مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ده وخندل:

خو اصلي كار پسه وكو.
د بوډا خندا يو څه جرئت راكړ او په خندا مې وويل:
د پلار دې هم مكتب نه خوښېده، كه څنګه؟
بوډا چايجوش ته لاس وروغزاوه، خو ما وار ړومبى كړ او پياله مې ورډكه كړه، ده وويل:
معلومداره! هغه هم له بله ځايه نه و راغلى، خو هر رنګه چې و، پلار مې ښه سړى و، پر هغه ګران وم، هغه زما لپاره هم پلار و، هم مور.
په خوابدي غږ مې وويل:
مور دې مړه وه؟
ده يو سوړ اسوېلى وايست. تر زاړه پټكي لاندې يې خپلې ګوتې تېرې كړې، ككرۍ يې وګروله او ورو يې وويل:
هو زويه! مور مې نه په زړه كېږي، زه ډېر كوچنى وم، چې هغې پور پرې كړ، شايد د څلورو پنځو كلونو. په ذهن كې يوازې د هغې يو خړ تصوير راپاتې دی. څېره يې سمه نه شم سره جوړولاى، رانه ړنګېږي، داسې لكه چاته چې د زاړه او سپېره پلاسټيك تر شا ګورې، خو فكر كوم چې ښكلې به وه، مور تل ښكلې وي.
بوډا يوه شېبه غلى شو، بيا يې خپله خبره پسې وغزوله:
د مور له مړينې مې لا كال نه و وتلى، چې پلار مې بله كوژده وكړه. تر واده يو كال نور هم ووت، ولور نه پوره كېده، خو بيا يې له پلاره ورپاتې دوه جريبه ځمكه وپلورله او واده يې راخوندې كړ. زه ماشوم وم، هغه مهال په دې خبرو نه پوهېدم، خو وروسته مې چې ښى او كيڼ بوټ سره وپېژندل، دا خبرې راته روښانه شوې.
د پلار له واده نه مې نور څه نه دي په ياد، خو يو څه چې د انسان په زړه كې ريښې ځغلوي او تلپاتې وي، له هغه نه د مينې اخيستل دي. نه پوهېږم چې د واده لومړۍ شپه به وه، كه دوهمه، خو دومره مې په زړه دي چې ميرې زما ځاى ونيو. زه به تل د پلار په غېږ كې خوب وړلم. خو په هغه شپه يې د لومړي ځل لپاره په بله كوټه كې ځاى راته جوړ كړ، خو بيا روږدى شوم. يو- يونيم كال وروسته به بيا پر بام ويدېدم او ستورو ته به مې تر هغو كتل، چې سترګې به مې سره ورغلې. ژوند همداسې پر مخ ته. ميرې به مې د پلار تر مخ د ناز په ژبه خبرې راسره كولې، خو چې هغه به نه و، په مازې خبره به يې چونډۍ رالګولې. خو پلار مې ښه و، كله ناكله به يې پلرنۍ مينه راباندې راتله او د مچولو پر وخت به يې د برېتو تېره وېښته زما پر بغورو (غومبرو) لګېدل. وروسته بيا د سهار له خوا مكتب ته تلم او ماپښين به مې له پلار سره د بزګرۍ په كارونو كې مرسته كوله. موږ پردۍ ځمكې كرلې، خو ګوزاره مو كېده. ميره وچه (شنډه) وه او د دريو تنو خوراك مو له يوې او بلې خوا برابراوه. په ديارلس يا څوارلس كلنۍ كې مې مكتب خلاص كړ. بيا مې د پلار په غوښتنه د كلي ګورواني ونيوله. له لمر ختو سره سم به د غواوو، مېږو او پسونو په دوړو پسې روان وم او په لمر لوېدو به مې د خلكو مالونه د هغوى د كورونو تر ورونو وررسول.
په دوه ويشت كلنۍ كې مې د عسکرۍ پچه وخته. دوه كاله مى د كابل د ريشخورو په فرقه كې تېر كړل. ترخيص مې واخيست او بېرته قره باغ ته لاړم. دا ځل مجبور وم چې له يوه كاره هم مخ وانه ړوم، ځكه پلار ته مې د ملا درد پيدا شوى و او درانه كارونه يې په وس نه وو پوره، بزګري ماته راپاتې شوه. ورسره مې له مزدورۍ، خټګرۍ، كارېزكنۍ او له هېڅ شي نه هم مخ نه اړاوه. سهار به په خړه له كوره ووتم، ټوله ورځ به مې په ولاړو تېره كړه او د ماښام له اذان سره به كور ته راغلم، لاسونه به مې دومره له چاودو ډك وو چې هر ماخوستن به مې د لندو وړو پټۍ پرې تړلې. بس نو ژوند و، د ګېډې د ډكولو لپاره مو بايد يو څه موندلي واى. د كلي ځوانانو به د ښه اس، اصيل ښكاري ټوپك او د غوږورو تازيانو د درلودلو فكرونه وهل، خو ما چى به د چا په لاس كې كومه سپكه او تېره بېلچه وليده، پر هغې به مې مينه راتله. د چا چې به مزدور په كار و، نو لومړى به يې زموږ د كور ور راټكاوه، ځكه ما غښتلى بدن درلود. د بدن بوټي مې د ډېر كار له لاسه سره تاو شوي وو او ژر نه ستړى كېدم. ماخوستن چې به مې سر ولګاوه، سمدستي به مې سترګې پټې شوې او نوې ورځ به هم د تېرې ورځې تكرار وه. ژوند همداسې تېرېده، زه وم او د ځمكې اړول، كرل او رېبل. ما يوازې خړه ځمكه او شنه واښه پېژندل. د پولي- پټي دښمن مې موږک و او دوست مې د ځمكې سوررنګه اوږد چينجى، خو ناڅاپه موږك په انسان بدل شو او ما د بېلچې پر ځاى ټوپك ته لاس وروغزاوه...
بوډا غلى شو، لېنګي يې ورټول كړل او په لړزېدلو ګامونو دباندې ووت، خو زما په ذهن كې د هغه وروستۍخبره په تكرار ډول راګرځېده: �خو ناڅاپه موږك په انسان بدل شو او ما د بيلچې پر ځاى ټوپك ته لاس وروغزاوه، خو ناڅاپه موږك په انسان بدل شو او...�
د بوډا په غږ مې جټكه وخوړه:
بچيه! چاى مې ډېر سور كو، بخښنه غواړم.
په بېړه مې ورته وكتل، د لمنې يوه څنډه يې په ګنډه كې نښتې وه، خو د نزاكت له مخې مې پر خوله څه رانه وړل.
بوډا پر خپل ځاى كېناست، پښې يې په بړستن كې ننه ايستې او ورو يې وويل:
ستوري نه ښكاري، شايد بيا واوره واوري.
بې اختياره مې له خولې ووتل:
ټوپك ته دې څنګه لاس وروغزاوه؟
بوډا يو سوړ اسوېلى وايست، په اشاره يې وپوهولم چې چاى غواړي، پياله مې ورډكه كړه، ده وويل:
څه درته ووايم، د اوړي يوه ټكنده غرمه وه، ما رشقې ته اوبه ورخوشې كړې وې او په خپله د پولې پر سر ورته ناست وم، څو ګامه ها خوا مې د يوه اوږدژبي ننداره كوله، چې د مېږيانو د غار تر څنګ پروت و. اوږدژبى يو كوچنى مرغه دى، ځان پر مړينې اچوي، خپله اوږده ژبه راباسي او كله چې يې پر ژبه مېږيان راټول شي، ژبه ورټولوي.
ما لا اوږدژبي ته كتل، چې يو ليرې غږ مې په غوږو ننوت. له مرغه نه مې سترګې واړولې، يوه هلك منډې راوهلې. چيغې مې نه شواى صحيح كولاى، خو احساس راولوېد چې ښه زېرى نه راته لري. د هغه په يوه چيغه كې مې د �پلار� ټكى واورېد. دې ټكي مې زړه ولړزاوه، خو كله چې مې پوره جمله واورېده، يوه شېبه مې سترګو هم كار پرېښود، رڼا ورځ راباندې توره شپه شوه، خو په غوږونو كې مې لا د هلك چيغو انعكاس درلود:
مالكه! اى مالكه! پلار دې يې دروواژه، هغه يې مړ كلي ته راوړ!
بوډا غلى شو او زه وپوهېدم چې سړى مالك نومېږي. خو ډېر ژر يې خپلې خبرې پسې وغزولې:
اه زويه! نه پوهېږم چې څنګه كور ته راورسېدم، خو كله چې د جنازې تر څنګ ودرېدم، نو پښې مې د لومړي ځل لپاره له خپله واكه ووتې، پر ګونډو شوم او د بدن د انډول د ساتلو لپاره مې د جنازې كټ ونيو. ورو مې د خپل پلار له مخه د هغه خړ څادر ليرې كړ، سترګې يې پټې، څېره يې خړه او سپين وېښته يې له خاورو ډك ښكارېدل. څادر مې نور هم ورنه وښوياوه، پر ټټر يې د بنګړي يوه ماته ټوټه او تار- تار ښځينه تور وېښته پراته وو. د بنګړي ټوټه مې وپېژندله، زما د ميرې بنګړى و. له مړي نه مې پاتې څادر هم ليرې كړ، پر سپينو جامو يې وينه نه ښكارېده، پر جسد مې ګوتې وتپولې. د پلار په خوله پسې مې خپل مخ ونيو، خو د هغه له خولې نه تاو نه راووت او برېتونه يې نه راچوخېدل.
يو چا تر مټ ونيولم، كله چې پورته كېدم، له سترګو نه مې يوه اوښكه بېله شوه، د پلار پر مخ مې پرېوته. يوه لنډه منډه يې واخيسته او يو دم ځاى پر ځاى ودرېده. په لومړي ځل مې شا و خوا وكتل، انګړ له كليوالو ډك و او څو تنه په ځړېدلو سرونو سونګېدل. په لړزانده ګامونو د كوټو خوا ته روان شوم، په يوه كوټه كې د كلي څو تورسرې سره راټولې وې، په لوړ غږ يې ژړل او ښېراوې يې كولې:
خدايداده ټك له ټكه شې، د كور لوګى دې ورك شه، خداى دې مېنه سپېره كه!...
خو ميره مې خړ دېوال ته ناسته وه، ټكرى يې په غاړه كې پروت و، سترګې يې له سرو رګونو ډكې وې او پر بغورو يې څو تاره تور وېښته سريښ وو. هغې هېڅ حركت نه كاوه، غاړه يې كږه وه. سر يې پر دېوال لګولى و او غولي ته يې كتل. تر مخ يې كېناستم، خو بې له دې چې راته وګوري، شونډې يې مازې سره وخوځېدې:
مالكه زويه پلار دې وليد؟
د لومړي ځل لپاره مې د هغې له خولې نه د زوى ټكى واورېد. زړه مې درد وكړ او د سكه مور مينه مې پرې راغله، بې اختياره مې د هغې سر په ټټر پورې ونيو. د ميرې له خولې يوه كوكه راووته. زما پر اوږه يې لاس كېښود او په لنډ وخت كې مې ټټر د هغې په اوښكو لوند شو. ميرې مې د ماشوم غوندې ژړل او چيغې يې وهلې:
اه زويه! زه خواره شوم، زه كونډه شوم، زه...�
زما پلار يې په هماغه ورځ خاورو ته وسپاره او ما قسم ياد كړ چې د ده قاتل به ژوندى نه پرېږدم.
درې ورځې د كلي په جومات كې پر فاتحه كېناستم، له نږدې او ليرې ځايونو نه به ډله- ډله خلك راتلل، لاسونه به يې پورته كول او بېرته به يې خپله مخه نيوله.
هغه وخت مرګونه كم وو، تر څو ورځو پر ټول كلي د وير لړه پرته وه، ان د كلي ماشومانو هم دا جرئت نه درلود چې د لوبو لپاره دباندې راووزي.
د پلار د مرګ په لسمه- يوولسمه د ولسوالۍ بازار ته لاړم. دا د داودخان د پاچاهۍ لومړى كال و. روسي ټوپكان نوي راغلي وو. يو كولنګ داره چره ييز ګل چاپ ښكاري ټوپك مې خوښ شو، پيسې مې وركړې او د راتګ پر وخت مې كلي ته نږدې يوه كارغه ته نلۍ ورواړوله. هغه د چنار له سره لاندې راولوېد. بيا مې په شودياره كې د ډاګو پر يوه مږه ډز وكړ، خو کله چې د چرو دوړې كېناستې، هېڅ هم نه وو، مږه په غار ننوتې وه. دې ډزو كليوال او نږدې خلك خبر كړل، چې مالك ټوپك اخيستى او بدي يې په نيت كې ده. په سبا د كلي دوه- درې سپين ږيري په كور راننوتل او ما يوازې نصيحت ورنه واورېد. خو د بلې ورځې په سهار لويه مركه كېناسته. په قره باغ كې ډېر قومونه پراته دي، تره كي، اندړ، خروټي، دوتاڼي، مياخېل او د نورو لويو او وړو قومونو مشران او مخور د كلي په جومات ننوتل. ټولو خدايداد ګرم كړ. ويې ويل چې هغه هم خپله ګرمه مني، خو زما پلار ته يې هم ګوته ونيوله، چې دى هم تر خولې تېروتى و. وروسته يې يو شاهد راوغوښت. شاهد د خدايداد دوى د كلي و او زما پلار د ده په غېږ كې ساه وركړې وه. هغه لنډه كيسه تېره كړه:
پر خره مې غنم بار كړي وو، چې تر ژرندې يې وباسم، كله چې د خدايداد د كلا تر مخ تېرېدم، نو شور او زوږ مې تر غوږ شو. چې ورته ومې كتل، يو خدايداد و او يو هم د مالك مرحوم پلار. د دوى تر څنګ يوې برګې غوا هم په ډېران كې خوله وهله. دوى دواړه په غوسه وو، لاسونه يې د يو- بل تر خولو ورتېرول. مرحوم خپلې پيسې غوښتې او ويل يې چې غوا دومره شيدې نه كوي، لكه خدايداد چې وريادې كړې وې، خو د خدايداد دليل دا و چې غوا درې ورځې د مرحوم پر اخور ولاړه وه، خو دوى د يوې ورځې شرط سره ايښی و. زه خرڅه كړې غوا بېرته نه اخلم. اخر مرحوم په كاوړ وويل:
ته خو لا ته يې، ستا پلار به يې هم بېرته اخلي!
خدايداد هم پرې ورچيغه كړه:
له خولې سره دې پام كوه!
خو د مالك پلار ورغبرګه كړه:
ته خو پيسې يادوې، والله چې عورته (ښځه) درنه بوزم!
دا وخت مرحوم د غوږ تر څنګ يو دروند سوك وخوړ او له ځمكې نه يې مړه دوړه پورته كړه. ما جوال پرېښود، په منډه ورغلم. د هغه سر مې له خاورو راپورته كړ. مرحوم يو- دوه ځله خپله خوله خلاصه كړه او بيا يې پور پرې كړ.
د شاهد تر خبرو وروسته يوه سپين ږيري مخ راواړاوه او ويې ويل:
مالكه! ښه به دا وي چې يوه روغه وكړې، د ټوپك له خولې داسې څه نه وځي، چې په هغه كې خير وي. بدي دې په ګټه نه ده.
په خبره كې يې ورولوېدم:
معلومداره چې په بدۍ كې خوند نه شته، ما خو تر اوسه د چا سپي ته هم په بده نه وو كتلي، خو اوس چې يې مجبوره كړم، يا به پر ما خاورې اوړي، يا به هم پر خدايداد!
يوه بل راغږ كړ:
له خدايداد سره زه غږېدلى يم، هغه هر ډول پور ته تيار دی، كه يې لور غواړې، كه پيسې او ټوپك، هر څه چې ستا خوښه وي!
لنډ ځواب مې وركړ:
نه مې د قاتل لور په كار ده او نه هم د پلار وينې په پيسو پلورم!
يوه بوډا چې ما كله پخوا نه و ليدلی او له سپينو جامو، اوږدو تسبو او په ورمېږ كې له بياتي شويو څڼو نه داسې راته وايسېد چې ملا به وي، په ارام غږ وويل:
عبدالمالكه زويه! نو چې داسې ده، خدايداد وبخښه! خداى به يې اجرونه دركي.
په كاوړ مې خبره ورغوڅه كړه:
څنګه يې وبخښم، هغه چرګ نه دى وژلى، زما پلار يې وژلی، پلار!
د ټولې مركې خولې ماته رااوښتې وې؛ چا نصيحت راته كاوه، چا جنتونه مخې ته راته ايښودل او ځينو نورو ويل چې خدايداد د جرګې هر ډول پرېكړې ته تيار دى، خو ته سوله ومنه. خو زما يوه خبره وه. د پلار غچ (بدل) اخيستل. اخر جرګې پرېكړه وكړه چې بله ورځ به بيا سره راټولېږي او دا ځل به د سيمې تر ټولو روحاني شخصيت (اغا صيب) هم رابولي.
تر پرېكړې وروسته جرګه خوابدې ولاړه او د غرمې لپاره زموږ پاخه كړي دېگونه همداسې پاتې شول.
په هماغه ورځ مې پرېكړه وكړه چې خبره به دوهمې جرګې ته نه ځنډوم.
ماخوستن مې د ټوپك كولمو ته خواږه تېل (د شاړشمو تېل) وروڅڅول. تر سر مې كېښود او سهار لا ملايانو اذانونه نه وو كړي چې له كوره ووتم.
د خدايداد دوى كلى دومره ليرې نه و، شل- پنځه ويشت دقيقې وروسته د ده كلا ته ورورسېدم، كلا له كلي نه يو څه وتلې وه. پر سر يې راڼه ستوري ولاړ وو او برجونه يې په تياره كې وېرونكي ښكارېدل. دا يوه زړه كلا وه، لوړ دېوالونه يې لرل او ما لا په كور کې دا فكر كړى و چې پر دې دېوالونو اوښتل له امكانه ليرې كار دی، خو په ذهن كې مې يوه تياره نخشه درلوده. مخكې مې لا د خدايداد د كلا له دروازې دېرش- څلويښت ګامه ليرې له لوخو ډك اودى (ډنډ) په پام كې نيولى و. په دې اودي كې به د شپې له خوا د كارېز اوبه راټولېدې او په رڼا كې به يې پټيو ته ورپرېښودلې. داسې اودى د كوچنيو كارېزونو خولو ته نږدې جوړېږي، چې بيا په يوځلي لښتى ډك كړي او پټى ژر اوبه شي.
لاړم او د اودي پر ژۍ كېناستم. كه څه هم اوړى و، خو بيا مې هم تر ځان څادر تاو كړ، ځكه د غزني د دوبي شپه هم پر سړي لړزه راوستلاى شي. د ټوپك خزانه مې په يوه جنګي كارتوس ډكه كړه، دې كارتوس د مردكۍ غوندې يوه سربي چره لرله، چې تر اويا- اتيا ګزه يې ان غوايی هم چپه كاوه. ټوپك مې پر ورنو كېښود او د كلا خوا ته مې وكتل. د لوخو تر تېرو څوكو پورته تور او پنډ برجونه ښكارېدل.
زموږ په ولسوالۍ كې دا ډول زړې او برجورې كلاوې ډېرې تر سترګو كېږي. ډېرى يې تر دوو مترو پلن دېوالونه لري، پر ځينو يې ان يو نيم دوه سوه كاله اوړي، خو لا اوس هم پر خپلو پښو ولاړې دي.
يو وخت د سيمې يوه عمر خوړلي بوډا د خپل پلار له خولې كيسه راته كوله، چې د دې كلاوو په خټه كې به يې څو جوړې غوايي ګرځول، چې ښه سره ګډه او پخه شي. بيا به يې لږ خټه وتلله، ماخوستن به يې په اوبو كې كېښوده او سهار به يې په تله كې واچوله. كه به په وزن پوره وه، مانا دا چې د پخڅې د وهلو لپاره تياره ده، كه نه نو بيا به يې تر هغو غوايي په كې ګرځول، چې ښه به پخه شوه.
د خدايداد پر كلا هم شپږ- اووه شله كاله اوښتي وو. دا كلا ده ته له پلاره او نيكه ورپاتې وه او د معلوماتو له مخې دى يوازې په كې اوسېده.
د سهار له اذان سره مې اودي ته پښې وروغزولې، اوبه سړې وې او پښې مې تر بېډيو پورې په مله (اوبړۍ) كې ښخې شوې. د خدايداد په باب مې مخكې لا معلومات ترلاسه كړي وو. تر بدۍ راوروسته به يې توپانچه تړله او له كوره ډېر نه راووت، خو دى لمونځ ګذاره سړى و. د پخوا په څېر به يې جمعه نه پرېښوده.
د سهار خړه زما لپاره هم ښه وه، تر وار وروسته په اسانۍ تښتېدلاى شواى، ځكه خدايداد تربرونه لرل او ورځ راته خطرناكه وه.
يو څه انتظار مې لا نور هم وايست. د لمر ختو خوا ته اسمان روښانه شوى و او د كلا لويه دروازه له ورايه ښكارېده. ناڅاپه مې بدن زيږ شو. د دروازې ځنځير پر دړه ولګېد. ټوپك مې ورواړاوه. زه پوهېدم چې بل څوك نه دى، ځكه خدايداد يوه ناروغه مېرمن، پېغله لور او دوه كوچني زامن لرل، چې زامن يې لا د لمانځه نه وو.
خدايداد مې هم نه شو غلطولاى. ما يو- دوه ځله په ګنج (دڅارويو د پلورلو ځاى) كې ليدلى و. ده د مالونو سوداګري كوله.
د ټوپك پر كولنګ مې د ښي لاس بټه ګوته ټينګه كړه. ټوپك مې تيار ونيو، د دروازې يوه پله په غنجا سره چوله شوه. كيڼه سترګه مې پټه كړه او په ښۍ سترګه مې د ټوپك زخه او دروازه په يوه ليكه سره راوستل. خو ناڅاپه مې بدن زيږ شو. زړه مې ولړزېد او د ټوپك خوله بې واكه رانه ټيټه شوه. لومړى مې يو ګړى وليد، بيا سپين مړوند، ورپسې د تور ټكري پيڅكه او وروسته يوه دنګه نجلۍ.
بې اختياره مې په اوبو كې ګونډې ووهلې. سر مې پورته كړ، سترګو ته مې يوازې لوخې ولاړې وې، د ورمېږ په كږولو سره مې يوه چوله پيدا كړه. نجلۍ د دروازې تر مخ ولاړه وه. يو- دوه ځله يې دېخوا ها خوا وكتل او نېغه زما لور ته راروانه شوه. بېرته مې سترګو ته لوخې په خوله وركړې. شېبه وروسته مې پنځه- شپږ ګامه ها خوا، په اوبو كې چړپا واورېده. په احتياط مې ورمېږ كوږ كړ. نجلۍ د كارېز خولې ته نږدې ناسته وه، د څېرې يوه خوا يې ښكارېدله، ټكرى يې مازې پر ككرۍ تم و. هغې تور او پېچلي وېښته لرل او تر لنډې سپينې زنې يې رڼې اوبه څڅېدې.
نږدې ټوخي زما ملا لاپسې كړوپه كړه، بېرته مې لوخې سترګو ته ودرېدې. د يو ډډ نارينه غږ مې واورېد:
شېرينو بچو! نن تنور ته ولګوه، د مور دې بيا تبه ده!
د نجلۍ نرى غږ مې په زړه كې پرېوت:
همدا اوس ور ځم.
نه پوهېږم چې ولې د �ځم� ټكى راباندې ښه ونه لګېد. بې اختياره مې بيا غړۍ اوږده شوه. دا ځل د نجلۍ ټوله څېره ښكارېده. سترګې يې غټې وې، خو پزه او خوله يې واړه جوړ شوي وو. د هوسۍ د بچي غوندې معصومه او مينه ناكه راته وايسېده. سړي ته مې وكتل. خدايداد و. د واسكټ له سوريو نه يې لاسونه كښل او په تشي پورې يې يوه توپانچه ځړېده.
بېرته مې د نجلۍ خوا ته سترګې ورواړولې، زړه مې ولړزېد. هغې د لوخو خوا ته كتل. ورو مې غړۍ راټوله كړه، تر هغو مې ساه نه ايسته، چې په اوبو كې مې د ګړي د ډوبېدو ګوړ- ګوړ واورېد. ټوپك ته مې وكتل، پر ماشه ولاړ و. ما په ډېره اسانۍ سره د خپل دښمن ككرۍ سورۍ كولاى شواى، هغه پنځه- شپږ ګامه ليرې اوداسه ته ناست و، خو بېواكه د ميل خوله په اوبو كې رانه ډوبه شوه.
شېبه وروسته نجلۍ ګړی په اوږه د كور خوا ته روانه شوه، چې تنور بل كړي. خدايداد د جومات لاره ونيوله، چې خپل خداى ته پر سجده پرېوځي، خو ما د خپل كلي ملا په پام كې نيولى و، چې د خپلې مينې لپاره د قسم د ماتولو كفاره ورنه وپوښتم�
بوډا وټوخل او خبرې يې غوڅې شوې.
ما غوښتل چې د هغه په اړه ډېر څه واورم، ځكه تر اوسه مې لا د خپلو پوښتنو ځوابونه نه وو موندلي، خو شپه ناوخته وه او د ساعت دواړې ستنې پر دوولسو ولاړې وې. هغه سخته ورځ تېره كړې وه او استراحت ته يې اړتيا درلوده. ورو مې وويل:
كاكا له خوبه مې وايستې!
ده وخندل:
نه بچيه! زاړه خلك هومره ډېر خوب نه كوي، خو ته ځوان يې، تاته به خوب درځي.
ده رښتيا ويل، زه به هر ماخوستن لا پر نهو بجو په بستره كې پروت وم، خو زړه مې غوښتل چې د بوډا له خولې ډېر څه واورم، بيا هم د نزاكت له مخې ولاړ شوم او بوډا ته مې وويل:
د شپې خو به اوبه نه څښې؟
ده راته وكتل:
نه بچيه! خو نن درې لمونځونه رانه قضا شول، اودس به لا وكم.
د بخارۍ له اودان نه مې بدنۍ ورډكه كړه، جاينماز مې ورته كېښود، شپه په خير مې ورته وويل او له کوټې ووتم.
***
سهار وختي جومات ته لاړم. جمعه ولاړه وه، خو په كتار كې مې بوډا ونه ليد. تر لمانځه وروسته كور ته راغلم. بوډا د مېلمنو په كوټه كې لمونځ كاوه. هوا سړه وه او د كړکيو پر لويو ښيښو يخنۍ ښكلي ميناتوري ګلان انځور كړي وو. بخارۍ ته مې اورلګيت ورته كړ، بوډا سلام وګرځاوه او لنډه دعا يې وكړه. ما وويل:
شپه دې څنګه وه؟
مخ يې راواړاوه:
ښه وه، خو لږ تبه مې درلوده.
له دې سره بسترې ته وروښويېد او خپل خوار لېنګي يې په بړستن كې پټ كړل.
ما يې د ښي لاس تر بند خپلې ګوتې تاو كړې، رګ يې په عادي توګه غورځېده، ومې ويل:
لكه چې اوس ښه يې؟
ځواب يې راكړ:
هو زويه! خو د شپې كله- كله خوله راباندې راتله.
ومې خندل:
خير! زه به ګولۍ درته راولېږم.
كور ته لاړم، شېبه وروسته مې د چاى په پتنوس كې دوې ګولۍ هم كېښودې او پتنوس مې د كوچني ورور په لاس د مېلمنو كوټې ته ورولېږه. زه په دالان كې له مور سره كېناستم. هغې په دېګي كې پياز سره كول، ويل يې چې غوړي او بوره خلاص شوي، څه نوره سودا هم په كار ده، خو ما د لارې د بندېدا خبره رامنځته كړه او ومې ويل چې واوره ډېره ده، بازار ته تګ نه كېږي، ښه به دا وي چې د اوس لپاره دا شيان له كوم ګاونډي نه په پور واخلي. بله چاره نه وه، هغې هم زما خبره ومنله. د چاى تر ګرمولو وروسته د خپل تره كره ورغلم. د دوى د مېلمنو په كوټه كې زما د تره زوى او د كلي پنځه- شپږ ځوانان سره راټول وو او ټيكه (د قطعو يو ډول لوبه ده) يې كوله، ځكه واوره ډېره وه، هېڅوك هم له كوره نه شواى وتلاى او ځوانانو به خپل ډېر وخت په قطعواو بنډارونو تېراوه. ماته هم وار راورسېد، خو لا مې قطعې په لاس كې نه وې سره جوړې كړې، چې د تره ټوخى مې واورېد. هغه سپين ږيرى و، قطعې يې د شيطان كار ګاڼه او بد يې ورنه راتلل، ځكه مو په بېړه قطعې سره ټولې او تر توشکو مو لاندې کړې. تره مې كوټې ته راغى او كېناست. د مساپر پوښتنه يې رانه وكړه. بيا يې يوه بل ځوان ته مخ ورواړاوه، هغه يې ګرم كړ چې جومات ته نه راځي او په لمانځه كې يې خوند نه شته. بيا د عبادت د ارزښت په اړه وغږېد. پر يوه لمانځه يې مخ ته جنتونه راته کېښودل او د لمانځه د قضا سزا يې د دوزخ په اور كې اويا زره غوټې يادې كړې.
تره مې ملا نه و، خو د فقهې، بوستان او ګلستان پاڼې يې كتلې وې او د كلي د جومات د ملا په غيابت كې به په ده پسې قد قامت ويل كېده. دى يو- يونيم ساعت د جنت او دوزخ پر درجو وغږېد او بيا لاړ.
د تره له وتو سره بېرته د قطعو ميدان سور ونيو، خو ما ډېر ژر لوبه بايلوده او له خونې نه ووتم. د خپل كور د مېلمنو د كوټې تر مخ مې ناڅاپه ښۍ پښه وښويېده او د شا پر تخته ولوېدم.
لومړى مې د ورسۍ د پلې د خلاصېدو غږ او ورپسې مې د كوچني ورور خندا واورېده. سر مې پورته كړ، ورور مې د ورسۍ له پلې سر راايستلى او خوله يې له خندا نه سره ټولېده. د هغه تر څنګ بوډا هم په يوه سترګه راته كتل، خوله يې ويړه وه، خو د خندا غږ يې نه راته. ولاړ شوم. په جامو پورې نښتې واوره مې وڅنډله او كوټې ته ورغلم. ورور مې خندل... بوډا هم وازه خوله نيولې وه او سترګه يې د كوكۍ غوندې ځلېده. ورور مې په خوند وويل:
لالا! ښه درب دې وخوړ.
ما په خندا خپل ښوى بوټونه ملامت كړل. بيا ورمخته شوم، د ورسۍ پله مې وتړله او د بخارۍ تر څنګ كېناستم.
ورور ته مې د چاى د راوړلو وويل، هغه له كوټې ووت. بوډا وويل:
بچيه! كوم كلي ته به منډ نه وي تللى؟
د هغه دې خبرې وپوهولم، چې سړى كوم ځانګړي ځاى ته د تګ نيت نه لري، بلكې بې هدفه پر جوماتونو ګرځي او خپلې شپې سبا كوي. تر خولې مې ووتل:
كاكا! يوه پوښتنه درنه وكم؟
_ولې نه، شل پوښتنې خو وكه!
ومې ويل:
كور، څوك خپل- پردی لرې، كه نه؟
سر يې وځړېد.
ما وويل:
خوا مه بدوه، كه دې زړه نه وي، څه مه وايه، خو د اوس لپاره دا ځاى درته ښه دی.
يو سوړ اسوېلى يې وايست:
څه درته ووايم، هم يې لرم او هم يې نه لرم.
ومې ويل:
پوه نه شوم، خو ستا له بېګانيو خبرو معلومېږي چې واده دې كړى.
بوډا سر جګ كړ، په سترګه كې يې اوښكې رغړېدې، سپږمې يې سره ورغلې، پزه يې پورته كش كړه او شونډې يې وخوځېدې:
هو زويه! هماغه د خدايداد لور مې وكړه.
دا يې وويل او بېرته غلى شو.
مخكې تر دې چې پر خپله خبره غور وكړم، له خولې نه مې ووتل:
كېداى شي چې د خپل ژوند كيسه راته تېره كې؟
پر شونډو يې يوه ترخه موسكا وغزېده او ورو يې وويل:
څه ګټه به درته وكي؟
سپينه خبره مې ورته وكړه:
داسې ښكاري چې ډېر غمونه دې تر شا پرې ايښي دي، غواړم ستا د ژوند په راز پوه شم.
بيا يې سر وځړېد، ما وويل:
خير، ته مجبوره نه يې چې د خپل كور خبرې يوه پردي ته وكې، ما وبخښه!
له دې سره ولاړ شوم، خو بوډا تر پايڅې ونيولم او ورو يې وويل:
كېنه زويه! ته زما د لمسي پر ځاى يې.
ما هم پلتۍ ووهلې او بوډا پر خبرو راغى:
زما واده د بدۍ واده و، نه ډول و او نه هم ورا، بس د كلي دوه- درې سپين سرې ورغلې او د خدايداد لور يې
راخوندي كړه. ماښام مې د كلي ملا او يو دوه كسه سپين ږيري راوبلل. ډوډۍ مو وخوړه او د نكاح پر وخت مې ميره كوټې ته راننوته. سترګې يې سرې وې او په چيغو يې پېغورونه راكول چې د پلار قاتل دې د يوې مردارې لپاره وباخښه. هغې ژړل، سپكې سپورې يې ويلې او غږ يې ناوې هم اورېده، ځكه موږ دوې كوټې درلودې چې يوازې يوه دالان (د اور ځاى) سره بېلې كړې وې او ناوې د كلي له يوې زړې ښځې سره په دوهمه كوټه كې ناسته وه. ميرې مې هماغسې په ژړا كې پېغورونه راكول، خو زما سر ځړېدلى و او هېڅ مې هم نه شو ويلاى. اخر د كلي يوه بوډا مخ پرې ورواړاوه او په خشكه يې ورته وويل:
بس كه نور، مالك څه ګرم دى؟ دا د جرګې پرېكړه وه.
بيا د كلي ملا په نرم غږ وويل:
خورې! مالک هغه څه وكړل چې د خداى خوښه ده، په بدۍ څه نه جوړېږي.
له دې سره ميره له كوټې ووته، خو د كوټې تر مخ له چوترې نه يې د ژړا غږ راته.
د نكاح پر وخت نه د ځوانانو ټوكې ټكالې وې او نه هم د پېغلو د سندرو غږ. بس ما يوسپين ږيرى خپل وكيل ونيو او نجلۍ ته هم ملا له دالان نه درې ځله ورغږ كړ چې نكاح دې قبوله ده؟ كله چې نجلۍڅه ونه ويل، ملا پټه خوله اقرار وګاڼه او نكاح وتړل شوه. شېبه وروسته مېلمانه له كوټې ووتل او زه يوازې پاتې شوم. بيا د كوټې كوچنۍ دريڅه د لاټين رڼا روښانه كړه او ورسره مې د ګاونډۍ سپين سرې غږ واورېد، چې په چوتره كې يې زما ميرې ته د صبر غوښتنه كوله. وروسته رڼا ورو- ورو كمزورې كېده او وپوهېدم چې بوډۍ خپل كور ته روانه ده.
زه هم ولاړ شوم. دباندې ووتم. ميره مې په چوتره كې ناسته وه، خو څه يې ونه ويل. د انګړ دروازه مې خلاصه كړه اوپه توره شپه كې د كارېز د دنې (خولې) خوا ته روان شوم. دنه كور ته نږدې وه. كله چې مې په اوبو كې لاسونه ډوب كړل، ستورو ټال وخوړ او ړنګ شول.
تر اوداسه وروسته بېرته كور ته راغلم، ميره په چوتره کې نه وه او د پيالې له كړپ نه وپوهېدم چې كوټې ته تللې ده. دالان ته ورننوتم، د خپلې كوټې وره ته مې لاس وروغزاوه، خو ګوتې مې په هوا کې سره راټولې شوې او همالته د اور په ځاى كې كېناستم. زړه مې دربېده او پر تندي مې خوله راماته وه، ځكه زه په خپل دوه دېرش كلن ژوند كې په لومړي ځل يوې نجلۍ ته ورتلم. پوهېدم چې ما له هغې سره شرعي نكاح تړلې وه، خو بيا مې هم له شرمه پښې نه پرې ورتلې. يوه شېبه همداسې غلى ناست وم، بيا مې زړه ته پړي ورواچول او د كوټې دروازه مې خلاصه كړه. په تور ټکري كې پټه يوه نجلۍ په كونج كې ناسته وه. سر يې په ځنګنو ايښى و او په ټيټ غږ يې ژړل. په بېړه مې څادر اوار كړ او پر لمانځه ودرېدم. ما به تل خپل لمانځه ته پام كاوه، خو دا ځل مې په نهو ركعتونو كې درې ځلې د سهوې سجده وكړه. تر دعا وروسته مې مغزى كوږ كړ. نجلۍ د پخوا په څېر ناسته وه او ورو- ورو سونګېده. ځان ته مې كاوړ راغى او په لومړي ځل مې له ځانه ورټ (کرکه) وشو، ځكه ما تر اوسه يوازې د خپلې خوښې په اړه فكر كړى و. زما په زړه كې دانه وو راتېر شوي، چې هغه به څومره هيلې او ارمانونه لري!
د نجلۍ له ځنګانه نه پر ځړېدلي لاس د نكريزو د رنګ پر ځاى وچ اوړه سريښ وو او سپينه پښه يې له يوې سپخېدلې (شلېدلې) خيرنې ګلابي رنګې پايڅې نه راوتلې وه. په ټكري پورې يې د بوسو څو خلي نښتي وو او ماته داسې وايسېده، لكه د كور له كاره چې يې راولاړه كړې وي؛ د هغې پر تن د ناويتوب هېڅ نخښه نه ښكارېده.
څو شېبې همداسې په چورت كې ډوب وم. زړه مې نيولى و او د هغې هرې سونګېدا زما په زړه کې لارې جوړولې، خو بله چاره نه وه. اوس زه او هغه مېړه او ښځه وو او ما بايد د هغې اوښكې ورپاكې كړې واى. سل زړونه مې سره يو ځاى كړل او ورو مې وويل:
ژړا كومه ګټه نه لري، بس نو له خپله قسمته يې وګڼه.
خو نجلۍ هېڅ ډول غبرګون ونه ښود، د پخوا په څېر يې سر پر ځنګنو ايښى و او هماغسې يې ژړل...
ما هم نور څه پر خوله رانه وړل، بالښت ته مې ډډه ووهله او د لاټين په ژيړه رڼا كې مې چت ته وكتل. د تورو لرګيو له پاسه تر پرتو لښتو لوټې راوتلې وې او په يوه چوله كې د څرموښكۍ لكۍ ښكارېده.
د جامو ښورېدا مې تر غوږ شوه، نجلۍ ته مې وكتل. خپله ښۍ پښه يې وغزوله، خو بېرته يې ژر ورټوله كړه او د پخوا غوندې كېناسته. پوه شوم چې له ډېره وخته همداسې ناسته ده او پښې يې وچې شوې دي. په خندا مې وويل:
ارامه كېنه، زه نه درته ګورم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery