١٦٢- د فراه د سميې پښتني دودونه:
پر ١٣٥٩ل کال د عبدالرزاق له خوا په (٣٥) مخونو کې ليکل شوى دى، چې دفراه ولايت
ځينې دودونه په کې معرفي شوي دي.
١٦٣- د خوشال په غزلياتو کې ښکلا:
غلام مصطفى نږدې پر ١٣٥٩ل کال د ډاکتر زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٨)
مخونو کې ليکلى دى، چې د خوشال په شعرونو کې حسن، مينه، عشق، هنر او اقتصادي موقف
په کې څېړل شوى دى.
١٦٤- د دولت لواڼي په دېوان کې د نومونو برخه:
محمدصابر حقمل پر ١٣٦٠ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٣) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د دولت لواڼي په دېوان کې د راغليو نومونو لکه د
مېږيو، ګلانو او مرغانو يادونه شوې ده.
١٦٥- سترګې:
فاطمې اسد حسيني پر ١٣٦٠ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٤٦) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې هغه لنډۍ د الفبا په حساب راوړل شوي، چې سترګې په کې
يادې شوې دي.
١٦٦- د خوست په خبرو اترو کې نادر لغات:
ګلاب خان پر ١٣٦٠ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکلى
دى. په نوموړي مونوګراف کې په ورځنيو خبرو کې د خوست ځينې نادر لغات په ګوته شوي او
بيا تشريح شوي دي.
١٦٧- يو لړ هغه لنډۍ چې د ښځو له لوري په محروميت کې ويل شوي:
هما اختري پر ١٣٦٠ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې ليکلى
دى او هغو لنډيو ته په کې اشاره شوې، چې د ژوند د ځينو برخو د محروميت په نتيجه کې
د ښځو له خوا ويل شوي دي.
١٦٨- دکونړ ولايت په باره کې عمومي معلومات:
محمدقدير پر ١٣٦٠ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د کونړ ولايت جغرافيايي موقعيت، د خلکو پېژندنه، تاريخي
سوابق، زراعت، کرنې، اداري تشکيلات او ټولنيزو دودونو په باب ځينې معلومات راغلي
دي.
١٦٩- د کرکو او کږو د پيدايښت عوامل او ډولونه:
نواز پر ١٣٦٠ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکلى دى.
په نوموړي مونوګراف کې د کرکو او کږنو په باب ځينې معلومات راغلي دي، لکه: له يو چا
څخه کرکه، له ناروغۍ څڅه کرکه او داسې نورې بېلګې.
١٧٠- فولکوري طب:
حضرت ګل احساس پر ١٣٦٠ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٤) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د فولکوري طب په باب يو لړ معلومات راغلي دي.
١٧١- د مقر د ګيلان علاقه دارۍ د واده دودونه:
محمد عمر ګيلاني مقري پر ١٣٦١ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٨)
مخونو کې ليکلى دى او د يادې شوې سيمې د واده دودونه په کې بيان شوي دي.
١٧٢- په پښتو لنډيو کې شونډې، خوله، خالونه او مخ:
نظيفې پر ١٣٦١ل کال د بايزيد اڅک تر لارښوونې لاندې په (٢٧) مخونو کې ليکلى دى او
هغه لنډۍ په کې راغلي دي، چې ياد شوي موضوعګانې په کې يادې شوې دي.
١٧٣- د محمدجان فنا ادبي ټوټې:
کاملې پښېمان پر ١٣٦١ل کال د لطيف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې دمحمد جان فنا ژوند ليک د هغه اثار او تاليفاتو پېژندنه او
د هغه يو لړ ادبي ټوټې راغلي دي.
١٧٤- د لوګر دودونه:
آصفې احمدزۍ پر ١٣٦١ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لوګر جغرافيايي موقعيت او د هغه ځاى ځينې پښتني
دودونه بيان شوي دي.
١٧٥- د کونړونو ولسي شاعران:
سيدمحى الدين پر ١٣٦٢ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کونړ د سيمې يو شمېر ولسي شاعران او د هغوى د ځينو
شعرونو بېلګې راوړل شوي دي.
١٧٦- د کليوالو پر ورځني ژوند د فولکور اغېزه:
غوټۍ خاورې پر ١٣٦٢ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (١٦) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د کليوالو د مېړانې، اتلولۍ، زړورتيا او ټولنيز ژوند په باب
معلومات راغلي دي.
١٧٧- په فولکور کې د کيسې ماهيت او وظيفه:
زرغونې احمدزۍ پر ١٣٦٢ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د اتلانو د کيسو په باب يو لړ معلومات راغلي دي.
١٧٨- خوشال خان د پخوانيو او اوسنيو شاعرانو په نظر کې:
خدايداد پر ١٣٦٣ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، (٥٣) مخونه
لري. په دغه مونوګراف کې لومړى د خوشال د ملي مبارزو په باب يو لړ معلومات راغلي او
بيا د خوشال په باب د پخوانيو او اوسنيو شاعرانو نظرونه راوړل شوي دي.
١٧٩- د دولت لواڼي په دېوان کې قافيوي نيمګړتياوې:
عزيزالله پاک جبارخېل پر ١٣٦٣ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٥٠)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د دولت لواڼي د دېوان ځينو قافيوي
نيمګړتياوو ته نغوته شوې ده.
١٨٠- په اندړو کې د واده دودونه:
مهتاب الدين وحدت پر ١٣٦٤ل کال د پوهنيار جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٠)
مخونوکې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د واده دودونه
تشريح شوي دي.
١٨١- کلمه داره روپۍ:
عزيزې شېرزاد پر ١٣٦٤ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٢٢)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې کلمه داره روپۍ (ډرامې) خبرې شوي.
١٨٢- د خوشال په دېوان کې د ځينو ځايونو نومونه:
ذکريا پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٩) مخونو کې ليکلى دى.
په دې مونوګراف کې د خوشال په غزلونو، رباعياتو او قصايدو کې د مهمو ځايونو نومونه
په ګوته شوي دي.
١٨٣- د روښاني نهضت بېل بېل اړخونه:
محمدرسول باوري پر ١٣٦٤ل کال د استاد ضمير ساپي تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د بايزيد روښان ژوند ليک، مبارزې، اثار، مذهبي عرفاني
اړخ او ملي فکر بيان شوي دي.
١٨٤- د خوشال خان ژوند ليک:
محمد قدوس پر ١٣٦٤ل کال د ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د خوشال د کوچنيوالي دوره، د ژوند ځينې پېښې او د کورنۍ په
باب معلومات راغلي دي.
١٨٥- د خوشال خان په اشعارو کې د ازادۍ انعکاس او د ازادۍ له اوسني مفهوم سره د هغه
پرتله:
حکيم محمد خاورين پر ١٣٦٤ل کال د ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٥٥) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د خوشال خان په شعرونو کې د ازادۍ موضوع څېړل شوې ده
او د هغه يو شمېر حماسي شعرونه هم راوړل شوي دي.
١٨٦- د تاريخ په پوړيو کې د پښتو هنري ادبياتو ته يوه کتنه:
دادمحمد راسا پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٢٦) مخونو کې
ليکلى دى. په ياد شوي مونوګراف کې د لرغونې دورې د ادبياتو او شاعرانو او همدارنګه
د معاصرې دورې د ادبياتو او شاعرانو په باب يو لړ معلومات راغلي دي.
١٨٧- د سيد جمال الدين افغان ژوند او مبارزې:
پر ١٣٦٤ل کال محمد عارف طاهر د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو
کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د سيدجمال الدين افغان د ژوند او مبارزو په باب يو
لړ معلومات راغلي دي.
١٨٨- د لرغوني مصر، يونان او روم په افسانو کې د خلقت مفکوره:
محمدقاسم هيله من پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لرغوني مصر تاريخچه او په افسانو کې د ارباب
الانواعو خلقت څېړل شوى دى.
١٨٩- په پښتو معاصرو ادبياتو کې ځينې ريالستيکي موضوعات:
د شمس الله مجمر له خوا پر ١٣٦٤ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٦)
مخونو کې ليکلى شوى دى. په دغه مونوګراف کې د رياليزم په هکله، د ريالستيکي هنر او
د رنساس د دورې د رياليزم په باب معلومات ليکل شوي دي، دغه راز د استاد الفت، اجمل
خټک او سليمان لايق په اثارو کې ځينې ريالستيکي افکار څېړل شوي دي.
١٩٠- په پښتو ادب کې د مولوي صالح محمد ونډه:
اسدالله کاروان پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د مولوي صالح محمد ژوند ليک او اثارو په باب
معلومات راغلي دي.
١٩١- دلعل ګل شاعر پېژندنه:
محمدنذير بري پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د لعل ګل د کورني ژوند او د شعر د ويلو د عواملو
په باب معلومات راغلي دي او هم د شاعر د شعرونو بېلګې په کې راوړل شوي دي.
١٩٢- د حميد په دېوان کې بديع صنايع:
حضرت يوسف افتخار پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښونې لاندې په (٤٢) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د حميد په دېوان کې بديع صنايع په ترتيب سره ښوول
شوي دي.
١٩٣- پښتو منظومې کيسې:
عبدالغني اقبال پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې (٩) منظومې او مشهورې فولکوري کيسې ليکل شوي دي.
١٩٤- په پښتو منظوم ادب کې د نظم شکلي ډولونه:
سيدکريم ملګري پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٤٧) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې ځينې شعري فورمونه لکه: مربع، رباعي، مثنوي، قصيده،
مخمس او داسې نور تشريح شوي دي.
١٩٥- چاربيته او د هغې ډولونه:
عاشق الله فرياد پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د چاربيتو پر فورم باندې رڼا اچول شوې ده او هم د
چاربيتو بېلګې راوړل شوي دي.
١٩٦- د لنډ داستان پيدايښت:
نفيسې طوطاخېل پر ١٣٦٤ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لنډې کيسې ځانګړنې او پړاوونه بيان شوي دي او اوسنۍ
لنډې کيسې ته په کې هم کتنه شوې ده.
١٩٧- د اديپوس افسانه او پر هغې يوه انتقادي تبصره:
ګل غوټۍ نايب خېل پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤١) مخونو کې
ليکلى دى، په دغه مونوګراف کې د يونان لنډه تاريخچه او د اديپوس پاچا د کيسې مضمون
ليکل شوى دى.
١٩٨- په ولسي ادب کې د جمعه ګل د اشعارو دريځ:
د احمدشاه ويښ له خوا پر ١٣٦٤ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٧)
مخونو کې ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې دشاعر پېژندګلوي، د هغه چاپېريال، د
هغه په شعر کې انځورونه بيان او د شعرونو بېلګې راوړل شوي دي.
١٩٩- په پښتو ادبياتو کې د ناول پيدايښت:
شريفې احمدزۍ کوچۍ پر ١٣٦٤ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. په
دغه مونوګراف کې د ناول ډولونه، ځانګړنې او په پښتو ادب کې د ناول په باب خبرې شوي
دي.
٢٠٠- پښتو د امير شېرعلي خان په دوره کې:
مامور مموزي پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې پښتو ژبه د امير شېرعلي خان په دوره کې د پوځي او
رسمي ژبې په توګه څېړل شوې ده او د هغه وخت سياسي او اقتصادي اوضاع هم تر څېړنې
لاندې نيول شوې ده.
٢٠١- يوسفزي د خوشال بابا په نظر:
عبدالغني بشردوست پر ١٣٦٤ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو
کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د خوشال د ژوند حالات، د سوات يوسفزي او د هغوى
ژوند او د خوشال او يوسفزيو ترمنځ مناسبات څېړل شوي دي.
٢٠٢- د پرامېته داستان ته يوه انتقادي کتنه:
جانانې ځاځۍ پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٥) مخونو کې
ليکلى دى او د پرومېتې پر داستان يې يوه انتقادي تبصره کړې ده.
٢٠٣- مومن خان او شيرينو:
هنګامې ظاهر پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د داستان اصلي متن، د لغتونو څېړنه، د ځايونو نومونه
او د فولکوري عباراتو څېړنه راغلې ده.
٢٠٤- نمرو او تاج محمد:
ماه جبينې لمر پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د دغه منظوم داستان د نظم د برخې وزن و قافيه، د
لغتونو څېړنه، د ځايونو نومونه، د شعر ساده ګي او د داستان د موضوع څېړنه راغلې ده.
٢٠٥- د قصيدې وده او پيدايښت:
محبوبې پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٤٣) مخونو کې ليکلى دى. په
دغه مونوګراف کې د قصيدې تعريف او د غوريانو روښانيانو او خوشال په دوره کې د قصيدې
په باب معلومات راټول شوي دي.
٢٠٦- د الفت په نثر کې د لنډې کيسې بېلګې:
نفس ګل شريفي پر ١٣٦٤ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د الفت ژوند ليک، د الفت په نثر کې دلنډو کيسو
ځانګړتياوو او د نثر بېلګې راوړل شوي دي.
٢٠٧- اويرجل د اينيا د تحليل او د روم تشکل:
د راحلې احمدي وردګ له خوا د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې پر ١٣٦٤ل کال ليکل
شوى، چې (٣١) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د ټراى او سپارتا ترمنځ د لس کلن جنګ
علتونه بيان شوي دي.
٢٠٨- په فولکور مجله کې د پښتني فولکور انعکاس:
زرلښتې اورياخېلې پر ١٣٦٥ل کال د پوهنمل بايزيد اڅک تر لارښوونې لاندې په (٤٠)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې هغو ليکنو ته اشاره شوې، چې د پښتني
فولکور په باب په فولکور مجله کې خپرې شوې دي.
٢٠٩- په سراج الاخبار کې د پښتو شعر:
محمدشاه پور احمدزي پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په
(٧٨) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې په سراج الاخبار کې د پښتو شعر د
خپرېدو او څومره والي په باب معلومات راغلي دي.
٢١٠- د کندهار مجلې فهرست د تاسيس له وخته تر ١٣٥٦ل کال پورې:
سردار محمد راستمل پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤١)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کندهار مجلې نيوليک راغلى ( د ليکوال نوم
او د ليکنې سرليک).
٢١١- د روښان د مبارزې تصوفي اړخ:
نسيمې فقير پر ١٣٦٥ل کال د پوهنمل محمدصابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو
کې ليکلى دى. دا مونوګراف دوه څپرکي لري، په لومړي څپرکي کې يې د روښان پېژندنه او
په دويم کې يې د روښاني تصوف د اتو مرحلو په باب خبرې شوې دي.
٢١٢- د بي بي نېکبختې مموزۍ ژوند او ادب:
صاحب ګل مموزي پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٧)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د بي بي نېکبختې پر ژوند ليک سربېره د
هغې پر ادبي ژوند هم رڼا اچول شوې ده.
٢١٣- د ګيلګه مېش حماسه او د هغې څېړنه:
مصري خان کليوال پر ١٣٦٥ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ګيلګه مېش د حماسې پيدايښت او مضمون شامل دى.
٢١٤- د چغه سراى نرخونه او دودونه:
مرسلين روغوال پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو
کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د چغه سراى د پېژندګلوۍ او دودونو په باب
معلومات راغلي دي.
٢١٥- د کوهدامن د داودزو اجتماعي، تاريخي او ادبي فعاليت:
وجيهې داودزۍ پر ١٣٦٥ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٢٦) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د سيمې د داودزيو ټولنيز، تاريخي او ادبي
فعاليتونه ياد شوي دي.
٢١٦- د مستورې شال شاعري:
سيدمحقق پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى ډاکترې زرغونې زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٧)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې دپښتنې شاعرې (مستورې شال) پر ادبي ژوند
رڼا اچول شوې ده.
٢١٧- د خوشال په کلياتو کې ادبي صنايع:
فهيمې هاشمي پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د خوشال ژوند ليک، اثار او د هغه په کلياتو کې ادبي
صنايع په ګوته شوي دي.