محرم الحرام او د کربلا شهيدان
محترمو مسلمانانو ! په دې برخه کښي د حضرت امام حسين (رض) د قيامي ، په مقابل کي
د يزيد مردود دشرعي حکم په اړه بيان درته کوم ، خو تر دې له مخه د حضرت امام حسين د
قبر او دده د سر مبارک په اړه څه بيانوم .
قبر د امام حسين (رضي الله عنه) :
ابن کثير په � البداية والنهاية � ج ۸ ص ۶۰۱کښي ذکر کړيدي :
و أما قبر الحسين (رض) فقد اشتهر عند کثير من المتأخرينَ أنه في مَشهَدِ علي ،
بمکانٍ منَ الطف عندَ نهرِ کربلا ، فيقالُ إنَّ ذالک المشهد مبنِي علی قبرِه فالله
أعلم .
همدارنګه ده ذکر کړيدي چي ابن جرير وغيره ويلي دي چي د حضرت امام حسين د قتليدلو
ځائ نامعلومه سوئ دئ او وهيچا ته په دې باره کښي د تعين کوم دليل نسته ، او ابو
نعيم فضل بن دکين به پر هر هغه چا باندي انکار کاوئ چي هغه به ويل چي ما ته د حسين
قبر رامعلوم دئ ، او په دې باره کښي ځيني نور قولونه هم سته .
د حضرت حسين (رضي الله عنه ) سر مبارک :
ابن کثير په دې باره کښي داسي ذکر کړيدي چي د أهل تاريخ او د أهل سِيَر په نزد دا
خبره مشهوره ده چي دده مبارک سر ابن زياد و يزيد بن معاويه ته وروليږئ ، بيا په دې
اړه علماوو اختلاف کړئ دئ چي د حضرت امام حسين سر مبارک بيا په کوم ځائ کښي ښخ کړسو
، يو قول دادئ چي يزيد د امام حسين سر مبارک و عَمرو بن سَعد ته ( چي د مدينې منورې
والي ؤ د يزيد له طرفه ) وليږئ بيا عَمرو دده سر مبارک په بقيع کښي د فاطمة الزهرآء
له قبره سره نژدې ښخ کړ .
او بل قول دادئ چي سر مبارک دده د يزيد بن معاويه په خزانه کښي پروت ؤ ، بيا د يزيد
له مرګ څخه وروسته دده سر مبارک په کفن کښي داخل کړ سو او په داخل کښي د � بابُ
الفراديس � د ښار د دِمشق ښخ کړسو چي اوس هغه ځائ په مسجد الرأس سره شهرت لري .
او إبن عَساکر په خپل تاريخ کښي ذکر کړيدي چي کله چي د امام حسين سر د يزيد په حضور
کښي کيښودل سو نو ده ملعون د ابن زبْعَري دغه شعر ووايه :
ليتَ اشياخي بِبَدرٍ شهِدوا جزَع الخزرجُ مِن وَقعِ الأصَلِ
بيا يې دده مبارک سر درې ورځي په دِمَشق کي راځړولئ ، بيا يې د اسلحو په خزانو کښي
کيښودئ تر څو چي بيا سليمان بن عبدالملک په خپل دور کښي کفن ورکړ او خوشبويي يې پر
ولګوله او د جنازې لمونځ يې باندي ادا کړ او د مسلمانانو په مقبره کښي يې ښخ کړ .
او يو قول داسي هم راغلئ دئ چي په ۶۶۰ سنه کښي د امام حسين سر مبارک و مصر ته يووړل
سو او بيا زيارت پر جوړ کړ سو چي په � تاج الحسين � سره مشهور دئ ، خو دا قول صحيح
ندئ ( البداية والنهاية ) .
خو دلته په يوه بله مسئله هم سر خلاصول پکار دي هغه دا چي د امام حسين د قتل په وجه
غمګيني او پريشاني کول په چوکاټ کښي د حدودو د شريعت شرعًا څه حکم لري ؟
ابن کثير په � البداية والنهاية � ج۸ ص ۶۰۰کښي داسي ويلي دي :
فکل مسلمٍ ينبغي له أن يحزنَه قتله رضي الله عنه فإنه مِن سادات المسلمينَ و علمآء
الصحابَة و إبن بنت رسول اللهِ التي هي أفضلُ بناته ، وقد کانَ عابدًا و شُجاعًا و
سَخيا و لکن لايحسن ما يَفعلُه الشيعة من اظهار الجزَع والحرزن الذي لعل أکثره تسنن
و ريآء .
يعني : نو هر مسلمان ته دا ښايي چي د امام حسين په شهادت غمجن سي ؛ ځکه چي دَی د
مسلمانانو له سردارانو څخه ؤ او له علماوو د صحابه و څخه ؤ او د رسول (صلی الله
عليه وسلم) د هغي لور ځوۍ ؤ چي تر ټولو لوڼو پر ده مبارک باندي ګرانه وه ، او عابد
، شجاع او سخي ؤ ، مګر خو هغه ډول کارونه ښه ندي کوم چي شيعه ګان يې کوي .
صاحب د تفسير حسيني په �روضة الشهدآء� کښي داسي مضمون ذکر کړئ دئ چي پر دې باندي
دلالت کوي چي د عاشورآء او د محرم په لسو ورځو کښي د امام حسين په وجه غم او
پريشاني د ډير اجر او برکت سبب ګرځي .
خبردارئ :
محترمو ! دلسمي برخي بيان چي د شهادت د امام حسين تير سوئ دئ مکمل له �روضة الشهدآء
� څخه مأخوذ سوئ دئ