عجيبه وه. سهار وختي په خپله راويښ شوم. لكه چا چې په قصده ورته راويښ كړى يم. څو
شېبې لا په ځاى كې دغسې پروت پاتې شوم، خو اخر مې طاقت ونه شو، پاڅېدم. غلى مې په
نيمه تياره كوټه كې سترګې وغړولې. ټول ويده وو. زه هم نور ماتل نه شوم، د ګوتو په
سر له كوټې ووتم او په بيړه د سراى هغه ګوټ ته ورغلم چې چرګ په كې تړلى و. چرګ ويښ
و. زما په ليدو يې "قررر..." وهل، لږ په شا شو. زه ځاى پر ځاى ودرېدم. څو شېبې مو
دغسې رډ رډ يو بل ته سره وكتل. چې ډار يې بېرته كښېناست، غلى مې په پخلنځي كې له
ولاړ جواله يو موټى غنم راوايستل، په داسې حال كې چې له غنمو ډك ورغوى مې ده ته
نيولى و او ورو ورو مې ويل: "بِه... بِه...بِه". كرار كرار پرې وررهي شوم. دا ځل ده
هم جنجال راسره ونه كړ. غلى پر خپل ځاى ولاړ يې دغسې په تمه ژېړې ګردۍ سترګې زما
ورغوي ته نيولې وې، چې ورو ورو له غنمو سره ورنيږدې كېده. چې ورورسېدم، وار د واره
يې زما په ورغوي ټونګې پيل كړې. خوشال مې وموسل. كرار يې په دوو ګوتو څنګ ته
كښېناستم. په احتياط مې دا بل لاس د ده پر پاسته څټ او ملا راكش كړ. چې ده بيا هم
څه ونه ويل. زما زړه هم له خوښيه په ټوپكو شو. چرګ رام و!... بېغمه يې په تېره
مښوكه زما له ورغوي څخه غنم ټولول. ما يې هم موسكى شونډې پر څټ، پر وزرونو، پر ملا
او پر ګگڼه توره لكۍ لاس راكښود او من من غوښې مې پرې اخيستې.
پرون مازيګر مې سترګو ته ودرېد: پلار مې چرګ په تخرګ له دفتره كور ته راغى. موږ
ماشومان د چرګ په ليدو لومړى يوڅه حيران غوندې شوو، بيا مو په ګډه ورمنډې كړې،
خوشاله ترې راتاو شوو. پلار مې هم خوشاله و، ويړه خوله يې څو ګړندي ګامونه د سراى
منځته ورواخيستل. هلته يې د چرګ ورتړلې پښې بېرته خلاصې كړې، كرار يې مخې ته ګوزار
غوندې كړ او چې چرګ پر دواړو پښو دنګ پر مځكه ودرېد، نو موږ غوندې يې دى هم په مينه
وړو سترګو په نظاره شو. شېبه پس يې په وياړلې لهجه وويل:
_تك سور... كولنګي چرګ.
په همدې ترڅ كې مې مور هم راورسېده. سر تر پايه يې چرګ ته د خريدار په نظر وكتل. له
دې سره يې ټنډه هم تروه شوه. ناراضه يې وويل:
_ډنګر دى!
دا خبر يې زموږ پر پلار هېڅ ښه ونه لګېده، پرې وربړچ يې وهل:
_ دى چى شى (د څه شي) ډنګر دى؟ تې (ته يې) آ ورنونو ته وګوره.
بيا يې په لږ نرمه لهجه د هغې د قانع كوولو هڅه وكړه:
_ اختر ته لا ډېرې ورځې پاتې دي... دانه به وركو، نور به هم چاغ سي.
او ما خداى شته هماغه شېگبه لا په زړه كې وويل: "تر اختره لا ښه ډېر وخت سره لرو..."
او ټول په شوق كې ډوب شوم.
د ورغوي خوږېدلو بېرته اوس وخت ته راستون كړم. تش تور و. چرګ يې ټول غنم خوړلي وو.
اوس يې پر مځكه ترې رالوېدلې دانې ټولولې. پاڅېدم. دا ځل مې دواړه موټي له غنمو
راډك كړل، ټول مې د چرګ مخې ته كوټنۍ كړه. چې دى يې بيا په خوړلو سر شو، ما هم بيا
لاس پرې راكښودل پيل كړه. دا وار مې يې ان پنډې تېرې مښوكې، پيت تاج (خول) او پستې
غاړې ته لا لاس وروړ. بيا مې يې پياوړې ښنګرې د ګوتې په څوكه كښېكښودل. د مامور
فتاح د چرګ تر هغه ډېر تېره وو. خوشاله مې له ځان سره وويل: "ماموره... دا دى اوس
زه هم تا غوندې چرګ لرم..." او يو ډول خوږ خوندور غرور مې په رګونو كې وځغلېد. تېر
وختونه راياد شول، چې څنګه به مامور فتاح خپل برګ "جټه يي" چرګ په غېږ كې نيولى و.
په وياړلي انداز به يې پرېړ غوښن لاس پرې راكښود او موږ هلكان به شا و خوا پرې
راټول وو. ژېړ ژېړ به مو وركتل او زړونه به مو له رخې راته ويلي ويلي كېدل. له دې
سره مې خدازده ولې، د پلار ږغ په غوږونو كې انګازې وكړې: "نه شرمېږي... مامور سړى،
د لوچكانو غوندې جنګي چرګان ساتي!..." د هغه مامور فتاح هېڅ ښه نه اېسېده. مدام به
يې له سپكاوي په ډكه لهجه همدا پسې ويل. د نورو غټانو هم دومره ښه نه ترې راتلل. خو
موږ په دې كيسو كې نه وو. خپله مامور فتاح هم په چا كې رى نه واهه. بېغمه يې خپل
چرګ ورته ساته او چې وخت ناوخته به يې له كوم بل چرګ سره وجنګاوه، په تېره بيا كه
به چېرې د ده چرګ دا جنګ ګټلى هم و، دغه ورځ خو به نو موږ ټولو غوندې دى هم له ډېرې
خوښۍ په اووم اسمان كې ګرځېده. داسې مهربانه به يې زخمونه په واسلينو ورغوړول، په
دومره مينه به يې په وينو سره مښوكه په خپل ورېښمين دسمال ورپاكوله، چې ان زموږ
زړونو به لا هوس ورته وكړ.
دا وخت يو ناڅاپه پاڅېدم. لكه څوك چې مې په زوره وركشكاږي، بې اختياره له كاله ووتم.
ځاى پر ځاى يو عجيب فكر سر ته راغلى و. هم يې ډارولم، هم يې پسخولم. خو يوه شېبه يې
په كراره نه پرېښودم. دغسې ناارامه دباندې ودرېدم. په داسې حال كې چې زړه مې په
ځيګر كې "ډپ... ډپ... ډپ..." راته درزېده، په شا وخوا كتلو سر شوم. دباندې كرار
كراري وه. ورځ كه څه هم ښايسته ډېره رڼه شوې وه، خو د جمعې په دې وختي سهار كې
هېڅوك هم دباندې نه مالومېدل. لټونكې سترګې مې لږ نورې هم دېخوا اې خوا وغړولې. ډېر
وخت لا نه و تېر. چې د زړه درزا مې لا پسې پياوړې شوه. ومې ليد. هلته ليرې مې د
مامور فتاح چرګ وليد، چې د خندق په خوا كې خرامانه خرامانه ګرځېده. دوې سپينې چرګې
هم په نخرو نخرو پسې رهي وې. زه هم نور ونه ځنډېدم. ژر مې ځان ته "هو" كړه، په تراټ
بېرته كاله ته ننوتم. له هغې خوا له خپل چرګ سره راووتم. لومړى مې لا وغوښتل چې
مخامخ پرې وررهي شم، خو د وره په خوله كې بېرته ودرېدم. يوځل بيا مې شا و خوا له
نظره تېر كړل او چې بيا مې هم څوك ونه ليدل، نو له ډاډه په ډكو سترګو مې خپل چرګ ته
وروكتل. ژر ژر مې يې پر سر لاس راوكيښ او په كلكو ګامونو د مامور فتاح پر چرګ وررهي
شوم. چې هر ګام مې اخيست، هغومره مې د زړه درزا پسې چټكېده. هغومره د مامور فتاح
چرګ ته د وررسېدو تنده راكې ډېرېده. خدازده ولې يو ډول ډار، وحشت او سرګردانۍ
اخيستى وم. خو له دې ټولو خبرو سره- سره بېرته راستون نه شوم. نه، راكې ويښه شوې
تلوسه مې تر دې ټولو پياوړې وه. دغسې مخامخ نور او نور هم وړاندې ورغلم. څو ګامه پس
د مامور فتاح د چرګ هم راته پام شو. چټك يې سر راجګ كړ، قارجن له ځان سره څه
وترسېده. چرګې هم سره وارخطا غوندې شوې او دغسې حيران حيران يې موږ ته راكتل، چې
وار په وار ورنيږدې كېدو. چې وروورسېدم، څو شېبې هماغسې هك حيران مخامخ سره ودرېدو.
وروسته له هغه مې په رېږدېدونكو لاسونو خپل چرګ لومړى د مامور فتاح چرګ ته لږ ور
اوږد كړ، څو ځله مې پورته كښته ورته وخوځاوه او په دې پسې مې يو دم مخې ته ورخطا كړ.
پر مځكه زما د چرګ له درېدلو سره سم دواړه د څټ بڼكې نېغې ودرولې. بد بد يې سره
وكتل. بيا يې په ګواښ سرونه يو بل ته وڅنډل، څو خوشې ټونګې يې په مځكه ووهلې او چې
بېرته يې سرونه راجګ كړل، نو په خپل ټول زور يې پر يو بل باندې ورودانګل. جګړه پيل
شوه! خو لومړى بريد زما د چرګ په ګټه نه و. د مامور فتاح چرګ داسې كاپره لغته وركړه،
چې هلته يې راته وغورځاوه. دويم او درېيم بريد يې هم مازې خواشيني راډېره كړه. هر
وار چې يې د مامور فتاح پر چرګ بريد وروړ، په هماغه هوا كې به يې داسې لغته وركړه،
چې خواركى به يې دوه درې ګامه ايسته راته وغورځاوه. خو زما چرګ هم څه داسې بې غېږ
ته مرغه نه و!. بېرته به راپاڅېد، بيا به يې ځان بريد ته تيار كړ او بيا به يې په
لاډېر تاو پرې ورټوپ كړل. مګر دا د كاپر مال دومره زورور و، چې هېڅ والله كه ورسره
كېدل. هرځل به يې داسې ګوزار وركړ، چې دلته به زه لا له قاره ورته سور او شين شوم.
يوځل، دوه ځله، ان څو ځله مې يې لا دا چلند وزغامه، خو اخر نو زما حوصله هم راته
تمامه شوه. نه، دا وضعيت تر پايه د زغملو نه و. بايد يو څه مې كړي واى. بايد زه
خپله په دې تريخ ساعت كې د خپل چرګ خوا كې درېدلى واى. او همداسې مې هم وكړل.
وروړاندې شوم، سيخ مې د مامور فتاح د چرګ شا ته ځان ورورساوه، چې دا و بل بريد ته
يې تابيا كوله. سركوزى داسې په جګړه سور و، چې هېڅ يې زما په ورنيږدې كېدو كې چورت
هم ونه واهه. دغسې تېره تېره يې زما چرګ ته كتل او پر له پسې يې سر په ګواښ ورته
څانډه. زما چرګ هم ځان بريد ته چمتو كړ، خو لا يې پر يو بل باندې نه وو وردانګلي،
چې د مامور فتاح چرګ مې د نېغ درولو بڼكو په بېخ كې ټينګ له څټه راونيو. دې كار مې
زما چرګ هم حيران كړ. ټپ ودرېد. لنډه شېبْ خو داسې لار او ګودر ترې ورك شول، چې
نيږدې يې جګړه پرې ايښې وه. خو چې ما د مامور فتاح له څټه نيولى چرګ ور وړاندې كړ
او سر مې يې په ګواښ ورته وڅانډه، نو دى هم بېرې پرې راستون شو، په كړس كړس بريدونه
يې پرې پيل كړه. د مامور فتاح چرګ مې همداسې سرګردانه په موټ كې شټنكې وهلې او
چغېده، كه ګوندې ځان راڅخه خلاص كړي. خو ما موټ نور او نور هم پرې ورټينګ كړ.
هماغسې تر څټ نيولى مې يې سر درګرده خپل چرګ ته ښوراوه، چې ښه مزغن مزغن يې پر دا
ككره ككره راته ووهي او ښه سم زړه پرې سوړ كړي. خدازده څومره وخت دغسې تېر شو، چې
يو وخت مې چرګ ناببره په موټ كې دروند غوندې شو، نور چغ و چوغ يې هم نه كاوه. حيران
مې بېرته خوشې كړ او چې دى پړمخى پر مځكه راته ولوېد، نو زما واڼې هم وتښتېدې. چرګ
مړ و. د مامور فتاح چرګ مې لكه چې په خپه وروژلى و. دې فكر مې غړي راورېږدول.
وارخطا مې شا و خوا وكتل. د باندې شكر اوس هم څوك نه مالومېدل. وروړاندې شوم، ژر مې
خپل چرګ راونيو، بې اختياره مې د كاله پر لوري منډه كړه. خو څو ګامه لا نه وم تللى،
چې بېرته ودرېدم، د برېښنا په چټكۍ مې دا فكر له مغزه تېر شو: "د مامور فتاح چرګ؟...
همداسې مړ؟... همداسې پر سپېره ميدان پروت.؟.... نه!...". بېرته راوګرځېدم، هماغسې
وارخطا د مامور فتاح چرګ ته ورغلم، چې وازې سترګې پړمخى پر مځكه پروت و. چرګ مې له
وزره راونيو، ايسته مې څنګ ته خندق ته وروغورځاوه او وروسته له هغه مې په تراټ د
خپل كاله لار په مخ كې واچوله. تازه د وره خولې ته رسېدلى وم، چې له ليرې مې د چا
ټوخى واورېد، خو ما تر شا ورونه كتل، په ټوپ كاله ته ترې ننوتم. په سراى كې مې چرګ
بېرته پر خپل ځاى وتاړه. بيا مې سر تر پايه له نظره تېر كړ. نور سم و، مازې ټونګه
يې په وينو يو څه سره وه. شا و خوا مې وكتل، په سراى كې هېڅوك نه و. په بيړه مې د
چرګ ټونګه پاكه كړه، په منډه خپلې كوټې ته لاړم. چې بېرته په بړستن ننوتم ايله مې
زړه يو څه سره ولګېد. هرڅه په خير تېر شوي وو. تر اوسه شكر د هېچا نه و راته پام
شوى.
په ځاى كې مې ژر ژر لېونى كرم (په لښكرګاه كې يو مشهور زيارت دى) او پيران پير صېب
وننګول، چې د نېكۍ مدد يې راورسېږي. بيا مې الحمد لله او قل هو الله هم پر ځان چوف
كړل، چې د هرې بلا مخه ونيسي. وروسته له هغه مې نو ځان دغسې په خوب ورته واچاوه. خو
ډېر وخت لا نه تېر، چې "ټك، ټك، ټك.." د سراى ور وټكول شو. له دې سره مې زړه "شړق!"
راته ولوېد، غړي مي بيا په رېږدېدلو شول. لالهانده مې له ځان سره وويل: "وه خدايه!..."
او ستونى مې راته ډك ډك شو. په همدې ترڅ كې مې د پلار ښكالو په دالېز كې واورېده،
چې سراى ته وررهي و او خوبولى له ځان سره ډونګېده. ما دعاوو ته لا زور وركړ، لا
همداسې خداى او پيرانو ته په زاريو لګيا وم، چې پلار مې له سرايه راږغ كړل: دې كار
يې نو يو مخ زاره راوچوده. پلار مې ما ورغواړې؟.. سراى ته؟... هغه هم وروسته له دې
چې چا ور وټكاوه؟... نه. اوس نو خبر تمامه وه. زياتي نو هرڅه رسوا وو. نور يې نو د
پټېدو چاره نه كېده. خواشينى او ډار اخيستى له ځان سره وچونګېدم. راباندې راتلونكى
قيامت مې د سر په سترګو وليد. خو له دې ټولو خبرو سره مې ځان بيا هم په خوب ورته
واچاوه. پلار مې لا بيا نه وو راږغ كړي، چې مور مې كوټې ته راننوته. په داسې حال كې
چې پرله پسې يې اوږه راڅنډله راته سره شوه:
_ هله زويه پاڅه!.. پاڅه چې پلار دې نارې دروهي، هله....
او په دې ډول يې "راويښ" كړم. ما ته هم بله چاره راپاتې نه شوه. پاڅېدم. همداسې وچ
حلق، وارخطا او زړه نازړه د سراى ورته وروخوځېدم. او چې د وره شا ته مې خپل همزولى،
ننګيالىْ وليد، نو داسې ټكان مې وخوړ، چې نيږدې مې له خولې چيغه وتلې وه. هك حيران
مې په زړه كې وويل: "ننګيالى؟!.." او دغسې ناباوره مې د هغه تور لمر وهلي مخ ته
وروكتل، چې زما په ليدو يې يوه نرۍ موسكا پر شونډو وغوړېده.
لا همداسې پكر پر خپل ولاړ وم چې پلار مې وويل:
_ مېلې ته ځې؟
دا خبر نه وه، تيار سوك و. چې پر دا سر يې راكړ، يو مخ سربډاله شوم. بې اختياره مې
له خولې ووتل:
_مېگ....لې... ته؟!
راجوخته يې كړه:
_ هو زويه،... مېلې ته... ننګيالى دوى نن خپل باغ ته په مېله وزي، غواړې تا هم
ورسره بوزي... څنګه زويه؟ ورسره ځې؟
او چې ما هماغسې هېښ پېښ ورته "هو" كړه، د ننګيالي سترګې هم له خوښيه وځلېدې. پلار
مې هم لنډ وموسل، وړاندې لاړ:
_ سمه ده، ځه زويه كور ته، پاك كالي دې واغونده... چې دغسې چپړيسن لاړ نه سې، ښه؟
او بېرته كاله ته ستون شو. زه چې اوس ايله لږ راپه حال شوى غوندې وم، نور ونه
ځنډېدم. په منډه مې ځان تلو ته تيار كړ، پوره خوشاله له ننګيالي سره وخوځېدم. خو دا
دى تر دغه اوسه لا نه يم خبر چې د مامور فتاح د چرګ كيسه څنګه شوه.
لفبړا- انګلستان
1999/4/26م كال