ډېره موده كېده چې په يوه كلي كې يو استاد ژوند كاوه. ده به د كلي ماشومانو
ته په جومات كې سبق ښودلو. د دې كلي سره نژدې د نورو كليو بانډو خلكو به هم
زامن دې استاد ته رااستول، ټولو خلكو به له ډېره احترامه دې استاد ته مولوي
صاحب ويل. د كلي هلكان به ډېر وران وو او ځينو به په كې شوخي كوله، خو
مولوي ډېر په صبر ورته درس وركاوه. داسې به ډېر لږ پېښېدل ، چې مولوي به په
قار شو او كله چې به دى په قار شو، نو هلكانو ته به يې بدې ردې ويلې.
همدغسې يوه ورځ وه، هلكانو د تېرې ورځې سبق نه و زده كړى او شوخي يې هم
كوله. مولوي صاحب ډېر په قار و، په چيغه يې ورته وويل:
بدبختو، نالايقو...! څومره خواري چې زه درسره كوم، كه دا خواري مې له يوه
خره سره كړې واى، نو هغه به هم پوه شوى واى... تاسو له خرو بدتر يئ، ولې زه
مو نه پرېږدم...
دا يې وويل او خپله چوكه يې راواخيسته... هلكان په وېره شول. مولوي به ډېر
كم چوكه كاروله. خو كله چې به يې كاروله، ډېر سخت وهل به يې كول. كله چې
مولوي پر لومړي هلك ګوزار وكړ، نو ورسره يې دا هم وويل:
ما ډېرو خرو ته سبق ښودلى دى او دوى مې انسانان كړي دي.
يو هلك يې پر ملا وواهه، پر بل يې چوكه سمه كړه او ويې ويل:
خر چې انسان نه شي، زه يې كله پرېږدم.
په دې وخت كې د يو بل كلي دوبي له جومات سره نژدې روان و. ده د وينځلو شويو
جامو پنډ پر سر وړلو، ځكه نن يې خر ناروغ و. كله چې مولوي دا خبره كوله، چې
ما ډېر خره په انسانانو بدل كړي... نو دوبي پر خپل ځاى ودرېده، يوه شېبه يې
د مولوي خبرو ته غوږ نيولى و. يوڅه حيران و، يوڅه خوشحاله شو، ځكه ده تر
ننه داسې خبره نه وه اورېدلې. دوبي چې خپل كور ته ورسېد، نو ښځې ته يې ټوله
كيسه وكړه. ښځه يې هم حيرانه وه، د دوى اولادونه نه وو او همدغه ناروغه خر
يې لاره، چې د خيرنو او پاكو جامو پنډونه به يې پرې وړل راوړل. دواړو سلا
وكړه، چې مولوي ته به خپل خر يوسي، چې انسان يې كړي. دوى سره به په كار كې
مرسته هم كوي او د اولاد كمى به يې هم پوره شي.
په بله ورځ دوى خپل خر په مخه كړ او د مولوي كلي ته لاړل، هغه وخت هلكان
تللي وو او مولوي ستړى ستومانه يوې ونې ته ډډه لګولې وه،ارام يې كاوه.
دوبي خپله غاړه تازه كړه او مولوي سترګې پرانيستلې، څه ګوري چې دوبي خپلې
مېرمنې او له يوه مرجوڼا خره سره ورته مخې ته ولاړ دى. ښځه خاوند دواړو خپل
لاسونه ورته ونيول او بيا دوبي وويل:
مولوي صيب! ستاسو علم دې نور هم سېوا شي... زه غريب سړى يم، كه دا خر دې
راته انسان كړ، نو ټول عمر به درته دعا كوو.
مولوي څو شېبې ورته حيران كتل، چې څه ووايي. دوبي ورته خپله خبره تكرار كړه.
نو دى راولاړ شو، دوى ته يې وويل:
تاسو ډېر ساده خلك يئ، هېڅوك خر انسان كولاى نه شي،ورځئ په خپله لاره، زه
ستړى يم.
دوبي داسې وګڼله چې ګوندې مولوي ورته بانه كوي. ډېر يې په عاجزۍ ورته وويل:
مولوي صيب! كه دا خر دې راته انسان كړ، نو زه به له ډېرو كړاوونو څخه خلاص
شم.
مولوي ورته وويل:
زما وخت مه ضايع كوئ، دا خبره ناشونې ده.
خو د دوبي ښځه د مولوي پښو ته ولوېده او په ژړا يې وويل:
زه اولاد نه لرم، خاوند مې ټوله ورځ په جامو مينځلو ستړى شي، كه دا خر دې
راته انسان كړ، نو موږ به ورته د اولاد په سترګه ګورو.
مولوي پوه شو چې دوى نه ځان نه شي خلاصولاى... په دې هم پوهېده، چې دوى
غريبان دي. نو ورته ويې ويل:
له خر ه څخه انسان جوړول، ډېر ګران كار دى. په دې ډېرې پيسې لګي.
دوبي ورنه پوښتنه وكړه چې څومره... مولوي يوه شېبه غلى و، سترګې يې اسمانته
نيولې وې، ګوته يې په شونډو وهله، بيا يې وويل:
څلورسوه روپۍ.
دوبي او ښځه يې وارخطا غوندې شول، خو بيا يې د يو بل په غوږ كې څو خبرې
وكړې او مولوي ته يې وويل:
موږ تيار يو... سبا ته به درته څلورسوه روپۍ راوړو.
اوس خو مولوي بد راګير شو، ده داسې نه ګڼله، چې دوبي به څلورسوه روپۍ ولري.
خو په بله ورځ دوبي او د ده مېرمنه ورته د څلورو سوو روپيو او خپل خره سره
حاضر شول. دوى د خپل كور هر قيمتي شى خرڅ كړى و او ډېر خوشحال وو، چې خر به
يې انسان شي.
مولوي پيسې جېب ته كړې او دوبي ته يې وويل:
خر زما د كور شا ته وتړئ. دوبي او ښځه يې خوشحاله خوشحاله روان شول، خو بيا
يې مخ واړاوه او له مولوي يې پوښتنه وكړه:
خر چې انسان كېږي... څومره موده پرې اوړي؟
مولوي ورته وويل:
څلور مياشتې خو نيسي.
دوبي او د ده ښځه چې لاړل، نو مولوي خر د كلي يوه بزګر ته وسپاره.
څلور مياشتې چې واوړېدې، نو دوبي مولوي صاحب ته راغلو ا و ورته ويې ويل:
زما خر به اوس انسان شوى وي، كه راته يې وسپارې، نو زه به يې كور ته بوځم...
زما مېرمنه هم ورته په انتظار ده.
مولوي ورته وويل:
ستا خر اوس انسان شوى دى، خو دى اوس د حكومت له خوا په يوه ډېر مهم ځاى كې
كار كوي.
دوبي لا نور خوشحاله شو او ويې ويل:
شابه مولوي صاحب! ژر راته ووايه چې په كوم ځاى كې دى... زه به ورپسې په
خپله لاړ شم؟
مولوي ورته وويل:
ستا خر د ډهلي د ښار قاضي مقرر شوى دى.
دوبي د دې خبرې په اورېدو دومره خوشحاله شو، چې مولوي يې په غېږه كې ونيولو،
بيا يې له هغه پوښتنه وكړه:
زما خر به ما پېژني، ځكه اوس خو دى لوى سړى دى؟
مولوي ورته وويل:
په كار ده، چې ودې پېژني، كه له ځانه سره د هغه د خوراك توبره يوسې، نو كار
به دې اسان شي.
دوبي دومره خوشحاله و، چې خپل كور ته د تللو پرځاى ښار ته لاړ. د كلي يوه
سړي ته يې وويل چې زما مېرمنې ته ووايه زه ښار ته ځمه، چې خپل خر راولمه.
د ډهلي د ښار قاضي په محكمه كې ناست و. هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه. په ټېل
ماټېل كې دوبي خپل ځان قاضي ته نژدې كړ، د خر د اوربشو توبره يې راپورته
كړه او قاضي ته يې ورښكاره كړه.
قاضي په خپل كار كې دومره بوخت و، چې ده ته يې هېڅ پام ونه كړ. دوبي نور
صبر نه شو كولاى. قاضي د خپلو كاغذونو نه سر راپورته كړ، نو دوبي ورته
توبره وخوځوله او موسكى شو. قاضي پوه نه شو چې دى ورته ولې موسېدو. له ده
نه يې پوښتنه وكړه:
دا څه كوې او څه غواړې؟
د دوبي لا له وړاندې نه ورته صبر تمام شوى و، ويې ويل:
څه غواړم... ناپوه خره.. ته اوس ما نه پېژنې... او دا توبره هم درنه هېره
ده، چې هر وختي به دې په غاړه كې ځوړنده وه...؟
دا يې وويل او توبره يې د قاضي مخ ته ونيوله، چې:
هـن! بوى يې كړه، چې درپه زړه شي، چې ته څه وې... اوس مولوي صيب درنه انسان
جوړ كړ، نو هرڅه دې هېر شول.
قاضي اوس د دوبي په خبرو سخت ستومانه شوى و. فكر يې كاوه چې څوك لېونى
محكمې ته رادننه شوى دى. خپلو ساتندويانو ته يې اشاره وكړه.. هغوى سم له
لاسه دى راونيوه او بهر يې بوتلو، دوبي په تللو كې په زوره زوره لګيا و، چې
ستا په خيال ته ډېر لوى سړى شوې. خو ته په اصل كې خر يې، نور هېڅ نه يې.
دوبي چې بېرته كلي ته راورسېدو، نو ښځې ته يې ټول حال ووايه، هغه هم ډېره
خپه شوه.. په بله ورځ دواړه مولوي صاحب ته ورغلل، چې موږ خپل خر بېرته خر
غواړو. د داسې انسان څه ګټه، چې موږ نه پېژني. د خر په صورت كې يې راسره
پېټي خو وړل، مولوي ورته وويل:
ښه ده، سبا راشئ او خپل خر واخلئ.
په بله ورځ مولوي د بزګر نه خر بېرته وغوښت. دوبي ته يې څلورسوه روپۍ بېرته
وركړې، دى خوشحاله خوشحاله خپل كور ته لاړ. خو تر دې وروسته به دوبي او د
ده ښځې د خره ډېر خيال ساته، دوى به هر چا ته ويل:
زموږ خر د ډهلي قاضي پاتې شوى دى.