ما به هم هر ماسپښين د کور په عمومي وره کې کونجي (کيلي) تاو کړه. مارکېټ
ته به لاړم او د ليسټ له مخې به مې له کوره راسره وړې کڅوړه ډکه کړه.
په خپل ژوند خوښ وم، انور مې ليد، له هغه سره مې خندل، خبرې مو کولې او کله-
کله به د مازيګر له خوا په ګډه د مېوې اخيستلو ته وتلو، خو سويتا بيا دومره
نه راسره غږېده. دا چې به له کاره راغله، يا به په پخلنځي کې وه او يا به
يې هم د کور په نورو کارونو ځان بوخت ساته. خو يو کار يې نه هېرېده، دا به
هر ماخوستن زما کوټې ته راتله او د راوړې سودا حساب به يې رانه غوښت، ځکه د
کور حساب- کتاب له دې سره و، ان په لومړۍ مياشت يې د انور تنخوا زما له
ګوتو وايسته او په خندا يې وويل چې د پيسو د ساتلو لپاره تر هر ځای بانک ښه
دی. ماته دا خبره ځکه سمه ښکاره شوه، چې انور هم څه ونه ويل.
خو يو ماخوستن د سويتا خبره ښه راباندې ونه لګېده، په حساب کې شل افغانۍ
کمې وې او کله چې مې ورته وويل: دا پيسې مې يوه ړوند سوالګر ته ورکړې، تندی
يې تريو شو او په خشکه يې را ياده کړه چې سوالګر دې خدای ماړه کړي، بيا
داسې بېځايه زړه سوی ونه کړې!
دا د دې لومړی کاوړ و، خو وروسته يې بيا خشکې ډېرې شوې. سويتا به په مازې
خبره کاوړ کاوه. يوه ورځ به يې په دې وربوز ځړېدلی و، چې سودا دې ګرانه
راوړې ده، بله ورځ به يې تندى ځکه کوت و، چې د کور خځلي (کثافات) پر وخت
دباندې نه باسې، يا به يې د بلاک له سپين ږيرو سره زما کليوالي خبرې د ځان
سپکاوی ګاڼه او يا به يې په کومه بله بانه پر غوږ وهلم.
د هغې ډونګېدا ورځ په ورځ ډېرېده، خو ما دومره سر نه پسې ګرځاوه. دا مې وړې
خبرې ګڼلې، نه مې انور ته ويل او نه هم په دې خوښ وم چې خپل زوی خواشينی
کړم. ځکه پر هغه سويتا ګرانه وه، له هغې سره يې مينه درلوده او ما نه غوښتل
چې زما په خاطر د دوی تر منځ کوم خپګان پيدا شي. ان يو څه وخت وروسته مې
خپلې جامې هم په خپله مينځلې، ځکه سويتا راياده کړه چې جامې پاکې نه ساتې
او زما له وسه نه کېږي چې د دفتر له ستړيا سره- سره ستا خيرې هم پاکې کړم.
د جامو مينځل راته ښه و، دومره سختي يې نه غوښته. وخت راباندې تېرېده او
بوخت به يې ساتلم. ما هڅه کوله، چې له سويتا سره کومه خبره وانه ړوم، ځکه
هغه لا نجلۍ وه، د ژوند تجربه يې نه درلوده، نازکه روږدې (عادت) شوې وه او
په وجود کې يې د ځوانۍ غرور پروت و، خو يوه ورځ مې اخر حوصله ختمه شوه.
بوډا وټوخل او خبرې يې پرې شوې.
په بېړه مې وويل:
ولې؟
پرته له دې چې راته وګوري، شونډې يې وخوځېدې:
سويتا په هغو ورځو کې رخصتي اخيستې وه، کار ته نه تله. يو سهار يې د برق
کتابچه راته ونيوله، چې پيسي يې تحويل کړم. موږ ته به په دوو مياشتو کې يو
ځل د برق بيل راته. په هغه ورځ هم يوې بانکي څانګې ته لاړم، هلته ګڼه ګوڼه
وه. د برق کتابچه مې پر نوبت کې کېښوده او د ورځې پر يوولسو بجو وار
راورسېد، خو کله چې بېرته کور ته راغلم، په دهلېز کې مې د سګرېټ لوګی په
سپږمو ننووت. وروسته مې يوه نارينه خندا واورېده، بدن مې زيږ شو او په بېړه
مې د کوټې دروازه خلاصه کړه. د سګرېټ په لوګي کې مې پر سويتا او يوه ښايسته
ځوان سترګې ولګېدې. دوی څنګ پر څنګ، دومره نږدې سره ناست وو چې ورنونه يې
له يو- بل سره لګېدل. دواړو پر غولي يوه اوار لوی کاغذ ته، چې د انسان ککرۍ
او هډوکي په کې رسم شوي وو، وچې سترګې نيولې وې. زما په ورتلو يې سرونه هسک
کړل. ځوان اوږدې څڼې درلودې او له رنګه سپين و.
سويتا وويل:
دی نسيم نومېږي، موږ سره همکاران يو.
وروسته يې ځوان ته مخ ورواړاوه، موسکه شوه او ډکې شونډې يې وخوځېدې:
د انور پلار دی. بيا يې په بې پروايۍ راته وکتل او ورو يې وويل:
کېدای شي يو څو دقيقې مو يوازې پرېږدې، کار لرو!؟
د هغې لوڅې غاړې او پر سينو پرتو ګڼو ژيړو ويښتو ته مې وکتل، زړه مې جوش
وکړ او په خشکه مې وويل:
نه!
دواړو رډ- رډ راته وکتل.
ما زياته کړه:
څنګه دې له پردي سړي سره يوازې پرېږدم؟
له دې سره د ځوان شونډې وځړېدې، ورو ولاړ شو، خو سويتا تر مټ ونيو. په خشکه
يې سترګې راواړولې او چيغه يې کړه!
ووځه بې ادبه!
ځوان موسک شو:
خير دی، اوس به لاړ شم، بل وخت به بيا سره ګورو.
ما لار ورکړه او ځوان له کوټې ووت، د هغه په تلو سره پر سويتا اور ولګېد او
چيغه يې کړه:
ته يو احمق او له تمدنه ليرې کليوال يې!...
هغې ته مې وکتل، داسې راته وايسېده، لکه د بدن ټوله وينه چې يې بغورو ته
راختلې وي، سترګو يې تر پخوا ډېره ځلا پاشله، يوه وېروونکې ځلا، کټ مټ لکه
په توره شپه کې د پيشو سترګې. سويتا ښکنځلې کولې، ژړل يې او زه يې يو بې
فرهنګه او له تمدنه ليرې انسان ګڼلم. خو ما څه ونه ويل، يوازې دومره پوهېدم
چې بدن مې رېږدي او وروسته خپلې کوټې ته ورننوتم.
ټوله ورځ مې خواشينې تېره کړه، د خولې خوند مې بد و او د ناکرارۍ احساس په
مخه کړی وم. کله چې انور مازيګر قضا کور ته راغی، د نورو ورځو غوندې يې
لومړى زما د کوټې دروازه خلاصه کړه. په وره کې ودرېد، غټې تورې سترګې يې
وځلېدې او په خندا يې وويل:
پلاره! اجب پاسته ناک مې درته راوړي، ستا پر غاښ برابر دي!
ده رښتيا ويل. په ښي لاس کې يې نيولې پلاسټيکي کڅوړه له ناکو ډکه وه. بيا
رامخته شو، زما تر څنګ کېناست او خپلې ښځې ته يې ورنارې کړې:
سويتا! وه سويتا!
د سويتا غږ مې د لوښو له کړپا سره يو ځای واورېد:
څه وايې؟
انور د پخوا غوندې په لوړ غږ وويل:
يو- دوه د مېوې خورۍ کاردونه (چاړې) درسره راوړه!
بيا يې ماته وکتل:
پلاره! څېره دې نيولې غوندې ده، جوړ خو يې؟
ورو مې وويل:
هو زويه! جوړ يم.
دا وخت سويتا کوټې ته راغله، په ګيلاس کې دوه نېغ درېدلي کاردونه يې لاندې
پر ځمکه کېښودل او کله چې ولاړېده، انور په خندا وويل:
کېنه خوندور ناک دي!
سويتا ژړغونې شوه:
زړه ته مې نه کېږي.
له دې سره په بېړه له کوټې ووته او په دهلېز کې يې کوکه کړه.
انور په وارخطايۍ راته وکتل او په منډه له کوټې ووت.
زړه مې ولړزېد، فکرونو په مخه کړم او کله چې انور بېرته کوټې ته راننووت،
ما يې په لومړي ځل په سترګو کې خشکه وليده. لاسونه يې مروړل او شونډې يې
ځړېدلې وې.
دی لاندې پر ځمکه راته کېناست، يوه شېبه غلی و، بيا يې سر پورته کړ او په
يوه داسې غږ، چې کاوړ په کې ګډ و، ويې ويل:
پلاره! مياشتې دې تېرې کړې، خو د ښار په ژوند ونه پوهېدې!
زړه مې درد وکړ.
ده وويل:
ښه دې نه دي کړي چې نه پوهېږې، په هر څه کار مه لره!
د زړه درزا مې ډېره شوه او په کاوړ مې وويل:
ښځه دې له يوه پردي سړي سره ګوښې ناسته وه، هغه هم په يوه زېرپېرانۍکې. د
سينې چاکونه يې له ورايه ښکارېدل.
سور او سپين واوښت:
اوف پلاره! دا ښار دی، کلی نه دی چې ښځه په ټيکري کې تاو کې او د جوارو
غوندې اووه پوښه ورواغوندې. دلته بيل فرهنګ دی او ته بايد ځان ورسره روږدی
کې!
خوله مې وازه پاتې شوه، انور په لنډه موده کې څومره لوی بدلون کړی و!
ده وويل:
نسيم د سويتا همکار دی، دی اوس يو طبي کورس تعقيبوي. په درس کې يې يو څه
ستونزه درلوده او له سويتا نه يې مرسته غوښته، په دې کې نو څه خبره وه؟
ما وويل:
خو هر رنګه چې وي، هغه پردی سړی دی، دا رنګه راتګ يې ماته خوند رانه کړ.
په خبره کې راولوېد:
خو تا د سويتا سپکاوی کړی، هغه دې د همکار تر مخ په يوه روپۍ کړه، پوهېږې
چې هغه څومره خواشينې ده؟
ومې ويل:
ګوره زويه! د ژوند درد په خواشينۍ او خپګان کې نه، بلکې په بدنامۍ او
رسوايۍ کې پروت دی.
په کاوړ يې خبره راپرې کړه:
څه بدنامي؟ څه رسوايي؟ زه پر هغې باور لرم، د ښځې او خاوند تر منځ يوازې
باور کافي دی او بس!
له پاسه ورباندې ورټيټ شوم، د ده پر اوږه مې لاس کېښود، ورو مې وويل:
دا سمه ده چې باور ښه دى، خو...
په غوسه يې د خبرو وار رانه واخيست:
پلاره! ستا فکر ډېر زوړ دی، ته هر څه ته په منفي نظر ګورې!
له دې سره په تېزۍ ولاړ شو.
لاس مې د انور له اوږې نه وښويېد. داسې راته وايسېده، لکه د ژوند امسا چې
رانه ليرې شوې وي. د بدن انډول مې ونه شو ساتلای او کيڼه سترګه مې پر هغو
چړو ورټيټه شوه، چې په ګيلاس کې نېغي ولاړې وې.
بوډا غلی شو. يو سوړ اسوېلی يې وايست او ويې ويل:
په سترګه کې مې يو درد احساس کړ، يو نری او سوځوونکی درد. بيا مې کيڼ بغور
تود شو او وروسته په هېڅ هم نه يم پوهېدلی، خو کله چې پر هوښ راغلم، نو په
چت کې يوه پکه په تېزۍ سره تاوېده. نېغ کېناستم، ما يوازې خپل ښي لور ته
پراته شيان ليدلای شوای او کله چې مې د کيڼې سترګې د خلاصېدو هڅه وکړه، يو
نرى درد ورباندې راغی. لاس مې وروړ. پر سترګه مې يوه پټۍ تړلې وه. شا و خوا
مې وکتل، يوه کوچنۍ کوټه وه او تر څنګ مې پر مېز ډول- ډول مېوې پرتې وې. له
کټ نه ورو ولاړ شوم، لومړى مې د ښي لاس په بند کې د سوزش احساس وکړ او بيا
يو درب شو.
ځمکې ته مې وکتل، د سېروم پر کڅوړه يوه فلزي پايه پرته وه، له رګ نه مې
وينه راوتلې وه او د لاس د دوو ګوتو تر منځ مې د سېروم ستن بنده پاتې شوې
وه.
يوه شېبه ودرېدم، ناڅاپه مې په فکر کې له انور سره د خبرو د اړولو صحنې
راوګرځېدې او کله چې پر چړو ورټيټېدم، بې اختياره مې خپلې تړلې سترګې ته
لاس ورووړ.
دا وخت د کوټې دروازه خلاصه شوه، يوې نجلۍ په بېړه تر مټ ونيولم. هغې سپينه
چپنه اغوستې وه او پر سر يې يوه داسې تکه سپينه خولۍ پرته وه، لکه له کاغذ
نه چې جوړه شوې وي. نجلۍ ورو پر خپل ځای پرې ايستم. پايه يې ودروله او په
احتياط يې د سيروم ستن زما د لاس د بند په رګ کې ننه ايسته.
هغې ته مې وويل:
سترګې ته مې خير دى؟
نجلۍ مړې سترګې راواړولې، په خوله يې څه ونه ويل، خو په سترګو کې يې د
نهيلۍ نښې له ورايه ښکارېدې. زړه مې ولړزېد او پوه شوم چې نور په کيڼه
سترګه ديد نه شم کولای.
شېبه وروسته نجلۍ له کوټې ووته او پر ځای يې انور کوټې ته راننووت. د هغه
چې کله سترګې راباندې ولګېدې، خوله يې جينګه شوه، زما پر ټټر راپرېووت او
په چيغو- چيغو يې وژړل. وروسته مې سويتا تر څنګ ودرېده. په لاس کې يې د
ګلانو ګېډۍ نيولې وه او سترګې يې له اوښکو نه ډکې وې.
لس ورځې مې په روغتون کې تېرې کړې. دا يو شخصي روغتون و، ښه خدمت مې کېده
او انور به په ورځ کې دوه ځلې سهار او مازيګر پوښتنې ته راته. په يوولسم
ماښام له انور سره کور ته لاړم او کله چې مې په اينه کې وکتل، د کيڼې سترګې
پر ځای مې له څلورو خواوو راغلی کوت-کوت (ګونځې- ګونځې) پوستکی پروت و. يو
دم مې د شېرينو خبره په ذهن کې نېغه راولاړه شوه:
اکربه! ستا سترګې مې خوښېږي.
بوډا غلی شو، ماته يې وکتل او ويې ويل:
ما يو ځل بيا د خپل زوی په کور کې واړول، خو دا ځل مې هغه پخوانى خوند په
کې ونه ليد. انور ورو- ورو فاصله رانه نيوله. نور به د پخوا غوندې کوټې ته
نه راته. زما پر ټټر به يې سر نه لګاوه او ان د ماخوستن د ډوډۍ د خوړلو پر
وخت به هم زما د ړندې سترګې خوا ته کېناسته. تر ډوډۍ وروسته به يې خپله
ستړيا بانه کړه، ژر به ولاړ شو، خو د شپې تر ناوخته به يې له سويتا سره د
خندا غږ زما کوټې ته راته.
زه به تر ډېره ويښ وم، د شېرينو او د انور پخواني يادونه به مې تازه کول...
کله به مې اوښکې تويولې او کله به هم بې اختياره خندا راغله.
خو بيا هم ښه و، انور مې ليد، هغه ته مې ځان نږدې احساساوه او په زړه کې مې
يو ډاډ پروت و.
دا ځل مې په سويتا هېڅ کار نه درلود، د هغې هرې خبرې ته به مې د هو په نښه
سر خوځاوه، ان هغه ځوانکی يو ځل بيا هم کور ته راغی او دا ځل مې د سويتا په
امر له دوکانه مېوه هم ورته راوړه.
ما کوشش کاوه چې د انور د خوشالۍ لپاره، سويتا خوابدې نه کړم. خو کله- کله
چې يو څوک څه غواړي، هغسې نه کېږي.
يوه شپه له خوبه راپورته شوم، نه پوهېږم چې څو بجې به وې، خو وخت ناوخته
راته ښکاره شو. تشناب ته د تلو احساس مې وکړ، ولاړ شوم. د دهلېز ګروپ مې
ولګاوه. خو کله چې مې د تشناب دروازه خلاصه کړه، سويتا خپل ځان مينځه، زړه
مې ولړزېد، په بېړه يې راته وکتل او له خولې نه يې يوه وېروونکې چيغه
راووته!
وحشي!
ژر مې دروازه پورې کړه، زوی مې له کوټې راووت، ماته يې وکتل، سترګې يې رډې
راوختلې.
په بېړه مې وويل:
پام مې نه و.
ده چيغه کړه:
بس که نور په لحاظ د خدای، ژوند مې مه راخرابوه!
سترګه مې له اوښکو ډکه شوه.
دا وخت سويتا د تشناب په وره کې ودرېده. دې تر ځنګنو پورې په يوه لويه
توليا کې ځان تاو کړی و. له ژيړو وېښتو نه يې اوبه څڅېدې او په سترګو کې يې
کرکه پرته وه... په کاوړ يې وويل:
انسانيت دې نه دی زده؟
په خوله کې مې لاړه وچه شوه، هغې ته مې سترګه ورواړوله:
ما وبخښه! خبر نه وم چې ته به په تشناب کې يې.
انور چيغه کړه:
که څوک وي او که نه، ته بايد د نزاکت له مخې ور وټکوې!
سويتا خپل خاوند ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:
نوره نو له دې ژونده ستړې شوې يم، ته يو انتخاب لرې، يا زه او يا هم خپل
پلار!
زړه مې ولړزېد.
سويتا د خپلې کوټې وره ته لاس وروغزاوه، خو يو دم ودرېده، انور ته يې مخ
ورواړاوه او په تريو تندي يې وويل:
قسم خورم چې زه به له خپلې خبرې نه وانه وړم.
له دې سره يې د کوټې له وره درب وايست.
چوپه چوپتيا شوه، انور ته مې وکتل، سر يې ځړېدلی و، خو وروسته يې مړې سترګې
راواړولې، په خوله يې څه ونه ويل، خو په اوښکو کې يې له ما نه د خپلې مينې
خيرات غوښت.
ورمخته شوم، د هغه پر اوږه مې لاس کېښود، ورو مې وويل:
ښه ده بچيه! څه چې ته غواړې، هماغسې به وشي.
بوډا غلی شو، ماته يې وکتل. په سترګه کې يې اوښکې رغړېدې، خو پر شونډو يې
يوه ترخه موسکا پرته وه.
په بېړه مې وويل :
بيا څه وشول؟
بوډا خپله پزه پورته کش کړه او شونډې يې وخوځېدې:
سهار وختي مې په بکس کې خپلې جامې اچولې، چې انور مې تر څنګ کېناست. يوه
شېبه غلی و، وروسته يې يو پاکټ مخې ته راته کېښود او په خواره خوله يې
وويل:
په دې کې يو څه پيسې دي، سويتا درته راکړي.
هغه ته مې وکتل، له پړسېدلو سترګو نه يې وپوهېدم چې ده هم زما غوندې شپه په
ويښه تېره کړې ده. ورو مې وويل:
نه بچيه! ما په ژوند کې خيرات نه دی اخيستی، زوړ به يم، خو تر اوسه مې لا
په مټو کې د کار کولو سېکه پاتې ده.
رنګ يې تک سور واوښت، رامخته شو، زما پر اوږه يې تندی ولګاوه او په ژړا کې
يې وويل:
زړه مې مه راماتوه! زه مجبور يم، له سويتا پرته ژوند نه شم کولای.
ورو مې وويل:
زه څنګه له تا پرته ژوند کولای شم؟
سر يې هسک کړ.
ما وويل:
يوه خبره مې منې؟
په حيرانۍ يې راته وکتل:
څه خبره؟
اوښکې مې له واکه ووتې:
په مياشت کې يوازې يو ځل قره باغ ته راته راځه، بس. نور هېڅ هم نه درنه
غواړم، دا د يوه پلار غوښتنه ده.
بېرته يې سر وځړېد.
ما وخندل:
پوهېږم بچيه! نه شې کولای.
شونډې يې وخوځېدې:
سويتا به چاته پرېږدم؟
ورو ولاړ شوم، د مېز پر سر د انور د واده يو عکس پروت و، هغه مې راواخيست
او په بکس کې مې واچاوه.
انور يوه شېبه غلی و، داسې لکه فکر چې وهي، بيا يې يو دم راته وکتل:
پلاره! کېدای شي يو څه وخت معطله شې؟
حيران شوم:
ولي؟
ويې ويل:
مخکې له مخکې څه نه شم درته ويلای.
خندا راغله:
نه زويه! نور مې نو دلته پاتې کېدل ښه نه دي.
په خبره کې راولوېد:
يوازې دوې ورځې.
ما ورته وکتل:
ده وويل:
نه غواړې چې هره ورځ سره ووينو؟
سترګه مې له اوښکو ډکه شوه.
شونډې يې وخوځېدې:
خدای مهربانه دى، ګوندې زما فکر يوه نتيجه ورکي.
بوډا غلی شو، ماته يې وکتل او ويې ويل:
انور په دوهمه ورځ يو ادرس راکړ، ما هم ځای په اسانۍ وموند او په هماغه ورځ
د يوې دوې پوړيزې ودانۍ په دروازه کې څوکيدار شوم. دا يوه خيريه موسسه وه،
په لسګونو کارکوونکي يې لرل او د کابل په وزير اکبرخان مېنه کې يې موقعيت
درلود.
زه به د ورځې له خوا په يوه لرګينه غرفه کې ناست وم او يوازې به د موټرو د
راوتو او ننوتو پر وخت د لويې دروازې خلاصېدو ته ورولاړېدم.
ښه و. يو څه خوشاله وم، انور به په اوونۍ کې يو- دوه ځلې د مازيګر له خوا
زما ليدو ته راته. دا وخت به ټول کارکوونکي تللي وو، يوازې زه او زما په
منګ يو بل څوکيدار به پاتې وو. انور به يو ساعت راسره کېناست. د ده له ليدو
نه به مې خوند اخيست او د بيا راتګ ورځې به مې شمېرلې.
کار مې هم بد نه و، د موسسې کارکوونکو به بابه مالک بللم او سهار چې به مې
هر يوه ته دروازه خلاصوله، لومړى به موسک شو او بيا به يې د مننې ټکى له
خولې راته راووت. که څه هم چې زه ساده څوکيدار وم، خو دوى به زما د سپينو
خلو لحاظ کاوه او په احترام به راسره غږېدل. زه به د مازيګر تر څلورو بجو
پورې په غرفه کې ناست وم او کله چې به د دفتر کارکوونکي رخصت شول، ما به هم
د انګړ دروازه وتړله. لومړى به مې د ماخوستن لپاره دېګ وکړ، بيا به د انګړ
په چمن کې کېناستم او د رنګارنګ ګلانو له ليدو نه به مې خوند اخيست.
ملګری به مې ټوله ورځ ويده و، خو شپه به يې د تعمير د ساتلو لپاره په ويښه
تېروله. دی دومره ډېر نه غږېده. کم غمه سړی و او د چيلم له څکولو سره يې
جوړه وه. موږ به يوازې د ماخوستن د ډوډۍ پر وخت يو ځای سره ناست وو. بيا به
ده د کوټې په کونج کې ولاړ ډانګى ورواخيست او دباندې به ووت. ما به تر
ناوخته ټلويزيون ته کتل. وروسته به مې د ماخوستن لمونځ وکړ. پر خپل ځای به
پرېوتم او تر هغو به مې فکرونه وهل، چې خوب به وړی وم.
سهار به د ملايانو له اذانونو سره راپورته شوم او تر څو چې به د دفتر
کارکوونکي راتلل، ما به د حويلۍ د منځ سړکونه پرېمينځلي وو.
وخت همداسې تېرېده. که څه هم چې انور به وروسته په ځنډ سره راته، خو بيا هم
خوشاله وم، دی به مې ليده. يو ساعت به سره غږېدو او د ده تر بيا راتګه پورې
به مې د خولې خوند ښه و.
يو مازيګر د انګړ لويه دروازه وټکېده. دا د ژمي وروستۍ مياشت وه، دباندې
سوړ باد چلېده او کله چې مې دروازه خلاصه کړه، انور مې وليد. دی خوشاله
ښکارېده، ږيره يې پاکه خرېيلې وه او کله چې يې راته وخندل، له کلونو وروسته
مې يې يو ځل بيا د خولې کونجانو ته نږدې،تربغورو لاندي ژور ځايونه وليدل.
وار له واره يې په خندا وويل:
پلاره! خدای دې لمسى درلوی کړي.
په زړه کې مې خوشالۍ منډه واخيسته:
څه وخت؟ څه وخت پيدا شو؟
_نن يې شلمه ده.
په سترګه کې مې اوښکې راټولې شوې:
شل ورځې او زه خبر نه وم!
دی تلولی غوندې شو:
پلاره! ما وبخښه! کارونه ډېر دي. باور وکه، دومره وخت مې ونه موند چې زېري
ته درته راشم.
په خوشالۍ مې وويل:
نوم دې څه ورباندې کېښود؟
شونډې يې وخوځېدې:
رامين، دا نوم سويتا خوښ کړی و.
په زړه کې مې د ماشوم د ليدو هيله راوټوکېده او د خواست په ژبه مې وويل:
کېدای شي چې خپل لمسى ووينم؟
انور يوه شېبه غلی و، بيا يې راته وکتل:
ولې نه! دوهم ځل چې راتلم نو رامين جان به هم راسره راوړم!؟
ما کوټې ته د تلو ست ورته وکړ، خو ده راياده کړه چې بېګاه ته يې خواښې او
خسر مېلمانه دي، بايد يو څه سودا کور ته يوسي، ناوخته کېږي.
انور لاړ او ما د خپل لمسي د ليدو په تمه ورځې شمېرلې. مياشت تېره شوه، خو
د انور درک ونه لګېد. اخر بې صبره شوم، د موسسې يوه کارکوونکي ته مې د انور
د موبايل نومره ورکړه او کله چې ټيليفون رخ شو، انور ژمنه راسره وکړه چې
راتلونکې جمعه به پر خپل قول درېږي.
زه هم د پنجشنبې په ماسپښين ښار ته لاړم او د خپل لمسي لپاره مې يوه دريشي،
پيک لرونکې خولۍ او ښايستوکي بوټان واخيستل.
په ټاکلې ورځ لا ماسپښين د دروازې مخې ته ناست وم، څه کم دوه ساعته مې
انتظار وايست. اخر ماسپښين قضا د غرفې تر مخ يو ټکسي ودرېد. انور له موټره
راکښته شو. ده په غېږ کې يو ماشوم نيولی و چې په کمپله کې تاو و. په بېړه
ور ولاړ شوم. انور لاس راکړ، ماشوم ته مې وکتل. سره بغور يې لرل او شنې
بخونه سترګې يې ځلېدې. هغه مې په احتياط د انور له غېږې راواخيست، پر تندي
مې ښکل کړ او کله چې مې د دروازې خوا ته مخ واړاوه، انور په بېړه وويل:
پلاره ناوخته کېږي.
په حيرانۍ مې ورته وکتل.
ده وخندل:
هوا سړه ده او له موټروان سره مې هم د دواړو خواوو ويل کړي دي.
دا وخت مې د موبايل زنګ واورېد.
انور جېب ته لاس کړ او کله چې يې ټيليفون غوږ ته ونيو، د سويتا غږ مې په
اسانۍ سره وپېژاند. هغې د خپل زوى پوښتنه وکړه او وروسته يې په خواشيني غږ
وويل: رامين جان مې يادېږي، ژر يې راوله!
ژړا راغله. له هغې نه يوازې يو ساعت خپل دوه مياشتنى زوی لرې شوی و او
دومره يې يادېده، خو له ما نه يې داسې يو څوک بېل کړ، چې پوره اته ويشت
کاله مې د زړه په وينو رالوی کړی و.
د انور په غږ مې فکر سره راټول شو:
پلاره! ستا په اجازه.
له دې سره يې ماشوم زما له غېږې ورواخيست، هغه يې ښکل کړ او په خندا يې
وويل:
پوهېږې پلاره! د ده ساه ډېره خوند راکوي، دا مې اوس عادت ګرځېدلی، هر
ماخوستن مې تر هغو د رامين جان خولې ته خپل بغور نيولی وي، چې سترګې مې سره
ورشي. دی ويده وي، خو ساه يې توده- توده راباندې لګېږي، تاته به نه وي
معلومه، دا يو بېل خوند لري.
ورو مې وويل:
نه بچيه! ماته به نو له کومه معلومه وي!
بوډا غلی شو، ماته يې وکتل. په سترګه کې يې اوښکې راټولې وې او پر شونډو يې
يوه ترخه موسکا پرته وه. وروسته يې خپل بالاپوښ ته لاس وروغزاوه. هغه يې پر
خپلو ځنګنو کېښود، سر يې وځړېد او ورو يې وويل:
انور دومره په بېړه په ټکسي کې کېناست، چې د رامين لپاره زما راوړی سوغات
په کوټه کې پاتې شو، خو دا ځل يې په راتګ کې دومره ځنډ ونه کړ، دوې اوونۍ
لا نه وې وتلې، چې بيا زما ليدو ته راغی. دا د جمعې ورځ وه، زما ملګری کور
ته تللی و او زه په موسسه کې يوازې وم. انور دا ځل کلکه غېږ راکړه. بيا مې
د ده په غوښتنه په چمن کې يو پلاسټيکي فرش ويړ کړ او دواړه کېناستو. دی
خواشينی ښکارېده، وروسته يې له ورسره راوړې پلاسټيکي کڅوړې نه څو پتلونونه،
د دريشۍ کميسونه او د جامو د ګنډلو لپاره دوې رنګه ټوټې راوايستلې. زما تر
مخ يې کېښودل او کله چې يې زما حيرانتيا ته وکتل، په خندا يې وويل چې هسې،
زړه يې وغوښتل چې دا شيان راته واخلي.
انور په هغه ورځ تر ډېره راسره ناست و، بيا يې د پخوا غوندې زما پر ټټر سر
ولګاوه او تر ډېر وخت وروسته يې يو ځل بيا د �ابا� په نوم ياد کړم. بيا د
خپلې مور په اړه وغږېد. د مهاجرت کيسې يې راواخيستې او د خپلې انا يادونه
يې تازه کړل... دی تر ډېره غږېده، خو تر پايه يې ماته کتل. کله- کله به يې
په غټو تورو سترګو کې اوښکې راټولې شوې او بيا به يې زما ښی لاس په خپلو
ګوتو کې ټينګ کړ. انور عجيبه غوندې و. يوه شېبه يې هم زما نه سترګې نه
اړولې او په مينه يې راته کتل. خو ماته داسې وايسېده، لکه کومه مهمه خبره
چې رانه پټوي او يا يې پر خوله نه شي راته راوړلای. په خپلو خبرو کې يې څو
ځلې له ما نه بخښنه وغوښته. ده تر ډېره خبرې وکړې. د خدای په امانۍ پر وخت
يې تر ډېره په غېږ کې نيولی وم او کله چې رانه روان شو، څو ځلې يې شاته مخ
راواړاوه.
بوډا غلی شو، د خپل بالاپوښ جېب ته يې لاس کړ، خو فکر کوم دا ځل يوازې د
ګوليو پاکټ په ګوتو ورغلی و. ده يوه ګولۍ خولې ته واچوله، د چايو غوړپ يې
ورپسې وکړ، ماته يې وکتل او ورو يې وويل:
دا د سردردۍ لپاره دي، ځکه زه سردردي لرم او ډاکټر راته ويل چې دا تکليف د
ډېرې خواشينۍ له لاسه درته پيدا شوى دی.
په خبره کې يې ورولوېدم:
ښه نو د انور د خوابدون په راز ونه پوهېدې؟
_اى زويه! څه درته ووايم؟ انور دا ځل ډېر ځنډ وکړ، خو چې درک يې معلوم نه
شو، تشويش راولوېد. څو ځلې مې زنګ ورته وواهه، خو ټيليفون يې ځواب رانه کړ.
اخر مې اندېښنه ډېره شوه. زړه مې طاقت ونشو کړای او يو مازيګر مې مکروريانو
ته مخه کړه. کله چې د انور کور ته ورسېدم، د دروازې پر زنګ مې ګوته ټينګه
کړه. يو غنم رنګه نرى هلکى راووت. فکر مې وکړ چې دی به د سويتا کوم خپل وي،
ځکه مې د انور د رابللو ورته وويل، خو د ده په څېره کې د حيرانتيا نښې
ښکاره شوې او وچ ځواب يې راکړ چې د انور په نوم څوک نه پېژني.
زړه مې له وېرې ډک شو. د مخامخ ګاونډي ور مې وروټکاوه. دروازه خلاصه شوه. د
ګاونډي ښځې په حيرانۍ راته وکتل. دا وارخطا غوندې شوه، شونډې يې وخوځېدې:
دومره ژر؟
حيران شوم.
ښځې هماغسې په حيرانتيا وويل:
څه وخت راغلې؟
حيراني مې دوه چنده شوه:
زه خو چېرته نه وم تلی؟
دا ځل يې خوله هم وازه شوه.
ما وويل:
انور چېرته دی؟
سترګې يې رډې راوختلې.
زه وارخطا شوم.
په ماته ګوډه ژبه يې وويل:
نو ته! ته يې نه يې ورسره بېولى؟
دا ځل مې په يو څه کاوړ خپله خبره تکرار کړه او ومې ويل: چې انور چېرته دی؟
دا تلولۍ غوندې شوه:
کاناډا، کاناډا ته تللى!
پښې مې ورېږدېدې، همالته ځای پر ځای کېناستم. د ښځې وارخطا چيغه مې
واورېده:
د حميد پلاره! وه د حميد پلاره!...
شېبه وروسته يې خاوند راغی، په بېړه يې تر مټ ونيولم، کوټې ته يې بوتلم او
پر کوچ يې کېنولم.
هغه ته مې وکتل، خواشينی ښکارېده. بيا يې مېرمن راغله، يو ګيلاس يې راته
ونيو او کله چې مې له اوبو نه غوړپ وکړ، د ليمو خوند په کې ګډ و.
زه تر ډېره هلته کېناستم. سر مې درد کاوه او پر زړه مې سستي راتله. د
ګاونډي له خبرو وپوهېدم چې انور له خپلې کډې سره درې مياشتې مخکې د کاناډا
مرکز (ټورنټو) ته تللی و. ده ګاونډيانو ته دا هم ويلي وو چې د پلار وېزه يې
هم راغلې ده او اوس د يو څو ورځو لپاره قره باغ ته ځي او وروسته بيا د
پاکستان له لارې په ګډه کاناډا ته روانېږي.
بوډا غلی شو، يو سوړ اسوېلى يې وايست او ورو يې وويل:
ده په څومره سادګۍ پرېښودم.
وروسته يې مخ راواړاوه، شونډې يې يوې کمرنګې موسکا بدرګه کړې او په غريو کې
يې وويل:
کله چې مې په شېرينو پورې زړه وتاړه، هغه مرګ رانه واخيسته او کله چې مې په
انور پورې زړه وتاړه، دی يوې پردۍ ښځې رانه پردی کړ.
په بېړه مې وويل:
د ده ادرس، د ټيليفون نومره، داسې څه نه لرې چې کوم تماس ورسره ونيسې؟
سر يې وځړېد:
اى زويه! څه درته ووايم؟ په سبا يې د خپلې موسسې رئيس ته ورغلم. زه ډاډه وم
چې هغه به د انور کوم ادرس ولري، ځکه زه د خپل زوی په سفارش هلته مقرر شوی
وم. کله چې مې خپل رئيس ته وويل چې زه د انور پلار يم او د هغه کوم ادرس او
يا هم د ټيليفون نومره مې په کار ده، خوله يې وازه پاتې شوه. تر ډېره يې
باور نه راته چې ډاکټر انور دې د يوه خوار څوکيدار زوى وي او اخر يې هغه
وخت زما خبره زړه ته ولوېده، چې له انور او سويتا سره اخيستی عکس مې له
جېبه ورته راوايست.