وي نو دلته دې په دنيا کښي له ما څخه واخلي ، په دې وخت کښي يوه
نفر وويل چي اې د خدائ رسوله ! ځما پر تا باندي درې درهمه باندي دي !
د اسلام پيغمبر وفرمايل چي زه د چا تکذيب نکوم او نه و چاته قسم ورکوم ، دغه درې
درهمه دي له کومه رويه پر ما باندي دي ؟
دغه سړي ورته وويل چي يو وخت يو مسکين تيريدئ تا و ماته وويل چي درې درهمه ودغه
مسکين ته ورکه او بيا ما هغه درې درهمه ورکړل ، مګر تا بيا وماته رانکړل !
د اسلام پيغمبر و حضرت فضل ته وفرمايل چي ودغه سړي ته درې درهمه ورکړه .
په سيَر کښي د امام شهيد ، امام اسماعيل خوارزمي او په � روضة الإسلام � کښي د قاضي
سديدالدين راغلي دي چي په دغه مجلس کښي � عکاشه اسدي � ولاړ سو او د إسلام و پيغمبر
ته يې وويل چي يا رسول الله ! يوه خبره کوم پدې وجه چي تا په دې باره کښي چي که د
چا پر ما باندي کوم حق وي نو مطالبه دې وکړي ډير تکرار ، تاکيد او مبالغه وکړه که
داسي نه وائ نو مادا خبره نه کوله ، هغه خبر داده چي د تبوک په غزا کښي تا په يوه
غمچينه او تازيانه باندي � اوښه � وهله ناڅاپه هغه تازيانه پر ما باندي ولګېدله او
زه ډير په تکليف سوم ، نو اوس زه د هغې غمچيني د قصاص غوښتونکئ يم !
په دغه وخت کښي هغه غمچينه د حضرت فاطمې په کور کښي پرته وه د اسلام پيغمبر دا
غمچينه راوغوښتله او و عکاشه تې وويل چي تاته دي الله (جل جلاله ) خير درکړي چي دا
قصاص دي د آخرت وورځي ته پرېنښودئ ؛ ځکه چي د قيامت په ورځ چي تمام پيغمبران او
ملائکه او ټول انسانان دحشرګاه په ميدان کښي دالله تعالی په حضور کي حاضر وي نو په
دغه وخت کښي چي يو څوک له يو چا څخه د خپل حق مطالبه کوي نو د هغه دپاره دا کار
دډير لوۍ خجالت او د سختي شرمندګۍ سبب ګرځي ، راسه ! اوس خپل قصاص له ما څخه واخله
.
په دې وخت کښي ډيرو أصحابو په شمول د حسنينو و عکاشه ته احتياجونه او زارۍ وکړې چي
د اسلام د پيغمبر په بدل کښي موږ سل سل غمچيني ووهه ! خو د إسلام له پيغمبر څخه له
دغي غوښتني تير سه !
عکاشه د هيچا خبر ونه منله او د إسلام و پيغمبر ته يې وويل چي يا رسول الله ! تا چي
زه په غمچينه ووهلم هغه وخت ځما شا لوڅه وه نو ته به هم خپله مبارکه شا راته لوڅوي
د إسلام پيغمبر خپله مبارکه شا ورته لوڅه کړه ، کله چي عکاشه دده مبارک پر مبارکه
شا باندي د نبوت مهر وليدئ نو هغه يې مچ کړ او بيا يې د إسلام و پيغمبر ته عرض وکړ
چي اې د خدائ رسوله ! ځما قصاص اخستل مقصد نه ؤ ، بلکي ځما مقصد همدغه کار ؤ چي و
مي کړ ، په دې سبب چي تا فرمايلي دي : � من مس جلدي لن تمسه النار أبدًا � .
په همدغه مجلس کښي د إسلام پيغمبر وفرمايل چي د هر چا پر ذمه که د چا حق وي نو اوس
دي لا له هغه څخه ځان خلاص کړي او دا فکر دي نکوي چي رسوا به سم ؛ ځکه چي د دنيا
فضيحت ډير اسانه کار دئ تر فضيحت د آخرت ، نو يو نفر ولاړ سو او وې ويل چي يا رسول
الله ! درې درهمه د غنيمت له مال څخه ما په خيانت وړي دي چي هغه اوس ځما پر ذمه
باندي دئ ، د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي دا خيانت دي ولي وکړ ؟
ده ورته وويل چي يا رسول الله ! ورته محتاج وم
د اسلام پيغمبر و حضرت فضل ته وفرمايل چي دغه درې درهمه له دغه سړي څخه واخله .
بيا د اسلام پيغمبر وفرمايل چي په هر چا کښي که يو بد صفت موجود وي ( يعني او له
ځانه يې نسي ليري کولائ ) نو ولاړ دي سي هغه صفت دي ذکر کړي چي زه دعا ورته وکړم !
يو نفر ولاړ سو او وې ويل چي يا رسول الله ! په ما کښي درې بد صفتونه موجود دي :
اول دا چي دروغ ډير وايم ، دوهم دا چي فحش او بدګويي ډيره کوم ، دريم دا چي خوب ډير
کوم !
د اسلام پيغمبر دعا ورته وکړه او ویې فرمايل چي اې خدايه ! ددغه سړي صدق او رشتيا
ويل نصيب کړه ( يعني او فحش ګويي ورڅخه ليري کړه ) او خوب يې کم کړه په دې ډول چي
هر وخت دده زړه وغواړي رابيداره کيدلائ سي .
په دې وخت کښي يو بل نفر ولاړ سو او عرض يې وکړ چي اې د خدائ رسوله ! په ما کښي دوه
بد خويونه دي :
اول بد خوۍ مي دادئ چي دروغ وايم ، دوهم بد خوۍ مي دادئ چي منافقت کوم !
د اسلام پيغمبر وده ته هم دعا وکړه .
محترمو مسلمانانو ! په دې بيان کښي و موږ او تاسي ته دا درس او تعليم موجود دئ چي د
حقوق الله او د حقوق العباد د دواړو کامل رعايت وکړو او که ځموږ پر ذمه باندي د
الله پاک يا د بنده حق پاته وي نو له هغه څخه په دنيا کښي لا په هغه طريقه ځان خلاص
کړو کومه چي شريعت د له حقوقو څخه د خلاصوالي دپاره بيان کړېده ، خاص بيا د بندګانو
حقوق ؛ ځکه چي د بنده له حق څخه انسان په توبه سره هم نه خلاصيږي تر څو چي و هغه
بنده ته يا حق ورونه رسوي يا هغه عفوه ورته ونکړي .
په کتاب د � الإسلام و سآئرالأديان � کښي د � شامي � په حواله ذکر سويدي چي د يوې
روپۍ شپږمه حصه حق که د چا پر ذمه باندي پاته ؤ نو ددې په بدل کښي به اوه سوه په
جماعت سره ادا سوي لمونځونه دده و هغه حقدار ته ورکړه کيږي .
په يوه ثابت او مشهور حديث کښي راغلي دي چي د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم )
و أصحاب کرامو ته وفرمايل چي تاسي پوهيږۍ چي ځما له أمت څخه مفلس کوم سړئ دئ ؟
أصحابو ورته وفرمايل چي مفلس خو هغه څوک دئ چي درهم او دينار نلري ( يعني دنيا نلري
) !
د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل يعني چي مفلس ځما له أمت څخه هغه دئ هغه دئ چي د قيامت
په ورځ راسي په داسي حال کښي چي لمونځونه ، روژې ، حج او داسي نور عبادتونه يې کړي
وي خو له دې سره سره يې په دنيا کښي و يو چاته ښکنځل کړيوي ، د بل چا يې بيا مال
خوړلئ وي ، دبل چا يې بيا په ناحقه وينه توۍ کړې وي او داسي نور ، نو دده دغه ټول
عبادتونه و دغو حقدارانو ته ورکړه سي او دَی خالي لاس پاته سي .
او ځينو ثابتو رواياتو له مخي دا خبره لا هم سته چي که دده په طاعت او عبادت د
حقدارانو غاړه نه ووځي نو بيا دده د حقدارانو ګناوي دده پر ذمه باندي ګرځي .
( ۸ ) : د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د مرض موت په جريان کښي په مختلفو
نوبتو و أصحاب کرامو ته قسم قسم نصيحتونه او وصيتونه وکړل ، چي ځني نمونې يې په
تيرو برخو کښي وتاسي محترمو ته ذکر سوې ، له جملې د هغوۍ څخه يو نصيحت دده مبارک دا
ؤ چي و أصحاب کرامو ته يې وفرمايل چي زه پر تاسي باندي له دې څخه نه بيريږم چي تاسي
به بيرته کفر او شرک غوره کړۍ ، مګر له دې څخه بيريږم چي و دنيا ته به رغبت وکړۍ او
د دنيا په وجه به پخپل منځ کښي اختلافات او جنګونه شروع کړۍ .
لکه چي د اسلام پيغمبر فرمايلي دي : � حب الدنيا رأس کل خطيئة � .
او همدارنګه ده مبارک و خپلو ازواجو مطهراتو ته د خانه نشينۍ، ستر او له نامحرمه
خلګو څخه د دوۍ د ځانو د ساتلو په باب وصيت وکړ او دغه مبارک آيت يې ورته تلاوت کړ
: � و قرن في بيوتکن و لاتبرجن تبرج الجاهلية الأولی � .
( ۹ ) : د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په مرض موت کښي و جبريل ته وفرمايل
چي اې جبريله ! له ما څخه وروسته بيا به و مځکي ته راکښته سې او که يا ؟
جبرئيل ورته وويل چي له تا څخه وروسته به زه هيڅ وخت و مځکي ته راکښته نه سم ، مګر
لس واره راکښته کيږم چي لس ګوهره له دنياوالو څخه وړم .
د اسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي هغه لس کوم ګوهرونه دي ؟
جبريل (عليه السلام ) ورته وويل چي يا رسول الله ! اول وار چي له تا څخه وروسته و
مځکي ته راکښته سم نو د صبر ګوهر به له دنيا څخه يوسم چي بيا به په هيڅ درويش او
فقير کښي ( يعني او دارنګه په هيچا کښي ) صبر کول پاته نسي ، دوهم وار چي راکښته سم
نو د شرم ګوهر به له دنيا څخه پورته کړم چي بيا به له هيچا سره شرم او حيا نسي پاته
، دريم وار چي راکښته سم نو ګوهر د محبت به له دنيا څخه پورته کړم چي هيچا ته به
محبت نسي پاته ، څلرم وار به ګوهر د عدل او انصاف له دنيا څخه پورته کړم چي
بادشاهان به له عدل او انصاف څخه خالي پاته سي ، پنځم وار به ګوهر د برکت له دنيا
څخه پورته کړم چي په دنيا کي به په هيڅ شي کي برکت نسي پاته ، شپږم وار به ګوهر
دسخاوت پورته کړم چي هيڅوک به له فقيرانو سره خپلوي او ياري نکوي ، اوم وار به له
دنيا څخه ګوهر د صدق او راستۍ پورته کړم چي هيڅوک به راست ګويه او صادق نسي پاته ،
اتم وار به ګوهر د عمل په علم له دنيا څخه پورته کړم چي بيا به علمآء بې عمله پاته
سي ، لسم وار به ګوهر د برکت د قرآن مجيد له دنيا څخه پورته کړم ، بيا به د قيامت
علامې ښکاره سي او حضرت اسرافيل به په شپېلۍ کښي پوه کړي .
( مدارج النبوت ، روضة الشهدآء ، قصص القران و غيره ) .