د شرک بيان:
شرک پر دوه قسمه دی يو شرک جلي دي بل شرک خفي دی شرک جلي هغه دی چي د الله تعالْیﷻ
سره شريک نيسي يعني مثلاً کافران وايي آسمان په خپله جوړ دی خالق نه لري خوراک په
خُله خورو په خپله راځي رازق نه لري او يا داسي وي چي ماسوا
د الله تعالْیﷻ څخه نور څه يې په خدايي سره نيولي وي لکه لات او منات او عُزات چي
خلکو يې بنده ګي کول دغه ته شرک جلي وايي او الله تعالْیﷻ د مشرکانو په شان کي
فرمايي:
﴿ �
� ﴾.
[المائده/۷۲]
ترجمه: چا چي د الله تعالْیﷻ سره څوک شريک کړ الله تعالْیﷻ پر هغه باندي جنت حرام
کړی دی او د استوګني ځای يې دوزخ دی.
او دا هغه لوی عظيم شرک دی چي الله تعالْیﷻ يې هيڅ نه بخښي او الله تعالْی فرمايي:
﴿�
﴾.
[ النساء/۴۸]
ترجمه: الله تعالْیﷻ يوازي مشرک نه بخښي او د دوی څخه ماسوا چي هرڅومره ګناوي دي چي
چاته يې خوښه سي وبې بخښي.
دغه ته شرک جلي ويل کېږي او بل شرک خفي دی هغه ريا کاره عمل دی چي د خلکو په مخ کي
عبادت د الله تعالْیﷻ په نامه وکړي او خلک ورته ښه عابد وايي يا مثلاً په کور کي
لمونځ نه کوي په مسجد کي د خلکو په مخ کي لمونځ کوي د دې لپاره چي خلک ښه راته و
وايي او يا يو بل عمل په ريا سره کوي دغه ته شرک خفي ويل کېږي په بعضو وختونو کي يو
څوک عبادت خاص د الله تعالْیﷻ لپاره کوي نو که اتفاقاً يو څوک يې وويني يا خلکو ته
ښکاره سي نو د سړي زړه خوشحاله سي دا ريا او شرک نه دی او نه ګناه لري بلکه دا د
الله تعالْیﷻ د رضاء لپاره يو عمل دی او کې دا اراده سول چي زه به عبادت د الله
تعالْیﷻ کوم چي خلک مي وويني نو به ښه سړی راته و وايې نو دا خو صفا شرک سو په حديث
کي و دغه ته شرک اصغر ويل سوی دی د حضرت ابوهريره(رض) څخه روايت سوی دی: دی وايي چي
ما د رسول علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چي بعض وخت زه په خالص نيت سره عمل کوم که و
خلکو ته دغه عمل ورښکاره سي نو زما په زړه کي دا خبره ماته ښه خوند راکي نو رسول
علیه السلام ورته وفرمايل چي وتاته به دوه اجره درکول سي يو د ظاهر عمل ثواب او بل
د پټ عمل ثواب. [ابن ماجه، ترمذي]
نو اوس خو شرک ښه در معلوم سو که څوک عبادت د خلکو لپاره کوي لکه چي ذکر مو کړل
يعني هر عمل د خير چي کوي د نمونې په توګه يو سړی لمونځ لپاره د دې کوي چي خلک راته
ښه سړی ووايي يا خيرات يا روژه يا حج يا جهاد کوي چي خلک راته ووايي چي فلانی ډېر
غښتلی دی دغه ته رياء ويل کېږي و دغه ريا ته شرک اصغر ويل کېږي نو اوس خو تاسو مشرک
وپېژندی اوس موږ څنګه مشرکان يو چي سلفيان او وهابيان او اهل حديث والا او
پنجپيريان و موږ ته وايي چي تاسو مشرکان ياست زموږ په مذهب کي يا زموږ په تصوف کي
يوه شبهه د شرک هم نسته چي دغه کذابين او دجالين موږ ته مشرکان وايي.
وسوسه:
که د يو انسان په زړه کي وسوسه ور ولوېږي چي په ديني امورو او خيالاتو کي په زړه کي
يو داسي شی ورته راسي چي په خوله سره د هغه تعبير نه سي کولای خو په زړه کي يو دم
ورپېښ سي په دغه وسوسه کي مسلمان لره تاوان نسته ځکه دلته معلومه سول چي شيطان دي
دوست ونه ګڼی دښمن دي وبولي چي دا خبره تر خوله نه سي را ايستلای حياء او بېره دي
وکړل دغه نو ستا ايمان پر ځای دی ځکه دغه علامه د ايمان ده چي تا دبدو څخه راوګرځوي.
د حضرت ابوهريره(رض) څخه روايت سوی دی يو څو اصحابو کرامو(رض) د رسول علیه السلام
څخه پوښتنه وکړل چي کله کله زموږ په زړونو کي داسي خيالات را پيدا سي چي د هغو
بيانول هم موږ ته ښه نه معلومېږي يعني د کيدو نه وي نو رسول علیه السلام پوښتنه ځني
وکړل چي واقعي هم دغسي خيالات ستاسو په زړو کي درځي صحابۀ کرامو(رض) ورته وويل چي
بېشکه دغسي ده نو رسول علیه السلام ورته وفرمايل چي دا خو ښه صفا ښکاره د ايمان
علامه ده ځکه غل خو هغه کور ته ورځي چي شی پکښې وي او چي شي پکښې نه وي نو هغه کور
بيا څه کوي او شيطان په مثال د غله دی. [مسلم، ابوداؤد]
د ابوهريره(رض) څخه روايت دی چي رسول علیه السلام وفرمايل الله تعالْیﷻ زما امت ته
هغه خطرې او وسوسې ورمعاف کړي دي کومي چي په زړونو کي ور تېرېږي (الحمدلله) تر څو
چي په هغه عمل ونه کړي او پر ژبه يې را نه وړي، نو داسي وسوسې او شک او شبهې په ژبه
راوړل نه دي په کار. [مسلم، بخاري]