یولسم باب د جهاد څخه انکار ، د برتانوی حکومت سره دوستی ،
او دمسلمانانو سره اړیکی پریکول (بایکاټ).
په حقیقت کی دا کار هم د مرزا دکافر کیدو د علتونو څخه یو دی ، ځکه چی جهاد په
قرانکریم کی د یوی همیشنۍ فریضی په توګه یاد کړل شوی د ی.
قال الله تعالی :
[و قاتلوهم حتی لا تکون فتنة و یکون الدین کله لله (انفال۴۰)]
ژباړه: او تاسی د هغوی سره ترهغی حده پوری و جنګیږی چی په هغوی کی فساد،او شرک پاته
نشی او یواځی د الله تعالی دین ( قایم )شی .
یعنی تر څو پوری چی په دنیا کی کفر او شرک جاری وی نو دهغی په مقابله کی به قتال فی
سبیل الله هم جاری وی . به همدی توګه نور قطعی او غوڅ نصوص هم شته چی ددی قرانی
فریضی څخه انکار کول د علم دخاوندانو په اتفاق سره کفر دی .
په همدی ترتیب الله تعالی په ډیر شمیر آیتونو کی د کفارو او مشرکینو سره د موالاتو
(دوستیو) د غوڅولو حکم کړی دی لکه چی فرمایی :[ لا یتخذ المومنون الکافرین اولیا من
دون المومنین .( ال عمران ۲۸)]
مومنانو ته په کار دی چی دایمان د خاوندانو په پریښولو سره کافران دخپلو ځانو
دوستان و نه ګرزوی ،
[یا ایهاالذین امنوا لا تتخذوا الیهود و النصاری بعضهم اولیأ بعض .(مایده ۵۱)]
ای د ایمان خاوندانو تاسیو یهود اونصاری خپل دوستان مه نیسۍ . دوی خو په خپلو مینځو
کی یو دبل دوستان دی .
[لا تجد قوما یومنون با لله و الیوم الا خر یوادون من حاد الله و رسوله ولو کانوا
ابأهم او ابنأهم او اخوانهم او عشیرتهم . ( مجادله ۲۲)]
ته به هیکله بیانه مومی داسی قوم ، چی په الله او اخرت باندی ایمان ولری ، چی دوستی
وکړی دداسی خلکو سره چی دالله او دهغی د رسول مخالفت کوی ، که څه هم هغه دهغوی پلار
یا دهغوی زوی یا دهغوی ورور او یا دهغوی کورنۍ ( خپلوان ) وی .
خو مرزا ددی دواړو نصوصو څخه نه یوازی خلاف بلکه دهغوی څخه یی انکار هم کړی دی
د جهاد څخه انکار :
دتحفه قصریه په اتم مخ کی لیکی چی :
او دویم اصول چی زه یی پری قایم کړی یم هغه د جهاد دهغی غلطی مسلی اصلاح کول دی چی
په ځینو مسلمانانو کی مشهوره دی . نوخدای تعالی زه په دی پوهه کړم چی کومی طریقی چی
تر اوسه پوری جهاد ګڼل کیدی هغه د قران دتعلیماتو څخه بلکل مخالفی دی . ( بیالیکی
چی ) : دا دواړه مسلی په مسلمانانو کی ډیری خطرناکی او له یوه سره غلطی دی چی ددین
له پاره د توری( په واسطه ) جهاد د خپل مذهب یو رکن ګڼی، او دهمدی لیونتوب په واسطه
دیوه بل بی ګناه په وژلو سره فکر کوی چی ګویا هغه د ثواب یو ډیر ستر کار تر سره کړی
دی .
بیا په نهمه صفحه کی لیکی چی( دمسلمانو د جهاد عقیده د مخلوق په حق کی ډیر بد نیت
دی . )
بیا په اتمو اونهمو مخونو کی لیکی چی : زمونږ په مسلمانانو کی بل عیب داهم دی چی
هغوی د یوه داسی وینه تویونکی مسیح او وینه تویونکی مهدی منتظر دی چی دهغوی په ګمان
به دنیا د وینی څخه ډکه کړی . حال دا چی دا فکر له یوه سره غلط دی . زمونږ په باوری
کتابونو کی لیکل شوی دی چی موعود مسیح به هیڅ ډول جنګ جګړه نه کوی او نه به توره
پورته کړی . زه خدای ددی له پاره را استولی یم چی همدا غلطۍ لری کړم .
پوښتنه داده چی دا باوری کتابونه کوم او چیری دی چی مرزا یی حواله ورکړی ده ؟؟
د (تبلیغ رسالت په لسم جلد ، ۲۶م مخ کی لیکی چی :
ما د شلو کالو را په دیخوا پر خپل ځان دا مسولیت فرض کړی دی چی داسی کتابونه چی
دجهاد مخالفت په کی وی اسلامی هیوادونو ته ضرور ور لیږم
دجهاد د فریضی د پریښولو د ترغیب په لړ کی د مرزا یو څو شعرونه ملاحظه کړۍ .
اب چهوړ دو جهاد کا ای دوستو خیال
دین کی لیی حرام هی اب جنګ اور قتال
اب آګیا مسیح جو دین کا امام هی
دین کی تمام جنګو کا اب اختتام هی
اب اسمان سی نورخدا کانزول هی
اب جنګ وجدل کافتوی فضول هی
دشمن هی وه خدا کا جو کرتاهی جهاد
منکر نبی کاهی جو رکهتا هی یه اعتقاد
ژباړه ؛( ای دوستانو د جهاد کولو خیال اوس پریږدۍ . اوس ددین له پاره جنګ او قتال
حرام دی . اوس مسیح چی ددین امام دی راغی ، او ددین د ټولو جنګونو اختتام یی وکړ .
اوس د اسمان څخه د خدای نور نازلیږی ، او دجنګ او جدال فتوی اوس فضول ده . هغه خلک
دخدای دښمنان دی چی جهاد کوی ،او څوک چی دا ډول عقیده ولری هغه د نبی نه منکر دی)
ددی نه علاوه ،د جهاد په هکله د هغی ډیر (هفوات ) چرندیات شته او د ټولو څخه یی
مقصد د جهاد فی سبیل الله څخه انکار کول دی . څرنګه چی دا یوه قرانی فریضه ده او د
قرانی فریضی څخه انکار کول سوچه کفر دی .
دکافر حکومت سره یی نزدی اړیکی:
په دی هکله خو هغی ډیری اوږدی اوږدی مقالی او د برتانوی حکومت تر مخ د اطاعت او
تواضع الفاظ وړاندی کړی دی . دهغی عباراتو څخه یو شمیر کلیمات دنمونی په توګه
وړاندی کوم :
دبرتانوی حکومت پر خلاف چی کومو علماو په هغه وخت کی جدو جهد او مجاهدی کړی دی او
د(انګلیسی) حکومت پر خلاف یی فتوی ورکړی دی ، مرزا دهغوی په هکله لیکی چی :
دی خلکو د غلو ، لار وهونکو او حرامیانو په څیر د خپل محسن حکومت (دمرزا محسن )
باندی حمله پیل کړی ده او هغی ته یی دجهاد نوم ورکړ ، بی له شکه چی مونږ دغه داغ د
مسلمانانو او په ځانګړی توګه دخپلو مولویانو د تندی څخه نشو پریمنځلی .(مرزا په دی
مکلف نه دی ) چی هغه د ۱۸۵۷کال د مذهب په پرده کی دداسی ستری ګناه مرتکب وګرزی چی
مونږ یی نمونه او مثال دهیڅ قوم په تاریخ کی نه شو موندلای )(ازالة الاولهام دپنځم
چاپ د ۲۹۵ او ۲۹۶ مخونو حاشیی .)
بیا لیکی چی : زما دعمر ډیره برخه د انګریزانو د سلطنت په تایید او ملاتړ کی تیره
شوه او ما د جهاد ممانعت او د انګریزانو د اطاعت په هکله دومره کتابونه ولیکل او
دومره اشتهارات می خپاره کړل چی که چیر ی هغه رسالی او کتابونه راټول کړل شی نو
پنځوس المارۍ به تری ډکی شی (تر ټولو ستر درواغ) . ما داسی کتابونه ټولو عربو
ملکونو ، مصر ، شام ، او کابل او روم ته رسولی دی .) (تریاق القلوب ۵ م مخ)
د همداسی یوه اوږده بیان په اخر کی لیکی چی :
دا زمونږ فرض دی چی ددی حکومت (انګریزانو د حکومت ) ددنیا او اخرت له پاره دعا وکړو
.(تحقه قیصریه ۱۱۰م مخ)
دمرزا ددی دعا نه وروسته خو په نړۍ کی د برتانیی د (استعماری) نظام زوال پیل شو .
اودا چی دهغی کفارو له پاره به په اخرت کی څه ډول سزا وی ؟ هغه الله تعالی ته ښه
معلومه دی .
بیا لیکی چی : ما خپل لمړنۍ عمر کی (دا د ۱۸۹۳ کال خبره ده )، یعنی تر دی وخته چی
نژدی شپیته کلنۍ ته رسیدلی یم دخپلی ژبی او قلم له لاری په دی کار کی مشغول وم چی
دمسلمانانو زړونه د انګلیسی حکومت سره د ریښتنی محبت او خیرغوښتنی او دهغوی دملاتړ
په لور و ګرځوم او دیو شمیر ناپوهه خلکو د زړونو څخه د جهاد غلط خیال او فکر لری
کړم. ( ضمیمة شهادت القران ۱۰م مخ )
د خپلی ټولی کورنۍ په هکله لیکی چی : زه د یوی داسی کورنۍ څخه یم چی هغه ددی (انګریزی
)حکومت پوره پوره خیر غوښتونکی دی . زما پلار غلام مرتضی د(انګریزی ) حکومت له اړخه
د هغوی خیر غوښتونکی شخصیت دی . ۱۸۵۷کال کی هغه د خپل توان څخه پورته د انګریزانو
بسپنه او کومک کړی دی. ان د ( پاڅون ) غدر په وخت کی یی هغوی ته پنځوس سپاره او
آسپونه یی ( انګریزی حکومتی عسکرو) ته ور رسولی و. بیا زما د والد د مړینی نه
وروسته زما مشر ورور غلام قادر په دغه سرکاری (دولتی ) خدمتونو کی مصروف شو . او
کله چی د تمو په ګذر باندی د مفسدو او انګریزی فوځونو تر مینځ نښته وشوه نو هغه د
انګریز ی فوځونو له اړخه په جنګ کی شریک شو، بیا د خپل پلار او ورور دمړینی وروسته
هغه یو کونج ناستی انسان شو . مګر د ۱۷ کالو (د کتاب البریه تر لیکلو پوری ۱۸۹۸ )
می د انګریز دسرکار په کومک او تایید باندی د خپل قلم څخه کارواخست په دی اولس کاله
موده کی چی ځومره کتابونه ما تالیف کړی دی په هغی ټولو کی د انګریز اطاعت او د هغوی
سره د ملاتړ له پاره می خلکو ته ترغیب ورکړی ، او دجهاد ممانعت په هکله می ډیری
اغیزمنی لیکنی او ویناوی کړی دی.(کتاب البریه ۳ او ۷ م مخونه )
بیشکه چی دا زمونږ فرض دی چی مونږ خپل دغه محسن حکومت ته په ریښنونی زړه خیر
غوښتونکی او د ضرورت په وخت کی ځان ځارونکو په څیر تیار و اوسو . خو په دی توګه هم
په بیرونی هیوادونو او نورو اقوامو کی د خپل دغه محسن حکومت د نیک نامی خپرول غواړم.(
البلاغ ۳۲ او ۳۳ مخونه )
هر نیک بخته مسلمان باید دعا وکړی چی په دی وخت کی انګریزان سوبه مند وګرځی . ځکه
چی دا خلک زمونږ محسن دی او د برطانیی دسلطنت پر مونږ باندی ډیر زیات احسان دی . (
ازالة الاوهام ، پنځم چاپ ،۲۱۱م مخ)
خپلی ډلی ته هم وصیت کوی او لیکی چی :
خدای تعالی زه په همدی اصولو باندی قایم کړی یم چی د محسن حکومت ، لکه څرنګه چی د
برتانیی حکومت دی، په ریښتونی توګه اطاعت و کړم اوپه ریښتونی توګه د هغی شکر ادا
کړم ، نو زه او زما ډله په دی اصولوباندی پابند یو. (تحقه قیصریه ۹ مخ ) .
برتانوی حکومت ته په دار الحرب ویلو باندی خفه کیدل:
دمصلحت خبره ده چی د انګریزانو د حکومت د خیر غوښتنی په خاطر د هغه شمیر ناپوهه
مسلمانانو نومونه هم په نقشو کی (لستونو کی ) درج کړل شی چی په پټه دغه برتانوی هند
ته دارا لحرب وایی . (تبلیغ رسالت : ۵م جلد، ۱۱م مخ )
د برتانویانو د حکومت تر سیوری لاندی د مرزا د بریاوو په هکله لیکی چی:
زما ستر ی موښی د هند دقیصر د حکومت تر سیوری لاندی په بری سره تر لاسه کیږی ، ددی
پرته دا هیڅکله هم ممکن نه و چی د اموښی دبل کوم حکومت تر سیوری لاندی تر لاسه شوی
وای.، که څه هم هغه اسلامی حکومت وایی .( تحفه قیصریه ۲۵ او ۲۹ مخونه )
بیا لیکی چی : ما خپل کارونه نه په مکه کی پر مخ بوتلای شول او نه په مدینه کی او
نه په روم ، شام ، ایران ، او کابل کی ( می په دی توګه بری تر لاسه کولی شو ) بلکه
دا دانګریزانو حکومت و چی د هسک کیدو او بریا له پاره یی دعاکو م . ( تبلیغ رسالت
اتم جلد .۶۹م مخ )
پخپله خپل ځآن د برتانوی حکومت له اړخه را ټوکیدلی بوټی ګڼی او لیکی چی :
�عاجزانه غوښتنه ده چی سرکار (انګریزان ) د یوی داسی کورنۍ په اړوند چی د پنځوسو
کالو د پرلپسی ازمیښتونو له مخی وفادار او ځان ځارونکی ثابت شوی دی ، د یوه د خپله
ځانه راټوکیدلی بوټی په هکله د ډیر احتیاط او تحقیق څخه کار واخلی ، او لاندی حکامو
ته اشاره (حکم) وکړی چی هغوی هم ددی کورنۍ د ثابتی شوی وفادارۍ او اخلاص لحاظ وساتی
او ماته او زما ډلی ته د مهربانی او عنایت په خاص نظر وګوری . زما کورنۍ د
انګریزانو ته د خدمت په لار کی دخپلو وینو د ورکولو او ځان ځارونی څخه دریغ نه دی
کړی او اوس به یی هم و نکړ ی .�
(د پنجاب ګورنر لفټینټ بهادر ته د مرزا غوښتنلیک ، چی د تبلیغ رسالت په اوم جلد کی
په ۱۲۰ م مخ کی خپور شوی دی)
تبصره :
د مرزا د پورتنیو لیکنو څخه څو شیان را څرګندیږی .
۱- داچی برتانوی حکومت د هغی محسن دی .
۲- داچی د هغوی داطاعت او ملاتړ په خاطریی ترغیب ورکړی
۳ـ داچی د هغوی پر خلاف یی دجهاد څخه خلک منه کړی .
۴ـ دا چی دهغی پر خلاف یی جهاد کونکی علماو ته بد رد ویلی.
۵ـ دا چی دهغی حکومت دتایید او ملاتړ په خاطر یی ډیر عمر تیر کړی دی .
۶ـ دا چی دهغی له پاره یی ددنیا او اخرت دعاوی کړی دی.
۷ـ داچی په ژبه اوقلم یی د هغوی ډیر ستر خدمتونه کړی دی.
۸ـ دا چی د هغی کورنۍ دهغی حکومت خیر غوښتونکی وه .
۹ـ دا چی د ضرورت په وخت کی به ورنه د ځان د ځارولو وعده کوی .
۱۰ـ داچی خپله ټوله ډله یی ددی پابند ګرځولی ده .
۱۱ـ داچی د هغوی حکومت ته یی دارالحرب نه دی ویلی.
۱۲ـ داچی مرزا خپل کار ، دانګریزانو دحکومت نه پرته ، په بل هیڅ کوم اسلامی حکومت
کی په پوره بریالیتوب سره نشوای ترسره کولای . دا په ښکاره په دی دلالت کوی چی
دمرزا اسلام دمکی ، مدینی او نورو اسلامی هیوادونو د اسلام څخه جلا دی او داسی
اسلام به ضرور کفر وی .
۱۳ـ داچی خپل ځانته یی د برتانوی حکومت دخپله ځانه را ټوکیدلی بوټی ووایه .
ددی ټولو خبرو څخه او په ځانګړی توګه ددی اخری خبری څخه یی په ډاګه کیږی چی
انګریزانو د مرزاییت بنسټ په دی خاطر ایښودی و تر څو دجهاد نظریه له منځه یوسی او
په هندوستان کی دتل لپاره برتانوی حکومت سلطه ولری.
څرنګه چی مرزا په یوه ځل جهاد نشو ختمولای نو دهغی له پاره یی دختم نبوت څخه انکار
وکړ او عیسی مسیح یی مړ اعلان کړ او دخپل ځان له پاره یی نبوت اعلان کړ . تر څو ددی
لاری جهاد منسوخ کړی . او همدا علت دی چی تر نن ورځی پوری د انګریزانو حکومتونه ،
او یهود اونصارا دمرزاییت پوره پوره ملاتړ کوی . او په انګریزی (اروپایی ) هیوادونو
کی مرزاییت پرمختګ کوی .
په دی اساس د مرزا له اړخه د برتانوی حکومت له پاره داسی لیکنی اوعبارتونه ،
خدمتونو او اطاعتونو باندی اعتراف کول او دهغوی همدردی تر لاسه کول ، او د برتانوی
حکومت داطاعت لوری ته بلنه ورکول ...او داسی نور کارونه یی د پورته ذکر شوو مبارکو
آیتونو څخه ښکاره، څرګنده اوپه ډاګه سرغړونه ده ، په کومو کی چی د (یهودو نصاری )
سره د موالاتو (دوستیو) دپری کولو حکم شوی دی ، نوداددی خبری ستر دلیل دی چی مرزا
تر ټولو سترکافر (عظیم کافر ) دی .