مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سكينه

د سكينې پلار له ډېره شېبه نه و پر كور، چې بيا يې د لور چغې بغې ورپوته كړې:
_ وه! اباجانه توبه... اخ... اخ.. وى... وى... وه خدايه مړه شوم. وه خدايه توبه.... وه اباجانه.. اخ...اخ...
سكينې همداسې په چيغو چيغو كې دېخوا اې خوا لاسونه اچول، كه ګوندې ځان د پلار له ګوزارونو بچ كړي. خو پلار يې له خپله كاره لاس نه اخيست. په قار پرې وروغورېد:
_ خرېمې!.. پليتې (پليدې)!... اوس خداى درپه ياد شو؟.. اوس توبې باسې؟....
او بېرته يې د خپل پلنډي توب پړى "شړق!... شړق!... شړق!..." د هغې تاندو ډډو ته تمبه كړ. سكينه تر ګوزارونو لاندې لټ پر لټ اوښته، درګرده يې د ځان د خلاصون هڅه كوله او پر له پسې يې همدا چيغې وهلې:
_ وه لاجانه! توبه... وه خدايه.. اخ... اخ.. وه اباجانه، كوربان دې شم... وه خدايه توبه.
د سكينې مور نن هم له كوټې د باندې لومړى پر خپلې لور دا راغلى محشر وزغامه، خو چې نور طاقت يې ونه شو، پاڅېده، ويرژلې كوټې ته ورننوته، په ژړغوني ږغ يې مېړه ته وويل:
_ تر دغه خو يې سمه مړه كه، چې يودم له اذابْ خلاصه شي... او پړنګ په ژړا يې د خپلې لور د ترې خلاصولو هڅې پيل كړې. مېړه يې په تاو خپله ښځه له ځانه پورې وهله، قارجن يې په دې هم وربړچ وهل:
_ ويم پرته شه له مخې مې!... پرته شه چې اوس به تا هم تر دې بتره كم!... دا ټول پساتونه د تا (ستا) له لاسه راوشوه...
او بيا بېرته د لور په ټكولو لګيا شو. تر هغو يې د نجلۍ له وهلو لاس وانه خيست، څو يې ځان پرې ستړى نه كړ. چې راخلاص شو، دغسې له قاره پشېدونكى يې پړى ايسته وغورځاوه، له كوټې ووت، چې ځان يې د لور او ښځې له سترګو نهام موند، بې اختياره يې د اوښكو څو غټ څاڅكي پر رنګړۍ ږيره راوڅڅېدل. هلته لږ ليرې په يوه ګوښه ګوټ كې كښېناست، مخ او سترګې يې په خپړو وپوښلې، له دې سره يې زهيرې اوږې هم په رېږدېدو شوې. سكينې د پلار له وتلو وروسته ليرې ترې لوېدلي ټيكر ته لاس كړ. ټيكرى يې په رېږدېدونكو لاسونو راواخيست. بېرته يې په سر او اوږو راوكيښ او هماغسې غونجه منجه په خپل ګوټ كې كښېناسته. بيا يې په داسې حال كې چې لاس ورو ورو پر خپلو خوږو ډډو راتېراوه، له اوښكو ډكې سترګې مور ته ورواړولې. په داسې زړه دردوونكي انداز يې مور ته وروكتل، چې د غمونو سره لوخړه يې ورپورې كړه، د مور شونډې بې اختيار مرۍ مرۍ شوې، ډكې سترګې وروړاندې شوه. په خواخوږۍ يې غملړلې لور په غېږ كې راونيوله. څو شېبې دواړو ترخه يو بل ته سره وژړل. وروسته له هغه يې مور لږه كراره غوندې شوه. خو سكينې يې اوس هم پر سر ځيګر ايښى و او غلي غلي يې ژړل. مور يې د دلاسا كولو هڅه وكړه:
_بس ده لورې.. بس ده... زياتې مه ژاړه.
او د هغې پر سر او ملا يې د خپل ډنګر لاس راكښل پيل كړل. بيا يې سر راپورته كړ، په مخامخ دېوال كې يې سترګې ښخې كړې او له دې سره دغسې ورو ورو په ډېرو ليرې ليرې چورتونو كې ډوبه شوه.
  
د دغو كلونو قحطي او وچكالي په ټول وطن كې مشهوره وه. څو كاله پرله پسې يو څاڅكى باران ونه شو. پرونۍ شنې كروندې په وچو دښتو واوښتې. مځكې وچې شوې، پسلونه تباه شول، د خلكو مالونه او رمې لوږې ورووژل. پر ټول هېواد د لوږې او خوارۍ تور څادر وغوړېد. دې بدمرغۍ هېڅوك او هېڅ ځاى په كراره پرې نه ښود. په تېره بيا په كليو او له ښاره ليرې پرتو سيمو ته خو يې بيا بېخي مخه وكړه. دلته هسې هم خلكو د خپل ژوند روزګار تېرولو ته له كرنې او مالدارۍ پرته بله اسره نه لرله، چې هغه هم وچكالۍ ترې واخيستل. بيا خو نو د دې خلكو وزله مګر خداى په خپله كړې واى. د سكينې دوى كلى هم له دې برخليكه خلاص نه شو. د دوى كلى خدايي په دومره ښو مځكو اباد نه و او اوس چې دا لږې مځكې هم شاړې شوې وې، نو كليوالو ورباندې راتلونكې دربدري په رڼو سترګو ليده. دوى ليدل چې څنګه يې كندوان تشېږي، څنګه يې د هرې ورځې په تېرېدو سره مالونه پسې ډنګرېږي. خو څه يې له لاسه هم نه وو پوره. لوږې ورځ په ورځ زور پسې اخيست او وږې ګېډه دې نو بيا په دې كې رى نه وهي، چې قحطي ده، كه وچكالي. هغه بس څه د خوړو لپاره درڅخه غواړي او د خوړو څه په دغو شپو ورځو كې د كيميا بوټي ګرځېدلي وو. هېڅ ځاى يې د موندلو څرك نه لګېده. هماغه وو چې خلكو ورو ورو د خپلو مالونو او شتو په خرڅولو لاس پورې كړ. هر چا چې له هر شي څخه زړه بېلولاى شو، خرڅلا وته يې راويوست او په پرې اخيستو پيسو يې د ځانونو او بچيو د ګېډو د ورمړولو هڅې پيل كړې. د سكينې پلار هم همداسې وكړل، لومړى يې د كور څه شيان وپلورل، چې هغه پيسې خلاصې شوې، بيا يې خپله له پښو لوېدلې غوا او دوې ډنګرې وزې وپلورلې. وروسته له هغه يې خپل وړوكى پټى هم لومړى ګرو او بيا د هغه يوه برخه ترې خرڅه كړه او چې دا پيسې يې هم تس نس كړې، بيا نو دوى هم د نورو كليوالو غوندې په ځان پورې پكو شول. زياتي نو په كلي كې د پاتې كېدو كومه اسره نه وه پاتې. كليوالو ښارونو ته مخه كړه. هره ورځ،نن دلته، سبا هلته. يوه يوه كورنۍ له كلي وته.
د سيكنې پلار هم له خپلې ښځې سره سلا مشورې پيل كړې. د سكينې مور په اول سر كې دې كار ته نه وه خوشاله:
"... ته سكه وايې چې هلته نو پخې ډوډۍ له ونو راځړېږي؟..." خو د سكينې پلار يې هم د قانع كولو هڅه پرې نه ښوده: "...وه ښځې!.. دغه خوشې چټيات ولې راته وايې... ښار، ښار دى او كلى كلى... ښار چې هرڅنګه وي، تر دې سپېره كلي ښه دى. هلته كارونه شته. خوارۍ او غريبۍ شته... ناحقه خو دا دومره خلك په ښار كې نه اوسي... موږ به هم څه خواري غريبي وكو... دلته خو دا دى له لوږې ورته مرو..."
اخر هغه هم راضي شوه. هماغه وو چې يو وختي سهار سكينې دوى هم له اته نهو نورو كورنيو سره كور او پټي په كلي كې پرېښود، د ښار لوري ته وخوځېدل. څه مزل وروسته د سكينې مور شا و خوا ورانو كنډوالو ته وكتل. وړوكى كاروان و. ټول لوږې اخيستي. هر چا ورپاتي گزړې جمبړې ورسره رااخيستې وې. هر چا يو ووړ پېټى په شا، داسې په بيړه له كلي وتلي وو، لكه ترې تښتي چې. لكه هلته په ښار كې چې چا د پرېمانه خوړو وعدې وركړې وي. پر زړه يې غمونو ورودانګل. خواشيني يې يوځل بيا كلي ته تر شا وروكتل. شونډې يې مرۍ مرۍ شوې. د سوږمو څوكې يې ورپېدې. خو ځان يې ژړا ته پرې نه ښود. ډكې سترګې يې مېړه ته ورواړولې. څو ګامه وړاندې له نارينه وو سره رهي و. ځوړند سر او چوپه خوله. خدازده په څه اندېگښنو كې به ورك و. د دوى شپږ كلن زوى "غلامى" يې اوس پر پېټي سربېره په اوږو كښېنولى و. څنګ ته يې هم سكينه ورسره تله. د سكينې ليدو يې زړه لږ ورارام غوندې كړ، لور يې اوس ښايسته پېغله وه. ان د دې قحطۍ او وچكالۍ يې هم پر ښكلا زور نه و ورسېدلى. هماغه تك تور وېښته، هماغه غټې د ځوانۍ له طراوته ډكې سترګې، هماغه د مخ ښكلې كاسه او د بدن سپين پوټكى. پرې ووياړېده. سكينه پر دوى ټولو ګرانه وه او د پلار خو يې بيا زړه پسې خوت. هر وخت يې په جار هر چا ته ويل:"... خداى دې ناراضه نه شي، دا دى شكر زوى هم لرم، خو د سكينې ځاى به هېڅوك ونه نيسي... سكينه مې د زړه ټوټه ده، د زړه ټوټه..."
دې فكرونو خوند وركړ. په چابكو ګامونو پر دوى درروانه شوه. چې ورورسېده، د سكينې څنګ ته ورسره رهي شوه. بيا يې نو تر شا كې ته ور ونه كتل.
كاروان پوره دوې شپې او دوې ورځې مزل وكړ. د درېيمې ورځې څاښت مهال و، چې د ښار څنډې له ليرې راښكاره شوې. د ښار ليدو لكه نوې ساه چې په كې چلولې وي، ګامونه يې لا پسې چټك كړل. چې ورورسېدل، د ښار له كورونو لږ ګوښه يې پېټي پر مځكه واچول، يو ساعت دغسې ستړي هلاك پر خپلو ځايونو ناست پاتې شول. وروسته له هغه ورو ورو د خپلو غوټو په راسپړلو لګيا شول. دغه شپه يې هم د ها نورو غوندې پر سپېره ډاګ تېره كړه.
په دا بله ورځ سهار وختي د سكينې پلار د كاروان له نورو نارينه وو سره پر ښار ورشيوه شو. هلته په ښار كې يې لارې سره بېلې شوې، هر څوك په خپل تقدير پسې رهي شو.
روڼ ماښام چې بيرته خپلو كډو ته راستانه شول، نو د هر چا پر خوله بېلې كيسې جاري وې. چا لږ، چا ډېر څه موندلي وو او چا و چا خو هېڅ كار هم نه و موندلى. د سكينې پلار به ورسره وړي پړي د يو څو تنو پېټي ورسره وړي وو، خو دومره پيسې يې نه وې پرې ګټلې، چې خپله كورنۍ سمه پرې مړه كړي. سره له دې راضي مالومېده. په يو ډول غرور يې ښځې ته كړه:
_وينې؟... دا دى په دا اوله ورځ لا يو څه خواړه لرو. په كلي كې خو دغومره څه هم نه وو.
ښځې يې څه ونه ويل. چوپه خوله يې راوړي خواړه په پام پر دوى ووېشل، تر ټولو وړه برخه يې ځان ته وركړه.
درې ورځې همداسې تېرې شوې، په څلورمه ورځ چې د شپې دوى په ځايونو كې وغځېدل، د سكينې مور غلې مېړه ته وروڅكېده، اندېښمن يې ورته وويل:
_ د سكينې پلاره!
_ ها؟
_ څه پكر (فكر) كه يې (كوې)..؟ تر څه وخته به داسې په سپېره ډاګ ورته څملو؟
د سكينې پلار په څنګ ښځې ته وروكتل، خو لا يې څه نه وو ويلي چې ښځه وړاندې لاړه:
_ ګوره، دا نن څلور ورځې وشوې، چې موږ دغسې په بټ بيابان ورته پراته يو. نه په سرچت لرو، نه رانه راتاو در و دېوال، چې ستر مو پرې خوندي شي...داسې خو نو تر پايه هم نه شي كېداى. بايد د يوې سرپناه غم وخورو...
او له لنډې ساه نيولو وروسته يې خواشني ورزياته كړه:
_خو څنګه؟ ... په دې روپيو خو دې د خوړو ګوزاره لا نه كېږي، د سرپناه چاره به څنګه كوو؟
د سكينې پلار پوه شو، چې ښځه يې رښتيا وايي. خو خبره يې بيا هم دومره ښه پرې ونه لګېده. داسې ورته واېسېده، لكه پېغور چې يې وركړى وي. ناارامه ورته راپه اړخ شو، د ځان سپيناوى يي گوكړ:
_ پويېږم، چې دومره روپۍ نه ګټم. خو زه څه وكم، ها؟ ته سكه وايې چې زه نو په ډېر كار پسې نه ګرځم؟... ته سكه وايې چې زه نو لټي كوم...
ښځه يې ګړندۍ په خبرو كې ورولوېده:
_ وه سړيه! دا په قارېږې ولې... ما هم نه دي ويلي چې لټي كه يې (كوې). خو په دې روپيو دا دي ته هم ورته ګورې چې ډېر څه نه كېږي. كه څنګه؟
او بيا يې د هغه د قانع كولو په نيت پسې وويل:
_ زما مسخد (مقصد) له دې خبرو څخه دا دى، چې دا ښار دى ښار... دلته كه كارونه د ښار دي، نو نرخونه هم د ښار دي. دلته په لږو روپيو د چا ګوزاره نه كېږي.
د سكينې پلار سرګردانه وچونګېد:
_ ښه نو ته څه وايې چې، چگي شى (څه شى) بايد وكو؟
ښځې يې په سړه سنه ځواب وركړ:
_ هېڅ؛ ما ويل زه به هم څه خواري غريبي وكم.
دې خبرې يې مېړه حيران كړ، په تعجب سره يې وويل:
_ څه خواري، غريبي، ها؟.. څه خواري غريبي به وكې؟
ښځې يې هماغسې په سړه سينه ورجوخته كړه:
_ زه څه خبره يم... ما ويل كه د چا د كور مزدوري وي.. كه د چا د كاليو او لوښو مينځل وي. دومره لوى ښار دى، يو نه يو كار خو به په كې وي.
او چې مېړه يې وپوښتل:
_ دا واړه چاته پرېږدې؟
دا هم هك حيرانه شوه. مازې تر شونډو لاندې وګوڼېده:
_ نه پويېږم.
او ښايسته ډېر ګړى دواړه دغسې چوپه خوله پاتې شول. وروسته له هغه د سكينې پلار مهربانه د خپلې ښځې اوږه كښېكښوده، په ارامه لهجه يې د هغې ډاډګيرنه وكړه:
_ دومره وارخطا كېږه مه.. خداى مهربان دى. تر اوسه خو هم هوا توده ده. هم موږ مازې دا څو ورځې كېږي، چې ښار ته راغلي يو....توكل پر خداى، د هوا تر سړېدو پورې به ډېر كارونه خداى سم كړي.. او بيا كه چېرې يو سم كار درپيدا شو، بيا خو نو زما هم درسره خوښه ده.
په دې ډاډګيرنې پسې نو د سكينې مور هم خبره ډېره ورسره ونه شنله، دواړه كرار ويده شول.
يوه اوونۍ همداسې تېره شوه، په دې موده كې د دوى په وړوكي كاروان كې ښايسته ډېر بدلون راغى. اكثره كورنۍ د ښار هغو برخوته كډه شوې، چې د نارينه وو كارځايونو ته نيږدې وو. په دوى كې چا و چا خو ان سرپناه لا موندلې وه. دلته اوس د سكينې دوى له كورنۍ سره مازې درې نورې كورنۍ پاتې وې. هغو هم بس په همدې هيله شپې سبا كولې، چې كه يې بخت وچوڼېږي او د ښار په يوه نه يوه ګوټ كې يې خداى وزله وكي. د سيكنې پلار اوس هم هره ورځ كار ته ته. خو د كار يې اوس هم دومره خونده نه وه. هماغه د پخوا غوندې يې اوس هم ايله دومره پيسې ګټلاى شوې، چې په نيم نس د خپلې كورنۍ ګوزاره پرې وچلوي. خو د دويمې اوونۍ په وروستۍ نيمايي كې دى هم يو ماښام تر بلې هرې ورځې خوشاله كور ته راغى. كور ته له رارسېدو سره سم يې ښځې ته وويل:
_ لكه چې خداى مو ناره واورېده.
او چې د سكينې مور يې د علت پوښتنه ترې وكړه، ده هم د دوى د ويړو خولو په مخ كې په خورا ډمامو ټوله كيسه ورته تېره كړه. په ښار كې د يوه ماړه سړي مزدوره په كار وه. ده ته يې ويلي وو چې كه د سكينې مور د دوى د كور كار په غاړه واخلي، په بدل كې به يې دى په خپل خالي ګاراج كې دوى ته د اوسېدو اجازه وركړي. دغسې وړيا، بې له دې چې يوه پيسه كرايه ترې وغواړي. ده خپله ګاراج ليدلى و، ښايستوكى لوى ګاراج و. ان برېښنا يې لا لرله...
او چې سكينې ترې وپوښتل:
_ څه وخت؟
موسكۍ شونډې يې ورجوختې كړې:
_ همدا سبا سهار كه خداى كول.
دغه شپه دوى ټولو ډېره خوشاله تېره كړه، په دا بل سهار يې وختي خپل پنډكي وتړل، د كاروان له پاتې كورنيو سره يې خداى پاماني وكړه، په ګډه ښار ته وخوځېدل. د سكينې پلار مخكې روان و. پاتې كورنۍ يې له خوښيو په ډك زړه تر شا ورپسې رهي وه. مازې د سكينې مور به وخت ناوخته خدازده څه چورتونو واخيسته، اندېښمنه غوندې به شوه. خير بېرته به يې ځان راټگينګ كړ. ګامونه به يې په دوى پسې ورچابك كړل. له ډېرو كورونو او واټونو تېر شول. ډېرې كوڅې او دكانونه يې شاته پرېښوول. لمر ښه هسك راختلى و، چې د سكينې پلار اخر د يوه كور وره ته ودرېد. سكينې د كور تك سپين دېوال ته وكتل، وې پوښتل:
_ همدا كور دى؟
پلار يې وويل:
_ هو لورې.
او ور يې وټكاوه. شېبه پس يو په غوښو او ښكلو جامو پټ لس يوولس كلن هلك راښكاره شو. د سكينې پلار غړه تازه كړه، مهربانه يې وپوښتل:
_ پلار دې په كور كې دى؟
_ هو!
_ ورشه زويه ورته ووايه چې هاغه پرونى سړى له خپلې كډې سره راغلى دى.
هلكي ته لكه چې د "زويه" لوز خوند ورنه كړ. ترو يې دوى ته وكتل، دغسې پټه خوله بېرته كور ته ننووت. د هغه له تلو سره سكينې دوى د كور په ځير كتل او پرې ږغېدل پيل كړل. ښه غټ كور و، د دوى ټولو خوښ شو. سره له دې چې له دننې يې نه و ليدلى، خو د هغه له دې تك سپين تازه رنګ شوي دېواله يې د هغه د دننه كوټو ښكلا اټكولاى شوه او دې فكر چې وروسته له دې به په همدې كور كې اوسېږي، د ټولو زړونو ته خوښي وربخښله. دوى لا په همدې چورتونو كې وو، چې د سراى ور يو ځل بيا خلاص شو، دا ځل هلك يوازې نه و. يو همدا د څو پنځوسو كالو په منګ جګ نرى سړى هم ورسره و. د سكينې پلار د سړي له ليدو سره سلام ورواچاوه. سړي موسكۍ شونډې د سلام ځواب وركړ، له مهربانۍ په ډكو سترګو يې دوى تر نظر تېر كړل:
_ راغلئ په خير؟
_ هو صېب!
سړى دغسې مهربانه دوى ته وركتونكى له ځان سره وګوڼېد:
_ ډېر ښه، ډېر ښه.
بيا يې هلكي ته مخ ورواړاوه:
_ حميدالله!
_ها!
_ ورشه زويه د ګراج "ګاراج" كيلي راوړه.
هلكي ورته "ښه" كړه، په تراټ له سترګو نيهام شو. چې بېرته راغى، يوه وړه كيلي يې هم په لاس كې وه. سړي كيلي له حميدالله څخه واخيسته. وې ويل:
_ راځئ!
دوى بې له ځنډه پسې وخوځېدل. سړى د دېوال څنګ ته ښي لاس ته رهي شو. چې د دېوال پاى ته ورسېدل، بيا كيڼ لاس ته تاو شو. دى هم ګني لاس ته ورپسې تاو شول، له دې سره يې څو ګامه وړاندې يوه لويه شنه دروازه تر سترګو شوه. دروازه كولپ وه، سړى په ورسره راايستلې كيلۍ كولپ خلاص كړ، دوى سره يوځاى ګاراج ته ورننووت. هلته يې موسكۍ شونډې دوىته مخ واړاوه:
_ دلته به له خيره سره اوسئ. څنګه، خوښ مو دى؟
د سكينې پلار په احسان منه لهجه وويل:
_ بېخي مو خوښ دى صېب! خداى دې جنت نصيب كه.
او له دوى سره يوځاى په شا خوا كتلو سر شو. ښايسته غټ ګاراج و. دېوالونه يې د سراى د دېوال غوندې سپين رنګ شوي وو. مازې دلته هلته يې د تورو تېلو غوړ خاپونه لرل، چې دومره بد نه مالومېدل. دې غټ وره ته مخامخ يې ابل سر ته يو بل ور هم لاره. دا ور دومره غټ نه و او د كور سراى ته ورخلاصېده. د هغه پر سر يوه وړوكې كړكۍ وه، چې د ورځې رڼا يې د ننه راپرېښوده. كانكرېټي مځكه يې هم لږه غوړيچنه مالومېده. خو نور ښه و. دوى لا هماغسې په شا و خوا كتلو اخته وو، چې سړي وويل:
_ زه اوس درڅخه ځم، تاسې به ګاراج لږ له خوارو خځلو درته پاك كړئ، زياتي نو بېغمه په كې واړوئ.
بيا يې د سكينې مور ته كړه:
_ نن به تاسې ټول دمه ورته كوئ. حميدالله به څه خواړه هم درته راوړي، سبا به له خيره كار پيل كړئ.
او وروسته له هغه بې له دې چې د دوى ځواب ته ماتل شي، ګړندى له ګاراجه ووت. د هغه له وتلو سره دوى هم د ګاراج په پاكولو او د خپلو ګودړو په پكې سمولو لګيا شول.
نوي "كور" ته له راتلو سره د سكينې دوى ژوند خوشاله پيل شو. او اوس يې له نېكه مرغه بيا پر سر چت درلود. پس له ډېره وخته بيا په مړه ګېډه ډوډۍ وررسېده او تر ټولو غټه خبره يې دا چې اوس يې ان برېښنا لا لرله. دا هغه څه وو چې دوى په خپل ټول ژوند كې نه وو لرلي.
د همدې ورځې په سبا د سكينې مور د "غياثي صېب" دوى كره كار پيل كړ. دا د دوى د نوي كور د خاوند نوم و. هغه اصلاً فيض الله خان نومېده. خو دلته ټولو غياثي صېب باله. د هغه مېرمنې روح افزا ته هم هر چا د هغې د اصلي نامه پر ځاى "مېرمن غياثي" ويل. دا شى دوى ته نوى و. په اولو سرو كې يې سر نه پرې خلاصېده. خو وروسته ورمالومه شوه، چې دلته په ښار كې د ا دستور دى، چې كه د چا درناوى كوې، نو په اصلي نامه به يې نه بولې. همدا د غياثي مياثي صېب په نومونو به يې بولې. چې دوى خپله خدازده ولې ځان ته خوښ كړى دى.
غياثي صېب يوه لور او يو زوى درلود. مشره يې لور وه، چې اوس واده او د خپل مېړه كره اوسېده. زوى يې هم ځوان و، خو هغه اوس دلته نه اوسېده، ويل يې چې په كابل كې اوسي. هلته پوهنتون ته تللى او دا هلكوټى حميدالله؟ دا د دوى د ګومان پر خلاف د دوى ماشوم نه و. دى د مېرمن غياثي خوريى و، چې دغه ورځ د خپلې توړۍ كره په مېلمستيا راغلى و. غياثي صېب او مېرمن يې دواړه په دولتي ادارو كې كار كوه. سهار چې به ووتل، ماسپښين قضا مهال به بېرته كاله ته راتلل. يو وخت يې لكه چې ګوزاره تر دې هم ښه وه، ځكه موټر يې لا لاره. خو اوس يې موټر نه درلود. له همدې كبله يې خالي ګاراج دوى ته د استوګنې لپاره وركړى و.
غياثي صېب نېك او د نرم خوى خاوند و، هر وخت يې له دوى سره له خواخوږۍ او مهربانۍ ډك چلند كاوه. مېرمن يې هم نوره ښه وه. مازې يو څو شيان يې د سيكنې د مور دومره نه خوښېدل. لومړى يې د سر وېښته وو چې ان د دوى د كلي د ملا صېب تر څڼو لنډ وو. مدام به لوڅ سر ګرځېده. نه يې ټيكرى په سر كاوه، نه يې داسې جامې اغوستې چې بدن يې سم پرې پټ شي. هر وخت به يې سپينې پرېړې پونډۍ او مټې بړوتې ترې راوتلې وې او بل يې دا په كور كې بشپړه ټولواكي وه. بس د هر شي واك و اختيار د دې په لاس كې و. په هر كار كې د دې خبره منل كېده. هېڅ شى د دې بې اجازې نه شو كېداى. ان غياثي صېب لا چوڼ نه شو ورته وهلاى. د سكينې مور به هر وخت له ځان سره ويل: "دومره واك اختيار؟ هغه هم د ښځې په لاس كې؟..." دا شى به هم عجيب ورته ښكاره شو. هم چې به ښه ځان ته ځير شوه، نو خداى شته د زړه په تل كې به يې يو ډول رخه هم پرې وشوه. خو دې ټولو خبرو په دوى پورې اړه نه لرله. مهمه دا وه چې دوى زياتي په بټ بيابان كې نه څملاستل. غياثي صېب دوى ته په خپل ګاراج كې د اوسېدو سرپناه او په خپل كور كې كار وركړى و. هماغه وو چې د سكينې مور به هم كار ته د غياثي دوى له تللو سره سم خپل كار پيل كړ او چې څو به دوى بېرته راتلل، دې به ټول كارونه خلاص كړي وو.
كوټې او سراى به يې جارو كړى و. د دوى ځايونه به يې بېرته جوړ كړي وو. خواړه به يې پاخه كړي وو او د بېګا شپې غوړ لوښي او خيرنې جامې به يې ورپرېولې وې، هغه هم په داسې اخلاص، چې د سړي زړه به هوس ورته وكړ او دا ټول د مېرمن غياثي د خوښې سوب ګرځېدل. هغه تر ډېره حده د دې له كاره راضي وه. له همدې امله يې په خلاص لاس ښه ورسره كول. هر وخت يې د خپلو خوړلو پاتې شوني وركول، چې دوى په مزه مزه ورته خوړل. د غياثي صېب زړې جامې يې وركړې وې، چې د دې مېړه يې واغوندي. دې او غلامي ته يې هم په كباړۍ كې بوټونه او څپلۍ اخيستې وې. څه موده پس خو يې ان د خپلې واده شوې لور زاړه كالي لا سكينې ته وركړل. سكينه په دې جامو كې نوره هم ښايسته مالومېده. هر تېر مازيګر چې به يې پلار كاله ته راغى او خپله نازولې لور به يې په دې ښاري جامو كې وليده، خوله به يې بې اختياره پرې ويړه شوه. په يو ډول وياړلې موسكا به يې سر ترپايه سكينې ته وكتل، وبه يې ويل:
_ لور مې مكتبۍ ده، مكتبۍ!...
دې ستاينې به سكينې ته خوند وركړ. شرمندوكې به يې وخندل، په ښكلو غومبورو كې به يې سورخي وځغلېده. مور به يې هم مينه وړې و لور ته وروكتل، خو دستي به يې ورجوخته كړه:
_ دغه څه وايې سړيه؟ خداى دې يې خوى نه د مكتبيانو كيي... لور مې د انار دانه ده، د انار دانه.
او خداى شته تر ډېره حده يې رښتيا هم ويل. د غياثي صېب دوى د خوړو پاتې شونو په دوى ټولو كې وينه ځغلولې وه. پر سكينې خو يې اثر له واريه مالومېده. هغه كه پرون د ګل پيزۍ غوټۍ وه، اوس يې ورو ورو غوړېدل پيل كړي وو. د هرې ورځې په تېرېدو يې ښايست لا نوره ځلا او تازه ګي موندله او دا نوښت له سكينې څخه پټ نه و پاتې شوى. هر وخت چې به يې په هنداره كې ځان ته كتلي وو، خوند يې ترې اخيستى و. هرځل پر خپلې ښكلا خپله وياړېدلې وه او په ناپايه نېكمرغيو كې لاهو شوې وه.
شپې ورځې همداسې په خوښۍ سره تېرېدې، ورځې په اوونيو، اوونۍ په مياشتو واوښتې. دا وو ورو ورو ژمى راپيلېده. د سكينې مور د پخوا په شان د غياثي صېب دوى كره په كار اخته وه. سكينې به دا وخت هم پر خپل وړوكي ورور پام ساته، هم به يې د دوى خپل وړوكى كورګى سره سماوه. پلار يې هم هر سهار وختي د پلنډي توب پړى پر اوږه ښار ته خوځېده او اكثره به مازديګر قضا مهال يا تياره ماښام بېرته راستون شو. د ده د كار اوس دومره خونده نه وه، خو سره له دې يې د خپلې مېرمنې په مرسته دومره پيسې ګټلې وې، چې يو څه يې ترې سپمولې لا وې. دې كار پر دوى ټولو د خوښۍ او نېكمرغۍ زېري كول. د هرې روپۍ سپمېدلو په دوى كې پر راتلونكي باندې ډاډ او اميدونه زېږول. د سكينې پلار خو به يې بيا په داسې خوږو چورتونو كې ډوب كړ، چې يو مخ به يې د ورځې ټولې خوارۍ او ستړياوې ترې هېرې كړې. اكثره به ځانته دغسې ګوښي ناست، د خپلو خوندورو خيالونو په نړۍ وركښېووت. له دې سره به يې ورو ورو نرۍ موسكا پر شونډو وغوړېده. لوېدلې سترګې به يې په يو نامالوم ټكي كې ښخې شوې. په خيال كې به كلي ته تللى و. د پټي پلورلې برخه به يې بېرته پېرلې وه. نه به قحطي وه، نه وچكالي. كلى به يې بېرته د ونو او كروندو شين كوړم و او دوى ټولو به بېرته په خپل كور او كلي كې هماغسې خوشاله او له نېكمرغه ژوند ورته كاوه.
هغه به ښايسته ډېر ګړى په دې خوږو خوبونو كې ډوب تېر كړ، چې ښه خوند به يې ترې واخيست. له خوښيه ځلنده سترګې به يې دوى ته ورواړولې، له يو عالم هيلو په ډكه لهجه به يې وويل:
_ بس، كه خداى كول هرڅه به سم شي... چې مازې دا وچكالي خداى پرته كي، بېرته به له خيره كلي ته ځو.
او دا خبره پر دوى ټولو خوندوره لګېده، دوى به هم دلته په "خپله كوټه" كې ناست په خيال كې بېرته كلي ته ستانه شول.
يوازې سكينه د زړه له كومې دې كار ته دومره نه وه خوشاله. د هغې اوس ورو ورو ښاري ژوند تر كليوالي ژوند ښه اېسېده. سره له دې چې ښاري ژوند يې دومره نه پېژانده، خو هغه يې بيا هم تر كليوالي ژوند ارام، په زړه پورى او اسوده باله.
د لومړنۍ واورې له اورېدو سره دوې پېښې وشوې: له يوې خوا د سكينې مور ناروغه شوه، له بلې خوا د غياثي صېب لور له خپل مېړه سره او بيا يې زوى نصرالله غياثي له كابله په رخصتيو كور ته راغلى. دې پېښې د سكينې د مور كار لا پسې ډېر كړ. هغې لا يو دوې ورځې پر خپلې ناروغۍ سربېره كار ته اوږه وركړه، خو اخر يې خبره له وسې ووته، سره تبه په ځاى كې ورته ولوېده. په دې ډول نو دا ټول بار د سكينې پر اوږو بار شو.
سكينې هم په كلكه لستوڼي كار ته رابډ وهل. سهار وختي چې به راويښه شوه، لومړى به يې دلته د خپلې مور او كور پالنه وكړه، بيا به د غياثي صاحب كره ورغله، په نه ستړيا به يې تر مازيګره كار ته دوام وركړ. له ښه مرغه د غياثي صېب لور مرضيه نېكه ښځه وخته. هر وخت به يې په كار كې لاس ورسره كاوه او په هر كار چې به سكينه نه پوهېده، خپله لارښوونه يې نه ترې سپموله. خو د غياثي لور او مېړه يې ډېره موده پاتې نه شول. څو ورځې وروسته بېرته خپل ښار او كور ته ستانه شول. په دې ډول كه له يوې خوا د سكينې كار بېرته لږ كم شو، نو له بلې خوا يو دوه د نارامتيا خبرو ته هم يوازې پاتې شوه. لومړى يې د مور ناروغي وه، چې هېڅ كمښت نه په كې راته، ورځ په ورځ پسې اوږدېده او دويم يې د غياثي صېب له زوى نصرالله سره په كور كې يوازې پاتې كېدل وو، چې د مور له ناروغۍ څخه يې هم په ډېره اندېښنه كې اچوله. د دې ښايستوكي ځوان هر وخت په يو نه يو ډول له دې سره د خبرو پلمه لټولو هر وخت له دې سره د ټوكو او د دې د خندولو هڅه كول او مدام هوسناكه موسكا پر شونډو له غوښتنو په ډكو سترګو دې ته وركتل، داسې څه نه وو چې د دې له پامه لوېدلي واى. د سكينې له هاغه لومړۍ ورځې لا ورپام شوي وو، چې نصرالله غياثي په بل نظر ورګوري، خو تر څو د هغه خور او اوښى په كور كې ورسره وو، دومره رى يې نه و په كې وهلى. چې رښتيا خبره شي، د زړه په تل كې يې يو ډول خوند لا ترې اخيستى و. د داسي چټ ځوان چې هم يې ښكلې ځواني درلوده، هو د ښې كورنۍ او لوړو زده كړو خاوند و، په دومره تمه او مينه وركتلو مالومداره د وياړ او خوښۍ خوندور احساس وركې زېږاوه. خو اوس چې هغوى تللي وواو سكينه د غياثي صېب دوى تر راتلو پورې په كور كې يوازې ورسره پاتې كېده، اوس د ا د دې په زړه كې راټوكېدلى خوندور احساس له يو ډول وېرې سره مل و.
هر ځل چې به يې د هغه هڅې وليدې، بې اختياره به يې زړه ته ورتېره شوه:
"... كه يو وار لاس درواچوي؟... كه يو وار په زوره بدنامي درواړوي؟..." او دې فكر به يې هډونه ور ورېږدول. ځكه خو يې په كلكه همدا هڅه كوله چې سړي ته ډېره مخه ورنه كړي. هر وخت به يې په يو نه يو ډول ځان ترې تېراوه. مدام به يې په ګواښنه لهجه ځان ته ويل: "... نجلۍ! هوښياره اوسه!... پام چې لاس له پښو خطا نه كې، پام چې ډېره لار سړي ته ورنه كې.. دا خام فكرونه دې له سره وباسه. چېرې ته غريبه نجلۍ او چېرې دا د مړې كورنۍ زوى..."
خو نصرالله غياثي هم په هګۍ كې چوڼېدلى مرغه و، هغه په خپل كار ښه پوهېده. هېڅكله يې بېځايه ټوپونه نه وهل. هغه پوهېده چې په دې ډول به د كلي دا سارايي هوسۍ خوشې له ځانه وتوروي. نه، هغه په ډېر پام ورو ورو او پټه په ټپه وړاندې ته. د هرې ورځې په تېرېدو يې د سكينې ډار او شك وركې لږاوه. د هرې ورځې په تېرېدو يې نوې تندې او تلوسې وركې زېږولې. د هرې ورځې په تېرېدو يې د هغې زړه ته نور او نوره لار ايستله او چې خپله ورځ يې راغلې وليده، بيا يې هم سكينې ته نه لاس ورواچاوه، نه يې د كومې بدنامۍ د وراړولو هڅه وكړه. بلكې په ډېره حق په جانبه څېره مخامخ ورته ودرېد، له احساسه په ډكه لهجه يې د خپلې مينې اظهار ورته وكړ. د هغې مينې چې له هماغه لومړۍ ورځې يې د ده په زړه كې ځاله كړې وه او تر دا اوسه يې خوب او ارام ترې وړى و. دې خبرې سكينه هك حيرانه كړه. له ورايه يې د خپلو لينګيو ورته رېږدېدل حس كړل. له دې سر دومره تودوخې وركې وځغستل، چې تك سره غومبوري يې بې اختياره ابلې كوټې ته منډه كه، له اوبو ډك منګوټى يې پر سر واړاوه. لكه وركې بل شوى اور چې پرې وژني، خو دا اور نو لكه چې نور د وژلو نه و.
خدازده څو شېبې همداسې تېرې شوېو چې نصرالله هم ابلې كوټې ته پسې ورغى. د هغه په ليدو د سكينې د زړه درزا لا پياوړې شوه. ساه يې ورته بنده بنده كېده. تلولۍ يې لاړې تېرې كړې، مخ يې بلې خوا ته ترې واړاوه. نصرالله د وره په درشل كې ودرېد. لنډه شېبه يې سر تر پايه پړكېدونكى سكينې ته وكتل. بيا وروړاندې شوه، هغې ته د ورنيږدې كېدو هڅه يې وكړه، خو چې دې ورته "نه" كړه، ده هم له خپله كار لاس واخيست. دغسې ځوړند سر بېرته له كوټې ووت او په ناپايه فكرنو او چورتونو كې ډوبه سكينه يې يوازې پرېښوده. بيا نو دوى دغه ورځ له يو بل سره د مخامخېدو جرئت ونه كړ. دا بله ورځ هم همداسې تېره شوه، بې له دې چې له يو بل سره مخامخ شي، بې له دې چې له يو بل سره يو ټكى وږغېږي، خو د درېيمې ورځې په سهار د نصرالله نور طاقت ونه شو. له سكينې سره له يوازې كېدو سره سم يې هغې ته بيا د خپلې مينې بيان پيل كړ. سكينې چې هرڅه د هغه د قانع كولو هڅه وكړه، چې هرڅه يې ورته وويل چې د دې كار پايله دېته ښه نه ښكاري، چېرې دا د غريب سړي لور او چېرې دى. فايده يې ونه كړه، نصرالله خان په كلكه همدغه د خپلې مينې د صداقت خبرې ورته كولې او پر له پسې يې د وفادارۍ ټټر ورته واهه. او چې په پاى كې يې دا هم ورته وويل چې له دې سره د واده كولو او كور جوړلو هوډ لري او ژر به خپله مور د دې مركې ته ورولېږي، زياتي نو سكينې ته نه د هغه د مينې په صداقت كې شك پاتې شو، نه د هغه د ورنيږدې كېدو په وړاندې مقاومت. نصرالله هم نور ونه ځنډېد، ور وړاندې شو. په داسې تنده يې شونډې شونډو ته وروړې، چې له سكينې څخه يې نور هرڅه هېر كړل. دغسې بېواكه، بې اختياره يې په غښتلې غېږ كې وغوړېده...
دوې اوونۍ په ډېره خوښۍ تېرې شوې. دا د سكينې د تنكي ژوند تر ټولو خوږې اوونۍ وې، تر ټولو نېكمرغې شپې ورځې، په دې دوو اوونيو كې څه خواږه خوبونه نه وو چې سكينې ونه ليدل. څه خوږې شېبې نه وې چې سكينې ونه لرلې. دومره خوږې، دومره له نېكمرغيو ډكې چې سكينې يې اصلاً ګومان هم نه شو كولاى. هغې ته اوس د ژوند هرڅه خواږه او په زړه پورې وو. ټوله نړۍ ورته ښكلې او له نېكمرغيو ډكه وه. هغې ته اوس نه د غياثي صېب دوى كور پردى كور و، نه په هغه كې كار د پردي كور مزدوري. دا كور يې اوس د تاندې مينې ځاله وه. په نيږدې راتلونكي كې يې خپل كېدونكى و او دې فكر ناپايه هيلې او خوښۍ په كې زېږولې. په همدې خوږو فكرونو كې درېيمه اوونۍ هم راماته شوه. او د همدې اوونۍ د پيل يو ماښام و چې غياثي صېب دى يې پلار ځان ته وروغوښت. د سكينې پلار لږ حيران غوندې شو. سره له دې يې په بيړه بوټونه په پښو كړل، له كوټې ووت. د هغه له وتو سره د سكينې زړه هم په تاو درزا پيل كړه. بې اختياره يې زړه ته ورتېره شوه: "... زما پلار ځانته ورغواړي؟ هلته د دوى كره؟، ولې؟... زما د مركې لپاره؟..." او يوه تر ټولو خوږه موسكا يې پر شونډو وغوړېده.
خو چې ښه ډېر ګړى وروسته يې پلار ناارامه او خواشينى بېرته راغى، نو د مور غوندې يې دا هم ورته حيرانه شوه، د سكينې د مور ډېر طاقت ونه شو. د وره په خوله كې يې مېړه وپوښت:
_ څه يې ويل؟
هغه په داسې حال كې چې بوټونه كښل، وويل:
_ هېڅ.
او دغسې سوړ پوړ د كوټې په ګوټ كې كښېناست. خو د سكينې مور لا نور څه نه وو ويلي، چې پسې زياته يې كړه:
_ ويلى يې سبا سهار بايد ګاراج خالي كړو.
دې خبرې ټولو ته ټكان وركړ. مور يې بې اختياره وويل:
_ ګاراج خالي كړو؟... ولې؟
_ زه څه خبر يم؟
_ څنګه څه خبر يې؟... نو تا ورته ونه ويل چې اخر ولې؟
دې اعتراض يې مېړه لا بې حوصلې كړ، هماغسې ناارامه يې ورغبرګه كړه:
_ ولې مې ورته ونه ويل.. څو واره مې ورته وويل، خو پر ښځې يې تاثير نه كاوه.
او بيا لكه له ځان سره چې ږغېږي، په لږ ټيټ ږغ وړاندې پسې لاړ:
_ ښځه ډېره په قار وه.. غياثي صېب او زوى ته يې هېڅ د خبرو مجال نه وركاوه.. درګرده يې همدا ويل چې گنورو خبرو ته حاجت نه شته. سبا به سهار وختي ګراج خالي كوئ او بس.
د سكينې مور پرېشانه څو شېبې خپلې لور او مېړه ته وكتل، سترګې يې راډكې شوې، ژړغونې وچونګېده:
_ نو اوس به په دې ساړه ژمي كې چېرې ځو؟
مېړه يې ځواب ورنه كړ، هماغسې سرګردانه يې يو غټ اسوېلى وكيښ. ځوړند سر پر خپل ځاى ناست پاتې شو. خو د سكينې له سترګو د اوښكو څو غټ څاڅكي راوڅڅېدل. هغې په خپلو سترګو د خپلو هيلو د ماڼۍ ورانېدل وليدل.
دغه شپه پر دوى ټولو زښته ترخه تېره شوه. پر سكينې خو ددې اور لمبه تر ټولو پياوړې وه. تر سهار دغسې رډې سترګې په ځاى كې پرته وه. ناارامه پرله پسې اړخ په اړخ كېده، هر څو شېبې پسې يې د اوښكو ليكې پرمخ او بالښت رابهېدې، چې له زړه دردوونكو سلګيو سره يې ملې وې.
په دا بل وختي سهار دوى بيا د خپلو جمبړو په سره ټولولو لګيا شول. سكينه په دې ترڅ كې څو ځله په دغه او هغه پلمه سراى ته ورووته، كه ګوندې نصرالله په كې وويني، خو د هغه په ليدو بريالۍ نه شوه. دې كار يې هر وار يو ځل بيا زړه ورمات كړ. نصرالله دا و په دې تريخ ساعت كې د اوبو څاڅكى و، چې په مځكه ننوتلى و او دا هغه څه وو چې دې يې په هېڅ ډول تمه نه كوله.
اخر كډه سره وتړل شوه. هر چا د خپل وس په اندازه پېټي پر شا كړهل، ټول په ګډه له ګاراجه ووتل. د سكينې پلار د ګاراج ور كولپ كړ. له دوى څخه يې وغوښتل چې همدلته ورته ودرېږي او خپله غياثي صېب دوى ته د ګاراج د كيلۍ د وركولو په نيت وخوځېد، چې بېرته راغلى خپل دلته پرې ايښى پېټى يې په شا كړ او د دوى مخكې رهي شو. دوى هم مات زړه ټول پسې وخوځېدل. دا و بيا بې سرپناه شوى و. دا و يوځل بيا ټول كډه په شا په خپل تقدير پسې رهي وو او دا كار دوى ټولو ته ډېر زړه دردوونكى و. دومره زړه دردوونكى چې ښايسته ډېر ګړي يې له دوى ټولو څخه د څه ويلو شيمه اخيستې وه. دغسې چوپه خوله او خواشيني وړاندې تلل. هرڅوك په خپلو- خپلو اندېښنو كې ډوب. د سكينې پلار مخكې له خپلې ښځې سره او سكينه او ورور يې غلامى څلور پنځه ګامه وروسته ورپسې روان وو. څو كوڅې او واټونه يې شاته كړل، اخر يې مور دا ځوروونكې چوپتيا ماته كړه، شكمن يې مېړه وپوښت:
_ نو ته وايې چې ستا نانواى انډيوال به مو څه غم وخوري؟
د سكينې پلار هماغسې په تلو تلو كې ورلنډه كړه:
_ توكل پر خداى... ډېره ښه سړى دى.
خو د سكينې مور په دې ځواب نه شوه قانع. بيا يې وپوښتل:
_ ته وايې چې سپرپناه به راكړي؟
_ نه پوهېږم.
_ نو بيا څنګه هغه ته ورځې؟
او چې د سكينې پلار خلق تنګه وويل:
_ نو چا ته ورشم. ها؟
ښځې يې هم نوره خبره ورسره ونه شنله، دغسې چوپه خوله يې خپل تګ ته دوام وركړ. دوى ښايسته ډېر ساعت مزل وكړ. اخر د سكينې پلار په يوه كوڅه كې د يوې نانوايۍ مخې ته ودرېد. ږيرور نانواى د ده په ليدو ورته وموسل:
_ خير خو دى، څنګه داسې له ټولې كډې سره رامالوم شوې؟
د سكينې پلار په خواشينۍ كيسه ورته پيل كړه. نانواى په پام غوږ ورته نيولى و، چې هرڅومره دى وړاندې ته، هغومره دى هم په اندېښنو كې ډوبېده او چې خلاص شو، د نانواى پر تندي ښايسته ډېرې ګونځې جوړې وې. هغه څو شېبې اندېښمن دوى ته وكتل، وروسته له هغه يې له مهربانۍ په ډكه لهجه د سكينې پلار ته وويل:
_ دا خو دومره ښه كار نه دى شوى، خو ته چورته مه خرابوه. خداى به ټول كارونه سم كړي.
او له لږ چورت وهلو وروسته يې پسې زياته كړه:
_ ځه توكل پر خداى، دغه اوس دستي خو به زما د اوړو په تحويلخانه كې ورته واړوئ... وروسته به بيا ګورو له خيره. كه خداى كول د كوم سم ځاى سرشته به هم وشي.
دې خبرې يې په ټولو كې ساه وچلوله. د سكينې پلار بې اختياره هغه ته دعا وكړه، بيا يې په وياړ ښځې ته وروكتل. د هغې پر شونډو هم نرۍ موسكا غوړېدلې وه. نانواى پاڅېده دخل او دكان يې خپل شاګرد ته پرېښود، دوى ته يې وويل:
_ راځئ!
دوى هم بې ځنډه وخوځېدل، دومره لار لا نه وو تللي، چې نانواى د يوه تړلي وره خولې ته ودرېد. دوى هم ورپسې ودرېدل، نانواى د خپل واسكټ له بل جېبه يو ووړ بنډل كيلۍ راوويستې، په يوه كيلۍ يې د وره كولپ خلاص كړ، په داسې حال كې چې دننه ورننووت، وې ويل:
_ راځئ دننه.
دوى هم پسې ننوتل او له دې سره يې سترګې په يوه غټ زېرمتون ولګېدې، چې دا لومړۍ كوټه يې زيچه د اوړو له جوالونو ډكه وه. خو له ښه مرغه يوه داسې كوټه هم په كې شته وه، چې تر نيمايي لا زياته تشه وه. نانواى په همدې كوټه كې ودرېد، د سكينې پلار ته يې مخ ورواړاوه:
_ اوس به دلته له خيره ورته واړوئ. ځاى لږ تنګ دى، خو چې زړونه تنګ نه وي، د ځاى تنګي دومره پروا نه لري، بيا به كه خداى كول، د ښه سم ځاى چاره هم وكړو.
دا ځل د سكينې مور و پلار دواړو هغه ته دعا وكړه او په دواړو يې ورته وويل چې بس همدا ځاى بېخي سم دى. نانواى يوځل بيا د كوم سم ځاى د ورته لټولو خبره تكرار كړه او په دې پسې بېرته خپلې نانوايۍ ته ستون شو.
دوى هم د خپلو غوټو په سره سپړلو لګيا شول.
سكينې دوى دلته ډېره موده پاتې نه شول. د پلار نانواى انډيوال يې، چې حاجي محمد نومېده او سكينې او غلامي حاجي كاكا باله، رښتيا هم ډېر ژر په خپلو هڅو كې بريالى شو. د خپلو مشتريانو په ذريعه يې د ښار په ابل سر كې داسې څوك وموند چې د كور مزدوره يې په كار وه. په بدل كې يې نه يوازې څه پيسې، بلكې د خپل سراى په يوه ګوښه ګوټ كې يې ان دوې كوټې لا د اوسېدو لپاره وركولې، سكينې دوى هم ډېر ونه ځنډېدل، د دغې ورځې په سبا يې له حاجي محمد سره خداى پاماني وكړه، د ښار ابل سر ته وخوځېدل. په دې ډول تر دوو اونيو په لږه موده كې د سرپناه له جنجال څخه خلاص شول.
خو كاشكې د دوى يوازې همدا غم واى. له يوې خوا د سكينې مور لا سمه نه وه روغه، په زحمت د نوي كور د كاله له اودې وته، له بلې خوا د سكينې خپل غمونه وو، چې د مني د پاڼو غوندې يې رژوله. اوس دې د خپل ژوند هرڅه وران او برباد ليدل. هغه له نصرالله غياثي سره د واده او نېكمرغه ژوند خوب دا و، په داسې دردونكي ځوروونكي ترخه واقعيت بدل شوى و، چې دا يې شپه او ورځ په كراره نه پرېښوده. هر وخت يې د غم په سره اور سوځوله او ژړوله او پر دې ټولو سربېره يې لا دا هم چې دغه مياشت سكينې ته بې لمازي هم ورنغله. سكينې په اول سر كې دومره اندېښنه ورته ونه كړه، ځان يې په دې قانع كړ، چې ښايي د بې لمازۍ وخت يې سره تېر و بېر شوى وي. كېداى شي وروسته ورشي، خو چې داسې ونه شول او دويمه مياشت يې هم بې لمازي ورنغله، نو نجلۍ وارخطا شوه. په تېره بيا چې اوس يي گزړه هم ورته بد بد كېده او وخت ناوخته كانګې هم ورتلې. دې نوي بدلون يې نو هډونه له ډاره ورېږدول. دې ته يې مور ډېره موده مخكې لا ويلي وو چې ښځو ته ولې او په كوم حالت كې دا كار ورپېښېداى شي او دې فكر چې ښايي اميندواره شوې وي، په داسې وحشت كې اچوله، چې له زوره به يې يو مخ د ژوند هرڅه او دا ټوله نړۍ سترګو ته تپه تياره شوه. سره له دې يې چا ته څه نه ويل. دغسې ګوښي ځانته سوځېده او خداى خداى يې كول، چې دا ټول ګومانونه يې غلط وخېژي. خو چې درېيمه مياشت يې هم د بې لمازۍ درك ونه شو، زياتي نو خبره د دې له وسه ووته.
نور نو دا خبره د پټولو نه وه، بايد دا دردوونكى راز يې له خپلې مور سره شريك كړى واى. هماغه و چې يو مازيګر يې خپل ټول جرئت سره راټول كړ، په ژړا ژړا يې ټوله كيسه مور ته وكړه. د سكينې مور ګنس او سربداله غوندې د خپلې لور خبرو ته غوږ نيولى و. چې خلاصه شوه، تندى يې كړس په څپېړه وواهه، وې ويل:
_ ځوانيمرګه شې لورې! دا دې څه بدنامي راواړوله.
او له دې سره پړنګ په ژړا شوه. د سكينې ګومان نه غلط. سكينه رښتيا هم امېندواره شوې وه.
له دغې ورځې وروسته مور او لور په دواړو د چارې فكرونه پيل كړل. خو څه چاره؟ دلته دوى داسې څوك نه پېژندل، چې مرسته ترې وغواړي او هغه كسان چې يې پېژندل، هغوى ته به يې څنګه او په كوم مخ ويلي واى، چې پېغله لور مې امېندواره ده، اوس يې نو ته له دې بدنامۍ څخه د خلاصي لار و چار راښيه. د سكينې مور ښه ډېر د خپل فكر نيلى دېخوا دې خوا وځغلاوه. خو هېڅ يې له خپله كاره ترلاسه نه كړل. پر هغې چې نوره لاره وركه شو، يوه ورځ په پټه د غياثي صېب دوى كره ورغله، هلته يې دوى خپلې لور ته د دى د زوى په وراړولې بدنامۍ خبر كړل. په ژړا او زاريو يې ترې وغوښتل چې زوى يې ياله لور سره واده وكړي، يا يې څه بل غم وخوري. خو هغوى داسې سپكه سپانده له كوره راوشړله، چې بيا يې د هغوى خوا ته د مخ ورښكاره كولو زړه ونه كړ. ځكه يې بېرته يوازې مات زړه او نهيلې خپلې لور ته د دې ورپېښې بدمرغۍ د چارې كولو هڅې روانې وساتلې، خو بې ګټې. څو مياشتې تېرې شوې، بې له دې چې دوى د خلاصون كومه لاره موندلې وي، اوس نو د سكينې نس ورو ورو په غټېدو و. زياتي يې نو دا دردوونكى راز د سكينې له پلاره نه شو پټولاى. نه دوى ته له دې كاره پرته بله لار نه وه ورپاتې. هماغه وو چې يو مازيګر يې د سكينې پلار هم په كيسه خبر كړ. دا خبر نه و، تياره اسماني كاڼى و، چې د سكينې د پلار پر سر راولوېد. داسې ټكان يې سړي ته وركړ، چې يومخ يې ټول بدن په پړكېدو شو. له قاره تك سور مخ يې مخامخ پر لور ورودانګل، په خپل ټول ځواك يې د جوالي توب پړى د هغې ډډو ته تمبه كړ.
بيا نو له هغې ورځې تر دا اوسه د سكينې همدا حال و. هرڅومره وخت چېرې تېرېده، هغومره يې د پلار وارخطايي او وېره ډېرېده. هرڅومره چې يې د لور نس راغټېده، هغومره يې پلار قار، وحشت او لاچارۍ زور پسې اخيست او چې هرځل به پر سړي نوره لار وركه شوه، نو پر لور به يې راواچول، دومره به يې وډبوله، چې دى به هم له لاس و پښو پرې ولوېد...
  
د سكينې مور چې د خپلو چورتونو دې ځاى ته راورسېده، سوړ اسوېلى يې وكيښ، خواشيني يې په كوټه كې سترګې وغړولې. له دې سره يې لور ته ورپام شو، چې تر اوسه لا دغسې غونجه منجه په خپل ګوټ كې ناسته وه. د هغې په داسې ليدو يې زړه له درده څړيكه وكړه، سترګې يې راډكې شوې، وروړاندې شوه، لور يې پر تندي مچ كړه، په خواخوږۍ يې ورته وويل:
_ ځه لورې، ځه خپلې كوټې ته لاړه شه، يو ساعت په كې وغځېږه.
سكينې يوه زړه دردوونكې موسكا وكړه، پاڅېده بې له دې چې مور ته څه ووايي، چوپه خوله آبلې كوټې ته لاړه. دغه شپه نو بيا سكينه له خپلې كوټې راونه وته. ان د ماښام ډوډۍ يې لا مور هغې كوټې ته وروړه.
په دا بل سهار چې يې مور د راويښولو په نيت كوټې ته ورغله، كوټې ته له ورننوتلو سره سم يې يوه له وحشته ډكه كريغه له خولې ووته. د سيكنې پلار د كريغې په اورسېدو بې اختياره ټوپ كړل. په منډه د سكينې كوټې ته ورغى او هلته يې د خپلې لور په ليدو خوله وازه پاتې شوه، لينګي يې هم په تاو، په رېږدېدو شول.
سكينې د ده د جوالي توب په پړي ځان زيندۍ كړى و. تك شين مخ، لږه راوتلې ژبه يې غټې سترګې يې همداسې خلاصې پاتې وې. لكه ده ته چې ورګوري او ښځې يې درګرده همدا ساندې ورباندې وهلې:
_ ... وه زما ځوانيمرګې لورې!!... وه زما نامرادې لورې!....
14/8/1357ل كال
كابل- افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery