ډېره موده كېږي، چې د جاپان په يوه كلي كې يو غريب كروندګر اوسېده، چې ډېر
اولادونه يې لرل. هركله به چې د هغه زوى يا لور د كار جوګه شول، نو ده به
پټو ته واستول، چې ورسره كار وكړي. خو د ده تر ټولو كشرى زوى چې كامي
نومېده، له وجوده كمزورى و. نو مور و پلار يې فيصله وكړه، چې دى به بودايي
راهب شي.
پلار له ګوتې نه ونيو او د كلي لوى بودايي معبد ته يې تلو، هلته يې مشر
راهب ته كښېنولو او خواست يې ورڅخه وكړ، چې د ده زوى ته دې د مذهبي زده كړو
موقع وركړي. راهب كامي په خپلو شاګردانو كې شامل كړ.
كامي به هره ورځ سبق ډېر ژر زده كاوه، ولې يو بد عادت هم په كې و، هر يو
كتاب چې به يې لاسته ورتلو، د هغه په حاشيو به يې انځورونه جوړول. يوه ورځ
مشر راهب ورته نصيحت وكړ، چې په دې كار كتابونه خرابېږي. كامي له دې وروسته
د معبد پر دېوالونو انځورونه جوړول او عجيبه خبره دا وه، چې ده به تل د
پيشوګانو انځورونه جوړ كړي وو. كله چې مشر راهب ورته وويل چې د معبد
دېوالونه دې نه خرابوي، نو ده به د معبد خوا و شا پر فرش، ستنو، وړو تيږو
پيشوګانې كښلې. داسې اېسېده لكه چې د ده لاس به تر هغې خوځېدو، ترڅو چې به
يې يوه پيشو نه وه جوړه كړې.
كامي په معبد كې اووه كاله زده كړه وكړه. اخر يوه ورځ مشر راهب دى راوبللو
او ورته ويې ويل:
ستا زده كړې اوس پايته رسېدلې دي. تر دې زيات علم به ته په عملي ژوند كې
ترلاسه كړې. د افسوس خبره دا ده چې ته به چېرې هم يو ښه راهب جوړ نه شې، خو
زه دا ډاډ دركوم، چې ته به ډېر ښه انځورګر شې.
كامي مشر راهب ته د مننې يو څو جملې وويلې او بيا يې ترې پوښتنه وكړه:
زما لپاره د نصيحت خبره كومه يوه ده؟
راهب ورته وويل:
�هرچېرې چې ځي، د شپې د تېرولو لپاره له لويو ځايونو ليرې اوسه، شپه په وړو
ځايونو كې تېروه�.
كامي چې له معبده ووت، نو د راهب په خبره پوه نه شو، چې څه مطلب يې و.
غوښتل يې چې خپل كور ته ورشي، خو د مور و پلار غريبۍ يې يې راپه زړه شوه،
نو يوه بله لار يې ونيوله. د ده د كلي نه لس ميله ليرې "نيكوتو" نومى
پخوانى معبد و، چې په ټول جاپان كې يې شهرت لرلو. كامي د دې معبد پر لوري
روان و او فكرونه يې كول، چې هلته به د راهبانو خدمت وكړي او ځان ته به څه
كار پيدا كړي.
كله چې كامي هلته ورسېد، نو د مازيګر وخت و. لمر په ډوبېد و. د معبد لويه
دروازه پورې وه او هلته هېڅوك نه ښكارېدل. دى ډېر حيران شو، چې معبد ولې
خوشې پروت و. يو ځوان هلك چې له هغه ځايه تېرېدو، ورته يې وويل:
په دې معبد كې يوه ډېره لويه او خونړۍ مږه پيدا شوې ده، د دې له وېرې ټول
راهبان ترې تښتېدلي دي. بيا دمږې د وژلو لپاره د نژدې كلي سل ځوانان په
معبد كې وګرځېدل، خو مږه يې پيدا نه كړه. خلك وايي چې دا مږه ژوندى انسان
خوري.
كامي چې دا خبره واورېده، نو باور يې نه كېده. مږه كه هرڅومره لويه شي، خو
د پيشو نه به وېرېږي. دې هلك له معبد نه بهر په كتار كې ايښې ډېوې بلې كړې
او لاړ.
كامي د معبد په پوړو وخوت او د معبد لوى تالار ته لاړ، پر فرش دوړې پرتې وې
او په دېوالونو او چت د جولاګانو جالۍ ځوړندې وې. ده په زړه كې كرل_ رېبل
چې د معبد صفايي له كومه ځايه پيل كړي، چې نژدې ورته څو پردې ښكاره شوې، دا
پردې د لرګي په چوكاټونو كې لګېدلې وې او له يوه ځايه بل ځاى ته وړل كېدى
شوې.
د معبد پر دېوالونو رنګارنګ نقشونه ښکارېدل او انځور جوړوونكو خپل كار
نيمګړى پرېښى و او سامانونه يې په معبد كې اوس هم پراته وو. كامي رنګونه او
برشونه راواخيستل او پر پردو يې د پيشوګانو انځورونه جوړول پيل كړل. دى په
خپل كار كې دومره بوخت و، چې د وخت د تېرېدو ورته هېڅ احساس ونه شو. بهر د
ډېوو رڼا او بره په اسمان كې د سپوږمۍ په رڼا كې دى لګيا و، پر ټولو پردو
يې هر ډول پيشوګانې جوړې كړې.
نيمه شپه شوه، نو دى د ستومانۍ نه هم هلته پر فرش پرېوت. غوښتل يې چې ويده
شي، چې ناببره ورته د مشر راهب خبره ورپه زړه شوه. معبد ډېر لوى و، دى
راپاڅېد او د يوه وړوكي ځاى په لټه شو. د معبد د لوى تالار په بل سر كې يوه
دروازه وه، چې يوې وړوكې كوټې ته خلاصېده. دا د راهبانو د ارام ځاى و، كامي
هم په دې كوټه كې ځان په يوه ګوټ كې ګونج منج كړ او كرار ويده شو.
يو څو ساعته نه ووتېر شوي، چې كامي په يوه سپېره غږ راپاڅېد. د وړې كوټې له
كړكۍ يې وكتل. بهر د معبد خوا و شا ټولې بلې ډېوې مړې وې او د معبد د لوى
تالار نه داسې غږونه راتلل، ته به وايې ځنګلي ځناور په خپلو كې په جنګ وو.
كامي ځان دېوال ته نور هم نژدې كړ. خو دومره سخت وېرېده، چې د دروازې د
ويتكي نه تالار ته كتل هم ورته ګران و. ساه يې ورو- ورو اخيسته او په تالار
كې غږونو ته يې ټول پام اړولى و. سپېرې چيغې او د ځناورو غږونو ټول معبد په
مخه اخيستى و. په دې غږونو كې كامي د پيشوګانو غږ هم اورېده.
بيا سمدستي دا غږونه بند شول. كامي تر ډېره وخته په خپل ځاى غلى پروت و، ان
تر دې چې د لمر وړومبۍوړانګې د معبد د دې وړې كوټې له وړې كړكۍ نه هم
رادننه شوې، نو كامي ورو غوندې راپاڅېد او لوى تالار ته تلونكى ور يې
پرانيستلو. په لومړي نظر يې وكتل، چې د پردو څنګ ته يوه لويه مږه چې قد يې
د زمري هومره و، مړه پرته وه.
كامي ساه نيولى پر خپل ځاى ودرېده، د مږې خوا و شا وينې ډنډ ولاړې وې اود
هغې نه د پيشوګانو د پښو خاپې د پردو پر لوري تللې وې.
كامي لږ نور هم پردو ته ورنژدې شو او په خپل لاس جوړو شويو پيشوګانو ته ځير
شو. د ټولو پيشوګانو خولې له وينو سرې وې.
كامي خپله غوټه راواخيسته او په منډه له دې معبده ووت، د هغه مخ د خپل كور
پر لوري و.