ډېر پخوا د انګلستان په شمال كې يو پاچا حكومت كاوه. د ده درې زامن او يوه
لور وه، چې رولينډ نومېده.
يوه ورځ څلورو واړو د خپلې ماڼۍ په باغ كې لوبې كولې. شهزادګۍ رولينډ يو
پنډوس (توپ) په هوا كې غوزار كړ، نو دا د ماڼۍ د باغ نه وراخوا د كليسا د
دېوال شا ته ورك شو. شهزادګۍ د پنډوس په لټه له باغه ووته او د كليسا پر
لوري يې منډې كړې. په دې پسې درېيو وروڼو هم منډې وهلې، خو ترڅو چې دوى
كليسا ته وردننه كېدل، شهزادګۍ له سترګو پناه شوه.
دوى ډېر وخت اخوا دېخوا خپله خور ولټوله، خو پيدا يې نه كړه. اخر يې مور او
پلار خبر كړل، شاهي پوځ د كليسا هر ګوټ ولټاوه، خو داسې ښكارېده چې رولينډ
د مځكې پرمخ نه وه.
په ټوله ماڼۍ كې ماتم جوړ شو. پاچا د ملك تر ټولو لوى عالم جادوګر راوبللو،
چې په خپل علم معلوم كړي، جادوګر دومره ورته وويل چې رولينډ له پېريانو سره
ده او ښايي چې د پېريانو پاچا په تور برج كې بنده كړې وي.
د دې خبرې په اورېدو مشر شهزاده پر اس سپور شو او د شين غر پر لوري روان شو.
ډېرې ورځې تېرې شوې، خو شهزاده بېرته راونه ګرځېد، پاچا او ملكه نور هم
خواشيني شول. اوس نو دويم شهزاده سفر ته ملا وتړله، عالم جادوګر راوبلل شو
او هغه شهزاده ته نصيحت وكړ، چې د پېريانو د پاچا ماڼۍ ته چې ورورسېدې
نوهېڅ شى ونه خورې.
دويم شهزاده هم د شين غر پر لوري لاړ، خو بې دركه شو. ملكه له غم نه بېحاله
وه. درېيم شهزاده چې په خپلو وروڼو پسې د لټې هوډ وكړ، نو پاچا او ملكې
دواړو ورته زارۍ وكړې، چې نه دې ځي.
شهزاده ورته ډاډ وركړ چې د تللو نه وړاندې به دى خپل پوره معلومات كوي او
ترڅو چې ډاډه نه وي، نه به ځي.
دى عالم جادوګر ته لاړ او د پېريانو د پاچا په هكله يې معلومات راټول كړل.
جادوګر به هره ورځ حساب كاوه، كله به يې په اور كې په رنګارنګ شيانو لوګى
جوړاوه. يا به يې پر هنداره خطونه راكښل. اخر يوه ورځ يې شهزاده ته وويل:
ستا دواړه وروڼه هم د پېريانو له پاچا سره دي.
تر دې وروسته يې يوه توره راواخيسته چې عمل يې ورباندې كړى و. شهزاده ته يې
دا توره وركړه او ويې ويل:
له شين غر سره نژدې چې له هر چا نه د ماڼۍ او د تور برج پوښتنه كوې، دوى به
درته لاره ښيي. ځكه چې پېريان دروغ نه وايي، خو د معلوماتو نه وروسته به يې
وژنې، كه نه تا ته تاوان رسوي.
په بله ورځ سهار وختي شهزاده د مور و پلار نه رخصت واخيست او د شين غر پر
لوري روان شو. كله چې غره ته نژدې شو، نو يخ باد پرې ولګېده. دلته د لمر
رڼا نه وه، يو ميدان ته چې راوتلو نو هلته ډېر اسونه څرېدل.
نژدې ورته يو سړى ولاړ و. شهزاده پوه شو چې دا د پېريانو د پاچا اسونه وو،
له سړي نه يې پوښتنه وكړه:
د پاچا ماڼۍ ته كومه لاره تللې ده؟
سړي ورته يوه شېبه وكتل، بيا يې كيڼ لاس ته اشاره وكړه او ويې ويل:
د دې ونو شا ته، لاره يوې غونډۍ ته وتلې ده. په غونډۍ كې دننه ماڼۍ جوړه ده،
خو زه نه يم خبر چې دننه څرنګه ځي.
شهزاده د دې خبرې له اورېدو سره ورته وويل:
ډېره مننه.
او د تورې په يوه خرپ يې د هغه سر قلم كړ. خو دسړي وجود لوګى لوګى شو او د
سترګو په رپ كې بيا هلته هېڅ هم نه وو.
شهزاده د ونو شا ته لاره وموندله او شنې غونډۍ ته ورسېد. دلته پسونه څرېدل.
نژدې يوې ونې سره شپونكى هم ناست و. شهزاده ورنژدې شو او ويې ويل:
ته خبر يې چې د پاچا ماڼۍ ته د ورننوتلو لاره كومه يوه ده؟
شپونكي يو څو شېبې ښكته پورته ده ته وكتل او ويې ويل:
د دې غونډۍ نه چاپېره د لمر په مخالف لوري روان شه. كله چې يو څرخ پوره شې
نو په لوړ غږ ووايه زه د پيريانو د پاچا ماڼۍ ته تلل غواړم. درې وارې چې دا
خبره وكړې، په غره كې به يوه لاره درته خلاصه شي.
شهزاده چې دا واورېدل نو ورته ويې ويل:
ډېر تشكر.
او د تورې په يوه وار يې له شپونكي نه سر قلم كړ. همدا وو چې هلته يو لوګى
راپورته شو او د شپونكي پر ځاى يوه وړوكي پېري د ونو لوري ته منډه كړه.
شهزاده هم هغسې چې شپونكي ورته ويلي وو، په غونډۍ كې لاره پيدا كړه. دى چې
وردننه شو، نو يوه لويه كوټه يې وليده، چې بل سر ته يې يوه دروازه وه.
شهزاده په دروازه دننه شو، نو مخاخ پوڼۍ جوړې وې، شهزاده په پوڼو ختلو او
ويې شمېرل. په دوو سوو پوڼو چې وروختلو، نو يوه برج ته داخل شو.
په دې برج كې هرې خوا ته رڼا خپره وه. په چت ښكلي فانوسونه ځوړند وو او په
دېوالونو د ملغلرو او د قيمتي كاڼو ګلان جوړ وو. په يوه ښكلي تخت شهزاده
خپله خور رولينډ وليده، چې سر يې ټيټ و. شهزاده ور غږ كړل. دې چې خپل ورور
وليد، نو په ژړا شوه او ورته ويې ويل:
ته ولې راغلى يې؟ كه د پېريانو پاچا خبر شو، نو ته به هم زموږ د نورو وروڼو
په شان ورك شې.
شهزاده ورته تسلي وركړه، خو هغه اوس د لوږې احساس كاوه، خور ته يې وويل كه
څه د خوړو وي، نو دى به يې وخوري چې په وجود كې يې توان پيدا شي.
رولينډ پاڅېده او ورور ته يې يوه كاسه شوده او ډوډۍ راوړل. شهزاده دومره
ستړى و، چې ژر يې د شودو كاسه خولې ته ونيوله، خو هم په دې وخت كې هغه ته د
عالم جادوګر خبره راياده شوه، چې هېڅ شى به نه خورې.
د شودو كاسه يې كېښوده او رولينډ ته يې وويل:
زه به تر هغې هېڅ شى خولې ته نه اچوم، چې مې ته له دې پاچا نه يې ازاده كړې.
د هغه په دې وينا يو لوى درز وشو، ورسره لوګى راپورته شو او په كې د
پېريانو پاچا راښكاره شو. د هغه له خولې لوګي راوتل او له سترګو يې سرې
لمبې راپورته كېدې.
شهزاده خپله توره راوايستله او هغه ته نېغ ودرېده. د هغه په سترګو كې يې
سترګې ښخې كړې او ويې ويل:
ته كه هرڅه وكړې، زه له تا، نه وېرېږم. زه په خپلو وروڼو او خور پسې راغلى
يم او دوى به ارو مرو له ځان سره بيايم.
د پېريانو پاچا څو شېبې ده ته كتل او بيا يې وويل:
ما د مځكې پر سر ستا په شان توريالى او مېړنى ځوان تر اوسه نه دى ليدلى او
زه د مېړنو قدر كوم.
بيا يې دوه ګوتې په خپلو كې سره وموښلې او يو بوتل راښكاره شو. بوتل يې
شهزاده ته وركړ، چې د دې اوبه دې پر خپلو وروڼو وشيندي، چې په بله كوټه كې
بېهوشه پراته وو.
د پېريانو پاچا سمدستي د سترګو په رپ كې له هغه ځايه ورك شو. شهزاده او
رولينډ دواړو په بله كوټه كې پر بېهوشو شهزادګانو د بوتل اوبه وشيندلې، دوى
په هوش كې شول او بيا ټول وروڼه له خپلې خور سره د خپل وطن پر لوري روان
شول