مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دام

ازابيل ّايندې/چيلي
(ازابيل ّايندې)
هغه يو شاړ پاړ او ښكلى ځوان و، د هغه هم په څېره كي دوې سترګي او په سينه كي يو زړه خو له بده مرغه هغه اړ و چي له ښځمنو څخه ليري واوسي، د نړۍ تر ټولو لوى او خوږ نعمت پر هغه حرام و، لكه د پتنګ لپاره چي شمع او د بورا لپاره چي ګل منع وي، ښايي دا د هغه ازلي محرومي وه ځكه په كومه ورځ چي هغه زېږېدلى و نو د كلي يوې فالبيني دا وړاندوينه كړې وه چي د دې كوچني مرګ به د يوې ښځي له لاسه واقع كيږي.
د هغه نوم "نكولس ودال" و.
ودال چي څنګه په ښه او بد پوه شو نو دا وړاندوينه يې واورېده، هغه ډېر ووېريد او په سختو ناروغيو اخته شو.
له كلي څخه ليري په يوه بانډه كي د هيواد تر ټولو نامتو فالبينه اوسېده، ودال د خپل برخليك معلومولو لپاره دا اوږد سفر پرې كړ او ځان يې تر هغې پوري ور ورساوه، فالبيني د ودال لاس په ډېر غور وكوت او په څرګند ډول يې د دې خبري تايد وكړ چي ستا مرګ به د يوې ښځي له لاسه واقع كيږي.
له دې ورسته ودال خپل ځان د تقدير په وړاندي بې وسه وښود، هغه تر خپلو ټولو هيلو او ارمانونو تېر شو او د ښځي له ذات څخه يې د ابد لپاره ځان ګوښه كړ، هغه په دې اړه خورا ډېر محتاط پاته شو، په پيل كي د هغه لپاره دا كار خامخا ستونزمن و خو ورسته ورو، ورو د هغه زړه د كاڼي غوندي كلك شو، هغه ته د ميني او قربت اړتيا پاته نشوه.
دې خبري هغه د عادي ژوند تېرولو له وړتيا څخه وايست، هغه بل مخ خپل كړ، ډاكو جوړ شو او غلاوي يې پيل كړې.
په هغه بانډه كي "هډانګو" نومى يو قاضي هم اوسېدى، هغه ته يې پر قضايي واك سربېره د بانډې امنيتي مسوليت هم ور سپارلى و.
كه څه هم هډانګو واده د ځوانۍ تر پسرلي ورسته كړى و خو مېرمن هغه ته ښه ور په برخه شوه، د هغې نوم "كاسلا" و، هغه يوه ښكلې، مينه ناكه او ځيركه ښځه وه.
د قاضي هډانګو د انصاف او سخت دريځۍ هيبت يوازي پر بانډه نه بلكي پر ټوله سيمه پروت و، هغه د چرګي غوندي كوچنۍ غلا هم د قتل غوندي لوى جرم باله، هغه د خپلو تورو جامو له امله خلكو ته د مرګ پرښته ښكارېده، ټولو له هغه څخه وېره لرله.
د قاضي د ګډ ژوند په دريو كلونو كي د هغه ښځه كاسلا درې ځله اميدواره شوې وه، سره له دې چي هغه يوه نرمه او نازكه ښځه وه خو د زېږدون له مرګوني ګذار څخه بچ پاته شوې وه.
د قاضي او كاسلا تر مينځ يوه حيرانونكې هماهنګي موجوده وه، دې خبري د قاضي هډانګو پر خوى ډېر مثبت اغېز كړى و، د هغه غوسه په خندا اوښتې وه او په خلكو كي دا خبره مشهوره شوې وه چي هډانګو پخوا پولاد و خو اوس موم شوى دى، او د هغه دا اوښتون د هغه د ښځي كاسلا له امله شوى دى، خلكو د هغه په اړه دا هم ويل چي قاضي هډانګو د ځينو قضيو د پرېكړو په اړه لا هم له خپلي ښځي څخه مشورې اخلي.
خو د قاضي هډانګو دا ښكاره نرمښت په هيڅ ډول د ودال لپاره د خوښۍ لامل كېداى نشواى ځكه قاضي هډانګو اوس هم د هغه په اړه د پخوا غوندي كلك دريځ لاره، د دې غله لپاره د هغه په زړه كي د نرمۍ هيڅ ځاى نه و ځكه د قاضي لپاره دا د ډېر شرم ځاى و چي د هغه د كلي سړى دي په سيمه كي غلاوي كوي خو د قانون منګولو ته دي نه ورځي، ودال د قاضي د بدنامۍ سوب ګرځېدلى و.
ودال درېش كاله وړاندي د "جواناترستي" نومي ښځي په كور كي زېږېدلى و، د هغه پلار نا معلومه و، مور هم هغه ته هيڅكله ويلي نه و چي هغه د چا زوى دى خو يو وار په نا پامي كي هغې لږ تر لږه دومره ورته ويلي و چي د هغه په زېږېدو كي د هغې هيڅ خوښه او دلچسپي نه وه بلكي د حمل په وخت كي لا هغې وغوښتل چي اولاد يې ونشي، هغې د اسقاط لپاره ډيري دواوي وخوړلې، ډېري لاري يې عملي كړې خو د ودال د راتلو مخه يې ډب نه كړه، له زېږېدو ورسته هم هغه ډېر سخت زړى ختلى و، هر ډول كړاونه يې په بې پروايۍ زغملي وو، د يو داسي هلك بې لاري كېدل خو د حيرانۍ خبره نه ده چي د ميني له سوري څخه بې برخي وي.
هغه كور نه درلود او پر دې سربېره هغه بدمرغه د ښځي له ميني څخه هم بې برخي و او د دې محرومۍ پړه هم پخپله د هغه په غاړه و ځكه هغه په خپل ذهن كي د فالبيني منحوسي وړاندويني ته ځاى وركړى و، پر دې سربېره هغه څنګه كولاى شو چي ښځي ياني خپل مرګ ته نژدې شوى واى، په لس كلنۍ كي ودال تر ځان لوى، لوى هلكان وهلي وو، د هر روزه شخړو او جګړو له امله د هغه پر څېره د چاقوګانو نښي جوړي شوي وې، په شل كلنۍ كي هغه پټ او فراري ژوند پيل كړ او د هغه رنګه نهيلو ځوانانو يوه منظمه ډله يې جوړه كړه، بس بيا نو څه و؟ هر ځاى بيلابيلي غلاوي پيل شوې.
چي د هغه بدنامي بيخي ډېره شوه نو د بانډې د هر جرم پړه پر هغه اچول كېده، پر هغه، هغه پيښي هم وتړل شوې چي هغه نه وې كړي، هر لور ته د هغه د نامه هيبت خپور شو، د سيمي شتمنو خلكو د دې لپاره چي هغه له خپلو كورنو څخه ليري لري هغه ته باجونه ور شروع كړل.
قاضي هډانګو هم سم په هغه پسې سترګه وړه، د هغه د نيولو هره لار يې په كار واچول، د بانډې ټول مامورين يې په دې كار پسې وګومارل خو ودال هم دومره ساده نه و، قاضي ته له نهيلۍ او قهر پرته هيڅ په لاس ورنه غله، قاضي له ستومانه كېدو ورسته له مركزي حكومت څخه د ودال او د هغه د ملګرو د نيولو لپاره د فوځ د رالېږلو غوښتنه وكړه، فوځيان راغلل، ډېر ځايونه يې حملې وكړې، دوامداره كلابندۍ يې وكړې خو ناكامه شول.
كله چي قاضي ډېر په عذاب شو نو د ودال د نيولو لپاره يې يو بل دام كښېښود، هغه د ودال سپين سرې مور "جوانا" ونيوه او په يو لوى قفس كي يې بندي كړه، قفس يې د خپل دفتر مخ ته پر لويه لار كښېښود، هغه فكر كاوه چي ودال به د خپلي مور پر تكليف او بې عزتۍ باندي بې تابه خپله په اومړي تار بند راشي، د قاضي په امر په قفس كي بندي سپين سرې وږې تږې وساتل شوه، هغې ته يې د خوړلو او څښلو لپاره هيڅ ور نه كړل، قاضي پوهېدى چي په دې كار سره هغه د انصاف په نامه خپله يو ډېر لوى جرم كوي خو د هغه په پوهه د ودال د نيولو بله لار هم نه وه پاته.
كه څه هم د ودال له خپلي مور څخه د جلا كېدو ډېر وخت شوى و او هغه له خپلي مور سره داسي خاصه مينه هم نه درلوده خو اوس تر ميني ډېر د ناموس خبره وه، د هغه ملګرو فكر كاوه چي د هغوئ مشر به د قاضي د دې بد چلند زغم ونه لري، هغوئ د احتمالي چګړې لپاره د وسلو په چمتو كولو پيل وكړ خو ودال د قهر پر ځاى له زغم څخه كار واخيست او د دې اعلان په كولو سره يې هغوئ ټول حيران كړل چي موږ به هيڅ ځوابي حمله نه كوو.
د وخت په تېرېدو سره د ودال په ډله كي بې تابي ډېرېدله خو ودال هره شپه په بې غمه زړه خپل خوب كاوه، د هغه ملګرو فكر كاوه چي هغه د يوې ښې لار په لټه كي دى، د هغوئ ذهن ته دا هم ورتلل چي امكان لري ودال وېرېدلى وي خو دا امكان هغوئ پخپله بېرته رداوه ځكه ودال په وار، وار حيرانونكې زړورتيا ښودلې وه.
په يوه مناسب وخت كي د هغه ملګرو په وېره له هغه څخه وپوښتل:
"سالاره! څه امر دي دى؟"
ودال په ډېر ډاډ ځواب وركړ:
"هيڅ نه"
"هغوئ ستا مور بندي كړې ده!"
"بندي كړې دې دي ګورو به چي څوك ډېر زغم لري، زه كه قاضي؟"
له درو ورځو بند ورسته په جوانا كي دومره سېك پاته نشو چي په ژړا، ژړا ډوډۍ او اوبه وغواړي، د هغې ستونى وچ شوى و، شونډانو يې پتري نيولي وو او ژبه يې د څرمن غوندي كلكه شوې وه، پر قفس باندي څلور كسه وسله وال د دې لپاره ګومارل شوي وو چي د بانډې له خلكو څخه څوك جوانا ته اوبه يا ډوډۍ ور نه كړي.
په بانډه كي بې كراري ډېره شوه او د قاضي پر خلاف مظاهرې پيل شوې، حكومتي مامورينو هم د دې ظلم پر خلاف اعتصاب وكړ خو قاضي بيا هم سر نه ګرځاوه، د بانډې تر ټولو لوى پادري هغه ته د حضرت عيسى(ع) واسطه ور كړه خو پر قاضي يې بيا هم هيڅ اثر ونه كړ، هغه باور درلود چي د ودال زغم به اخير پاى ته ورسيږي او ژر به د خپلي مور ژغورولو ته راشي او و به نيول شي.
د بانډې خلك چي له قاضي څخه نااميده شول نو د هغه ښځي كاسلا ته ور غلل، قاضي له درو شپو څخه كور ته نه و راغلى ځكه هغه په دفتر كي خپله دنده سرته رسوله او د ودال په تمه و، كه څه هم كاسلا له دې دريو ورځو څخه له كوره نه وه وتلې خو بيا هم هغه له هر څه څخه خبره وه.
كاسلا چي د مظاهرينو غوښتني واورېدې نو خپل كوچنيان يې پاك كړل او له هغوئ سره يو ځاى د بندي پر خوا ور رهي شول، د هغې په يوه لاس كي د ګلانو ټوكرۍ او په بل لاس كي د اوبو جيك و، پيره دارانو چي هغه وليده نو پوه شوه چي هغه څه غواړي خو قاضي هغوئ ته په كلكه ويلي و چي قفس ته څوك نژدې پرېنږدي، هغوئ چي د كاسلا مخنيوى وكړ نو كاسلا ټينګار وكړ او كوچنيانو يې هم په ژړا د هغې څنګ ونيو.
قاضي د مدام غوندي په دفتر كي ناست و، كه له هغه سره د ودال د ّاسونو د ترپي تمه نه واى نو هغه به خپل غوږونه له مومو ډك كړي واى ځكه هغه له دريو ورځو څخه پرلپسې د جوانا ساندي او د مظاهرينو چيغي او ښېراوي اورېدې خو سر يې نه خلاصوه ّاخير هغه و چي د خپلو كوچنيانو ژړاوي يې واورېدې او زغم يې ځواب ور كړ، هغه له دفتر څخه دباندي راووت، ږيره يې لويه شوې وه، هغه د خپلي ښځي سترګو ته ځير شو، د هغې چوپتيا هغه ته ډېر څه ويل، كاسلا هغه ته هيڅ كله دومره په قهر نه و كتلي او بيا د ټولي بانډې په مخ كي! قاضي د مات شوي غوندي له خپلي ښځي څخه د ګلانو ټوكرۍ او د اوبو جيك واخيست، د قفس ور يې پرانيست او هغه ټول شيان يې پخپله جوانا ته وروړل چي پر هغې بند وو او هغه يې خوشي كړل.
ودال ته چي دا خبر ورسېد نو هغه په نڅا شو او خپلو ملګرو ته يې وويل:
"وموليدل، ما تاسو ته ويلي و چي قاضي به ماته خوري، په هغه كي دومره زغم نشته لكه په ما كي چي شته"
خو په دا دويمه ورځ دستي د هغه خوښي په اوبو لاهو شوه ځكه هغه خبر شو چي د هغه سپين سري مور په خپل كور كي ځان پر بادپكه راځړولى او ځانوژنه يې كړې ده ځكه د هغه مور نو دا بې عزتي او بې پروايي نشواى زغملاى چي خپل يوازيني زوى هغه په قفس كي بنده پرېښوده خو د بانډې نورو ټولو خلكو د هغې د خلاصون لپاره چيغي وهلې، ودال د مور د ځانوژني د خبر په اورېدو له قهره تك سور شو او په هيبتناكه لهجه يې وويل: "د قاضي شپې لنډي شوي دي"
هغه له قاضي څخه د بدل اخيستلو لپاره تيارى پيل كړ، هغه سوچ وكړ چي قاضي به نيسي او په هغه قفس كي به يې اچوي چي د ده مور يې په كي اچولې وه.
يوه ورځ هغه ته ناڅاپه خبر راغى چي قاضي د سيل لپاره له خپلو كوچنيانو سره د سمندر غاړي ته روان شوى دى.
قاضي هډانګو د سمندر په لور روان و چي په يو ځاى كي خپلو مخبرينو خبر وركړ چي ودال له هغه څخه د بدل اخيستلو لپاره راوتلى دى، په هغه ځاى كي له قاضي سره دومره جنګيالي نه وو چي له ودال سره جنګېدلى واى خو د هغه موټر ډېر تېز و، هغه كولاى شول چي د ودال له راتلو وړاندي تر هغه بلي بانډې ځان ورسوي او ښايي داسي شوي هم واى خو په خواشينۍ سره چي د قاضي ورځي پوره شوي وې، قاضي د خپلي دندي له امله شپه او ورځ په ويښه تېروله، د مظاهرينو د چيغو او نارو، د مامورينو اعتصاب او د جوانا د ځان وژني له امله د هغه اعصابو ځواب ور كړى و، د موټروانۍ په وخت د هغه پر زړه يوه سخته حمله راغله او هغه په هغه لار كي مړ شو.
موټر وړاندي ولاړ له سړك څخه واوښت او په يو ډب كي ولوېد، د قاضي ښځي كاسلا حواس له لاسه وركړل، اول خو بيخي په هڅ پوه نشوه خو ډېر ژر بيرته حالت ورته څرګند شو، داچي سړى يې له هغې څخه ډېر زړور و نو هغې به هر وخت دا اندېښنه لرله چي هسي نه ډېر ژر كونډه شي خو د هغې دا ګومان لا نه و چي دا پېښه به داسي ناڅاپه رامنځ ته شي.
داچي له يوه لوري ودال په پسې و او له بل لوري يې موټر له كاره لوېدلى و نو هغه ډېره په فكر كي وه ، هغې خپل كوچنيان بايد د ودال له قهره او غضب څخه ژغورلي واى، كه څه هم قاضي له هغه ځايه له روانېدو مخكي د مرستي لپاره خبر استولى و خو نور مرستي ته د تمي وخت پاته نه و، كاسلا هوډ وكړ چي هر څنګه شوني وي هغه بايد خپل كوچنيان وژغوري.
هغه له موټر څخه را تا شوه او بيا په داسي حال كي چي دوه كوچنيان يې په غېږ كي او يوه منډي پسې وهلې د نژدې غره په لور پورته شوه هغې كوچنيان د غره په يو غار كي پټ كړل او شاوخوا يې وكتل چي نژدې كوم ځناور نه وي ښايي دا د سپو غار و خو اوس هلته سپي نه وو، كاسلا كوچنيان مچ كړل، له هغې سره تر سپيانو ډېره د ودال د راتلو وېره وه، كاسلا كوچنيانو ته وويل: "اوس زموږ عسكر راځي تر هغو چي هرڅه وشي له غاره مه راوځئ، كه زما چيغي واورئ لا هم مه راوځئ، پوه شوئ؟"
كاسلا له غره را تا شوه، د موټر د شا په څوكۍ كي كښېناسته او د ودال يا مرستي په تمه شوه.
ډېر وخت نه و تېر شوئ چي ليري دوړي را ښكاره شوې چي لوړي پورته كېدې او د اسونو د پښو ترپى هم ور سره انګازه كېدى او بيا هغه وشول چي وېره يې وه.
د ودال وسله وال سپاره له موټر څخه راتاو شول، كاسلا د څېرې له ټپونو څخه ودال وپېژاند.
ودال چي مگوټر ته رانژدې شو نو خپلو ملګرو ته يې له ځاى څخه د تلو وويل، سپاره ولاړل او ودال له كاسلا سره يوازي پاته شو، كاسلا پوهېده چي كېداى شي اوس تر مرګ هم له ډېر تاوان سره مخامخ شي.
ودال چي قاضي هډانګو وليد نو پوه شو چي هغه له بدل اخيستو څخه محرومه شوى دى او يوازي د دښمن ښځه د هغه په مخكي ده، داچي قاضي هډانګو يې ژوندى په لاس ورنه غى نو د هغه قهر يو په دوه شو، هغه د موټر ور پرانست او د كاسلا له كمزورۍ څخه يې و انګېرله چي هغه ته د توفنچې اړتيا نشته، هغه توفنچه د ّاس په توبره كي واچوله او څو شيبې ورسته د كاسلا سندريز ږغ هغه ته ټكان وركړ: "وداله! ستا دښمن مړ شوى دى او زه د هغه كونډه يم" بيا هغې نسبتا ورو وويل:
"ايا ته پوهېږې چي ما ستا د مور د ژغورلو هڅه ولي وكړه؟"
ودال له هغې څخه وپوښتل:
"نه ولي دي وكړه؟"
"ځكه چي زه له تاسره مينه كوم" كاسلا ډېر عادي د ودال په سترګو كي سترګي ورښخي كړې، ودال چي د خپل دښمن د ښځي له خولې دا توري واورېدل نو د هغه د زړه نړۍ دړي وړي شوه، په ژوند كي په لمړي ځل نن يوې ښځي له هغه سره د ميني يادونه كړې وه خو په همدې كي ودال ته د فالبيني وړاندوينه ور ياده شوه، هغه زړه نا زړه شو.
كاسلا چي د ودال په سترګو كي د شك سورى وليد نو هغې پرېكړه وكړه چي د خپلو كوچنيانو د ژغورلو او د ودال د نيولو لپاره به نن هغه تر ټولو بريدونو پوري وځي، بيا يو ګام وړاندي ولاړه او ودال يې تر ګرېوان ونيو: "وداله! زه له تا سره مينه كوم، وګوره هغه دى زما مېړه مړ پرو، زه د هغه په مخكي تاته د ميني اقرار كوم، وداله! پر ما باور وكړه"
هغه د ښاپېرۍ غوندي ښكلې او نازكه ښځه وه.
ّاخير ودال تر احساساتو لاندي راغى، هغه يې له سينې سره جوخته كړه چي په دې كي كاسلا د ّاسونو د پښو ترپى واورېد، مرسته رارسېدلې وه، كاسلا د لنډ وخت لپاره خپل مړ شوى مېړه له ودال سره پرتله كړ، هغې ته داسي محسوسه شوه چي په زړه كي يې د ودال لپاره يوه د رحم څپه راپورته شوه، هغې په بېړه وويل: "وداله! وداله! ځه ولاړ شه، هغه خلك راغلل"
خو نور د تلو وخت نه و پاته.
ودال سر راپورته كړ د هغه پر شونډانو مسكا خپره وه او په سترګو كي اوښكي... هغه وويل: "اف كاسلا! هغه ښځه ته يې چي زما د مرګ سوب..."
پنځه دقيقې ورسته پوليسو د ودال مړى پورته كاوه او كاسلا اوس هم ليدل چي د ودال په سترګو كي اوښكي ولاړي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery