رچرډ پنډېل
هغه د جامو بسته يوې خوا ته كښېښوه او پر خپله كتابچه يې ليك ليكل پيل كړل.
ګراني مور!
كله چي دا ليك ستا لاس ته درشي، نو ښايي ته ډېگره پرېشانه شې، پلار جان به په كور
كي لالهانده ګرځي، تاسو به په دې بدګمانه شوي ياست، چي ما درسته شپه له خپلو ملګرو
سره په ايله دنګۍ تېره كړې ده او پلار جان به فكركوي، چي زه د كومي نجلۍ ملۍ په چكر
كي يم، ځكه نو درسته شپه كور ته نه درغلم، خو خبره بېخي ساده او سپينه ده، ګراني
مور!
زه له كوره روان يم، نن سبا زمارنګه اتلس كلن هلكان اكثر له كوره تښتي، لاكن په ما
او هغوىكي يو توپير شته، هغه دا چي زه نه له كومي وېري تښتم او نه هم د كوم شي د
پور ته كولو لپاره تښتم، بلكي په خپله خوښه كور پرېږدم.
هسي هم زه يوه ورځ خامخا له كوره تلم، كله ناكله خو دا ماته د يو فرض غوندي ښكارېدل،
چي سترګي پرې پټول او له لاپامه اچول يې زما لپاره نا شونى و، كله ناكله دا يوه
اړتيا وي چي سړى بايد له كوره لاړ شي، د دې لپاره چي څوك وپوهيږي چي د باندي نړۍ
څرنګه ده؟ او له كوره بهر ژوند تېرول څنګه خوندكوي؟ بل دا چي په د باندي ژوند
تېرولوكي څومره خوند او څومره غم دى.
تا او پلار جان غوښتل چي دا هر څه ماته د زدكړي له لاري راوښووئ او غوښتل مو چي دغه
ټولي تجربې د اسنادو او ازموينو له لاري راباندي وكړئ، خو ګراني مور!
زما په فكر سړى ژوند داسي نشي زده كولاى.
زه په دې پوهېږم چي زه دا ګام په تياره كي پورته كوم، نه پوهېږم چي دا ګام يا له دې
وروسته ګام به ما كوم لور ته بوځي؟ خو يو وخت نه يو وخت به زه خامخا وغواړم، چي كور
ته درشم، خو په دې شرط چي پلار جان اجازه راكړي (او زه پوهېږم چي پلار جان به
هيڅكله اجازه رانه كړي). د پلار جان په خوى زه ښه پوهېږم، ځكه نو هر ډول خوشبينۍ ته
زړه ښه كول بې مانا دي، زما ياد دي، چي يو ځلي هغه راته ويلي و:
"كه كوم وخت دي له كوره د تښتېدلو هڅه وكړه، نو د بېرته راتلو خيال له زړه څخه
وباسه!"
زه افسوس كوم، چي ته به ونه كولاى شې، چي له ما سره د ليك له لاري تماس ټينګ كړې،
ولي چي زه خپله نه پوهېږم، چي زه به چيرته يم؟
البته شپږ مياشتي وروسته زه د خپل كور له مخي تېرېږم، كه چيري پلار جان په يو ډول
زما بېرته منلو او دوباره ښه راغلاست ويلو ته چمتو شو، نو ورته ووايه چي د مڼې پر
هغه ونه يو سپين ټوكر وتړي، پر هغه ونه چي د انګړ په وروستۍ برخه كي د اورګاډي له
پټلۍ سره نژدې ولاړه ده، زه په اورګاډي كي راځم، كه چيري ما د مڼې پر ونه كوم سپين
ټوكر ونه ليدى، نو زه به چوپ د كومي خواشينۍ پرته وړاندي تېرشم، د هغه ځاى او هغه
لور په خوا چي بخت مي بيايي.
د خپلي ګراني مور جاني زوى!
"ډېويډ"
هغه چي پاكټ بند كړ، نو تر سړك واوښت او ليك يې په پوستي صندوق كي واچاوه، دا هغه
سړك و، چي له ښاره د باندي وتلى و، موټرونه پرله پسې تېريدل، هغه هڅه كوله چي كوم
موټر تم كړي، خو شپږو موټرونو د هغه اشاره له پامه وغورځوله اووم چي يو كارموټر يو
څو ګامه وړاندي ودرېد، ډيويډ د موټر خوا ته ورغى:
"په كومه روان يې؟"
موټرچلونكي چي يو زوړ سړى و، په موسكا ورڅخه وپوښتل:
"ته. . . ته كوم لورته روان يې؟"
ډيويډ خپله بسته راپورته كړه:
"بالټي مور!"
ډيويډ په ډاډ ور پرانيست او په موټر كي كښېناست.
"زه هم بالټي مورته روان يم!"
موټر رهي شو، ډيويډ ورتاو شو، خپله بسته يي د شا په څوكۍ كي كښېښوه.
او بيا مخامخ د سړك په ننداره شو، سړك تر ليري د كوم لړزېدلي مار غوندي ښكارېدى.
"زمانوم جېم دى!"
موټرچلونكي د انډيوالۍ په دود ورته وويل:
"په ميري ليند كي مي د وارداتو او صادراتو كاروبار دى!"
زمانوم ډيوډ!"
په ځوانۍكي چي به كله زه له يوه ښاره بل ښار ته تلم، نو ما به هم همداسي موټرونه
درول، جېم په داسي حال كي چي په سړك كي يې سترګي ښخي كړي وې، په موسكا وويل:
"زه پوهېږم چي ځواني څه واي؟"
د يوې شېبې لپاره ډېويډ داسي وانګېرله چي دا نابلده سړى د هغه له رازه خبر دى او په
دې پوهېږي چي هغه له كوره تښتي، خو جېم له هغه څخه وپوښتل:
وكور ته روان يې؟
"هو!"
ډيويډ موسكى شو.
"كور ته د تللو خيال هم څومره خوندور وي!"
جېم خپه غوندي وويل:
"شل دېرش كاله مخكي زه هم له كوره وتلى وم او داسي وتلى وم، لكه بې پروا او لېوني
هلكان چي وځي، يوازي د دې لپاره چي نوي تجربې ترلاسه كړي، د دې لپاره چي په نړۍ
اونړيوالو وپوهېږي."
هغه ږغېدى، ږغېدى، بيا يو دم چوپ شو.
"نوبيا؟" يوه شېبه وروسته ډيويډ وپوښتل.
"بيا زه هيڅكله ونه توانېدم چي بېرته خپل كور ته لاړشم."جېم وويل "زما هيڅ كور پاته
نشو، ځكه زما مور او پلار په يوه پېښه كي مړه شول، نور نو زه اړ وم، چي د دې پر ځاى
چي كور ته بېرته لاړشم، خپل سفر ته دوام وركړم.
"وړاندي نور وړاندي، نور وړاندي . . . ." دواړه چوپ شول.
"ته بېغمه ويده شه" ښه وروسته جېم په مينه هغه ته وويل:
"سفراوږد دى". ډيويډ د لمر سترګي ته وكتل چي ليري د لوېدو په حال كي وه، بيا يې سر
له څوكۍ سره ولګاوه او سترګي يې پټي كړې.
* * * *
څېرې، په سلګونو او په زرګونو څېرې، ډيويډ په يوازي څو مياشتوكي ډول، ډول څيرې
وليدې، له رنګ_رنګ پيښو سگره مخ شو، پېښي يو په بل پسې څرګندېدې او وركېدي، له چا
سگره چي به لږ و ډېر بلدېدى، هغوى به هم د وخت له تېرېدو سره وركېدل، بدخويه
موټرچلوونكي، غوړماله او چالاكه پلورونكي، خواخوږي پوليس، د بدمستو شرابي ښځو ټولۍ،
كوچنيان او سپين ږيري د څېرو يو هجوم و، چي ډيويډ په ټېلو ټمبو وهلوسره لار پكي
موندله او وړاندي تلى، نړۍ د يوه غوړېدلي ټغر غوندي د هغه په وړاندي وه، نور نو هغه
د نړۍ له چلبازيو سره تر ډېره پوهېدلى و، هغه د هر خوى خلك يي ليدلي وو او ډول_ډول
خوارۍ يې كښلي وې، شپې او ورځي پرله پسي تېرېدلې.
يوه شپه چي هغه د لرګي پر "پوزي" پروت و، نو په خيال كي يې د جېم خبري په عوږونو كي
انګازه شوې، د شپې په ژوره چوپتيا كي هغه دا خبري خپل زړه ته له نژدې حس كړې:
"پوه شوې ډيويډه!"
جېم له پيكه موسكا سره وويل:
"بيا زه هيڅكله ونه توانېدم، چي بېرته خپل كور ته لاړشم، زما
هيڅ كور پاته نشو، نور نو زه اړ وم، چي د دې پر ځاى چي كور ته بېرته بېرته لاړ شم،
خپل سفر ته دوام وركړ م، وړاندي، نور وړاندي. . . ."
* * * *
د اورګاډي له ښيښو څخه مالومېدونكي منظرې يو په بل پسې شاته په منډه وې.
پنځه مياشتي! ډيويډ په داسي حال كي چي د باندي يې كتل، له ځان سره سوچ وكړ، بلكي
پنځه نيمي مياشتي! نه پوهېږم چي مور جانه به څنګه وي؟ او پلار جان به څومره بوخت وي؟
لږ وروسته هغه له همدې كړكۍ څخه د خپل كور د ليدلو په حال كي و، دوه انځورونه په
وار_وار د هغه په خيال كي ورتلل، لومړى انځور د مڼې د هغي وني و، چي سپين ټوكر پرې
تړلىو او په دويم انځوركي هغه ونه وه، چي هيڅ پرې نه و، نه سپين ټوكر نه كوم بل رنګ،
هغه په وار_وار دا هڅه وكړه چي دا خيال له زړه څخه وباسي، خو بريالى نشو.
هغه ته داسي څرګنده شوه، چي څنګه يې كور رانژدي كيږي، ستونى يې هم سم ورسره وچيږي،
كه پر ونه هيڅ نه و، نو بيا؟ اوكه ښه راغلى ورته ونه وايي، نو دى به له خپل هوډ او
ژمني سره سم چوپ وړاندي تېريږي او اړ دى چي بېرته د زرګونو او لكونو انسانانو په
نړۍ كي ورك شي.
اورګاډى همداسي په سگرعت روان و، د ډيويډ دوىكور وار په وار، را نژدې كيدى، د
اوسپنې پر پټلۍ څرخېدونكو آرابو د برېښنا په سرعت سره مزى پرې كاوه او د پرېكړي ګړى
په رارسېدو و.
له كور څخه د نژدې نيم ميل په واټن كي ډېويډ پوه شو، چي نور په هغه كي د دې توان
پاته نه دى، چي بهر وګوري، يوه وېره دكوم سيوري غوندي هر لور ته وغوړېده، ډول_ډول
اندېښنو پر هغه خپل حصار راتنګاوه، څه به كيږي؟ كه د باندي هيڅ نه وي، نو څه به
كيږي؟ د هغه همت پاى ته رسېدلى و او په دې باوري شوى و، چي هغه په خپلو سترګو د دې
منظرې د ليدلو زغم نه لري، هغه وېره لرله، چي د مڼې پر هغه بلده ونه به سپين ټوكر
نه وي، بلكي د هغې وني پرځاى به كومه نابلده او بې خونده ونه ولاړه وي، لكه د
ښارونو د سړكو نو پر غاړو چي ولاړي وي، په هغوى كي د مڼې بوى نه وي، د هغوى په
سيوري كي بلنه نه وي، "نه" د هغه زړه و، چي په چيغه ووايي:
"زه بهر نشم كتلاى!"
هغه په نهيلۍ ايخوا دېخوا وكتل او بيا يې مخ ته ناست يوه مساپر ته وويل:
"آيا زما يو كوچنى كار به را ونه كړې؟ لږ وروسته د اورګاډي پټلۍ ته څېرمه د مڼې يوه
ونه راښكاريږي، هغې ته به په غور وګورې او راته وبه وايې چي پر هغې كوم سپين ټوكر
تړلى دى، كه نه؟"
ډيويډ چوپ ناست و او وړاندي يې كتل، د هغه زړه په كوم وېروونكي ټال سره درزېدى او
خوله يې له ټول بدن څخه د اوبو غوندي روانه وه، چي په دې كي اورګاډى له وني څخه
تېرشو. "څنګه . . . څه و؟" ډيويډ په لړزېدلي ږغ له مساپر څخه وپوښتل "اوه، زما
خدايه!" مساپر په داسي حال كي چي بهر يې كتل، په حيرانتيا وويل:
"د هغې وني خو پر هر ښاخ يو_يو ټوكر تړلى و، درسته ونه په ټوكرانو سپينه_سپينه وه!"