دا كيسه د هغه وخت ده، چې په روسيه كې شاهي نظام موجود و. د روس پاچا ته به
يې تزار ويل او دى به د عيسوي مذهب پخوانۍ كليسا كې د اتوار (يكشنبې) په
ورځ د عبادت لپاره ورتلو. يوه ورځ دى له كليسا نه بهر ته په شاهي بګۍ كې د
خپل محل پر لوري روان و. د لارې په دواړو غاړو تر ليرې مځكه شنه وه او په
ځينو كروندګر لګيا وو، په پټيو كې يې كار كاوه. پاچا غوښتل چې په دوى كې له
چا سره خبرې وكړي، خپل خدمتګار ته يې وويل:
هغه ګاډيوان ته اشاره وكړه او شاهي بګۍ پرځاى ودرېده. زار له بګۍ نه راښكته
شو د يوه كروندګر پر لوري يې څو ګامه واخيستل.
كروندګر چې پاچا وليد، نو ژر يې لاسونه وزګار كړل او ډېر په ادب يې پاچا ته
سر ټيټ كړ. بيا يې وويل:
د ستر زار په راتلو نه يوازې زما، بلكې زما د پټي، زما د خاورې او زما د
كورنۍ درناوى كېږي. هر يو شى د پاچا سلامت په راتلو ښېرازه شو.
پاچا چې دا خبرې واورېدې، نو په حيرانۍ يې ترې پوښتنه وكړه:
ته خو يو معمولي كروندګر يې، خو خبرې لكه د عالمانو كوې، دا خبرې دې له
كومه ځايه زده كړې دي؟
كروندګر ورته وويل:
زما لور ډېره هوښياره ده، هغې راته ويلي دي، چې په خبرو كې ښه ښه ټكي كاروه.
پاچا وخندل او ورته ويې ويل:
ښه ستا لور د ژبې استاده ده.
كروندګر ورته وويل:
نه، هغه هسې هوښياره او پوهه ده. د هغې په شان پوهه جينۍ په ټوله روسيه كې
نشته.
پاچا ورته وويل:
ښه، نو دا زما نه هم زياته پوهه او هوښياره ده.
كروندګر په خپله خبره كې راګير شو. نه پوهېده چې پاچا ته څه ځواب ووايي. خو
پاچا په خپلې بګۍ كې كښېناست ا و بګۍ روانه شوه. كروندګر يوڅه وارخطا شو،
خو بيا په خپل كار اخته شو.
مازيګر مهال ويې ليدل چې پاچا بيا په بګۍ سپور د كروندګر پټي ته نژدې راغى.
يو خدمتګار ورسره ټوكرۍ اوچته كړې وه، چې په كې هګۍ وې. خدمتګار د پاچا له
خوا كروندګر ته پيغام وركړ:
كه ستا لور دومره هوښياره ده، نو ورته ووايه چې له دې هګيو دې تر سبا
چورګوړي وباسي او كه دا كار يې ونه كړ، نو سزا به ورته وركوي.
كروندګر چې دا واورېدل، نو ډېر خواشينى شو. د هګيو ټوكرۍ يې واخيسته او كور
ته راغى. لور ته يې ټوله كيسه تېره كړه.
جينۍ په ټوكرۍ كې له هګيو نه يوه راواخيسته، دا هګۍ اېشېدلې وه، نورې هګۍ
هم پخې وې. پوهه شوه چې پاچا ددې دوژلو نيت كړى دى. خو پلار ته يې تسلي
وركړه، چې:
بابا! ته ګروم (غم) مه كوه، زه به د شپې ورباندې فكر وكړم د حل يوه لاره به
پيدا شي.
په بله ورځ سهار زار په خپلې بګۍ كې كښېناست او د كروندګر د پټي مخې ته
ودرېده. څه ګوري چې يوه ښكلې پېغله په پټي كې اېشېدلې لوبيا كري.
زار چې دا وليدل، نو په لوړ غږ يې ورته وويل:
ستا پلار خو تا د دې ملك تر ټولو هوښياره او پوهه جينۍ ګڼي، زه ګورم چې ته
په دې پټي كې لوبيا كرې، خو دا اېشېدلې دي.
له دې به كوم ډول فصل تر لاسه كړې؟
جينۍ په لاس كې نيولې لوبيا په مځكې وشيندله او ويې ويل:
هماغسې لكه چې پاچا سلامت د اېشېدلو هګيو نه چرګوړي راويستل غواړي، له پاچا
سره هېڅ ځواب نه و. په خپلې بګۍ كې كښېناست او د محل پر لوري روان شو.
په بله ورځ چې كروندګر او د ده لور راويښ شول، نو د كور په دروازه ورته د
پاچا دوه استازي ولاړ وو، دوى سره د ګنډلو د تار يوه لويه غوټه وه او د زار
له خوا يې پيغام راوړى و، چې د كروندګر هوښياره لور به تر سبا له دې تارونو
نه د دوو بېړيو بادبانونه جوړوي او كه په دې كې پاتې راغله، نو پلار او لور
دواړه به سايبيريا ته واستول شي.
كروندګر د دې خبرې په اورېدو په ژړا شو او ځان له يې وېښته شوكول، چې هغه
كومه بدمرغه شېبه وه، چې ده د خپلې لور د هوښيارۍ ستاينه كړې وه. خو جينۍ د
پاچا استازو ته وويل:
لږ صبر وكړئ، زما له خوا هم يو پيغام پاچا ته يوسئ.
د كور مخې ته يې يوه ونه ولاړه وه، جينۍ له كوره ووتله. له هغې ونې نه يې
يوه څانګه رابېله كړه او استازو ته يې وركړه. بيا يې وويل:
زما پلار ډېر غريب سړى دى. د بادبانونو د اوبدلو لپاره راته څرخه نه شي
اخيستلاى. كه پاچا سلامت مهرباني وكړي او له دې څانګې راته يوه څرخه جوړه
كړي، نو زه به ورته سمدلاسه بادبانونه جوړ كړم.
پاچا چې د جينۍ له خوا دا پيغام واورېد، نو په خندا شو. كروندګر پسې يې يوه
ګاډۍ واستوله او دى يې خپل محل ته راوبللو. كروندګر چې پاچا ته حاضر شو، نو
ده ورته وويل:
ستا لور بېشكه چې ډېره هوښياره ده، خو كه زما دې وروستۍ خبرې ته يې ځواب
پيدا نه كړ، نو ستا دعوه به غلطه وي. چې دا تر ټولو هوښياره ده.
بيا يې د شرابو يو جام واخيست، كروندګر ته يې وركړ او ويې ويل:
خپلې لور ته ووايه كه تر سبا پورې يې د سمندر ټولې اوبه په دې جام وايستلې،
نو زه به ورسره واده كوم.
جينۍ چې دا پيغام ترلاسه كړ، نو هغې هم وخندل.
په بله ورځ سهار پر يوه اوښ كښېناسته او د پاچا دربار ته لاړه. يوه څوكۍ يې
په لاس كې وه. زار ته يې ډېر په ادب سر ټيټ كړ او ويې ويل:
د زار امر پوره كول زما فرض دى، خو د سمندر د اوبو په راايستلو كې يوه
لانجه ده.
پاچا خوشحاله شو او ويې ويل:
ښه نو دا ثابته شوه، چې ته تر ما هوښياره نه يې.
جينۍ ورته وويل:
لانجه دا ده چې زه خو به درته بحر خالي كړم، خو ستاسو د ملك سيندونه به يې
بيا ډك كړي، ما دا څوكۍ له ځان سره راوړې ده، چې كه پاچا سلامت په دې څوكۍ
ټولو سيندونو ته بند وتړي، نو زه به هم اوس ورته د سمندر نه ټولې اوبه
راوباسم.
زار په دې ځواب لومړى خو ډېر حيران پاتې شو، بيا يې وخندل او ورته يې وويل:
ته رښتيا چې له ما هم هوښياره يې. خو زه په دې هوښيار يم، چې هوښيار خلك
پېژنم او د هغوى قدر هم كوم. دا يې وويل او جينۍ يې له لاسه ونيوله او پر
خپل تخت يې كښېنوله.
دغسې دا غريبه جينۍ د روس ملكه، يانې زارينه شوه.