په لرغوني يونان كې د خلكو مذهب هغسې نه و، چې په اوسني زمان كې يې موږ
پېژنو.
دوى پر الله باور كاوه. هغه مخلوق چې د دوى په عقيده د اولمپس پر غرونو يې
ژوند كاوه او د هر چا په وس او قدرت كې يو كار وي. د دوى په عقيده تر ټولو
باقدرته او د الهانو مشر �زيوس� نومېده او د يونانيانو په باور زيوس د هر
هغه انسان، ځناور، مرغه او چينجيو درناوى كاوه، چې په ماشومتوب كې يې د ده،
يانې د زيوس خدمت كړى و. د هغه شوده (پۍ) ډېرې خوښې وې. هغه چيلۍ چې په
ماشومتوب كې يې ده ته خپلې شيدې وركړې وې، په زاړه عمر كې يې د اسمان ستورو
سره كښېنوله. همدغسې د ده شات (ګبين) هم خوښ وو، ځكه خو يې د شاتو مچيو ته
ښكلې او پياوړې وزرې وركړې، چې د ځان ساتنه په ښه شان وكړاى شي.
نو كيسه داسې ده چې د دې لرغوني يونان په يوه وړوكي ښار كې يو شتمن سړى
اوسېده، له ده سره ډېرې چيلۍ وې او د دوى د ساتنې لپاره يې يو مريى (غلام)
ساتلى و. دا مريى كوماتاس نومېده، كله چې به د غرونو واورې ويلې شوې او په
غرونو كې به شنه واښه راوټوكېدل، نو كوماتاس به د خپل بادار په اجازه ټولې
چيلۍ (وزې) په مخه كړې، د هيليكون غره ته به يې بوتللې. ټوله ورځ به چيلۍ
په شنو وښو اخته وې، كوماتاس به خپله شپېلۍ غږوله او د ونو، بوټو، ځنګلي
مېوې به يې خوړلې. د شپې به يې د يوې چيلۍ په شيدو ځان موړ كړ. خپله شړۍ به
يې له ځانه تاو كړه او تر يوې ونې لاندې يا له تيږې سره جوخت به غونډ منډ
ويده شو.
كوماتاس به كله- كله په نيمه شپه كې ډېر ښكلي سازونه واورېدل، دا موسيقي به
دومره مسته وه، چې د هغه زړه به ګډا غوښته، خو بيا به يې سترګې خوب يووړې.
دى هم د نورو خلكو په شان په دې عقيده و، چې دا سازونه ښاپېرۍ غږوي ورته
ګډېږي، خو ده په خپله چېرې هم ښاپېرۍ په سترګو نه وه ليدلې.
يوه شپه دى پر مځكه پروت و، په اسمان كې يې د څوارلسمې سپوږمۍ ته كتل، چې
ناڅاپه هغه بيا سازونه واورېدل او ورسره يې د خندا او د ګډا غږونه هم تر
غوږ شول.
دى له خپله ځايه پاڅېد، پر يوه اوچته تيږه ودرېد او خوا و شا يې وكتل، ښكته
د يوې روانې چينې له اوبو سره د ښاپېرو يوه جوپه وه، چې ځينې په كې په څرخ
ګډېدې او نورو ورته سازونه غږول.
كوماتاس په خپل ځاى ساه نيولى ولاړ و، دى نه پوهېده چې څه وكړي. د ښاپېريو
ليدل ډېر ناشونى كار و او ده غوښتل چې دوى ته څه شى ډالۍ كړي. خو بې له
خپلې شپېلۍ او يوې شړۍ نور ورسره هېڅ هم نه وو. هاغلته پر تيږه كښېناست او
پوه نه شو چې كله خوب يووړ او ښاپېرۍ تر كومه ګډېدې.
دى چې سهار پاڅېد، نو ټوله ورځ يې همدغه چورت واهه، كله- كله به يې شپېلۍ
وغږوله، خو په دې كې هم ورته څه خوند نه و. اخر يې چيليو ته فكر لاړ، د ده
بادار چېرې هم په ده غرض نه و كړى. چيلۍ دومره ډېرې وې، چې كوماتاس فكر وكړ،
كه يوه په كې ښاپېرو ته ډالۍ كړي، نو هېڅوك به خبر نه شي.
كوماتاس تر ډېره وخته دا خبره كرله، رېبله اخر مازيګر مهال يې يوه چيلۍ
حلاله كړه او د ځنګل د قربانګاه پر كاڼي يې كېښوده... زړه يې ارامه شو.
له بده مرغه په بله ورځ د كوماتاس بادار ځنګل ته راغى... چيلۍ خو به يې يا
شمېرلې يا نه، خو له قربانګاه سره نژدې يې وينه وليده او بيا د چيلۍ پوستكى
هم له يوې ونې سره ځوړند و.
سخت بدګومانه شو، كوماتاس ته يې په قار وويل:
زما په تا ډېر اعتبار و، خو ته بې ايمانه وې. نور درباندې باور نه شمه
كولاى، د چيلۍ تاوان خو يې له كوماتاس نه يې نه شو اخيستلاى، ځكه دى ډېر
خوار و. خو د سزا په توګه يې دى د لرګي په يوه صندوق كې بند كړ او د خپلې
ماڼۍ تر شا يوې شاړې كندې ته يې ورغوځار كړ.
د هيليكون په غره كې اوسېدونكو ښاپېريو يو څو ورځې د دروزي د شپېلۍ غږ نه
اورېده. دوى حيرانه وې چې شپېلۍ غږوونكى كوماتاس چېرته ورك شو. بيا د ده په
لټون پسې يوه لولكۍ روانه شوه. دا لولكۍ به په ونو، بوټو ګرځېده او د
كوماتاس پوښتنه به يې كوله. هر چا چې كوماتاس له خپل بادار سره ليدلى و،
لولكۍ ته يې لاره ورښودله.اخر لولكۍ د شتمن سړي تر كوره ورسېده، خو دى يې
هلته ونه موندلو.
د ماڼۍ له لويې دروازې سره جوخت لګېدلي د ګلابو بوټي ورته خبر وركړ، چې د
ماڼۍ تر شا يو صندوق دې پيدا كړي.
لولكۍ همدغسې وكړل او د صندوق له يوه سوري نه يې وكتل، چې كوماتاس په كې
بند و. لولكۍ بېرته ښاپېرو ته خبر راوړ او بيا د ښاپېرو يوه غونډه پيل شوه.
هر چا خپله خپله ډنګوله، خو ټول په دې رضا شول چې مهم كار د كوماتاس ژوندي
ساتل وو. د صندوق له وړو سوريو نه نور هېڅ شى نه شو رسېداى، يوازې د شاتو
مچيو ورته شات رسولاى شول. بيا داسې وشول چې د شاتو د مچيو يوه جوپه به د
صندوق خوا و شا بنګېده.
يوه يوه مچۍ به د يوه سوري له لارې صندوق ته ورننوتله، د كوماتاس پر شونډو
به يې لږ شات ورڅڅول او بيا به بهر راوتله. په دې حال كې يو كال واوړېد.
يوه ورځ شتمن سړي ته ورپه زړه شول، چې كوماتاس به په صندوق كې مړ وي، خپلو
مرييانو ته يې امر وكړ، چې صندوق دې پرانيستلاى شي او د كوماتاس هډوكي دې
په مځكه ښخ كړاى شي.
مرييانو چې صندوق پرانيست، نو ويې ليدل چې كوماتاس په كې ژوندى پروت و، ټول
حيران وو، خو كوماتاس ورته وويل چې ما ته د شاتو مچيو خواړه رارسول.
د هغه بادار خبر شو، نو دى هم حيران پاتې شو. خو بيا خپل مذهبي مشر ورته
وويل:
د كوماتاس درجه ډېره اوچته ده. شات د زيوس خوښ دي او دى يوازې خپلو اوچتو
بندګانو ته دا خواړه وررسوي.
شتمن سړى اوس پر خپلو كړو پښېمانه و، نو كوماتاس يې له لاسه ونيو او له ځان
سره يې كښېناوه. له ده يې وپوښتل چې څه شى غواړي؟
كوماتاس ورته وويل:
زه بېرته په ځنګله كې ستا د چيليو ساتنه غواړم.