مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید

کله چي د چا د مرګ وخت رانژدې سي:
د مرګ وخت چي رانژدې سي نو موږ مذهبيان اهل سنت والجماعت بايد څه وکړو پر موږ مسلمانانو باندي دا لازمه ده چي هغه څوک چي د مرګ وخت يې رانژدې سي چي مخ يې قبلي شريفي ته کړو او دا هم جائز ده چي ستوني ستخ يې پرېباسو او سر يې لږ رالوړ کړو چي د سترګو بندول يې راته آسانه سي او بعضي فقهاء فرمايي:
چي هر رنګه آسانه وي نو دي هغه سي کړي او دا مستحب ده چي کلمه طيبه او کلمه شهادة ورته و وايي چي يو وار يې دغه قريب الموت هم و وايي که دغه سړي په دغه وخت کي کلمه د کفر وويل نه دی په مأخُذ احکام به د مسلمانانو پر جاري کېږي. [درمختار] او سورة يْسن ورته ويل مستحب دی [ابن حبان] او سورة رعد ورته ويل [امام شعبي] و دغه قريب الموت لره پکار ده چي پر الله تعالْیﷻ نېک ګمانه وي د رحمت او بخښني طمع ولري [مسلم] که د دغه سړي په خُله کي مصنوعي غاښ وي که بې تکليفه راوتی و دي کاږي د خُلې څخه او دا مستحب دی چي وصيت وکړي. [متفق عليه حديث] او چي مړ سي نو دي سترګي ور پټي کړي او کالي دي پر سم کړي. او پښې دي اوږدې ور وغزوي نوکان او ورېښتان دي نه ورپرې کوي مړی به دستي پر خوشبويه تخته ايږدي. [ردالمحتار] د مړي اعلان جائز دی چي حق يې اداسي. [هدايه] په مسجدکي اعلان جائز دی ځکه پيغمبر علیه السلام د نجاشي بادشاه او شهيدانو د جنګ د مرګ اعلان په مسجد کي کړی دی. [عيني شرح بخاري] په مړه پسې د زړه غم او اوښکي تويول او جائز کلمات ويل جائز دي پر سر خاوري بادول کالي پر ځان شکول او د جاهليت نعرې وهل ناروا او ناجائز دي. [حديث شريف]
مړي ته غسل ورکول:
نبيانو ته غسل چي ورکړل سو دا لپاره د تعظيم وو او د نورو خلکو غسل لپاره د نجاست يا بعض فقهاء وايي چي لپاره د حدث دی او دا قول قوي دی ځکه حديث د ابي هريره(رض) دی (ان المؤمن لاينجس حياً ولاميتاً) چي مؤمن نه نجس کېږي که مړ وي که ژوندی وي نو قرآن مجيد ورته ويل مخ کي تر غسل او وروسته تر غسل جائز دي مړی ته غسل ورکول به مفت وي او که جلا خپل غاسل مقرر وي نو مزدوري ورکول هم جائز ده، مړی به پر تخته کښېږدي چي څنګه اسانه وي که څه هم پښې يې و قبلې ته وي او د مړي د جنازې پر وړلو او د قبر کن د قبر پر ختلو باندي مزدوري ورکول جائز دي. [درمختار]
که ښځه مړه سي ښځه به غسل ورکوي که ښځه نه وي نو به محرم به تيمم ور و وهي بېله سترګو پټولو بېله ټوکره او خاوند به تيمم ور وهي بې له سترګو پټولو او سره د ټوکره او اجنبي سړی به تيمم ور وهي سره د سترګو پټولو او سره د ټوکره. [قاضي خان]
که مړی په اوبو کي ولوېدی او ډوب سو درې غوټې دي ورکړي غسل يې صحيح دی، د غسل په وخت به مړي ته قرآن نه ويل کېږي، که د مړي اکثر بدن وي يا نيم بدن د سر سره وي نوغسل او جنازه يې سته او کې يواځي سر و، يا نيم بدن بې له سره و، بيا يې جنازه او غسل نسته، [درمختار] د غسل په وخت کي به عورة غليظه پټ وي او بنا په حديث د ابوداؤد: (لاتنظرو الْی فخدحيٍ ولاميتٍ) ښه خبره دا ده چي ټول عورة يې پټ وي [محيط] او استنجاء به په کڅوڼه ور و وهل سي او دا مستحب ده چي يو ټوکر راواخلي د ګوتو پر سرو يې واچوي او د غاښو او سږمو او شونډانو مسح يې په ور وکي [کبيري] د سر مسح به ور وکي [درمختار] پښې بې دستي ور پرېولي [کبيري] کم از کم درې واري به ټول بدن پرېولي په اول او دوهم وار به (اشخار) يا (بروځه) استعمال کړي درېيم وار به کافور هم ورواچوی [ابن الهمام] مړی به پر چپه طرف واړوي چي راسته طرف يې ورپرېولي بيا بې راسته واړوي چي چپه طرف يې پرېولي بيا بې په ناسته کښېنوي خو درې واري به اوبه پر واچوي نس او شاه بې پرېولي که يو شی ځني خارج سي دوباره اودس يا غسل نه غواړي خو هغه ځای دي پاک کړي [درمختار] په ږيره، سر، لاسو، تندي، پزه، ځنګنو او پښو به کافور ور واچوي [کبيري] خاوند به خپلي ښځي ته غسل نه ورکوي مسه کوي بې نه ورته کتلای سي، د ښځي د سر ورېښتان به دوه ځايه سي او پر سينه بې سربېره
پر کميس کښېښودل سي او ږمونځولای يې نه سي [درمختار] او غاسل ته پکار دی چي پر ښه پاک ځای غسل ورکړي او په خپله هم د مړي تر غسل وروسته خپله غسل وکړي، او که عهد نامه پر کفن باندي په ګوتو سره وليکي جائز ده نه په سياهي يعني قلم باندي ځکه توهين دی. [ردالمحتار]
په درو ټوکرانو کي مړي ته کفن ورکول:
مړی په درو ټوکرانو کي کفن کېږي لنګ، کميس، لفافه، لنګ به د سر له لوړه ځايه تر پښو پوري وي او کميس به د څټ څخه تر پښو پوري وي بې له لستوڼو بې له تر خزو بې له ګريبانه، او لفافه به لږ اوږده وي د سر له لوړه ځايه بيا تر پښو پوري، اول به لفافه وغوړوي بيا به سربېره لنګ پرواچول سي بيا به کميس پر واچول سي نو به اول کميس پر سم کي بيا به لنګ چپه طرفته پر سم کي بيا راسته طرفته دغه رنګه به لفافه پر دغه ترتيب پر راواړوي [درمختار] ښځه به په پنځو ټکرانو کي کفن سي درع چي ګرېوان يې په سينه باندي وي، خِمار يعني سرپېچک، اِزار يعني لنګ، لفافه يعني تړون، خرقه يعني سينه بند، درع له سره تر پښو پوري او لنګ به
د سړي په اندازه وي، اول به لفافه وغوړوي بيا به سربېره لنګ پر وغوړوي بيا به سربېره کميس پر وغوړوي بيا به اول درع پر سمه سي چي د سر ورېښتان يې دوه ځايه پر کميس سربېره سي پر سينه باندي، پر هغه سربېره به سرپېچک کښېږدي چي تقريباً درې ګزه شرعي وي بيا به لنګ شاوخوا پر سم کي لکه د نارينه وو، د ښځي کفن پر خاوند واجب دی که څه هم مال د ښځي وي دا مفتْی بِهِ قول دی. [درمختار] که د ښځي خاوند نه و، نو به کفن هغه څوک ورته راوړي چي نفقه يې پر واجب ده که هغه نه وو نو د بيت المال څخه به کفن ورکوي که هغه نه وو نو سوال به کوي ضروري دی چي يو ټوکر پيدا کړي، کفن به سپين ټوکر وي. [درمختار] او که هغه ټوکر کفن سي چي يو اهم عبادت پکښي سوی وي جائز دی لکه ابوبکر صديق(رض) چي وصيت وکړ چي ما په دغه دوو ټوکرانو کي کفن کړئ چي ما پکښي لمونځونه کړي دي. [ابن سعد] او سعد(رض) وصيت کړی چي ما په دغه زړه شغه کي کفن کړئ چي ما پکښي
د بدر غزا کړې ده. [ذهبي] د ښځو لپاره په رنګه ټوکر کي کفن جائز دی او د ښځو په تابوت کي ښخول افضل دی.[درمختار] چي څوک ژوندی وي د ځان لپاره کفن پيدا کړي جائز دی. [بخاري] په ژوند کي قبر کښل د ځان لپاره جائز دی، البته ابوبکر صديق(رض) نه دی خوښ کړی، او د ځان لپاره تابوت جوړول مکروه دی. [کبيري]
د جنازې د وړولو حکم:
د کوچني جنازه به په لاسو کي يو سړی وړي او د لوی سړی جنازه به څلور کسان وړي. [درمختار] د جنازې مخ کي تلل او وروسته تلل هديرې ته جائز دي وروسته تلل پر افضل دی خو چي د جنازې لمونځ ته ځان ورسوي. [ابن ابی شيبه عن علي] بهتره دا ده چي د څلورو طرفو څخه څلور کسان جنازه ونيسي او وايې خلي [ابن ابی شيبه عن ابن مسعود(رض)] سنت طريقه دا ده چي د جنازې د کټ مخ کي راسته پښه پر اوږه بيا د مخ چپه پښه بيا د کټ د شا راسته پښه بيا چپه پښه پر اوږو باندي کښېږدي. [درمختار] د جنازې سره په زوره ذکر او تلاوت کول مکروه دی او زنانه به هديرې يا جنازې ته نه ځي دا مفتْی بِهِ قول دی. [شرح کبير] د ښځي جنازه هر څوک وړای سي که محرم وي که غير محرم . [ردالمحتار]
د جنازې لمونځ:
د جنازې لمونځ فرض کفايي دی چي څه خلک لمونځ وکي
د ټولو خلکو غاړي په خلاصېږي، د جنازې لپاره اسلام شرط دی پر قادياني او منکر حديث او د دې زمانې شيعه ګانو ته د جنازې لمونځ نسته د جنازې په لمانځه کي دوه شيان فرض دي: ۱- ولاړه ده، ۲- څلور واره الله اکبر ويل دي. [درمختار] د جنازې لمونځ هم په هغه شيانو سره فاسدېږي په کومو شيانو سره چي بل لمونځ فاسدېږي، [عالمګيري] جنازه د هغه چا چي حاضره سي نو لمونځ
د جنازې روا دی يعني چي جنازه حاضره نه وي غائبانه جنازه نه ده صحيح دا زموږ او د امام مالک(رح) مذهب دی او دا معمول
د نبي علیه السلام دی چي په نجاشی پاچا يي غائبانه جنازه کړې وه.
ابن عباس(رض) فرمايي: چي د مخ څخه بې حجاب پورته سوی وو [ابن حبان، ابوعوانه] نو دا جنازه ګوا حاضره سول.
او يا د ده خصوصيت وو چي پر پيغمبر علیه السلام باندي يې غائبانه ايمان راوړی وو او پيغمبر علیه السلام د معاويه بن معاويه مزني غائبانه جنازه کړې وه يا يې حجاب د مخ څخه پورته سوی وو. [بيهقي] يا چي د سورة اخلاص سره د ده محبت وو.
د جنازې لمانځه کوونکي ته د بدن پاکوالی د عورت پټول قبلې ته مخامخ کېدل نيت کول شرط دی. [شامي] د جنازې لمونځ
د امام او مقتدي لپاره يو ډول دی فقط دومره فرق لري چي امام الله اکبر او سلام په لوړ آواز وايي او مقتدی يې کرار وايي. [عالمګيري] تر اول الله اکبر وروسته سبحان ويل تر دوهم تکبير وروسته درود ويل تر درېيم تکبير وروسته د مړه دعا ويل تر څلورم تکبير وروسته سلام ګرځول د الله اکبر څخه ماسوا دا نور ټول اذکار سنت دي. [ردالمحتار]
د جنازې لمونځ په دغه سبب ځنډول چي جماعت ډېر سي مکروه دی. [شامي] څوک چي ناوخته د جنازې لمانځه ته راسي الله اکبر ځني تېر سوی وي نو دي د بل الله اکبر انتظار وکړي او که ورته معلوم نه وو چي امام څو تکبيرونه کړي دي نو دي سبحانه شروع کړي او که ورته معلوم وو نو چي امام کوم ذکر کوي هغه دي شروع کړي. [احسن الفتاوْی] په ډېرو مړو يوه جنازه کول جائز دي. [درمختار] څوک چي خودکشي وکړي و هغه ته د جنازې لمونځ نسته په نزد د ابو يوسف(رح) او په نزد د طرفينو باندي د جنازې لمونځ سته او دغه مفتْی بِهِ قول دی ځکه پيغمبر علیه السلام د خودکش جنازه نه ده کړې ليکن صحابه کرامو(رض) يې د جنازې څخه نه دي منع کړي، څوک چي مور يا پلار قتل کړي او حکومت يې قصاص کړي د جنازې لمونځ به نه ورکوي. [درمختار] د لېوني حکم د کوچني دی. [شرح کبير] امام به د مړي د سينې پر برابر درېږي که نر وي که ښځه دا ظاهرالروايت دی، امامت اول حق د امام د جامع مسجد دی او که حاضر نه وو نو حق د امام د محلې د مسجد دی او يا حق د ولي دی د مړي. او که يو سړي وصيت وکړی چي وما ته دي فلانی لمونځ راکړي فلانی دي غسل راکړي نو دا وصيت يې باطل دی. [درمختار] که امام مړي ته د جنازې لمونځ ورکړي او د مړي ولي حاضر نه وو او امام پر مقدم هم نه وو نو ولي بېرته لمونځ راګرځولای سي خو دا نور خلک بې نه راګرځوي. [درمختار] که سړی بې له غسل او بې له لمانځه د جنازې ښخ سوی وو نو د ده پر قبر باندي جنازه کېدای سي ليکن که دی خاوري سوی نه وي په ډېر وخت تېرېدو سره غالب ګمان کېږي چي خاوري سوی به وي. [درمختار] په مسجد کي جنازه کول مکروه ده که لږ خلک يا ډېر خلک په مسجد کي وي اوکې مړی دباندي ايښی وي په ټولو صورتو کي مکروه دی. [درمختار] که باران وو په مسجد کي جنازه کول مکروه نه ده. [قاضيخان] که ولي د مړي معتکف وي نو جنازه کول په مسجد کي مکروه نه ده.[مبسوط] کوچنی که ژوند وکي او علامات د ژوند پکښې وي يا په ټول بدن يا اکثر کي نو به جنازه ورکول کېږي او کې علامي د ژوند و نه ليدل سوې نو جنازه يې نسته، او مفتْی بِهِ قول دا دی چي غسل به ورکول کېږي نوم به پر ايښودل کېږي او په يو ټوکر کي به وپېچل سي او دفن به سي او په ورځ د قيامت را پورته کېږي او شفاعت کوي. [درمختار مع ردالمحتار] چي جنازه وسي صفونه مات سي نو دعا کېږي او که څوک په جنازه کي شريک سي بيا په ناسته هم دعا کېدای سي او که صفونه نه وي مات سوي نو دعا که وکړل سي بيا تکرار د جنازې لازمېږي صاحب
د مرقات ويلي دي چي: زيادت پر جنازه لازمېږي چي خلک لږ وي نو درې صفونه جوړول مستحب دي. [ابوداؤد]
د مړي ښخول:
چي مړی قبر ته ورشوه کېږي نو دا کلمات به وايي: بسم الله وبالله علْی ملة رسول الله. [درمختار] په قبر کي يا دباندي تر قبر اذان کول نه دی جائز. [شامي] غوټي د کفن به ورخلاصي کړل سي. [شرح کبير] ټول جسد د مړي به قبلې طرفته لږ ورمائل سي نه يواځي مخ. [بدايع] او د ښځي قبر ته به خامخا پرده وي. [درمختار]
(نو دلته د کفري نړۍ دا دعوه چي د بشري حقوقو په اړه يې لري موږ مسلمانان و دوی ته پسله مرګه هم دا ثابتوو چي تر کومي اندازي موږ د ښځي حقوق پر ځای کړي دي. او موږ ته مقدس شريعت تر مرګ وروسته هم د ښځوحقوق راښودلي دي).
په لحد کي به اومې خښتي وي او پخې خښتي او تختې به نه وي که مځکه کمزورې وي او يا تر قبر دباندي استعمال سي جائز دی او قبر به ماهي پشت وي او ډب به نه وي پر قبر به اهاک او ګچ سمنټ نه کاروي او آبادي او ګنبدي به نه پر جوړوي. [درمختار] او نبي علیه السلام چي پر کوم ځای د ده قبر شريف دی هم هلته ده مبارک سترګي پټي کړي دي وروسته بيا آبادي او ګنبده پر جوړه سوه دا خصوصيت د قبر شريف دی ځکه کومه خاوره مبارکه چي د علیه السلام پر بدن مښتې ده تر عرش هم مشرفه ده، د تعارف او پېژندني لپاره پر قبر باندي نوم او تاريخ ليکل جائز دي او پر قبر باندي پوښ غوړول جائز نه دی او د عبدالغني نابليسي په نزد د صالحينو او علماوو پر قبرو باندي جائز دی چي د عوامو په مخ کي سپک رانه سي. [ردالمحتار] د ښځي قبر ته دي محارم کښته سي او اجنبي هم ورکښته کېدای سي او مېړه د ښځي پر اجنبي خلکو مقدم دی او ښځه او کافر به قبر ته نه ورکښته کېږي که څه د مړي نزدې قريبان وي. [شرح کبير] درې لپي خاوره د هر چا لپاره مستحب ده چي برخه پکښې واخلي. [صغيري] برابرېدل د قبر مکروه نه دی او کوم حديث چي منع پکښې راغلې ده د هغه په سند کي محمد بن قاسم طائکاني دی چي هغه متهم باالوضع دی. [رساله قبريه ص ۱۷]
نکير او منکر به راځي دغه مړي ته په قرآن او حديث د قبر عذاب ثابت دی هم جسماني هم روحاني چي څوک د عذاب قبر څخه منکر وي په هغه پسې اقتداء صحت نه لري فقهاء فرمايي چي: د جمعې په شپه عذاب د قبر پورته کېږي او پر مسلمان باندي نه راګرځي. [شامي] که په سمندر درياب کي څوک مړ سو او طاقت ورسره نه وو چي وچي ته يې يوسي نو دي يو دروند شی پر وتړي او اوبو ته دي ورايله کړي. [شرح کبير] مړی به د قبر څخه نه راکاږي او که دغه مځکه د غصب وي او يا يې په شفع څوک واخلي او مالک اجازه نه ورکوي نومړی راکښلای سي. [درمختار] او که پر قبر باندي اوبه راځي او قبر وړي بيا يې راکښل جائز دي بل وچ ځای دې يو سي. [شرح الصدور] د ډېري زمانې پر هديره باندي کورونه او يا کرونده جوړول جائز دي. [درمختار، عيني] پخه چاردېوالي پر قبر جوړول که عذر نه وي نه ده جائز. [احسن الفتاوْی] د قبر واښه شکول او شنې درختي رېبل مکروه دي. [مراقي الفلاح] پر قبر څراغ لګول منع دی که د زيارت کوونکي يا تلاوة کوونکي لپاره وي بيا جائز دي او پر قبر ګلان ايښودل جائز دي ليکن ښه کار دا دی چي د ګلانو قيمت په مړه پسې خيرات سي. [هنديه] که هديره د يو چا ملکيت وو نو درختي هم د هغه مالک دي او که هديره وقف وه نو درختي هم وقف دي په بله هديره يا مسجديا مدرسه کي يې مصرفولای سي جائز دي. [مأخذ از فقه] چي مړی ښخ سو نو د مړي سر ته (آلم) تر (مفلحون) پوري او د مړي پښو ته د (امن الرسول) څخه تر پايه سورة بقره ويل سنت دي. [حديث شريف]
سماع الموتْی راجح قول دی (مقالات) سماع الموتْی و دغه ته ويل کېږي چي د سړي دا عقيده وي چي مړه زموږ خبري اوري دا حق دی ځکه که يو سړی مړه ته و وايي مثلاً خپل پلار ته چي اې بابا ته الله تعالْیﷻ ته خواست وکه چي زما فلانی حاجت را پوره کړي دا جائز دی. [فتاوی رشيديه] پر قبر باندي د خرما درخته شنه کول جائزه ده بريده بن خصيب(رض) دا وصيت کړی وو. [بخاري ابوداؤد] مړی چي ښخ سي نو دي ټول خلک پر خپلو کارو ادامه وکړي ولاړ دي سي خپلو ځايوته. [درمختار] که د کافر مسلمان همسايه مړ سي نو د بخښني دعا به ورته وسي او که د مسلمان همسايه کافر مړ سي نو دي د بخښني دعا نه ورته کوي. [درمختار]
فاتحه اخستل:
په مړه پسې فاتحه اخستل روا ده خو درې ورځي به فاتحه اخستل کېږي تر درو ورځو وروسته فاتحه اخستل نسته او د ښځو لپاره ناسته کول درې ورځي ناجائزه ده. [خزانةالفتاوْی] دوهم وار فاتحې ته ورتلل مکروه دي او فاتحه په مسجد کي اخستل جايز ده. [ظهيريه] که څوک غائب وي يا خبر نه وي تر درو ورځو وروسته هم فاتحه ورکولای سي. [درمختار] د اختر په ورځ د مړي وارثانو ته ورتلل دا غلط رواج دی شرعاًُ تر درې ورځي وروسته ور تلل ممنوع دي.
[رساله قبريه، مصنف حضرت مولانا محمد فريد صاحب].
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery