دخاوند حقوق پرښځه باندې
د ناروغتيا پر مها ل د خاوند درملنه او خدمت:
د ژوند د ضرورتونو څخه یو دادی چې ښځه دی د خپل خاوند د بيمارۍ په وخت کې د هغه
خدمت او مراقبت په صحي توګه سره وکړی ځکه چې د بیمارۍ په وخت سړی د هر وخت څخه زیات
د خپلې ښځې خدمت او مراقبت او محبت ته ضرورت لری او دا ځکه چې ښځه خپل خاوند ته د
هر چا څخه ډيره نزدې ده او د هر چا څخه زیات د خپل خاوند په اسرارو او رازونو باندې
خبره وی او کولاې شی د هر چا څخه په ښه توګی سره خپل خاوند ته طعام او دوا برابره
کړی او د هغه صحیح مراقبت و کړی او دغه خبره د رسول الله صلی الله عليه و سلم د هغه
حدیث څخه اخیستل شویدی چې عايشه رضی الله تعالی عنها روایت کړیدی چې کله رسول الله
صلی الله علیه و سلم بیمار شو نو ویی فرمايل( اين انا غدا) يعنې زه سبا ته د چا په
کور کې ووسيرم. نو دهغه ټولو بیبیانو هغه ته اجازه وکړل چې د بی بی عايشی په کور کې
ووسیزی او دا ځکه چې بی بی عايشه رضی الله عنها د هر چا څخه زیات د هغه مراقبت او
پالنه کوله او الله تعالی هغې ته زیاته پوهه ورکړی وه او د رسول الله صلی الله علیه
و سلم د هغې سره زیاته مينه وه ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفاته پوری
دهغی په کور کې وه او د هغې په کور او د هغې په غيږه کې وفات شو.
(( ابو داود ۲۹۱ مشکاة۲۷۹))
د کوروالي حق:
د حیض او نفاس او د بيمارۍ د حالاتو څخه بغير خاوند حق لری چې هر کله وغواړی د خپلې
ښځې سره کوروالې وکړی او ښځه حق نه لری چې هغه د کورالی څخه منع کړی بلکې خاوند د
کوروالې څخه منع کول یوه لویه ګناه ده. رسول الله صلی الله عليه و سلم فرمايلی:((
اذا دعا الرجل زوجته لحاجته فلتاته و ان کانت علی التنور))
((ترمذی مشکاة ۲۸۱))
ژباړه: چې کله یو سړی خپله ښځه د کوروالې لپاره وغواړی نو ښځه دی ورته حاضره شی حتی
که په تنور باندې هم وی.
او په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمايلی : (( اذا دعا الرجل
امراته الی فراشه فلم تاته فبات غضبان لعنتها الملايکة حتی تصبح))
((متفق عليه مشکاة ص۲۸۰))
ژباړه: کله چې سړی خپله ښځه د کور والی لپاره وغواړی او ښځه يې انکار وکړی او سړی
په غصه کې شپه تیره کړی نو ملايک په دغې ښځې باندې تر سبا پوری لعنت وايی.
د طلاق حق:
طلاق په لغت کې د قيد(ولکی) لري کولو ته وايی او په اصطلاح کې د سړی له خوا فی
الحال یا وروسته د صحیحی نکاح د عقد له مینځه وړلو ته وایی او طلاق د سړی حق دی چې
شریعت هغه ته ورکړیدی تر څو په سختو حالاتو کې چې د خاوند او ښځې ترمینځ علاقات
دومره خراب شوی وی چې د حل ټولی لاری مفیدی واقع شوی نه وی ترې استفاده وکړی يعنې
طلاق ورکول د مشکل د حل اخری لاره ده خو دا داسې یو عمل دی چې د الله تعالی خوښ نه
دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی : (( ابغض الحلال الی الله الطلاق))
((ابو داود ص ۲۶۹ مشکاة ص ۲۸۳))
ژباړه: ډير ناخوښ په حلالو کې د الله تعالی په نزد طلاق دی.
د طلاق آداب:
طلاق ورکول یو شمېر اداب لري چې بايد د هغې رعایت وشی او هغه په لاندې ډول دی:
۱- سړی بايد په هغه وخت کې د ښځې د طلاق اقدام وکړی چې د هغه ښځه د الله او د رسول
الله صلی الله علیه و سلم او د خپل خاوند نافرمانی او د شریعت خلاف کارونه وکړی .
۲- د طلاق ورکولو څخه هدف باید ښځې ته ضرر رسول نه وی ځکه چې مسلمان ته ضرر رسول
حرام او ګناه ده.
۳- سړی باید خپلې ښځې ته په یو ځل درې طلاقونه ورنکړی ځکه چې دا طریقه د طلاق د
شریعت خلاف دی ځکه چې محمود بن لبید رضۍ الله عنه روایت کوی :
(( اخبر رسول الله صلی الله عليه و سلم عن رجل طلق امرأته ثلاث تطليقات جميعا فقام
غضبان فقال ايلعب بکتاب الله و انا بين اظهرکم حتی قام رجل فقال يا رسول الله افلا
اقتله))
) نسایی مشکاة ۲۸۴(
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه و سلم ته خبر ورکړی شو چې یو سړی خپلې ښځې ته په یو
ځل درې طلاقونه ورکړی نو رسول الله صلی الله علیه و سلم په غصه ودریده او وی فرمايل
: ایا د الله په کتاب لوبی کیږي او زه ستاسې ترمینځ یم تر دی چې یو سړی پاسیدو او د
رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه يې ددغه سړی د وژلو اجازه وغوښتله.
۴- طلاق باید د غصی په حالت کې نه وی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايی:
(( لا طلاق فی اغلاق))
(( ابو داود ۲۸۹ مشکاة ۲۷۲))
ژباړه: د سخت غضب په حالت کې طلاق نشته
۵- طلاق باید د سنتو په طریقه ورکړی شی.
۶- طلاق باید په ښایسته الفاظو او ښی طریقې سره ورکړی شی.
د ښځې او خاوند حالت ته په کتنې سره د طلاق حکم
۱- واجب طلاق : چې کله د ښځې او خاوند مشران ( حکمین) دا نظریه ورکړی چې نور د دوې
یو ځاې ژوندون نا ممکن دی يا دا چې ښځه بد کاره وی
۲- مستحب طلاق : دا په هغه صورت کې چې ښځه د الله تعالی احکام نه پر ځاې کوله لکه
لمونځ روژه او نور او خاوند يې له اړباسلو څخه عاجز پاتې شوی وی .
۳- مباح طلاق : به هغه صورت کې چې ښځه بد اخلاقه وی خو دومره نه چې د خاوند حوصله
تنګه کړی او نور صبر ونکړی شی .
۴-مکروه طلاق : چې د طلاق لپاره کوم پیاوړی لامل نه وی او ښځه بد اخلاقه وی خو
دومره نه چې د خاوند حوصله تنګه کړی او صبر يې تمام شی.
۵- حرام طلاق : چې هیڅ شرعي سبب نه وی مثلا د بلی ښځې ښکلا يې خوښه شی او خپله ښځه
طلاقه کړی الله تعالی فرمایي : فان أطعنکم فلا تبغوا عليهن سبيلا ))
(( سورة النساء آیت۳۴))
ژباړه : که چيری ښځې ستاسې فرمانبرداری وکړلی نو تاسې بله لار په دوې مه لټوی یعنې
د طلاق لار .
د طلاق ډولونه:
الف : طلاق په اعتبار د لفظ سره په دوه ډوله دی:
۱- صریح طلاق : او دا هغه دی چې د طلاق څخه پرته بل مفهوم ( په لغت او دود او دستور
کې ) ونلری لکه ته طلاق يې ته پر ما حرامه يې نو دا طلاق واقع کیږی او د طلاق
ورکوونکی په نیت پوری هیڅ اړه نلری .
۲- طلاق په کنایاتو : دا هغه الفاظ دی چې ډاګیزه په طلاق دلالت نه کوی او په دود او
دستور کې هم د طلاق لپاره نه وی ټاکل شوی خو د طلاق احتمال لری لکه چې خاوند خپلې
ښځې ته ووايی: ( ستا کار ستا په لاس کې شو ، یا پلار کره لاړه شه نو په دغه حالت کې
نیت ته اعتبار دی که نیت يې طلاق وی واقع کیږی او کنه نه واقع کیږی .
ب: طلاق په اعتبار د زمانی سره په درې ډوله دي:
۱- طلاق په حاضر وخت کې : او دا هغه ډول طلاق دی چې د طلاق لفظ د هر شرط او نیټی
څخه خالی وی لکه چې ووايی ته طلاقه يې او یا طلاقه می کړلی نو ددغه لفظ په استعمال
سره سمدستی طلاق واقع کیږی .
۲- چې د طلاق د الفاظو نسبت راتلونکی زمانی ته وشی لکه چې ووايې ته سبا ته طلاقه يې
نو دا طلاق هغه وخت واقع کیږي چې نسبت يې ورته شوی وی.
۳- معلق طلاق : او دا هغه دی چې د طلاق الفاظ په یو راتلونکی کار پوری اړوند شی لکه
چې ووايی که زه فلانی ځاې ته لاړم نو ته طلاقه يی نو دا طلاق د همدی کار په
حاصلیدلو سره واقع کیږي .
ج: طلاق په اعتبار د رجوع او نه رجوع سره په درې ډوله دی:
۱- طلاق رجعی: او دا هغه طلاق دی چې خاوند کولی شی چې ښځې ته پکې د هغې د عدت له
تیریدلو څخه مخکې رجوع وکړی یعنې چې یو طلاق يې ورته ورکړی وی.
په دغه طلاق کې که خاوند ښځې ته یو ساعت وروسته رجوع وکړی نو هم کولی شی او رجوع په
خبرو یا کوروالې سره کیږی خو که عدت يې چې درې حیضه دی پوره شی او میړه يې ورته
رجوع ونکړی نو بیا دا طلاق باین ګرځی او ښځه بیا د میړه څخه جدا کیږي او که میړه يې
و غواړی بیا ورته رجوع وکړی نو په نوی نکاح به ورته رجوع کوی خو دا خبره هم باید په
یاد وساتل شی چې د عدت په دوران کې د ښځې نفقه په میړه لازم دی.
د نکاح او رجوع ترمینځ فرق دادی چې په نکاح کې ګواهان شرط وی او په رجوع کې ګواهان
حاضرول ضرور نه دی او همدارنګې په نکاح کې د ښځې رضا او خوښه ضرور ده او په رجوع کې
ضرور نه ده او په نکاح کې مهر حتمی ده او په رجوع کې نشته.
او نکاح هر وخت روا ده او رجوع یوازی په عدت کې ده او د عدت له تیریدلو څخه وروسته
رجوع صحیح نه ده.
۲- طلاق باين : او دا هغه طلاق دی چې د نوی مهر او نوی نکاح څخه پرته پکې خاوند ښځې
ته رجوع نه شی کولی.
۳- طلاق ثلاثه : یعنې چې یو سړی خپلې ښځې ته په یو ځل درې طلاقه ورکړی او یا به هر
طهر کې ورته یو طلاق ورکړی او درې پوره شی نو په دغه طلاق کې خاوند ښځې ته رجوع نه
شی کولی او نه ورسره نوی نکاح کولی شی مګر کله چې ښځه د بل کس سره نکاح وکړی او د
هغه سړی سره يې حقیقی کوروالې صورت ومومی او بیا هغه پخپله طلاقه کړی او یا ورڅخه
په فسخی جدا شی او یا خاوند يې مړ شی.
د: د طلاق ويش د شرعي صفت ( سنت او بدعت ) له نظره :
ددی لپاره چې په ښځه باندې دعدت موده اوږده نشی ځکه چې دا د ښځې لپاره لوی زیان دی
او ددې لپاره چې خاوند او یا حمل ته زیان ونه رسیږی نوشارع امر وکړ چې که تاسې ښځې
طلاقول غواړی نوله حیض او نفاس څخه په پاکوالی کښې يې طلاق ورکړی چې کوروالې مو
ورسره پکښی نه وی کړی نو که دا احکام مراعت شی نو دیته سنی طلاق وایی یعنې دسنتو
موافق طلاق نو سنی طلاق دیته وایی چې سړی خپلې ښځې ته په داسې پاکوالی کښې طلاق
ورکړی چې کور والی يې ورسره نه وی کړی او هم حامله نه وی .
او که یوکس خپلې ښځې ته دحیض او یادنفاس او یا دحمل په حالت کې طلاق ورکړی او یا په
داسې پاکوالی ورته طلاق ورکړی چې کوروالې يې ورسره کړی وی نو داقسم طلاق بیا بدعی
طلاق بلل کیږي او ناروا دی او ددې طلاق په واقع کیدلو کښې دعلماو اختلاف دی .
په طلاق ثلاثه کې دعلماؤو اختلاف :
که یو سړی خپلې ښځې ته په یو مجلس کښې ووایی چې ته په دریو طلاقو طلاقه يې نو ددغسی
طلاق په واقع کیدلو کې دعلماو درې نظریی دی .
۱- جمهور علماء وایی چې په دغسی الفاظو باندې درې طلاقه واقع کیږي .
۲- او بعضې علماء فرمایي چې دغسی طلاق نه واقع کیږي ځکه چه داسې طلاق دسنتو خلاف دی
ځکه چې سنت دادی چې کله سړی غواړی خپله ښځه په دریو طلاقو طلاقه کړی نو هغې ته به
په هر پاکی کې چې کور والی يې ورسره نه وی کړی یو یو طلاق ورکړی او په یوځل درې
طلاقه ورکول ددغه سنت خلاف او بدعت دی او هر بدعت ګمراهی دی لکه چې رسول الله صلی
الله علیه وسلم فرمایي (( کل بدعة ضلالة )) یعنې هر بدعت ګمراهی ده او دانظر دامام
ابن حزم او بعضو نورو علماوو دی.
او بعضې نور علماء فرمایي : چې یوکس خپلې ښځې ته ووایی چې ته په دریو طلاقو طلاقه
يې نو پدغه صورت کې یو طلاق واقع کیږي او خاوند يې کولاې شی بیرته ورته رجوع وکړی
او دغه نظر دجلیل القدر صحابی عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه او امام عکرمة او
امام محمد بن اسحاق اوامام طاووس او امام عطاء بن ابی رباح او امام عمروبن دینار او
امام محمد بن بقی بن مخلد او امام ابراهیم نخعی او امام داوود ظاهری اوامام ابن
تیمیه او امام ابن قیم رحمهما الله دی .
همدارنګه دغه نظر دجلیل القدرو صحابوو علی ابن ابی طالب او عبدالله بن مسعود او
عبدالرحمن بن عوف او زبیر بن العوام رضی الله تعالی عنه څخه نقل شویدی او ددغه نظر
ترجیح او تایید لاندې علماوکړیدی :
1. مولانا رشید احمد ګنګوهی په فتاوی رشیدیه کښې ص(۵۰۲)
2. علامه ابن عاشور په تفسیر التحریر والتنویرکښی ص(۴۱۹) ج (۲)
3. دکتور عبدالکریم زیدان پخپل کتاب المفصل فی احکام المراة کښې ص(۸۸) ج(۲)
4. علامه محمد رشید رضا په تفسیر المنارکښی ص(۳۸۴) ج(۲)
5. علامه ابن باز په فتاوی اسلامي ه کښې ص(۲۷۱) ج(۳)
6. علامه محمد محمود حجازی په التفسیر الواضح کښې ص(۶۷) ج(۱)
7. علامه مفسر ابو حیان په تفسیر بحرالمحیط کښې ص(۴۶۳) ج(۲)
8. دکتور وهبه زحیلی په التفسیر المنیر کښې ص(۳۴۱) ج(۲) او الفقه الاسلامي کښې
ص(۷۱۳)ج(۷)
9. امام فخر الدین رازی په تفسیر کبیر کښې ص(۲۶۰) ج(۲)
10. علامه شیخ شلتوت پخپله فتاوی کښې ص (۳۰۶)
11. مولانا محفوظ الرحمن دیوبندی پخپل کتاب مجموعه مقالات علمیه کښې ص(۸۹)
12. دجامع ازهر علماء په کتاب موسوعة الذخایر العظام کښې ص(۴۷۲) ج(۱)
13. علامه شوکانی په نیل الاوطار کښې ص(۱۶)ج(۷)
14. علامه نظام الدین نیشاپوری په تفسیر نیشاپوری علی هامش این جریرکښی ص(۳۶) ج(۲)
15. علامه جریری په الفقه علی المذاهب الاربعه کښې ص(۳۴۳) ج(۴)
16. علامه ابوبکر جصاص
17. علامه ابن القیم په اغاثة اللهفان ص(۲۸۴) ج(۱) او زاد المعاد ص(۳۰۶-۲۳۰)ج(۵) او
اعلام الموقعین ص(۲۸۹) ج(۴) کښې
18. علامه العصر شیخ القران والحدیث امین الله په امین الفتاوی کښې ص(۵۴۸-۵۵۸)
19. علامه ابویزید عبدالقاهر په التحقیقات کښې ص(۶۳۲-۶۹۳)
20. علامه ناصر الدین البانی په ارواء الغلیل کښې ص(۲۴۴)ج(۷)
وګوره امین الفتاوی ص(۵۴۸-۵۵۸)
دغه پورته ټول علماء دخپل نظر لپاره لاندې دلايل لری :
اول دليل :
الله تعالی فرمایي : (( الطلاق مرتان ))
((سورة البقرة ایت ۲۲۹ ))
ژباړه : طلاق دوه کرته دي.
یعنې په یو طهر (پاکوالی) کې به یوطلاق ورکوی او په دویم طهر کې به دویم طلاق ورکوی
اوڅوک چې په یوځل درې طلاقه ورکوی نو دا ددغه ایت سره مخالف دی نو څه اعتبار نلری.
نو سنت داده چې کله یو کس غواړی خپله ښځه بیخی له ځانه جداکړی چې هغه دپاکوالی په
حالت کې چې کوروالې يې ورسره نه وی کړی طلاقه کړی بیایی پریږدی چې حیض ورباندې راشی
او بیا په دویم او دریم پاکوالی کې چې کوروالی يې ورسره نه وی کړی طلاقه کړی .
دوهم دليل :
عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه داسې روایت کړیدی چې (( طلق عبد يزيد ابورکانة
امراته ثلاثا فی مجلس واحد فحزن عليها حزنا شديدا قال فسأله رسول الله صلی الله
عليه وسلم کيف طلقتها ؟ قال طلقتها ثلاثا قال فی مجلس واحد ؟ قال نعم قال فانما تلک
واحدة فارجعها ان شئت قال فرجعها
(رواه ابوداود ص ۲۹۸ واحمد. الفتح الربانی ص(۷۰۶)ج(۱۷)
ژباړه : عبدیزید خپلې ښځې ته په یومجلس کې درې طلاقه ورکړلو خو د طلاق نه وروسته
بیا د هغې په جدایی باندې سخت خفه و نو رسول الله صلی الله علیه و سلم ورڅخه پوښتنه
وکړلو چې هغه دی څرنګه طلاقه کړیده نو هغه وویل چې هغې ته می درې طلاقه ورکړیدی نو
رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې په یو مجلس کی؟ نو هغه وویل چې هو نو
رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل چې دا یو طلاق دی او که خوښه دی وی نو هغې
ته رجوع وکړه نو هغه بیا هغې ته رجوع وکړو.
دريم دليل:
امام طاووس د خپل پلار نه روایت کړیدی چې ابوالصهباء د عبدالله بن عباس رضی الله
عنه څخه پوښتنه وکړه چې (( اتعلم انها کانت الثلاث تجعل واحدة علی عهد النبی صلی
الله عليه و سلم و ابی بکر و ثلاثا من امارة عمر قال ابن عباس نعم))
(( ابو داود۲۹۹ مسلم جلد ۲ صفحه ۴۷۸ الفتح الربانی جلد ۷ صفحه ۱۷(( ژباړه : ایا
تاته معلومه ده چې په یو ځل درې طلاقه ورکول یو طلاق حسابیده د رسول الله صلی الله
علیه و سلم او د ابوبکر صدیق په زمانه کې او په دریو اولو کلونو د خلافت د عمر رضی
الله عنه کې نو ابن عباس وویل چې هو ماته دا معلومه ده.
څلورم دليل: عبدالله ابن عباس رضی الله عنه روایت کوی چې (( کان الطلاق علی عهد
رسول الله صلی الله عليه و سلم و ابی بکر و سنتين من خلافة عمر طلاق الثلاث واحدة
فقال عمر بن الخطاب ان الناس قد استعجلو فی امر کانت لهم فيه اناة فلو امضيناه
عليهم فامضاه عليهم.
((صحیح مسلم صفحه ۴۷۷ جلد اول الفتح الربانی صفحه ۱ جلد ۷))
ژباړه : درې طلاقه په یو ځل د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زمانه کې او د ابو
بکر رضی الله عنه په زمانه کې او د عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په ابتدایی دوو
کالو کې به یو طلاق ګڼل کیده بیا عمر بن الخطاب رضی الله عنه چې کله ولېدل چې خلک د
طلاق په موضوع کې زیات تلوار کوی او زیات طلاق ورکوی نو هغه وفرمایل که دا طلاقونه
په دوې نافذ کړی شی نو ښه به وی نو په خلکو يې درې طلاقه درې حساب کړلو.
خو د عمر رضی الله عنه دغه فیصله دی لپاره وه چې خلک د زیات طلاق ورکولو څخه منع
کړی نو د هغه دغه فیصله یوه سیاسی فیصله وه او په آخر وخت کې عمر رضی الله عنه په
دغه فیصله باندې پښیمانه وه ځکه چې هغه داسې فرمایلی دی: (( ما ندمت علی شی ندامتی
علی ثلاث ان لا اکون حرمت الطلاق .....))
(( اغاثة اللهفان جلد ۱ صفحه ۴۹۴ التحقیقات صفحه ۶۷۸))
ژباړه : زه په درې شیانو پښیمانه یم یو دا چې ما په یو ځل دریو طلاقو باندې ښځه پر
خاوند حرام کړی وه.
نو ددې نه معلومه شوه چې عمر فاروق رضی الله عنه په دی فیصله باندې پښیمانتیا کړی
او که چیری دا سیاسی فیصله نه وای بلکې په سنت نبوی سره وای نو بیا د پښیمانتیا څه
معنی ده ؟ ځکه چې په سنت باندې په عمل کولو باندې خو څوک پښیمانتیا نه ښکاره کوی
همدارنګې مولانا رشید احمد ګنګوهی فرمایلی دی چې د عمر رضی الله عنه دغه فیصله شرعي
نه وه بلکې یوه سیاسی فیصله وه ځکه چې عمر رضی الله عنه شارع نه وه.
(فتاوى رشيديه صفحه ۵۰۲)