نجمان ياسين/عراق
لاندي وه، ا د كور دروازه ډېره و پر هغې لوړ يو دالان و، چي دوه نا ست زمري پرې جوړ
شوي وو، له دالان څخه رالويدونكو اوبو د هغوئ پر مخونو ژور ټپونه جوړ كړي وو، او له
هغوئ نه ديوه پربدن او څېره د وخت ستم بې شمېره نښي پرېښي وې، خو هغه بل لا تراوسه
د وخت له پرېشانۍ څخه بچ پا ته شوى و.
د وره ښكلى قلفك داسي غلى و، لكه له كلونو راهيسي چي د انسان لاس نه و ور وړل شوى،
د كور وېرانۍ د هغه د اوسېدونكو د بېلتون كيسه كوله، پر ديوالونو د پاكېدو په تمه
ګردنو يو پنډ خور نيولى و، او د هغوئ اصلي بڼه يې پټه كړې وه، د خښتو ښكلى فرش چي
له ډېري زماني څخه د قدمونو له لمس نه محرومه پاته شوى و، اوس د بهېدو په حال كي و،
تر لوى وره تللى دالېز دومره تنګ و چي يو كس په ګرانه ترې تېريداى شواى.
پورته كړكۍ له عمرونو راهيسي بندي وې، او د لارويانو سترګو د هغوئ له رنګينو
هيندارو څخه هيڅكله د رڼا وړانګه نه وه ليدلې، كله نا كله داسي ښكارېده لكه دا كړكۍ
چي د كليسا په مينار كي لګيدلي هغه كړكۍ وي، چي د خلاصېدو لپاره نه وي جوړي شوي.
هيڅوك نه پوهېدل، چي دا كور د چا دى،پدې كي څوك او كله اوسېدل بس ډول، ډول ګنګوسو
داكور پخپل حصار كي اخيستى و، هيڅكله كوم چا دې كور ته د ننوتو هڅه ونه كړه، او نه
هم كوم څوك وليدل شو، چي دې كور ته دي ننوتلى وي، لنډه دا چي د دې كور تاريخ په شك
او شبهاتو كي ډوب و.
كله چي به دسيمي خلك دخپلو كورونو پر بامونو يا برنډوكي درېدل او دې كور ته به يې
كتل نو د هغوئ نظر به د بام پر هغه لوى دودكش خامخا لوېدى چي سمندري هيليو ځالي په
كي جوړي كړي وې، هغوئ به ټوله ورځ خپل ځواكمن پرونه ترپول او د سمندر لور ته به
تللې، د هغوئ ږغ به تر ډېره په كورنو كي اورېدل كېدى خو كله چي به ماښام شو او درنې
چوپتيا به دغه كور په غېږكي واخيست نو د هغو لارويانو قدمونو به بې واكه تېزېدل چي
دې كور ته نژدې تېرېدل، هغوئ به د خپلو زړونو دربى اورېد او چي كله به يې ستركي نا
څا په د دې تياره كور خواته واوښتې نو د وېري يوه سړه څپه به يې محسوسه كړه چي د
ملا تير ته به يې ورننوتله او بې اختياره به خداىج ورياد شو.
خلكو ډول، ډول خبري كولې، چابه ويل، د دې رنګينو كړكيو شاته يو څوك ګرځي، د هغه د
سلګيو او اهونو ږغ اكثر اورېدل كيږي، چا به ويل، دا كور پېريانو لاندي كړى دى، د
ځينو بيا دا نظر و، چي پدې كور كي پخوا يو سړى اوسېدى، هغه يې وژلى و او هغه تر
اوسه پوري پرې شوې غاړه خلك مرستي ته وربولي خو هيچا هيڅ نه و ثابت كړي، د پېريانو،
مادرزمانو او ښاپېريانو كيسو دا كور دومره وېره ونكى كړى و چي هيڅكله كوم چا د
ورننوتو هڅه نه وه كړې، زړو خلكو پر دې ويره ونكو كيسو ډېر باور درلود او چي كله به
هغوئ د پېريانو او مادرزمانو كيسې اورېدې نو د هغوئ عقيده به نور هم ټينګېده، لنډه
داچي له دې كيسو څخه دا باور پيدا شو چي كه هرڅوك دې كور ته د ننوتو هڅه وكړي نو
هغه وژل كيږي، له ارواه نه يې پېرى جوړيږي او بيا به نو هرمهال په دې كوركي په چيغو
وي، لنډه دا چي هيچا دغه كور ته د ننوتلو يا په دې اړه د سوچ كولو هڅه نه كوله.
يوه ورځ چي لمر ښه پوره ځلېدى او هيلۍ د خپلو ښكارونو پسې د سمندر لور ته تللي وې
نو اته يا لس كلن هلك وسمان د خپل كور د بام له دېوال سره د لرګي پر صندوق ولاړ و
او د هغه ځالۍ لور ته يې كتل چي د پېريانو د كور پر دودكش جوړه شوې وه، هغه له څو
ورځو څخه دې ځالۍ او له هغې نه راوتلو، تارونو او د خاشو جال ته كتل، په ځالۍ كي
پرتې هګۍ يا د هيليو بچي د هغه د ارمانونوو اصلي ټكى و، هغه به سوچ كاوه چي هيليو
به په هغه كي خامخاكوچني، كوچني بچي يا هګۍ پريښي وي، كومي چي ده را ايستلاى شوې او
كورته يې راوړلاى شوې خو كله چي به ده وه هغه لورته دټوپ كولو په اړه سوچ كاوه نو د
دغو دوو كورونو ترمنځ كوڅه د ده د لاري خنډ جوړېده ځكه له ده سره به دا وېره وه چي
هسي نه څوك يې وو يني، د پلار د دې وېري له امله هغه نشواى كولاى چي دا كار وكړي.
هغه څو شيبې همداسي چورتي ودرېد او بيا يې پر بام پرته د لرګي تخته راپورته كړه، پر
خپل دېوال يې كښېښوده، ورو، ورو يې پوري وهله او د هغه كور تر چت پوري يې ورسوله،
اوس نو د هغه په وړاندي يو پُل جوړ شوى و، داسي پُل چي هغه پر هغه له تېرېدو سره
خپل منزل ته لنډېداى شواى.
هغه پورته اسمان ته وكتل، په اسمان كي كوتري، مرغۍ او كارغان الوتي وو، هغه خپلي
ګوتي تر ژبي لاندي كښېښودې، مرغيو ته يې وكتل او شپېلك يې وواهه، د هغه په زړه كي د
جوش او ډاډ يوه جذبه را ويښه شوه، هغه تخته وښوروله او ويې كتل، دا يوه خطرناكه
لوبه ورته ښكاره شوه خو هغه لور ته د ټوپ وهلو او له ځالۍ نه د هيلۍ د هګيو او بچيو
د را ايستلو تلوسې يو ځل بيا هغه دې ته چمتو كړ.
هغه ورو پورته شو، خپل قدم يې د تختې پر پله كښېښود او بيا په يوه ټوپ تر كوڅې
واوښت كله چي هغه بل لور ته واوښت نو تخته يې بيرته كش كړه، د دې لپاره چي د
لارويانو سترګي پرې ونه لګي.
اوس نو هغه په يوه نوې نړۍ كي و، په داسي حال كي چي له هغه سره له يوه لوري له پلار
نه د اورېدلو كيسو وېره او له بل لوري په زړه كي ور پيدا شوي تلوسې ګډ احساسات مل
وو، د كور له كټارې نه يې د كور غولي ته وكتل، هغه د لمر له تېزو وړانګو پرته نور
هيڅ ونه ليدل، د هغه حوصله لوړه شوه او پرېكړه يې وكړه چي د كور د ننه به ورځي.
هغه د زينو د وره لور ته ورغى، ور بند و، هغه په زوره پوري واهه او ور له يوه
وېروونكي ږغ سره خلاص شو، وسمان ټكان وخوړ او يوه شېبه وچ ودرېد خو ژر يې ځان بيرته
قابو كړ، پر زينو بې اندازې ګرد لوېدلى و او هر ځاى غڼو ځالي جوړي كړي وې، د وره د
لوړ ږغ او وسمان په ليدو، خسمانان دومره تېز خپلو غارو ته په منډه شول چي د څو شيبو
گ لپاره يې وسمان لا ووېراوه.
بيا ناڅاپه د هغه په زړه كي ورتېر شول چي هغه دا رنګه چيغي كړي لكه يو څوك چي يې
وهي او بيا يې همداسي وكړل، د هغه ږغ د كور په تشو كوټو كي انګازه شو او بېرته د
هغه لور ته راغبرګ شو،
بيا هغه په زوره چيغه كړه:
" پېريه!...
په ځواب كي هم تر ډېره د پېري د " ى " ږغ انګازه شو.
" پېريه... يه ..."
او په ټول كور كي د پېريه ... يه ... يه.. ږغ له دېوالونو سره وجنګېدى، د هغه په
زړه كي د خوښۍ يو نابلد احساس راڅرګند شو:
"پېريه ... يه ... يه "
او په ځواب كي د " يه، يه " ږغونه په نڅا له انګړ څخه پورته شول، هغه څو شېبې هلته
گ ودرېد او بيرته بام ته راغى، پر دودكښ يې سترګي ښخي كړې او چورت يووړ چي ځالي ته
به څنګه ورپورته شي؟ دودكښ ډېر لوړ و او په ښكاره د هغه تر ورپورته كېدو هيڅ لار نه
وه، هغه دودكښ ته همداسي كتل او بيا يې پرېكړه وكړه چي د دودكښ په سوريو كي به پښې
ږدي او هلته به ورپورته كيږي. خو له دودكښ نه ځالۍ ته د پورته كېدلو لار هم ډېره
ستونزمنه وه، اخير هغه يوه لكړه راپورته كړه، چي همدلته نژدې ورته پرته وه، هغه
لكړي ته ښه په غور وكتل چي آيا د ده زور راوړلاى شي كه نه؟ بيا يې هغه په چپ لاس كي
ونيوه، زينو ته يې وكتل او په زوره يې چيغه كړه " پېريه " " پېريه! "
او تر ډېره د هغه ږغ په ټول كور له دېوالونو سره وجنګېدى، هغه د ږغ له دې موسيقۍ نه
خوند واخيست او د زينو لور ته رهي شو، هغه د دېوال كټاره ونيوه او په داسي حال كي
چي د دودكښ په سوريو كي يې پښې ايښودلې، لوړ پورته شو چي لږ پورته شو نو نوره لار
پرې بنده شوه، هغه په لاس كي ورسره لكړه د دودكښ په يوه سوري دننه كړه او ښه يې
ورپوري وهله، بيا يې ورته وكتل چي آيا زور به يې راوړي؟
هغه پر هغه لكړه ودرېد، اوس نو د هغه دواړه لاسونه د دودكښ په پورتنۍ برخه كي وو او
د هيلۍ ځاله د هغه پر وړاندي پرته وه خو د خاشو، تارونو او وړو _ وړو لرګيو پرته
نور هيڅ په كي نه وو، هغه د يوې شېبې لپاره نهيلى شو خو ځالي ته د رسېدو تلاښ د هغه
په زړه كي ټوپونه ووهل، هغه د دودكښ څنډي ونيولې او ځالي ته يې ورټوپ كړل، اوس نو د
هغه تر پښو لاندي د هغه پر اسراره دودكښ خښتي وې چي خداى ( ج ) خبر له كومه راهيسي
هغه د دې سيمي خلك په وېره كي اچولي وو.
وسمان په دې ډېر خوښ و چي لوړ دودكښ ته ورپورته شوى و، د هغه د سترګو په وړاندي تر
ليري د كورنو بامونه، برنډې، لاري او كوڅې د لمر په وړانګو كي لمبېدلي پرتې وې، هغه
د يوه عجيبه ډاډ او سركښۍ په نشه مست په ځالۍ كي تاو راتاو شو، هغه ته فكر ورولوېد،
چي دى بايد له دې كلي ليري لاړ شي، له هغه كلي چي د ده تر قدمونو لاندي پروت ډېر
كوچنى معلومېدى، له هغه كلي چي د كوڅو او بامونو خلك يې د مېږيانو رنګه ښكارېدل،
هغه د خپل كور بام ته وكتل، چي لمر ته پراته زاړه شيان يې ځلېدل، د هغه په زړه كي
دا خواهش راپورته شو، چي كشكي هيلۍ راشي او دى له ځان سره ليري فضا ته والوزوي.
هغه خپل دواړه لاسونه په هوا كي وغوړول او دارنګه يې ووهل لكه هغه چي الوزي، بيا يې
له يوې مستي جذبې سره وموسل.
هغه ته داسي محسوسه شوه لكه ارواه چي يې د الوتو په حال كي وي او د كوم وجد غوندي
يې لاسونو او ګوتو حركت وكړ.
" پېريه ... پېريه "
هغه چيغه كړه، په كټ ،كټ په خندا شو او خپل لاسونه يې په هوا كي دا رنګه وترپول لكه
هغه چي د هيليو غوندي د كورونو پر سر لوړ په فضا كي الوزي او بې شمېره ښكليو مرغيو
تر هغه يوه ښكلې دايره راګرځولې وي.
او بيا ناڅاپه... وسمان ته په دې دروند كور كي پر خپل دې لوړوالي او اهميت باندي
تعجب وشو او د عمرونو وېره يې په خوښي بدله شوه.