انور زلمی و، خو هېڅ وخت به يې پيسې په جېب کې نه ګرځولې. د اړتيا پر وخت به يې
ماته خوله جينګه کړه او کله چې به مې تر اړتيا ډېرې پيسې ورته ونيولې، يوازې دومره
به يې وراخيستې، چې ضرورت به يې ورته درلود.
دی هېڅوخت بېځايه نه ګرځېده. درانه خويونه يې لرل، لږې او په تول پوره خبرې به يې
کولې. په کوڅه کې به په ټيټ سر روان و او په ګاونډيانو کې يې دروند نوم درلود.
انور په اتلس کلنۍکې لېسه خلاصه کړه. بيا يې د مهاجرو په يوه پوهنتون کې امتحان
ورکړ او په خپل لياقت ډاکټرۍ ته بريالی شو.
په هغه ورځ ډېرخوشاله ښکارېده، ستر ګې يې له اوښکو ډکې وې. لومړی يې زما لاسونه په
ښکلولو لانده کړل او بيا يې کلکه غېږ راکړه. ده خپل برياليتوبونه زما د خولو د
تويولو له امله ګڼل. په هغه شپه يې تر ناوخته زما پر ټټر سر ايښی و. نورې شپې به يې
له ما نه خبرې اورېدې، خو په دې شپه د ده خوله ډېره ښورېده. زما ستونزې او کړاوونه
يې يادول او د هغوخواريو په اړه غږېده، چې د انور په وينا ما د ده لپاره ګاللې وې.
انور په پوهنتون کې هم تکړه و، د درس تر څنګ به يې د پخوا غوندې نورو ته انګرېزي
ورښوده. ده به د لارې کرايه او د پوهنتون مصرف په خپله پوره کاوه او پر دې سربېره
به يې د خپل لاس په ګټلو پيسو کله- کله دوکان ته هم سودا راوړله.
ورځې په اوونيو بدلېدې، اوونۍ په مياشتو او مياشتې هم په کلونو... د انور د زده کړو
وروستی کال و، چې پوهنتون يې د پاکستان حکومت وتاړه.
دا دکرزي د واکمنۍ لومړۍ دوره وه، د خلکو بيا ليک- لوست ته تمه پيدا شوې وه او د
ښوونځيو، لېسو او پوهنتونونو زده کوونکي ډېر شوي وو. انور هم لنډه موده کابل ته
راغی او کله چې يې په کابل پوهنتون کې خپل کارونه سم کړل، نو موږ تصميم ونيو چې
بايد خپل هېواد ته لاړ شو. هماغسې وشول، موږ درې تنه پېښور ته تللي وو. زه، ميره او
انور، خو د راتګ پر مهال د ميرې هډوکي د پېښور په خاورو کې پاتې شول.
کله چې تر شل کلن هجرت وروسته بېرته قره باغ ته لاړو، زموږ د کور پر ځای يوازې د
خاورو غونډۍ ولاړه وه. د کلي هديره څو چنده لويه شوې وه او د کورونو په دېوالونو کې
د ګوليو د لګېدو ځايونه ښکارېدل.
د خاورو غونډۍ مو اواره کړه او د کور پر پخواني ځای مو د پخوا غوندې دوې کوټې او يو
دالان جوړ کړ.
انور څه موده وروسته کابل ته لاړ او زه يوازې پاتې شوم. په لومړۍ شپه تر ډېره خوب
نه راته، داسې وم لکه کومه ورکه چې مې شوي وي ، ځکه انور به تر خوب مخکې تل زما پر
ټټر سر لګاوه. په څلېرويشت کلنۍ کې هم همدا خوى ورسره ته. ده به تر ډېره زما پر ټټر
سر ايښی و . پېچلي وېښته به يې پاسته راباندې لګېدل او خوند به مې ورنه اخيست. موږ
به له يوې او بلې خوا سره غږېدو، خو د پخوا غوندې به مو ډېرې خبرې د شېرينو په اړه
وې. انور به يوازې هغه وخت خپلې بسترې ته وروښويېد، چې سترګې به يې خوب وردرنې کړې.
خو بيا مې هم زړه ته ډاډ ورکړ، چې انور به په رخصتيو کې راځي. اټکل مې سم وخوت.
انور په دوهمه جمعه کور ته راغی. د دوو اوونيو خبرې يې ټکي په ټکي راته وکړې او د
شنبې په سهار بېرته کابل ته ستون شو.
انور به په مياشت کې يو- دوه ځلې کور ته راته. تر ډېره به راسره ناست و، خبرې به يې
راته کولې. د خپلو درسونو په اړه به غږېده، ويل به يې چې د انګرېزۍ ژبې څومره زده
کوونکي لري. د ليليې ژوند يې څنګه دی او د کمپيوټر په زده کولو کې يې ذهن څومره ښه
کار کوي.
انور چې به هر ځل کور ته راغی، نوې خبرې به يې راته لرلې. ما به غوږ ورته نيولی و
او د ده خبرې ښې راباندې لګېدې.
انور د پوهنتون وروستی کال هم په برياليتوب پاى ته ورساوه او پر نوم يې د ډاکټر
کليمه هم ورزياته شوه: ډاکټر انور!
وروسته يې په يوه بهرنۍ موسسه کې کار وموند او ما په لومړي ځل ډالر وليدل.
د ده د راتګ ورځ به د سيمې ډېرو اوسېدونکو ته معلومه وه. له راتګ سره به يې زموږ
انګړ له وړو، زړو، تورسرو او سپين سرو ډک شو. چا به ټوخل، ځينو به خپلو ملاوو ته
لاسونه نيولي وو او يو شمېر نورو به بيا له خپلو معدو نه شکايت درلود. انور به په
ورين تندي دوی کتل، نسخې به يې ورته ليکلې او ما به په ده وياړ کاوه.
زه نور هغه پخوانی خوار مالک نه وم، چې چا به پور لا نه راکاوه. خلکو اوس د ډاکټر
انور پلار بللم او په سيمه کې د عزت په سترګه راته کتل کېدل . زوی هم زما و، پيسې
هم زما وې، هېچا يوه روپۍ هم نه رانه غوښته، خو خلکو درناوی راته کاوه او لاس په
نامه راته ولاړ وو.
خو زه پوهېدم چې هماغه پخوانى مالک يم، پخوا خو مې لا د خلکو خدمت کاوه؛ کارېزونه
مې کيندل، پخڅې مې وهلې او دهقاني مې کوله، خو اوس غوړ برېتونه ګرځېدم، دوی ماته
نه، بلکې زما شتو او ثروت ته مات وو. ځکه به مې د دوی له کښته- پورته کېدو نه خوند
نه اخيست. ما يوازې له خپل زوی سره مينه درلوده، هغه راباندې ګران و او د ده مينه
له هر راز ککړتيا نه پاکه راته ښکارېده.
زه هم پر ده ګران وم، خپل ګاړګوتي وېښته به يې زما پر ټټر ايښودل. کيسې به يې راته
کولې او په دفتر کې به يې له خپل پرمختګ نه خبرولم.
بوډا غلی شو.
په بېړه مې وويل:
بيا؟
پرته له دې چې راته وګوري، يو سوړ اسوېلی يې وايست او ورو يې وويل:
خو انور يو دم بدل شو. که څه هم دی د پخوا غوندې کور ته راته، خو څېره به يې نيولې
غوندې وه. دی خواشينی ښکارېده او زما له ټټر نه به يې خپل سر ژر پورته کاوه. نور به
يې د پخوا غوندې نه خندل، زما پوښتنو ته به يې لنډ ځوابونه ورکول. د ناروغانو ليدو
ته يې زړه نه ښه کاوه او تل به په فکر کې ډوب و.
ده نه خوراک درلود او نه هم خوب. کله چې به ما د خواشينۍ علت ورنه وپوښت، نو په
درواغجنه خندا به يې د خپلې ستړيا او د کارونو د ډېريدو خبره رامنځته کړه. خو زما
زړه ته نه لوېده، ځکه انور داسې څوک نه و چې له کاره ستړی شي.
اخر يوه ورځ د ده د خواشينۍ په راز وپوهېدم. يو ماسپښين کوټې ته ورننوتم. انور کتاب
سترګو ته نيولی و. دی دومره په فکر کې ډوب و چې زما په ورتګ هم خبر نه شو. کله چې
يې تر څنګ تېرېدم، نو ناڅاپه مې بدن زيږ شو. انور کتاب ته نه کتل، بلکې ده په کتاب
کې ايښي د يوې نجلۍ عکس ته وچې سترګې نيولې وې. د انور پر اوږه مې لاس کېښود. ده يو
ټکان وخوړ او په بېړه يې د کتاب پاڼې سره وروستې. يو نظر يې راته وکتل، رنګ يې ژيړ
و او غټې سترګې يې تکې سرې ښکارېدې...
ورو مې وويل:
څوک ده؟
دی وارخطا شو، خپلې پښې يې ورټولې کړې، غوښتل يې چې ولاړ شي، خو ما تر لاس ونيو او
په خندا مې وويل:
درباندې ګرانه ده؟
بغور يې سره شول، سر يې وځړېد، خو څه يې ونه ويل.
ما زياته کړه:
ګوره زويه! مينه ګناه نه ده، خو زه ستا پلار يم. بايد پوه شم چې تا څوک خوښه کړې،
دا نجلۍ څوک ده او څنګه دې ورسره وپېژندل؟
په وارخطايۍ يې وويل:
سويتا نومېږي، په يوه سيمينار کې مې ورسره وپېژندل، دا له منځني طب نه فارغه ده.
په خندا مې وويل:
سويتا! څه عجب نوم دى!
په شرمېدلي غږ يې شونډې وخوځېدې:
ښه نجلۍ ده، مور اوپلار يې درانه خلک دي.
_پلار يې څه کاره دی؟
پلار يې انجنير دی او مور يې هم معلمي کوي. دوی يوازې همدا يوه لور لري.
يوه شېبه غلی وم، بيا مې کتاب ته لاس وروغزاوه، خو انور پر کتاب ګوتې ټينګې کړې او
په شرمېدلې غږ يې وويل:
ابا! لولم يې.
ما وخندل:
پوهېږم زويه! تر اوسه هم د کتاب په لوستلو بوخت وې!
يوه شېبه يې راته وکتل، پر پراخ تندي يې د خولو څاڅکي پراته وو، شونډې يې يوې خوږې
موسکا بدرګه کړې او په بېړه له کوټې ووت.
عکس مې راواخيست، يوه نجلۍ وه چی له تور پوړوني نه يې ژيړ وېښته راوتلي وو. دې شنې
سترګې درلودې او څېره يې تر ډېره انګرېزانو ته ورته وه.
يوه لحظه فکر په مخه کړم. وروسته مې په زړه کې راتېره شوه:
هلک مين دی، راځه زړه يې مه ورماتوه.
بوډا غلی شو، ماته يې وکتل او په خندا يې وويل:
څنګه! ته خو به نه يې مين؟
ما وخندل:
نه، تر اوسه لا نه.
ده وويل:
ښه ده زويه! خپل درسونه دې وايه، که دې پر چا زړه بايلود، بيا به د دنيا کارونه
درنه پاتې وي، ځکه مينه عجب درد لري، يو سوځوونکی درد، داسې يو درد چې انسان د
اوسپنې غوندې ويلې کوي. مين نه خپل لري، نه پردی، هېڅوک به هم نه پېژني. دی يوازې
خدای ته ژاړي او له هغه نه خپله مينه غواړي.
زه هم مين وم. ما نه د خدايداد ځمکه ومنله او نه هم د ده کلا او پيسې. زما لړمون
يوازې د پلار په غچ سړېده، خو يوه خړ سهار مې ژوند رابدل کړ. د شېرينو په ليدو مې
پر زړه د مينې اوبه تېرې شوې او د غچ په نوم يې څه نه پرېښودل.
اوس انور مين و. بله چاره نه وه او ښه مې دا وګڼل چې د ده خوښې ته غاړه کېږدم.
مياشت لا نه وه وتلې چې د انور له خوا يو ليک راورسېد. ليکلي يې وو چې د نجلۍ له
کورنۍ سره غږېدلی اوله ما نه يې غوښتنه کړې وه چې کابل ته ورشم.
ما هم په دوهمه ورځ د کابل پر لور حرکت وکړ. تر څلور ساعته مزل وروسته په کوټۀ سنګي
کې کښته شوم. انور ته مې له يوه هوټله ټيليفون وکړ. نيم ساعت لا نه و وتلی چې انور
راغی. ده خړوزمه دريشي اغوستې وه. پېچلي وېښته يې پر تندي پراته وو او ږيره يې تر
پخوا لنډه ښکارېده. هغه کلکه غېږ راکړه. وروسته له هوټله کښته شوو او په يوه ټکسي
کې کېناستو.
پر لاره د خلکو ګڼې ګوڼې ته حيران شوم، له موټرو لار نه کېده او د سړکونو پر غاړو
نوې ودانۍ مخ پر جوړېدو وې، ځکه ما له عسکرۍ راوروسته بيا کابل نه و ليدلی. هغه وخت
دومره بير و بار نه و؛ سړکونه تش ښکارېدل او په څو دقيقو کې به دې يوازې يو- دوه
موټره تر څنګ تېر شول، خو اوس خلک داسې سره خوځېدل، لکه د سرو بمبرو (غومبسو) ځالې
ته چې لرګی ورنږدې کړې.
انور د کابل په تايمني کې د يوه مارکېټ پر سر کوټه کرايه کړې وه. د کوټې يوه دېوال
ته يوه توشکه پرته وه، بل کونج يې له کتابونو ډک و او وره ته نږدې څو پيالې،
چايجوش، د ګاز ډبه او يو کوچنی دېګ ښکارېده.
انور چايجوش پر ګاز کېښود. شېبه وروسته مو چای سور کړ او بيا د ده په غوښتنه دباندې
ووتو. لومړى يې په يوه مغازه کې يوه نوې کورتۍ راواغوسته، بيا يې پر يوې سپينې خولۍ
پيسې ورکړې. وروسته يې د کابل د حمامونو په ستاينه خوله پرانيسته. ويل يې چې تودې
اوبه لري او ګرمه هوا يې په بدن کې خيره نه پرېږدي. په پای کې يې راياده کړه چې
دواړه به حمام ته لاړ شو. ما ويل چې همدا نن سهار تر اوبو ووتم، خو ده په خندا زما
ږيرې او وېښتو ته اشاره وکړه چې د لارې دوړو وهلې دي. د انور په ټينګار حمام ته
لاړم، خو تر ځان پرېمينځلو دمخه يې د سلمانۍ پر څوکۍ کېنولم او سړي ته يې وويل چې د
سر وېښته او ږيره يې وروړه که.
د سر د وېښتو په کمولو کې ما هم کومه خبره نه درلوده، خو پر ږيره مې زړه نه کېده.
خو انور ټينګار کاوه چې مازې د وېښتو سرونه به يې بياتي کړي. اخر راباندې زورور شو
او شېبه وروسته مې له سر او ږيرې ګډوډ، توراوسپين وېښته توی شول.
که څه هم چې ږيره مې تر موټي وته او لا پر سنت برابره وه، خو بيا مې هم د ګناه
احساس کاوه. تر هغه وروسته نومره يي حمام ته ورننوتم. حمام تود و، خو له ناپاکۍ او
بدبويۍ نه يې ټېکه نه کېده.
کله چې له حمامه راووتم، نو د انور په غوښتنه يوه هوټل ته ورننوتو. هلته پر
پلاسټيکي څوکيو کېناستو. هوټلي راغی او انور د دوو خوراکو کباب فرمايش ورکړ، خو د
ډوډۍ د خوړلو پر وخت مې د سوالګرو له لاسه ګوله نه تېرېده. په لسو دقيقو کې به تر
لسو ډېرې ښځې، ماشومان او سپين ږيري راته درېدلي وي. لومړيو دوو- دريو ته مې څو
ماتې روپۍ ونيولې، خو بيا مې تر وس تېره شوه.
ماسپښين قضا انور ته يو ټيليفون راغی. دی تر سلام وروسته يوه شېبه غلى شو، بيا يې
يو دم وخندل او ويې ويل:
هو! راغلی دی، د مازيګر خوا ته درځو.
کله چې يې ټيليفون ته ځواب ورکړ، ماته يې وکتل. په سترګو کې يې د شرم نښې ښکاره
شوې. بيا مخامخ راته کېناست، زما پر ځنګنو يې لاسونه کېښودل او په ځړېدلي سر يې
وويل:
ابا! ته پوهېږې چې ما د څه لپاره راوغوښتې؟
ما وخندل:
هو زويه! پوهېږم.
شونډې يې وخوځېدې:
ما په خط کې درته ليکلي وو...
په خبره کې يې ورولوېدم:
چې د سويتا له کورنۍ سره غږېدلی يې.
ده وخندل. ورو ولاړ شو، د ورسۍ تر څنګ ودرېد او په داسې حال کې چې لاندې سړک ته يې
کتل، ويې ويل:
ځکه مې راوغوښتې چې نجلۍ ووينې او له مور او پلار سره يې خبرې وکړې.
ولاړ شوم، د انور پر اوږه مې لاس کېښود او ومې ويل:
سمه ده، څه چې ستا خوښه وي، هماغسې به وشي.
مخ يې راواړاوه، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې. لومړی يې زما پر ښي لاس شونډې کېښودې
او بيا يې کلکه غېږ راکړه.
د تګ په وخت کې يې په خواره خوله د پټکي د ليرې کولو راته وويل. دليل يې دا و چې
هوا توده ده او ما د انور لپاره له هلکتوبه راهيسته په لومړي ځل خولۍ پر سر کېښوده.
انور په لاره کې د نجلۍ د کورنۍ په اړه خبرې کولې. ويل يې چې لوستي خلک دي، ولور نه
اخلي او ان د ښوروا لنده ډوډۍ هم لا په کاشوغه خوري. ده خبرې کولې، د دوی د ژوند په
اړه غږېده او په غيرمستقيمه توګه يې پر غوږ وهلم، چې د ښاري ژوند نزاکتونه کوم دي؟
تر نيم ساعت مزل وروسته په يوه پخه کوڅه کې له ټکسي نه کښته شوو. انور ويل چې دا
نوی ښار دی. دلته کورونه ګران دي او د ښار په دې برخه کې يوازې شتمن خلک ژوند کوي.
بيا د يوه کور دروازې ته ودرېدو. انور پر زنګ ګوته ټينګه کړه او شېبه وروسته يو په
ونه ټيټ او ږيره خرېيلي سړي ښه راغلاست راته ووايه. کله چې سړی مخ ته شو، انور زما
غوږ ته خوله راټيټه کړه:
انجنير صاحب دی.
موږ هم په سړي پسې ګامونه واخيستل. کور يو منزله و، خو پاک او ښکلی. په دېوالونو
پورې يې ښويه تيږې سريښ وې او د انګړ تر چمن يې سره ګلان راتاو وو.
شېبه وروسته يوې پراخې کوټې ته ورننوتو. زه او انور پر پستو کوچونو کېناستو، خو کله
چې مې په انجنير پسې سترګې وغړولې، له کوټې وتلى و.
شا و خوا مې وکتل، کوټې ښکلې پردې لرلې او پر مخامخ دېوال د يوې نيمه بربنډې نجلۍ
يو لوی تصوير راځړېده.
د انور وارخطا غږ مې واورېد:
ابا! د هندي فلمونو يوه لوبغاړې ده.
دا وخت يوه پخه ښځه کوټې ته راننوته. هغې ننوتې سترګې درلودې، ټيکری يې په غاړه کې
پروت و او په سره رنګه تنګ پنجابي کميس کې يې د ټټر راوتلې برخې له ورايه ښکارېدې.
ښځې په خندا وويل:
له ليدو نه مو خوشاله شوم.
ومې ويل:
خدای دې مه خواروه.
هغه مخامخ راته کېناسته. د کميس لمن يې پر خپلو غوښينو ورنو ورکش کړه او په خندا يې
وويل:
زه د سويتا جانې مور يم. انور جان ستاسو ډېر صفت راته کړی، په رښتيا هم چې پر هغه
ګران ياست.
انور ته مې وکتل، خوشاله ښکارېده.
يوه شېبه غلي وو. ښځې د مېز پر سر يوې پرتې مجلې ته لاس وروغزاوه. مجله يې څو ځلې
خپل مخ ته وخوځوله او په تريو تندي يې وويل:
دا يې هم حکومت! له غرمې راهيسې برق نه شته، له ګرمۍ مړه شوو!
بيا يې ماته وکتل، د تندي ګونځې يې اوارې شوې او په خندا يې وويل:
تاسو څنګه؟ برق مو سم دی؟
خوله مې ځواب ته جوړوله، چې انور وار ړومبی کړ:
موږ برق نه لرو، له جنراتوره کار اخلو.
حيران شوم، د انور له خولې مې په لومړي ځل درواغ واورېدل، ځکه موږ جنراتور نه
درلود؛ په کور کې مو لاټين لګاوه.
ښځې وخندل:
ټلويزيون چالانولای شي؟
انور يو ځل بيا درواغ وويل:
هو! برق يې قوي دی.
ما ورته وکتل، غومبري يې سره شول.
دا وخت انجنير کوټې ته راننووت. هغه د خپلې ښځې تر څنګ کېناست. ماته يې وکتل، موسک
شو او پرته له دې چې څه ووايي، د مېز له سره يې يو کتاب ورواخيست او سترګو ته يې
ونيو.
ښځه ولاړه شوه او په خندا يې وويل:
بخښنه غواړم.
له دې سره له کوټې ووته، خو لنډه شېبه وروسته بېرته له يوې سرتورسرې نرۍ نجلۍ سره
کوټې ته راغله. ښځه پر خپل ځای کېناسته او نجلۍ له مېوې نه ډک غوري زموږ تر مخ پر
اوږده مېز کېښود. وروسته يې يوه خوږه موسکا وکړه او له نريو شونډو نه يې د �سلام�
ټکی راووت.
ښځې وخندل:
سويتا جانه ده.
نجلۍ د خپلې مور تر څنګ کېناسته او سر يې وځړېد، خو ښځې مخ ورواړاوه او په خندا يې
وويل:
لورکۍ! مېلمنو ته مېوه نه ږدې؟
د هغې په سپينو بغورو کې سرخي وغوړېده، ولاړه شوه او له غوري نه يې يوه- يوه مڼه او
يو- يو ورښکی انګور په دوو وړو غابونو کې کېښودل. يو غاب يې انور ته وروښوياوه او
بل يې ماته رانږدې کړ، وروسته بېرته د خپلې مور تر څنګ کېناسته.
هغې ته مې وکتل، ښکلې وه او په ګرد سپين مخ کې يې اوږدو شنو سترګو يوه نوراني ځلا
پاشله، خو لوڅې غاړې او بې لستوڼو کميس يې خوند رانه کړ.
د انور غږ مې واورېد:
پلاره! مېوه درواخله!
انجنير ته مې وکتل، خو هغه ته مېوه نه وه ايښې او د پخوا غوندې يې کتاب سترګو ته
نيولی و، بېرته مې انور ته سترګې ورواړولې، ده ماته کتل.
حيران شوم، انور به ماته تل �ابا� ويل. د ده له خولې نه په لومړي ځل د پلار ټکی
راته راووت. �پلار� هم ښکلې کليمه ده، خو ماته نابلده ښکاره شوه. دومره خوند مې
ورنه وانه خيست، لکه څومره چې د�ابا� په ټکي کې پروت و. ځکه انور په لومړي ځل ماته
�ابا� ويلي و. دې توري ته مې اوښکې تويې کړې وې، خندلي مې وو او د ژوند خواږه
يادونه مې په کې پراته وو. خو دا يو کليوال توری و، فکر کوم انور به د �ابا� په
ويلو شرمېده، ځکه يې پلار...
بوډا وټوخل، بيا يې ټوخي زور ونيو او ولاړ شو. د ورسۍ پله يې خلاصه کړه، لاړې يې تو
کړې او په داسې حال کې چې پله يې بېرته پورې کوله، ويې ويل:
ما وبخښه!
وروسته يې خپله کيسه پسې وغزوله:
موږ تر ناوخته پورې خبرې وکړې، خو کله چې د کوژدنې موضوع رامنځته شوه، نجلۍ په
ځړېدلي سر له کوټې نه ووته. که څه هم چې د انجنير د لور د ژوند مسئله وه، خو ده له
خبرو سره دومره دلچسپي نه ښوده. کله- کله به يې يوه خبره له خولې نه راووته، چې د
ده د ذوق نمايندګي به يې کوله. خو مېرمن يې بيا سور اور وه، ژبه يې بې واره چلېده؛
خبرې يې کولې. د سويتا د راتلونکي ژوند نېکمرغي يې غوښته او له هرې خبرې سره به يې
خندل. ماته د کور اصلي واکداره دا ښکاره شوه.
اخر مې د مازيګر لمانځه ته جاينماز وغوړاوه، خو دوی لا خبرې کولې، ان انور هم لمونځ
ونه کړ.
ماخوستن ناوخته د انجنير له کوره راووتو. تر عمومي سړکه دواړه غلي وو، نه پوهېږم چې
انور به څه فکرونه وهل، خو زما پر دې کور زړه ونه لګېد او د کورنۍ غړي بې بند و
باره راته ښکاره شول.
کله چې په ټکسي کې کېناستو، انور په خواره خوله وويل:
ابا! څه په کې وايې؟
هغه ته مې وکتل، د مخامخ راروان موټر ژيړې رڼا يې څېره روښانه کړې وه، ورو مې وويل:
ګوره زويه! فکر نه کوې چې موږ او دوی ډېر سره ليرې يو؟
انور يوه شېبه غلی و، بيا يې په مړاوي غږ وويل:
ابا! دا سمه ده چې يو څه ازاد خلک دي، خو ښاري ژوند دی، په زړونو کې بيا څه نه لري،
هسې جامې يې يو څه...
په خبره کې يې ورولوېدم:
خو ماته يې خوند را نه کړ. کوژده لا درک نه لري، خو نجلۍ بيا نېغه راسره ناسته وه.
دی غلی و.
ما زياته کړه:
ګوره زويه! زما يوه خبره ومنه، پخواني خلک وايي: �کلاله وکه، خپله سياله وکه�. په
کلي کې چې دې پر هره نجلۍ لاس کېښود، له ما يې وغواړه، خو تر دې تېر شه!
انور ځواب را نه کړ. ما هم نور څه ونه ويل او پاتې لار دواړه غلي وو.
شېبه وروسته له موټره کښته شوو. پر زينو وختو او کله چې کوټې ته ورننوتو، انور ګروپ
ولګاوه، جاينماز يې راته ويړ کړ او په خپله له کوټې نه ووت.
نيت مې وتاړه او پر لمانځه ودرېدم. نهه رکاته وروسته چې مې کله له خدايه د شېرينو
اروا ته خوشالي غوښته، انور کوټې ته راننوت. ده په توليا خپل مخ او لاسونه وچ کړل،
جاينماز مې ورته پرېښود او پر لمانځه ودرېد.
تر لمانځه وروسته يې د توشکې سر ته بالښت کېښود او خپل ځانته يې پر غولي کمپله
اواره کړه، بيا يې په ځړېدلو شونډو وويل:
ګروپ مړ کم؟
کله چې مې د هو په نښه سر ورته وخوځاوه، په کوټه کې تياره شوه.
انور پر خپل ځای پرېووت، خو وروسته راوښويېد. زما پر ټټر يې سر کېښود. ما يې په
پېچلو وېښتو کې ګوتې تېرې کړې. تر ډېره دواړه غلي وو، خو بيا د انور خوابدي غږ
چوپتيا ماته کړه:
ابا!
_هه!
غږ يې ژړغونی شو:
ابا! که مې مور ژوندۍ وای، (نه) به يې نه و راته ويلي؟
زړه مې درد وکړ. د انور سر مې په ټټر پورې ټينګ ونيو. ورو مې وويل:
ښه ده زويه! ښه ده. څه چې ستا خوښه وي، هماغسې به وشي.
بوډا وټوخل او خبرې يې پرې شوې.
ما وويل:
کاکا! نن بيا ډېر ټوخېږې!
ده وخندل:
څنګه يې کيې؟ زوړ انسان، د زوړ موټر غوندې دی؛ تل به يې پرزې خرابې وي...
په خبره کې يې ورولوېدم:
که سهار ته هوا ښه وه، د ولسوالۍ بازار ته ځم. د کور له سودا سره به تاته د ټوخي
دوا هم راوړم.
ده وپوښتل:
منډونه شته؟
ځواب مې ورکړ:
کليو ته نه، خو بازار ته پلونه تللي وو، پر تللو پلونو تګ کولای شم.
دی غلی شو.
ما وويل:
ښه نو د انور خبره دې ومنله؟
شونډې يې وخوځېدې:
هو زويه! چاره څه وه؟ مياشت وروسته مې انور ته کوژده وکړه. د کوژدې مراسم ساده وو،
ځکه په هماغو ورځو کې د انور د خسرګنۍ څوک مړه و، خو واده ته يې بيا حيران شوم. که
څه هم چې ولور په منځ کې نه و، خو د واده مصرفونو داسې وڅنډلم، چې د ولور دې بلا
پرې وګرځي. د سويتا سينګار، ګل پوش موټر، د واده د کميس کرايه، فلم اخيستل، ساز، د
هوټل مصرف، زېورات او... دې ټولو له اخه _ ټوخه وايستم.
واده ته ډېر خلک راغلي وو، خو ما يو هم نه په کې پېژانده. ما تر واده دمخه انور ته
ويلي وو چې که خپلوان نه لرو، يو څو کليوال به راوغواړو، هم به يې ګيله نه وي کړې
او هم به درانه ورباندې ښکاره شو، خو د ده زړه نه و. ويل يې چې دوی له ښاري ژوند
سره بلد نه دي، له يوې خوا به له ببرو ږيرو، خړو لونګيو او اوږدو لمنو سره دلته
څنګه ښکاري؟ او له بلې خوا که د دې خلکو، په تېره بيا د ښځمنو جامې وويني، په ټول
ولس کې به لمن پر سر راواړوي.
انور ان په ما هم ږيره لنډه کړه، توره دريشي يې راواغوسته او په لومړي ځل يې
نېکټايي راوتړله.
ده د ديارلس سوه دوه اتيايم لمريز کال، د ثور پر اتلسمه واده وکړ.
بوډا غلی شو او زه وپوهېدم چې له ده سره په عکس کې ولاړه نجلۍ د ده نږور ده.
وروسته يې په ټيټ غږ وويل:
انور تر واده دمخه لا په دريمو مکروريانو کې يو کور کرايه کړی و. کور په دوهم پوړ
کې و. درې کوټې، يو تشناب او پخلنځی يې لرل. ده هر هغه څه چمتو کړي وو چې يو ښاري
کور اړتيا ورته لري. په کوټو کې ايرانۍ غالۍ ويړې وې. پخلنځي ته يې رنګارنګ لوښي
اخيستي وو او په هره کوټه کې يې يوه- يوه المارۍ دېوال ته درولې وه.
له انور سره مې يوه اوونۍ تېره کړه. که څه هم چې دی اوس د ښځې خاوند و، خو بيا به
يې هم د پخوا غوندې تر ويدېدو دمخه زما پر ټټر سر لګاوه.
په اتم ماخوستن مې ورته وويل:
زويه! اوس دې کور بسيا شو، سهار ته له خيره درنه ځم.
يو دم يې زما له ټټره سر پورته کړ، نېغ کېناست او ورو يې وويل:
ولې؟
ما وخندل:
ګوره! زه به قره باغ ته لاړ شم، په مياشت- نيمه کې به دې يو ځل ليدو ته راځم.
سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او په ګيله من غږ يې وويل:
ابا! دا خبره دې څنګه پر خوله راغله؟
په خندا مې وويل:
اى لېونيه! څه فکر کوې؟ ايا له تا نه لريتوب ماته اسانه دی؟ خو...
په خبره کې راولوېد:
ابا! ته پوهېږې چې ما ولي د دريو کوټو کور ونيو؟ يوازې ستا لپاره، که نه پر موږ دوې
کوټې هم ډېرې وې.
ورو مې وويل:
خو زه...
دوهم ځل يې د خبرو وار رانه ونيو:
ته څه مجبوريت لرې، چې له ما نه بېل شې؟ ايا زه دا زغملای شم؟ زړه به مې ټک درپسې
وچوي او بل تر اوسه خو مجبوري وه، خو اوس کور لرو، زه دې زوی يم. ستا هوسايي زما
هيله ده، غواړم چې د پاچاهانو غوندې ژوند وکړې!
وروسته يو دم غلی شو، داسې لکه فکر چې وهي. بيا يې ورو وويل:
سمه ده، خو يوه خبره به راسره منې!
حيران شوم:
کومه خبره؟
که ځې، نو سويتا به هم درسره بيايې!
په خندا مې وويل:
ټوکې کوې؟
غږ يې ژړغونی شو:
رښتيا وايم، يا به ته دلته پاتې کېږې او يا به سويتا هم درسره ځي!
پر تندي مې ښکل کړ او په خندا مې وويل:
ښه ده زويه! زه به پاتې شم.
په مخ کې يې وينه وغوړېده.
ما زياته کړه:
خو يو ځل بايد لاړ شم، لنډ وخت، بېرته راځم.
په خبره کې راولوېد:
د څه لپاره؟
ومې ويل:
د کور يو غم به وخورم، لوښي- کودي به کوم ګاونډي ته امانت کېږدم او کور به هم يو
چاته وسپارم، چې پام ورباندې وکي.
بوډا غلی شو، ماته يې وکتل او ويې ويل:
د مکروريانو ژوند هم د قوطۍ ژوند و، تنګ او زړه نيوونکی! ما په لومړي ځل په يوه
داسې کور کې واړول چې انګړ يې نه درلود. کوټې يې تياره او ساه نيولې وي. د پخلنځي،
تشناب او کوټو ورونه يوه دهلېز ته خلاصېدل، چې دوه ګزه اوږد او يو ګز سورورجوړ شوی
و.
زه به د ورځې له خوا په کور کې يوازې وم، ځکه انور او مېرمن به يې خپلو وظيفو ته
تلل. انور په يوه بهرنۍ موسسه کې غټ سړی و او سويتا هم د پخوا غوندې په يوه دولتي
روغتون کې کار کاوه. ما به خپل ډېر وخت د کتابونو په لوستلو تېراوه. انور بېلابېل
کتابونه لرل چې يوه کوچنۍ المارۍ ورنه ډکه وه. کتاب زما د يوازېتوب ملګری و. خو کله
چې به برق راغی، نو ټلويزيون به مې هم لګاوه. وروسته بيا د ځان په منګ له يو څو
سپين ږيرو سره بلد شوم. دوی هم په بلاک کې اوسېدل او زما غوندې بېکاره وو. موږ به
په ورځ کې يو-دوه ساعته خبرې سره کولې.
نور مې نو د کلي له ژوند سره ورو- ورو فاصله نيوله. د نږور په غوښتنه مې جامې بدلې
شوې، خولۍ يې راباندې ليرې کړه او ان په کور کې به مې لا يو ارت پتلون اغوستی و. پر
انور د پخوا غوندې ګران وم، مينه به يې راسره کوله، هر ماخوستن به يې يوه ګړۍ زما
پر ټټر سر لګاوه او بيا به خپلې کوټې ته تلو.
زما لويه بوختيا د کتاب لوستل، د ټلويزيون کتل او د ځان په منګ د بلاک له څو سپين
ږيرو سره ناسته- ولاړه وه، خو له دې سره به مې د کور سودا هم راوړله. سويتا به هر
سهار څو روپۍ له يوه کاغذ سره راته نيولې، په کاغذ کې به د هغو خوراکي شيانو نومونه
ليکلي وو، چې د ماخوستن پخلي ته به په کار وو.