محرم الحرام او د کربلا شهيدان
د يزيد بن معاويه قبائح او پر ده باندي د لعنت ويلو شرعي حکم :
بسمه تعالی !!
محترمو مسلمانانو ! په دې برخه کښي د يزيد په باب ځيني أهم او ضروري داسي تفصيلات
درته ذکر کوم چي د أهل السنت والجماعت له عقيدې سره موافق او د أهل السنت د علماؤ
له معتبرو کتابو څخه مأخوذ دي .
يزيد په ۲۵هــ او چا ويلي دي چي په ۲۶هــ او چا ويلي دي چي په ۲۸هــ کي پيدا سوئ دئ
، او له خپل پلار معاويه څخه وروسته يې درې کاله او يو څو مياشتي امارت کړئ دئ (
کذا في جامع الأصول ) .
کوم قبيح او ناروا کارونه چي يزيد کول هغه په دې شرحه دي :
د شرابو چښل ، ارتکاب د زنا ، استحلال د محارمو ، د الله (جل جلاله ) د بيتې بې
ادبي کول ، د مسجد نبوي بې احترامي کول وغيرها ( کذا في النبراس وحاشيته ) .
خو دغه ټول کارونه دده و درو عقل حيرانونکو فسادو ته دده ( العياذ بالله) لکه عبادت
داسي ښکاره کيږي :
اول : په کربلا کښي د حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) په شمول دده مبارک د
کورنۍ او مخلصينو ۷۳ نفره په داسي ډول په شهادت رسول چي د کافر زړه يې هم نسي
برداشتولائ ، او بيا د امام حسين سر مبارک پريکول ، بيا دده و حضورته وروړل ، او يا
دده مبارک سر د حلقې او مجلس په منځ کي چښل چا و خوا شراب ورته چښل لکه چي تفصيل يې
په تيره برخه کښي تير سوئ دئ .
دوهم : کله چي د مدينې منورې خلګ دده په مقابل کښي ودريدل ، نو ده و خپل فوج او
عسکرو ته پر مدينه باندي د حملې کولو حکم ورکړ ، او دايې ورته وويل چي درې ورځي
مدينه و تاسي ته حلاله ده ، هر څه چي په مدينه کښي کوۍ درته اجازه ده ، چي په نتيجه
کښي يې ۱۰۰۰ ښځي د مدينې د اوسيدونکيو ددوۍ له زناکارۍ څخه حملداري سوې ، سره له دې
چي په مدينه منوره کښي د أصحاب کرامو کورونه هم موجود ول .
دريم : د عبد الله ابن زبير ( رضي الله عنه) په مقابل کښي د الله (جل جلاله) پر حرم
او کعبه شريفه باندي و خپل فوج ته حکم ورکول او بيا هغه تر سره کول ( انظر البداية
والنهاية ، تاريخ طبري وغيره ) .
پر يزيد باندي د لعنت ويلو د جواز په باب د علماوو او امامانو د أهل السنت والجماعت
نظرونه :
محترمو ورو ڼو ! په دې باره کښي د أهل السنت والجماعت د علماؤ نظرونه مختلف دي .
په خلاصه کښي چي په حنفي فقه کښي خورا معتمد کتاب دئ ، او دارنګه په احيآء العلوم
کښي د امام حجة الإسلام ابو حامد غزالي داسي ذکر دي چي پر يزيد باندي او دارنګه پر
حجاج بن يوسف باندي لعنت ويل روا ندي ؛ ځکه چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) پر هغو
خلګو باندي له لعنت ويلو څخه منع کړېده کوم چي لمونځونه کوي او له أهل قبلې څخه وي
.
او ځينو علماوو د أهل السنت ، لکه امام ابن الجوزي ، امام أحمد بن حنبل ، قاضي ابو
يعلی وغيره بيا په دې نظر دي چي علی الإطلاق پر يزيد � ملعون� باندي لعنت ويل جائز
دي .
امام ابن جوزي په دې باره کښي مستقل کتاب جور کړئ دئ او په دې نامه سره يې مسمی کړئ
دئ : الرد علی المتعصب العنيد المانع عن ذم يزيد .
او امام أحمد بن حنبل (رح) بيا په دې آيت سره دليل نيولئ دئ چي الله (عز وجل)
فرمايلي دي :
فهل عسيتم إن توليتم أن تُفسدوا في الأرض و تقطعوا أرحامکم الئک الذين لعنهم الله .
او قاضي ابو يعلی په دې مبارک حديث دليل نيولئ دئ چي ر سول ( عليه الصلوة والسلام)
فرمايلي دي :
مَن أخافَ أهلَ المدينةِ أخافَه اللهُ و عليه لعنة الله والملئکة و الناس اجمعين .
( انظر النبراسَ و لمزيد التفصيل البداية والنهاية ج ۸ ) .
او علامة التفتازاني ( رحمه الله تعالی) په شرح العقايد کښي د � قول فيصل � په ډول
داسي فرمايلي دي :
و الحق أن الرضا يزيد بقتل الحسين (رض) و استبشاره بذلک و إهانته أهل بيت النبي
(صلی الله عليه وسلم) مما تواتر معناه و إن کان تفاصيله احادًا ، فنحن لا نتوقف في
شانه بل نتوقف في ايمانه ، لعنة الله عليه و علی انصاره و علی أعوانه .
البته د أحنافو د علماوو ميلان و دې طرف ته دئ چي پر يزيد باندي بايد لعنت ونکړ سي
، لکه چي د خلاصې خبر درته ذکر سوه .
په � رشيد بيان � کښي لا هم داسي راځي :
لعنت مکړه پر يزيد چي له رفضه شې بعيد
صاحب د نبراس په ص۵۵۴ کښي په دې اړه خورا په زړه پوري تحقيق کړئ دئ .
ابن تيمية په خپله فتاوی کښي ذکر کړيدي چي د يزيد په اړه خلګ درې ډلي دي : يوه ډله
يې کافر بولي ، بله ډله يې فاسق او فاجر بولي او بله ډله يې تر حضرت أبوبکر هم بهتر
بولي ، خو صحيح خبره داده چي د مابين په قول عمل وکړ سي .
( والسلام و من الله التوفيق ، و هذا اخير ما اردناه بمناسبة المحرم الحرام و شهدآء
کربلا ، ونسأل اللهَ أجره و ثوابه وبرکاته )