د محمد ګل خان مومند
اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه
ددې اثر پر دويم چاپ څو خبرې
وزير محمد ګل خان مومند د افغانستان د معاصر تاريخ يوه ډېره نوميالۍ او معتبره ملي
څېره ده، که ددې هېواد د ټينګښت او ملي هويت د ځلا لپاره په اساسي مانا چا کار کړى،
نو يو په کې محمد ګل خان مومند دى. محمد ګل خان مومند د ملي اساساتو يو داسې معمار
و، چې تر لسيزو وروسته خطرونه او ګواښونه يې ارزولى شول، په همدې وجه يې د هغو د
مخنيوي لپاره پاخه بنسټونه جوړول. محمد ګل خان مومند د يوه افغان ملتپال، ملت رغاند
او انديال شخص په توګه، ددې وطن د خدمت لپاره، څه چې له لاسه کېدل ونه سپمول او د
ژوند ترپايه پورې خپلې ملي او اسلامي لارې او ګروهې ته ژمن پاتې شو، خو څومره
خدمتونه چې وزير محمد ګل خان مومند افغاني ټولنې او پښتو ژبې او ادب ته کړي، زموږ
ټولنې او په ټولنې کې د فکر، نظر او قلم خاوندانو د هغو يو پر سلمه برخه هم
دوزيرصيب حق نه دى ادا کړى، هغه څه چې د وزيرصيب له شان او شخصيت سره مناسب وو، هغه
شان وزيرصيب چا نه دى ځلولى او نه يې څېړلى دى، خو لويې سټې او درانه شخصيتونه داسې
وي لکه سره زر، څوک يې ستايي او که نه، خو هغه خپل جوهر لري. لوى شخصيتونه هم
همداسې دي، د وخت په تېرېدو سره يې ارزښت او اهميت زياتېږي، خو دې سره سره ستر
شخصيتونه پر اوسني او راتلونکي پښت دا اخلاقي حق لري، چې د هغوى يا د تاند وساتي.
پښتانه که څه هم په توره تېره دي، خو په قلم کې يې برخه ډېره ځلنده نه ده، نو ځکه
خو يې د خپل دومره لوى خدمتګار په باب هم، داسې څه نه دي ليکلي چې د هغه له شان سره
مناسب وي، د هغه شخصيت دې وځلوي او زموږ سترګې دې پرې خوږې شي. زه چې د تحصيل په
بهير کې وم، نو له يونيم ليکوال، ځينو قومي مشرانو او مخورو څخه مې د وزيرصيب په
باب ځينې خبرې اورېدلې وې، هغه وخت وزير صيب زما په ذهن کې د يوه ايډيال شخص په
توګه راټوکېدلى و، نو کله چې مې پر ١٣٧٠ل کال د پوهنځي وروستى (اتم سمستر) پيل شو
او د پايليک (مونوګراف) ليکنې په فکر کې شوم، نو ما د وزيرصيب د شخصيت شننه او
ارزونه د خپل مونوګراف موضوع وټاکله. کله چې مې پر څېړنه پيل وکړ، نو ډېر کم ليکلي
څه مې ترلاسه کړل، نو ډېر زيات خواشينى شوم او فکر مې وکړ، چې دومره لوى شخصيت او
زموږ دا ويده حالت. د مونوګراف ليکنې په څو مياشتني بهير کې مې ذهن له وزير صيب سره
دومره روحي رابطه ټينګه کړه، چې يوه شپه مې خوب وليده، په خوب کې مې وزيرصيب په
داسې يوه حالت کې وليده چې د اوړو يوې بوجۍ ترڅنګ ولاړ دى، سپينه او پاکه سوتره
ږيره، د اوړو بوجۍ کې لاس کوي، موټى له اوړو ډکوي او ماته يې راکوي. وزير صيب پر دې
ډېر خوشاله دى چې ما د پښتو د خدمت نيت کړى، هغه ما دې کار ته هڅوي، کله چې له خوبه
راپاڅېدم، نو د خوب پر مانا او تعبير پوه نه شوم او نه مې تراوسه چاته د خوب دا
کيسه تېره کړې، خو اوس چې ددې کتابګوټي تر ليکلو اته لس (١٨) کاله تېرېږي، دا خوب
مې د يوه امانت په توګه دلته ياد کړ، زه اوس هم د هغه خوب پر تعبير نه پوهېږم، خو
دومره پوهېږم چې له هغې ورځې بيا تر دې دمه زما کور له غنمو، مېوو او دانو ډک دى او
د قحطۍ او قيمتۍ په دې دومره اوږده بهير کې مې د اوړو او غنمو څه کمى نه دى احساس
کړى.
دا کتابګوټى ما پر ١٣٧٠ل کال د خپلې ليسانس دورې د مونوګراف په توګه ليکلى دى او پر
١٣٧٣ل کال مې په پېښور کې چاپ کړى دى. دا اثر که څه هم يوه ډېره کوچنۍ ليکنه ده، خو
هغه وخت هم زما هدف دا و چې وزير صيب ته د نورو ليکوالو، کلتوري او علمي ټولنو پام
راواوړي او له اوسني چاپ مې هم هدف دادى، له نېکه مرغه همداسې وشول، تر هغه وروسته
بيا په پېښور کې ((خليل ادبي جرګې)) د وزير صيب په اړه يو علمي سيمينار جوړ کړ او
ددې سيمينار د ليکنو ټولګه يې هم چاپ کړه او ځينې نورې لويې وړې غونډې هم په
افغانستان او هم په کوزه پښتونخوا کې وشوې، اوس خو په کابل کې هم د پښتو د همدې
بابا په نوم يوه ادبي ټولنه او په مزارشريف کې هم يوه ادبي ټولنه شته او فعاليت
کوي، يو شمېر متفرقه ليکنې هم د بابا د شخصيت د ځلونې په باب خپرې شوې دي او بابا
ته پام را اوښتى دى. خو تر پښتنو ډېرې هغه ډلې ټپلې او اشخاص چې د هېواد د ملي هويت
او يووالي مخالفين دي او د يو شمېر ښکاره بهرنيو هېوادونو او کړيو له خوا يې ملاتړ
کېږي، د وزير بابا د شخصيت پر ضد يې په لسګونو ليکنې کړي او کوي يې. دې ډلو ټپلو ته
د وزير صيب شخصيت ځکه د زغم وړ نه دى، چې هغه د هېواد اساساتو ته داسې خدمت کړى، چې
دا ډول عناصر اوس ان د خپلو بهرنيو ملاتړو په زور نه شي کولاى، دا بنسټونه ړنګ کړي.
هر څومره چې دا ډول ډلې او افغان ضد اشخاص د وزير صيب د شخصيت پر ضد ليکنې کوي،
هغومره موږ ته پته لګي، چې زموږ دې اتل زموږ هېواد ته څومره خدمتونه کړي دي. دا
همغه سره زر دي، چې د وخت په تېرېدو يې ارزښت او اهميت نور هم زياتېږي. اوس نو زموږ
ليکوالو ته په کار دي، چې د وزيرصيب ټول چاپي او ناچاپ اثار سره راټول او خوندي
کړي، هم يې چاپ کړي او هم يې د انټرنټ څپو ته وسپاري، چې د مرګ د بلا له خطره خوندي
شي. ددې ترڅنګ زموږ ليکوالو او علمي ټولنو ته په کار دي، چې د وزير صيب د اندوژوند
پر بېلابېلو اړخونو څېړنه وکړي او د هغه له اند دود څخه د اوسني او راتلونکي نسل د
روزنې لپاره د روښانه مشالونو په توګه ګټه واخلي. زموږ يو زيات شمېر قومي مخورو،
مشرانو، د فکر او قلم خاوندانو او سياستوالو سره د وزير صيب ګڼې خاطرې شته، ددې
خاطرو او پخو خبرو خوندي کول په کار دي او له هغو څخه الهام اخيستل.
لکه څنګه چې دمخه مې يادونه وکړه، دا اثر چې تاسې يې ګورئ، زما د ليسانس دورې
پايليک دى، پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى او پر ١٣٧٣ل کال چاپ شوى، دويم چاپ کې مې څه خاص
تغيرات نه دي راوړي، يوازې يو نيم ځاى کې چې املايي، انشايي او چاپي تېروتنې وې،
همغه مې سمې کړي، نور مې ليکنه د خپل همغه وخت د ارزښت له مخې په خپل شکل پرې ايښې
ده. له ګران ورور ښاغلي حاجي خان محمد منګل څخه، چې له ما سره يې په ګڼو فرهنګي
چارو کې مرسته او همکاري کړې او دا اثر يې په خپل لګښت لومړى ځل چاپ کړى، مننه
لازمي بولم او همدارنګه نورو هغو ټولو دوستانو ته چې د دې اثر په لومړي او دويم چاپ
کې يې مرسته کړې، کور ودانى وايم.
د هېواد د ملي کلتور د ښېرازۍ په هيله
په درنښت
پوهندوى محمد اسمعيل يون
کابل- افغانستان
ارګ- د جمهوري رياست ماڼۍ
د ١٣٨٧ل کال د سلواغې ١٨مه