له دې سره مې څنګ بدل کړ او مخ مې دروازې ته ورواړاوه. خو د دروازې تر څنګ
مې د ښوروا پر لنده ډوډۍ سترګې ولګېدې، چې يوه بوټۍ غوښه يې هم پر سر پرته
وه او هېڅ ګوله نه وه ورنه پورته شوې. ولاړ شوم، كاسه او دسترخوان مې د
نجلۍ تر مخ كېښودل، څراغ مې هم ورنږدې كړ، ورو مې وويل:
ګوره! له خپل ځان سره ظلم مه كوه، خير دى، كه لنده ډوډۍ سړه شوې ده، دا
غوښه خو درواخله!
خو هغه لكه بوت داسې ناسته وه. دا ځل يو څه كاوړ راغى او په خشكه مې وويل:
اوس بله چاره نه لرې، كه خوشاله يې، كه خپه، زما سره به ژوند كوې!
په دې خبره د هغې ښى لړزانده لاس له ځنګانه وښويېد، كاسې ته ورټيټ شو او د
لندې ډوډۍ يوه كوچنۍ ګوله يې ورپورته كړه.
ما يې يوازې لنډه زنه وليده چې د ډوډۍ په ژدوولو ښورېده، ځكه پر څېره يې
ټكرى را ځوړند و او ان خوله يې هم په كې پټه وه.
پوه شوم چې هغې له وېرې كاسې ته لاس وروغزاوه، ځكه مې خپل غږ بېرته پوست كړ:
ګوره! په خوابدون څه نه جوړېږي، نه به زه خوند دركوم او نه هم زما ميره او
دا كور، خو اوس خداى سره وروستي يو، چاره څه ده؟
دا مې وويل او په دې هيله چې نجلۍ په ډاډه زړه ډوډۍ وخوري، بېرته پر خپل
ځاى پرېوتم او څادر مې پر سترګو راكش كړ.
چوپه چوپتيا شوه او زه وپوهېدم چې نجلۍ له ډوډۍ نه لاس نيولى دی. دا ځل مې
خپل ځان پرې پوه نه كړ او هغه مې پر خپل حال پرېښوده. ښه شېبه ووته او بيا
مې د نجلۍ د پښو ښكالو تر غوږ شوه. هغه زما تر څنګ تېره شوه او وپوهېدم چې
كاسه او دسترخوان يې پر خپل پخواني ځاى كېښودل. بيا يو سيورى راباندې راغى،
زما تر څنګ تړلې بستره خلاصه شوه او ورسره مې پښو ته نږدې پر غولي د توشكې
د لوېدو غږ واورېد. څادر مې چوله كړ. د نجلۍ راته شا وه، خو له لوڅ غوږ او
پېچلو وېښتو نه يې وپوهېدم چې ټكرى يې پورته كړى دى. په خندا مې وويل:
هغه بله توشكه هم درواخله!
په چټكۍ سره يې راته وكتل. ما يې په شونډو كې خندا وليده او په هماغه چټكۍ
يې مخ رانه واړاوه. يو ټكى يې له خولې راووت:
اكربه.
اكرب موږ بې موره ته وايو، خو د هغې له خولې خوږ راباندې ولګېد. هغې توشكې
ته بالښت كېښود، بړستن يې سمه كړه، ټكرى يې پر خپل مخ راكش كړ او بېرته پر
خپل ځاى كېناسته. ما هم پلتۍ ووهلې او په خندا مې وويل:
كه مې خداى غلط نه كړي، لكه چې لېونۍ مې په نصيب شوه!
هغې سر پورته كړ او ما يې لاندېنۍ ډكه سره شونډه وليده، چې د لاټين رڼا نرۍ
ليكه په كې جوړه كړې وه.
ومې خندل:
ګوره! زه خو څه پردى نه يم، چې مخ دې رانه پټ كړ.
هغې څه ونه ويل. ما ځان خواشينى ونيو او په خوابدي غږ مې وويل:
هو رښتيا! هېر مې و، چا راته ويل چې په سترګه كې دې ګل دی.
نجلۍ بيا هم كوم غبرګون ونه ښود او ما هماغسې په خواشينۍ زياته كړه:
ځه قسمت به مې همداسې وي.
شونډې يې وخوځېدې او په يوه داسې غږ، چې د ټوكې بوى ورنه ته، ويې ويل:
اكربه! تر تا خو ښه يم.
په بېړه مې ورغبرګه كړه:
زړه ته مې نه لوېږي.
نجلۍ څه ونه ويل. ما زياته كړه:
پزه به دې هم كږه وي.
ويې خندل. ورو يې پر خپله ككرۍ لاس تېر كړ، مخ يې تر تندي پورې لوڅ شو، خو
سر يې ځوړند نيولى و او د تار- تار بڼو اوږده سيوري يې د سپينو بغورو پر
پاسنۍ برخه ښكارېدل.
په خندا مې وويل:
نو زه دومره بدرنګه يم چې راته ګورې لا نه؟
يو نظر يې راته وكتل، پر دواړو بغورو يې اوښكو ليکې جوړې كړې وې او په سرو
سترګو كې يې شرم او معصوميت پروت و. ما لا هغې ته سم نه وو کتلي چې بېرته
يې سر وځړېد. ورو مې وويل:
زه ډېرظالم يم.
شونډې يې وخوځېدې:
نه.
_نو مخ ته دې يو- دوې لپې اوبه ورواچوه، خواشينې ښه نه ښكارې.
نجلۍ ورو ولاړه شوه او له كوټې ووته. كله چې بېرته د څراغ رڼا پرې ولګېده،
نو مخ يې لوند و. زه خپلې بسترې ته وروښويېدم، خو نجلۍ د كوټې په بل سر كې
ځانته ځاى جوړ كړ. په خندا مې وويل:
يوه شپه خو نه ده، سبا به څه كوې؟
هغې يوازې وخندل او پرته له دې چې ټكرى له سره ليرې كړي، بړستن يې پر ځان
وركش كړه. ما هم يو څه شېبه د شغالانو انګولا ته غوږ نيولى و، بيا مې د
څراغ پليته ټيټه كړه او په داسې حال كې چې زړه مې دربېده او ټټر مې په خولو
لوند و، د هغې په بړستن ورننوتم.
بوډا غلى شو او كله چې ما ورته وكتل، پر خړو شونډو يې يوه نرۍ موسكا پرته
وه او په سترګه کې يې چې دروازې ته يې وچه نيولې وه، يوه مرموزه ځلا
ښكارېده، ورو يې وويل:
لكه چې چاى يې راوړ.
ده رښتيا ويل، له دهلېز نه د پيالو د رېږدېدا غږ راته. بيا دروازه خلاصه
شوه او ورور مې چې په يوه لاس كې يې پتنوس او په بل لاس كې يې چايجوش نيولى
و، كوټې ته راننووت. دواړه يې پر غولي كېښودل او منډه يې واخيسته، په غوسه
مې پسې غږ كړ:
سړى نه يې!
ده په داسې حال كې چې بوټونه يې په پښو كول، په لوړ غږ وويل:
لالا! پر دام مې مرغۍ راټولې وې.
له دې سره يې له وره نه درب وايست.
ما سر وخوځاوه.
بوډا وويل:
د څه شي دام؟
ومې خندل:
هېڅ، سهار يې يو- دوه ګامه ځمكه توره كړې وه، بس! غلبېل ته لښته ودروي، تر
لاندې يې يو څو دانې غنم واچوي او چې كله خړې مرغۍ دانو ته ورنږدې شي، نو
له ورسۍ نه په لښته پورې تړلى تار وركش كړي.
بوډا وخندل.
ما له چايو دوې پيالې ډكې كړې او په خندا مې وويل:
ښه، کيسه دې کوله.
شونډې يې وخوځېدې:
سهار د ميرې په تېره غږ له خوبه رابيدار شوم، هغې چيغې وهلې... لغړې، پمنې،
د خوني لورې!... اوس مې په سترګو هم راننوځې.
له دې سره زما د كوټې دروازه خلاصه شوه، نجلۍ په ډكو سترګو كوټې ته راننوته
او وره ته نږدې يې سر پر ځنګانه ولګاوه.
زړه مې درد وكړ، ولاړ شوم او د هغې تر څنګ كېناستم، ورو مې وويل:
ګوره! ته بايد غټ زړه ولرې.
هغې سر هسك كړ، شونډې يې سره سريښ وې، خو له سترګو نه يې اوښكو منډې وهلې.
ما خوله خبرو ته جوړوله، چې د كوټې تر مخ مې د چايجوش د رغړېدو غږ واورېد.
د دريڅې پرده مې چوله كړه، يو تور چايجوش په چوتره كې ړنګ پروت و او له
لندې ځمكې نه تاو پورته كېده. پرده مې پرېښوده، نجلۍ ته مې مخ ورواړاوه:
ګوره! ميره مې...
خو د هغې ژړا زما په خوله كې خبره وچه كړه، سر يې زما پر ښۍ اوږه كېښود او
د ماشومانو غوندې يې په چيغو- چيغو وژړل. وروسته يې په ژړا كې وويل:
ابۍ نه ده ګرمه، د هغې د زړه پرار (ټپ) لا نه دى سره ورغلى، خو ما سپين
سترګي وكړه او چاى مې ورووړ. زه سپېره بايد دومره ژر نه واى ورسره مخامخ
شوې.
سترګې مې له اوښكو ډكې شوې، د هغې پر سر مې لاس كېښود او ومې ويل:
ته سپېره نه يې، زما زړه يې زړه!
له دې سره يې سر پورته كړ او زما پر كيڼه اوږه يې ګوتې ټينګې كړې. هغې ورو-
ورو ژړل او ما هم پرېښوده چې زړه يې تش شي.
كله چې يې ژړا سلګيو ته ځاى پرېښود، نو په خندا مې وويل:
شېرينو خو ما دومره كمزورې نه بلله.
سر يې پورته كړ، په څېره كې يې ژړا او موسكا ګډه سره ښكارېده، تر يوې سلګۍ
وروسته يې وويل:
اكربه! زما نوم دې له كومه زده كو؟
ومې خندل:
ځکه چې شېرينه، شېرينو وي.
شونډې يې موسكۍ شوې.
ما وويل:
زما لپار چاى نه راوړې؟
ويې خندل:
خو ته به هم چايجوش له ځمكې وولې!
په چټكى سره مې لاس وروغزاوه، تر پزې مې ونيوله او په خندا مې وويل:
نه، زه به دې وخورم.
په خندا ولاړه شوه. ټكرى يې پر مخ كش كړ او له كوټې ووته. زه هم انګړ ته
لاړم، له څا نه مې اوبه راوايستې، مخ مې پرېمينځه او كله چې بېرته په كوټه
ننوتم، د دريڅې پرده پورته شوې وه. پر دسترخوان چاى او ډوډۍ پراته وو او
شېرينو هم بړستنې په بوغبند كې تړلې. پياله مې راپورته كړه، هغې ته مې
وكتل، خړه- پړه ښكارېده، په ډكه خوله مې وويل:
نن به يو دوه كميسه درته راوړم.
ويې خندل:
نه، په همدې كې به ګذاره وكم.
خو هغه په يو جوړ جامو كې راغلې وه او جامو ته يې ضرورت درلود، ومې ويل:
په يو جوړ جامو كې ګوزاره نه كېږي، دا راته ووايه چې څه ډول رنګ دې خوښ دی؟
_هر رنګ چې ستا پر زړه برابر وي.
يوه شېبه غلې شوه او بيا يې وويل:
خو په يوه شرط!
خندا راغله:
كوم شرط؟
دا چې ابۍ يې ونه ويني.
خندا مى زور ونيو:
لېونۍ! نو څه وخت به يې اغوندې؟
په شرمېدلي غږ يې وويل:
ماخوستن، ماخوستن!
ما وخندل، د چايو تشه پياله مې پر دسترخوان كېښوده او ولاړ شوم.
شونډې يې وخوځېدې:
چېرته؟
ومې ويل:
يو ځل له ميراو نه د اوبو د وار پوښتنه كوم، بيا له هغه ځايه بازار ته ځم،
بل څه خو به دې نه وي په كار؟
هغې راته وكتل او د ځواب پر ځاى يې په شرمېدلي غږ وويل:
اكربه!
له دې سره رامخته شوه، زما پر ږيره يې لاس تېر كړ او كله چې مې د هغې ګوتو
ته وكتل، نو په سپينو ګوتو پورې يې دوه- درې تاره اوږده، پېچلي وېښته
ځړېدل.
بوډا غلى شو، تشه پياله يې د ډكولو لپاره رامخته كړه او بېرته پر خبرو
راغى:
اه زويه! څه درته ووايم، ما د لومړي ځل لپاره خوشالي موندلې وه او له ژوند
نه مې خوند اخيست. د ورځې ټوله ستړيا به مې د شېرينو په ليدو له ياده وته.
هغه هم ورو- ورو راسره روږدې شوه او وپوهېده، چې پر ما ګرانه ده. جامې مې
پاكې شوې، خوراك مې سم شو، له هغې سره مې خوله په خندا روږدې شوه او ژوند
ته مې په مينه كتل، خو د ميرې وينه نه ورګډېده، په مازې خبره به يې سپكې
سپورې ورته ويلې او تل به يې له څڼو نيولې وه، خو دې به هېڅكله ماته څه نه
ويل. ټوله ورځ به د كور په كار اخته وه؛ لاسونه به يې د لوښو په مينځلو غوړ
وو او پزه به يې د نغري ايرو توره كړې وه، خو ماښام به له ما سره په پاكو
جامو او پرېولي مخ ناسته وه، شېرينو خوشاله ښكارېده، هېڅوخت به يې زما تر
مخ د خپل پلار كور نه ياداوه، خو د شپې به يې په خوب كې له مور او وروڼو
سره خبرې كولې. يو دوه ځله مې ورياده كړه چې د خپلې ناروغې مور پوښتنې ته
ورشي. دې به نن سبا راته كول، خو بيا وپوهېدم چې ميره اجازه نه وركوي. اخر
د واده په دريمه مياشت د خپلې مور په مرګ د پلار كور ته لاړه، لس ورځې يې
تېرې كړې او كله چې بېرته راغله، رنګ يې ژيړ ښكارېده. ميرې به سپكوله، پوچ
او پاش به يې ورته ويل، خو دې به هېڅكله پر خوله نه راته راوړل. ميرې ته به
يې ابۍ ويل او د هغې له ناروا سره- سره به يې تل ښه خوله ورنه وهله، خو
كله- كله چې به ډېره سخته پرې راغله، نو د ژړا لپاره به يې ګوښه ځاى پسې
غوښت.
بوډا يوه شېبه غلى شو، ماته يې وكتل او بېرته يې شونډې وخوځېدې:
يوه غرمه له كاره ستړى كور ته راغلم، وار له واره مې په چوتره كې له غوښو
ډك غاب ته نږدې، پر خړ پوټي د وينو داره تر سترګو شوه، بيا د وينو ليكه په
څاڅكو بدله شوې وه او كله چې دالان ته ورننوتم، زړه مې ولړزېد؛ د شېرينو
مټ، يوه خوا كميس او د ټكري پيڅكه په وينو سره وه او ميرې مې د هغې د مټ په
پرار سوځېدلې ټوټه ايښوده. د ميرې چې كله سترګې راباندې ولګېدې، نو تلولۍ
غوندې شوه:
زه... زما!...
خو شېرينو په خوله كې ورولوېده او په بېړه يې وويل:
غوښه مې وړه كوله، چې چاړه خطا وته.
له دې سره مې ميره په ژړا له دالانه ووته. په بېړه د شېرينو تر څنګ
كېناستم، د وينې د تم كېدو لپاره مې د ټپ تر پورتنۍ برخې ګوتې راوګرځولې،
په بل لاس مې له جېبه دسمال راوايست او نيولى ځاى مې ټينګ پرې وتاړه. هغې
ته مې وكتل، سترګې يې له اوښكو ډكې وې او كله-كله به يې په تندي كې د درد
له لاسه ګونځې جوړېدلې. د هغې له نيولې څېرې نه وپوهېدم، چې د ډېرې وينې د
بهېدو له امله يې زړه كمزوري وركوي، ځكه مې تر مټ ونيوله او په كوټه كې مې
بړستن ورباندې اواره كړه. هغه وخت زموږ په ټوله ولسوالۍ كې ډاكټر نه و، ځكه
نو د كلي ملا ته، چې د ډاكټرۍ په كارونو كې يې هم ګوتې وهلې، ورغلم. هغه په
اوكلۍ (هاون) كې دوه- درې ډوله بوټي سره وټكول. بيا يې له يو رنګه سپينو
پوډرو سره، چې د ده په وينا د چرك مخه يې نيوله، ګډ كړل او راياده يې كړه
چې پر ټپ يې وتړه. كله چې بېرته كور ته راغلم، نو ميره مې د شېرينو تر څنګ
ناسته وه او هغې ته يې د بورې شربت جوړاوه. زما په ورتلو ميره ولاړه شوه او
له كوټې ووته. په حيرانتيا مې شېرينو ته مخ ورواړاوه:
د ابۍ پر زړه نن څنګه د رحم اوبه تېرې شوې دي؟
هغې څه ونه ويل.
ما پر ټپ تړلى دسمال خلاص كړ او په داسې حال كې چې پر پرار (ټپ) مې راوړي
دارو ايښودل، ورو مې وويل:
څه كيسه وه؟
شېرينو تلولۍ غوندې شوه:
هېڅ...
ومې ويل:
ابۍ ولې د چاړې وار درباندې وكړ؟
په وارخطايۍ يې وويل:
ما په خپله خپل لاس...
په خبره كې يې ورولوېدم:
ګوره! كه چاړه ستا له لاسه خطا شوې واى، نو پر ګوته، ورغوي او يا به دې هم
د لاس پر شاتنۍ برخه لګېدلې واى؛ مټ يې څنګه ژوبلاوه؟
سر يې وځړېد.
ما وويل:
زړه دې، خو درواغ ښه نه دي، هغه هم د ښځې او خاوند تر منځ.
په ژړغوني غږ يې وويل:
ابۍ په چوتره کې غوښه ميده كوله، كله چې ما ورته وكتل، نو ډېره ورسره په
تكليف وه، بايد يو چا د غوښې بڅري ورته نيولې واى، ځكه يې تر څنګ كېناستم
او غوښې ته مې لاس وروغزاوه، خو دې كار هغې ته خوند ورنه كړ. په خشكه يې
پورې وهلم او په لاس كې نيولې تېره چاړه يې زما مټ ته سيخه شوه.
بوډا غلى شو، ماته يې وكتل او ويې ويل:
زويه! مينه تل ميدان وړي، د شېرينو زغم او تر ځان تېرېدنې اخر ميره وژړوله،
د زړه خيرې يې اوښكو راوايستې او د خاوند تر مړينې وروسته يې يو ځل بيا پر
كور زړه ولګېد. نور نو په كور كې د سپكو سپورو پر ځاى د خندا غږ اورېدل
كېده. ميرې به مې له شېرينو سره د كور په كارونو كې لاس ووړ. دواړو به يو
ځاى ډوډۍ خوړه، كيسې به يې كولې او تر غرمې وروسته به چې كله چوترې سيوری
پيدا كړ، نو دواړې به پر زاړه ليمڅي ناستې وې او ګرېوانونه به يې جوړول.
ژوند په خوښۍ تېرېده، خو وروسته ما او شېرينو دواړو ته يوه اندېښنه
راولوېده، ځكه زموږ د واده درې كاله تېر شوي وو، خو اولاد مو نه كېده.
دمونه مو وكړل، تاويزونه مو په غاړو وځړول، پر زيارتونو وګرځېدو، خو د
شېرينو لمن زرغونه نه شوه. اخر چا راته وويل چې د غزني ښار ته يو ډاكټر
راغلی، يو ځلې هغه ته ورشئ. ما هم د هغه خبره ومنله، ډاکټر څه دوا راته
وليكله او څو مياشتې وروسته شېرينو په شرمېدلي غږ راته وويل چې په وجود كې
يې يو بل زړه هم دربېږي.
آه زويه! انسان هغه وخت د سكون احساس كوي چې اروا يې پر كراره شي. نور مې
نو هېڅ غم نه درلود او څه مې چې لرل، په هغه خوښ وم. خپل ژوند مې پر پاچاهۍ
نه وركاوه او ژوند ته مې په مينه كتل. خو هر څه بدل شول، هر څه، اخر
نېكمرغۍ مخ رانه وګرځاوه.
بوډا غلى شو. ما ورته وكتل، څېره يې خواشينې وه او پزه يې تر پخوا ځړېدلې
راته ښكاره شوه. بېرته يې شونډې وخوځېدې او پر خبرو راغى:
اه زويه! يوه شپه مې د شېرينو په زګېروي سترګې روڼې شوې، څراغ مې ولګاوه او
هغې ته مې وكتل. پر سپين تندي يې څاڅكى- څاڅكى خوله پرته وه او په غاښونو
يې لاندېنۍ شونډه ټينګه کړې وه. هماغسې يې په زګېروي كې وويل:
ښه نه يم.
ما يې پر تندي لاس كېښود، د څراغ په رڼا كې يې شونډې خندنۍ شوې، خو ډېر ژر
د درد څپه پرې راغله او په زحمت يې وويل:
اكربه! تبه مې نه ده، ابۍ ته ووايه!
وپوهېدم چې خبره څه ده. تر سر ايښې خولۍ ته مې لاس وروغزاوه، خو د ولاړېدو
پر وخت، شېرينو تر مټ ونيولم، هغې ته مې وكتل. سترګې يې له اوښكو ډكې وې او
پر شونډو يې يوه مړاوې موسكا پرته وه، له درد سره يې په شرمېدلي غږ وويل:
اكربه! ته بيا مه راځه، د ابۍ په كوټه كې پرېوځه، ښه!
يوه شېبه يې تر مټ نيولى وم، په ځير- ځير يې راته كتل او له يوه درد سره يې
زما لاس پرېښود. ما پر تندي ښكل كړه او ورو مې وويل:
لېونۍ! مه وارخطا كېږه، خداى به هر څه سم كړي.
له دې سره مې سترګې له اوښكو ډكې شوې، دالان ته لاړم او په توره شپه كې مې
د ميرې د كوټې ور ورو وټكاوه. د هغې خوبولى غږ مې واورېد:
څوك يې ؟
ومې ويل:
زه يم، مالک.
د اورلګيت د لګېدو له غږ سره مې د وره په چاكونو كې رڼا وليده. ميرې مې
دروازه خلاصه كړه. دا پوهېدلې وه چې خبره څه ده، ځكه يې څه ونه ويل. ما لار
وركړه او هغې زما د كوټې د وره لاستي ته لاس وروغزاوه. زه د ميرې په كوټه
كې اوږد وغزېدم او په فكر كې ډوب شوم. ساعت_ نيم به وتلى و چې د ميرې غږ مې
واورېد. هغې ويل چې شاپواګۍ راولم. شاپو زموږ ګاونډۍ وه او د كلي ډېرو ښځو
د دې تر لاس لاندې ماشومان زېږولي وو. ما هم څراغ راواخيست، دباندي ووتم او
د ګاونډي د انګړ دروازې ته مې ډبره ونيوله. شېبه وروسته مې يو وارخطا
نارينه غږ واورېد:
څوك يې؟
ځان مې وروپېژاند. دروازه خلاصه شوه او ګاونډی مې وپوهاوه، چې د څه لپاره
راغلى يم، هغه كور ته لاړ او شېبه وروسته شاپواګۍ د لاټين په رڼا كې ښكاره
شوه، چې په كړوپه ملا زما خوا ته راروانه وه.
درې- څلور دقيقې وروسته بېرته د ميرې په کوټه کې اوږد وغزېدم او بوډۍ زما
کوټې ته ورننوته، خو دا ځل مې د چونګښو په کوررړا کې د شېرينو زګېروي او
يوه نيمه چيغه هم اورېده... د هغې چيغو زما په زړه کې ستنې تېرولې، ځکه مې
يو غوږ پر توشکه ولګاوه او پر بل غوږ مې بالښت کېښود. ښه شېبه نوره هم ووته
او بيا يو دم نېغ کېناستم. په زړه کې مې خوشالۍ منډه واخيسته او په غوږو مې
د يوه ماشوم د ژړا تېرې کوکې ننوتې. بې اختياره مې پر درۍ تندی ولګاوه او د
شکر پر سجده پرېوتم، خو يو ناڅاپه مې د ميرې کوکو په زړه کې غزېدلې خوښي
بېرته راټوله کړه، زړه مې له خولې راووت او په توره شپه کې مې پر تړلي وره
منډه ورواخيسته. سر مې پر دړه ولګېد او د شا پر تخته پرېوتم.
بوډا غلی شو او کله چې ما ورته وکتل، مخ يې د ورسۍ خوا ته واړاوه . ورو يې
وويل:
لکه چې بيا واوره پيل شوه؟
غږ يې ژړغونی و او کله چې مې ښيښې ته وکتل، اسمان ورېځ و، خو د واورې
اورېدل مې ونه ليدل. وروسته مې د بوډا لړزېدلي لاس ته پام شو، چې د تندي له
خوا يې پر وېښتو تېر کړ، خو زه وپوهېدم چې په دې چل يې د لاس په ورغوي خپلې
اوښکې پاکې کړې.
ساعت ته مې وکتل، د غرمې دوولس بجې وې، زړه مې غوښتل چې بوډا نور هم
راوغږوم، خو هغه خوابدی و او ښه مې دا وګڼل، چې يوه شېبه يې يوازې پرېږدم.
ورو ولاړ شوم، بوډا وويل:
څه کوې؟
_ډوډۍ راوړم.
ځړېدلې شونډې يې خندا سره ويړې کړې:
وږی يې؟
ما وخندل:
وخت يې نه دی؟
په خندا يې وويل:
کېنه زوروره! اوس دې زما د زړه غوټې راوسپړلې، پرېږده چې يو څه تش شي.
ما هم له خدايه همدا خبره غوښته، پلتۍ مې ووهلې او بوډا هم د خپل ژوند کيسه
پسې وغزوله:
زما د خوشالۍ عمر لنډ و، داسې لکه يو خوږ خوب او بس. په سبا يې د شېرينو
پلرګنۍ راغله او جنازه يې خپلې هديرې ته يووړه. زه به د ورځې پر فاتحه ناست
وم او ماخوستن به مې د وروسي يو دوې ګولې تر ستوني تېرې کړې. وروسی زموږ په
خلکو کې يو دود دی. کليوال تر څو ورځو په خپل وار د کورنۍ نارينه ډوډۍ ته
بيايي. ښځينه وو ته پوخ دېګ ورلېږي او په دې توګه خپله غمشريکي څرګندوي. ما
چې به په هر کور کې ډوډۍ وخوړه، که به يې د مېلمنو کوټه لرله، نو همالته به
مې سر ولګاوه، که نه نو په جومات کې به مې شپه سبا کوله. درې- څلور ورځې مې
پر خپل کور پښې نه ور تلې، خو اخر مې د مجبوريت له مخې کور ته مخه کړه.
چوپه چوپتيا وه، ان د کوټو دېوالونه هم خوابدي ښکارېدل. ميره مې په دالان
کې وليده، چې په چوشک کې يې شيدې اچولې. کله چې يې سترګې راباندې ولګېدې،
خوله يې جينګه شوه، سترګو ته يې ټکری ونيو او په ژړا خپلې کوټې ته ننوته.
يوه شېبه په دالان کې ودرېدم، بيا مې لړزېدلی لاس د کوټې وره ته وروغزاوه.
اه زويه! ملايان وايي چې د قبر تر تيارې بله وېره نه شته، خو ما په ژوندوني
قبر وليد. ګام مې واخيست، د کوټې ور په غنجا راپسې پورې شو. پرده مې چوله
کړه، سترګې مې وغړولې، پر خړه درۍ يوازې يو توشک پروت و، د شېرينو د لاس
هېڅ نښه نه ښکارېده. د هغې بستره، جامې، پر مېخ ځوړند ټکری او ان د هغې
رانجه او سلايي، هر څه له کوټې ايستل شوي وو.
داسې احساس مې وکړ، لکه يوه لوی ګودال ته چې لوېدلی يم، داسې تياره ګودال
ته، چې د وتو لار ونه لري او له مارانو او لړمانو ډک وي. پرده مې نوره هم
پورته کړه او کله چې رڼا شوه، وار له واره مې په اينې کې خپلې څېرې ته پام
شو، پر دېوال ځړېدلې اينې ته ورنږدې شوم. دې اينې ته يوازې څو ورځې مخکې
ولاړ وم، په برېتو کې مې يو سپين وېښته ښکارېده، خو په ګوتو نه راته او کله
چې د شېرينو راته پام شو، په بېړه يې وويل:
اکربه! مه بيا ډېرېږي!
خو اوس مې ږيره او وېښته له سپينو خلو ډک وو او څېره مې دومره ګونځې- ګونځې
راته وايسېده، لکه د څلورو ورځو پر ځای چې کلونه راباندې اوښتي وي. بې
اختياره مې اينې ته لاس وروړ او پر ځمکه مې د يو شي د لوېدو غږ واورېد.
لاندې مې وکتل، پر يوې سرې رنګې ږمنځې مې سترګې ولګېدې چې له وېښتو ډکه وه.
پر ګونډو شوم، ږمنځ مې له غولي راپورته کړه، د ږمنځې په ښاښونو پورې د
شېرينو تور او پېچلي وېښته ځړېدل. بې اختياره مې ږمنځ په ټټر پورې ونيوله.
اوښکې مې له واکه ووتې، خو هڅه مې کوله چې له خولې نه مې کومه کوکه ونه
وځي. يوه شېبه مې په ټيټ غږ وژړل... بيا ستوني ستغ پرېوتم. سترګې مې چت ته
وچې نيولې وې، خو په ذهن کې مې شېرينو يوې او بلې خوا ته کېده؛ کله به يې
خندل، کله به يې زما په وېښتو کې ګوتې تېرولې او کله به يې راته ويل:
�اکربه! دومره ډېر کار مه کوه، ناروغ به شې�.
بيا يو دم کېناستم، زړه مې نيولی و، ټېکه نه راتله، کور داسې راته وايسېد،
لکه خولې چې راباندې لګوي.
ناڅاپه ولاړ شوم، په دالان کې مې ميرې ته ورغږ کړ. هغه راغله او په سرو
سترګو راته ودرېده، بې اختياره مې وويل:
زه ځم.
خوله يې وازه پاتې شوه:
چېرته؟
_نه پوهېږم.
څومره وخت؟
_نه پوهېږم.
هغې په رډو سترګو راته کتل، ما وويل:
بايد د يو څه وخت لپاره چېرته لاړ شم، که نه زړه مې چوي.
د ميرې غږ ژړغونی شو:
موږ چاته پرېږدې؟
_خدای ته.
دا وخت د ميرې له کوټې نه د يوه کوچني چيغې پورته شوې... ميرې مې وويل:
پر ماشوم څه نوم کېږدم؟
ځواب مې ورکړ:
نه پوهېږم.
يو ځل يې وينې نه؟
_نه.
بوډا غلی شو. ماته يې مخ راواړاوه، په سترګه کې يې اوښکې رغړېدې، خو شونډې
يې خندنۍ وې. هماغسې يې په خندا وويل:
اوس به يې وخت وي.
حيران شوم:
د څه شي وخت؟
_ډوډۍ يادوم.
ما وخندل او د ډوډۍ د راوړلو په نيت ولاړ شوم، خو له ورسۍ نه مې پر خپل
کوچني ورور سترګې ولګېدې، چې چلمچى يې په لاس، د کوټې خوا ته راروان و.
شېبه وروسته مو لاسونه پرېمينځل او کله چې مې دسترخوان اواراوه، نو پلار مې
کوټې ته راننووت. هغه ويل چې دباندې جان ګل ولاړ دی او تا غواړي. جان ګل
زموږ کليوال و. ورغلم، هغه ته مې هم د ډوډۍ ست وکړ، خو ده زموږ ښکاري ټوپک
غوښت، ويل يې چې دا دوې شپې يې د کور پر چرګانو کومه ګيدړه اموخته شوې.
غواړي نن شپه ورته پټ شي او خوړلي چرګان ورباندې ذهر کړي. ما هم له کوره
ټوپک ورته راوايست او کله چې بېرته د مېلمنو کوټې ته ورننوتم، پلار او بوډا
دواړو د شولې له ډک غوري نه ګولې پورته کولې. زه هم د پلار تر څنګ کېناستم.
بوډا په ډکه خوله د کارېزونو په اړه خبرې کولې. ويل يې چې قره باغ کوم رود
يا سيند نه لري، ټولې ابادۍ يې د کارېزونو په اوبو ده. ده په دې ولسوالۍ کې
پراته خلک تر دوو لکو زيات ياد کړل او دليل يې دا راووړ چې يوازې د ولسمشرۍ
د ټاکنو لپاره پنځه اتيا زره کارډونه اخيستل شوي وو، نو څومره به ماشومان
وي، ښځو خو د بېلابېلو لاملونو له مخې کارډونه وانه خيستل او داسې ډېر
نارينه هم وو چې نوم ليکنه يې ونه کړه.
بوډا خبرې کولې، خو ماته د کارېزونو په اړه معلومات په زړه پورې وو، ځکه مې
د موضوع د رااړولو لپاره يوه ساده پوښتنه ورنه وکړه:
نو دا کارېزونه دومره ډېر دي؟
بوډا وويل:
هو زويه! که لوی او واړه کارېزونه حساب کړې، شمېره يې سلګونو ته رسېږي.
په خبره کې يې ورولوېدم:
دا کارېزونه به چا کيندلې وي؟
بوډا د خپل ښي لاس يوه- يوه ګوته په خپله ژبه وڅټله، وروسته يې وويل:
نه پوهېږم. سم او دقيق تاريخ يې نه دی معلوم، خو د سيمې اوسېدونکي دا
کارېزونه پر دوو برخو وېشي. دوی تنګو کارېزونو ته سليماني کارېزونه وايي او
په دې باوري دي چې د سليمان عليه السلام په زمانه کې دېوانو او پېريانو
کيندلي دي. دليل دا راوړي چې د سليماني کارېزونو تونلونه دومره تنګ دي چې
انسان ان په خاپوړو هم تګ نه شي په کې کولای، نو کيندل به يې څنګه؟
بل سلطاني کارېزونه دي چې د سلطان محمود په وخت کې کيندل شوي وو. دا
کارېزونه پراخ او ارت تونلونه لري، چې په ځينو کې يې ان په ولاړو هم تګ
کېدای شي، خو زه يوې خبرې ته حيران يم.
دا ځل مې پلار د بوډا له خبرو سره دلچسپي وښوده او په بېړه يې وويل:
کومې خبرې ته؟
زه ډېرو کارېزونو ته ورکښته شوی يم، ګوډي (د خټو د راپورته کولو رابړي
بوکه) مې ډکې کړې او خټې مې راايستلې دي، خو خبره دا ده چې پخوانيو خلکو د
اوسنۍ دنيا غوندې پرمختللي وسايل نه لرل. دوی په دې څنګه توانېدلي وو چې په
يوه حال (يوه لېول) پر يوه مستقيمه ليکه، تر ځمکې لاندې تونلونه وکيندي، د
اوبو لارې معلومې کړي او په ځانګړو فاصلو له لاندې نه د ځمکې سر ته سپرغې
(څاګانې) راوخېژوي؟
پلار مې وويل:
تاته د سپرغو کيندل ولې دومره سخت ښکاري؟