دولسم باب دمرزا فسق و فجور او ناوړه کارونه
د اهل سنت و الجماعت دټولو په دی اتفاق دی چی انبیا علیه السلام د نبوت په حال کی
دهر ډول ګنا څخه معصوم دی ، البته دنبوت تر مخه حالت کی یی اختلاف شته . او په دی
هکله صحیح قول دادی چی د نبوت تر مخه هم هغوی د ناوړه کارونو ، بدو عاداتو ،او د
سترو (کبیره ) ګناهونو څخه پا ک ساتلی شوی دی .
خو مرزا غلام احمد قادیانی د خپلو کړنو او اخلاقو له اړخه د نبوت ددعوی د مخه او
دهغی وروسته هم ډیر چټل او ګنده و. زمونږ دغه وینا دهغی د کتابونو څخه پوره په ډاګه
کیږی او هغه داچی :
دهغی د اخلاقو څونمونی وړاندی کیږی :
۱ـ د مرزا شراب څکل او داعلی درجی انګلیسی (ولایتی) شرابو سره دهغی محبت :
هغه خپل یوه مرید ته په خط کی لیکی چی ( اوس درته میا یارمحمد درلیږم ، ته به د
خوراک څښاک شیان پخپله واخلی او یو بوتل (ټانک واین ) د (پلومر) ددکان څخه واخله ،
خو د (ټانک واین ) (یوډول قوی شراب ) غواړم ، اودا باید په خاطر کی وساتی ) . مرزا
غلام احمد ، ( د غلام په نوم خطوط ۵م مخ ).
۲- د افیون سره مینه :
حضرت مسیح موعود (مرزا صاحب ) الهی تریاق ، د الله تعالی هدایت په واسطه ترخپل
کنترول لاندی کړی دی چی دهغی لویه برخه افیون دی . او دغه دوایی یوڅه اندازه د
افیون د زیادښت نه وروسته حضرت خلیفه اول ( حکیم نورالدین ) دشپږو میاشتو د زیاتی
مودی راهیسی ورکوله . او پخپله یی هم د مختلفو ناروغتیاو په خاطر کله ناکله
استعمالوله .( اخبار الفضل قادیان ۱۹ جولایی ، ۱۹۲۹)
۳ـ غولول او دوکه ورکول :
دمرزا جی عمر ۲۴یا ۲۵ کاله و نو د ځوانۍ په دغه وخت کی ددادا صاحب تقاوت (پنشن )
داخستلو له پاره لاړ. (تفصیل یی داسی دی ): ماته خپلی مور وویل چی یوځل د ځوانۍ په
زمانه کی حضرت صاحب د خپل پلار د تقاعد (۷۰۰کلدارو) داخستلو له پاره ولاړ نو دهغی
پسی مرزا امام الدین هم پټ پټ ولاړ . کله چی هغی پیسی واخستی . نو هغه په دوکی او
فریب او غولولو سره هغه د قادیان څخه بیرون یوړی . او هلته دلته یی ، چیری پریښودی
او ولاړ . حضرت صاحب د شرم او خجالت له مخی کور ته رانغی بلکه سیالکوټ ته ولاړ . او
هلته د ډپټی کمشنر په کچهریو کی په ډیره لږه تنخوا (۱۵ کالداری ) باندی نوکر شو .(
سیرة المهدی ۴۹م مخ)
په همدی توګه یو ځل هغی په دری سوه دلایلو باندی مشتمل د پنځوسو جلدونو د احمدیه د
براهینو د لیکلو اعلان وکړ : چی مسوده یی تیاره ده او دهمدی په واسطه یی دخلکو څخه
ستری ستر چندی او د پنځوسو جلدون قیمت ترلاسه کړ.
د هغی وروسته یی یواځی ۴ جلدونه چاپ کړل او نور یی لاس و نیوه اوپه دی تر تیب یی
دخلکو رقم هضم کړ .
دمړینی څخه یی لږ دمخه پنځم جلد ولیکه خو هغی د موضوع سره هیڅ ډول اړیکی نه درلودل
.اوهغه مخته اخستی رقم یی خلکو ته بیرته ورنکړ.(براهین احمدیه ۹۳م مخ) . په همدی
توګه د سراج المنیر د اخبار معامله هم ده.( اشتهار ۲۰ فروری ۱۸۸۶ کال ) په همدی
توګه یی دمنارة المسیح جوړولو په اعلان باندی دخلکو څخه چنده را ټوله کړه خو هغه
کار یی په نیمایی کی پاته شو او مرزا له نړۍ څخه و لاړ.
۴ـ دستورو د اغیز منونکی نبی:
واقعی او صحیح حبره داده چی په ستورو کی اغیز اوتاثیرا ت شته دی ، چی په زمکه باندی
اثر لری . نو په دی خاطر دهغه انسان څخه به ډیر بل ناپوهه او جاهل نه وی چی د بنفشی
او نورو (بوټو اوجرړو) قایل وی خو د ستورو د اغیز اوتاثیراتو نه منکر وی. په دی
شیانو کی هغومره اثرات دی چی په انسانی ژوند او انسانی تمدن باندی اغیز شیندلی شی.
لکه چی پخوانیو علماو لیکلی دی ( حاشیه ګولړیه ۱۸۲م مخ ۱۹۹۱)
حال داچی په صحیح احادیثو کی دغه ډول عقیدی ته مشرکانه او کفر با الله ویل شوی دی
چی دباران نسبت (دکوم ستوری ) په لور وکړل شی .
۵ـ دمرزا په خدمت کی نامحرمه ښځی :
المنبر لایل پور ۹ د شوال ۱۸۱۷کال قادیان : د ذرایعو په بنسټ لیکی چی :
مرزا صاحب به د نامحرمه ښځو په واسطه خپلی پښی زور کولی . چی په دی نامحرمه ښځو کی
به ځوانی هم وی اوزړی هم.
په سیرة المهدی کی لیکی چی : مګر دهغه جمالیاتی حس دومره تیز ، او د حسن مشاهده یی
دومره ژوره او پخه وه چی د ښځو د څهری د یوځل لیدلو څخه به یی دا اندازه معلوموله
چی دا حسن به ډیره موده وی یا ژر به له منځه ولاړ شی.
فرایض او سنتونه یی نه ادا کول :
ډاکټر سید محمد اسماعیل صاحب ماته وویل چی حضرت مسیح موعود (مرزا ) حج نه دی کړی ،
اعتکاف یی نه دی کړی ، زکاة نه ورکوی ، تسبیح نه کوی ، زکوة په دی خاطر نه ورکوی چی
هغه کله هم د نصاب خاوند شوی نه دی . البته حضرت والده صاحبه په زیوراتو باندی ذکوة
ورکوی . هغه د تسییح او نورور رسمی وظایفو قایل نه د ی.(سیرة المهدی دریم جلد، ۱۱۹مخ
)
ټولو مسلمانانو ته ښکنځلی کول :
زما څخه منکر مسلمانان حرامزادګان دی ( آینه کمالات الاسلام ۵۴۸م مخ)
ځوک چی زمونږ د بریالیتوب قایل نوی نو په دی دی په پوره توګه پوه شی چی هغه ته د (ولدالحرام
) کیدو شوق دی او حلال زاده نه دی.( انوار الاسلام ۱۳۰م مخ )
کل مسلم یقبلنی و یصدق دعوتی الا ذریة البغایا( ټول مسلمانان ما منی او زما دعوت
قبلوی ، مګر بدکاره ، د وینځو اولاد، یعنی حرام زادګان ما نه منی . ( اینه کمالات
۵۴۷ م مخ)
بیا په شعر کی لیکی چی :
ان العدی صاروا خنازیر القلا نسأهم من دونهن الا کلب .
زما مخالفین او دشمنان د ځنګلونو خنزیران دی او دهغوی ښځی داسی دی چی سپۍ هم دهغوی
تر مخه هیڅ نه دی .
په همدی توګه د علماو او مشایخو هر یوه پر خلاف یی همداسی ګنده اوچټل بکواس کړی دی
.
شیخ سید نذیر حسین محدث دهلوی ( رحمه الله ) ته یی د ( ظالم طبع او مات ضالا هایما
) په څیر الفاظ لیکلی دی .(مواهب الرحمن ۱۲۷م مخ )
مولانا محمد حسین بټالوی ، مولانا احمدالله امرتسری ، مولانا ثناالله امرتسری (
رحمهم الله ) ، هریو ته یی په نوم اخستلو سره لیکلی چی :(( دا درواغجن دی او د سپیو
په څیر مرداری خوری .) (ضمیمه انجام آتهم ۲۵م مخ )
حال دا چی د مرزا څخه پخپله سپی جوړ شوی او ددغی علمایی کرام پر خلاف ځکه غپیږی چی
هغی ټولو کرامو علماو د مرازایت د فتنی پوره پوره مقابله کړی ده .
د اسلام عام علما یی مخاطب کړی اولیکلی یی دی چی :
( ای ژر خفه کیدونکو، بد اخلاقو او په بد ګمانیو کی ډوب ( غرق ) شویو!) ( ایام
الصلح ۸۴ م مخ )
ای بدقسمته بد ګمانو ذلیلو ملایانو ، پلیدو ملایانو ، د ناپاک طبیعت لرونکو
مولویانو ، پلیدو الطبع مولویانو ، دخدای غضب دی په دی مولویانو وی ، مولوی د انسان
څخه ډیر پلید او جاهل دی ( ایام الصلح ۱۱۵ مخ)
ددی نه علاوه یی دومره دبداخلاقی او ناوړی ژبی استعمال ددشمن پر خلاف هم چا نه دی
کړی پرته له دی کذاب (درواعجن ) نبی څخه . ( لعنه الله تعالی و اتباعه اجمعین )
امین .
هیڅکله یی هم استغفار نه دی کړی :
د مولوی شیر علی مرزایی وینا ده چی ما هیڅکله هم مرزا په استغفار کولو او ویلو نه
دی لیدلی.( سیرة المهدی لمړۍ ټوک ، ۲م مخ )
شاید چی مرزا په دروغو دا بهانه وکړی چی معصوم دی نو په دی خاطر د استغفار له پاره
اړتیا نلری . خو دا بهانه غلطه ده . حق او معصوم نبی صلی الله علیه وسلم ته الله
تعالی حکم کړی چی ( و استغفر لذنبک )(محمد)
که څه هم جناب محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم د ګناه ارتکاب هم نه و کړی خو د
الله تر مخه ټول کرام انبیا د خپل نفس دماتولو ( کسرنفس ) په خاطر استغفار او توبه
کوله ، لکه چی نبی اکرم صلی الله علیه و سلم به د ورځی اویا ځلی او په یوه روایت کی
دی چی سل ځلی به یی استغفار او توبه کوله .
د تحریک چلولو پر وخت کی د سودی او حرام لاسته راوړنی خرڅول :
د مرزا بشیر په الفاظو کی د قادانیت د جواز فتوی هم مرزا جی ورکړی ده . په هغه
زمانه کی د اسلام د خدمت له پاره د ځینو شرایطو د لاندی د سودی روپیو خرڅولو فتوی
هم حضرت صاحب د همدغی اصولو په بنسټ ورکړی ده ( سیرة المهدی لمړۍ ټوک ، ۲۶۱م مخ)
د مرزا په وړاندی د یوی کنچنۍ ( دزنا له لاری لاسته راوړی رقم ) د اسلام د خدمت له
پاره خرڅول جایزدی :
ماته عبدالله صاحب سفوری ویلی دی چی یوځل د انباله یوی کنچنۍ ډیری زیاتی پیسی ګټلی
وی بیا هغه مړه شوه او ماته د هغی ترکه تر لاسه شوه . خو وروسته ما ته الله تعالی د
توبی کولو او اصلاح توفیق را په برخه کړ . اوس نو زه په دغه مال باندی څه وکړم ؟
حضرت صاحب ځواب راکړ چی زما په فکر په هغه زمانه کی دا ډول مال د اسلام پر خدمت کی
مصرفیدای شو . ( کنچنی : کسبی فاحشی ښڅی ته ویل کیږی )( سیرة المهدی لمړۍ ټوک ، ۲۶۱
او ۲۶۲ مخونه )
کله کله زنا کول :
حضرت مسیح موعود ( مرزا قادیانی ) ولی الله و او ولی الله هم کله کله زنا کوی .
که چیری هغی کله ناکله زنا کوله نو په هغی کی څه ستونزه ده ؟
بیا لیکی چی : مونږ ته په حضرت مسیح موعود (مرزا قادیانی ) باندی نیوکه نشته ، ځکه
چی هغه به کله کله زنا کوله ، خومونږ په اوسنی خلیفه باندی نیوکه لرو ځکه چی نوموړی
هر وخت زنا کوی .(روزنامه الفضل قادیان دارالامان ۳۱ اګست، ۱۹۳۸)
تبصره :
په پورتنیو لیکنو کی دداسی ګناهونو د ارتکاب یادونه شوی ده چی د هر(حق )نبی په
شریعت کی هغه ستره ګناه او ممنوع ده . خو دا ټوله ګناه د مرزا قادیانی څخه د پیښیدو
سره سره هغه نبی هم دی . کلا و حاشا!!!
اتا مرون الناس بالبر و تنسون انفسکم .