دویم باب د نبوی احادیثو په رڼاکی د ختم نبوت ثابتول :
۱-عن جابر بن عبدالله رضی الله عنه ، قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مثلی
و مثل الانبیأ کمثل رجل بنی دارا فاکملها و احسنها الا موضع لبنة فکان من دخلها
فنظر الیها قال: ما احسنها الا موضع اللبنة ، فأنا موضع اللبنة ، ختم بی الانبیأ
علیهم الصلاة و السلام . و فی روایة : و ختم بی الرسل ، و فی روایة : فا نا اللبنة
و انا خام النبیین ( دغه حدیث په ابوداود الطیالیسی او بخاری ، مسلم او ترمذی کی د
سلیم بن حیان له اړخه او د احمد بطرق له اړخه بیان شوی دی )
ژباړه : د جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چی وایی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم
و فرمایل : زما او د تیرو شوو انبیآو مثال د هغی وګړی په څیر دی ، چی یو کور یی جوړ
کړی وی او د هغی ابادی یی سر ته رسولی وی او ډیر یی ښایسته کړی وی ،پرته دیوی ښختی
د ځای څخه ، چی هغه خالی پاته وی ، نو هرڅوک چی دغه ماڼۍ ته ورننوځی او ګوری یی ،
نو وایی چی دا خو ډیره ښایسته ماڼۍ ده خو دیوی ښختی ځای په کی خالی دی (یعنی دښختی
دی خالی ځای زیانمنه کړی )، نو زه (دهغی اخری) ښختی په ځای یم . الله تعالی زه د
انبیأو علیه السلام په اخر کی را لیږلی یم �او په یوه روایت کی د(رسل ) لفظ راغلی ،
او په یوه بل روایت کی راغلی چی زه هغه ښخته یم او زه د نبوت همغسی پای ته رسونکی (خاتم
النبیین ) یم . لکه څنګه چی هغه ښخته اخری ده .
۲-عن ابی هریرة رضی الله عنه قال ، قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: فضلت علی
الانبیأ بست : اعطیت جوامع الکلم ، و نصرت بالرعب ( وفی روایة: مسیرة شهر ) ، و
أحلت لی الغنأیم و جعلت لی الارض مسجدا و طهورا ، و ارسلت الی الخلق کافة و ختم بی
النبیون . ( دا حدیث مسلم ، ترمذی ، احمد کی راغلی او همداراز په کنزالعمال کی هم )
ژباړه : د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم و
فرمایل : ماته په ټولو انبیأو علیهم الصلوة و السلام باندی په شپږو طریقو سره برتری
(فضیلت) راکړل شوی دی . لمړۍ دا چی ماته (جوامع الکلم ) راکړل شوی دی ، دویم : ماته
د یوی میاشتی په فاصلی سره په (رعب ) سره کومک شوی دی .دریم : ماته یی غنیمتونه
حلال کړی دی. څلرم : ماته ټوله مځکه مسجد او پاکه کړل شوی ده . پنځم : او زه یی د
ټول عالم په لور لیږلی یم . او شپږم : زماد بعثت په بنسټ الله تعالی د انبیأو لړۍ (سلسله
) پای ته ورسوله.
۳-و عن العرباض بن ساریة رضی الله عنه قال : قال لی النبی صلی الله علیه وسلم: انی
عند الله خاتم النبیین و ان آدم لمنجدل فی طینته . ( د اداحمد روایت دی چی په مشکاة
المصابیح او کنزالعمال و شرح السنة کی راغلی دی )
ژباړه :عرباض بن ساریه رضی الله عنه څخه روایت شوی دی چی هغی ویلی دی چی ماته نبی
صلی الله علیه وسلم وفرمایل :چی زه د الله تعالی په وړاندی(هغه وخت ) خاتم النبیین
لیکل شوی وم چی آدم علیه السلام په خپلی خټی کی پروت و .
۴-و عن جبیر بن مطعم قال : سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول : ان لی اسمأ
أنا محمد و انا احمد و انا الماحی الذی یمحو الله بی الکفر و أنا الحاشر الذی یحشر
الناس علی قدمی ْ و أنا العاقب الذی لیس بعده نبی . (بخاری ، مسلم اود احمد په مسند
کی دا حدیث راغلی دی)
ژباړه : جبیر بن مطعم رضی الله عنه څځه روایت دی چی ویلی یی دی ، چی: ماد رسول الله
صلی الله علیه وسلم خبری اوریدی چی ویل یی : ماته نومونه دی ، محمد یم او احمد یم ،
ماحی یم ، دچا په واسطه چی الله تعالی کفر له منځه وړی او زه حاشر یم چی دخلکو
حشر(بیا راژوندی کیدل ) به زما پر قدمو کی کیږی او زه عاقب یم یعنی هغه چی تری
وروسته بل نبی نه راځی .
۵-و عن عبدالله بن عمر رضی الله عنهم یقول : خرج علینا رسول الله صلی الله علیه
وسلم یوما کالمودع فقال: أنا محمد النبی الامی ( ثلاثلا)و لا نبی بعدی . ( دا حدیث
په احمد او ابن کثیر کی راغلی دی )
ژباړه : عبدالله بن عمر رضی الله عنهم فرمایی چی یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه
وسلم پر مونږ باندی راووت ، داسی معلومیده چی رخصت ورکونکی وی ، نو ویی فرمایل : زه
محمد امی نبی یم (دری ځلی یی دا خبره وکړه ) او زما څخه وروسته بل هیڅ نبی نه راځی
.
۶-........و فی حدیث السایب بن یزید: فنظرت الی الخاتم بین کتفیه فاذاهو مثل
زرالحجلة. (دبخاری ، ترمذی روایت دی )،کذا عبدالله بن سرجس (فقیه )فنظرت الی خاتم
النبوة بین کتفیه عندنا غض کتفه الیسری ( مسلم ) و کذافی حدیث ام خالد و فیه فذهبت
العب بخاتم النبوة ( بخاری )
ژباړه : دسایب بن یزید په حدیث کی راغلی چی ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم د
اوږو په مینځ کی خاتم نبوت و کوت ،هغه دناوی له پاره د جوړی شوی ډولۍ دبټن په څیر
و، په همدی ترتیب د عبدالله بن سرجس څخه هم نقل شوی چی ما (خاتم نبوت ) درسول الله
صلی الله علیه وسلم ددواړو اوږو تر مینځ ، دښی اړخ د اوږی په نازکه هډوکی و کوت .
همدا راز حدیث د ام خالد څخه هم روایت شوی دی ، په هغی کی ویل شوی دی چی د (خاتم
النبوة ) سره یی لوبی کولی .
۷-عن جابر رضی الله عنه : ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: اناقاید المرسلین و
لافخر، و اناخاتم النبیین ولا فخر ، و انا اول شافع و مشفع و لا فخر. (الدرامی په
کنز العمال کی ، ۱۱/۴۰۲)
ژباړه : د جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی صلی الله علیه وسلم و فرمایل چی
زه د رسولانو قاید یم او په دی کی فخر نشته ، اوزه خاتم النبیین یم او په دی کی فخر
نشته ، او زه تر ټولو لمړۍ شفاعت کونکی ( او مقبول الشفاعة )یم او په دی کی فخر
نشته .
۸-و عن ثوبان رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : سیکون فی امتی
کذابون ثلاثون ، کلهم بزعم انه لنبی الله و انا خاتم النبیین و لا نبی بعدی . (
ابوداود اوترمذی )
ژباړه :د ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی چی ویلی یی دی چی رسول الله صلی الله
علیه وسلم فرمایلی دی : زما په امت کی دیرش درواغجن پیدا کیدونکی دی هر یو به دعوه
کوی چی هغه د الله تعالی نبی دی ، حال داچی زه خاتم النبیین یم او زما وروسته کوم
نبی نه راځی .
۹-و عن ابی امامة الباهلی رضی الله عنا ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: أنا آخر
الانبیأ و انتم آخر الامم ( ابن ماجه )
ژباړه : ابو امامه باهلی رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل : زه د انبیأو آخری یم او تاسی اخری امت یاست .
۱۰- و عن آنس رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ، بعثت أنا و
الساعة کهاتین. ( بخاری )
ژباړه : انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی ویلی دی چی ماته رسول الله صلی الله علیه
وسلم وویل چی زه په داسی حال کی مبعوث شوی یم چی زه او قیامت دومره (نژدی ) یو لکه
دلاس دا دوه ګوتی.
۱۱- و عن انس بن مالک رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ان
الرسالة و النبوة قد انقطعت ، فلارسول بعدی و لانبی بعدی ، قال: فشق ذلک علی الناس
قال: ولکن المبشرات ، قالوا یارسول الله ! وما المبشرات ؟ قال : روْیا الرجل المسلم
وهی جزْ من اجزاْ النبوة وفی روایه من سته و اربعین جزْ. ( احمد او الترمذی )
ژباړه : د انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل
: بیشکه چی رسالت او نبوت منقطع ( پری کړل شوی) دی نو زماڅخه وروسته نه کوم استازی
(رسول ) راځی او نه کوم نبی . انس رضی الله عنه فرمایی چی دا خبره په خلکو ډیره
درنده تمامه شوه ، نو بیایی و فرمایل چی : بلی - مبشرات به وی ، هغه ورته وویل چی
مبشرات څه ته وایی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : د یومسلمان سړی خوب
لیدل ، دا دنبوت دبرخو څخه یوه برخه ده - یاشپږ څلویښتمه برخه ده .
۱۲ـو عن ابن سعد آن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: أنا رسول من أدرکت حیا ومن
یولد بعدی .( کنزالعمال )
ژباړه : د ابن سعد څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی زه
د ژوندیو خلکواو دهغوی چی له مانه ورسته پیدا کیږی ، رسول او استازی یم .
۱۳ـ قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: أنا خاتم الانبیأ و مسجدی خاتم مساجدالانبیأ
و ان أحق المساجد ان یزار و تشد الیه الرواحل مسجد الحرام و مسجدی . ( فردوس
الاخبار ۱/۷۸)
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی زه ( خاتم النبیین ) یم او زما
مسجد د انبیاو په مساجدو کی اخری مسجد دی. او مساجدو ته دسفر کولو وړ مسجد حرام او
بیا زما مسجد دی.
۱۴ـ و عن أبی أمامة الباهلی رضی الله عنه قال: خطبنا رسول الله صلی الله علیه وسلم
ذات یوم (الی أن قال:) وانا آخر الانبیأ و انتم آخر الامم( الی أن قال:) ویقول :
أنا نبی ، آنا نبی ، ولا نبی بعدی . (کتاب السنة لابی بکر بی آبی عاصم ، تاریخ دمشق
لابن عساکر ۱/۱۹۱)
ژباړه : دامام باهلی رضی الله عنه څخه روایت دی چی مونږ ته رسول الله صلی الله علیه
وسلم یوه ورځ خطبه راکړه او په هغی کی یی وفرمایل : زه د ټولو انبیاو اخری یم او
تاسی په امتونو کی اخری امت یاست . زه نبی یم ، زه نبی یم ، زما څخه وروسته کوم نبی
راتلونکی نه دی .
۱۵ـ و عنه قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول فی خطبته : ایها الناس !
انه لانبی بعدی و لا امة بعدکم. ( مجمع الزواید: ۸/۴۷۱)
ژباړه : ابوامامه باهلی رضی الله عنه څخه بیا روایت دی چی ویلی یی دی : ما د رسول
الله صلی الله علیه وسلم څخه په خطبه کی واوریدل چی فرمایل یی : ای انسانانو ! زما
څخه وروسته نبی نه راځی او نه ستاسی څخه وروسته کوم امت .
۱۶ـ و عن ام سلمة رضی الله عنهاـ ان النبی صلی الله علیه وسلم قال لعلی: اماترضی ان
تکون منی بمنزلة هارون من موسی ، غیر انه لانبی بعدی . (صحیح ابن حبان ۱۵/۱۵)
ژباړه : د ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی چی ویلی یی دی چی نبی صلی الله علیه
وسلم ، علی رضی الله عنه ته وفرمایل : ایا ته په دی خبره خوښ نه یی چی زما او ستا
نسبت یو بل ته داسی وی لکه د هارون علیه السلام نسبت چی موسی علیه السلام ته و .
لیکن زما څخه وروسته بل نبی نشته دی .
۱۷ـ عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ( فی حدیث طویل )قال : قولوا: اللهم اجعل
صلاتک ورحمتک و برکتک علی سید المرسلین و امام المتقین و خاتم النبیی محمد عبدک و
رسولک امام الخیر ، و قاید الخیر ورسول الرحمة. ( مسند ابی یعلی الموصلی : ۹/۱۷۵)
ژباړه : د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی ( په یوه اوږده حدیث کی ) چی
ویلی یی دی : ولوله اللهم جعل صلاتک و رحمتک و برکتک علی سید المرسلین ،چی د
متقیانو امام دی ، خاتم النبیین دی ، محمد صلی الله علیه وسلم ستا بنده او ستا
استازی (رسول ) دی دخیر امام او د هغی قاید او درحمت رسول دی.
۱۸ـ و عن سهل بن سعد الساعدی رضی الله عنه قال : استاذن العباس النبی صلی الله علیه
وسلم فی الهجرة فقال له : یا عم! مکانک الذی انت به ،فان الله تعالی یختم بک الهجرة
کما ختم بی النبوة . ( مسند الی یعلی الموصلی : ۵/۵۵)
ژباړه : سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی چی عباس رضی الله عنه د رسول الله
صلی الله علیه وسلم څخه د هجرت کولو په اړه اجازه و غوښته ، رسول الله صلی الله
علیه وسلم ورته وفرمایل : ای کاکا! په کوم ځای کی چی یاست ، په هماغه خپل ځای کی
اقامت و کړه ، الله تعالی پرتا باندی د (مکی ) د هجرت اختتام وکړ لکه څرنګه یی چی
پرما باندی د نبوت لړۍ پای ته ورسوله
توجه: په دغه احادیثوکی که څه هم یو شمیر یی د سند په لحاظ کمزوری دی خو د متن له
اړخه او دنورو صحیحو احادیثو په اساس حجت او دلیل ګرزیدای شی .