ګلزار/هندوستان
له وېري څخه د هغه د بدن وينه په وچېدو وه، په ناسته به يې زنګنونه داسي ورېږدېدل
لكه د مېرګي حمله چي پر راروانه وه.
په ښار كي د شر او پسات د شروع كېدو څلورمه ورځ وه، ټول بنديز به د لږ وخت لپاره
سهار ليري كېدى او د لږ وخت لپاره ماښام، چي ټول بنديز به ليري شو نو ځينو خلكو به
ژر، ژر د ورځنيو اړتياوو شيان اخيستل او ځينو به ژر، ژر اړ دوړ كاوه، اور به يې
لګاوه، خلك به يې په چاقوګانو وهل، څو كسان چي به يې ووژل نو تر دې وړاندي چي ټول
بنديز ولګېږي په خپلو كورونو به ننوتل، په "بمبى" كي تاوده، تاوده خبرونه او تودې،
تودې ويني پرلپسې بهېدې، خو راډيو او تلوېزون بيا هم پرلپسې همدا اعلانونه كول چي
حالت په كنټرول كي دى او مخ په سمېدو دى،
د دې لپاره چي حالت نورمال وښيي له پرون راهيسي سيميزي اورګاډي هم تر ډېره چلېدلې،
كه څه هم اكثره ډبې به يې تشي وې خو دا چي پر پټلۍ باندي لوېدلې رڼا را ښكاره شوه
نو په څلور ورځنۍ يكنواخته چوپتيا كي يو څه حركت را پيدا شو، د اور ګاډي پټلۍ ته
نژدې كليو كي چي كومي چوپتيا پښې ټينګي كړي وې هغه چي د اورګاډي د تېرېدو له دربي
څخه د څه مهال لپاره ولړزېدې نو هغه ته يو ځل بيا د ژوند هيله ورپيدا شوه، ياسين په
داسي حال كي چي هغه ږغ ته يې غوږ نيولى و، پورته شو او ويې كتل چي ښايي اورګاډى را
رسېدلى وي، نن يې پوره پنځمه ورځ وه چي هغه له خپله كوره ورك و، هغه له ځان سره فكر
وكړ چي نور خو به يې نو زغم او تمه هم پاى ته رسېدلې وي او د هغه لټون به يې پيل
كړې وي، ورځ په تمامېدو چي د ياسين زغم پاى ته ورسېد، د ماښام ټول بنديز چي څنكه
ليري شو نو هغه سملاسي په تياره كي ځان د اور ګاډي تمځاى ته ورساوه، په تم ځاى كي
چوپه چوپتيا وه خو اشارو د اورګاډي د راتلو خبر وركاوه.
اورګاډى ډېر ورو تم ځاى ته را ننوت، په پخواني انداز باندي نه و، بلكي داسي و لكه
محتاته چي و او لكه وېرېدلى چي و، دا چي په اورګاډي كي نور خلك هم وو نو هغه پرېكړه
نه شواى كولاى چي كومي ډبې ته ور پورته شي، ځكه اكثريت د هندواڼو وو، دوه، دوه ،
څلور ، څلور هر ځاى ډله ، ډله ولاړ وو، هغه لاندي ولاړ و خو چي اورګاډى روان شو نو
يو دم په منډه ورپورته شو، هغه يوې داسي ډبې ته ور پورته شو چي نور څوك په كي نه وو،
هغه په ځير شاوخوا وكتل هيڅوك نه وو، بيا د ډبې په پاى كي پر يوه څوكۍ باندي
كښېناست، دلته يې نو درسته ډبه تر سترګو لاندي وه، كله چي اور ګاډى روان شو نو ايله
هغه د ارامي ساه واخيسته.
بيا ناببره د ډبې له هغه بل كونج څخه يو منډو را څرګند شو، د ياسين حواس والوتل، پر
زنګنو يې يو ځل بيا مېرګى وځغلېد، هغه ټيټ شو او تر څوكۍ دومره لاندي شو چي كه هغه
نفر راغلى هم واى نو د كولاى شواى چي سملاسي تر هغه څوكۍ لاندي پټ شي او يا ورسره
سينه په سينه شي، د ډبې ور ليري نه و خو دا چي اورګاډى ورو شو او بيا هم هغه سړى
... ناڅاپه هغه سړى پر خپل ځاى باندي جګ ودرېد او شاوخوا يې وكتل، دا چي پر څېره
باندي يې د ويري نښي نه شته نو هغه خامخا هندو دى، د ياسين لمړى غبرګون همدا و، هغه
د پاى وره ته ورغلى او هلته ودرېد ، باد د هغه څادر د پرې شوي بيرغ غوندي رپاوه،
هغه يو ګړى د بهر ننداره كوله خو بيا داسي ښگكارېدى لكه له يو شي سره چي زور ازمويي
د ياسين له ځايه سم نه ښكارېدى چي هغه څه شى را جلا كوي، هغه يو شى ور پوري واهه او
را كشاوه، نا څاپه له يو زنګزده ور څخه ګغ پورته شو او له يو زورور ګړبي سره بند شو،
ښه و د ياسين له خولې څخه چيغه ونه وته، كه نه له دې ږغ څخه هغه نفر خپله هم ټكان
وخوړ، هغه شاوخوا وكتل او دې لور ته يې تر ډېره كتل چي ياسين پټ و، ياسين ته شك
ورولوېد چي هغه خو به ليدلى نه وي؟ او يا ستمى خو به يې نه وي اورېدلى؟ د هغه سړي
زور ازمويلو هغه ته بل وحشت په زړه كي ورواچوه، هغه دا چي كه چيري سره لاس او
ګرېوان شي نو دى به د هغه مقابله وكړاى شي؟
هغه سړى تېر شو د هغه بل لور په وره كي ودرېد، اورګاډى د "ګيشوري" يو وېران تمڅاى
ته ورننوت، چي اورګاډى تم شوى واى نو ښايي هغه تا شوى واى خو دا چي دا د ټول بنديز
سيمه نو اورګاډى ونه درېد، همدا د ټول بنديز سيمه تر ټولو محفوظه وه ځكه كه نور هيڅ
نه و نو پوليس خو يې درلودل، او اوس خو يې پوځيان هم ورته راغوښتي وو، د ښار په
پسات ځپلو سيمو كي د برګ درشيو پوځيانو چي د توپكونو خولې يې د بازار لور ته نيولي
وې، ډكي لارۍ هر لور ته تر سترګو كېدلې، د پوليسو خوند تللى و، نور له هغوئ څخه څوك
نه وېرېگدل، خلكو په لوى زړه پر پوليسو د سوډا د اوبو بوتلونه، د تېزابو بوتلونه او
ډبري اورولې، پوليسو كه به اوښكي بهيونكى ګاز هم پر پاشه نو هغوئ به په لانده دسمال
را پورته كاوه او هغه به يې بيرته پر پولسو ورغورځاوه، په " ناكا ساكي" كي چي كله
هغې بېكرۍ ته اور ورولوېد چي ده كار په كي كاوه نو پوليسو څه وكړل؟ بس ليري ولاړ وو
ننداره يې كول او هغوئ له تنګو كوڅو څخه په منډه د هغو ګېرجونو لور ته وتښتېدل چي د
يو او نيم سوځېدلو موټرونو اسكلېټونه په كي پراته وو، په هغه ورڅ دوي اته، نهه كسان
وو چي د پټېدلو لپاره يې منډي وهلې، د "بهاو" يې كور ودان، هغه يې تر بغل ونيو او د
چايو په پېټۍ كي يې پټ كړ، بهاو پوهېدى چي زه مسلمان يم، هغه خو هندو و، هغه ولي
ځغستل؟ هغه ويل: "چي كله د خلكو سرته دو ينو تويولو جنون راشي نو بيا هغوئ دومره
وخت نه لري چي له چا څخه وپوښتي چي نوم دي څه دى؟ د هغوئ تنده يوازي په وينه او اور
باندي ماتيږي، اور واچوه، وې واهه، لوټ تالان ګډ كړه، د هغوئ اور هغه وخت سړيږي چي
په مخكي يې هيڅ نه شي پاته.
د دويم وره دربي هغه ته ټكان ور كړ، د ډبې دواړه شاتني ورونه هغه سړي تړلي وو، هغه
سړي تر ډېره هغه لور ته كتل چيري چي ياسين پټ و، وېري يو ځل بيا هغه پخپل واك كي
واخيست چي دا سړى ورونه ولي تړي؟ ايا دى وژني، په وينو لژند مړى يې په همدې ډبه كي
پرېږدي او خپله پر هغه بل تمځاى تا كيږي؟ اورګاډى ورو، ورو په درېدو و، هغه سړى تر
اول ډېر ډاډمن ښكارېدى، هغه ورو، ورو د ده لور ته راروان وو د ياسين ساه بنده، بنده
شوه، پر تندي يې سړه خوله را ماته شوه او ناړه يې په ستوني كي وچه شوه، هغه وېرېگدى
چي هسي نه ټوخى يا ترچى ورشي كنه نو تر همدې څوكۍ لاندي به يې...
د يو تمځاى په رارسېدو اورګاډى تم شو، هغه سړى بې غمه راغى په هغه وره كي ودرېد چي
د فلېټ فارم لور ته و، د هغه يو لاس په جېب كي و، په جېب كي به يې كوم چاقو ماقو وي،
ياسين فكر وكړ چي منډه كړي او د هغه بل لوري له وره څخه ټوپ كړي خو هسي نه چي له
هغه ځايه تر راوتو وړاندي يې هغه سړى خېټه ورڅيري كړي، بلكي خېټه ولي؟ مرۍ به يې ور
پرې كړي چي ناره يې هم و نوځي، ياسين غلى هغه ته وكتل، هغه سړي د دباندي ننداره
كوله، په تمځاى كي چوپه چوپايي وه، ان د چا د قدمونو ږغ لا هم نه و، د ياسين زړه و
چي يو څوك راشي، خو څه معلومه وه چي څوك راشي؟ هندو كه مسلمان؟ يو بل هندو هم سم دى،
كېداى شي هغه هم د "بهاو" غوندي زړه سواند وي، هغه څنګه خپله د سپڼسيو مذهبي غاړګۍ
را په غاړه كړه او د چايو له پېټۍ څخه يې خپل كور ته بوتلم او څلور ورځي يې پخپل
كور كي وساتلم، هغه به ويل:" ياسينه زه مرهټه يم خو هره ورځ غوښه نه خورم، كه ته
غواړې نو درته راوړم يې، نه پوهېږم چي څنګه به وي په حلال او مردار يې زما سر نه
خلاصيږي، دباندي د تركاريو داسي حال دى چي ټولو له يوه سره بوى كړى دى خو د خرڅولو
څوك يې نشته، چي ور ووزې څومره چي دي زړه وي هغومره وړلاى شې...
او راډيو پرلپسې همدا ويل چي اوضاع ورو، ورو مخ په ښه كېدو ده، په ځينو سيمو كي يې
د ملي بسونو تګ راتګ هم پيل كړى و، دا څلور ورځي د هغه په كور ډېر چورت خراب و، كور
به هم ټول د ده پسې اندېښمن وي، له هغه سره وېره وه چي هسي نه فاطمه د ده په لټه
بېكرۍ ته پسې ورغلې وي، په كوم كور كي چي هغه پټ و له هغه څخه د اورګاډي پټلۍ
معلومېده، موټرونه هم معلومېگگدل، خو بهاو هغه نه پرېښود.
اورګاډى يو دم روان شو او ياسين له هغه ځايه د ډبې په منځ كي ولوېد، هغه بل كس چي
لويه اوسپنه يې په لاس كي وه ډېر ډاډمن ولاړ و، د هغه راسته لاس تر اوسه لا په جېپ
كي و، اور ګاډى تر يو ځايه ورو، ورو روان و، اورګاډى ولي نه چټكيږي؟ اشاره هم نشي
كېداى ځكه ترافك كله و؟ تر اوسه يو اورګاډى هم له بل لوري نه راغى، اورګاډى لا تر
ډېره ورو، ورو روان و، درېدو ته چي كوم ځاى ته راورسېد هغه د "بهسندر" پل و، لاندي
د سمندر هغه خليج و چي اكثره به يې د مړو د راايستلو خبر په ورځپاڼو كي چاپېدى.
د ياسين ساه بنده، بنده كېده، له دې ويري ساه اخيستل ورته ګران چي هغه سړى له جېبه
لاس ولي نه را باسي؟ له سترګو يې معلوميږي چي د حملې كولو په حال كي دى، كه حمله را
باندي وكړي څه به كوم؟ راته وبه وايي چي دباندي راووزه؟ كه به مي د سر له وېښتانو
ونيسي را كش به مي كړي او له جېبه به چاقو را باندي را وكاږي او پر مرۍ به يې را
كيږدي؟ څه به كوم؟ دا داسي وچ ولي ولاړ دى؟
په همدې كي هغه سړي له جېبه لاس راوكيښ او بيا د وره په تړلو بوخت شو، هغه دريم ور
هم بنداوه، لاندي سمندر و كه ور غورځي نو له شكه وتلى مرګ و، د ياسين وېره وروستي
بريد په رسېدو وه.
يو دم ياسين را ټوپ كړل، هغه بل كس ټكان وخوړ، ده ته يې وكتل او په جېب يې لاس دننه
كړ، په ياسين كي خداى(ج) له كومه دومره توان پيدا شو چي د "ياعلي " له نارې سره يې
هغه كس له پښو ونيو، پورته يې كړ او دباندي يې وغورځاوه، سمندر ته د لوېدو پر وخت د
هغه له خولې څخه چيغه پورته شوه "الله" ياسين وچ پاته شو، اورګاډى روان شو، هغه
حيران شو چي ايا هغه هم مسلمان و؟ خو هغه د وېري له شكنجې څخه خلاص شوى و لكه د مرګ
له خولې څخه چي پاته شوى و.
ماښام هغه فاطمې ته ويل:..."كه داسي نه واى شوي نو مابه هم هغه ته سملاسي د مسلمانۍ
ثبوت څنګه وركولاى؟.