احمدنديم قاسمي/پاكستان
دادا لا غړكه شاربله چي هغه بيا په داسي حال كي چي خاورينه پياله يې په لاس كي وه،
راغله د دې په ليدو چي تر اوسه يې كوچ نه دي ايستلي نو مستې به له كومه شي، زړه نا
زړه چي بيرته لاړه شي كه تم شي.
"عالا كښېنه" دادا ورته وويل:
"اوس يې در كوم... څنګه يې؟گ
"ښه يم"
هغه چي ولاړه وه هملته كښېنسته.
لږ ورسته دادا وويل:
"زه اوس كوچ ځيني را باسم بد يې مه ګڼه، كه نيت بد نه وي هم نظر لګيږي، دا څوگ ورځي
مخكي نورا د كوچ را ايستلو پر مهال ليدلې وم په دا سبا د چرګي د هګۍ غوندي كوچ ځيني
ووتل، په دا بل سبا د مرغۍ د هګۍ غوندي، بيا چي مي چرګي ته څو ورځي مرچ دود كړل نو
نظر يې ولوېد.
عالا سره كوچنۍ شوه.
"ترور جاني! كله نا كله زما هم نظر لګيږي، مخكي مي ستا يو چيني ګلاس هم مات كړى و!"
"هو ريښتيا! دادا ته ورياد شول:
"تا ويل، اوف! ترورجاني څومره پاك خواپاكى دى، نظر پر ښويږي، او له دې سره همداسي
ځاى پر ځاى شرنګ مات شو، زه حيرانه پاته شوم"
بيا يې عالا وګواښله خو په دې ګواښ كي خښم نه و.
" ښه اوس هلته وګوره!"
له دې سره هغه مسكۍ هغه لور ته تاو شوه او مخامخ يې وكتل، مخامخ زه ناست وه، زما په
ليدو سملاسي هغې د پوړني پلو پر سر را كش كړ او چي تر تندي يې را ورساوه نو يې وويل:
"دننه خو كوچنى خان نه دى ناست؟"
"وى! نو بل څوك دى؟" دادا وويل:
"برايي ماښام راغلى دى!"
عالا پورته شوه تر دروازې راغله او ويې ويل:
"ليري دي وي له بلاوو، ګوښه دي وي له بلاوو"
ما ورڅخه وپوښتل:
"عالا څنګه يې؟
"ښه يم!" هغې وويل او پر څېره يې شوخي وځلېده.
"مخكي مي ونه پيژندلې، ما چي ويل يو كوچنى ناست دى برېتونه يې ايښي دي"
دادا ته پر دې خندا ورغله...
"توبه مي ده!" هغې وويل:
" بلا داسي خبري كوي چي څه... توبه مي ده!"
عالا په دالېز كي دا رنګه كښېناسته چي يوه پښه يې په كوټه كي او هغه بله يې له كوټې
دباندي په انګړ وه، د ناستي دې انداز د هغې شنه پايڅه د لينګي تر نيمايي راورسوله،
د هغې د خيرنو پښو په نسبت د هغې د لينګيو رنګ ډېر بېل و، دا لينګي ډېر موزون وو،
يونانيانو چي د "وينس" د مجسمې كوم لينګي توږلي وو، تا به ويل هغه يې د عالا د
لينګيو تر ليدو ورسته توږلي وو.
"عارف خانه! په مساپرۍ كي څه كوې؟"
هغې له ما څخه دا رنګه وپوښتل لكه د كلي په يوه دېره كي چي ګپي ولي.
هغې خپله خاورينه پياله په يوه ګوته پرلپسې تاووله، ما وويل:
"مزدوري كوم پيسې ګټم!گ"
"ترورجاني ته څومره رالېږې؟"
هغې له شوخۍ څخه په ډكه مسكا وپوښتل.
" ّانجلۍ!" دادا هغه ورټله.
"له همزولو هلكانو سره څوك داسي خبري نه كوي، ته تر ابده كوچنۍ نه يې، ايا تاته تر
اوسه كوم چا دا نه دي درښودلي چي ته لويه شوې ېي؟"
هغه په هغه دالېز كي ناسته د دادا لور ته ور تاو شوه، اوس نو د هغې دواړي پښې په
انګړ كي وې او د وېښتانو يوه غنچه يوازي په په كوټه كي وه.
هغې وويل:
"څوك يې راوښې، ترورجاني؟گ" چي مور او پلار مي ژوندي واى نو راښولي به يې واى، د
هغوئ خو خداى پاك(ج) ته د ورتلو دومره تلوار و چي زما له سره يې لاسونه پورته كول
نو دومره يې هم ونه كتل چي يو څوك د دې نجلۍ پر سر لاس كښېږدي نو لاړ شي"
د عالا ږغ اوښكو لاندي كړ، ما وويل:
"عالا! ستا مور خو پخوا مړه شوې وه، ايا ستا پلار هم ولاړ؟"
دا ځل چي هغه را تاو شوه نو دواړي پښې يې په كوټه كي كښېښودې او ويې ويل:
"هو هغه هم ولاړ، چي زه هلك واى نو ښايي موچيتوب يې را ښودلى واى، خو هغه په ما
يوازي ډوډۍ پخوله او اوبه يې را باندي را وړلې، اوس سره له دې چي زه د موچي لور يم،
خپل بوټونه په بل ګنډم"
دادا وويل:
"نو څه دي؟ ستا يوازي د بوټونو ګنډل نه دي زده، نور خو دي هر څه زده دي، پخپله
خواري يې ګټې او خورې، ټول كلى ستا صفت كوي... واخله مستې واخله!"
عالا چي دادا ته د خبرو په مهال ورګرځېدلې وه، ولاړه شوه او پياله يې دادا ته نژدې
كښېښوده، هغې د مستو پياله واخيسته او روانه شوه، يو څو ګامه چي يې واخيستل نو يو
دم بېرته ودرېده او له راګرځېدو سره يې وويل:
"ترورجاني! نن هم مېچنو ته راشم؟"
"راشه، راشه!" دادا وويل: هسي خو اوړه ډېر شته، لاكن د عارف د پلار تلين هم ليري نه
دى، د څو بوريو اړتيا پيداكيږي، راشه!"
"ښه سمه ده! هغې وويل او بيا يې په تلو، تلو كي له ما څخه وپوښتل:
"عارف خانه! ته څو شپې همدلته يې؟"
"د پلار تر تلين پوري همدلته يم!"
"بيا خو ډيري ورځي دي!" هغې وويل.
* * *
زه چي په كلي كي دوري هوري وګرځېدم او بېرته راغلم نو هغه په يوه كوټه كي ناسته وه
مېچني يې كولې، پوړنى يې له سر څخه ښويدلى و، ايله وېښتانو يې د مېچنو له هر څرخ
سره د هغې څېره پټوله او لوڅوله، هغې يوه پښه پوره غزولې وه او شنه پايڅه يې تر
زنګانه پوري پورته شوې وه، كه دا رنګه لينګي پرې شي، په ښيښه كي واچول شي او كوټه
په سينګار شي، څنګه به وي؟!
ما اېخوا دېخوا وكتل چي دادا مي نشوه تر سترګو نو د ګوتو پر سرو د كوټې تر وره پوري
ورغلم، دا چي له وره څخه ورتلونكې رڼا يو دم لږ شوه نو هغې ژر شاته وكتل، مېچني يې
ودرولې، وېښتانو ته يې څنډ وركړ، هغه يې سره را ټول كړل او پوړنى يې پر سر را كش كړ،
خو غځولې پښه يې هغسي غځولې پرېښوده، بيا يې ورو، ورو د مېچنو په ګرځولو شروع وكړه
او ماته همداسي كتلې پاته شوه.
په دې وخت كي زما لمړى غبرګون دا و چي د يو موچي د لور سترګي دومره غټي بايد نه واى،
ځكه د غريبانو لپاره كوچنۍ، كوچنۍ سترګي بسنه كوي.
دا چي د هغې پر څېره شوخي ښكارېده نو له دې وېري چي وار راباندي ونه كړي، ما له هغې
څخه وپښتل:
"دادا چيري ده؟"
هغې وويل:
"ته په ترورجاني پسې دلته راغلى وې؟"
"نو څه ستا ليدو ته راغلى وم؟گ" ماته د وار اخيستلو چانس په لاس راغى.
هغې يوازي دومره وكړه چي غځولې پښه يې راټوله كړه او بيرته يې وغځوله، بيا چي يې
څنګه خبري ته ځان جوړاوه ما ورڅخه وپوښتل:
"دادا چيري ده؟"
"همدلته په كور كي ده"
هغې وويل:
" ستا د اكا لور ناجوړه وه، د هغې پوښتني ته تللې ده!"
ما وويل:
"ته چي دا مېچني كوې د دې څومره مزدوري اخلې؟"
"د دوو ورځو اوړه راكوي!"
د هغې په لهجه كي يو ډول لنډون و، نه پو هېږم چي ټوكي يې كولې كه يې همدا لهجه وه.
" ّاښه چي دوې ورځي تېري شي نو بيا څه كوې؟"
"بيا راځم، د اوړ مېچنولو لپاره، د اوبو راوړلو لپاره او يا د چتونو د سپينولو
لپاره"
"د چتونو د سپينولو لپاره؟" ايا ستا د چتونو سپينول هم زده دي؟"
ما له هغې څخه رښتيا په حيرانتيا وپوښتل او هغې وويل:
"عارف خانه! زما څه نه دي زده؟ يوازي د بوټونو ګنډل مي نه دي زده، نور مي هرڅه زده
دي"
"د مثال په ډول نور دي څه، څه زده دي؟"
ما په شوخۍ ورڅخه وپوښتل:
"نور... ؟ نور... ؟"
هغه نژدې وه چي يو څه راته ووايي خو چورتي غوندي شول او بيا يې وويل:
"هرڅه مي زده دي ته به حيران پاته شې!"
هغه ښه شېبه په مېچنو ګرځولو اخته شوه، لكه زه چي يې هېر شوم، بيا يې مېچني ودرولې،
ولاړه شوه او د وره لور ته راغله، زه چي يوې خوا ته شوم نو هغه دباندي ووتل او ويې
ويل:
"تږې يم، د ترورجاني كټورى به ناپاكه شي، ماته په بدنۍ كي اوبه راكړه!"
"په همدې كټوري كي يې وڅښه!" ما ورته وويل او بيا مي جدي ورته وويل:
"درواخله كټورى، اوبه په كي وڅښه!"
د هغې مسكا څومره ګلابي وه، په ژوند كي په لمړي ځل پوه شو م چي مسكا هم رنګ لري،
هغې چي اوبه وڅښلې نو د كټوري د منځلو لپاره يې په هغه كي لږي اوبه واچولې، ما ورته
وويل:
"كټورى ډك كړه!"
د هغې په زړه كي دا ور وګرځېدل چي زه غواړم چي كټورى ښه پرېولم خو چي كټورى ډك شو
نو هغې زما لور ته وكتل، ما كټورى ورڅخه واخيست او خولې ته مي يووړ.
"عارف خانه!"
هغې په حيرانۍ او وېره وويل او وارخطا يې ماته وكتل، كله چي ما تش كټورى بېرته
وركاوه نو د هغې په سترګو كي اوښكي ځلېدې او پوړنى يې تر ځان داسي راتاو كړى و لكه
لمانځه ته چي تللې وه.
* * *
په كلي كي د پېغلي نجلۍ يو، يو ګام شمېرل كيږي، د هر كاته حساب يې نيول كيږي، ډېر
ملګري ناست وو، د نجونو بحث شروع و، څوك له چا سره، څوك د چا پسې، څوك د تېښتي په
تمه، څوك له دومره لاسونو وتلې چي په ځوانه ځواني لا زړه شوې، ما ويل:
"يوه نجلۍ خو عالا هم ده، د نادر موچي لور؟"
پر دې ټولو وخندل.
"هغه؟"
هغوئ وويل:
"هغه د هيڅ كار نه ده، په كور، كور ګرځي خواري كاږي، پيسې ګټي، ښكلې ده خو په درد
نه خوري، يو ځلي "بېګو برېتو" كار په درلودلى و، نو هغې ورته ويلي و چي زه د موچي
لور يم، پوست درڅخه باسم!
بېګو دومره خړ شوى و چي په هغه ّان مخامخ سلماني ته ورغلى و او د برېتو څوكي يې پرې
كړ وې!
ټولو وخندل او تر ډېره يې خندل، ما وويل:
"كه هغه دومره خواريكښه نجلۍ ده نو د هغې درناوى په كار دى!"
يوه وويل:
"هغه خو درناوي ته هم څوك نه پرېږدي!"
پر دې پر ټولو يو ځل بيا د خندا څپه راغله.
بل وويل:
ستاسو كره خو ډېر كار مار كوي، ته يې يوه ورځ درناوى وكړه بيا وګوره چي پوست دي
درڅخه باسي كه نه؟!"
هغوئ بيا وخندل او له ما څخه هم د هغوئ په خندا كي ګډون وشو خو خپل ږغ مي هيڅ ونه
پېژاند بيخي لكه په تش صندوق كي چي شګي وكړپوې.
زه چي كور ته بېرته راغلم نو هغه له كوره راوتله، څېره يې كټ مټ سور تبخى و، سترګي
يې هم سرې وې، ما تكان وخوړ او ومي پوښتل:
"څه خبره ده عالا، ژاړې؟گ
هغې وخندل او په خندا يې وويل:
"ژاړم به ولي؟ زما دښمن دي وژاړي، اوس مي مرچ كوټل، عارف خانه!"
"ته مرچ هم كوټلى شې؟" ما ورڅخه وپوښتل:
"يو كار داسي هم شته چي ستا دي نه وي زده؟ ته دومره ډېر كار ولي كوې، عالا؟"هغې
وويل:
"پيسې ګټم، ته خو پوهېږې چي شتمن خلك نجوني رانيسي، له ما سره كه پيسې وي نو هيڅوك
به دومره توان ونه لري چي زما لور ته دي پورته وګوري، هيڅ څوك به ونشي كولاى!..."
بيا هغه راغله، ماته يې نژدې په غوږ كي وويل:
"ما ستا لپاره ټوكر رانيولى دى پر هغه كار درته كوم!"
"دا ښه خبره نه ده!" ما غاو وكړ.
"ستا په پيسو رانيول شوي كالي به په ما خولې ولګوي!"
"زه كوم چاته وايم؟"
هغې وويل:
"ته هم چاته مه وايه بيا خولې نه درلګوي!"
بيا هغه ناڅاپه ووېرېده:
"وى! زه دي مړه شم، ترورجاني خو به نه وي اورېدلي؟"
د ترورجاني له نامه سره زما هم پر بدن لړزه راغله، دننه مي وكتل خو انګړ تش و، بيا
چي راوګرځېدم او ومي كتل نو هغه تللې وه، سمه ده، ما سوج وكړ،ښه نجلۍ ده، مينه ناكه
ده، شوخه ده،هرڅه ده خو د موچي لور ده او مشرانو ويلي دي، چي څوك پر لوړه ودري نو
لاندي بايد ونه ګوري، ولي چي توازن له منځه ځي او سړى لاندي راغورځي.
* * *
د پلار د تلين په ورځ ټول كلى زموږ كور ته راغلى و، خو په دې ټوله ګڼه ګوڼه بيا هم
د عالا منډي ترړي ښكاره وې، هغه د توتكۍ په څېر دلته هلته كېده، داسي ښكارېده چي كه
چيري دغه نجلۍ له دې ګڼي ګوڼي ووزي نو د تلين ټول نظم به له منځه لاړ شي او هر لوري
ته به لوټ او تالان ګډ شي، هغه به د برقي برمې غوندي په ټوله ګڼه ګوڼه كي ننوته،
لار به يې جوړوله او له درب سره به د دادا كوټې ته ننوتله، ور به يې بنداوه، له هغه
ځايه به يې ښوونه اخيسته او بيا به يې په ګڼه ګوڼه كي هغه ډول لار جوړوله، د
ماخوستن تر لمانځه پوري ټول كلي ډوډۍ خوړلې وه، تش دېګونه يو خوا ته شوي وو، نايي،
ميراثي او موچي هم رخصت شوي وو، د ټولي ورځي تر زوږ او غاو ورسته په كور كي يوه
درنه چوپتيا خوره شوې وه، ما چي ورستى مېمله رخصت كړ او د دادا كوټې ته راغلم نو
زما پوره باور و چي عالا به ناسته وي او د دادا پښې او لاسونه به ور چاپي كوي خو
دادا يوازي ناسته وه، په ژوند كي په لمړي ځل پرته له دې چي د مور خيال وساتم، ما له
هغې څخه وپوښتل:
"عالا چيري ده؟"
عجيبه وه دادا له پوښتني څخه حيرانه نشوه، هغې وويل:
"هغه نجلۍ الماس ده، زويه! الماس، نن خو زما سترګي، لاسونه او هر څه وه، د ټولي
ورځي ستړې هلاك وه خو چي ډوډۍ ته كښېناسته يواځي څو ګولې يې وكړې او پورته شوه،
تلله خو ما يې مخه ونيوه، دا دېګ مي له وريجو ور ډك كړ او ورته ومي ويل چي له ځان
سره يې يوسه، خو هغې ويل دا وريجي چي عارف خان خپله ماته راوړي ماته ښه خوند راكوي،
نور يې ټول رخصت كړل خو زه يې ولا نه پوښتلم، زه يې نه وړم، هغې دا خبره په خندا
وكړه خو هغې سم ويل، زويه! د كور ټول كار د هغې پر غاړه اخيستى و، تا چي ټول رخصتول
هغه به دي هم رخصت كړې واى، كه څه هم هغه په خندا ولاړه خو خندا د هغې عادت دى،
زويه! د چا چي خندا عادت وي نو هغوئ چي ژاړي هم خاندي، په خوله خاندي خو په زړه
ژاړي، تا هغه د موچي لور وبلل او درناوى دي يې ونه كړ، په داسي چال كي چي د هغې خپل
ځان ته درنښت دى، د هغې دا درنښت وساته زويه! او ورشه هغې ته دا د وريجو دېګ خپله
وروړه، لږ مخكي تللې ده، ويده شوې به لا نه وي، هسي هم سهار وختي ته روان يې، هغه
به تا څه ياد كړي؟ ورشه"
* * *
عالا د خپل كور لوى وره ته څېرمه پرته وه، زه چي نژدې ورغلم او ورو ږغ مي پر وكړ،
نو هغه داسي ناڅاپه وغورځېده او جګه ودرېده لكه هلته لنډ چي كومه چاودنه ورته شوې
وي.
"عارف خانه!" هغې وويل او بيا يې له عادت سره سم وخندل او ويې ويل:
"د وريجو د راوړلو لپاره راته راغلى يې؟"
ما وويل:
"هو، د وريجو د راوړلو لپاره درته راغلى يم"
"راوړه! هغې لاس راوړاندي كړ، ترورجاني به درته ويلي وي چي ما څه ورته ويلي وو"
هغه مسكۍ شوه.
"هو! راته ويې ويل" ما ورته وويل.
هغې دېګ واخيست پر كټ يې كښېښود او ويې ويل:
"چي خپل كور دي راكړى واى نو ډېر ښه خوند به يې كړى واى، خير اوس يې هم ښه خوند
وكړ"
هيڅ نه پوهېدم چي څه ووايم اخير مي يوه خبره زهن ته راغله:
"سبا سهار زه بېرته ځم!"
هغې وويل:
"هو خبره يم!"
ما ورته وويل:
"چي خبره وې نو هلته زموږ په كور كي خو به لږ ماتله كېدې!"
هغې وويل:
"ستا د قميس اخري ټك پاته و، راغلم هغه مي وكيښ، په بسته كي خو به دي ځاى وي؟ هو!
رښتيا سهار خو به تر تمځاى پوري بسته هم زه درسره وړم، ترورجاني ويل؟"
ما وويل:
"عالا! ته څه، څه كوې، مېچني ته كوې، چتونه ته سپينوې، مرچ ته كوټې، له څا څخه دوه،
دوه، درې، درې منګيه اوبه ته راوړې، د كور ټول كار ته كوې، ته له كومي خاوري جوړه
يې، عالا؟"
هغه چوپه ولاړه وه، بيا يې دوه ګامه واخيستل او ما ته دومره رانژدې شوه چي ما يې پر
خپله غاړه د سا اخيستل حس كړل.
"زه نور هم ډېر څه كولاى شم، عارف خانه!"
د هغې ږغ جنكار غوندي و.
_ ته څه خبر يې چي نور څه كولاى شم؟
لږ شېبه وروسته هغې وويل:
_ ته له ما وپوښته چي زه نور څه كولاى شم؟
ما د اول صنف د زده كونكي په څېر له هغې څخه وپوښتل:
"ته نور څه كولاى شې؟"
"زه مينه هم كولاى شم، عارف خانه!"
هغې لكه د كايناتو يو پټ راز چي يې افشا كړ.