دخاوند حقوق پرښځه باندې
نارينه سره ددې نه چې دخپلې کورنی په ارتباط زيات اخلاقي او مادي مسئوليتونه لري
دلاندې حقوقو لرونکی دی :
١-دشريعت په حدودو کې تابعداري :
څرنګه چې سړی دخپلې کورنی مشر او دهغې داداري اورهبري او ساتنې مسؤول دی او دهغې
دعزت او کرامت او سعادت او آرامی او امنيت په لار کې شپه او ورځ پلانونه جوړوي او
کوشش کوي خو دغه ټول مصلحتونه او هدفونه په هيڅ يوه ټولنه کې بغير دمشر داطاعت او
نظم څخه لاس ته نه راځي نو ځکه دخاوند تابعداري پرښځه باندې لازم شويدی خو دغه
تابعداري به دشريعت په حدودو کې وي او په غير شرعي کارونو کې دخاوند تابعداري روانه
دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( لا طاعة لمخلوق فی معصية
الخالق ))
( رواه احمدوالحاکم في مستدرکه مشكوة صفحه ٣١٩ )
ترجمه : په هغه کار کې چې دخالق نافرماني كيږي دمخلوق تابعداري روا نه دی.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( انما الطاعة فی المعروف ))
(متفق عليه مشكوة صفحه ٣١٩ )
ترجمه : دمشرتابعداري په نيکو کارونو او خبرو کې لري
( يعنې په غير شرعي کارونو کې دهغه تابعداري روانه دى.
او ددغه شرعي تابعداري اساس هغه قواميت ( مشرتوب او حاکميت ) دی چې الله تعالی
دکورني پلار ته ورکړيدی ځکه چې الله تعالی فرمائی : (( ولهن مثل الذي عليهن
بالمعروف وللرجال عليهن درجة والله عزيز حکيم ))
( سورة ا لبقرة آيت ٢٢٨)
ترجمه : دښځو لپاره پرخپلو خاوندانو حقوق دي لكه چې په دوي باندې دخپلو خاوندانو
حقوق دي په نيکې طريقې سره او دسړو لپاره پرښځو باندې يوه اوچته درجه ده ( دکورنی
مسئوليت ) او الله تعالی عزت والا او حکمت والا دی .
همدارنګه الله تعالی فرمائی : (( الرجال قوامون علی النساء بما فضل الله بعضهم علی
بعض وبما انفقوا من اموالهم ))
(سورة النساء ايت ٣٤)
ترجمه : نارينه پرښځو باندې حاکمان دي په دي وجه چې الله تعالی بعضو ددوي ته په
بعضو باندې غوره والی ورکړيدی او په دی وجه چې نارينه خپل مالونه په زنانه و باندې
خرچ کوي .
يعنې څرنګه چې نارينه دښځو په ارتباط زيات مسئوليتونه لري نو الله تعالی دکورنی
دنظم او آرامي او سعادت لپاره نارينه و ته دمشرتوب حق ورکړی دی او هغه ته ئې په
بعضو صفاتو کې پر ښځو باندې فضيلت ورکړی دی . نو الله تعالی نارينه ته په کورنی کې
دمشرتوب او دمسئوليت حقونه ددوو علتونو په وجه ورکړی دی :
اول : بدني طاقت : نو الله تعالی نارينه دښځو څخه زيات طاقتور پيدا کړيدی او هغوې
يې دښځو څخه زيات دقوي ارادې خاوندان ګرځولي دي .
او ښځې غالبا دبدن او ارادي له مخې کمزوري پيدا شويدي او عاطفې جنبه پرهغوې غالبه
ده
دوهم : مالي مسئوليت : مختلف مالي مسئوليتونه لکه مهر ورکول دواده ضروريات پوره کول
ښځې ته دنفقې او جامې او داوسيدو دځاې برابرول ټول دسړي په غاړه دي او عملا سړی
دخپلې کورنی خدمتګار وي او دهمدغه خدمتګاري په وجه هغه دخپل کورني د رياست او
مشرتوب مستحق ګرځيدلی دی خو دغه مشرتوب به ئې په حکمت او مشورې سره وي يعنې دسړي
حاکميت پرښځه باندې په حقيقت کې يو قسم مسئوليت او مکلفيت دي نه رياست او فضيلت او
په حقيقت کې دغه مسئوليت او مکلفيت کوم عزت او مرتبه نه بلل لري ځکه چې رسول الله
صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( کلکم راع وکلکم مسئول عن رعيته فالامام الذي
علی الناس راع وهو مسئول عن رعيته والرجل راع علی اهل بيته وهو مسئول عن رعيته
والمراة راعية علی بيت زوجها ))
(متفق عليه مشكوة صفحه ٣٢١)
ترجمه : تاسو ټول مسئوول ياستی او دخلکو په وړاندې مسئوليت لرئ نو دخلکو مشردهغوې
په باره کې مسئوول وي او سړی دخپلې کورني په باره کې مسول دی او ښځه دخپل خاوند
دکور په باره کې مسئوله ده.
ددغه حديث څخه معلومه شوه چې ښځه هم دخاوند نه وروسته دکورني په باره کې مسئوليت
لري . نو پرښځه باندې د خپل خاوند تابعداري دشريعت په حدودو کې فرض دی او په دی
باره کې زيات حديثونه راغلي دي لکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو حديث کې
داسې فرمائی : (( لو کنت آمر احدا ان يسجد لاحد لامرت المراة ان تسجد لزوجها ))
(رواه الترمذي مشكوة ٢٨١ )
ترجمه : که چيرته ما امر کړای وای چې يو کس دې بل کس ته سجده وکړي نو ما به ښځو ته
امر کړای وای چې خپلو خاوندانو ته سجده وکړي .
يعنې که د الله تعالی نه بغير بل چاته سجده روا وای نو ما به ښځو ته امر کړای وای
چې خپلو خاوندانو ته سجده وکړي اودا ځکه چې دخاوند حق پر دوي باندې ډير زيات دی خو
څرنګه چې دالله تعالی نه بغير بل چاته سجده روا نده نو ځکه ما دغه امر ونکړلو .
او الله تعالی فرمائی : (( فالصالحات قانتات حافظات للغيب بما حفظ الله ))
( سورة النساء ايت ٣٤)
ترجمه : نونيکې زنانه تابعداري کوونکي دي ( دالله اورسول او خاوند ) او ساتونکې دي
دځان او مال په وخت دغائب کيدلو دخاوند کې په دې وجه چې الله تعالی ددغو شيانو
دساتنې امر کړی دی .
٢-دخاوند دمال او عزت ساتنه :
پرښځه باندې لازمه ده چې دخپل خاوند په غياب کې دهغه دناموس او مال ساتنه وکړي او
دخپل خاوند داجازې نه بغير چاته دهغه کورته دننوتو اجازه ورنکړي ځکه چې رسول الله
صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( المراة راعية في بيت زوجها مسئولة عن رعيتها ))
((متفق عليه مشكوة صفحه ٣٢٠ )
ترجمه : ښځه دخاوند دکور ساتونکې ده او دهغه دساتنې مسئووله ده.
او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم دنيکو ښځو په صفت کې داسې فرمائی :
(( التی تسره اذا نظرو تطيعه اذا امر واذا غاب عنها حفظته فی نفسها وماله ))
( رواه البيهقي في شعب الايمان مشكوة صفحه ٢٦٨ )
ترجمه : نيکه ښځه هغه ده چې خاوند ئې دهغې په ليدلو خوشحاليږي او دخاوند
فرمانبرداري کوي او که خاوند ئې په کور کې نه وي نو خپل عفت او دخاوند دمال حفاظت
او ساتنه کوي .
او په بل حديث کې داسې فرمائی : (( وحقکم عليهن ان لايوطئن فرشکم من تکرهون ولا
ياذن في بيوتکم من تکرهون ))
( رواه الترمذي صفحه ٢٢٠ جلد ١ رياض الصالحين صفحه ١٥٦ )
ترجمه : او ستاسو حق پر ښځو باندې دادی چې ستاسو په فرش دې هغه څوک نه کښينوي چې
ستاسو ورڅخه بد راځي او ستاسو کور ته دې هغه چاته اجازه ورنکړي چې ستاسو ورڅخه بد
راځي .
همدارنګې ښځې ته روا نه دی چې دخاوند داجازې څخه بغير دهغه دمال څخه چاته څه ورکړي
ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( لا يجوز لامراة عطية الا باذن
زوجها ))
(رواه النسائی صفحه ٣٥٢ جلد ١ ابوداود صفحه ٢٣٧ جلد١ )
ترجمه : ښځې ته روا نه دی چې چاته څه ورکړي مګر د٠خاوند په اجازې سره
٣-دخاوند په کور کې خدمت :
سړی پر خپلې ښځې حق لري چې دهغه دکور داخلي کارونه سرته ورسوي لکه دطعام تيارول
دکور پاکول ، دجامو اودلوښو وينځل وغيره او ددغې خبرې په نبوي احاديثو کې درې
دلائله موجود دي.
اول دليل : دبي بي فاطمې رضي الله عنها څخه روايت دی چې دې رسول الله صلی الله عليه
وسلم ته راغله او دکور دخدمت څخه ئې شکايت وکړلو او درسول الله صلی الله عليه وسلم
څخه ئې وغوښت چې هغې ته يو خادم ورکړي نو رسول اله صلی الله عليه وسلم هغې ته
وفرمایل چې دويده کيدلو په وخت کې درې ديرش ٣٣ ځله سبحان الله ووايه او درې ديرش ٣٣
ځلې الحمدلله ووايه او درې ديرش ٣٣ ځلې الله اکبر ووايه نو دا تاته دخادم څخه غوره
دی ))
(بخاري صفحه ٨٠٧ جلد ٢ مشكوة صفحه ٢٠٩ )
نو ددغه حديث څخه معلوم شو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فاطمې ته دا ونه ويلې
چې ته دکور کار مکوه اويا دکور کار پرتالازم نه دی .
دوهم دليل : داسماء بنت ابي بکر رضي الله عنها حديث دی دې فرمائي چې ما به دزبير
رضي الله عنه دکور ټول کارونه کوله او دهغه دآس لپاره به مې ددوه کيلو متره لرې ځاې
څخه واښه راوړله
(رواه مسلم صفحه ٢١٨ جلد ٢ )
دريم دليل : ( ( عن ضمرة بن حبيب قال قضی رسول الله صلی الله عليه وسلم علی ابنته
الفاطمة بخدمة البيت وعلی علي ماکان من خارج البيت)
( مطالب عالية صفحه ٣٩ جلد ٤ )
ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم دفاطمة او علي رضي الله عنها ترمنځ فيصله کړې
وه چې فاطمة به دکور داخلي کارونه کوي او علي رضي الله عنه به دکور خارجي کارونه
کوي .
٤-خپل خاوند ته ځان سينګارول :
دښځې او خاوند يو بل ته ځان سينګارول يو ښه او په شريعت کې مطلوب کار دی او خاوند
حق لري چې دخپلې ښځې نه وغواړي چې هغه جامه واغوندې کوم چې دخاوند ئې خوښ وي او ښځه
هم حق لري چې دخپل خاوند څخه همداسې غوښتنه وکړي او دا ځکه چې دښځې او دخاوند ترمنځ
دغسې متقابل عمل ددواړو ترمنځ دمحبت او تفاهم دزياتوالی او ددواړو دعفت سبب ګرځي .
او په دغه موضوع کې عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمائلی چې : ځما دا خوښ دی چې زه
دې خپلې ښځې ته ځان سينګار کړم لکه چې ځما دا خوښ دی چې ځما ښځه دې ماته ځان سينګار
کړی .
رواه ابن ابي حاتم وابن جرير الطبري تفسير قرطبي صفحه ١١٨ جلد ٣ سورة البقرة
او رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائلی : (( ان الله جميل يحب الجمال ))
(رواه مسلم مشكوة صفحه ٤٣٣ )
ترجمه : الله تعالی ښائسته ذات دی او ښائست خوښوي .
او په بل حديث کې داسې فرمائی : (( ان الله نظيف يحب النظافة ))
(رواه الترمذي مشكوة صفحه ٣٨٥ )
ترجمه : الله تعالی پاک دی او پاکې خوښوي .
نويو عمل ( ښائست او پاکي ) چې الله تعالی ئې خوښوي نو نارينه او زنانه ئې ولې نه
خوښوئ بې شکه چې کوم شی دالله تعالی خوښ وي نو هغه به يو فائده مند او د مسلمان
دسعادت او کاميابي سبب وي .
٥-دشريعت په حدودو کې ښځې ته ادب ورکول:
.هر کله چې ښځه دخپل خاوند نافرماني شروع کړي او دخاوند دکور دمصلحت خلاف کارونه
کوي نو خاوندئې حق لري چې دهغې داصلاح لپاره يو څه شرعي اقدامات وکړي چې دغه
اقدامات الله تعالی په څلورو مرحلو تقسيم کړيدی .
الله تعالی داسې فرمائلی : (( الرجال قوامون علی النساء بما فضل الله بعضهم علی بعض
وبما انفقوا من اموالهم فالصالحات قانتات حافظات للغيب بما حفظ الله والتی تخافون
نشوزهن فعظوهن واهجروهن فی المضاجع واضربوهن فان اطعنکم لا تبغوا عليهن سبيلا ان
الله کان عليا کبيرا . وان خفتم شقاق بينهما فابعثوا حکما من اهله وحکما من اهلها
ان يريدا اصلاحا يوفق الله بينهما ان الله کان عليما خبيرا ))
( سورة النساء ايت ٣٤-٣٥)
ژباړه : نارينه حاکمان مقرر شوي دي په ښځو باندې په سبب ددې چې غوره والی ورکړی دی
الله تعالی ځينې ددوي ته په ځينو نورو باندې او په سبب ددې چې دغه نارينه لګښت کوي
پردغو ښځو له خپلو مالونو څخه نو نيکې ښځې تابعداري کوونکي دي ( دالله او درسول او
دخاوند ) او ساتونکې دي په غياب دخاوندانو خپلو کې دځانونو خپلو ( عفت )او دخپلو
خاوندانو د مالونو او اولادونو په سبب ددې چې ساتلې دي الله ( دوي ته له حقوقو پر
خاوندانو) او هغه ښځې چې ويريږي تاسې دسرکشي ( بدخوئی ) د دوى نه نو نصيحت وکړئ دوي
ته او جدا شئ دهغوې نه په ځاې دڅملاستو کې ( که په نصيحت سمې نشوې ) او ووهئ تاسې
هغې لره ( تاديبي وهل نه انتقامي ) که په بيلتون هم سمې نشوې ، نو که اطاعت ئې
ستاسې وکړلو مه لټوئ تاسو پردوي باندې بله لاره ( دطلاق ) بيشکه الله جل جلاله ډير
اوچت او ډير لوې دی . او که ويريږئ تاسې له مخالفت څخه په مينځ دخاوند او ښځې کې نو
مقرر کړئ تاسې يو فیصله کوونکی ( منصف) له خپلوانو ددې سړي او بل فيصله کوونکی (
منصف ) له خپلوانو ددې ښځې که دوي ( زوجين ) غواړي صلح کول نو الله به ددواړو ترمنځ
جوړښت پيدا کړي بيشکه الله پوه او خبردار دی .
ددغه ايت کريمه څخه معلومه شوه چې نيکې ښځې نصيحت او تاديبي وهلو ته حاجت نلري بلکه
نافرماني کوونکې دغو شيانو ته حاجت لري نو ددې لپاره چې کور دګډوډی او بې نظمي څخه
وژغورل شي دهغه داصلاح او نظم لپاره بايد لاندې مراحل عملي شي :
اول : ښوونه او نصيحت : سرى بايد خپلې نافرمانې ښځې ته په حکيمانه او ښائسته طريقې
سره ښوونه او نصيحت وکړې او په مختلفو طريقو سره بايد هغه خپل مسئوليت ته متوجه کړئ
دوهم : هرکله چې حکيمانه او ښائسته نصيحت پرنافرمانې ښځې څه اثر ونکړي نو خاوند
بايد دهغې سره دڅملاستو څخه ډډه وکړي او خپله بستره دې ترې جدا کړي ځکه چې دغه کار
کولای شي پرهغې اثر وکړي او هغه دې ته واداره کړي چې دخپلې نافرمانی څخه لاس واخلي
په هرصورت دغه جدایې بايد دڅلورو مياشتو څخه زياته نه وي .
دريم : بدني تنبيه ( تاديبي او خفيف وهل ) :
چې کله په نافرمانه ښځه باندې دبسترې جدا کول هم اثر ونکړي نو سړی به داسې طريقې
سره هغه وهي چې دهغې مخ او دبدن حساس اعضاؤ ته څه ضرر ونه رسيږي او دا وهل به دادب
په نيت وي او خفيفه به وي سخته به نه وي هډوکي ته به پکې نقصان نه رسيږي او د بدن
پوستکې به پکې نه ژوبل لري بعضې علماء فرمايى چې په مسواك به يې معمولى غوندې وهي.
او دا ددې لپاره چې بعضې سرکشه او نافرمانې ښځې داسې حالت ته ورسيږي چې دهيچا خبره
نه مني نو دهغوې دنافرماني علاج همدغه دادب وهل پاتې شي . نو دنافرمانو او سرکشو
ښځو تاديبي وهل په قران او حديث کې ثابت دي او دالله تعالی او رسول ئې روا کړيدی
ددې لپاره چې دکورني حفاظت وشي او بې نظمي او ګډوډي څخه بچ کړی شي لکه چې الله
تعالی فرمائی : (( واضربوهن ))
( سورة النساء ايت ٣٤)
ترجمه : که نافرمانو ښځو ته نصيحت او دهغوې سره نه څملاستل څه فائده ونه رسوله او
دنافرماني نه ونه ګرځيدل نو بيا هغوې ووهئ ( مګر تاديبی وهل )
اورسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( واضربوهن ضرباغير مبرح ))
(ترمذي صفحه ٢١٩)
ترجمه : نافرمانې ښځې که په نصيحت او دهغي سره په نه څملاستو سمې نشوې نو بيا هغوې
داسې ووهئ چې سخته نه وي يعنې هډوکې نه ماتوي او پوستکې نه شکوي او دادب په نيت وي
همدارنګې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ولا تضرب الوجه ولا تقبح ))
ابوداود صفحه ٢٩١ ) (
ترجمه : خپله ښځه په مخ مه وهه او خرابې خبرې ورته مکوه . .
خو دا خبره بايد په نظر کې ونيول شي چې دنافرمانې دصورت نه بغير دښځې وهل روا نه دی
او دهغې تاديبي وهل دحل آخري لاره ده او دا خبره هم په ياد ساتل پکار دي چې که سړی
دښځې په وهلو کې د شریعت د حد نه تجاوز وکړي هغه ظالم دی او بايد خپله سزا وګوري .
څلورم : کورنی جرګه :
که د مخکينې مرحلې دنافرمانې ښځې په اصلاح کې فائده مندي نه نشوي نو خاوند دې دغه
موضوع قاضي او محکمې ته وړاندې کړي ترڅو هغه دسړي اودښځې دکورني څخه يوه جرګه جوړه
کړي چې دخاونداو دښځې ترمنځ دصلحې لارې ولټوي کچيرته دوي ونشوې کړای چې ددوي ترمنځ
صلحه راولې نو بيا دې ددوي ترمنځ دجدایې او طلاق تصميم ونيسی .
پنځم : کچيرته دښڅې خاوند بداخلاقه وي او خپلو ديني او اخلاقي مسئوليتونو ته متوجه
نه وي نو ښځه به په حکيمانه او ښائسته طريقې سره دهغه داصلاح لپاره کار وکړي.
الله تعالی فرمائی : (( وان امراة خافت من بعلها نشوزا او اعراضا فلاجناح عليها ان
يصلحا بينهما صلحا والصلح خير ))
(سورة النساء ايت ٢٨ )
ترجمه : او که يوه زنانه ويريږي دخپل خاوند دبدخوييې نه يا دمخ ګرڅولو نه نو ګناه
نيشته په دغو دواړو باندې چې روغه وکړي په خپلو مينځو کې او روغه کول غوره کار دی .
د خاوند په کور کې اوسېدل
پر سړي باندې لازم دی چې د خپلې ښځې لپاره د اوسيدو یو مناسب ځاې برابر کړي او پر
ښځې باندې لازم دی چې دخپل خاوند سره په یو کور کې ژوند وکړی او که ښځه يې نه
غوښتله چې د هغه سره یو ځاې ووسی نو خاوندی دی لمړی ورته نصیحت وکړی أو کنه موضوع
به محکمی ته وړاندې کړی که بیا هم ښځه دی ته تیاره نشوه چې د هغه سره په یو کور کې
ژوند وکړی نو د ښځې د نفقی حق ساقطیږی تر څو چې د خاوند سره په یو کور کې یو ځاې
نشی.