دریم باب هغه مبارک آیاتونه چی مرزاییانو تری د نبوت د اجرا له پاره استدلال کړی
دی ، او دهغی ځوابونه :
دقادیانیانو استدلال (۱)
ماکان الله لیذر الموْمنین علی ما انتم علیه حتی یمیز الخبیث من الطیب و ماکان الله
لیطلعکم علی الغیب و لکن الله یجتبی من رسله من یشاْ فآ منوا بالله وسله و ان
توْمنوا وتتقوا فلکم اجر عظیم .
ژباړه : الله تعالی داسی ذات نه دی چی مؤمنین په داسی حالت کی مخلوط اوګډوډ پریږدی
، مګر داچی ګنده اوناولی خلک دپاکو خلکو څخه جدا نکړی ، اوالله تعالی داسی هم نه
کوی چی تاسی ته د غیبو خبری و ښیْ. لیکن الله تعالی د خپلو رسولانو څخه ، څوک چی و
غواړی، منتخب کوی یی. نو په الله تعالی او دهغی په رسولانو باندی ایمان راوړۍ ،نو
که چیری تاسی ایمان راوړۍ او د نفاق څخه په څنګ و اوسۍ نوتاسی ته به ډیر اجر درکول
شی .
د هغوی د استدلال کولو لار:
(یجتبی) مضارع فعل دی او د استقبال له پاره استعمالیږی . او دغه آیت پر محمدرسول
الله صلی الله علیه وسلم باندی نازل شوی دی نو معلومه شوه چی د رسول الله صلی الله
علیه وسلم څخه وروسته هم ، الله تعالی رسولان ټاکی او تاسی په الله تعالی اورسولانو
باندی ایمان راوړۍ .
ددی ټول آیت د تفصیلی ځواب ورکولو نه مخته دوه ځانګړی (تنبیهی ) خبری ذکر کیږی :
۱ـ هر آیت پر خپل سیاق او سباق باندی د ایښولو په واسطه درک کیږی . او دخپل مطلب د
اثبات له پاره ، آیت دخپل سیاق اوسباق څخه غوڅول او لری کول ، څرګند معنوی تحریف دی
.
۲ـ دقران هغه تفسیر ډیر معتبر او باوری دی چی د نبی صلی الله علیه وسلم او صحابه
کرامو رضی الله عنهم د زمانی څخه منقول او مقبول دی . ددی نه علاوه د خپلو غوښتنو
او(خواهشاتو ) د ثابتولو له پاره دخپله ځانه تفسیر کول پخپله تحریف دی . د آیاتونو
په کلیماتو کی که څه هم عمومی هم وی خودا عمومیت هم ددی څخه مخته دوه شرطونو سره
مقید(تړل ) کیږی . په قرانکریم کی په دی اړوند زیات شمیر آیتونه شته دی .
تفصیلی ځواب :
پورته یاد کړل شوی آیاتونه ټول د احد د پیښی سره اړوند دی .
(۱۵۷) نمبر ایت پخپله د دي پو ښتنی ځواب دی چی : کله چی الله تعالی د احد په غزا کی
کفارو ته بری ورکړ نو هغوی ته دا ګمان پیدا شو چی دا بری زمونږ د حقانیت دلیل دی او
زمونږ له پاره په دی کی خیر دی ؟ نو الله تعالی ځواب ورکړ چی کافران دی دغه مهلت (بری
) دخپلو ځانو له پاره خیر نه ګڼی . بلکه دا د هغوی له پاره خاص شر دی ، ځکه چی په
دغه مهلت کی دهغوی ګناهونه زیاتیږی او په اخیر کی به هغوی ته د ذلت او سپکوالی
دردناکه عذاب وی .
په (۱۷۹) ایت کی د یوه بل سوال ځواب راغلی دی او هغه دا چی په احد کی الله تعالی پر
مؤمنانو او منافقینو باندی ولی دغه غم( قتل او ماتی ) را وسته؟
ځواب : په دی کی حکمت دا و چی د مصیبت او غم په وخت کی د مؤمن صبر او استقلال او د
منافق ،منافقت را څرګندیږی. او دا په دی خاطر چی د مومنانو او منافقینو تر مینځ
بیلتون (تمیز) راشی تر څو په راتلونکی کی دمنافقیینو څخه لری والی وکړل شی .
دریمه پوښتنه : د غم او مصیبت د ورکولو پرته داسی هم کیدای شول چی الله تعالی پخپله
مونږ ته ویلی چی هغه فلانکی مومن او هغه فلانکی منافق دی ؟
ځواب : د ا د غیبو دپو هی مسله ده او الله تعالی تا ته په غیبو باندی خبر نه درکوی
.
څلورمه پو ښتنه : د رسولانو په ژبو باندی کله کله د غیبو خبری ( دوحی په ذریعه ) را
څرګندیږی ، نو ایا دا اطلاع علی الغیب ،( په غیبو باندی دخبریدو ) خبره نه ده .؟
ځواب : د ا د الله تعالی شان دی چی ځینی رسولان د ځینی مغیباتو( پټو خبرو ) [د هغوی
د نبوت د مناسبت او شان سره یوځای ]دپوهی د ورکولو له پاره انتخابوی . دا دهغی مشیت
(اراده ) ده .( دلته د (لکن ) لفظ ددی سوال او ځواب له پاره دلیل دی ځکه چی د عربیت
په قانون کی د (لکن ) لفظ د استدراک ددفع له پاره استعمالیږی .) نو تاسی د الله
تعالی توحید او د رسولانو رسالت ومنۍ (د غیبو د پوهی له مخی رسولان د الله تعالی
سره شریکان مه ګرځوي).
ددی تفصیل څخه را په ډاګه شوه چی د آیت مقصد هیڅکله هم دا نه دی چی نبوت دی جاری وی
بلکه دا دالله تعالی د کریمه عادت یادونه ده .
(یجتبی ) که څه هم د مضارع فعل دی خو هیڅکله یی هم معنی ،�استقبال� نشی کیدای ،
بلکه د الهی د پخوانی عادت بیانول تری مقصد دی . او په قران کریم کی د مضارع فعل په
زیاتو ځایو کی د عادت د بیانولو له پاره استعمالیږی ، نه د استقبال له پاره . او دی
ته د ماضی (تیری شوی زمانی )اوسنی حکایت ویل کیږی . دنمونی په توګه :
ومن الناس من یقول ، یخادعون الله ، ومایشعرون ، و لکن لا یعلمون ، ...... په دوی
دیوه څخه هم د استقبال معنی نه اخستل کیږی .
توجه : دمحالی فرضیی په توګه که چیری د آیت څخه د نبوت اجرا ثابته وی نوبیا د مرزا
د نبوت له پاره خاص دلیل چیرته دی ؟ دا خو خاص مدعی دی او دلیل عام دی په داسی حال
کی چی د دلیل او مدعی تر مینځ موافقت ضروری وی .
۲ـ ومن یطیع الله و الرسول فأولـــــــک مع الذین انعم الله علیهم من النبیین و
الصدیقین و الشهداْ و الصالحین وحسن اولـــــــــک رفیقا. ( النسا ۶۹)
ژباړه : اوهر هغه څوک چی د الله تعالی او دهغی د رسول تابعداری وکړی ، هغه به دهغو
خلکو سره وی چی الله تعالی پری انعام کړیدی او هغه به د نبیانو ، صدیقینو ، شهداو
اونیکو خلکو بهتر ین رفیق وی .
دهغوی داستدلال کولو لار:
دهغوی داستدلال کولو لار داده چی وایی : چی د (مع) لفظ د صفت د ګډون لپاره دی ،
مقصد یی دادی چی د الله تعالی او د رسول د اطاعت کولو څخه په انعام کړل شوو ډلو (
منعم علیهم ) سره د صفت ګډون تر لاسه کیږی . او دهمدغی ډلو څخه تر ټولو لمړۍ ډله د
انبیأو ډله ده . نو ددی څخه څرګنده شوه چی د اطاعت په واسطه نبوت تر لاسه کیدای شی.
ځواب : ددی استدلال ټول کړه وړه د (مع) دلفظ په شاوخوا کی را ګرځی ، چی هغوی یی
معنی د صفت ګډون اخستی دی ، خودا د ډیرو علتونو له مخی غلطه او باطله ده .
لمړۍ طریقه :
د (مع) لفظ په ډیرو معناګانو کی شریک دی ( ما په خپل تفسیر کی لیکلی دی چی د (مع)
لفظ په قرانکریم کی ۶۰ځلی را غلی دی او په ۱۴ مختلفو معناګانو باندی استعمال شوی دی،
چی د هغی له پاره د یوی ځانګړی معنی دټاکلو لپاره قرینی او دلیل ته اړتیا وی اوهغه
ددی مرزاییانو سره نشته .
د (مع) د لفظ معناګانی دادی :
د ځای، وخت ، او عمل ګډون ( اشتراک مکان،زمان ، وعمل ) ، دصفت او عمل ګډون ، په سیر
او سیاحت کی ګډون ، په ثواب کی ګډون ، په عذاب کی ګډون ، په غونډو کی ګډون ، په
خلاصون کی ګډون ، په الوهیت کی ګډون ، په دین کی متابعت کول ، دوروسته (بعد) په
معنی ، د لوړ او پورته (علی ) په معنی ، د لزوم او یوځای والی (اتصال ) په معنی ، د
الله تعالی له اړخه دنصرت په لاره د ځانګړی ملګرتیا( معیت خاصه ) په صفت ، د الله
تعالی له اړخه د عامی ملګرتیا(معیت عامه ) ، علم او قدرت په صفت .
دویمه طریقه :
دغه ډول کلیمه په (محمدرسول الله و الذین معه ) کی مستعمل ده او دا آیت یواځی د
صحابه کرامو په اړوند دی ، نو ایا صحابه کرام ټول ، ټول انبیأ و؟
دریمه طریقه :
دلته قرینه موجود ده ( و حسن اولــــــــک رفیقا) یعنی دغه ملګرتیا (معیت ) د
انډیوالۍ (رفاقت ) ګډون دی ، چی مقصد یی په عیلیین کی د ارواحو ملګرتیا ، او په جنت
کی د ټولو مومنانو ملګرتیا (درفاقت اوملګرتیا ، لفظ د صفت په توګه نه شی
استعمالیدای) بلکه د ځای (مکان ) او غونډی ( مجلس ) سره خاص کړل شوی دی .
څلرمه طریقه :
دا نظریه او فکر غلط دی چی د اطاعت په واسطه نبوت تر لاسه کیږی . ځکه چی نبوت کوم
کسبی څیز نه دی ، که چیری کسبی څیز وایی نو نبی ته به ضرور ددی پوهه (علم ) یا امید
وای چی د اطاعت په واسطه ماته نبوت ترلاسه کیدای شی . لیکن الله تعالی د نبی صلی
الله علیه و سلم په واسطه ددی دواړو نفی کړی ده . لکه چی فرمایلی یی دی :
ماکنت تدری ما الکتا ب و الا الایمان ( شوری ۵۲)
وماکنت ترجو ان یلقی الیک الکتاب الا رحمة من ربک (القصص ۸۶)
ژباړه : تاته معلوم نه وه چی کتاب څه شی دی او تفصیلی ایمان څه شی دی ـ او تاته دا
امید نه و چی تاته به کتاب درکول کیږی ، مګر دا د الله تعالی له لوری رحمت دی.
۳ـ یا بنی آدم اما یأتینکم رسل منکم یقصون علیکم آیتی فمن اتقی و اصلح فلا خوف
علیهم و لا هم یحزنون . ( اعراف ۳۵)
ژباړه : ای د آدم بچیانو ! که چیری تاسی ته پیغمبر راشی ، نوهغه به له همتاسی څخه
وی ، اوزما احکام تاسی ته بیانوی ، نوهغه څوک چی تقوی ( دالله نه ویره ) اختیار کړی
او اصلاح وکړی نو داسی وګړی به نه اندیښمن شی او نه به دوی غمګین شی.
د هغوی د استدلال کولو لار:
دا د قران خاوندانو ته خطاب دی او (یأتینکم ) د استقبال صیغه ده ، نو مطلب تری دا
را خیژی چی د قران دخاوندانو له اړخه به بل رسول هم مبعوث کیږی .
ځواب : دا استدلال د څو علتونو له مخی بلکل غلط او جاهلانه استدلال دی. او هغه دا
چی :
لمړۍ علت : داچی په قرانکریم کی دی امت ته دبلنی او دعوت ویناد ( یاایهاالذین امنو
، یا ایهاالناس ، یا اهل الکتاب ، یا بنی اسراییل ..) په کلیماتو او الفاظو سره شوی
دی . خو په هیڅ ځآی کی ورته د ( یابنی آدم ) خطاب نه دی شوی .
دویم علت : په دی سورت کی د آدم علیه السلام پیښه ( واقعه) یاده کړل شوی او دهغو
دپر ځمکه درا ښکته کیدو (هبوط) په وخت کی هغه ته او د هغه اولادی ته یو شمیر ویناوی
شوی دی .
لمړنۍ وینا: یا بنی آدم قد انزلنا علیکم لباسا یواری سوآ تکم وریشا (۲۶)ـ
دویمه وینا: یا بنی آدم لا یفتننکم الشیطان کما اخرج ابویکم من الجنة ینزغ عنهما
لباسهما (۲۷)
دریمه وینا:یا بنی آدم خذوا زینتکم عند کل مسجد و کلوا واشربوا ولا تسرفوا (۳۱)
دغه دری واړه ویناوی د عربو مشرکینو په تردیدکی نازل شوی وی . هغوی به د طواف په
وخت کی ځانونه لوڅول ، او دا یی دځانونو لپاره د ثواب کارګاڼه، نو الله تعالی د آدم
علیه السلام د واقعی په بیانولو سره هغوی ته دا وریادول چی د شیطان په پیروی کی پر
خپلو ځانو حلال شیان مه حراموۍ . لباس پر ځانو مه حراموی ، ځکه چی ابلیس د وسوسی په
واسطه ستاسی د پلار(نیکه) څخه د جنت لباس لیری کړی و. او فرمایلی یی دی چی دغه (لباس
) د الله تعالی له لوری ټولو انسانانو (بنی آدمو )ته انعام دی او د هغوی له پاره
زینت دی .
څلرم خطاب :
یا بنی آدم اما یأتینکم رسل منکم یقصون علیکم (۳۵)
دا وینا هم د ټولو انسانانو (بنی آدمو ) له پاره ده . هغه وخت چی آدم علیه السلام د
جنت څخه را ښکته کړل شو نو دهغی وخت څخه دقران تر نزوله پوری چی څومره انسانان پیدا
شوی دی ، هغوی ټول په دغه وینا کی را نغښتل کیږی . او ددی تایید دادی چی د آدم علیه
السلام د اهباط (را ښکته کیدو ) نه وروسته د بقری په سورت کی دا وینا په دی ډول
راغلی ده .[فامایأتینکم منی هدۍ فمن تبع هدای فلاخوف علیهم و لا هم یحزنون (بقره
۳۸)] او د طه په سورت کی هم په دی ډول را غلی ده [ فاما یأتینکم منی هدۍ فمن تبع
هدای فلا یضل ولا یشقی . (طه ۱۲۳)] نو دلته هم دغه وینا (خطاب ) آدم علیه السلام او
دهغی د اولادی له پاره دی..
دمحمد صلی الله علیه و سلم د بعثت څخه وروسته د نبوت هغه لړۍ پای ته ورسیده د کوم
له پاره چی نور قطعی مبارک آیتونه د استدلال په توګه وړاندی شوی دی .
که چیری دغه وینا(خطاب ) د نورو ویناوو په واسطه پری کړل شی او دهغی څخه د خپل باطل
مقصد د ترلاسه کولو په خاطر د نبوت اجراْ ثابتول هدف وی نو بیا دا د الله تعالی د
مبارک کلام سره مذاقی او مسخری کول دی .
دریم علت: ابن جریر ، الوسی او نورو مفسرینو ددی مبارک آیت په پیلامه کی د (قلنا)
لفظ دمعنی له اړخه مقدر لګولی دی تر څو په ډاګه شی چی دغه خطاب د پخوانیو ویناوسره
تړلی دی .
ټوکه :
[ د مردان د ښار د رستم په سیمه کی د یوه مرزایی سره منا ظره ]
په ۱۹۶۵کال کی زمونږ په کلی رستم کی د حیواناتو په شفاخانه کی یو دولتی ډاکټر و ،
ګمان کوم چی هغه به د سیالکوټ (پنجاب) اوسیدونکی و ، هغه د قادیانی مسلک ډیر ستر
داعی و ،او په سیمه کی یی ډیر زوک او غوغا را پیدا کړی وه. ویل به یی چی کوم عالم
دی له ماسره بحث وکړی. بدبختانه چی په هغه وخت کی زیات مولوی صاحبان د قران د علومو
سره نا اشنا و . په دی خاطر دهغی سره دمقابلی څخه ویریدل . یواځی همدومره به یی ویل
چی هغه کافردی . زه په هغه وخت کی د پنجاب د ګوجرانواله د دیدار سنګ په کلی مدرس (
استاد ) وم.. نو زما هغه دوستانو چی په رستم کی اوسیدل دغه ډاکټر ته وویل چی زمونږ
مولوی صاحب چی کله دسفر څخه راشی نو هغه به له تا سره بحث وکړی . دوستان منتظر وول
، کله چی زه یو ځل په رخصتۍ باندی راغلم ، نو دوستانو را ته وویل چی دغه ډول معامله
ده . خوښمندوم چی په هغه کال ماته دا فرصت تر لاسه شوی و ، نو ما دقادیانیانو د یو
شمیر کتابونو مطالعه هم کړی وه. نوماخپلو ملګرو ته وویل چی د ډاکټر صاحب سره د
مباحثی له پاره وخت واخلی ، هغوی وخت و ټاکه ، په ټاکلی وخت زه او زما دری ملګری
دهغه ځای ته ،هملته شفاخانی ته حاضر شول . ډاکټر د ډیرو نیکو اخلاقو له لوری ښه
راغلاست ووایه . خو ددی ترڅنګ په خپل ضد ولاړ و چی مولوی صاحبان زما سره بحث نشی
کولای . ما دهغی پر میز قرانکریم وکوت ، را پورته می کړ. په هغی کی هغه په ځینو
صفحو کی نښی لګولی وی ، ما په پټه توګه هغه نښی را وویستلی او قران کریم می بیرته
پرخپل ځای کښیښود.
بحث پیل شو نو ډاکټر د نبوت د اجرا معامله مخته راوړه . ما سمدستی ورته وویل چی
دلیل به د قران کریم نه راوړی ؟ هغه وویل بلکل ! ما ورته وویل چی آیت را و ړاندی
کړه ؟ هغه قران کریم را پورته کړ نو په هغی کی د هغی ایښوول شوی نښی غایبی وی .ډیر
ی ولټولی خو پیدا یی نشوای کړی ، شرمنده شو او ویی ویل چی تا زما د قران څخه نښی
لیری کړی دی . ما ورته وویل چی دا می په دی خاطر لری کړی چی ماته او تاته په خپله
ستا د علم او پوهی اندازه معلومه شی.. کله چی ته نیغ په نیغه د خپل دلیل له پاره د
قرانکریم څخه یو آیت هم نشی را ویستلای نو څرګنده شوه چی ته جاهل اوناپوهه یی. ستا
پوهه او علم تقلیدی دی . ما ورته وویل چی د کوم آیت په هکله پوښتنه وکړه نو زه به
یی (انشاالله) په هماغه وخت کی در ته را وکاږم او درته به یی ووایم .
بیا ما ورته وویل چی ستا استدلالی آیت به زه تاته وښایم ؟ نو هغه وویل چی بلی ! ایا
تاته معلوم دی ؟ نو ما ورته د اعراف د سوری آیت ولوست اوپه قرانکریم کی می دهغی مخی
ته راوویست ، زما ددی کار څخه هغه ډیر مرعوب شو. بیا تری ما و پوښتل چی ایا ته د
نبی او رسول تر مینځ په توپیر کولو پو هیږی ؟ نو هغه وویل چی بلی ! زه پو هیږم .
نوماورته وویل چی په دی آیت کی د رسالت یادونه شوی ده . نو ایا ته مرزا غلام احمد ،
درسول په څیر منی ؟ هغه چوپ پاته شو . ماتری بیا بیا و پوښتل ، خو هغه په اخر کی
وویل چی ته ماته تر سبا پوری وخت راکړه ، ما ورته وویل چی صحیح ده .
د مردان په ښارګوټی کی دهغی یو ځانګړی داعی و ، هغه ته ورغی او بیرته راغی نو سبا
ورځ مو بیا د بحث کولو له پاره وخت وټاکه . نو مونږ دوباره د بحث له پاره کښیناستلو.
ما دهغی څخه د پرونی سوال په هکله و پو ښتل . نو هغه ځواب راکړ چی بلی ! زه غلام
احمد مرزا درسول په څیر منم .
ماورته په شوخۍ سره وویل چی ته تر پرونه پوری ( دخپل مسلک په مطابق ) هم مسلمان نه
وی ، ځکه چی تر پرونه پوری ستادا ایمان نه و چی غلام احمد رسول دی !
ددی خبری په اوریدو سره په هغه نور هم رعب اوهیبت کښیناست . بیا ورته ما وویل چی
مرزا نه نبی دی اونه رسول . بلکه درواغجن(کذاب ) دی ځکه چی دهغی ټولی وړاندوینی (
پیشنګویی ) غلطی ثابتی شوی . ما د مرزا د مړینی څخه هغه ته خبری پیل کړی او ما دهغی
د کتابونو څخه د هغی د خبرو تضاد او تناقض ثابت کړ. او دا می ورته ثابته کړه چی
دکومی نیټی په هکله هغه د خپلی مړینی په اړه واړاند وینه کړی وه نو هغه د هغی نه
مخته ومړ . ډاکټر زما ددی اعتراض د اوریدو په واسطه بلکل حیران (مبهوت ) اوعاجز شو.
او وویی ویل چی ماته وخت راکړي! نو ماهغه ته او دهغی ټولی ډلی ته تر ټوله عمره پوری
وخت ورکړ.
څه وخت وروسته ، زما یو دوست د هغی سره لیدنه وکړه . نو هغه ورته وویل چی ما د
مرزاییت نه توبه کړی او صحیح مسلمان شوی یم .
( دمرزا د مړینی په هکله دهغی وړاند وینی او دهغی درواغجنی(کذب ) به انشاالله په ۱۴
باب کی راشی)
۴- الله یصطفی من الملایکة رسلا ومن الناس ان الله سمیع بصیر (حج ۷۵)
ژباړه : د ملایکوڅخه او هم د انسانانو څخه پیغام رسونکی پخپله الله تعالی غوره کوی
، بیشکه چی الله تعالی اوریدونکی او لیدونکی دی.
دمرزایانو د استدلال کولو لار:
د (یصطفی ) لفظ د مضارع فعل دی ، مراد تری استقبال دی ، یعنی الله تعالی په
راتلونکی زمانی کی دملایکو او انسانانو څخه رسول ټاکی .
ځواب: دا پخپله ډیر غلط استدلال دی دلته د مضارع فعل د ماضی دحال بیانونکی دی . او
دا د (بیت ) مسله ده . کله چی یوه پیښه تیره شوی وی خو د یادونی له پاره هغه د
مضارع فعل په شکل کی بیا ذکر کړل شی .
زبیښه یی دا چی په تیر مبارک آیت کی الله تعالی د مثال په واسطه په مشرکینو باندی
دا واضحه کړه چی ستاسی باطل معبودان کمزوری دی ، یو مچ هم نشی جوړولی ،بلکه که مچ
تری کوم شی و تښتوی ، نوهغه تری هم نشی خلاصولای . نه پیداکونکی (خالق)دی او نه
متصرف . نو مشرکانو ته دا فکر پیدا شو چی الله تعالی بزرګانوته ( هغوی چی دوی خپل
معبودان ګرزولی دی ) هیڅ ډول درنښت نه ورکوی ؟
نو په دی آیت کی یی ځواب ورکړ چی بلی ! الله تعالی چی کله هم انسانانو او ملایکو ته
د رسالت دنده ورسپاری هغه ددوی (ددی مخلوق ) لپاره ډیره ستره درجه ده ،خو هغوی ته د
الوهیت صفات هیڅکله هم نه ورکوی .
۵ـ ینزل الملاــکة بالروح من امره علی من یشاْ من عباده ان انذرو انه لا اله الا
انا فاتقون (نحل ۲)
ژباړه : همدا (الله ) ملایکو ته خپله وحی ورکوی او خپلو بندګانو کی یی ، چاته چی
وغواړی ، ورلیږی ، تر څو تاسی خلک په دی و پوهوۍ چی له ما پرته بل هیڅ د عبادت وړ
نشته .
د هغوی د استدلال کولو لار:
(ینزل ) دمضارع فعل دی او روح د وحی په معنی دی ، نومقصد یی دادی چی دقرانکریم نه
وروسته هم الله تعالی ملایکو ته وحی د هغه بندګانو له پاره ورکوی ، چی الله تعالی
یی غواړی . نو هغه شخص نبی یارسول ګرځی .
ځواب : دهغی ځواب هم همغسی دی لکه پخوا چی تیر شو. چی دا دماضی دحال حکایت دی ،
دمستقبل سره هیڅ ډول اړیکی نه لری . زبیښه یی دا شوه چی الله تعالی په لمړی آیت کی
د رسول الله صلی الله علیه و سلم وحی ته د الله تعال دامر (امرالله) نوم ورکړی ،
اوفرمایلی یی دی چی ددی وحی په تکذیب کی د عجلی څخه کار وانخلۍ او د وحی خلاصه (لنډیز)
توحید دی . استعجال (بیړه ) په دی خاطر مه کوه چی دا وحی کوم نوی شی نه دی . بلکه
ددی تر مخه الله تعالی دملایکو په ذریعه وحی را کییستی ده، نو دا مبارک آیت د (
فلاتستعجلوه ) له پاره علت او دلیل دی په دی اساس یی د آیت په پیلامه کی د (و) حرف
نه دی راوړی .
۶ـ یا ایها الرسل کلوا من الطیبات و اعملوا صالحا انی بما تعملون علیم ( مومنون ۵۱)
ژباړه : ای پیغمبرانو! حلال خورۍ او نیک عمل کوی ، تاسی چی څه کوۍ پر هغوی ټولو زه
پوره پوره خبر یم .
د هغوی د استدلال کولو لار:
قران کریم په راتلونکی زمانی کی ، راتلونکی رسولان مخاطب کړی دی ، نو په ډاګه شوه
چی د رسالت لړۍ جاری ده .
ځواب : دا هم د خپل ناوړه مقصد د ترلاسه کولو له پاره د قرانکریم سره ټوکی اومسخری
کول دی .
وروستنی (مابعد ) د مخکنیو (ماقبل ) څخه په پری کولو سره او دهغی څخه نتیجه تر لاسه
کول دعقل اوپوهی دخاوندانو لاره نه ده ، بلکه د دی مبارک آیت څخه مخته الله تعالی د
نوح علیه السلام څخه نیولی دعیسی او مریم علیه السلام پوری ، دټولو یادونه کړی ده.
نو دا آیت هم د هغوی د حالت سره اړوند دی . چی الله تعالی هر یوته دخپل بعثت په
زمانی کی فرمایلی و چی ( کلوا من الطیبات ) ، خو په آیت کی یی د حکایت په ډول ټول
سره را ټول کړی او د (یاایهاالرسل) یعنی ( وقلنا لهم : یا ایهاالرسل ) لکه چی عامو
مفسرینو یی هم یادونه کړی ده،خطاب کړی دی .او ددی دلیل د هغی وروسته لفظ ( فتقطعوا
امرهم بینهم زبرا ) ، یعنی د انبیاو علیهم السلامو ملت جاری و ، خومخالفینو دغه ملت
ټوټی ، ټوټی کړ، او دا د ماضی (تیری شوی زمانی ) صیغه ده .
دویم ځواب : ځینو مفسرینو دا هم لیکلی دی چی دا محمدرسول الله صلی الله علیه و سلم
ته خاص خطاب دی خودجمعی صیغه یی ورته د عزت او احترام په خاطر راوړی ده .
۷ـ و لقد جأکم یوسف من قبل بالبینات فما زلتم فی شک مما جأکم به حتی اذا هلک قلتم
لن یبعث الله من بعده رسولا. ( مومن ۳۴)
ژباړه : او ددی څخه ترمخه تاسی ته یوسف علیه السلام دلیلونه راوړی و ، بیاهم تاسی د
هغی په راوړل شوو دلایلو کی شک او شبه کوله ، ان تردی چی کله هغه وفات شو نوویل به
یی ، ددی وروسته الله تعالی کوم استازی نه رالیږی .
د هغوی د استدلال کولو لار:
د یوسف علیه السلام د قوم عقیده وه، چی د یوسف علیه السلام وروسته بل کوم استازی (رسول
) نه راځی . خو دهغوی دا عقیده غلطه وه ، په همدی ترتیب نن هم خلک وایی چی
دمحمدرسول الله صلی الله علیه و سلم وروسته بل رسول نه راځی. نو دا هم غلطه عقیده
ده .
ځواب : دا استدلال بلکل د لیونتوب او جنون ښکاروندوی دی . او دهغی څو علتونه دی :
لمړۍ علت : دا چی ددی قوم دا عقیده په دی خاطر غلطه وه چی د یوسف علیه السلام نه
وروسته د محمدرسول الله صلی الله علیه و سلم تر زمانی پوری ، ریښتونی رسولان راغلی
دی او دهغوی په رسالت باندی صحیح او واضحه نصوص ګواهی ورکوی . خو د محمدرسول الله
صلی الله علیه و سلم نه وروسته داګروهه چی هیڅ رسول به نه رالیږل کیږی، پری څرګند
قرانی مبارک آیتونه اوصحیح احادیث ګواهی ورکو ی نو د هغی قیاس پر ماقبل (پخوانیو)
باندی دلیونیان قیاس دی .
دویم علت :دا چی یو شمیر مفسرینو لیکلی چی ( لن یبعث الله من بعده رسولا). دا د
انکار په توګه نه دی لیکل شوی ، بلکه د(قوم )د تاسف په خاطر یی لیکلی دی ځکه. چی د
یوسف علیه السلام د وفات نه وروسته د مصر نظام له منځه ولاړ نو دهغی وخت خلکوبه د
افسوس په توګه ویل چی د یوسف علیه السلام په څیر نبی به رانشی ! یعنی کاش چی د هغی
په څیر نبی را شی تر څو صحیح نظام قایم کړی .
۸ـ و انهم ظنوا کما ظننتم ان لن یبعث الله احدا . ( جن ۷)
ژباړه : او (انسانانو ) هم ستاسی په څیر ګمان کړی و چی الله تعالی به څوک را و نه
لیږی .
د هغوی د استدلال کولو لار:
دجناتو(پیریانو) دا ګروهه (عقیده) چی الله تعالی به هیڅ رسول را ونه لیږی ، ګمان و
ګڼل شو ، او ګمان د رد کولو وړ وی.
ځواب : داهم د خندا وړ استدلال دی . چی څو علتونه لری:
لمړۍ : دا په رسول باندی د ایمان ( ایمان بالرسول )څخه د مخته خبری بیان کیږی ،
یعنی د محمدرسول الله صلی الله علیه و سلم دبعثت څخه دمخه دهغوی دا عقیده وه چی
رسول نه راځی :
دویم ـ داچی دلته د بعثت نه مراد دمړینی نه وروسته بعثت ( بعثت بعد الموت ) دی ،
یعنی دا خلک دبیا را ژوندی کیدو څخه منکر وول .
۹- وماکنا معذبین حتی نبعث رسولا ( اسراْ ۱۵)
ژباړه : او مونږ عذاب نه ورکوو مګر دا چی رسول ورته ولیږو.
د هغوی د استدلال کولو لار:
مونږ هغه وخت هغوی ته عذاب ورکوو چی لمړۍ ورته رسول مبعوث کړو ، اوبیا دوی انکار
وکړی ، نو د مستقبل د صیغی نه دا په ډاګه شوه چی در سول څخه مراد د قران نه وروسته
راتلونکی رسول دی .
ځواب : دا خو بلکل د جهل نه ډک استدلال دی ، ځکه چی ( وماکنا معذبین ) دماضی فعل دی
، یعنی د محمدرسول الله صلی الله علیه و سلم تر بعثته پوری چی څومره رسولان مبعوث
شوی دی دهمدی حجت د جوړولو له پاره مبعوث شوی دی ، او د محمد صلی الله علیه و سلم
بعثت د ټولو اخری حجت دی چی پر دوی باندی جوړ شوی دی ، نو دهغی صلی الله علیه و سلم
دبعثت په اساس په نه منونکو باندی ډول ، ډول عذابونه راغلل اوپیروان یی د هر ډول
دنیوی عذاب څخه په څنګ پاته شول .
زبیښه یی دا چی په دی مبارک آیت کی د الهی یو قانون ذکر کیږی او هغه دا چی د رسول
را استول د عذاب څخه ددفع کولو او د حجت دپوره کولو له پاره کیږی .
۱۰- یبنی اسراییل انی رسول الله الیکم مصدقا لما بین یدی من التوراة و مبشرا برسول
یأتی من بعدی اسمه احمد ، فلما جأتهم بالبینات قالوا هذا سحر مبین . (صف ۶)
ژباړه : ای بنی اسراییلو ! زه د الله له اړخه تاسی ټولو ته رسول یم . زماڅخه مخته د
راغلی کتاب (تورات ) تصدیق کونکی یم او دخپله ځانه وروسته د راتلونکی یوه رسول په
هکله تاسی ته زیری درکوم چی نوم به یی احمد وی . نو کله چی هغه ، هغوی ته ښکاره
اوروښانه دلیلونه راوړل نو دوی وویل چی دا ښکاره جادو دی .
دهغوی داستدلال کولو لار:
مرزا شبیرالدین قادیانی لیکلی دی چی ددی عبارت څخه دا په ډاګه کیږی چی هغه (مرزا
قادیانی ) خپل ځان ددی نوم مصداق ګرځولی دی . ځکه چی هغه دهمدی دلیل له مخی ثابته
کړی ده چی که چیری په دی ځای کی رسول الله صلی الله علیه و سلم تر ی مراد وای نو د
محمد صلی الله علیه و سلم لفظ به یی راوړی و ، دلته خو د احمد د لفظ وړاند وینه شوی
ده ، چی تری را څرګندیږی چی دا بل کوم شخص دی ، چی نوم یی احمد دی ، نو دا حواله
بلکل په ډاګه کوی چی تاسی (مرزاقادیانی ) احمد یاست ، بلکه ددی وړاند ویینی مصداق
پخپله تاسی یاست . ( انوار خلافت ۳۷مخ)
ځواب : دا خو په مکمله توګه او له هره اړخه د الله د کتاب تحریفول دی . او د احمد
څخه د مرزا غلام احمد نوم اخستل ، ښکاره کفر دی چی ډیر علتونه لری .
لمړۍ علت : په قرانکریم کی او هم د عربو په ژبه کی د( بعد) د لفظ سره د (من) حرف
ذکر کیږی . هلته چی د (بعدیت ) سره یوځای اتصال هم موجود وی او ددی څخه یی دمقصد
تاکیدول وی لکه چی فرمایی :
الذین ینقضون عهدالله من بعد میثاقه
ثم عفونا عنکم من بعد ذلک
ثم بعثنا کم من بعد موتکم
ثم یحرفونه من بعد ما عقلوه
او په دی ترتیب بی شمیره آیتونه راغلی دی .
په دغی آیتونو کی د تاکید اومبالغی په توګه تری اتصال مراد دی .
نو په دی مبارکو آیتونو کی هم د عیسی علیه السلام نه وروسته هغه رسول مراد دی چی د
عیسی علیه السلام نه وروسته مبعوث کیږی . خو په دی بعدیت کی بله کومه واسطه نه شته
او هغه یواځی او یواځی محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم دی .
دویم علت : د اچی قرانکریم د عیسی علیه السلام دراتلو نه سمدستی وروسته د را تلونکی
رسول یادونه پریږدی او د ډیر وروسته راتلونکی ( دنبوت درواغجن دعوه کونکی ) یادونه
وکړی نو دا خو دعبارت د لیکلو هم خلاف دی .
دریم علت : د حیرانتیا وړ خبره ده چی میرزا د عیسی علیه السلام نبوت اورسالت هم نه
منی، بلکه هغه ته شکنځل کوی اوبیا دلته دهغی له اړخه زیری (بشارت ) دخپل ځان له
پاره مصداق ګرځوی . ( پرداسی عقل اوپوهه باندی بایدوژړل شی).
څلرم علت : دلته که چیری دغه دعوه لرونکی قادیانی تری مراد وی ، نو بیا خو د غلام
احمد دنوم یادول په کار و ځکه چی مرزایی ، احمد، نه دی بلکه غلام احمد دی ، لکه
څنګه چی دهغی مور اوپلار پری دانوم ایښودی دی.
۱۱- و لو تقول علینا بعض الاقاویل لاخذ نا منه بالیمین ثم قطعنا منه الوتین (
الحاقه ۴۴)
ژباړه : او که چیری دوی پرمونږ باندی کومه خبره جوړوی نو مونږ د هغوی ښی لاس نیسو
او دهغوی د شا رګ پری کوو.
د هغوی داستدلال کولو لار:
مرزا وایی چی په دی آیت کی د درواغجن نبی نښی نښانی ښوول شوی دی چی الله تعالی
دداسی وګړی ښی لاس نیسی او دهغی د شا رګ ورغوڅوی . نو که چیری زه (مرزا) درواغجن
وایی ،نو له ماسره بیا داسی ولی ونشول.
ځواب : ددی مبارک ایت سیاق او سباق واضح او څرګند دی ، چی دا د محمدرسول الله صلی
الله علیه و سلم له پاره خاص دی ، چی که چیری هغه کومه جمله ( په الله تعالی باندی
د افتراْ له پاره) د خپله اړخه جوړه کړی نو په همدی طریقی سره به هلاک کړل شوی وای
. دلته په ایت کی د عموم صیغه نشته ، اوعلت یی دادی چی د نبی صلی الله علیه و سلم
په زمانه کی مسیلمة الکذاب او اسودعنسی هم د نبوت درواغجنی دعوی کړی وی . مګر هغوی
هم دداسی طریقی په واسطه نه دی هلاک شوی . نو ایا مرزایی به په خپل دغه ډول استدلال
سره نبی وګرځی ؟ ابدا ، ابدا نه .
اخری خبره داده چی د نبوت د پایی ته رسولو (ختم نبوت ) له پاره بلکل څرګند او ښکاره
نصوص موجود دی ، چی دهغوی څخه د یو شمیر یادونه مخته وشوه ، چی دعقل خاوندان پری
پوهیدای شی . ددی ترڅنګ چی د نبوت د اجراْ له پاره (ددوی له اړخه) څومره دلیلونه
وړاندی کیږی نو په هغوی کی یی قرانی آیاتونه یا خو وروستنی(مابعد) د مخکینیو(ماقبل
) سره قطع کړ دی او یا یی تری یوه احتمالی معنا اخستی ده چی د تردید له پاره یی
څرګند آیاتونه موجود دی او یا یی يواځی د مضارع د فعل په یادولو سره استدلال کړی چی
بلکل دعربیت د قانون پرخلاف دی