٢١٨- د ماشوم ادبيات:
سدو ټکني پر ١٣٦٥ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى
دى. د ماشومانو د ادبياتو په باب معلومات په کې راغلي دي.
٢١٩- پر نظم باندې ختيځې کيسې او اسطورې:
مياجان مشفق پر ١٣٦٥ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې (١٢) افسانوي کيسې راغلې دي.
٢٢٠- د پښتو ژبې باقاعده او بې قاعده مصدرونه:
نورس امرخېل پر ١٣٦٥ل کال د نوراحمد شاکر تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د پښتو باقاعدې او بې قاعدې مصدرونو ته ګوته نيول شوې ده.
٢٢١- د پښتو ژبې د باقاعده او بې قاعده لغاتو مجموعه چې مصدر يې په (يدل) ختمېږي:
زرغونې برېښ پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى نوراحمد شاکر تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو
کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې د باقاعده او بې قاعده لغتونو تشريح
راغلې ده.
٢٢٢- د بهايي جان په اشعارو کې ادبي صنايع:
محمد داود ساپي پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٤٨) مخونو
کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د بهايي جان پر ژوند ليک سربېره د هغه په
شعرونو کې ادبي صنايع هم ښوول شوي دي.
٢٢٣- په معاصرو هنري پښتو ادبياتو کې د ويښ ځلميانو د خپرونو او اثارو تحليل:
زرغونې درانۍ پر ١٣٦٥ل کال د پوهنوال ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٤٢)
مخونو کې ليکلى دى. نوموړي مونوګراف کې د ويښ ځلميانو له جملې څخه د بېنوا د اثارو
تحليل او په دويمه برخه کې د ګل پاچا الفت د اثارو تحليل راغلى دى.
٢٢٤- د ماه رخې ناول ته لنډه انتقادي کتنه:
پروين منګل پر ١٣٦٥ل کال د پوهنوال ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٥٤) مخونو
کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د سيدراحت زاخېلي د (ماه رخې ناول) ته يوه انتقادي
کتنه شوې ده.
٢٢٥- د ننګرهار د مجلې فهرست:
شاه ولي پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زيورالدين زيور تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د ننګرهار مجلې د ليکنو فهرست ( د ليکوال نوم او د
ليکنې سرليک) برابر شوي دي.
٢٢٦- د رحمان بابا په دېوان کې ادبي صنايع:
بي بي حيا خلازۍ پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٤٧)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د رحمان بابا پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه په
دېوان کې ادبي صنايع هم په ګوته شوي دي.
٢٢٧- په معاصر پښتو شعر کې ملي او مترقي افکار:
محمد حکيم تڼيوال پر ١٣٦٥ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٨٠)
مخونو کې ليکلى دى. نوموړى مونوګراف درې څپرکي لري، چې د پښتو د معاصرو ادبياتو په
ځانګړي ډول د شعر د فکري خوا (مترقي افکارو) په باب په کې خبرې شوي دي.
٢٢٨- په پښتو لنډيو کې تاريخي پېښې:
محمد قسيم پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکلى، چې په لنډيو کې
تاريخي پېښې په کې څېړل شوې دي.
٢٢٩- په پښتو ادب کې ټوکې ټکالې:
ميراجان غروال پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٤)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې يو شمېر ټوکې او عاميانه
اصطلاحات راغلي دي.
٢٣٠- د سراجي دورې پښتو منظوم ادبيات:
محمد علي قريشي پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٥)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ادبياتو د نظم او شعر پر برخې يو
څه خبرې شوي او بيا په ياد شوې دوره کې ځينې پښتو نظمونه راوړل شوي دي.
٢٣١- پښتانه په بلخ کې:
عبدالقيوم پر ١٣٦٦ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٦٤) مخونو کې ليکى
دى. نوموړى مونوګراف شپږ څپرکي لري او د بلخ د پښتنو په باب معلومات په کې خوندي
شوي دي.
٢٣٢- په پښتو ادبياتو کې سفرنامه:
حيات الله صبور پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٩)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې يونليکونو (سفرنامو) په باب
معلومات راغلي دي.
٢٣٣- په بره او کوزه پښتونخوا کې ادبي تاريخ ليکنه:
غلام نبي فراهي پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٦)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د يادې شوې موضوع په باب يو لړ معلومات
راټول شوي دي.
٢٣٤- شعر او شاعري د لرغوني يونان د پوهانو له نظره:
غلام مصطفى رحيمي شلګري پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٩٦)
مخونو کې ليکلى دى. نوموړى مونوګراف شپږ څپرکي لري، چې د موضوع په باب معلومات په
کې راغلي دي.
٢٣٥- مهمې فولکوري شپې او ورځې:
داکتر خان پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د فولکوري رواياتو له مخې مهمې شپې او ورځې په ګوته شوې دي.
٢٣٦- د منګلو د پښتونولۍ نرخ:
ګلات منګل پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د منګلو د قوم د پښتونولۍ، دود او دستور په باب معلومات
راټول شوي دي.
٢٣٧- په پښتو ژبه کې د باقاعده او بې قاعده مصدرونو ډيټا:
شيرين شاه پر ١٣٦٦ل کال د نوراحمد شاکر تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى
دى.
٢٣٨- د ګودر په باره کې لنډۍ:
محمد اسحق پر ١٣٦٧ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى
دى. په دغه مونوګراف کې د الفبا په ترتيب هغه لنډۍ راټولې شوي چې د (ګودر) په باب
ويل شوي دي.
٢٣٩- لازمي افعال او د هغوى مورفولوژيکي خصوصيات:
ګل غوټۍ پر ١٣٦٧ل کال د زرغونې زيور تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى.
په دغه مونوګراف کې د فعلي کټګورۍ او لازمي فعلونو په باب معلومات راغونډ شوي دي.
٢٤٠- د افغانستان د ليکوالو انجمن له تاسيس (١٣٥٩-١٣٦٦) کلونو پورې د پښتو چاپ شويو
اثارو فهرست:
تاج محمد ياري پر ١٣٦٧ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٩) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د هغو پښتو کتابونو يادونه شوې، چې په ياد شوي زماني
واټن کې د ليکوالو ټولنې خپاره کړي دي.
٢٤١- د ملګرو ملتو منشور او زموږ ملي روغه جوړه:
ميرزا محمد توتاخېل پر ١٣٦٧ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو
کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د ياد شويو موضوعګانو فکري نږدېوالى تر بحث لاندې
نيول شوى دى.
يادښت: پر ١٣٧٠ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې په امريت
کې يو زيات شمېر پښتو مونوګرافونه خوندي وو، په دې لړ کې يو شمېر داسې مونوګرافونه
هم وو، چې د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې يې کاپۍ نه وې، ددې خبرې يوه وجه
شايد دا وي، چې مرکزي کتابتون ته يې کاپۍ نه وې استول شوې او يا هم د کتابتون د
کارکوونکو د تخنيکي ستونزو او ځينو نورو لاملونو له امله د دغو مونوګرافونو نقل د
پوهنتون په مرکزي کتابتون کې نه وي خوندي شوى. په هر حال دلته به د کال په ترتيب د
دغو مونوګرافونو يادونه هم وکړو. د پېژندنې لپاره (د پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د
هغو د کتلاک نومره هم ثبت شوې وه خو څرنګه چې د مرکزي کتابتون اکثره خطي نسخې چور
او يا سيزل شوي چې دې کې پښتو مونوګرافونه هم شامل وو، نو ځکه د کتلاک نومره يې
رانه وړل شوه، اوس ددې مونوګراف يو شمېر د زياتو سيلاوونو او ناتارونو له بلاوو سره
سره په پښتو څانګه کې خوندي پاتې دي او ځينې يې کېدى شي د هغو له خپلو ليکوالو سره
هم خوندي وي.
٢٤٢- غرځستان:
بسم الله ځيرمن پر ١٣٣٩ل کال ليکلى، چې (٥٩) مخونه لري او د ياد شوې سيمې سياسي،
ټولنيز او اقتصادي حالات په کې څېړل شوي دي.
٢٤٣- د خوشال خان ادبي لار:
عزيزالله پښتونمل پر ١٣٣٩ل کال، په (١٦٧) مخونو کې ليکلى او د خوشال د ادبي ژوند په
باب په کې معلومات ورکړل شوي دي.
٢٤٤- د غرب اوسنى تمدن:
نوراحمد پر ١٣٣٩ل کال په (٤٠) مخونو کې ليکلى، چې د غرب د تمدن په باب يې يو لړ
معلومات وړاندې کړي دي.
٢٤٥- د افغانستان د لمر ختيځو او مرکزي برخو کوچيان:
محمد عزيز کاکړ پر ١٣٤٠ل کال په (١٧٥) مخونو کې ليکلى او د ياد شوې موضوع په هکله
په کې يو لړ معلومات ورکړل شوي دي.
٢٤٦- د لغمان محلي شاعران:
عبدالرشيد پر ١٣٤١ل کال ليکلى، (١٠٥) مخه لري او د لغمان د ځينو محلي شاعرانو ژوند
ليک او د شعرونو بېلګې په کې راوړل شوي دي.
٢٤٧- ابداليان:
امين الله پر ١٣٤١ل کال په (٥٩) مخونو کې ليکلى او د پښتنو د يوه نامتو ټبر
(ابداليانو) په باب معلومات په کې راټول کړي دي.
٢٤٨- د ښځې تاريخي او محيطي موقف:
صفورا پر ١٣٤١ل کال په (٦٤) مخونو کې ليکلى او د تاريخ په اوږدو کې او بيا تر نوي
عصره پورې په ټولنه کې د ښځې پر ژوند او دريځ خبرې شوي دي.
٢٤٩- د پکتيا ولايت يو لړ ملي او اجتماعي دودونه:
پر ١٣٤٣ل کال محمدرحيم شملزي په (٧٠) مخونو کې ليکلى او د ياد شوي ولايت يو لړ ملي
او ټولنيز دودونه په کې بيان شوي دي.
٢٥٠- د پښتو اصطلاحات:
حبيب الله جاج پښتو زوى پر ١٣٤٣ل کال په (٣٠) مخونو کې ليکلى دى او د پښتو ژبې ځينې
اصطلاحات يې په کې راټول کړي دي.
٢٥١- د نباتاتو او مرغانو په باب تحقيق:
محمد اسمعيل پر ١٣٤٥ل کال په (٣٥) مخونو کې ليکلى او د ياد شوې موضوع په باب په کې
يو لړ معلومات راغونډ شوي دي.
٢٥٢- د هلمند ولايت د مارجي د ناقلو حوزه:
پاياب پر ١٣٤٨ل کال د استاد احمدي تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى او د
ياد شوې موضوع په باب په کې يو لړ معلومات راټول شوي دي.
٢٥٣- د پښتو پخوانيو ګرامرونو ته يوه کتنه:
جانباز پر ١٣٤٨ل کال په (٥٩) مخونو کې ليکلى او د پښتو د ځينو پخوانيو ګرامرونو پر
معرفۍ سربېره يې پر هغوى يو لړ خبرې کړي دي.
٢٥٤- د لوګر ولايت د فيض اخوندزاده سوانح او اشعار:
شاه الله احمدزي پر ١٣٤٩ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٨)
مخونو کې ليکلى او د ياد شوي شخص پر ژوند ليک سربېره يې د شعرونو بېلګې هم راوړي
دي.
٢٥٥- د سپرې ولسوالۍ دودونه:
عبدالودود پر ١٣٥٠ل کال د پوهاند عبدالحى حبيبي تر لارښوونې لاندې په (١٥) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې لومړى د سپرې ولسوالۍ موقعيت، دکليو نومونه او د همغه
ځاى د ځينو پښتني دودونو په باب معلومات ليکل شوي دي.
٢٥٦- د کندهار سياسي او اجتماعي اوضاع:
حيات الله رفيقي پر ١٣٥٠ل کال د پوهاند عبدالحى حبيبي تر لارښوونې لاندې په (٤٢)
مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کندهار تاريخي اهميت، د هغه ټولنيزه وضع،
اقتصادي اوضاع او جغرافيايي حالت څېړل شوي دي.
٢٥٧- ولسي ادب:
محمد صابر خويشکي پر ١٣٥١ل کال د مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو
کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې پښتو لنډۍ، ناول او د ولسي ادب ځينې نور ډولونه
بيان شوي دي.
٢٥٨- د باجوړ متلونه:
پذيرګل سالارزي پر ١٣٥١ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٤٣)
مخونو کې ليکلى او د الفبا په حساب يو شمېر هغه متلونه په کې راټول شوي، چې د باجوړ
دخلکو په خبرو اترو کې کارول کېږي.
٢٥٩- ژوند او هنر:
محمدجان ګياني پر ١٣٥٢ل کال د ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٣٦) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د هنر او ادبياتو ارزونې، شعر او هنر، فن او ژوند
او د خلکو او هنر په باب يو لړ معلومات راټول شوي دي.
٢٦٠- په لغمان کې لاسي صنايع او د هغو اقتصادي ارزښت:
عبدالظاهر نوري پر ١٣٥٢ل کال په (٥٢) مخونو کې ليکلى او د لغمان ولايت دجغرافيايي
موقعيت او لاسي صنايعو په باب په کې معلومات ځاى کړاى شوي دي.
٢٦١- په افعانستان کې د ښځو د عصري تربيې تاريخ:
فاطمې ساپۍ پر ١٣٥٣ل کال د مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې په (٥٧) مخونو کې ليکلى
او په افغانستان کې يې د ښځو د عصري تربيې او تعليم په باب رڼا اچولې ده.
٢٦٢- د راډيو افغانستان د پروګرامونو شکل او څرنګوالي ته يوه کتنه:
شامحمود زيارمل پر ١٣٥٣ل کال په (٣٠) مخونو کې ليکلى. په دغه مونوګراف کې د ١٣٥٢ل
کال او تر هغه وړاندې د راډيو پروګرامونه معرفي شوي او هم د دغو پروګرامونو پر
مطالبو خبرې شوې دي.
٢٦٣- د کيسو په باره کې:
پر ١٣٥٣ل کال د محمود ساپي له خوا د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په
(٥٧) مخونو کې ليکل شوى. په دغه مونوګراف کې د کيسې تعريف، مرام او بيا په بېلابېلو
سيمو کې د کيسو ويل څېړل شوي او هم يې د ويلو طرز بيان شوى دى.
٢٦٤- د ننګرهار ولايت د بړينې د سيمې فولکور:
سيمين پر ١٣٥٦ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې
ليکلى او د يادې شوې سيمې پښتني دودونه لکه: واده، کوژده او ځينې نور دودونه بيان
شوي دي.
٢٦٥- د زين الله لنډه پېژندګلوي او اشعار يې:
عزيزالله پر ١٣٥٦ل کال د مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٤٧) مخونو کې ليکلى
او د ياد شوي شاعر پر ژوند ليک سربېره يې د هغه پر اشعارو خبرې کړي او د شعرونو
بېلګې يې ورته راوړي دي.
٢٦٦- د لال پورې څو وګړني شاعران:
خيبر برم پر ١٣٥٦ل کال د مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٧٠) مخونو کې ليکلى
او د لال پورې څلور تنه ولسي شاعران په کې معرفي شوي او د شعرونو بېلګې يې راوړل
شوې دي.
٢٦٧- د تعليمي نصاب په رڼا کې د پښتو ژبې تاريخچې ته يوه لنډه کتنه او د هغو د
ليکوالانو پېژندګلوي:
ګل محمد شينزي پر ١٣٥٩ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٤)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې د تعليمي نصاب ميتود، د پښتو
ادبياتو د ليکوالو پېژندګلوي او د ځينې درسي کتابونو پر ميتود رڼا اچول شوې ده.
٢٦٨- د خوشال په اشعارو کې مېړانه:
الله نظر پر ١٣٦١ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٤) مخونو کې ليکلى
دى. په نوموړي مونوګراف کې د خوشال پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه مبارزې او هم خوشال د
نورو له نظره څېړل شوى او بيا يې د کلام بېلګې راوړل شوې دي.
٢٦٩- ادبي کره کتنه او ګټې يې:
شاه محمود زرمتي پر ١٣٦٣ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٦) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د پوهانو له نظره کره کتنه څېړل شوې، د کره کتنې
تعريف وړاندې شوى او هم د کره کتنې ډولونه په ګوته شوي دي.
٢٧٠- د حضرت يوسف عليه السلا قيصه:
شريفې يونس وردګ پر ١٣٦٤ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکلى.
په نوموړي مونوګراف کې لومړى د اتلانو او پيريانو کيسې او بيا د حضرت يوسف عليه
السلام د کيسې بيان شوى دى.
٢٧١- د خوشال په اشعارو کې د غير لفظي مفاهموي خپلونو انعکاس:
زرغونې حليمې پر ١٣٦٦ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٩)
مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د سر، وچولي، وروځو، سترګو، شونډو او
داسې غړو په واسطه د غير لفظي مفاهمې ډولونه ښوول شوي دي.
٢٧٢- په پښتو معاصرو ادبياتو کې د (منان ملګري) ادبي او هنري دريځ:
عبدالشکور قيومي د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې پر ١٣٦٧ل کال په (٤٥) مخونو کې
ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو په اوسنيو ادبياتو کې د منان ملګري پر ادبي
څېرې او مقام خبرې شوې دي.
٢٧٣- په پښتو لنډيو کې د مسافر څېره:
ميرزامحمد ګړندي پر ١٣٦٧ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې
ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لنډيو محتوا، وېش او بېلګې راغلي دي او بيا په پښتو
لنډيو کې د مسافر څېرې ته ګوته نيول شوې ده.
٢٧٤- د ماه رخې ناول او ټولنيز ارزښتونه:
زرغونې شهۍ پر ١٣٦٧ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى.
په دغه مونوګراف کې د راحت زاخېلي پېژندګلوي او د هغه د اثارو د پېژندنې په باب
معلومات راغلي دي او بيا د ماه رخې ناول اړتيا، ټولنيز او هنري ارزښت او د ناول
ټولنيز پيغام بيان شوى دى.
٢٧٥- پښتو ترانې:
حبيبيې پر ١٣٦٧ل کال د زرغونې زېور تر لارښوونې لاندې په (٦٤) مخونو کې ليکلى دى.
په دغه مونوګراف کې د پښتو ژبې يو شمېر ترانې راټولې شوې دي.
٢٧٦- په پښتو لنډيو کې د (جانان) څېره:
راحلې بابکرخېل پر ١٣٦٧ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو
کې ليکلى او هغه پښتو لنډۍ په کې راوړل شوې، چې د (جانان) ياد په کې راغلى دى.
٢٧٧- د پښتني پېغلو او مېرمنو ادبي او ژبنۍ هلې ځلې:
صالحې سروري پر ١٣٦٧ل کال د زرغونې زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى
دى. په نوموړي مونوګراف کې د ځينو هغو پښتنو پېغلو او مېرمنو پېژندګلوي راغلې، چې د
پښتو ژبې او ادب په پراختيا او بډاينه کې يې برخه اخيستې ده.
٢٧٨- د ويښتيايي پېر سياسي، ملي جريدو پښتو برخې ته يوه کتنه:
محمد حسن مطع پر ١٣٦٧ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٨٠) مخونو کې ليکلى.
په دغه مونوګراف کې د ويښتيايي پېر د جريدو پر پښتو برخې يو لړ خبرې شوې دي.
٢٧٩- د ازاد افغانستان پښتو برخه:
خيرمحمد شېرزي پر ١٣٦٧ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٥٣) مخونو کې ليکلى
دى.
٢٨٠- د انګرېزي استعمار پر ضد د پښتنو د ليکني او ګړني ادب ونډه:
نورمحمد پر ١٣٦٨ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو کې ليکلى دى. په
نوموړي مونوګراف کې د انګرېزانو راتګ، د انګرېزانو پر وړاندې د خلکو کرکه او پر هغه
وخت د پښتو ادب پر څرنګوالي رڼا اچول شوې ده.
٢٨١- د لرغوني يونان او روم نامتو پوهان او ليکوالان:
عاطفې حرکت پر ١٣٦٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى
او د يونان او روم (٢٩) نامتو پوهان او ليکوالان په کې معرفي شوي او د هغوى پر ځينو
اثارو خبرې شوې دي.
٢٨٢- د خوشال په کلياتو کې تلميحات:
نسيمې ارغنديوال پر ١٣٦٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې
ليکلى دى او د خوشال په کلياتو کې د تلميح ادبي صنايع په ګوته شوې دي.
٢٨٣- په فولکوريک ولسي ادب کې د پښتنو د واده دود او دستور:
عمر ګل پر ١٣٦٨ل کال د جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى دى. په
نوموړي مونوګراف کې په پښتو ادبياتو کې د فولکور اهميت په باب خبرې شوي او ځينې
پښتني دودونه بيان شوي دي.
٢٨٤- د شپون تحقيقي او نوښتي اثار:
نفيسې هاشمي پر ١٣٦٨ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٤٩) مخونو کې ليکلى او
د سعدالدين شپون پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه پر ادبي اثارو يې هم رڼا اچول شوې ده.
٢٨٥- د ادب مجلې پښتو برخه:
اصفې اندړې پر ١٣٦٨ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى او
د ادب مجلې د پښتو برخې نيوليک يې په کې ترتيب کړى دى.
٢٨٦- د پټې خزانې د تاريخي متونو بېلګې: منثور، منظوم متن:
د اسې رحماني له خوا پر ١٣٦٨ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې
ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پټې خزانې د تاريخي متونو پر بېلګو خبرې شوې
دي.
٢٨٧- د استاد زيار معرفي او د هغه اثار:
پلوشې جبارخېلې پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٥١) مخونو کې ليکلى
او په هغه کې يې د استاد زيار پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه د اثارو په باب هم يو لړ
معلومات وړاندې کړي دي.
٢٨٨- د خوشال په اثارو کې د سواتنامې ارزښت:
سپوږمۍ پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٥٩) مخونو کې ليکلى او په
هغه کې د خوشال پر پېژندګلوۍ سربېره پر (سواتنامې) هم خبرې شوې دي.
٢٨٩- ټوټکې:
د ليلما وردګ له خوا پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې
ليکل شوى او په هغه کې بېلابېلې ټوټکې لکه پر زوم باندې ټوټکې، د ايرو او سپېلنو
ټوټکې او داسې نورې راټولې شوې دي.
٢٩٠- د لرغونې دورې د شعر شکل او مضمون:
د جلات خان له خوا پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې
ليکل شوى. په دغه مونوګراف کې په لرغونې دوره کې پر ملي اوزانو برابرو شعرونو، لکه:
د امير کروړ پر وياړنې، د بېټ نيکه، شيخ تيمن او داسې نورو پر شعرونو خبرې شوې دي.
٢٩١- خوشال ولې دستار نامه وليکله:
محمد نعيم پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى.
په نوموړي مونوګراف کې پر دستارنامه او د هغې د ليکلو پر علتونو خبرې شوې دي.
٢٩٢- د کاظم خان شيدا په شعر کې د غربت او مساپرۍ انعکاس:
پلوشې عمر پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى.
په نوموړي مونوګراف کې د کاظم خان شيدا پېژندنه، د شيدا شاعري او د شيدا د مسافرۍ
او غربت علتونه بيان شوي او هم د بېلګې په توګه د شيدا ځينې غزلونه، څلوريزې،
مخمسات او قطعات راوړل شوي دي.
٢٩٣- د پخواني يونان او روم وتلي اثار:
عبدالرسول جبارخېل پر ١٣٦٩ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په
(٤٠) مخونو کې ليکلى او د لرغوني يونان او روم يو شمېر اثار په کې معرفي شوي دي.
٢٩٤- د مير مهدي شاه د لنډو کيسو مهم موضوعات:
شريفې پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٦٥) مخونو کې ليکلى او د
مهدي پر ژوندليک سربېره يې د هغه د لنډو کيسو مهمو موضوعاتو ته ګوته نيولې ده.
٢٩٥- د سيد بهاوالدين مجروح ژوند او دده د پښتو اثارو معرفي:
نصيرې نوري پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٨) مخونو کې ليکلى او
د سيدبهاوالدين مجروح پر ژوند او پښتو اثارو يې رڼا اچولې ده.
٢٩٦- د رحمت شاه سايل د شعر رنګين اړخونه:
امنې پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې ليکلى او د رحمت
شاه سايل د ژوند او اثارو پر پېژندنه سربېره يې د هغه د شعر پر ځينو محتوايي اړخونو
رڼا اچولې ده.
٢٩٧- د پخواني يونان پنځه اتلان:
ناجيې مقبلې پر ١٣٦٩ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې
ليکلى او د پخواني يونان د پنځو اتلانو په باب يې معلومات په کې راټول کړي دي.
٢٩٨- د دولت لواڼي په دېوان کې د توجيه تغير:
جميلې پر ١٣٦٩ل کال ليکلى، لارښود استاد يې جلال الدين خان دى. دا مونوګراف (٣٦)
مخونه لري او د دولت لواڼي د دېوان په قافيه کې يې ياده شوې موضوع څېړلې ده.
٢٩٩- د محمد ګل خان مومند اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه:
د محمد اسمعيل يون له خوا ليکل شوى دى. په دغه مونوګراف کې د وزير محمد ګل خان
مومند د ژوند، مبارزو او افکارو په باب څرګندونې شوي دي. دا مونوګراف پر ١٣٧٣ل کال
چاپ شوى دى.
٣٠٠- لنډيو ته يوه لنډه کتنه:
د ارين مومندې له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى، چې د لنډيو د جوړښت او د هغو د ځينو
اړخونو په باب په کې څرګندونې شوې دي.
٣٠١- پښتو ډرامه:
د ګل غوټۍ له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى، په دغه مونوګراف کې لومړى په تاريخي لحاظ
د ډرامې په باب معلومات راغلي او بيا د پښتو ډرامې په باب څرګندونې په کې شوې دي.
٣٠٢- د راحت زاخيلي ژوند او اثار:
بلقيس اندړ پر ١٣٧٠ل کال ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د راحت زاخيلي د ژوند او
اثار په باب معلومات راغلي دي.
٣٠٣- د عبدالروف بېنوا ژوند او اثار:
د شيما جبارخېلې له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى دى، د مرحوم بېنوا ژوند ليک او د هغه
اثارو په باب معلومات په کې راغلې دي.
٣٠٤- د محمد صديق روهي ژوند او اثار:
د محمد رحيم له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى او د کانديد اکاډميسين محمد صديق روهي د
ژوند او د هغه د ادبي فعاليتونو په باب معلومات په کې راغلي دي.