ډېر پخوا د يوه ځنګل پر څنډه په يوه وړوكي كور كې دوه ماشومان د خپل پلار
او ميرنۍ مور سره اوسېدل. د هلك نوم هينسل او د جينۍ نوم ګريټل و.
د دوى پلار به په ځنګله كې لرګي وهل او په كلي كې به يې خرڅول، په هغه خپل
دواړه ماشومان ډېر ګران وو. خو د ښځې يې دا خبره نه خوښېده. هغې به په څه
نا څه پلمه غوښتل چې دواړه دې له كوره لاړ شي.
يوه ورځ يې له خپل خاوند سره جنګ وكړ، چې هغه نور د دوى خدمت نه شي كولاى.
د شپې تر ناوخته لګيا وه او اخر يې سړى دې ته اړ كړ، چې سهار به دوى ځنګله
ته ځي او لرګي به راټولوي. سهار دوى راپاڅېدل، نو مور او پلار ورته لږه وچه
ډوډۍ وركړه او ځنګل ته يې روان كړل.
هينسل له وړاندې نه خپل جېبونه له كاڼو ډك كړي وو. دوى چې په كومه لار تلل،
پر هغې به يې يو- يو كاڼى غورځاوه، چې د بېرته راتګ لار پيدا كړي.
هغه ورځ چې دوى مزل وكړ، نو يوځاى كې يې دمه وكړه، پلار ورته د لرګو اور بل
كړ، دوى ډوډۍ وخوړه او ورسره خوا كې پر يوه نرم ځاىا ويده شول.
دوى چې له خوبه پاڅېدل، نو مور و پلار يې نه وو او د ماښام تيارې په خپرېدو
وې، په ځنګله كې د مرغانو او ځناورو شور و، ماشومان سخت وېرېدل، خو هينسل د
يوې لويې ونې بېخ پيدا كړ، چې په كې سورى جوړ و، دواړو هم په دې كې شپه
تېره كړه.
په بله ورځ دوى د كاڼو په لټه كې شول، چې هينسل له خپله جېبه په لار كې
غورځولي وو. غرمه دوى بېرته خپل كور ته ورسېدل، پلار يې ډېر خوشحاله شو، خو
مور يې په قار شوه، يو څو ورځې چې تېرې شوې، نو ښځې له خپل خاوند سره بيا
جنګ شروع كړ، چې د كور خرڅ نه شي پوره كولاى. يا خو دې ډېرې پيسې كور ته
راوړي او يا دې واړه چېرته واستوي، خو د هغې خبره ونه منل شوه.
سړى يوه شپه د خپلو اولادونو په غم كې داسې ناارامه تېره كړې وه، چې اوس يې
نه غوښتل چې دوى بيا ځنګل ته بوځي.
يوه ورځ چې سړى په كور كې نه و. ښځې ډوډۍ پخه كړه او ماشومان يې له ځان سره
كړل، چې دوى په ځنګل كې ورخوشې كړي. هينسل په دې پوهېده، هغه دومره وخت
پيدا نه كړ، چې په لار كې كاڼي وغورځوي، خو د ډوډۍ وړې وړې ټوټې يې په ټوله
لار كې اچولې، د غرمې مهال چې يوځاى ته ورسېدل، نو هغې لرګي راټول كړل، دوى
ته يې اور بل كړ او ورته يې وويل:
تاسو كښېنئ، زه مو په پلار پسې ورځمه چې هغه راشي نو بيا به يوځاى كور ته
ځو.
ماشومانو ځان ښه تود كړ، بيا يې پاتې ډوډۍ وخوړه او ويده شول. چې راپاڅېدل،
نو بيا د خپل كور پر لوري روان شول، خو هينسل چې د ډوډۍ كومې ټوټې پر لاره
غورځولې وې، هغه مرغانو خوړلې وې، دوى لاره وركه كړه او د ځنګل بلې څنډې ته
ورسېدل. هلته څه ګوري چې له چاكلېټو جوړ شوى وړوكي غوندې كور و. د هغه كړكۍ
او دروازې له بسكېټو وې، دوى د كور چارچاپېره وګرځېدل، خو څوك يې په كې ونه
موندل.
ګريټل دومره وږې وه، چې د يوې كړكۍ نه يې بسكېټ رامات كړل او ويې خوړل.
هينسل هم د چاكلېټو ټوټې راشكولې او خولې ته يې اچولې، خو ناڅاپه يوه بوډۍ
كړوپه له كوره راووتله او دوى ته يې په قار وويل:
تاسو زما كور ولې خورئ؟
هينسل او ګريټل دواړه وارخطا شول. لاسونه يې له چاكلېټو ډك وو. ښځې ورته
وويل:
تاسو زما له كوره غلا كړې ده، اوس به تاوان راكوئ.
بيا يې هينسل په يوې كوټې كې بندي كړ او ګريټل ته يې وويل چې ته به زما د
كور ټول كارونه كوې.
ما شومانو ټوله شپه په خپل كور پسې ژړل. سهار وختي ښځه راپاڅېده او ګريټل
يې په كار اخته كړه، خود هينسل لپاره يې ښه ښه خواړه پاخه كړل او هغه ته يې
خوړو لپاره وركړل. بيا يې دې بېرته په ګوټه كې بند كړ. ګريټل به ځاى جارو
كړ. لوښي به يې ووينځل، ځايونه به يې راټول كړل، خو هغې ته به يې لږه ډوډۍ
وركوله.
يو څو ورځې همدغسې تېرې شوې، يوه ورځ هغې ښځې هينسل ته وويل، چې خپل لاس د
كوټې له كړكۍ بهر راوباسه. ده چې لاس رابهر كړ، نو هغې د ده ګوتې په خپلو
لاسونو كې ونيولې. ښكته پورته يې كړې، بيا له ځان سره په شونډو كې وګړېده:
زره غوښه ورباندې نه ده ختلې.
هينسل چې دا خبره واورېده، نو پوه شو، چې دا ښځه جادوګره وه او ده ته يې
ځكه ښه خواړه وركول، چې دى چاغ شي او كله چې دى چاغ شي، نو بيا به يې حلال
كړي او وبه يې خوري.
هينسل تر دې وروسته بيا په مړه ګېډه ډوډۍ نه خوړله او ګريټل ته يې هم په
غوږ كې دا خبره كړې وه. جادوګري به يې په هره درېيمه څلورمه ورځ د هينسل په
ګوتو غوښې كتلې. اخر يوه ورځ يې ګريټل ته وويل چې له كوره بهر تر يوه لوى
دېګ لاندې دې لرګي راټول كړي او اور دې بل كړي. په دېګ كې جادوګرې له پخوا
د اېشېدو لپاره اوبه اچولې وې. ګريټل چې دا وليدل، نو پوه شوه چې نن به يې
ورور وژني. هغې لږ لږ لرګي په نغري كې ايښودل، چې اوبه ژر ونه ايشېږي.
كله چې به جادوګره دننه لاړه، نو دې به نغري نه لرګي وايستل، چې اور تت شي.
ډېر وخت چې تېر شو، نو جادوګره په قار شوه. ګريټل ته يې وويل:
ته وګوره چې اوبه اېشېدلې دي كه نه؟ په نغري كې نور لرګي كښېږده.
ګريټل اوس ډېره نااميده شوې وه. خو بيا يې هم زړه كلك كړ او جادوګرې ته يې
وويل:
زه د دېګ دننه نه شمه ليدلاى، چې اوبه اېشېدلې دي كه نه. ته راشه په خپله
يې وګوره.
جادوګره دېګ ته نژدې راغله. د هغې سر يې ليرې كړ او ورټيټه شوه. بس په دې
وخت كې ګريټل خپل ټول توان يوځاى كړ. د جادوګرې پښې يې ونيولې او هغه يې
دېګ ته ورټېله كړه. جادوګرې يوه چيغه كړه. د دېګ سر يې له لاسه ولوېد او دا
اړولې په اېشېدلو اوبو كې پرېوته.
ګريټل ژر ژر ټول لرګي په نغري كې كېښودل او اور په غرغنډو شو. بيا دې منډې
كړې، د جادوګرې تر بالښت لاندې يې د كوټې كنجيانې وموندلې او ژر يې ورور له
كوټې راخلاص كړ. جادوګرې كړيكې وهلې، دواړو ماشومانو شاته نه كتل او له هغه
ځايه يې ځغاستل.
دوى ډېر وخت په ځنګله كې په منډه وو، اخر يې يو ځاى د لرګيو د ماتولو غږ
واورېد، دوى د غږ پر لوري لاړل او څه ګوري چې پلار يې تبر په لاس ونې وهي.
پلار يې چې دواړه اولادونه ژوندي وليدل، نو له خوشحالۍ نه يې په سترګو كې
اوښكې راغلې.
دوى يې په غېږ كې ونيول او كور ته يې راوستل. په كور كې د ده ښځه نه وه، د
ماشومانو له وركېدو وروسته ده هغه هم له كوره شړلې وه. ځكه چې د دوى ډوډۍ
هم نه پوره كېده او بيا تر څو چې د دوى پلار ژوندى و، دوى يې يوازې په
ځنګله كې نه پرېښودل.