دی يوه شېبه غلی و، بيا يې ډاډ راکړ چې د انور د ادرس په پيدا کولو کې به
هڅه وکړي، خو غټ خلک په پردو غمونو پسې دومره سر نه ګرځوي. ده به نن- سبا
راته کول او ما به هم نه پرېښود، په ورځ کې به مې څو ځله پوښتنه ورنه کوله
او کله چې مې يو سهار په ادرس پسې د رئيس د دفتر دروازه خلاصه کړه، دی له
څو خارجيانو سره ناست و. په هماغه ساعت يې په تريو تندې او يوه اشاره له
دفتره ووتم، خو وروسته يې د دفتر اداري مشر ته ويلي وو چې بابه مالک په
دفتري نزاکت نه پوهېږي، سر له ننه ځواب دی.
ماته دا کومه مهمه خبره نه وه، نه خواشينى شوم او نه هم د خوابدون کوم
احساس راته پيدا شو. ما تر اوسه په کابل کې د يوه چا لپاره ژوند کاوه او
اوس چې هغه نه و، کابل راته سور اور ښکارېده. ځکه مې په بې پروايۍ بکس
راواخيست او د قره باغ پر لور مې مخه کړه.
هلته مې پر کوټو يو څه لاس تېر کړ. خپل امانت ايښى د کور سامان يې مات- ګوډ
راوسپارل او بېرته مې د کلي ژوند پيل کړ. په څو مياشتو کې مې جېب تش شو.
بېرته هماغه خوار مالک شوم او کله چې په مزدورۍ پسې ووتم، نو دوه پرله پسې
ورځې مې کار ونه موند. خلک نه وو ګرم، ځکه زما په مټو کې هغه پخوانى زور نه
و پاتې. نه مې بېلونه پورته کولای شوای او نه مې هم په خپل بدن کې د
کارېزونو د پاکولو سيکه ليده. زه اوس بوډا وم. په ږيره او سر کې مې تور
وېښته نه ښکارېدل او د غمونو له لاسه دومره زهير شوی وم، چې پر لاره هم سم
نه شوم تلای.
څه موده مې په قره باغ کې تېره کړه، خو هلته مې طاقت ونه شو کړای. لوږې،
نېستۍ او پخوانيو يادونو ځورولم. ډېر وخت به مې ګېډه تشه وه. ما نه کار
کولای شوای او نه مې هم دا منله چې په خپل قوم کې چاته لاس اوږد کړم. ځکه
مې قره باغ هم پرېښود.
اوس دا دی په جوماتونو ګرځم. کله يو ځای کله بل ځای... څوک لېونى راته وايي،
څوک مې سوالګر بولي او ځينې هم ملنډې راباندې وهي...
اه انوره! زه دې څومره په بېوسۍ کې پرېښودم!
بوډا غلی شو.
ما وويل:
کاکا! نو چې دی ستا په کيسه کې نه شو، تا ولې په زړه کې ځای ورکړی؟
يو دم يې راته وکتل، وروځې يې سره ورغلې، سپږمې يې کښته پورته شوې. لاندېنۍ
شونډه يې وځړېده او په زوره يې وژړل:
څه وکم؟ هر رنګه چې وي، هغه مې زوى دی، کله مې هېرېږې؟
بوډا داسې ژړل، لکه له کوم ماشوم نه چې د هغه مور ورکه شوې وي. اوښکو يې پر
ښي سپېره غومبري منډې وهلې... دا ځل يې نه مخ رانه واړاوه او نه يې هم
سترګې ته لاس ونيو. بې اختياره يې ژړل او د ده په ليدو زما سترګې هم ډکې-
ډکې کېدې.
بوډا ښه شېبه وژړل. وروسته يې پر خپله پزه لستوڼى تېر کړ او چې څه شېبه
نوره هم ووته، د خپل بالاپوښ له جېب نه يې عکس راوايست. عکس ته يې وکتل. دی
تر ډېره ورته ځير و او هماغسې يې له ځان سره وويل:
اه انوره زويه! زه څومره يوازې يم، ډېر يوازې، زه اوس هېڅوک نه لرم؛ څوک نه
شته چې زما پر ټټر سر ولګوي، خبرې مې واوري او ابا راته ووايي. اى زويه!
ستا خبرې مې يادېږي، زه اوس چاته د شېرينو کيسې وکړم؟ د چا په هيله ژوند ته
په مينه وګورم؟ زه اوس ډېر بېوسه يم، ډېر بېوسه. دومره بېوسه چې ان مرګ هم
مخ رانه اړولى دی.
بوډا غلی شو، خو پرته له دې چې سر پورته کړي، يو دم يې په لوړ غږ وخندل. دا
خندا دومره ناڅاپي او غيرطبيعي وه چې بدن مې زيږ شو. ده هماغسې په خندا کې
چيغه کړه:
اى شېرينو! راشه او خپل اکرب ته وګوره! ستا اکرب اوس هېڅوک نه لري. دی ډېر
بېوسه دی، دومره بېوسه چې نور نو د غمونو هم خوا ورته بدېږي...
بيا يې يو دم وژړل:
ته چېرته يې؟ يو ځل خو اکرب راته ووايه، يوازې يو ځل...
بوډا ژړل... کله به يې انور ته ورچيغه کړه او کله به يې شېرينو ته د خپل
زوی له لاسه ګيلې کولې، داسې لکه هغه چې مخامخ ورته ناسته وي او د ده خبرې
اوري، خو زه وپوهېدم چې بوډا تر عصبي فشار لاندې و. خدای شته چې زما هم
اوښکې له واکه ووتې. ورنږدې شوم او بې اختياره مې غېږ ترې تاو کړه. ده هم
زما پر اوږه سر کېښود او په چيغو- چيغو يې وژړل... بوډا اوښکې تويولې او ما
يې په لاس کې نيولي عکس ته کتل چې له ده سره يې نږور او زوی هم ولاړ وو.
انور په عکس کې خندل او ماته داسې وايسېده، لکه د خپل پلار په بېوسۍ پورې
چې خاندي.
بوډا تر ډېره زما پر اوږه خپل تندی لګولی و او کله چې يې زړه تش شو، په
رېږدېدلو لېنګو دباندې ووت.
ما هم بړستن سمه کړه. د څښلو اوبه مې ورته کېښودې او په بخارۍ مې لرګي پسې
کړل. کله چې بېرته راغی، پرته له دې چې راته وګوري، پر خپل ځای کېناست او
سر يې وځړېد.
ورو مې وويل:
کاکا! ته مه خپه کېږه! د غونډۍ کلي ته له کاناډا نه يو څوک راغلی دی. چې لږ
لار پيدا شي، زه به يې احوال درته راوړم، کېداى شي انور وپېژني.
ناڅاپه يې سر پورته کړ. پر خړو شونډو يې يوه موسکا وغزېده او په بېړه يې
وويل:
چېرته؟
_يو کلى دی، هلته دوې مياشتې مخکې يو چا له کاناډا نه د خپل پلار جنازه
راوړه. دومره خبر يم چې تر اوسه لا بېرته نه دی تللی. شايد ستا زوی وپېژني،
ځکه دی هم په �ټورنټو� کې اوسېږي.
سترګه يې وځلېده:
دا کلی کومې خواته دی؟
_شمال لور ته، تر غونډيو ورهاخوا.
په خوشالۍ يې وويل:
سهار ته درنه ځم.
ما وخندل:
په دې واوره کې تګ دومره اسانه هم نه دی، دوه- دوه نيم ساعته مزل غواړي. ما
درته وويل چې لږ منډ پيدا شي، زه به يې په خپله احوال درته راوړم.
_نه زويه! کله پاتې کېدای شم.
ورو مې وويل:
ګوره کاکا! خپل ځان په لېوانو مه خوره، سږ کال واوره ډېره ده. په خوراک پسې
د غره ټول ځناور دښتو او غونډيو ته راکښته شوي دي؛ پرون هم ښکاريانو د
لېوانو پلونه ليدلي وو.
بوډا څه ونه ويل.
ما د اوداسه لپاره بدنۍ ورته ډکه کړه، جاينماز مې ورته کېښود او کله چې د
مېلمنو له کوټې وتم، مخ مې ورواړاوه:
دوې ورځې لا نور هم صبر وکه، زه به د کلي څو ځوانان راسره ملګري کړم. خدای
مهربان دی، ګوندې هغه سړی د انور په اړه څه معلومات ولري.
دا مې وويل او له کوټې ووتم.
***
سهار وختي چې کله د لمانځه په نيت جومات ته تلم، دباندې دومره لړه وه چې د
انګړ دېوالونه لا هم نه ښکارېدل. خو کله چې د انګړ دروازې ته ورسېدم، بدن
مې زيږ شو. د مېلمنو د کوټې له خوا پلونه راغلي او له دروازې وتلي وو. په
بېړه مې کوټې ته ورمنډه کړه. ور خلاص و او په کوټه کې هېڅوک نه ښکارېدل.
تشناب مې وکوت، هلته هم څوک نه و.
له انګړ نه ووتم. په پلونو پسې ګړندی روان شوم... د پلونو تر څنګ، په واوره
کې د لکړې د لګېدو ځايونه هم ښکارېدل.
له کلي ووتم. پلونه شمال لور ته د غونډيو خوا ته غزېدلي وو. نور هم ګړندی
شوم. يو ځای مې په واوره کې د انسان د لوېدو نښه وليده، بيا د غونډيو خوا
ته کاږه واږه پلونه تللي وو.
ښه شېبه مې مزل وکړ. څو ځله ولوېدم، له خولې نه مې تاوونه پورته کېدل، خو
ټټر مې په خولو لوند و. نه پوهېدم چې بوډا به څه وخت له کوره وتلی و. دا هم
نه راته معلومېده چې دی به څومره تر ما مخکې روان و، ځکه هوا خړه وه. هېڅ
هم نه ښکارېدل. څو ځله مې په چيغه د بوډا نوم واخيست: (کاکا مالکه! اى کاکا
مالکه!...) خو په چوپه چوپتيا کې مې هېڅ کوم غږ وانه ورېد. هماغسې ګړندی
روان وم... ځاى- ځاى به مې پښه تر ځنګانه پورې په واوره کې ننوته، خو کله
چې د لومړۍ غونډۍ پيڅکې ته ورسېدم، پښې مې ولړزېدې او ځاى پر ځای ودرېدم.
د غونډۍ په لمن کې له ختيځ لوري نه د يوې ډلې لېوانو پلونه راغلي وو، د
بوډا پر پلونو تېر شوي وو، خو پلونه بېرته لنډ راګرځېدلي وو او د بوډا له
پلونو سره جوخت شمال لور ته ختلي وو.
يوه شېبه ولاړ وم، په سترګو کې مې اوښکې را ټولې شوې. ما هېڅ هم نه شو
کولای، ان د اځل مې له وېرې چيغو ته هم خوله نه شوای جوړولای او کله چې مې
د يوه لېوه د انګولا نرۍ کوکه په غوږو ننوته، بې اختياره مې د کلي خوا ته
ورمېږ کوږ شو. کورونه نه ښکارېدل. په زړه کې مې وېره را ټوله شوه او پر خپل
راغلي کيڼ پله مې خپله ښۍ پښه کېښوده.